سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب‌التحریر ولایه ترکیې: پراخ فعالیتونه «اقصی وژغورئ! د امریکا پر ضد ودرېږئ!»

حزب التحریر ولایه ترکیې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د عامه لاریونونو او مطبوعاتي بیانونو له لارې، چې د «اقصی وژغورئ! د امریکا پر ضد ودرېږئتر شعار لاندې تنظیم شوي وو، د یهودو د غاصب دولت ظلم، د امریکا استعماري تکبر، او د اسلامي خاورو د واکمنانو چوپتیا وغندله.

دغه فعالیتونه چې د جمعې په ورځ له مرسین ښار څخه پیل شوي وو، یکشنبه ورځ، ادنه، انقره، آیدن، بورصه، دوزجه، غازي عنتاب، استانبول، ازمیر او کوجالي ښارونو ته هم وغځېدل. هلته راټولو شویو مسلمانانو په میدانونو او څلور لارو کې د نړۍ پر وړاندې دا شعار ورکاوه:

«یو امت، یو دولت، یو حل: خلافت»

۱۴۴۷هـ .ق کال د شوال ۱۸مه

۲۰۲۶م کال د اپرېل ۵مه

 

د انقرې ښار په اولوس ډګر کې

د اقصی لپاره پر پوځونو غږ

پروګرام د انقرې په پلازمېنه کې د حاجي بایرام جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته، د اولوس ډګر پر لور د لاریون په ترسره کېدو سره پیل شو. دا غونډه عیسی ارسلان او مصطفی اونوک وړاندې کړه، او پکې یو مطبوعاتي بیان هم شامل و چې اېمرې تاش ولوست.

په بیان کې ټینګار وشو چې په غزه کې روانه نسل‌وژنه، چې له دوو کلونو زیات وخت یې تېر شوی، د بشري تاریخ له تر ټولو تورو فصلونو څخه ده. په مطبوعاتي بیان کې داسې راغلي:

«د یهودو غاصب رژیم لا هم زموږ پر وروڼو او خویندو، پرته له دې چې د هغوی جنس یا عمر ته پام وکړي، عام وژنې تر سره کوي، او روغتونونه، جوماتونه او ښوونځي په نښه کوي. همدارنګه ویل شوي چې هغه ډیپلوماتیکې هڅې چې د «د سولې د نندارې» او د استعماري امریکا تر سرپرستۍ لاندې روانې دي، یوازې د اشغال د قانوني کولو لپاره دي».

بیان همدارنګه څرګنده کړه چې د مسلمانو مشرانو له خوا د «سرو کرښو» خبرې یوازې تشې خبرې دي، او حتی د مسجد اقصی د تړل کېدو پر مهال د عملي اقداماتو نه کول، په تاریخ کې بې‌سارې سپکاوی بلل کېږي.

همدارنګه ټینګار وشو چې د اسلامي امت د ستونزو اصلي لامل د سیاسي ارادې نشتوالی دی، او له دې سپکاوي څخه خلاصون یوازې د هغه راشده خلافت له لارې ممکن دی چې د نبوت پر منهج قائم شي.

- د انقرې ښار د فعالیتونو یوه برخه -

 

 

د استانبول ښار د اوسکودار په سیمه کې

د عزت او مقاومت روح

د استانبول ښار په فعالیتونو کې مسلمانان له فستیکا آغاجي ډګر څخه تر اوسکودار ډګر پورې اوږه په اوږه روان شول، تر څو وښيي چې مبارکه خاوره (فلسطین) یوازې نه ده.

مطبوعاتي بیان د حزب التحریر ولایه ترکیې د رسنیو د دفتر غړي، محمد امین یلدرم ولوست.

په پروګرام کې د څېړونکي او لیکوال احمد فارول او د حماس د مشر طلال نصار ویناوې هم شاملې وې، چې په کې یې د اسلامي امت پر یووالي او د مشرانو له خوا د خپلو پوځونو د راټولولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په میدانونو کې داسې شعارونه هم ورکول کېدل:

«پوځونه دې اقصی ته ولاړ شي»

«کورجیک، انجرلیک، دا څه شرم دی؟»

«یوازینی حل خلافت دی»

فعالیتونه په دې دعا پای ته ورسېدل:

«ای الله! موږ ته دا توان راکړه چې د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت بیا قائم کړو. او موږ ته دا نصیب کړه چې بیت المقدس او مسجد اقصی د خلافت د پوځونو په وسیله بېرته ترلاسه کړو، او د یو صالح خلیفه تر شا ودرېږو!»

 

- د استانبول ښار د فعالیتونو یوه برخه -

 

 

د فعالیتونو ویډیوګانې

 

 

- د سیمینارونو او غونډو د فعالیتونو یوه برخه -

 

 

د فعالیتونو هشتګونه

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه ترکیې وېب‌پاڼې وګورئ

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې رسمي وېب پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې فېسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې ټویټر پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې انسټاګرام

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې یوټیوب

د بنسټیز بدلون مجلې وېب‌باڼه

Last modified onسه شنبه, 14 اپریل 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې