دوشنبه, ۱۳ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له الله سبحانه وتعالی سره د اړیکې دوام

(ژباړه)

په هر ځای کې چې اوسئ، تاسو ټولو قدرمنو ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوو او له «حدیث شریف سره هممهاله» پروګرام نوې برخې ته ښه راغلاست درته وایو. خپله خبره په تر ټولو غوره ډالۍ پیلوو:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د ابن حجر عسقلاني رحمه‌الله د «فتح الباري شرح صحیح البخاري» په کتاب کې، د «هغه چا په اړه چې له بدبختۍ او ناوړه برخلیک څخه الله سبحانه و تعالی ته پناه وړي»، په لږ تصرف سره داسې راغلي دي، مسدد موږ ته روایت وکړ او ویې ویل: سفیان له سُمَیّ، هغه له ابوصالح او هغه له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل:

«تَعَوَّذُوا بِاللَّهِ مِنْ جَهْدِ الْبَلَاءِ وَدَرَكِ الشَّقَاءِ، وَسُوءِ الْقَضَاءِ وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ»

ژباړه: د بلا له زغم‌نه‌وړونکې سختۍ او کړاو، له بدبختۍ سره د مخ کېدو، ناوړه تقدیر او د دښمنانو له خوشحالۍ څخه پر ستاسو د مصیبت او ستونزې له امله، الله (سبحانه و تعالی) ته پناه یوسئ.

ګرانو وروڼو! جَهد البلاء (د بلا له زغم‌نه‌وړونکې سختي او کړاو) هره هغه سختي او کړاو ته ویل کېږي چې انسان ورسره مخ شي او د زغملو وس یې ونه لري. دا اصطلاح هغه بلاوې او مصیبتونه رانغاړي چې پر انسان راځي او هغه ځوروي. نو هره هغه نه زغمل کېدونکې سختي چې انسان یې د زغملو وس ونه لري او ځان ترې ونه ژغورلی شي، د «جهد البلاء» له مصادیقو شمېرل کېږي.

دَرَک الشقاء (له بدبختۍ سره مخ کېدل): موخه دا ده چې انسان الله سبحانه و تعالی ته پناه یوسي، ترڅو د بدبختۍ ښکار نه شي.

سوء القضاء (ناوړه تقدیر): دا په دې معنا ده چې بنده له هغه تقدیر څخه چې د ځور او خپګان لامل یې ګرځي، الله سبحانه و تعالی ته پناه یوسي، ترڅو داسې حالت ته ونه رسېږي چې په ګناه او ناروا کارونو یې بوخت کړي.

الله سبحانه و تعالی ته د دښمنانو له شماتت (خوشحاله کېدو) څخه پناه وړل: دا په دې معنا ده چې انسان د خپل مصیبت او ستونزې پر مهال د دښمنانو له خوشحالۍ څخه الله سبحانه و تعالی ته پناه یوسي؛ ځکه دښمنان پر انسان له راغلو بلاوو، ناخوالو او مصیبتونو څخه خوشحالېږي.

اې مسلمانانو! زموږ پیغمبر صلی الله علیه و سلم موږ ته لارښوونه کړې چې څه ووایو او څنګه الله سبحانه و تعالی ته پناه یوسو. مسلمان د غم او اندېښنې د لرې کولو یا د دښمنانو د دفع کولو لپاره یوازې پر ځان تکیه نه کوي؛ بلکې خپل ټول کارونه خپل خالق، الله سبحانه و تعالی ته سپاري. مسلمانان له الله سبحانه و تعالی سره له اړیکې پرته ژوند نه شي کولای، د هغه د رضایت له ترلاسه کولو پرته د ژوند اصلي خوند نه شي څکلای او د هغه دربار ته له ورګرځېدو او دعا له کولو پرته د بریا تصور یې ناشونی دی.

له همدې امله، څوک چې د امت د اوسني وضعیت د بدلولو ادعا کوي، یوازې په خپل فزیکي یا فکري ځواک په تکیه کولو سره بریا ته نه شي رسېدلای؛ بلکې باید د دغه بدلون لپاره د ټولو چارو له خالق او مدبر، الله سبحانه و تعالی څخه مرسته وغواړي.

نو اې د حزبونو او ډلو مشرانو! چېرې یئ؟ ولې له شرعي حکمونو سرغړونه کوئ؟ ولې مو قرآن شاته غورځولی دی؟ ایا د خلیفه پر ځای مو ټیټ‌پوړو واکمنانو ته غاړه اېښې ده؟ ایا د قرآن پر ځای مو د کفر اساسي قوانینو ته غاړه اېښې ده؟ په داسې حال کې چې په اخرت کې به د واکمنانو برخه له زوال او له منځه تلو پرته بل څه نه وي.

اې ربه! ژر تر ژره د نبوت پر منهج راشده خلافت راپه برخه کړه؛ هغه خلافت چې د مسلمانانو تیت‌پرک حالت له منځه یوسي او هغوی له هغو بلاوو او مصیبتونو وژغوري چې پکې ښکېل دي! اې ربه، ځمکه پخپل کریم نور سره روښانه کړه! اللهم آمین، آمین!

ګرانو وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه و سلم تر بل حدیث پورې، تاسو د الله سبحانه و تعالی پناه او ساتنې ته سپارو.

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

چمتو کوونکې: ابو مریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

اړوند مطلبونه:   « له حدیث سره همهاله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې