چهارشنبه, ۰۱ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
څلور ورځې، درې هیواده، څلور ټرېلیونه ډالر: دا وه د خیانت بیه او د ټرمپ د سفر لاسته راوړنه!

 

 

(ژباړه)

ډونالډ ټرمپ خپل سفر د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې په ۱۳مه له سعودي عرب څخه پیل کړ، بیا د مې په ۱۴مه قطر ته ولاړ، د مې په ۱۵مه اماراتو ته داخل شو، او د مې په ۱۶مه یې خپل سفر پای ته ورساوه. خو دا سفر یې له فریب او دوکې سره یوځای کړ، ترڅو داسې وښيي چې ګواکي د صهیونیستي رژیم د لیدلو نیت نه لري، او په دې توګه عام خلک وغولوي چې ګواکي له صهیونیستي رژیم څخه د ټرمپ ملاتړ متزلزل شوی دی! په داسې حال کې چې د دغه سفر له پای ته رسېدو سره صهیونیستي رژیم پر غزه بریدونه شدید کړل. په دې کې هیڅ شک نشته چې دا ډول بریدونه د امریکا – په ځانګړي ډول د ټرمپ په واکمنۍ کې – له بشپړ رضایت پرته ممکن نه دي!

ټرمپ یوازې پر دې بسنه ونه کړه، بلکې په قطر کې یې ښکاره د غزې د ځمکو د سوداګرۍ خبره وکړه او ویې ویل: «زه د غزې تړانګې موضوع ته لېواله یم، او فکر کوم چې د املاکو او جایدادونو له پلوه ډېره مهمه سیمه ده». هغه یو ځل بیا وړاندیز وکړ چې د دې سیمې فلسطیني اوسېدونکي دې نورو هېوادونو ته چې د ده په وینا «د دوی منلو ته چمتووالی لري» ولېږدول شي. (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۵مه)

افسوس دې وي د دوی پر قضاوت! له دغو ټولو خبرو سره یې داسې هرکلی وکړ:

۱. ټرمپ ریاض ته داخل شو او خورا شانداره هرکلی یې وشو، ته به وایې چې د اسلام او مسلمانانو دښمن نه دی، بلکې له اسمانه ورته راغلی او د دوی ژغورونکی دی... دا په داسې حال کې ده چې هغه بیت‌المقدس د صهیونیستي رژیم د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، د امریکا سفارت یې هلته ولېږداوه، او د جولان لوړې غونډۍ یې صهیونیستي رژیم ته ورکړې... له دې ټولو سره سره، هغوی هغه په پوره درناوي ومانه، په داسې حال کې چې د دوی په منځ کې یې ښکاره وویل چې غواړي په غزه کې ازادانه سوداګري وکړي، دا سیمه واخلي، وپلوري، او خلک یې له هغه ځایه وباسي...

سره له دې یې د هغه خورا تود هرکلی وکړ چې هغه لا د خپلې ولسمشرۍ د لومړي پړاو پر مهال ښکاره او د هغوی پر مخ ویلي وو: «د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا له سعودي وغوښتل چې د امریکا د ملاتړ بیه ورکړي. تر دوو اونیو کم وخت کې دا پنځم ځل دی چې ټرمپ د سعودي له پاچا، ملک سلمان بن عبدالعزیز څخه دا غوښتنه وکړه او ویې ویل: د امریکا له ملاتړ پرته به سعودي هېڅ شته نه وای.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۸م د اکتوبر ۱۱مه)

مخکې له دې چې ټرمپ له سعودي ووزي، د مسلمانانو مالونه ورکړل شول، او سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د سعودي له لوري د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونې یو تاریخي تعهد ترلاسه کړ... او زیاته یې کړه چې امریکا او سعودي د نظامي تجهیزاتو د پلور تر ټولو لوی تړون لاسلیک کړ، چې ارزښت یې شاوخوا ۱۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېږي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۵م د مې ۱۳مه)

ټرمپ یوازې د مسلمانانو د شتمنیو په چور بسنه ونه کړه، بلکې لا وړاندې لاړ او له صهیونیستي رژیم سره یې د اړیکو عادي کولو هڅې هم زیاتې کړې: « د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سه‌شنبې وویل چې سعودي به ډېر ژر د ابراهیمي تړونونو برخه شي... او هیله یې څرګنده کړه چې سعودي به ډېر ژر له اسرایلو سره د اړیکو عادي‌کولو تړون لاسلیک کړي.» (سرچینه: سکای نیوز عربی، ۲۰۲۵م د مې ۱۳مه)

وروسته ټرمپ په ریاض کې د انتقالي دورې له مشر، احمد الشرع، سره ولیدل، بیا د خپل سفر په دویمه ورځ قطر ته لاړ... د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، هم په دې ناسته کې له لرې په آنلاین بڼه ګډون کړی و... (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۴مه)

د بریتانیا «ټایمز» ورځپاڼې د احمد الشرع اصلي څېره بربنډه کړه: «ټایمز زیاته کړه چې ولسمشر الشرع د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د "ټرمپ برج" د جوړېدو یادونه کړې؛ دا د هغو منځګړو له لارې د امریکا د ولسمشر د پام را اړولو لپاره یوه هڅه ده چې ویل کېږي د سعودي او ترکیې مشهورې څېرې دي... ټایمز د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې ښايي الشرع له ابراهیمي تړونونو سره د یو ځای کېدو لپاره د خبرو اترو د پیل وړاندیز ورکړي...» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۳مه) له دې څرګندونو څخه دا نتیجه اخیستل کېدای شي چې محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر د دې قضیې اصلي طراحان وو!

۲. وروسته ټرمپ قطر ته رسېږي، او هلته یې داسې تود هرکلی کېږي لکه دښمن نه، یو نږدې ملګری چې ورغلی وي؛ په داسې حال کې چې همدغه ټرمپ و چې پر قطر یې دا تحمیل کړه چې له یهودو سره د خبرو مرکزي ځای شي، څو د خبرو له لارې یهودو ته داسې امتیازات ورکړي چې د مومنو، لږ‌شمېرو او لږ‌و وسلو لرونکو ډلو پر وړاندې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل... پر هغوی یې دا تحمیل کړه چې له یهودو سره د خبرو کوربه شي، ته به وایې چې قطر بې طرفه دی، خو اصلاً یهودو ته ډېر نږدې دی... سره له دې ټولو د ټرمپ داسې هرکلی وکړ لکه ښه خوږ ملګری یې چې وي. ټرمپ د هغوی په منځ کې له خپل نظامي اډې ازادانه لیدنه کوي؛ دا هغه اډه ده چې په هر ځای کې د مسلمانانو پر ضد بریدونه پکې پلان او تنظیمېږي.

ټرمپ د همدې نظامي اډې مخې ته، د قطريانو پر وړاندې وویل: « د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پنجشنبېه اعلان وکړ چې قطر به په "العدید" هوايي اډه، چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي اډه بلل کېږي، کې ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي...» (سرچینه: سکای نیوز عربی، ۲۰۲۵م د مې ۱۵مه) ټرمپ دغه خبرې له قطر څخه د خپلې لیدنې په پای کې وکړې.

۳. وروسته ټرمپ متحده عربي اماراتو ته ورسېد، دا د ده د خلیجي سفر درېیم او وروستی هدف و... هلته يې داسې څه وليدل چې هېڅ بل ځای کې یې نه وو لیدلي! هغوی د ټرمپ د هرکلي لپاره جومات وتاړه؛ د ټرمپ د درناوي لپاره یې د جومات دروازه وتړله!

ټرمپ د جومات دننه خبریالانو ته وویل: «دا لومړی ځل دی چې د امریکا د درناوي لپاره یو جومات بندېږي. دا ماته له ټولو راکړل شویو ویاړونو څخه لوی ویاړ دی. دا د وطن لپاره یو ویاړ او یو ستر درناوی دی...» محمد بن زاید، ټرمپ ته د «زاید مډال» ورکړ، چې دا د اماراتو له لوري د هېوادونو د مشرانو لپاره تر ټولو لوړ مډال یا د ویاړ نښه ده.

ورپسې، په امریکا کې د اماراتو د پانګونې اندازه یوې حیرانوونکې شمېرې، ۱.۴ ټریلیونو ډالرو، ته رسېږي: «د اماراتو ولسمشر د امریکا د ولسمشر د هرکلي پر مهال، د ابوظبي په قصر الوطن کې اعلان وکړ چې هېواد به یې په راتلونکو لسو کلونو کې په متحده ایالاتو کې ۱.۴ ټریلیونه ډالر پانګونه وکړي.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۵مه) وروسته ټرمپ په ویاړ سره هغه څه ته اشاره کوي چې د مسلمانانو له مالونو یې لوټ کړي، او وایي: «دا یو تاریخي سفر دی. هېڅکله داسې نه ده شوې چې یوازې په څلورو یا پنځو ورځو کې، له ۳.۵ تر ۴ ټریلیونو ډالر راټول شي.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۵مه)

ټرمپ د دې سترې شتمنۍ تر راټولولو وروسته پر شنه غالۍ سیمه پرېږدي: «ټرمپ د اماراتو له ولسمشر، محمد بن زاید، سره یوځای د ابوظبي د هوايي ډګر د الوتنو میدان ته روان شو، او پر یوه روښانه آبي فرش یې شخصي خبرې وکړې.» (سرچینه: سي‌ان‌ان، ۲۰۲۵م د مې ۱۶مه)

۴. د اسلامي خاورو واکمنان داسې دي؛ له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر او مومنانو هیڅ شرم او حیا نه لري او د ټرمپ داسې هرکلی کوي! پر دغو ټولو خیانتونو سربېره، ټرمپ لا هم د مسلمانانو پر وینه او مالونو سوداګري کوي او له هغوی داسې شتمنۍ وړي چې دغه واکمنان پکې هېڅ حق نه لري!

«په قطر کې، ټرمپ وویل چې خلیج سیمو ته د ده سفر ښایي تر څلورو ټریلیونو ډالرو پورې اقتصادي معاملې له ځانه سره ولري، او دا خبره یې په دوحه کې له سوداګرو سره په لیدنه کې وکړه... هغه زیاته کړه: دا یو تاریخي سفر دی؛ تر اوسه پورې دومره اندازه پیسې په یوازې څلورو یا پنځو ورځو کې نه دي راټولې شوې.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۵م د مې ۱۵مه)

۵. په دې کې شک نشته چې زموږ له سترو بدمرغیو او مصیبتونو یو پر اسلامي خاورو د داسې حاکمانو حاکمیت دی؛ هغوی زموږ خاورې د ټرمپ او ورته نورو کسانو د لهو او لعب ځایونه ګرځولي، چې ازادانه پکې وګرځي او خوند ترې واخلي!

هو، دا یو ستر مصیبت دی چې دا ډول اشخاص پر مسلمانانو واک چلوي؛ هغه کسان چې د اسلام او مسلمانانو دښمنان له هرې خوا ستایي؛ خیانت ته د امانت په نظر ګوري، درواغو ته د ریښتیا نوم ورکوي او پر خلکو په ګناهونو او فساد حکومت کوي... رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره رښتیا ویلي!

«انها ستأتی علی الناس سنون خداعة؛ یصدق فیها الکاذب و یکذب فیها الصادق، و یؤتمن فیها الخائن و یخون فیها الأمین، و ینطق فیها الروبیضة. قیل: و ما الروبیضة؟ قال: السفیه یتکلم فی أمر العامة...» (الإمام أحمد مسنده)

ژباړه: پر خلکو به غولوونکي کلونه راشي؛ چې دروغجن به رښتینی ګڼل کېږي، او رښتینی به دروغجن بلل کېږي، خاین ته به امانت وسپارل شي، او امانتدار به خاین ګڼل کېږي، او "روَیبِضه" به خبرې وکړي. وپوښتل شول: روبيضه څوک دي؟ ویې فرمایل: هغه ناپوهان او بیعقلان چې د عامو خلکو په چارو کې نظر ورکوي او خبرې کوي.

۶. ای مسلمانانو! د الله سبحانه وتعالی له رحمت نه مه نهېلي کېږئ؛ ځکه یوازې کافران د هغه له رحمته نهېلي کېږي. که څه هم ټرمپ په استکبار او غرور پر مخ روان دی، خو پای به یې د نورو مستکبرو په څېر وي. دغه مستکبر هېره کړې یا یې ځان ناپوه نیولی چې د ده د پخوانیو سیالانو برخلیک څه شو؛ لکه د ایران پاچاهان او د روم قیصران، چې طغیان یې وکړ او بالاخره د مسلمانانو د جهاد او فتوحاتو په لاس له منځه یووړل شول، هغه فتوحات چې په اسلام یې ځمکه رڼا کړه. که څه هم د مسلمانانو اوسني واکمنان په ضلالت او شقاوت کې غرق دي، خو د الله سبحانه وتعالی په اراده به له مخې ورک شي؛ ځکه چې د مسلمانانو خاوره پاکه ده، او استعمارګرو کفارو ته پکې ځای نشته.

۷. ای مسلمانانو! ریښتینی قيادت حزب‌التحریر پوره باور لري چې دا جبريه واکمني چې موږ پکې ژوند کوو، پای ته رسېدونکې ده، او راشده خلافت به ډېر ژر د الله سبحانه وتعالی په اراده بېرته راشي. امام احمد رحمه الله په خپل «مسند» کې له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له قوله فرمايي:

««ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به جبري پاچاهۍ (ظالمې او ديکتاتورې واکمنۍ) راشي، او څومره چې الله وغواړي دوام به وکړي، بيا چې کله الله وغواړي، دا به له منځه یوسي، او وروسته به بیا د نبوت پر منهج خلافت راشي... بیا (رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم) چوپ شو.

خو د الله سبحانه وتعالی سنت دا نه دي چې موږ کرار ناست وو، ننداره کوو او هغه سبحانه و تعالی له اسمانه پرښتې راکوزې کړي چې زموږ لپاره خلافت تاسیس کړي او له دښمن سره جګړه وکړي! بلکې هغه خپلې پرښتې د هغو کسانو د مرستې او د فتحې د زېري لپاره را استوي، چې پر خپل رب ایمان لري، او هدایت یې زیات شوی وي؛ داسې مومن لښکر چې په جګړه کې صبر کوونکي وي، د خپل امام تر شا یې صفونه جوړ کړي وي، اطاعت او پیروي یې کوي، د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي او خپل خلافت بېرته تاسیسوي؛ هغه وخت د دوی لپاره دا زېری دی:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]

ژباړه: «... د الله مرسته او نژدې بريا ده او مومنانو ته (د دې سترې بريا) زېرى وركړه.»

حزب‌التحریر

۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالقعدې ۲۰مه

۲۰۲۵م کال مې ۱۸مه

Last modified onسه شنبه, 27 می 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې