پنجشنبه, ۲۴ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په امستردام کې علمي غونډه «غزه چیغې وهي!»

 

حزب‌التحریر هالند د هالند په پلازمېنه امستردام کې د هغه وحشيانه قتل‌عام پر وړاندې یو پراخ ولسي لاریون او ودرېدنه رامنځته کوي چې له ۱۸ میاشتو راهیسې د یهودي مجرم رژیم له‌خوا د محاصره شوې غزې پر بې‌وسله مسلمانانو ترسره کېږي او تر اوسه یې له ۱۸۰زرو ډېر مسلمانان شهیدان او ټپیان کړي دي.

«غزه چیغې وهي

دا غونډه د غزې د پتمن ولس د ملاتړ په موخه ترسره شوه، هغه ولس چې د یهودي رژیم له لوري د قتل، لوږې، جبري بې‌کوره‌کولو او خورا وحشیانه نسل‌وژنې سره مخ دی، او د عربو خاینو رژیمونو له خوا ورسره ستر خیانت روان دی او یوازې پرېښودل شوی دی.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه وروسته عبدالمالک ورور وینا وکړه چې د مبارکې خاورې (فلسطین) تاریخي شالید یې بیان کړ. هغه په ډاګه کړه چې څنګه کفري استعمارګر غرب د یهودو لپاره یو اشغالګر رژیم جوړ کړ، څو د اسلامي امت په زړه کې د دوی لپاره یو مخکښ پوځي مرکز وي، او د امت له اساسي قضيې، اسلامي وحدت او خپلواکي یې بې‌برخې کړي.

دویمه وینا د بلال ورور له لوري واورول شوه چې ویې ویل: «د فلسطین د قضيې حل په اوربند، مذاکراتو، مرستو یا نورو مؤقتو حللارو کې نه‌دی. یوازینی حل دا دی چې ټوله مبارکه خاوره (فلسطین) آزاده شي، او د شاوخوا هېوادونو پوځونه مجبور کړل شي چې حرکت وکړي، فلسطین آزاد کړي، د یهودي رژیم جرړې وباسي او هغوی د عبرت نښه وګرځوي.»

خو دا به تر هغه ممکن نه وي، څو پورې چې مسلمانان د خاینو واکمنانو پر ضد راپاڅي، خپل حاکمیت او واک بیا تر لاسه نه‌کړي، او پوځونه د اسلام لپاره بسیج نه کړي.

غونډه د ګډونوالو لخوا له ویناوالو څخه په پوښتنو سره پای ته ورسېده.

و آخر الدعوانا ان الحمد لله رب العلمین

۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالقعدې ۲۰مه

۲۰۲۵م کال د مې ۱۸مه

 

 

#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر هالند وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر هالند رسمي وېب‌پاڼه

د حزب التحریر هالند فیسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر هالند ټویټر‌پاڼه

د حزب‌التحریر هالند انسټاګرام

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې