جمعه, ۲۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب‌التحریر ولایه ترکیې ولسي فعالیتونه: «غزه کې نه اور مري، نه ظلم پای ته رسېږي!»

د هغو وحشیانه نسل‌وژنو له دوام سره چې له دوه کلونو راپدېخوا د یهودو مجرم رژیم له خوا د غزې په تړلې سیمه کې پر بې‌وسله مسلمانانو ترسره کېږي، او تر دې دمه له ۲۲۰ زرو څخه زیات مسلمانان شهیدان، ټپیان یا ورک شوي، حزب‌التحریر ولایه ترکیه د لسو سترو ښارونو په کچه د مطبوعاتي اعلامیې د لوستلو لس‌ګونه ولسي فعالیتونه تر دې سرلیک لاندې تنظیم کړل:

«غزه کې نه اور مري، نه ظلم پای ته رسېږي

دا فعالیتونه د غزې د اشغال او دوامداره نسل‌وژنې پر ضد د اعتراض په موخه ترسره شول، سره له دې چې د مصر په شرم‌الشیخ کې د «اوربند» تر نامه لاندې یو تړون اعلان شوی و. غاصب صهیونیستي رژیم د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۱۰مه اعلان شوی اوربند لږ تر لږه ۵۰۰ ځله نقض کړی دی، او تر اوسه له ۳۶۰ ډېر مسلمانان د غزې په سیمه کې وژل شوي دي.

د دغو فعالیتونو له لارې، له بېلابېلو سیمو څخه غږونه پورته شول، څو د هغه څه ریښتنۍ موخه افشا کړي چې د اوربند تر نامه لاندې د پلان په بڼه وړاندې شوې، هغه پلان چې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري جوړ شوی او د هغه متحدینو هڅه کړې چې د مصر، ترکیې او قطر په ضمانت یې پلی کړي. په اعلامیو کې د اسلامي هېوادونو د حکومتونو پر سکوت نیوکه شوې او د دوی د محاسبې غوښتنه شوې، ځکه چې دوی د دغو نسل‌وژنو او اشغال پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی.

په انقره کې، د حاجي بیرم ولي له جومات څخه د ماسپښین تر لمانځه وروسته، لاریون د توحید له بیرغونو سره پیل شو، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخنیوی وشو. کله چې لاریون ودرول شو، لاریون‌کوونکو په میدان کې نارې ووهلې: «د اسلام بیرغ، د توحید بیرغ!» له امنیتي ځواکونو سره تر شخړې وروسته، د توحید بیرغونو پر بندیز غلبه وشوه او لاریون ادامه وموندله. ګډونوالو تکبیر وکړ «الله اکبر» او دا شعارونه یې پورته کړل:

  • «پوځونه باید الاقصى ته ولاړ شي»
  • «د اوربند پلان – د کفارو تله ده!»
  • «زه به د امریکا دوست نه یم، زه مسلمان یم، مسلمان!»

په مطبوعاتي اعلامیه کې ټینګار شوی چې «ضمانت کوونکو» واکمنانو غزې ته هېڅ نه دي کړي، دوی لکه تل، دا ځل هم چوپ پاتې شول! آن دومره یې ونکړل چې د روانو وحشتونو غندنه وکړي، تر څو خپل تختونه خوندي وساتي.

د ټرمپ پلان یوه شریره طرحه وبلل شوه چې موخه یې د مقاومت اراده ماتول، اشغال ته مشروعیت ورکول، او د غزې پر تړلې سیمه د یوه نوي استعماري واک ټینګول دي.

په پای کې، اعلامیې د اسلامي امت د یووالي غږ پورته کړ، او ټینګار وشو چې حل د ملګرو ملتونو په څېر هغو بنسټونو کې نه دی چې د استعماري لوېدیځ تر ولکې لاندې دي، بلکې یوازینی حل د نبوي منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت په قیام کې دی، هماغه سیاسي مشرتابه چې د ټول امت لپاره یوازینۍ مشروع مشري ده.

۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادي‌الاخر ۱۶مه

۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۷مه

- د مبارکې خاورې (فلسطین) د مسلمانانو د نصرت د فعالیتونو یوه برخه -

 

 

 

-  د فعالیتونو هشتګونه  -

#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه ترکیې لاندې پاڼې وګورئ:

د حزب التحریر ولایه ترکیې وېب‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې فېسبوک‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې اکس‌پاڼه

د حزب التحریر ولایه ترکیې ډيلي‌موشن پاڼه

د بنسټیز بدلون مجلې پاڼه

 

Last modified onجمعه, 12 ډسمبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې