د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا «د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»
- خپور شوی په سوډان
د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا
«د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»
د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د حزب التحريرـ ولایه سوډان د رسمي ویاند وینا
«د البرهان د وینا لومړنۍ ارزونه»
دا روژه له پوځي استعمار څخه د خلاصون وخت دی!
ولایه ترکیه: د خلافت کلنی کنفرانس «له خلافت سره له استانبول تر القدس پورې د راتلونکي جوړول!»
ولایه سوریه: د ۱۴۴۶ کال د رمضان مبارکې میاشتې د هلال لیدنې فعالیتونه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
د ۱۴۴۶ کال د رمضان د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت وینا
د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې د لیدو د پایلې اعلان
(ژباړه)
(ژباړه)
د هند ملي تحقیقاتي ادارې (NIA) د حزبالتحریر پر ضد د خپلو بریدونو په دوام، بافا بحرالدین او کبیر احمد علییار د ۲۰۲۵م کال، د فبرورۍ په ۳مه تر څو میاشتو ځورونې وروسته ونیول. د هندي رسنیو د راپور له مخې، دوی «له نورو سره په ګډه هڅه کړې چې د حزبالتحریر، چې یو منع شوی سازمان دی، اصول او مفکوره په تامیل ناډو ایالت کې ترويج کړي.» وروسته، چارواکو د دوی دوسیه د ډاکټر حمید حسین له روانې دوسیې سره، چې د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون (UAPA) پر بنسټ ده، یو ځای کړه.
خو ډاکټر حمید حسین د میخانیکي انجینرۍ په برخه کې دوکتورا لرونکی او د ټولنې یو دروند غړی دی. دی د ۲۰۲۴م کال، په مې میاشت کې یوازې د دې لپاره ونیول شو چې د اسلام له نظره یې د ډيموکراسۍ رد، د خلافت دولت د عدالت مفهوم او د اقلیتونو او د «دالیت» ټولنې د محرومو طبقو لپاره د اسلامي حللارو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي وو. سره له دې چې نظرونه یې مثبت او رغنده دي، دی د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون له مخې د یوې مهمې دوسیې اصلي تورن بلل کېږي!
دغه قانون یو ظالمانه قانون دی چې هندو حکام یې د خلکو د ځپلو او د حساب ورکولو د مخنیوي لپاره کاروي. دا یو داسې قانون دی چې پکې توقيف او محاکمه، پخپله د سزا او شکنجې پروسه ده. دغه حقیقت د محکوميت له ټيټې کچې څخه ښکاري چې یوازې ۲٪ دی. د ۲۰۱۶م او ۲۰۲۰م ترمنځ، د دغه قانون پر بنسټ د ۲۴۱۳۴ کسانو پر ضد ۵۰۲۷ دوسیې ثبت شوي، چې له دې ډلې یوازې ۲۱۲ تنه محکوم شوي او ۳۸۶ تبرئه شوي دي. یعنې له ۲۰۱۶م تر ۲۰۲۰م پورې، نږدې ۹۷.۵٪ نیول شوي کسان پرته له محاکمې په زندان کې پاتې شوي دي! ایا دا تیاره سابقه د دې ظالمانه قانون د لغوه کولو لپاره بسنه نه کوي؟
سره له دې، هندو حکامو د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې د UAPA د قانون د تعدیل طرح وړاندې کړه، چې حالات یې نور هم خراب کړل. دغه تعدیل مقاماتو ته اجازه ورکوي چې پرته له قانوني محاکمې، خلک "ترهګر" وبلل شي، چې دا عمل د فرد د ټولنیزې انزوا، د کار د له لاسه ورکولو او بېعدالتۍ لامل کېږي. نه دا تعدیل او نه هم اصلي قانون، د «ترهګرۍ» لپاره کوم واضح تعریف وړاندې کوي، له همدې امله، دغه قانون د حکومت لپاره د خلکو د وېرولو او د عامه نظم د ساتنې په پلمه د ظلم لپاره د سپین چک حیثیت لري. دغه ظلم له هغو استعماري قوانینو سره سیالي کوي چې د انګلیسي اشغالګرو له لوري په هند کې نافذ شوي وو.
هندو حکام په ۲۰۱۹م کال کې د UAPA له تعدیل څخه د هند پر مسلمانانو د وېرې خپرولو لپاره کار اخلي.
کله چې مسلمانانو د ۲۰۱۹م کال د تابعیت د تعدیل قانون پر ضد اعتراض وکړ، هندو حکامو یې په ځواب کې مسلمان محصلان، فعالان او ان یوه امېندواره ښځه د UAPA قانون له مخې ونیوله. ډېر مسلمانان تر اوسه هم بېمحاکمې بندیان دي. بیا د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې، د هند حکومت په رسمي جریده کې اعلان وکړ چې د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون له مخې، حزبالتحریر منع شوی دی.
اې د هند خلکو او په ځانګړي ډول د بشري حقونو فعالانو او سازمانونو!
هندو حکامو تاسو ته بربادي، فقر، ناامني، تبعیض، بېعدالتي او ټولنیز اختلافات دربښلي دي. بیا، کله چې له تاسو څخه یو څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کړي، نو د همدغو ظالمو چارواکو له لوري مجازات کېږي. ایا دا هماغه څه دي چې ستاسو پلرونو د استعمار پر ضد د مبارزې پر مهال تصور کړي وو؟ ایا دا هغه نمونه ده چې غواړئ نړیوالو ته یې وړاندې کړئ؟ هېڅ قانون، نه الهي او نه هم بشري، دا ډول ظلم منلی نه شي.
اې د هند خلکو!
د ظلم پر وړاندې چوپتیا، ظالم ته د ظلم د دوام جرات ورکوي، خو د هغه پر وړاندې درېدل، د ظلم د پای پیل دی.
اې د هند مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مسلمانانو علماوو!
شاوخوا خلکو ته وګورئ، د دوی فقر، بدبختي او کړاوونه وګورئ. ایا ستاسو دین تاسو ته د دوی په اړه مسوولیت نه دی در په غاړه کړی!؟ الله سبحانه وتعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږلی دی.
ستاسو پلرونو له سلګونو کلونو راهيسې د اسلامي عدالت پر بنسټ په هند کې حکومت وکړ او خلکو ته یې هغه امنیت او سوکالي ورپه برخه کړه چې نه تر اسلام مخکې تجربه شوې وه او نه هم تر هغه وروسته. نن ورځ یوازینۍ حللاره چې د هند خلک د سیکولر نظام له ظلم څخه ژغورلی شي، اسلام دی.
ایا دا سمه ده چې ستاسو توجه یوازې د دغه ظالم نظام په دننه کې محدودې ونډې ته وي او یوازې د خپل فردي راحت لپاره هڅه وکړئ؟ ایا دا مناسبه ده چې د پارلمان د څو څوکیو ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړئ، په داسې حال کې چې باید د اسلام د حاکمیت لپاره کار وکړئ؟ ایا دا سمه ده چې ظالمان د اسلامي دعوت د خاموشه کولو هڅه کوي او تاسو چوپ پاتې شئ؟
تاسو نه کمزوري یاست، نه مو شمېر کم دی؛ بلکې که له خپل دین سره ټینګه اړیکه ونیسئ او پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ، نو غښتلي او ځواکمن به شئ. یوازینی پیغام چې تاسو به متحد کړي او د داسې ځواکمن بدلون سبب به شي چې هند ورته سخته اړتیا لري، د اسلام پیغام دی. اې د هند مسلمانانو! راپاڅېږئ، ځکه الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی.
﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾ [توبه: ۳۲]
ژباړه: «دوی غواړي چې د الله تعالی نور په خپلو پوکیو سره مړ کړي. خو الله تعالی خپل نور حتما بشپړوي،که څه هم چې دا کار کافران نه خوښوي.»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شعبان ۱۸مه
۲۰۲۵م کال، د فبرورۍ ۱۸مه
ژباړن: اسرار تکل
د «د ویانا بهير» پنځمه ناسته د ځینو سیاسي څېرو، مدني فعالانو او د حاکم نظام مخالفو پخوانيو نظامي چارواکو په ګډون د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې وشوه. دا ناسته په داسې حال کې وشوه چې اسلامي نړۍ د خپل تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې ده او مسلمانان د ملي دولتونو په چوکاټ کې بندیان شوي دي. خو د سیکولر، ډیموکراټیکو او قومي مفکورو پر بنسټ له حکامو سره مخالفت او جنګېدل د اسلامي شریعت خلاف او د مسلمانانو ترمنځ د فتنې عامل دی. اسلام خپل حکومتي نظام د اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړوي او ټول سیاستونه، قوانین او سیاسي او نظامي مبارزه باید له هغې سرچینه واخلي. برعکس، د ویانا بهیر د سیکولر او مليپاله ارزښتونو پر بنسټ را منځ ته شوی چې نه یوازې غیر شرعي دی، بلکې یوه ناکامه هم تجربه ده.
ډیموکراسي او جمهوریت پردي او د افغانستان د ټولنې د باورونو مخالف ارزښتونه دي. د افغانستان متدینو خلکو د اسلامي ارزښتونو د حاکمیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د غربي سیاسي موډلونو پلي کول، نه یوازې دا چې له اسلام سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف دي. د ویانا ناستې ګډونوال د اسلامي امت د وحدت او عزت لپاره د هڅو پر ځای، د داسې غربي جوړښتونو د رامنځته کولو په لټه کې دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د فساد، جګړې او تفرقې لامل شوي وو.
اسلامي امت بايد د خپل عزت او اقتدار د بیا راژوندي کولو لپاره له غربي استعمار سره له هر ډول فکري، سیاسي او نظامي تړاو څخه خلاص شي. څوک چې د غرب د ملاتړ لپاره زارۍ او تضرع کوي، څنګه امت ته عزت ورکولی شي؟ څنګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راوستلی شي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ویانا بهیر ګډونوالو فعاله او ښکارنده ونډه لرلي ده.
د یادولو ده چې د افغانستان د حکومت او د دغه حکومت د مخالفینو او موافقینو په ګډون ټول ښکېل اړخونه باید پوه شي چې اسلامي امت د انحطاط په دغه دور کې ټولې غربي او شرقي نسخې تجربه کړې دي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې؛ یوازې له یوه ناورین څخه بل ته ور ټېلوهل شوي دي. په حقیقت کې، افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ د ملي دولتونو او سیکولر اتحادونو له لارې نه شي ژغورل کېدی، بلکې یوازې د اسلام په بیا راتګ، د راشده خلافت په تاسیس او د الله سبحانه و تعالی د دین په اظهار او اقامې سره ژغورل کېدی شي. ځکه چې د سیاسي فلاح یوازینۍ لار له الله سبحانهوتعالی سره پر میثاق د امت پابندي او د راشده خلافت تاسیس دی؛ چې یوازینۍ برخلیک ټاکونکې قضیه او د اسلامي حکومتولۍ یوازینی موډل دی. له دې پرته بله هره لار د تېرو ناکامو تجربو تکرار او د سیاسي سرابونو پیروي ده چې یوازینۍ پایله یې په دنیا کې ذلت او په اخرت کې زیان او خسران دی.
﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾ (النساء: ۱۳۹)
ژباړه: «هغه كسان چې د مومنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت او قدرت لټوي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او قدرت يوازې له الله سبحانهوتعالی سره دى.»
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر
پوښتنه او ځواب
(ژباړه)
پوښتنه:
د «العربية نېټ» ویبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۴مه راپور ورکړ: «د سوډان پوځ او د هغوی متحد ځواکونه په تېرو ساعتونو کې د خرطوم ایالت سوېل ختیځو سیمو ته داخل شوي دي. دا ځواکونه له جزیره ایالت څخه دې سیمې ته رسېدلي دي.» همدارنګه، د «الیوم السابع» ویبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲مه راپور ورکړ: «د قاهرې خبري چینل خبریال په یوه بیړني خبر کې اعلان وکړ چې د سوډان پوځ د خرطوم ایالت د نیل په ختیځ کې یو شمېر کلي بېرته نیولي دي». تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۱مه، د چټک غبرګون ځواکونه د جزیره ایالت او د هغې د پلازمېنې، ود مدني، په محور کې د سوډان د پوځ له خوا مات شول. د جنوري په ۱۳مه، د چټک غبرګون ځواکونو مشر، «حمیدتي»، د یوه غږیز فایل له لارې چې ده ته منسوبېږي، په جزیره ایالت کې د خپلو ځواکونو ماتې تایید کړه. (سرچینه: الجزیره، ۱۳ جنوري ۲۰۲۵). له هماغه وخته، په پلازمېنه خرطوم، بحري او ام درمان ښارونو کې د جګړې مسیر په بشپړ ډول د سوډان د پوځ په ګټه بدل شو. پوځ وتوانېد څو مهمې او سټراتېژیکې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او د پوځ د عمومي قوماندانۍ محاصره ماته کړي.
د جګړې په ډګر کې دا چټک او غیرعادي پرمختګونه د څه له امله رامنځته شول؟ آیا دا یوازې یو داخلي تحول دی، چې د سوډان د پوځ د ناڅاپي ځواکمنېدو او غیرمتوقع وړتیاوو له امله رامنځته شوی؟ که نه، دا جګړه نړیوال ابعاد لري، او باید د سوډان پر سر د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ په چوکاټ کې تحلیل شي؟
ځواب:
د یادو پوښتنو د ځوابونو روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي په تفصیل سره څېړو:
لومړی: په سوډان کې د نظامي نښتو چټکتیا
۱- هو، په سوډان کې د جګړو د چټکتیا کچه د پام وړ ده. له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سوډان د حاکمو دوو اړخونو ترمنځ جګړه پیل شوه، جګړې د ځمکني کنټرول له پلوه په یوه محدوده دایره کې وې. دواړو اړخونو خپلې ساحې تر خپل واک لاندې ساتلې، او د تېرو میاشتو په جریان کې یې د یو بل پر وړاندې پرمختګ ډېر محدود و.
« د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه د جګړې له پیل راهیسې، د سوډان پوځ هېڅ د پام وړ پرمختګ نه درلود، پرته له دې چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې یې د ملي راډیو ټلویزیون مرکز او د ام درمان څو نورې سیمې ونیولې. پوځ په دې موده کې د خپلو نورو نظامي مرکزونو د ساتلو لپاره یو دفاعي تاکتیک غوره کړی و.» (سرچینه: الراکوبة السوداني، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۲. خو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د جګړې میداني وضعیت بدل شو، ځکه چې د سوډان پوځ د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو لړۍ پیل کړه، د پخوا په پرتله په جدي ډول جګړې ته داخل شو، او هغه تاکتیک یې چې «سټراټېژیک صبر» او «اوږده ساه اخیستل» نومېده، شا ته پرېښود. پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر وړاندې د جګړې محاذونه پرانیستل، د حلفایا پل او د سپین نیل سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستله، او د پلازمېنې مرکزي برخو او بحري خرطوم لوري ته یې خپله لار پرانیسته. له دې وروسته، د جګړې پرمختګ لا چټک شو، تر دې چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۱مه، پوځ وتوانېد ود مدني ښار، چې یو کال وړاندې د چټک غبرګون ځواکونو لخوا نیول شوی و، بېرته ونیسي. ود مدني، چې د جزیره ایالت پلازمېنه ده او د سوډان په مرکزي برخه کې موقعیت لري، یوه سټراتېژیکه سیمه ګڼل کېږي. د دغه ښار نیول د جګړې برخلیک ټاکونکی پړاو ګڼل کېږي، ځکه چې ود مدني د سوډان دویم تر ټولو لوی ښار دی، او مرکزي موقعیت یې د پوځ لپاره دا اسانتیا برابروي چې د نورو ایالتونو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې اړوندو سیمو کې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي. پر دغه ښار د پوځ کنټرول د چټک غبرګون ځواکونو ته یوه سخته ضربه وه او د هغوی نظامي پلانونه یې ګډوډ کړل، ځکه چې د دې سیمې له لاسه ورکولو سره خرطوم سیمې ته د تجهیزاتو په استولو کې د دوی وړتیا کمزورې کړه. سربېره پر دې، د چټک غبرګون ځواکونو خپله مهمه عملیاتي اډه له لاسه ورکړه؛ له دغه ځایه یې د جزیره ایالت، سنار، سپین نیل، او د ختیځ سوډان پر ضد عملیات کول. د دې سیمې له لاسه ورکولو سره، د دې ډلې هیلي او نظامي سټراټیژي تر سختو محدودیتونو لاندې راغله. د انتقالي حاکمیت د شورا مشر او د پوځ عمومي قوماندان، عبدالفتاح البرهان، د ود مدني له بېرته نیولو وروسته د دې ښار د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې د چټک غبرګون ځواکونو پر هغو پاتې جنګیالیو د پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي چې اوس د خرطوم دننه او شاوخوا سیمو کې دي. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۰ جنوري ۲۰۲۵)
دوهم: د ود مدني له نیولو وروسته د سوډان د پوځ د بریدونو شدت:
۱. د سوډان پوځ اعلان وکړ چې له یو کال زیاتې جګړې وروسته یې د چټک غبرګون ځواکونو پر وړاندې د خرطوم د نفتو تصفیهخونه، چې د بحري خرطوم په شمال کې موقعیت لري، بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته. (سرچینه: بيبيسي، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۲. د «العربية» خبري شبکې خبریال د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د سوډان پوځ هغه محاصره ماته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو د یو نیم کال لپاره د پوځ د عمومي قوماندانۍ پر مرکز لګولې وه. همدارنګه، له سوډان څخه ځايي راپورونه تأییدوي چې د پوځ ځواکونه توانېدلي چې د بحري خرطوم په مرکز کې تر سختو جګړو وروسته د یوه مهم نظامي مخابراتي مرکز محاصره هم پای ته ورسوي. (سرچینه: العربية، ۲۴ جنوري ۲۰۲۵)
۳. د سوډان پوځ په پلازمېنه کې خپل تر ټولو ستر نظامي پرمختګ وکړ. د پوځ ځواکونو، له خپلو متحدینو سره یو ځای، د دوو سټراتېژیکو مرکزونو محاصره ماته کړه؛ لومړی، د پوځ د قوماندانۍ عمومي مرکز چې د خرطوم په زړه کې موقعیت لري، او دوهم، د نظامي مخابراتو د قوماندانۍ مرکز. سربېره پر دې، دغه مرکزونه یې د پوځ له عمومي قرارګاه سره، چې د ام درمان په شمال کې د «وادي سیدنا» په سیمه کې موقعیت لري، وصل کړل. همدارنګه، پوځ وکولای شو «الجېلي» د تیلو تصفیهخونه، او د هغې شاوخوا نظامي او ملکي سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. (سرچینه: الراکوبة السوډاني، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۴. «العربية نېټ» د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۴مه راپور ورکړ چې د سوډان پوځ او د هغوی متحد ځواکونه د تېرو ساعتونو په لړ کې د خرطوم ایالت سوېل ختیځو سیمو ته ننوتي. دا ځواکونه له جزیره ایالت څخه دې سیمو ته تللي دي.
۵. «الیوم السابع» د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲مه راپور ورکړ چې د «قاهره» خبري شبکې خبریال په یوه بیړني خبر کې اعلان وکړ چې د سوډان پوځ د ختیځ نیل پر هغه کلیو بېرته کنټرول ترلاسه کړی چې د خرطوم ایالت اړوند دي.
درېیم: د چټک غبرګون ځواکونو د ایستلو لپاره د سوډان د پوځ پراخه جګړه
په دې توګه، د سوډان پوځ د جګړې دروازې په بشپړ ډول خلاصې کړې، ترڅو د چټک غبرګون ځواکونه د پلازمېنې له درېیو ښارونو څخه وباسي، او د دغو سیمو کنټرول بېرته پوځ ته وسپاري چې د دولت د سمبول حیثیت لري؛ په داسې حال کې چې عبدالفتاح البرهان د چټک غبرګون له ډلې سره هر ډول مذاکرات رد کړي دي. د دغو تحولاتو له ارزولو وروسته لاندې ټکي روښانه کېږي:
۱. د سوډان پوځ «سټراټیژیک صبر» او «اوږدې ساه اخیستو» ته شا کړې، خو دا بدلون یې د جګړې د دواړو لوریو د نظامي توازن له جدي اختلال پرته ترسره کړی دی. یعنې پوځ اوس غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړي. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له پیل راهیسې یې د دغه کار هوډ درلود، خو تر دې مهاله یې کوم ګام پورته نه کړ. دا ناڅاپي بدلون له ځانګړو عواملو پرته ممکن نه دی!
۲. که څه هم د چټک غبرګون ځواکونو ود مدني ښار له لاسه ورکړ او په پلازمېنه کې یې هم ماتې وخوړه، خو هغوی د جګړې له محاذونو څخه شاتګ کړی او د دارفور سیمې پر لور روان دي. دغه ځواکونه د دارفور د پنځو ایالتونو له ډلې څلور مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې لري. خو د دې پر ځای چې له دارفور څخه پلازمېنې ته د ملاتړ ځواکونه واستوي؛ برعکس، د پلازمېنې سیمې پرېږدي او دارفور ته شاتګ کوي. په حقیقت کې، د دارفور جګړې یو ځل بیا بېرته زور اخیستی، هلته د چټک غبرګون ځواکونه لاسبري دي. داسې ښکاري چې دا ډله په پلازمېنه کې تر خپل کنټرول لاندې سیمې پرېږدي چې د دارفور د جګړې پر صحنه خپل تمرکز وساتي. سربېره پر دې، د سوډان پوځ، د چټک غبرګون پر ځواکونو د بشپړ تسلیمېدو لپاره فشار نه دی راوستی، بلکې هغوی ته یې د دارفور پر لور د شاتګ لارې پرانیستې پرېښې دي!
۳. د دې بهیر نښې د «اینډیپنډنټ عربی» د ۲۰۲۵ کال د جنوري د ۲۰مې راپور کې لیدل کېږي؛ په دغه راپور کې ویل شوي چې د چټک غبرګون ځواکونه له «المنشیه» او «سوبا» پلونو څخه، چې د نیل ختیځ ته موقعیت لري، خپلو سیمو پر لور د شاتګ لپاره کار اخلي. دا سیمه تقریباً یوازینۍ لاره ده چې دوی د سوډان لویدیځ او په پای کې دارفور ته رسوي. د یاد راپور له مخې، د دې شاتګ لړۍ یوازې په نظامي ځواکونو پورې نه ده محدوده، بلکې د هغوی امنیتي پرسونل، کورنۍ، او ملګري هم ورسره روان دي. راپور زیاتوي: «په سوډان کې د چټک غبرګون ځواکونو د پرلهپسې ناکامیو او تلفاتو شدت، هره ورځ د هغوی لویې ډلې اړ باسي چې د هغو محدودو او مشخصو لارو له لارې دارفور ته شاتګ وکړي، چې پوځ په قصدي ډول د هغوی لپاره خلاصې پرېښې دي». همدارنګه، راپور ټینګار کوي چې د چټک غبرګون ځواکونه په دارفور کې د نویو جنګیالیو جذب ته په پراخه کچه دوام ورکوي. له همدې امله، د چټک غبرګون ځواکونو خپل تمرکز د دارفور په سیمه کې د خپلو متحدو عربي قبیلو له منځ څخه د ځوانانو د جذبولو پر لور ډېر کړی دی؛ دوی د قبیلو پر مشرانو فشار راوړي چې د هغوی له لیکو سره یو ځای شي. دې ډلې د خپل رسمي ټلیګرام چینل له لارې اعلان کړی چې: یوشمېر قبیلو، چې د جنوبي دارفور په «کاس» او «عد الفرسان» سیمو کې مېشتې دي، له چټک غبرګون ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی، او ۵۰ زره جنګیالي يې له لیکو سره یو ځای شوي دي.
څلورم: نو دارفور د راتلونکې جګړې په ډګر بدلېدو لپاره چمتو کېږي؛ دلته د چټک غبرګون ځواکونه لاسبري دي او خپله ولسي اډه یې ګڼي؛
۱. د چټک غبرګون ځواکونو ویاند شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی توانېدلي د شمالي دارفور ایالت پر «الحلف»، «دریشقي» او «ماو» سیمو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۰ جنوري ۲۰۲۵)
۲. سربېره پر دې، د شمالي دارفور په مرکز، الفاشر کې د چټک غبرګون ځواکونو او د پوځ وسلهوال مقاومت ډلې، پولیسو، او محلي دفاعي واحدونو په ګډون د سوډان د ګډو ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوې دي. (سرچینه: فرانس ۲۴، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۳. سربېره پر دې، د جګړې د لوېدیځ محور په اوږدو کې، د چټک غبرګون ځواکونو پوځ او ګډو ځواکونو ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی و، ترڅو د دارفور له مرکز، الفاشر، څخه ووځي. له دې اخطاریې وروسته، د چټک غبرګون ځواکونو له څو لوریو پر دغه ښار پراخ بریدونه پیل کړل. د چټک غبرګون ځواکونو او د سوډان د پوځ او ګډو ځواکونو ترمنځ نښتې تر شپږو ساعتونو زیات دوام درلود او د جنوري د ۲۴مې سهار وختي لا شدیده شوه. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۴. د دغو ټولو پېښو جریان دا څرګندوي چې د سوډان میداني تحولات پر یوه مشخص مسیر روان دي: د سوډان پوځ د دغه هېواد پر لا ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کوي، او لوېدیځ، په ځانګړي ډول دارفور، د چټک غبرګون ځواکونو ته پرېښودل کېږي. که دا بهیر بشپړ شي، نو سوډان به عملاً د وېش پر لور لاړ شي. د چټک غبرګون ځواکونه، چې د دارفور د پراخو سیمو (له الفاشر پرته) کنټرول لري، د دې توان یې درلود چې جزیرې ایالت او پلازمېنې ته د جنګیالیو او وسلو لېږلو ته دوام ورکړي. خو له ډېرو شعارونو او ادعاوو سره سره، هغوی له دې سیمو څخه شاتګ وکړ او د دارفور پر لور لاړل. دا وضعیت ښيي چې یو بهرنی ځواک دا میداني تحولات کنټرولوي، داسې چې د شطرنج د دانو په څېر د جګړې اړخونه له خپلې خوښې سره سم ځای پر ځای کوي، او د سوډان د وضعیت اصلي کنټرول یې په لاس کې دی!
پنځم: روښانه حقیقت دا دی چې چټک میداني تحولات د واشنګټن له نویو او پرلپسې دریځونو سره هممهاله پېښېږي؛
د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۷مه، یعنې د بایډن د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې، امریکا د چټک غبرګون ځواکونه «د دارفور په لوېدیځ کې په نسلوژنې تورن کړل». د دې تور پر بنسټ، واشنګټن د چټک غبرګون ځواکونو د قوماندانانو او هغو اوو شرکتونو پر ضد مالي بندیزونه ولګول، چې ویل کېږي دا ځواکونه د متحده عربي اماراتو له لارې تمویلوي. خو یوازې څو ورځې وروسته، د جنوري په ۱۶مه، همدغې امریکا د سوډان د پوځ د قوماندان او د دې هېواد د عملي واکمن، جنرال عبدالفتاح البرهان، پر ضد بندیزونه ولګول او نوموړی یې «د بېثباتۍ رامنځته کولو او د سوډان د ډموکراټیک انتقال د مخنیوي» په تور تورن کړ. د دې بندیزونو له مخې، په امریکا کې د البرهان ټولې شتمنۍ کنګل شوې. (سرچینه: بيبيسي، ۲۶ جنوري ۲۰۲۵)
۲. له دې روښانه کېږي چې د سوډان میداني تحولاتو ته باید د امریکا د سیاستونو د بدلونونو د مستقیم انعکاس او پایلې په توګه وکتل شي.
کله چې امریکا د سوډان قضیه تر څېړنې لاندې ونیوله او د جګړې پر دواړو ښکېلو خواوو یې بندیزونه ولګول، نو د جګړې اړخونو خپلې لیکې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نوې نقشې پر اساس تنظیم کړې. امریکا د خپلو پالیسیو یوه غیرعلني ارزونه ترسره کوي، او د بایډن له ادارې څخه نوې ادارې ته د واک لېږد دا ارزونه لا مهمه کړې ده.
داسې ښکاري چې د امریکا نوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د نړیوالو کړکېچونو د حل لپاره نوې تګلاره غوره کړې، چې هم د امریکا ګټې خوندي کړي او هم د هغه سیاسي موقف پیاوړی کړي. ټرمپ باور لري چې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو لپاره جوړ شوي «ابراهیمي تړونونه»، د هغه له مهمو وسیلو څخه دي. هغه هڅه کوي چې دا تړونونه پراخ کړي او سوډان هم ورسره یو ځای کړي.
ټرمپ ان د خپلې ولسمشرۍ دورې تر رسمي پیل وړاندې، د «غزې معاملې» په تحقق کې ونډه لرله، او اوس غواړي د ځواک له موقفه خپل ځان د «سولې اتل» په توګه معرفي کړي. د واشنګټن په دغه نوی لیدلوري کې د سوډان او د هغه د کورنۍ جګړې خبره هم شاملېږي، ځکه چې ټرمپ غواړي سوډان له «ابراهیمي تړونونو» سره د یو ځای کېدو منلو ته اړ کړي.
په همدې لړ کې، د امریکا پخواني ډیپلوماټ او د افریقا د چارو څېړونکي، ډیویډ شین، وړاندوینه کړې چې د ټرمپ نوې اداره به په دې برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، «په ځانګړي ډول ځکه چې د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر، مارکو روبیو، د سوډان موضوع ته ځانګړې لېوالتیا لري». هغه همدارنګه توضیح ورکړه چې د ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې د سوډان پر قضیه ځانګړی تمرکز درلود، او په هغه وخت کې وتوانېد چې د «ابراهیمي تړونونو» تر چتر لاندې د سوډان او د یهودي رژیم ترمنځ د اړیکو عادي کولو تړون یوې نتیجې ته ورسوي. (سرچینه: الحُرّة، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)
۳. دا موضوع د سوډان د بهرنیو چارو وزیر، علي یوسف، څرګندونې لا ډیره تاییدوي.
هغه افشا کړه چې د امریکا د سیاستونو د بیا ارزونې یو پلان شته، چې د امریکا د نوې ادارې له واک ته رسېدو وروسته به پیل شي. نوموړي زیاته کړه: «د امریکا له نوي حکومت سره د تعامل لپاره وخت شته». (سرچینه: الشرق ورځپاڼه، ۲۳ جنوري ۲۰۲۵)
همدارنګه، «اخبار السودان» ورځپاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۵مه راپور ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، له خپل مصري سیال، بدر عبدالعاطي، سره لیدلي. دا ناسته د امریکا او مصر ترمنځ د سټراټیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په چوکاټ کې ترسره شوه. په دې کتنه کې، دواړو وزیرانو د سوډان د وضعیت پرمختګونه وڅېړل او ټینګار یې وکړ چې پر ښکېلو اړخونو باید فشار واچول شي چې جګړه پای ته ورسېږي او بشري مرستې پراخې شي.
شپږم: له دې ټولو شواهدو ښکاري چې د سوډان میداني تحولات د ټرمپ د ادارې تر مستقیم مدیریت لاندې ترسره کېږي، چې لاندې موخې تعقیبوي:
۱. د امریکا د پلان د عملي کولو چټکتیا، چې له مخې یې د سوډان د وېش شرایط برابرېږي، ترڅو هېواد د دوو واشنګټنپلوه اړخونو ترمنځ ووېشل شي؛ داسې چې دارفور سیمه د چټک غبرګون ځواکونو او د هغوی د مشر، حمیدتي، تر کنټرول لاندې پرېښودل شي، او د سوډان پوځ د البرهان په مشرۍ، د دغه هېواد پر مرکزي او ختیځو سیمو کنټرول ولري. په پایله کې، سوډان به د دوو جلا واحدونو په توګه وویشل شي، او دا وضعیت به د «نوي واقعیت» په توګه پر سیمه تحمیل شي؛ ځکه چې حمیدتي پر دارفور بشپړ واک لري.
موږ وړاندې د دې پلان یادونه کړې وه؛ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه مو د یوې پوښتنې په ځواب کې توضیح ورکړه: «امریکا د سوډان د وېش لپاره شرایط برابروي، او کله چې یې ګټې وغواړي، دا کار به عملي کړي. لکه سوېلي سوډان یې چې بېل کړ، که اړتیا وي، دارفور به هم د یوې مستقلې سیمې په توګه له سوډان څخه بېل کړي. خو داسې ښکاري چې د دې بېلتون وخت لا نه دی رارسېدلی، او اوسني تحولات یوازې د دې بهیر لپاره چمتووالی دی». دا هماغه څه دي چې موږ مخکې ذکر کړي وو.
اوس داسې ښکاري چې د امریکا ګټې په چټکۍ سره د دې پر لور روانې دي چې دارفور هم د سوېلي سوډان پشان له سوډان څخه بېل کړي. دا مسله ډېر خطرناک ابعاد لري، او که ټرمپ دا پلان عملي کړای شي، نو سختې پایلې به ولري. له همدې امله، اسلامي امت باید د دې شوم پلان پر وړاندې ودرېږي، او د سوېلي سوډان د بېلتون په څېر، دا ځل چوپ پاتې نه شي!
۲. له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور د سوډان بېول او د ټرمپ له پلان سره یو ځای کېدو ته یې چمتو کول.
موږ مخکې، د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۹مه، د یوې پوښتنې په ځواب کې د سوډان او یهودي رژیم د اړیکو د عادي کولو په اړه داسې وضاحت ورکړی و: «دا اقدام له شرعي پلوه حرام دی، ځکه چې د یوه غاصب رژیم په رسميت پېژندنه ده؛ هغه رژیم چې فلسطین -د اسلامي امت یوه له تر ټولو سپېڅلو خاورو- یې اشغال کړی دی، پر مسلمانانو یې شپه او ورځ بریدونه کړي، د هغوی کورونه ویجاړوي، اولادونه یې وژني او شتمنۍ یې غصب کوي.»
سره له دې، «د سوډان انتقالي حاکمیت شورا اعلان کړی و چې د دې شورا مشر، عبدالفتاح البرهان، په خرطوم کې له ډیویډ کوهن سره لیدنه کړې، او دواړو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د امنیتي او نظامي همکاریو، په اړه خبرې کړې دي.» همداراز، د سوډان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړو لوریو «د خپلو اړیکو د عادي کولو د بهیر د دوام پر سر توافق کړی دی.» (سرچینه: د سوډان رسمي خبري آژانس، ۲ فبروري ۲۰۲۳)
اوس ښکاري چې ټرمپ دا بهیر لا په چټکۍ پرمخ وړي. د بایډن حکومت هڅه کوله چې د اړیکو عادي کول په تدریجي ډول عملي کړي، خو ټرمپ غواړي دا بهیر په بیړني ډول تطبیق کړي.
اووم: دا حقایق د سوډان د پېښو یو لا روښانه انځور وړاندې کوي او دا څرګندوي چې د دې تحولاتو تر شا اصلي ځواک واشنګټن دی، چې د جګړې لوری ټاکي او د خپلو ګټو لپاره یې اداره کوي.
نو په ځانګړي ډول د سوډان خلک او په ټوله کې مسلمانان باید درک کړي چې دا هغه جګړه ده چې لسګونه زره کسان پکې وژل شوي، تر ۱۲ میلیونو ډېر سوډانیان یې له خپلو کورونو بېځایه کړي، په داسې یوه خاوره کې یې کرنیز نظام له منځه وړی، چې یو وخت «د نړۍ د خوړو ټوکرۍ» ګڼل کېده؛ دغه راز یې د سوډان مهم اقتصادي سکتورونه ویجاړ کړي دي. دا یوازې امریکا ته د دوو وفادارو اړخونو ترمنځ یوه بېځایه جګړه ده!
البرهان او حمیدتي، او د دوی نږدې کړۍ، دا جګړه یوازې د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره پیل کړې، ترڅو په سوډان کې خپل نفوذ ټینګ کړي او اروپا ته وفادار ځواکونه له واکه پر شا کړي؛ همداسې شوي هم دي. خو د جګړې هېڅ یو اړخ د مسلمانانو د وینو حرمت او ارزښت ته پام ونه کړ! په داسې حال کې چې د هغوی پلویانو باید دا جنایتکارانه لاره بنده کړې وای؛ خو د یو اړخ پر ضد د بل اړخ د پارونې، بسیج او د وینې تویولو شدت، دوی دومره ړانده کړي چې دا یې هم نه دي درک کړي چې اسلام د مسلمانانو وینه تویول سخت تحریم کړي دي.
په صحیح حدیث کې، چې امام بخاري روایت کړی، الأحنف بن قیس وايي:
فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِﷺ يَقُولُ: «ِإذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ. قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا الْقَاتِلُ فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ»
ژباړه: «ما له رسولالله ﷺ څخه واورېدل چې ویې فرمایل: کله چې دوه مسلمانان له خپلو تورو سره د یو بل پر وړاندې ودرېږي، قاتل او مقتول به دواړه په جهنم کې وي. ما وپوښتل ای رسول الله ﷺ، قاتل خو معلوم دی، خو مقتول ولې!؟ ویې فرمایل: ځکه چې هغه هم د بل د وژلو هوډ درلود!»
که دا جګړه نه یوازې دا چې د مسلمانانو ترمنځ وي، بلکې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو لپاره هم وي، نو سزا به یې څه وي؟ بېشکه چې د دې پایله به لا سخته او ناوړه وي!
او په پای کې: ای د سوډان عزتمندو خلکو! حزبالتحریر، د حقیقت مخکښ، هغه حزب چې خپل امت ته هیڅکله دوکه نه ورکوي، تاسو ته خطاب کوي!
تاسو هغه ملت یاست چې د خلیفه عثمان بن عفان (رضیاللهعنه) دعوت مو ومانه، او په ۳۱ام هجري کال کې مو د اسلام بیرغ پورته کړ. له هغه وخته تر نن ورځې پورې، د پېړیو په اوږدو کې، تاسو د دغه ستر دین په لاره کې ثابت قدمه پاتې شوي یاست!
تاسو د علي بن دینار لمسیان یاست! هغه سړی چې د الله سبحانه وتعالی د کور زیارت کوونکو ته د خدمت په نیت يې، د «ابیار علي څاګانې» وکیندلې، او بیا يې د کفارو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې، خپله وینه توی کړه او له دوو عزتمندو برخلیکونو (بریا یا شهادت) یې یو ترلاسه کړ.
نن موږ پر تاسو غږ کوو چې د دغو درېیو سترو جنایتونه پر وړاندې ودرېږئ او اجازه مه ورکوئ چې خاوره مو نوروه چور شي:
۱. د سوډان تجزیه: وروسته له هغه چې د سوډان د بدن سوېل یې بېل کړ؛ اوس د دارفور د بېلولو هڅه کېږي.
۲. له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو تحمیل؛ هغه رژیم چې زموږ لومړنۍ قبله یې غصب کړې، د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې یې فساد خپور کړی او شپه ورځ د مسلمانانو وینې تویوي.
۳. دا د ورور وژنې جګړه؛ چې مسلمانان یې په خپلو کې سره اخته کړي او ګټه یې پردیو او د اسلام دښمنانو ته رسېږي.
نو راپاڅېږئ، او دا شومې دسیسې له منځه یوسئ!
د سوډان لپاره، یو واحد او قوي پوځ جوړ کړئ؛ داسې پوځ چې خپلې وسلې د خپلو مسلمانانو وروڼو پر ضد نه، بلکې د استعمارګرو دښمنانو پر ضد وکاروي، ځکه چې یوازې په همدې لار کې ستاسو عزت، سرلوړي او ستره بریا ده. الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾
ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ بلنه ومنئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند او عزت بښي.»
ایا تاسو به دغه الهي دعوت ته لبيک ووایئ؟
۱۳۴۶هـ.ق کال، د شعبان ۷مه
۲۰۲۵م کال، د فبروري ۶مه
پوښتنه او ځواب
پوښتنه:
العربي الجدید وېبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۱مه یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي؛ نواف سلام د سهشنبې په ماښام په بعبدا ماڼۍ کې له ولسمشر جوزف عون تر لیدنې وروسته، په داسې حال کې ووت چې یوه توره دوسیه یې په لاس کې وه، دا ښکاره نه شوه چې آیا هغه د کابینې د غړو نوملړ وړاندې کړی که نه. د یادولو وړ ده چې د څه باندې دوو کلونو سیاسي اختلافاتو له امله د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تشه پاتې وه، خو د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۹مه د دغه هېواد پارلمان، جوزف عون د ولسمشر په توګه وټاکه. تر دغې ټاکنې یوازې څلور ورځې وروسته، د جنوري په ۱۳مه، جوزف عون، نواف سلام ته دنده وسپارله چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۵/۱/۲۰).
پوښتنه دا ده چې په لبنان کې څه پېښ شول چې د ولسمشرۍ تر دوه کلنې خلا وروسته سمدستي هوکړه وشوه چې د پوځ قوماندان جوزف عون ولسمشر وټاکل شي او یوازې څو ورځې وروسته نواف سلام د لومړي وزیر په توګه اعلان شي؟ دا بدلونونه ولې دومره چټک پېښ شول؟ آیا دا چټکتیا ښيي چې له وړاندې د لبنان د داخلي او بهرني سیاسي جوړښت د بدلون لپاره یو پلان جوړ شوی و او لا هم دوام لري؟ که دا یوازې د نورو سیمهییزو بدلونونو په څېر یو عادي بدلون دی؟
ځواب:
د پورته پوښتنو د روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:
لومړی: د سیمې او نړۍ ستر سیاسي بدلونونه د لبنان د دغو چټکو تحولاتو اساسي لامل دی چې په پایله کې یې جوزف عون د لبنان ولسمشر وټاکل شو، او نواف سلام ته د نوي حکومت جوړولو دنده وسپارل شوه. د لا زیات وضاحت لپاره، لاندې ټکي څېړو:
۱. د یهودي رژیم له لوري د ایران د حزب د مشرانو تر ترور وروسته او د اوربند له کېدو مخکې، د ولسمشر د ټاکلو او د سیاسي تشې د ډکولو غوښتنې راپورته شوې. د دغو غوښتنو په سر کې د ایران د حزب سیاسي مخالفین وو، لکه د سمیر جعجع ډله، چې په ښکاره یې د غزې د جګړې د ملاتړ مخالفت اعلان کړی و. دا اقدامات د جګړې له شرایطو د ګټې اخیستنې یوه بڼه وه، چې د اروپایي استازو – چې د امریکایي استازي "هوکستین" د سفرونو پر مهال په لبنان کې حاضر وو- په همغږۍ ترسره شول. دا سفرونه عمدتاً د جګړې پر درولو او د اوربند پر کېدو متمرکز وو؛ خو د ایران حزب د لبنان د اپوزیسیون دا غوښتنې د نه منلو وړ او یو فرصتطلبانه اقدام باله.
۲. د تېرو دوو کلونو په جریان کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره تر ۱۲ ناکامو غونډو وروسته، د لبنان بېلابېلو سیاسي قوتونو ناڅاپه د پوځ پر قوماندان، جوزف عون، توافق وکړ چې د ولسمشرۍ تشه ډکه کړي. ایرانپلوه حزب مخکې اعلان کړی و چې د دوی ملاتړ له سلیمان فرنجیه سره دی (سرچینه: العالم چینل، ۲۰۲۵/۱/۷). فرنجیه د ایران په محور او د بشار اسد په نسکور شوي رژیم پورې تړلی شخصیت بلل کېږي. وروسته، سلیمان فرنجیه توافق ته د رسېدو په موخه له خپلې نوماندۍ پر شا شو.
۴. د ایران د محور پلویان، یعنې د ایران حزب او د أمل خوځښت، په لومړۍ غونډه کې جوزف عون ته رایه ورنه کړه، چې له امله یې ټاکنې بریالۍ نه شوې، ځکه چې نوموړي د اړتیا وړ دوه پر درې (۸۶ رایې) حد نصاب ترلاسه نه کړ. خو په دویمه غونډه کې، له دې پارلماني ډلو سره تر ناستې وروسته، هغوی رایه ورکړه، او جوزف عون ۹۹ رایې ترلاسه کړې. دا رایه ورکونه په داسې بڼه تنظیم شوې وه چې وښيی که د ایران حزب او د أمل خوځښت ملاتړ نه وای، نو جوزف عون به ولسمشرۍ ته نه و رسېدلی. که څه هم دا چاره د ایران پلوه ځواکونو دوامداره نفوذ او د رایې ورکولو پر بهیر د دوی اغېز ښيي، خو دا چې دوی د سیاسي تعطل او خنډونو سیاست پرېښود - سره له دې چې وړتیا یې لرله - د دوی د شاتګ نښه ګڼل کېږي.
۴. د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه، نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د هغه معرفي په داسې ډول ترسره شوه چې د یوه سیاسي توافق لپاره د نوماند په توګه تبلیغ ورته وشو؛ داسې نه لکه د ایران د حزب او د هغوی د متحدینو نوماند، نجيب ميقاتي، یا لکه فؤاد مخزومي چې د سمیر جعجع ډلې، یعنې د ایران د حزب د مخالفینو نوماند و. په دې توګه، نواف سلام ته دنده وسپارل شوه چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي.
۵. نواف سلام پخوا د ایران حزب او د هغوی د متحدو قوتونو لخوا رد شوی و. د ایران حزب په ۲۰۱۹ کال کې، د سعد حریري له استعفا وروسته، د هغه نوماندي رد کړه او هغه یې "د امریکا نوماند" وباله، او په هغه وخت کې یې حسان دیاب د لومړي وزیر په توګه معرفي کړ. همداراز، د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۴مه د بیروت بندر تر چاودنې وروسته، د ایران حزب یو ځل بیا د نواف سلام نوماندي رد کړه.
۶. داسې ښکاري چې د لبنان د لومړي وزیر په توګه د نواف سلام ټاکل، د ایران حزب او د أمل خوځښت غوسه کړي دي. د الجزیرې شبکې خبریال د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه راپور ورکړی چې د حزبالله پارلماني ډلې د حکومت د مشرۍ لپاره هېڅ نوماند وړاندې نه کړ. د حزبالله د ډلې استازو د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته، د حزب استازي محمد حسن رعد خپګان څرګند کړ او ویې ویل: «ځینې هڅه کوي چې دا ډله له سیاسي صحنې لرې او حذف کړي.» هغه خبریالانو ته وویل: «موږ له ولسمشر سره په خپله لیدنه کې یو مثبت ګام پورته کړ، خو د مرستې لاس راته اوږد نه شو». نوموړي ټینګار وکړ چې حزبالله به له زغم او تدبیر څخه کار واخلي چې د لبنان ملي ګټې وساتي. یوې سرچینې، چې حزبالله ته نږدې ده، افشا کړه چې دا حزب او د هغه متحد، د نبیه بري په مشرۍ أمل خوځښت، د دې ملاتړ کاوه چې نجیب میقاتي یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه وګومارل شي. هغه توضیح ورکړه چې میقاتي ته د لومړي وزارت بېرته ورکول د هغه توافق یوه برخه وه، چې له سعودي استازي، یزید بن محمد بن فهد آل فرحان سره په لبنان کې وشو، او په پایله کې یې، حزبالله او أمل خوځښت تېره پنجشنبه د ولسمشر په توګه د جوزف عون له ټاکل کېدو سره موافقه وکړه. بیبیسي په دې اړه د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه د لبنان په پارلمان کې د ایران حزب د مشر له قوله راپور ورکړ چې د ولسمشر په توګه د جوزف عون ټاکل د هغه توافق یوه برخه وه، چې د سعودي له استازي سره په لبنان کې وشو، او د همدې توافق له مخې، حزبالله او أمل خوځښت د جوزف عون له ټاکل کېدو سره موافقه وکړه.
دویم: په دې توګه، د لبنان د بدلونونو لړۍ په همدې بڼه پر مخ ولاړه، چې په پایله کې یې د دغه هېواد پارلمان نوی ولسمشر وټاکه او د حکومت د جوړولو لپاره نوی لومړی وزیر وګومارل شو. که دا بدلونونه له نږدې وڅېړو، لاندې ټکي روښانه کېږي:
۱. موږ پوهېږو چې امریکا د لبنان له دغو سیاسي بدلونونو بشپړ رضایت لري؛ بلکې که دقیق ووایو، دا بدلونونه د امریکا تر څارنې او مدیریت لاندې پيښ شوي دي. جو بایډن په خپل یوه بیان کې وویل: «د لبنان د ولسمشر په توګه زه جوزف عون ته د ټاکل کېدو له امله مبارکي وایم». هغه زیاته کړه: «ولسمشر عون به پیاوړې مشري وکړي، په داسې حال کې چې لبنان او اسرایل به په بشپړ ډول اوربند ته ژمن وي، سلګونه زره خلک به خپلو کورونو ته ستانه شي، او لبنان به د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پر لور لاړ شي. ولسمشر عون زما اعتماد لري، او زه بشپړ ډاډ لرم چې نوموړی د دغه پړاو لپاره مناسب مشر دی.» (سرچینه: سيانان عربي، ۲۰۲۵/۱/۹) همداراز، د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان، چې د امریکا له مهمو متحدینو دی، د جوزف عون د ټاکل کېدو مبارکي وویله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۹)
په دې توګه، د لبنان وروستي سیاسي بدلونونه د دغه هیواد پر سر د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پایله نه ده، بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې پېښ شوي دي. لبنان د میشل عون د واکمنۍ پر مهال، چې د ایران د محور یوه برخه ګڼل کېده، د امریکا تر نفوذ لاندې و. اوسنی ولسمشر، جوزف عون، په ۲۰۱۷ کال کې د میشل عون –چې د امریکا مهره وه- لخوا د پوځ قوماندان وټاکل شو. یعنې جوزف عون له پیل څخه د امریکا د نفوذ تر چتر لاندې کس و. سربېره پر دې، امریکا آن په ۲۰۲۲ کې د لبنان د ولسمشرۍ تر تشې وړاندې او تر هغې وروسته د لبنان پوځ ته نظامي مرستې ورکولې. دا ښيي چې د امریکا او د پوځ د قوماندان جوزف عون ترمنځ اړیکه ډېره نږدې وه. همداراز، نواف سلام هم د امریکا له نفوذ څخه نشي وتلی، ځکه چې نوموړي خپل ټول زدهکړیز او تدریسي ژوند په فرانسوي او امریکایي پوهنتونونو، او همداراز، په نړیوالو ادارو کې تېر کړی دی. د هغه وروستۍ رسمي دنده د نړیوالې محکمې د ریاست منصب و، چې دا هم د امریکا تر نفوذ لاندې نړیوال حقوقي بنسټ دی.
۳. په دې توګه، امریکا نن ورځ په لبنان کې د خپلې لوبې قواعد بدلوي. په تېرو وختونو کې، امریکا د خپل نفوذ د تثبیت لپاره پر ایران، د هغه پر محور، او د هغه پر متحدو ځواکونو تکیه کوله، خو اوس يې د دغو ځواکونو د لرې کولو او د نویو څېرو د ځایناستي کولو پروسه پیل کړې چې په لبنان کې خپل نفوذ همغسې وساتي. لبنان تل د امریکا په ولکه کې و او لا هم همداسې پاتې دی، خو امریکا یوازې ظاهري بڼه او واکمنې څېرې بدل کړې دي.
۴. خو په اروپا پورې تړلي ځواکونه ښه پوهېږي چې د دوی قدرت او نفوذ د امریکا په پرتله ډېر کمزوری دی. فرانسه، چې د "پنځه اړخیزې کمېټې" د غړیتوب په چوکاټ کې شته، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د جوزف عون د ولسمشرۍ نوماندۍ مخالفه وه، په داسې حال کې چې امریکا او سعودي عرب لا له هماغه وخت څخه د هغه نوم مطرح کړی و. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۳/۹/۲۲) خو، بالاخره فرانسه اړ شوه چې دا انتخاب ومني. له بلې خوا، اروپایان د دې وړتیا نه لري چې د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. سمیر جعجع، چې د پارلمان تر ټولو لویه نصراني ډله کنټرولوي، آن دا جرأت ونه کړ چې ځان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړي، ځکه چې د ایران حزب سخت مخالف و. د ایران حزب په دې اړه واضح کړه: «موږ یوازې د سمیر جعجع پر وړاندې د ویټو حق کاروو، ځکه چې د هغه پروژه د لبنان لپاره تباه کوونکې ده.» (سرچینه: الشرق الأوسط، ۲۰۲۵/۱/۶) همداراز، د لومړي وزارت لپاره د فواد مخزومي نوماندي، چې د اپوزیسیون ګوندونو لخوا وړاندې شوې وه، رد شوه. (سرچینه: آر ټي، ۲۰۲۵/۱/۱۳) نو په اروپا پورې تړلي ځواکونه نشي کولی د لبنان درې مهمې څوکۍ (ولسمشر، لومړی وزیر، او د پارلمان مشر) تر خپل کنټرول لاندې راولي، او دا څوکۍ لا هم د امریکا د پیروانو په لاس کې دي.
۵. خو اروپایانو د لبنان وروستي سیاسي بدلونونه منلي دي. د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، جوزف عون ته مبارکي وویله، او پر خپله رسمي ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې یې ولیکل: «دا ټاکنې د اصلاحاتو، د لبنان د حاکمیت د بېرته راګرځولو، او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره لاره هواروي.» (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) د فرانسې د ولسمشر خبرې د اروپایي قوتونو عمومي دریځ څرګندوي او ښيي چې هغوی د ایران د نفوذ کمېدو ته خوښ دي. دا د دې معنی لري چې اروپا د خپلو موخو یوې برخې، یعنې د ایران له محوره د لبنان لرې کېدو، ته رضایت ښودلی. اروپایان یوازې په "پنځه اړخیزه کمېټه" کې - چې د ولسمشرۍ تر تشې وروسته د لبنان د مسئلې د څېړلو لپاره جوړه شوې ده - پر خپل ګډون بسنه کوي. په دې کمېټه کې فرانسه د امریکا، مصر، او سعودي عربستان تر څنګ شته؛ په داسې حال کې چې قطر بیا د انګلستان د ګټو استازیتوب کوي.
دا په دې معنی ده چې امریکا نن ورځ په لبنان کې یوازینی برلاسی نړیوال لوبغاړی دی، او همدوی دي چې سیاسي څېرې بدلوي او د دغه هېواد سیاسي جوړښت بېرته تنظیموي. په داسې حال کې چې اروپایانو یوازې د ایران د نفوذ پر کمېدو رضایت ښودلی.
درېیم: خو په داخلي او بهرنۍ کچه د لبنان د بڼې د بدلون مسئله له لاندې مواردو څخه روښانه کېږي:
۱. په داخلي کچه ښکاري چې د ایران د حزب پر وسلو به محدودیتونه لا زیات شي. همداراز، د "مقاومت" اصطلاح، چې پخوا د لبنان د ولسمشرۍ په ویناوو او بیانیو کې تل یادېدله، اوس د نوي ولسمشر له خبرو او رسمي اعلامیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې ده.
الف: د جوزف عون وینا د لبنان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته حالت له دودیزو ویناوو سره توپیر درلود؛ د هغه په وینا کې روښانه پیغامونه شامل وو. تر ټولو مهم پیغام یې دا دی چې نوموړي «د دولت د انحصاري وسلو د کنټرول او تثبیت" پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د لبنان د حاکمیت د تقویې لپاره اساسي اصل وباله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) همداراز، جوزف عون په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: «د لبنان دولت – او بیا تکراروم، د لبنان دولت – به له اسرایلي اشغال څخه خلاص شي.» (سرچینه: سيانان عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۰)
ب: نواف سلام د رسنیو هغو اټکلونو ته غبرګون وښود چې د وزارتونو د وېش په اړه یې کړې وې، په ځانګړي ډول د دودیزو ګوندونو ترمنځ د واک د ویشلو او د حزبالله او د أمل خوځښت د شرایطو د منلو په اړه، چې د دوی لاس ته د مالیې وزارت سپارل هم پکې شامل وو. هغه څرګنده کړه: «ما هېڅ ډلې ته د هېڅ وزارت د سپارلو ژمنه نه ده ورکړې. د مالیې وزارت، لکه د نورو وزارتونو په څېر، د هېڅ مذهب یا ډلې ځانګړې ملکیت نه دی.» نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې غواړي حکومت د ۲۴ وزیرانو له ترکیب څخه جوړ کړي. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۵/۱/۲۱)
۲. خو په بهرنۍ کچه؛ د وروستیو تحولاتو تر ارزونې وروسته لاندې ټکي څرګندیږي:
الف: د معمول پر خلاف د لبنان د ولسمشر او لومړي وزیر د ټاکلو پروسه کې د ایران هېڅ فعال رول ښکاره تر سترګو نه شو. که څه هم د لبنان د ایرانپلوه حزب له دریځونو څخه د ایران د نفوذ څرکونه لا هم تر سترګو کېږي، خو حقیقت دا دی چې د ایران حزب او د هغه متحدینو د دې توان درلود چې د دغو بدلونونو مخه ونیسي، خو دا کار يې ونه کړ. له همدې امله، دا بدلونونه، چې «د امریکا کودتا» بلل شوي، په حقیقت کې د ایران له ضمني موافقې سره ترسره شول. د ایران نفوذ په عربي سیمه کې د کمېدو په حال کې دی. امریکا د سوریې د سیاسي بحران د حل مسئله ترکیې ته سپارلې، او ایران یې له دې بهیر څخه څنډې ته کړی، لکه روسیه یې چې د سوریې له معادلې بشپړه لرې کړه. دا د امریکا نوې سیمهییزه تګلاره ده چې یوازې د بایډن په حکومت پورې محدوده نه وه، بلکې د ټرمپ حکومت به هم همدا لاره تعقیب کړي، بلکې دا تګلاره به په سوریه او لبنان کې نوره هم ژوره کړي او عراق ته به یې هم وغځوي. دا سیاست د یهودي رژیم له غوښتنو سره بشپړ مطابقت لري، او دا امکان هم شته چې دا د هغو ژمنو یوه برخه وي چې د بایډن اداره یې د یهودي رژیم په وړاندې تعقیبوي، ترڅو دا رژیم دې ته وهڅوي چې په لبنان کې له اوربند سره موافقه وکړي.
ب: داسې ښکاري چې د لبنان نوی ولسمشر ښه پوهېږي چې امریکا هغه په دې حساس پړاو کې د لبنان د اساسي بدلونونو لپاره واک ته رسولی دی. جوزف عون د خپلې لوړې مراسمو د وینا په پیل کې وویل: «ښاغلو استازو، تاسو ما ته د لبنان د ولسمشر په توګه ټاکلو سره ویاړ راکړ. دا تر ټولو ستر ویاړ دی چې ما ته را په برخه شوی، او دا تر ټولو دروند مسؤلیت دی چې زما پر اوږو اېښودل شوی دی. اوس زه د "لوی لبنان" د تاسیس تر سل کلن کېدو وروسته لومړی ولسمشر یم، اوس داسې حالت دی چې د منځني ختیځ تر ټولو حساس پړاو ته داخل شوي یو؛ دلته ایتلافونه پاشل شوي، رژیمونه نسکور شوي، او ان ممکن پولې هم بدلې شي.» (سرچینه: اندپینډنټ عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۱) د همدې سرچینې په حواله؛ د جوزف عون لومړنی بهرنی سفر سعودي عرب ته ټاکل شوی دی. د لبنان ولسمشر، جوزف عون، نن شنبه اعلان وکړ چې لومړنی بهرنی سفر به یې سعودي عرب ته وي؛ هغه له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې سعودي ته د سفر بلنه ترلاسه کړې.
ج. له ټولو دغو تحولاتو څخه څرګندیږي چې امریکا دا ځل د لبنان د قضیې مسؤلیت سعودي عرب ته سپارلی، په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې یې دا رول ایران ته ورکړی و. نو سعودي به د لبنان په چارو کې یو مهم رول ولوبوي، او دا هېواد به د لبنان د بیارغونې په بهیر کې هم اساسي ونډه لري. په ځانګړي ډول، دې ته په کتو چې تمه کېږي ایران به د نویو سوداګریزو او مالي بندیزونو تر فشار لاندې راشي، چې د ټرمپ حکومت به یې پرې تحمیل کړي. په دې توګه به سعودي په لبنان کې د ایران ځای ونیسي؛ دا ځای نیول به هم د سیاسي نفوذ له پلوه وي او هم د مالي مرستو له اړخه؛ په ځانګړي ډول د لبنان د بیارغونې بهیر؛ د پوځ پیاوړي کولو لپاره د لبنان د دولت ملاتړ؛ او د ایران د حزب د بې وسلو کولو په بهیر کې اسانتیا برابرول. دا پروسه ښايي لبنان له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور یوسي؛ په ځانګړي ډول دا چې ډونالد ټرمپ غواړي د سعودي او یهودي رژیم ترمنځ اړیکې ژر عادي شي.
څلورم: دا وحشتناک حالت به په لبنان او شاوخوا سیمو کې همداسې دوام وکړي، تر هغه چې الله سبحانه وتعالی خپل موعود امر ته تحقق ورکړي؛ اسلامي خلافت تأسیس شي، او دا ټول سیاسي ځواکونه له لبنان او د هغې له شاوخوا څخه محوه شي، لکه څنګه چې د یهودي رژیم پای ته رسېدل هم حتمي دي، لکه څنګه چې د اسد رژیم په سوریه کې له منځه ولاړ. هغه وخت به شام بیا، لکه تل، د اسلامي امت د تپېدونکي زړه حیثیت خپل کړي. موږ یقین لرو چې تر دغه جبریه دور او تسلط وروسته چې موږ پکې ژوند کوو، خلافت بیا راځي. احمد له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي. بیا چوپ شو.
او هر چېرته چې دا خلافت قایم شي؛ شام ته به رسېږي او دا به یې مرکز وي. طبراني له سلمه بن نفیل څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«عُقْرُ دَارِ الإِسْلامِ بِالشَّامِ»
ژباړه: د اسلام مرکز به په شام کې وي.
خلافت به د یهودي رژیم پر وړاندې جګړه کې، دغه اشغالګر دولت ته د پای ټکی کېږدي او فلسطین به په بشپړ ډول بېرته دارالاسلام ته راوګرځوي. بې شکه چې روڼ سهار د هغو کسانو لپاره نږدې دی، چې په تمه یې دي.
خو د الله سنت دا نه دي، چې له آسمان څخه پرښتې راکوزې کړي چې زموږ لپاره خلافت تأسیس کړي، او د دې پر ځای چې دښمنان مو موږ له منځه یوسو، پرښتې یې راته له منځه یوسي او موږ همداسې ورته ناست وو! بلکې الله سبحانه وتعالی پرښتې د نصرت او د بریا د زیري په توګه راکوزوي؛ د هغو خلکو د نصرت لپاره چې پر خپل رب ایمان لري او هدایت یې موندلی. په جګړه کې د صابرو مسلمانانو یو داسې لښکر چې په خپل امام پسې اقتدا کوي او تر شا یې د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي. هغه وخت به د هغو کسانو له ډلې شو، چې دا ستر زېری ترلاسه کوي:
﴿نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]
ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه!»
۱۴۴۶هـ.ق د رجب ۲۳مه
۲۰۲م کال د جنوري ۲۳مه