جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اوسني وضعت د بدلون لپاره باید د الله سبحانه وتعالی اطاعت وکړو او د اسلامي خلافت له لارې ټول هغه احکام پلي کړو چې الله سبحانه وتعالی رالېږلي دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د اوسني وضعت د بدلون لپاره باید د الله سبحانه وتعالی اطاعت وکړو او د اسلامي خلافت له لارې ټول هغه احکام پلي کړو چې الله سبحانه وتعالی رالېږلي دي

قران کریم د بېلابېلو قومونو کیسې او د هغوی د ناکامۍ لاملونه بیانوي. دغه ناکامۍ یو ساده دلیل لري او هغه د الله سبحانه وتعالې نافرماني ده. د نوح (ع) قوم، د لوط (ع) قوم او عاد او ثمود قومونو په مختلفو موضوعاتو کې د الله سبحانه وتعالې نافرماني وکړه؛ اصلي سبب نافرماني ده، هغه که په هره موضوع کې وي؛ له همدې امله الله سبحانه وتعالې پر دوی عذاب نازل کړ.

نن ورځ موږ له تورم (Inflation)، زیاتېدونکو جرمونو، ګډوډۍ او بې نظمۍ، بهرنۍ لاسوهنې او د اشغال د تسلط په ګډون، له سختو شرایطو سره مخ یو. خو د دې پرځای چې له قران کریم څخه درس واخلو او د الله سبحانه وتعالې لارې ته ځانونه برابر کړو، داسې کسان شته چې اوس هم د هغو سیاستوالو لپاره مبارزه او کمپاین کوي چې په قدرت کې دي او په ښکاره د الله سبحانه وتعالې نافرماني کوي. ولې موږ د هغه خلکو ملاتړ وکړو چې اسلامي شريعت ته یې شاه کړې او یوازې د خلکو د غولولو لپاره د اسلام شعارونه ورکوي؟ موږ ولې د هغه چا پیروې وکړو چې د بهرنیو قدرتونو اطاعت کوي او قصداً د الله سبحانه وتعالې له احکامو سرغړونه کوي.

له موږ څخه هېڅوک باید داسې اساسي قانون ونه مني او نه کمپاین ورته وکړي چې هلته د پارلمان پرېکړه د الله سبحانه وتعالې له قانون څخه پورته وي او د اکثریتو رایه د الله سبحان وتعال حکم لغوه کړي. چېرته چې، ترهغه وخته د الله سبحانه وتعالې قانون نه پلی کیږي چې څو اکثریت نه وي تصویب کړی! لا حول ولا قوات الا بالله. څنګه د هغو واکمنانو پیروي کولی شو چې ډيموکراسۍ، دیکتاتورۍ، باچاهۍ، امریکا، د پیسو نړیوال صندوق او ملګرو ملتونو ته یې مخ ور اړولی؛ په داسې حال کې چې کوم چارواکي چې د الله سبحانه وتعالې له لوري نازل شویو احکامو پرته پر بل څه حکم کوي، ټول طاغوت دي؟ څنګه!؟

له دغو ټولو نافرمانیو سره، د داسې بحرانونو تمه کېدی شي. دا زموږ لپاره یو خبرداری دی. د تېلو د نرخونو په اړه، آيا موږ په دې برخه کې د الله له حکم څخه سرغړونه نه ده کړې؟ په داسې حال کې چې د اسلامي شریعت د احکامو له مخې دا ډول خدمتونه عامه ملکیت دی او پر استفاده کوونکو یې مالیه نه وضع کېږي. موږ د دې پر ځای چې د اسلام د امر له مخې د یوه دولت، خلافت تر چتر لاندې ژوند وکړو، په ۵۵ بېلو هېوادونو کې ژوند کوو؛ نو ځان مو پخپله دې ګډوډۍ ته نه دی ور غورځولی؟ همدا د دولت-ملت مفکوره ده چې د اسلامي خاورو سرچینې یې وېشلې دي، د اسلامي هېوادونو لپاره یې ژوند سخت کړی او د استعماري قوتونو پر وړاندې یې کمزوري کړي یو! آیا زموږ دا ډول اعمال د الله سبحانه وتعالې له احکامو نافرماني نه ده؟

قران کریم د پخوانیو امتونو په اړه روښانه دلایل وړاندې کوي، چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني په دنیا او اخرت کې د ذلت سبب کېږي. ځان بدل کړئ او د الله سبحانه و تعالی اطاعت وکړئ؛ لکه څنګه چې فرمایي:

[إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ]

ژباړه:  الله د يو قوم حالت نه بدلوي، تر څو چې دوی خپله خپل حالت بدل نه کړي. [الرعد: ١٣/ ١١]

سعدي په خپل تفسیر کې راوړي:

[إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ] من النعمة والإحسان ورغد العيش [حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ] بأن ينتقلوا من الإيمان إلى الكفر ومن الطاعة إلى المعصية، أو من شكر نعم الله إلى البطر بها فيسلبهم الله عند ذلك إياها. وكذلك إذا غير العباد ما بأنفسهم من المعصية، فانتقلوا إلى طاعة الله، غير الله عليهم ما كانوا فيه من الشقاء إلى الخير والسرور والغبطة والرحمة “[إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ]

يعنې الله تعالی د بنده ګانو د نعمت، احسان او ښه ژوند حالت نه بدلوي، مګر دا چې هغوی خپل ځان بدل کړي؛ د ايمان پر ځای کفر او د اطاعت پر ځای معصيت غوره کړي او د الله تعالی پر ورکړو نعمتونو باندې د شکر پر ځای تکبر وکړي، نو الله به يې هم حالت بدل کړي او له نعمتونو به يې بې برخې کړي. دغه راز که چېرې بنده ګان خپل ځانونه د معصیت له حالت څخه د اطاعت حالت ته تغير کړي، نو الله تعالی به هم د دوی حالت بدل کړي او دوی ته به خير، خوشالي، غبطه او رحمت ورپه برخه کړي.

پرېږدئ چې دا بحرانونه زموږ د تحریک کېدو سبب شي چې بېرته د الله سبحانه و تعالی لوري ته ور وګرځو او پر ځان شرعي قانون حاکم کړو. پرېږدئ چې دین مو دې ته اړ کړي چې د دغو حکامو، نا اسلامي اساسي قانون او پانګوال نړیوال نظم پر وړاندې ودرېږو. راځئ د دې ټولو نافرمانیو پر ځای د پیغمبر صلی الله علیه وسلام په منهج اسلامي خلافت تاسیس کړو او که څوک فکر کوي چې د همدغو حاکمو نا اسلامي نظامونو او واکمنانو په بدلون به ستونزې حل شي؛ یعنې یوازې د څېرو په بدلون به وضعیت ښه شي، نو دا په دې معنی ده چې موږ له پخوانیو امتونو څخه په هغه ډول  پند نه دی اخیستی چې قران کریم وايي.  

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکنه: عبدالرحمن سعید

ژباړه: محمد هارون رؤفي

 

Last modified onسه شنبه, 05 جولای 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې