چهارشنبه, ۲۲ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د دعوتګر استاد ابراهیم اسماعیل عرعر (ابو خلیل) د مړینې خبر

د الله سبحانه وتعالی په قضا ایمان او د هغه له لوري د اجر په هیله د حزب التحریر ولایه اردن مطبوعاتي دفتر د خپل یو دعوتګر د مړینې خبر ورکوي:

استاد ابراهیم اسماعیل عرعر (ابو خلیل)

چې د سې شنبې په ورځ،د ۱۴۴۷هـ کال د رمضان د میاشتې په ۱۴مه، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ له ۳مې سره برابره ده، د شاوخوا  کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د الله تعالی رحمت ته ولاړ.

ابو خلیل د تېرې پېړۍ له شپېتمو لسیزې راهیسې د حزب په صفونو کې د لومړني نسل له غړو سره یوځای شوی و. هغه د دعوت په خپرولو کې فعال و، په حق ویلو کې زړور و، مېلمه پال و، د دعوت او د هغه د حاملینو سره یې مینه لرله، او خپل ژوند یې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیاتاسیس لپاره کار کولو ته وقف کړی و.

الله تعالی ته دعا کوو چې هغه وبښي، پرې ورحمېږي، د دې مبارکې میاشتې له آزاد کړل شوو بندګانو څخه یې وګرځوي، او هغه د پیغمبرانو، صدیقانو، شهیدانو او صالحانو سره په اعلی علیین کې یوځای کړي، چې هغوی څومره ښه ملګري دي. الله دې د هغه کورنۍ او خپلوانو ته لوی اجر ورکړي او هغوی ته دې صبر او تسلي ورپه برخه کړي.

﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د حزب‌التحریر ولایه اردن مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د استاد ابراهیم اسماعیل عرعر (ابو خلیل) رحمه الله د سوګوارۍ په مجلس کې

د محترم شیخ سعید رضوان (ابو عماد) وینا

۱۴۴۷هـ.ق کال د رمضان ۱۵مه

۲۰۲۶م کال د مارچ ۴مه

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې