پنجشنبه, ۱۶ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ملي بودجې کنفرانس ـ د ځان‌بسیا اسلامي بودجې لپاره بنسټیزه طرحه

تفصیل:

لنډمهالی حکومت، سره له دې چې د زده‌کوونکو او عام ولس د قربانۍ پر مټ واک ته ورسېد، د حسینې له نسکور شوي رژیم څخه پاتې کمزوري او نړېدلي اقتصاد د بېرته رغولو لپاره یې هېڅ اغېزناک ګام پورته نه کړ. برعکس، د واک په وروستیو شېبو کې یې له امریکا سره د متقابلې سوداګرۍ تړون (ART) لاسلیک کړ او په دې توګه یې د بنګله‌دېش اقتصادي خپلواکي له جدي ګواښ سره مخ کړه.

د بنګله‌دېش حاکم ملتپال ګوند (BNP) د ۹۳۸۰ میلیارده ټاکا (د بنګله‌دېش پولي واحد) په ارزښت بودجه تصویب کړې او د اقتصادي بیارغونې، د انفلاسیون د مهار، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د خلکو د هوساینې ژمنې یې کړې دي. خو حقیقت دا دی چې د تېرو بودجو په پرتله په دې بودجه کې، له عددي توپیرونو پرته، هېڅ بنسټیز بدلون نه ترسترګو کېږي. په ځانګړي ډول، د استعمارګرو د پورونو دام او د ارزښت‌زیاتېدنې مالیې (VAT) او مالیاتو یا ټکس پر بنسټ ولاړ استثماري عایداتي جوړښت هماغسې پر خپل حال پاتې دی.

په همدې تړاو، په یاد کنفرانس کې به د داسې اسلامي بودجې عمومي طرحه وړاندې شي، چې موخه یې د ځان‌بسیا اقتصاد رامنځته کول او د خلکو د ګټو خوندي کول وي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ﴾

ژباړه: «... د دې لپاره چې شتمني ستاسو د شمتنو ترمنځ لاس په لاس نه شي.» [سورة الحشر: ۷]

لومړۍ وینا: د ۲۰۲۶-۲۰۲۷م مالي کال د ملي بودجې حقیقت افشا کول؛ چې د استعمارګرو د پورونو او د استثماري پانګوال اقتصادي نظام په دام کې راګیر ده.

دویمه وینا: پر ځان د بسیا اقتصاد او د خلکو د ګټو د تامین لپاره د اسلامي بودجې د طرحې وړاندې کول.

عنوان:             د ملي بودجې کنفرانس ـ د ځان‌بسیا اسلامي بودجې لپاره بنسټیزه طرحه

نېټه:                د ۲۰۲۶م کال د جولای ۲۴مه

وخت:               د مدینې منورې پر وخت د ماذیګر ۴:۳۰ بجې

د بنګله‌دېش پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې (چې د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې کېږي)

موده:               ۱ ساعت او ۳۰ دقیقې

د کنفرانس ژوندۍ خپرونه

 

https://www.alwaqiyah.tv/index.php/video/12046/national-budget-conference-blueprint-for-a-self-reliant-islamic-budget/

 

له اودیسي وېب‌پاڼې څخه د کنفرانس ژوندۍ خپرونه

//odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/BConf24072026">https://odysee.com/@AlWaqiyahTV:5/BConf24072026

 

2026 07 24 BNG CONF EN

 

د لا زباتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه بنګله دیش وېب‌پاڼه وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه بنګله دیش رسمي وېب‌پاڼه

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې