جمعه, ۱۸ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه ترکیه: د خلافت کلنی کنفرانس «له خلافت سره له استانبول تر القدس پورې د راتلونکي جوړول!»

ولایه ترکیه: د خلافت کلنی کنفرانس «له خلافت سره له استانبول تر القدس پورې د راتلونکي جوړول!»

د مطلب ادامه...

هندو چارواکي د ۱۹۶۷م ظالمانه قانون له لارې اسلام او مسلمانان، په ځانګړې توګه د حزب‌التحریر شباب تر بریدونو لاندې نیسي!

(ژباړه)

د هند ملي تحقیقاتي ادارې (NIA) د حزب‌التحریر پر ضد د خپلو بریدونو په دوام، بافا بحرالدین او کبیر احمد علی‌یار د ۲۰۲۵م کال، د فبرورۍ په ۳مه تر څو میاشتو ځورونې وروسته ونیول. د هندي رسنیو د راپور له مخې، دوی «له نورو سره په ګډه هڅه کړې چې د حزب‌التحریر، چې یو منع شوی سازمان دی، اصول او مفکوره په تامیل ناډو ایالت کې ترويج کړي.» وروسته، چارواکو د دوی دوسیه د ډاکټر حمید حسین له روانې دوسیې سره، چې د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون (UAPA) پر بنسټ ده، یو ځای کړه.

خو ډاکټر حمید حسین د میخانیکي انجینرۍ په برخه کې دوکتورا لرونکی او د ټولنې یو دروند غړی دی. دی د ۲۰۲۴م کال، په مې میاشت کې یوازې د دې لپاره ونیول شو چې د اسلام له نظره یې د ډيموکراسۍ رد، د خلافت دولت د عدالت مفهوم او د اقلیتونو او د «دالیت» ټولنې د محرومو طبقو لپاره د اسلامي حل‌لارو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي وو. سره له دې چې نظرونه یې مثبت او رغنده دي، دی د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون له مخې د یوې مهمې دوسیې اصلي تورن بلل کېږي!

دغه قانون یو ظالمانه قانون دی چې هندو حکام یې د خلکو د ځپلو او د حساب ‌ورکولو د مخنیوي لپاره کاروي. دا یو داسې قانون دی چې پکې توقيف او محاکمه، پخپله د سزا او شکنجې پروسه ده. دغه حقیقت د محکوميت له ټيټې کچې څخه ښکاري چې یوازې ۲٪ دی. د ۲۰۱۶م او ۲۰۲۰م ترمنځ، د دغه قانون پر بنسټ د ۲۴۱۳۴ کسانو پر ضد ۵۰۲۷ دوسیې ثبت شوي، چې له دې ډلې یوازې ۲۱۲ تنه محکوم شوي او ۳۸۶ تبرئه شوي دي. یعنې له ۲۰۱۶م تر ۲۰۲۰م پورې، نږدې ۹۷.۵٪ نیول شوي کسان پرته له محاکمې په زندان کې پاتې شوي دي! ایا دا تیاره سابقه د دې ظالمانه قانون د لغوه کولو لپاره بسنه نه کوي؟

سره له دې، هندو حکامو د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې د UAPA د قانون د تعدیل طرح وړاندې کړه، چې حالات یې نور هم خراب کړل. دغه تعدیل مقاماتو ته اجازه ورکوي چې پرته له قانوني محاکمې، خلک "ترهګر" وبلل شي، چې دا عمل د فرد د ټولنیزې انزوا، د کار د له لاسه ورکولو او بې‌عدالتۍ لامل کېږي. نه دا تعدیل او نه هم اصلي قانون، د «ترهګرۍ» لپاره کوم واضح تعریف وړاندې کوي، له همدې امله، دغه قانون د حکومت لپاره د خلکو د وېرولو او د عامه نظم د ساتنې په پلمه د ظلم لپاره د سپین چک حیثیت لري. دغه ظلم له هغو استعماري قوانینو سره سیالي کوي چې د انګلیسي اشغالګرو له لوري په هند کې نافذ شوي وو.

هندو حکام په ۲۰۱۹م کال کې د UAPA له تعدیل څخه د هند پر مسلمانانو د وېرې خپرولو لپاره کار اخلي.

کله چې مسلمانانو د ۲۰۱۹م کال د تابعیت د تعدیل قانون پر ضد اعتراض وکړ، هندو حکامو یې په ځواب کې مسلمان محصلان، فعالان او ان یوه امېندواره ښځه د UAPA قانون له مخې ونیوله. ډېر مسلمانان تر اوسه هم بې‌محاکمې بندیان دي. بیا د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې، د هند حکومت په رسمي جریده کې اعلان وکړ چې د ۱۹۶۷م د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون له مخې، حزب‌التحریر منع شوی دی.

اې د هند خلکو او په ځانګړي ډول د بشري حقونو فعالانو او سازمانونو!

هندو حکامو تاسو ته بربادي، فقر، ناامني، تبعیض، بې‌عدالتي او ټولنیز اختلافات دربښلي دي. بیا، کله چې له تاسو څخه یو څوک د خپل حق لپاره غږ پورته کړي، نو د همدغو ظالمو چارواکو له لوري مجازات کېږي. ایا دا هماغه څه دي چې ستاسو پلرونو د استعمار پر ضد د مبارزې پر مهال تصور کړي وو؟ ایا دا هغه نمونه ده چې غواړئ نړیوالو ته یې وړاندې کړئ؟ هېڅ قانون، نه الهي او نه هم بشري، دا ډول ظلم منلی نه شي.

اې د هند خلکو!

د ظلم پر وړاندې چوپتیا، ظالم ته د ظلم د دوام جرات ورکوي، خو د هغه پر وړاندې درېدل، د ظلم د پای پیل دی.

اې د هند مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مسلمانانو علماوو!

شاوخوا خلکو ته وګورئ، د دوی فقر، بدبختي او کړاوونه وګورئ. ایا ستاسو دین تاسو ته د دوی په اړه مسوولیت نه دی در په غاړه کړی!؟ الله سبحانه وتعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږلی دی.

ستاسو پلرونو له سلګونو کلونو راهيسې د اسلامي عدالت پر بنسټ په هند کې حکومت وکړ او خلکو ته یې هغه امنیت او سوکالي ورپه برخه کړه چې نه تر اسلام مخکې تجربه شوې وه او نه هم تر هغه وروسته. نن ورځ یوازینۍ حل‌لاره چې د هند خلک د سیکولر نظام له ظلم څخه ژغورلی شي، اسلام دی.

ایا دا سمه ده چې ستاسو توجه یوازې د دغه ظالم نظام په دننه کې محدودې ونډې ته وي او یوازې د خپل فردي راحت لپاره هڅه وکړئ؟ ایا دا مناسبه ده چې د پارلمان د څو څوکیو ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړئ، په داسې حال کې چې باید د اسلام د حاکمیت لپاره کار وکړئ؟ ایا دا سمه ده چې ظالمان د اسلامي دعوت د خاموشه کولو هڅه کوي او تاسو چوپ پاتې شئ؟

تاسو نه کمزوري یاست، نه مو شمېر کم دی؛ بلکې که له خپل دین سره ټینګه اړیکه ونیسئ او پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ، نو غښتلي او ځواکمن به شئ. یوازینی پیغام چې تاسو به متحد کړي او د داسې ځواکمن بدلون سبب به شي چې هند ورته سخته اړتیا لري، د اسلام پیغام دی. اې د هند مسلمانانو! راپاڅېږئ، ځکه الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی.

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾ [توبه: ۳۲]

ژباړه: «دوی غواړي چې د الله تعالی نور په خپلو پوکیو سره مړ کړي. خو الله تعالی خپل نور حتما بشپړوي،که څه هم چې دا کار کافران نه خوښوي.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شعبان ۱۸مه

۲۰۲۵م کال، د فبرورۍ ۱۸مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د ویانا ناسته او د ډیموکراټيک بدلون سراب؛ د ژغورنې یوازینۍ لاره د راشده خلافت تاسیس دی

د «د ویانا بهير» پنځمه ناسته د ځینو سیاسي څېرو، مدني فعالانو او د حاکم نظام مخالفو پخوانيو نظامي چارواکو په ګډون د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې وشوه. دا ناسته په داسې حال کې وشوه چې اسلامي نړۍ د خپل تاریخ په یوه تر ټولو تیاره دوره کې ده او مسلمانان د ملي دولتونو په چوکاټ کې بندیان شوي دي. خو د سیکولر، ډیموکراټیکو او قومي مفکورو پر بنسټ له حکامو سره مخالفت او جنګېدل د اسلامي شریعت خلاف او د مسلمانانو ترمنځ د فتنې عامل دی. اسلام خپل حکومتي نظام د اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړوي او ټول سیاستونه، قوانین او سیاسي او نظامي مبارزه باید له هغې سرچینه واخلي. برعکس، د ویانا بهیر د سیکولر او ملي‌پاله ارزښتونو پر بنسټ را منځ ته شوی چې نه یوازې غیر شرعي دی، بلکې یوه ناکامه هم تجربه ده.

ډیموکراسي او جمهوریت پردي او د افغانستان د ټولنې د باورونو مخالف ارزښتونه دي. د افغانستان متدینو خلکو د اسلامي ارزښتونو د حاکمیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د غربي سیاسي موډلونو پلي کول، نه یوازې دا چې له اسلام سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف دي. د ویانا ناستې ګډونوال د اسلامي امت د وحدت او عزت لپاره د هڅو پر ځای، د داسې غربي جوړښتونو د رامنځته کولو په لټه کې دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د فساد، جګړې او تفرقې لامل شوي وو.

اسلامي امت بايد د خپل عزت او اقتدار د بیا راژوندي کولو لپاره له غربي استعمار سره له هر ډول فکري، سیاسي او نظامي تړاو څخه خلاص شي. څوک چې د غرب د ملاتړ لپاره زارۍ او تضرع کوي، څنګه امت ته عزت ورکولی شي؟ څنګه د افغانستان د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راوستلی شي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ویانا بهیر ګډونوالو فعاله او ښکارنده ونډه لرلي ده.

د یادولو ده چې د افغانستان د حکومت او د دغه حکومت د مخالفینو او موافقینو په ګډون ټول ښکېل اړخونه باید پوه شي چې اسلامي امت د انحطاط په دغه دور کې ټولې غربي او شرقي نسخې تجربه کړې دي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې؛ یوازې له یوه ناورین څخه بل ته ور ټېلوهل شوي دي. په حقیقت کې، افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ د ملي دولتونو او سیکولر اتحادونو له لارې نه شي ژغورل کېدی، بلکې یوازې د اسلام په بیا راتګ، د راشده خلافت په تاسیس او د الله سبحانه و تعالی د دین په اظهار او اقامې سره ژغورل کېدی شي. ځکه چې د سیاسي فلاح یوازینۍ لار له الله سبحانه‌وتعالی سره پر میثاق د امت پابندي او د راشده خلافت تاسیس دی؛ چې یوازینۍ برخلیک ټاکونکې قضیه او د اسلامي حکومتولۍ یوازینی موډل دی. له دې پرته بله هره لار د تېرو ناکامو تجربو تکرار او د سیاسي سرابونو پیروي ده چې یوازینۍ پایله یې په دنیا کې ذلت او په اخرت کې زیان او خسران دی.

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (النساء: ۱۳۹)

ژباړه: «هغه كسان چې د مومنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت او قدرت لټوي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او قدرت يوازې له الله سبحانه‌وتعالی ‏سره دى

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې