سه شنبه, ۰۴ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مصیبت په وخت کې باید پر الله سبحانه وتعالی تکیه وکړو، د هغه رحمت وغواړو او الله سبحانه وتعالی ته تسلیم شو

(ژباړه)

بنګلدېش هم د کرونا ویروس له خپرېدلو خوندي نه دي، څو کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي او د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو او اندېښنو څخه ډک کړی دی. روغتیایي کارپوهان او باخبره ښاریان د دولت پر بې پروایۍ سخت په غوصه دي، ځکه دوی ویني چې دولت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هیڅ اړین ګامونه نه دي پورته کړي. کله چې دغه ویروس د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر په میاشت د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې و پېژندل شو نو دولت له دوه میاشتو ډېر وخت درلود چې د ویروس د خپرېدلو د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي، خو دغه فاسد دولت ددې برعکس د مجیب د کلیزې پر لمانځلو بوخت وو. دا په داسې حال کې ده چې خلک د کرونا له ساري (چټکې خپرېدونکې) ناروغۍ سره مخ دي.کم روغتیایي امکانات، د روغتیایي کارکوونکو د محافظوي وسایلو کمښت، د ازمایښتي کېټونو نه شتون، او د تماس نیولو او راپور ورکولو د غیر اغېزمن میکانېزم د شتون سره سره دولت اوس هم خپل ځان په سیاسي لوبو کې بوخت ساتلی. دولت ددې په خاطر چې خپله ماته د خلکو له سترګو څخه پټه وساتي نو پر دغه ویروس د اخته شوو او وژل شوو کسانو د تعداد د پټ ساتلو په موخه له زور څخه کار اخلي. د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د دولت کمزورۍ او بې پروایۍ ته پرکتلو سره حزب التحریر-ولایه بنګلدېش خپل خلک لاندې مخلصانه لارښوونو او مشورو ته متوجې کوي.

اول: دا ډول ستونزمن حالات باید موږ له ډېرې وېرې او وحشت سره مخ نه کړي، بلکې باید اېمان ولرو چې د دغې ناروغۍ خپرېدل د الله سبحانه وتعالی له لوري دي، دا پر موږ باندې د الله سبحانه وتعالی یو امتحان دی چې پر وړاندې یې باید صبر غوره کړو. الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړو، لکه څنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

﴿عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ

ژباړه: د مومن چاره څومره عجیبه ده، ټولې چارې یې ورته خیر دي او دا د بل چا لپاره نه دي؛ مګر د مومن لپاره، که هغه ته نعمت ورسېږي شکر ادا کوي او دغه شکر د هغه لپاره خیر دي او که مصیبت ورته ورسېږي، نو صبر کوي او دا صبر هم ورته خیر دی.

(مسلم)

د دغې ویروس خپرېدل د غرب په ګډون د نړۍ ټولو انسانانو ته دا وریادوي چې موږ د دومره اقتصادي، روغتیایي، او تکنالوژیکي پرمختګ سره سره د الله سبحانه وتعالی پروړاندې څومره کمزوري یو، ځکه خو باید د الله سبحانه وتعالی لوري ته نیژدې شو او د خپلو ناوړه اعمالو په خاطر له هغه بخښنه وغواړو او ځانونه د هغې قضا ته تسلیم کړو.

دویم: موږ باید د کفارو او مشرکینو په څېر ونه اوسو او له احتکاره ځان وساتو تر څو د لومړنیو غذایي توکو له کمښت سره مخ نه شو. یوازې د خپل ځان په غم کې باید ونه اوسو، بلکې نورو خلکو ته باید لاس ورکړو او د دوی پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړو. دا باید هېر نه کړو چې موږ مسلمانان یو، لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی موږ د بشریت له منځه بهترین امت بللي یو:

﴿وَ كَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا﴾

[بقره: ١٤٣]

ژباړه:  او په همدې ډول موږ یو امت وسط (غوره امت) ګرځولي یاست چې تاسو پر خلکو شاهدان او رسول الله صلی علیه وسلم پر تاسو شاهد اوسي. [بقره:۱۴۳]

 دریم: موږ باید پر الله سبحانه وتعالی باور وکړو او صبر ولرو؛ نه دا چې د وېرې او وحشت لار غوره کړو. موږ باید دا هېر نه کړو چې اځل، مرګ او رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دي، لکه چې فرمایي:

﴿وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُّؤَجَّلًا﴾

[آل‌عمران: ١٤٥]

ژباړه: هېڅ ساکښ د الله سبحانه وتعالی د حکم څخه پرته مړ کېدای نه شي او د مرګ نېټه لیکل شوې ده. [عمران:۱۴۵]

﴿وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ﴾

[هود: ١١]

ژباړه: په ځمکه کې هېڅ داسې خوځنده ساکښ نه شته، چې د هغه روزي د الله سبحانه وتعالی پر غاړه نه وي او د هغه په اړه ونه پوهېږي چې هغه چېرې اوسېږي او چېرې لېږدول کېږي هرڅه په یو معلوم دفتر «لوح محفوظ» کې ثبت شوي دي. [هود: ۶]

 همدارنګه الله سبحانه‌وتعالی فرمایي:

﴿قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾

ژباړه: دوی ته ووایه چې موږ ته هېڅکله څه ضرر یا ښېګڼه نه رسېږي. مګر هغه چې الله سبحانه وتعالی راته لیکلي دي، همغه الله سبحانه وتعالی زموږ مولا دی او مومنان باید په همغه توکل وکړي. [توبه:۵۱]

﴿إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ﴾

ژباړه: بېشکه ، الله سبحانه وتعالی پخپله روزي ورکوونکی دی، د ډېر قوت خاوند او زورور دی. [ذریات:۵۸]

 څلورم: د راپورونو له مخې د بنګلدېش په ځینو سیمو کې کرونا خپره شوې ده، موږ باید د دغو سیمو څخه د لېدلو په وخت کې پوره احتیاط وکړو او که په یوه سیمه کې د ویروس خپرېدل پیل شي نو د یو شرعي مکلفیت پر توګه باید هغو سیمو ته لاړ نه شو، لکه څنګه چې په بخاري کې راغلي دي.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ رِجْزٌ أُرْسِلَ عَلَى طَائِفَةٍ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ»

ژباړه: طاعون هغه رنځ یا عذاب دی چې پر بني اسرایلو او  له تاسو مخکې کسانو باندې نازېلېده، نو که خبر شوئ چې په کومه سیمه کې طاعون لګېدلی هغې ته مه داخېلېږئ او که چېرته ستاسو په سیمه کې ولګېد نو له هغه ځایه مه تښتئ.

او الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو په عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي.

[روم:۴۱]

له هغې ورځې وروسته چې موږ خپل سپر «خلافت» له لاسه ورکړ نو د جابرو بشري نظامونو تر ظلم لاندې راغلي یو او د الله سبحانه وتعالی رحمت مو له لاسه ورکړی. د دغو بشري نظامونو تر چتر لاندې نه یوازې داچې د سختو شکنجو سره مخ یو بلکې ددې ترڅنګ د دردونکو مصیبتونو لړۍ یو پر بل پسې زموږ شا نیولې ده. په همدې خاطر باید موږ د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت د تاسیس په موخه خپلې ټولې هڅې ترسره کړو ترڅو په ځمکه کې پر امت باندې د درحمت نیالګي وکرو. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«السُّلْطَانُ ظِلُّ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ»

ژباړه: پاچا (خلیفه ) په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د رحمت سیوری دی.

(الدار قطنی)

د خلافت په دولت کې به روغتیا ته د پاملرنې د پالیسۍ پر اساس د ټولو لابراتورونو، علمي او تحقیقاتي ازمایښتونو دروازه د ګټې په موخه نه بلکې د امت د روغتیایي ستونزو د حل په موخه د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیستې وي. هو همدا د دولت مکلفیت دی چې د خلکو، عامه اړتیاوو او په ځانګړي ډول د روغتیایي چارو تنظیم ترسره کړي. «د ټولنې ټول وګړي حق لري چې په ژوند کې د ټولو روغتیایي چارو د تنظیم په موخه علمي لابراتوارونه رامنځته کړي او همدارنګه دا د دولت دنده هم ده چې ورته لابراتوارونه جوړ کړي.» [د حزب التحریر د دولت (خلافت) اساسي قانون یوه برخه]

 په خصوصي سکتور کې د کرونا ویوس د ازمایښتي کېټونو د توانایۍ ابتکار او په ارزانه بیه د ضد عفوني موادو تولید... او داسې نور دا په ګوته کوي چې د بنګلدېش خلک د ډېر لوړ استعداد او وړتیا درلودونکي دي او یوازې د نبوت پر منهج خلافت کولی شي چې له دغو تجروبو څخه په صحیح ډول ګټه واخلي او ټول بشریت ته د یو هر اړخیز روغتیایي سېستم د شتون څخه د الله سبحانه وتعالی د رحمت په توګه ډاډ ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

ژباړه: که د سیمو خلکو اېمان راوړی وی او  د پرهېز کارۍ لاره یې غوړه کړې وی، نو موږ به پر هغوی د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانیستې وی. خو هغوی د درواغو نسبت وکړ ، ځکه موږ هغوی د هغې ناوړه ګټې په حساب کې ونیول چې دوی راغونډوله.

[اعراف:۹۶]

د حزب‌التحریر– ولایه بنگلادیش مطبوعاتی فتر 

 

د مطلب ادامه...

کرونا د غربي سیاستوالو له څېرو پرده پورته کړه!

  • خپور شوی په سیاسي

 کویډ ۱۹ ناروغي، چې د کرونا وېروس د خپرېدو په ترڅ کې د انسان بدن ته دننه کېږي، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ م کال د جنوري پر ۴مه د چین ووهان ښار په نښه کړ. دغه وېروس په چټکۍ د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شو او تر نیم میلیون ډېر کسان پرې اخته شول.

د یاد وېروس د لېږد سرعت او د مړینې کچې د نړۍ ټول ملتونه لړزولي دي. تر دې چې ځینو دولتونو خپلې پولې وتړلې، ښارونه یې قرنطین کړل، هوایي او ځمکني سفرونه یې بند کړل. لنډه دا چې میلیاردونه انسانان په کورونو کې بندیان شول. دغه ویروس د پانګوالۍ نظام ته ستر ټکان ورکړ. له دې سره سره چې دا ویروس به اوسني نظام ته کومې ګواښوونکې پایلې ولري، د خکلو پر وړاندې یې د پانګوالو له څېرو په ښه توګه پرده پورته کړه. هغه دولتونه چې اوس د کورونا په اور کې سوځي، وړاندې یې هڅه وکړه چې خپل خلک ترې بې خبره وساتي، څو د هغوی تولیدي کمپنۍ او سوداګریز بازارونه بند نه شي؛ خو ورځ تر بلې کرونا وېروس خلک له لویې غمیزې سره مخ کړل. په داسې بڼه چې هره ورځ د سلګونو انسانانو ژوند اخلي. راپورونه څرګندوي چې د چین چارواکي د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر له میاشتې وړاندې د دې وژونکې ناروغۍ پر واقعیت ښه خبر و، خو د چین او نړۍ خلک یې پر دغه واقعیت نه خبرول. د ۲۰۱۹ م کال تر وروستیو او پر دغه وېروس د ډېر شمېر  کسانو تر اخته کېدو وروسته د یادې ناروغۍ پر شتون اعتراف وکړ. هغه وخت د «شانګ وي وانګ» په نوم یو چیني ـ امریکایي خبریال وویل، چینایي چارواکو په ووهان کې د سمندري خوراکي توکو بازار د جنوري تر میاشتې رخصت کړ.

کله چې رسنیو پر دغه وېروس د اخته کسانو شمېر پیدا کړ، دولت د دې ناروغۍ پر شتون اعتراف کولو ته اړ شو، خو هغه وخت خبره تر خبرې تېره وه. د دغه ویروس په اړه څېړنې ښيي چې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د ډېر عمر کسانو ته زیات ګواښ پېښولی شي. نو پر همدغه اساس که غربي هېوادونو ته په سطحي نظر هم وګورو، دې پایلې ته رسېږو، چې هلته ډېری رهبران، سیاستوال، پوهان او پانګوال د ډېر عمر دي، عمرونه یې تر ۶۰ کلنۍ اوړي. د دغه وېروس پر وړاندې د مبارزې چیغې او شورماشور ځکه نړۍ په سر اخیستې، چې تر ډېره همدغه عمر خوړلي کسان د کرونا وېروس له ګواښ سره مخ دي. که د نړۍ حالت همداسې روان وي، انشاء الله چې ډېر ژر به ټوله نړۍ، په نړیواله کچه د پانګوالۍ نظام د نسکورېدو شاهده وي. په هغه صورت کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژمنې سره سم اسلامي نظام د بدیل په توګه ځای پر ځای شي.  

پر دې اساس له کرونا وېروس سره د غرب مبارزه او مخنیوی د پانګوالي نظام ساتل دي، نه انسانان. څنګه چې د «پایننشیل ټایمز» د راپور پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۲۰ م کال د مارچ پر ۲۷مه د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ۲.۲ تریلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو لایحه لاسلیک کړه. د کرونا وېروس خپرېدو له امله د سترو شرکتونو او نړیوالې سوداګرۍ په ټپه درېدل د پانګوالي نظام سیسټم سخت اغېزمن کړی دی. همدا سرچینه راپور ورکوي، چې د امریکا ډېری ښارونه اوسمهال قرنطین دي او تېره اونۍ درې میلیونه امریکایانو شکایتونه کړي وو، چې هغوی د رخصتیو په وخت کې خپل معاشونه او امتیازات نه دي اخیستي. تر دې چې د تکزاس ایالت والي دڼ پټریک له فاکس نیوز خبري چینل سره په خبرو کې وویل: «د دې پر ځای چې کویډ ۱۹ د امریکا اقتصاد نسکور کړي، غوره دا ده چې ډېر عمره خلک نور مړه شي.»

په غرب کې دا ډول څرګندونې د لویې غمیزې نندارې ته اېښودل دي، چې اصلاً د سیاستوالو، پانګوالو او د اوسني نظام رهبرانو ته د انسانانو ژوند هېڅ ارزښت نه لري. ځکه هغوی ته د پانګوالي نظام د موټر تر ګرځېدو،د لویو کمپنیو تر ودې او د عوایدو له ډېرېدو پرته بل څه ارزښت نه لري. خپلو موخو او پلانونو ته د رسېدو لپاره له عامو خلکو د سیاسي ابزارو په توګه ګټه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام د پانګوالۍ نظام سرچپه په داسې بیړنیو حالاتو کې له انسانانو سره بشپړ بېل چلند کوي. اسلام په هېڅ ډول هغه ګواښ چې انسانانو ته متوجې وي، نه یوازې دا چې هغه نه پټوي، بلکې د داسې ناروغۍ او ګواښ پر وړاندې د انسانانو ساتنه کوي؛ ځکه اسلام له انسانانو سره انساني تعامل کوي. که اسلامي دولت وای، دغه وېروس وړاندې تر دې چې په ټوله نړۍ کې خپور شي، هغه یې هملته خنثا کاوه او دغه امر یې هغې سیمې ته په نه سفر او د هغې سیمې په پرېښودو سره تنظیماوه. څنګه چې د اسلامي دولت لومړیتوب د مسلمانانو د وینې ساتنه او د بشر د ژوند ژغورل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَ مَنٌ أَحٌیَاهَا فَکَأنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیعًا)
«سوره المائده: آیه ۳۲»
ژباړه: څوک چې یو انسان له مرګه وژغوري، داسې مانا لري لکه ټول خلک یې چې ژغورلي وي.

په وروستیو کې دا ویلی شو، چې کرونا وېروس به په خپل راتګ د بې بصیرته انسانانو سترګې پرانیستې وي او د پانګوالي نظام اصلي بڼه یې ښه پېژندلې وي. ځکه دغه بشري نظام په سختو حالاتو کې هم د خپلو ګټو او اقتصادي ودې په هڅه کې دی. د غربي پانګوالو ناوړه څېرې په دغه حساس وخت کې په داسې حال کې خلکو ته ښکاره شوې، چې هغوی تر هر څه وړاندې د خپل اقتصادي سیسټم د ساتلو په تړاو فکر کوي. اسلام بیا داسې نظام دی چې په دونیا او اخرت کې د انسان د خیر او نېکمرغۍ په اړه فکر کوي.

لیکوال: مسلم «بغلاني»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

 

د مطلب ادامه...

الازهر د مسلمانانو لپاره کومه باوري مرجع نه ده، ځکه دوی د مصر فرعوني نظام ته د وفادارۍ له لارې د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر نه پلي کېدو باندې غلي دی

  • خپور شوی په پاکستان

الازهر په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د پاکستان د جمهور ریس ډاکتر عارف علوي په غوښتنه د جمعې د لمانځه د ځنډولو فتوا خپره کړه. جمهوریس د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۵ مه د ټویټ له لارې وویل: «زه د الازهر له لوی شیخ او عالي شورا څخه مننه کوم چې زما شخصي غوښتنې ته یې ځواب راکړ او موږ ته یې د کرونا ویروس د شتون تر وخته په مسجدونو کې د فرض جماعت او د جمعې د لمانځه په اړه لارښوونه وکړه.»

الازهر په خپره شوې فتوا کې د جمعې د لمانځه لغوه کول واجبي بللي او د هغې دلیل یې د مسجد څخه د هغه کس ممانعت بللی چې له خولې څخه یې د پیازو او هوږې بوی ځي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

ژباړه: او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې د الله سبحانه وتعالی په عبادت ځایونو «مسجدونو» کې د الله سبحانه وتعالی د نوم اخیستنې منع کوي او د هغه د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک ددې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو «مسجدونو» کې قدم کېږدي او که ور هم شي نو سخته وېره به ورسره وي. ددوی لپاره په دنیا کې رسوایي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

[بقره:۱۱۴]

اوس پر کوم نظر باور وشي!؟ د الازهر پر نظر چې مسجد ته د تګ پر ممانعت باندې یې یو دروغجن دلیل «د مونځ کوونکي د خولې بد بوی» بللی او یا هم د الله سبحانه وتعالی پورتنی ایات چې د لمر په شان روښانه دی!؟ ایا الازهر  او هغه څوک چې د دغه فتوا د ترلاسه کولو په هڅهکې دي فکر کړي چې امت له علماوو بیخي محروم دی؟ په داسې حال کې چې یوازېخپله پاکستان کې زیات شمېر علما موجود دي. ایا دا جواز لري چې له یوې داسې ادارې فتوا واخیستل شي چې د وخت د فرعون «السیسي» په چوپړ کې ده!؟ موږ به څنګه له یوې داسې ادارې څخه د دین په اړه د امن او ځیرکتیا تمه ولرو څوک چې له هغه واکمنانو څخه ملاتړ کوي چې دین ته ضرر رسوي. هغه اداره چې د الله سبحانه وتعالی د هغه احکامو پر نه پلي کېدلو باندې غلې ده چې الله سبحانه وتعالی د الکینانه (مصر) په هېوادکې نازل کړي دي، هغه اداره چې تل یې د الله سبحانه وتعالی د کتاب «قران» او د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو خلاف فتواګانې خپرې کړې دي. د مثال پر ډول هغه فتوا چې د ښکېلاکګر یهودي دولت سره یې د کېمپ ډېوېد د تړون اجازه ورکړه، هغه فتوا چې د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې یې د یهودیانو د حق پر رسمیت پېژندلو اجازه ورکړه، هغه فتوا چې د سود «ربا» اجازه په کې ورکړل شوې، هغه فتوا چې اوسني حاکم غیر اسلامي نظامونو ته په کې مشروعیت ورکړل شو ....او داسې نورې!؟ نو پر داسې یوه فتوا څنګه باور وشي چې د قیاس په اساس رامنځته شوې وي په داسې حال کې چې په عبادت کې قیاس ته هېڅ اجازه نه ده ورکړل شوې!؟ ایا الازهر او د پاکستان ولسمشر فکر کړي چې دغه فتوا به د پاکستان خلک او علما په پټو سترګو ومني!؟ په حقیقت کې دا د ریښتینو علماو پر ذهن او فکر د ملنډو وهل دي.

اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان ریس جمهور غواړي چې د مسجدونو پر تړلو سره د خلکو روغتیا ته د پاملرنې په اړه د دولت بې پروایي او ناکامي پټه کړي. دولت د کرونا ویروس تر راتګ وړاندې خلکو ته د روغتیایي سهولتونو په برابرولو کې پاتې راغلی وو. رژیم په عادي حالاتو کې هم د خلکو د درملنې وړتیا نه لري او دا ډول ستونزمن حالات خو د دوی لپاره بلکل استثنا دي! ګرزبندیز او د مسجدونو تړل په دې موخه ترسره کېږي ترڅو خلک د رژیم د ماتې او اداري فساد له بله اړخه بې خبره وساتل شي.که چېرې رژیم د الله سبحانه وتعالی په کتاب کې هغو احکامو ته اهمیت ورکولی چې د مسجدونو د تړلو د ممانعت په اړه راغلي دی نو دوی به د دغې موضوع په اړه ژور فکر کړی وی. که په حقیقت کې دوی له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېدلی نو داسې ګامونه به یې پورته کړي وو چې پر ناروغۍ باندې د لمونځ کوونکو د اخته کېدلو مخه پرې نیول شوې وی. لکه د اوږدو صفونو او د هغې تر شا صفونو ترمنځ د فاصلې مراعاتول، د معیاري ماکسونو وېشل، د جمعې د خطبې لنډول او د لنډ وخت لپاره سپین ږیري او ناروغان له مسجد څخه لرې ساتل... او داسې نور.

مسجدونه د الله سبحانه وتعالی کور دی او څوک چې شفا او علاج غواړي نو له الله سبحانه وتعالی څخه یې د وغواړي ځکه هغه یوازینی شفا ورکونکی دی. د ناروغۍ او مصیبت په وخت کې تر ټولو ښه لاره د الله سبحانه وتعالی کور «مسجد» ته رجوع کول دي. هلته موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو ترڅو مو له درد او مصیبت څخه وژغوري. د مسجدونو تړل که د یوې ورځې لپاره هم وي هغه ګناه ده چې له نورو ګناهونو سره مو یو ځای کېږي ځکه په مسجدونو کې موږ تر هر بل وخت الله سبحانه وتعالی ته ډېر نیږدې کېږو او هغه ته توبه کوو.

 هو هغه څه چې تر دې هم موږ ډېر الله سبحانه وتعالی ته نېژدې کوي د نبوت پر منهج باندې د خلافت د تاسیس په موخه کار کول دي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي احکام پلي شی، په دې ډول به الله سبحانه وتعالی له موږ څخه راضي شي او موږ به د ټولو دردونو او مصیبتونو څخه په امن شو. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دی:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړې دي، ښایې چې دوی الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي.

[روم:۴۱]

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د کرونا (COVID-19) ویروس خپرېدل واکمنانو ته دا په ډاګه کوي چې د مرستې او هدایت لپاره الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي

  • خپور شوی په پاکستان

کرونا ویروس په پاکستان کې ځکه په چټکۍ سره خپرېږي چې په دغه ویروس اخته کسان پرته له دې چې  پوه شي د کرونا ناروغي لري له نورو کسانو سره په تماس کې کېږي، علت دادی چې د دغه ویروس اصلي نښې ډېر وروسته د انسان په وجود کې را څرګندېږي. که څه هم پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو زیات شمېر به په خپلو کورونو کې بېرته روغ شي او دوی به یوازې یوه ډېره ساده ناروغي تېره کړي، خو ډېره لږه برخه ناروغان چې له وړاندې د سږي ناروغي لري دې ته اړتیا لري چې په روغتون کې تر هر اړخېزې طبي درملنې لاندې ونیول شي.

ددغې ساري ناروغۍ د خپرېدو وېرې ته باید پاملرنه وشي تر څو د وېرې د سټرس او روحي فشار د ډېروالي او د غیر ضروري طبي خدماتو د کارونې مخنیوي وشي ځکه دا ډول کړنې د ناروغیو پر وړاندې د انسان د معافیت سیستم کمزوری کوي. دا د مسلمان حاکم مسولیت دی چې دولتي چارواکو، رسنیو او عالمانو ته دنده ورکړي چې په ټولنه کې د غوره اسلامي مفاهیمو د بیانولو له لارې په خلکو کې د حوادثو پر وړاندې زغم او صبر را ژوندی کړي. مسلمانان باید د خپل تسکین لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه دعا او مغفرت غوښتلو ته راوبلل شي، صدقه ورکړي او په یاد ولري چې د هرې ستونزې او زیان په خاطر به په اخرت کې اجر ترلاسه کوي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلاَ وَصَبٍ وَلاَ هَمٍّ وَلاَ حُزْنٍ وَلاَ أَذًى وَلاَ غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ»

ژباړه: هره ستونزه، ناروغي، اندېښنه، خفګان، درد، او غم چې مسلمان ورسره مخ کېږي حتی هغه که د اغزي درد هم وي الله سبحانه وتعالی به یې په مقابل کې ځیني ګناهونه ورته وبخښې.

(بخاري)

مسلمانان باید په یاد ولري چې د مرګ اصلي سبب د ژوند پای (اځل) دی چې د الله سبحانه وتعالی له خوا ټاکل شوی دی. انفلونزا، حصبه، ملاریا او کورونا یوازې هغه شرایط او احوال دي چې مړینه په کې پېښېږي.

د ناروغۍ د خپرېدو په اړه د رژیم بې پروایي تل د زیانمنېدلو سبب شوې ده. دوی له اېران څخه راغلي په ناروغۍ اخته او روغ کسان په ټول پاکستان کې په خپلو کورونو کې ازاد پرې ایښي دي چې همدا د ناروغۍ د چټک خپرېدلو سبب شوی دی. دوی هېڅ زده کړه نه کوي، دوی حتی له ناروغو کسانو څخه نورو ته د ناروغۍ د لېږد په موخه پوره هڅه نه کوي. پر مسلمان حاکم باندې دا لازمي ده چې د لویو احتمالي ناورینونو پر وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

ژباړه: د ضرر د رسولو یا ضرر د راستنولو سبب مه جوړېږئ.

(ابن ماجه)

او رسول الله صلی علیه وسلام فرمایي:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحِّ»

ژباړه: د احتیاط په موخه له ناروغ کس سره روغ کسان مه پرېږدئ.

(بخاري)

اسلام امر کړی چې ناروغ کس باید له روغو کسانو څخه بېل شي او هغو کسانو ته باید جدي پاملرنه وشي چې د ناروغیو پر وړاندې یې معافیتي سیستم کمزوری وي؛ لکه هغه ډېر عمر لرونکي کسان چې له وړاندې د سږو ناروغي لري، د دوی  سالمې تغذیې او تمرین ته باید تر هر وخت زیات پاملرنه وشي.

د دا ډول جدي ناروغانو د درملنې په اړه د اوسني استعمار د روغتیایې سیستم بې پروایې اوس ټولو ته په ډاګه شوې ده. د دغه استعماري سیستم د بودیجې د لویې برخې لګښت د خلکو د روغتیا او د نورو چارو په تنظیم کې  نه، بلکې د سود پر اساس پورونو کې کېږي. استعماري نظام دا باوري کړې ده چې پاکستان به کله هم په خپل صنعت کې په ځانګړي ډول د ژوند ژغورنې طبي تجهیزاتو؛ لکه د سږو د ناروغانو لپاره د اکسیجن رسونکو ماشینونو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه نه کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«فَالإِمَامُ رَاعٍ، وَهْوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خپل رعیت ساتونکي دی او د هغوی پر وړاندې مسول دی.

(بخاري)

د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته موږ د هغو یتیمانو په څېر یو چې له سرپرست پرته په ډېر ناوړه وضعیت کې وي. دا زموږ مکلفیت دی چې له دغې ستونزې د خلاصون، د ناروغانو د روغتیا او د مسلمانانو د هغه ډال (خلافت) د بیا تاسیس کولو لپاره دعا وکړو چې موږ ۹۹ کاله وړاندې د رجب په ۲۸ مه له لاسه ورکړی وو. دا زموږ ټولو مکلفیت دی چې د هغه دولت د تاسیس لپاره کار وکړو چې الله سبحانه وتعالی یې راته امر کړی دی، هغه وخت به خوندي وو، روغتیایي اسانتیاوې به برابرېږي او د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلي الله علیه وسلم اطاعت به مو بشپړ کړی وي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د کورونا خپرېدل د پانګوالۍ او د پانګوالۍ د نظامونو له چټلیو څخه پرده پورته کوي

  • خپور شوی په کینیا

لکه څنګه چې نړۍ د کورونا له ویروس سره لاس او ګرېوان ده، کینیا هم د نورو حکومتونو په څېر د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي. په کینیا کې تر اوسه پر دې ویروس د اوو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوې او کومه د مرګ پېښه نه لري.

حزب التحریرـ کنیا غواړې لاندې ټکې روښانه کړي:

۱ـ د کوويډ ۱۹ خپرېدو د نړیوالو رسنیو ډېر پام ځانته اړولی او په خبرې رسنیو کې په دې اړه خورا ډېره وېره خوره ده. که رښتیا هم نړۍ له وبا سره لاس او ګرېوان وي، موږ باید په سوریه کې د نېږدې نهو کلونو جګړې د هېرولو پر ناروغۍ اخته نه شو؛ دا تر ټولو ويجاړوونکی بشري ناورین دی چې کابو ۷۰۰،۰۰۰ تنه یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. د سوریې رژیم دا ظم د امریکا او روسیې په مرسته ترسره کوي او رسنیو ته هېڅ خبري ارزښت نه لري!

۲ـ دا چې وقایه تر درملنې غوره ده، نو موږ له ټولنې څخه جدي غوښتنه کوو چې ژر تر ژره احتیاطي تدابیر ونیسي؛ لاسونه ومینځي او هغو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي چې هلته د دغې ناورغۍ پېښې ثبت شوې دي. اسلام پر لومړنیو تدابیرو نیولو ټینګار کوي او خپلو پیروانو ته د الله سبحانه و تعالی د ازمېیښت او امتحان مفهوم وړاندې کوي،. کله چې دا ډول پېښې، پېښېږي؛ د الله سبحانه و تعالی د امتحان په سترګه ورته وګورئ، چې په پایله کې د صالحانو لپاره رحمت او ځینو نورو ته -چې د الله تعلی خوښه وي- عذاب دی ...

«عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أَنَّهَا «سَأَلَتْ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الطَّاعُونِ، فَأَخْبَرَهَا أَنَّهُ كَانَ عَذَابًا يَبْعَثُهُ اللهُ تَعَالَى عَلَى مَنْ يشَاءُ، فَجَعَلَهُ اللهُ تَعَالَى رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنينَ، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ فِي الطَّاعُونِ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابرًا مُحْتَسِبًا يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ»

ژباړه:  «عایشه رضی الله تعالی عنها روایت کوي چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د طاعون  په اړه پوښتنه وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: طاعون یو داسې عذاب و چې الله سبحانه و تعالی به چاته وغوښتل پرې اخته کاوه یې، خو الله سبحانه و تعالی دا د مومنانو لپاره نعمت ګرځولی دی. څوک چې (د مومنانو په منځ کې) پر هغه ځمکه چې هلته رنځ رامنځته شوی دی صبر کوي او فکر کوي چې هغه هېڅ شی هم نه شي کولای مګر هغه څه چې الله سبحانه و تعالی وغواړي، الله سبحانه و تعالی به هغه ته د شهيد په څېر اجر ورکړي.» [بخاري]

د احتیاط او پاملرنې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: «که چېرته تاسو واورئ چې پر یوه ځمکه باندې طاعون راغلی، هلته مه ورځئ. که چېرته تاسو هلته وئ نو له هغه ځای څخه د باندې مه ځئ.»

۳ـ دا ویروس نوی پیدا شوی او درملنه یې هم ښايي څو میاشتې ونیسي. په هر صورت، دا مهمه ده چې د پانګوالۍ نظام پر څرنګوالي پوه شو، په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه نظام، دغو ناورینونو ته د پيسو لاسته راوړلو د سرچینې په سترګه ګوري. د درمل جوړولو د اوسني صنعت موخه یوازې د واکسینو له تولید او پلور څخه پیسې لاسته راوړل دي. دوی ته د واکسینو -چې اوږدمهاله اغېزه لري- په پرتله د دایمي ناروغیو درمل - چې هره ورځ اخیستل کېږي-  ډېره ګټه رسوي.

۴ـ د کووېډ ۱۹ ویروس په پایله کې د ډېرو هېوادونو د اقتصاد لړزېدل نه یوازې د پانګوالۍ ایډیالوژۍ کمزوري څرګندوي، بلکې د دغه ایډیالوژۍ د اقتصادي نظام کمزورتیا او ناکامي هم څرګندوي چې پخپله ناورینونه ډېروي. دا په حقیقت کې د غڼې کمزوري کور ته ورته ده! دا باید د پوهانو او عاقلانو سترګې پرانیزي چې د پانګوالۍ په له منځه وړلو سره د ریښتیني ایډیالوژيک بدلون لپاره کار وکړي او پر ځای یې اسلام حاکم کړي چې غښتلی اقتصادي نظام لري.

۵ـ اسلامي امت، چې کله له دې ناورغۍ سره مخ کېږي، باید پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړي او ورسره جوخت تدبیر ونیسي، درملنه او پاملرنه وکړي. پر الله سبحانه و تعالی توکل کول د مسلمانانو یو له سترو فضیلتونو څخه دي چې دوی له الله سبحانه و تعالی پرته له بل هېچا وېره نه کوي او په ژوند کې تل پر هغه سبحانه و تعالی توکل کوي.

۶ـ پر پرمختللې عصري ټکنالوژۍ سربېره، د خلافت دولت به وکولای شي داسې چاپېریال رامنځته کړي چې څېړنه او پرمختګ وده پکې وکړي. د درمل جوړولو کمپنۍ به تمویل کوي چې د درملنې لپاره د واکسینو جوړولو او څېړنو ته وده ورکړي. خلافت په روغتیایي برخه کې د دې لپاره پانګونه نه کوي چې ګټه او پیسې ترې ترلاسه کړي، بلکې دا د دولت مکلفیت بولي.  رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې چې عبیدالله بن محسوان الانصاري روایت کړی، فرمایي:

«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ مُعَافًى فِي جَسَدِهِ عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا»

«څوک چې سهار له خوبه پاڅي، په خپل ځای کې د ارامۍ احساس ولري، صحتمند وي او د همغې شپې او ورځې لپاره خواړه هم ولري، داسې دی لکه ټوله نړۍ چې له هر څه سره ورکړل شوې وي.» [ترمذي]

شباني موالیما

په کینا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

کرونا؛ د ډیموکراتیکو دولتونو ناسمې حللارې او اسلامي بدیلونه

  • خپور شوی په سیاسي

خلک او سياسي نظام د هر ناورين د حل لپاره حللارې له هغه مبداء یا ايډيولوژۍ څخه اخلي چې خلک او سياسي نظام پرې عقيده لري. مګر د کرونا نړيواله وبا په داسې حال کې افغانستان ته راغلې چې سياسي نظام يې پر ډيموکراسۍ او پانګواله ايډيولوژۍ عقيده لري او عام ولس پر اسلام او اسلامي حللارو. نو ځکه د ولس او نظام تر منځ د افهام او تفهيم ژبه ستونزمنه کيږي او کوم پیغامونه او حللارې چې دولت رسوي، خلکو ته عملي او حللارې نه برېښي. نو ځکه دولت له دغه وبا سره د خلکو له چلند څخه راضي نه دی او خلک هم د دولت له پاليسيو او حللارو څخه.

د کويډ ۱۹ نړيوالې وبا د خپرېدو په اړه د خلکو د وېرې فعال علاج ته اړتيا ده، ترڅو خلک په ټولنه کې خپله د وېرې د خورېدو سبب نشي او غير لازمو طبي خدماتو ته لاس وانه چوي، ځکه دا د دوی د بدن معافيت لا را ټيټوي. مګر دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې دولت، ولس، علماوو او رسنيو په ګډه د واحد اسلامي فکر، عقيدې او حللارو په توګه له ناورين سره چلند کړی وای.

له هر څه د مخه يې ټولنې ته پیاوړي او قوي اسلامي مفاهيم وړاندې کړي وای. هغه دا چې خلکو ته يې د دې فضا جوړه کړې وای چې کورونا يوه ويروسي وبا ده چې په ټولنه کې د نورو ناروغيو خلاف په ساري ډول خپريږي. دغه وبا په نړۍ کې د بشري نظامونو، وضعي قوانينو او د ضعيفو انسانانو د عقلي حللارو د تطبيق پایله ده، نو ځکه باید انسانان بېرته د الله سبحانه وتعالی لور ته، د هغه د را استول شوي دين (اسلام) حللارو ته رجوع وکړي او له اخلاصه ډکه توبه وباسي. ځکه په دې اړه الله متعال فرمايي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

[الروم: 41].

ژباړه: په وچه او اوبو کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی رجوع وکړي.

مګر دغه ناروغي د انسانانو د مړينې سبب نه ده، بلکې د مرګ سبب د يوه انسان د اځل د نېټې رارسېدل دي، چې هغه هم یوازې د الله متعال په علم او واک کې دی. او دا هغه څه دي چې په قرآن او سنتو کې په قطعي ډول ثابت دي. طاعون، وبا، کرونا او ... یوازې د مړينې حالات دي او بس. د افغانستان اکثره وګړي، پر دغه مفهوم باور لري، مګر نظام او حاکم چارواکي اصلا په ټولنه کې د دا ډول مفهوم پر خپرولو باور نه لري. حال دا چې یوازې همدغه مفهوم زموږ د ټولنې د معافيت پر لوړولو کې کافي رول ادا کولی شوای.

دې ته ورته دا فضا شوې وای چې وبا د پخوانيو امتونو لپاره عذاب و، مګر د اسلامي امت لپاره رحمت او شهادت دی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِراً مُحْتَسِباً يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

رواه البخاري.

ژباړه: داسې عذاب دی چې الله سبحانه و تعالی پر هر چا چې وغواړي نازلوي او الله هغه د مومنانو لپاره رحمت جوړ کړی هر څوک چې د طاعون د راتګ پر مهال په هماغه ځای کې پاته شي او صبر وکړي او پوه شي چې د الله سبحانه و تعالی له غوښتنې پرته بل څه نه پرې نازلیږي، هغه ته به د شهید اجر ورکړل شي.

مګر زموږ د حکومت او رسنيو په فرهنګ کې اصلا د اځل، صبر، رحمت او شهادت مفاهیم نه ترسترګو کيږي. بلکې هرڅه يې د کفري نړۍ پر تجربو او د نړيوال روغتيايي سازمان پر توصيو ولاړ دي. چې دا خپله زموږ پر ټولنه د الله سبحانه وتعالی د عذاب د نازلېدو او د عامو او خاصو انسانانو د هلاک کېدو سبب ګرځي. ځکه زموږ چارواکي زموږ په اسلامي عقيده او مفاهيمو باور نه لري، بلکې له الله سبحانه وتعالی سره يې د اړيکې پرځای له کفري دولتونو او کفري نړيوالو سازمانو سره اړيکه پیاوړې کړې ده او د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو پر ځای د کفارو لارښوونو ته تسليم شوي دي.

حال دا چې مسلمانان باید د الله سبحانه وتعالی لور ته د دعا، توبې، مسکينانو سره د مرستې، د مريضانو د علاج لپاره د صدقاتو راټولولو ته وهڅول شي او خلکو ته ورپه یاد شي چې په دنيا کې مسلمانانو ته د هر راز ضرر رسېدل په آخرت کې د هغوی لپاره د ستر اجر لامل دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلاَ وَصَبٍ وَلاَ هَمٍّ وَلاَ حُزْنٍ وَلاَ أَذًى وَلاَ غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا، إِلاَّ كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ»

رواه البخاري.

ژباړه: مسلمان ته د ستونزې، مصيبت، هم، حزن، ضرر، غم او آن د یوه اغزي داخلېدل د هغه بدن ته نه دي، مګر د دې لپاره چې الله متعال يې له ګناهونو څخه کموي. 

لازمه وه چې حکومت له لومړي سره له هغو هېوادونو سره خپل ځمکنی او هوايي تګ راتګ بند کړی وی او يا يې شفاف کړی وای چېرته چې د کويډ ۱۹ وبا خپره شوې وه. مګر دوی له دغه چارې سره ډېر بېباکانه چلند وکړ. آن خپل ولس ته يې په دوامدار ډول دروغ وويل او په هوايي ډګرونو، سرحدونو او ځانګړو شوو روغتونونو کې يې د لازمو تدابيرو تبليغات کول، خو اکثره يې ظاهري او دروغ وو. ترهغه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د خلکو په منځ کې ناروغي خپره شوه.  

دې ته ورته ټول هغه کسان چې افغانستان ته له بهره راتلل، باید له کافي معایناتو او څېړنو وروسته ټولنې ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې وای. په دې برخه کې هم غير شفاف او سليقوي چلند وشو. ځکه حاکم چارواکي د دغو کارونو لپاره لازم امکانات نه لري او څه يې چې د خلکو له جيبونو نه د مالياتو تر نامه لاندې غلا کړي وو، هغه يې ټول په ډيموکراتيکو ټاکنو کې د خپلو رقابتونو لپاره مصرف کړل.

همداراز په کورونو کې د قرنطين مسئله باید له لازمو، شرعي، معقولو، علمي او واقعي لارښوونو سره سم ترسره شوې وای. حال دا چې په دغه برخه کې افغان دولت د خپلو کافرو بادارانو څخه ړوند تقلید کوي او د نړيوال روغتيايي سازمان فشارونو ته له هر ډول معقولیت پرته تسليمېږي. ترڅو د الله متعال د رضایت او د خپل مسلمان ولس د خدمت او مصؤنيت پرځای د خپلو بادارانو رضایت ترلاسه کړي. نو ځکه وينئ چې په دې برخه کې د تدابيرو په لړۍ کې پراخ تناقضات او ستونزې ليدل کيږي.

د کويډ۱۹ وبا د مړينې کچې ته په کتو، د ټولنې تر ټولو زړو، ضعيفو او ناروغو انسانانو ته مرګ ژوبله پېښوي. په ماشومانو، ښځو او ځوانانو کې يې د مرګ ژوبلې کچه ډېره کمه ده. دغه واقعيت ته په کتو د نړۍ اکثره سیاستوال، پانګوال او د رسنيو خاوندان د دغه وبا د مرګ تر تهدید لاندې دي، نو ځکه هغوی د ځان د ساتنې لپاره داسې تدابير نيسي چې ګڼې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او اخلاقي ستونزې رامنځ ته کوي او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب کيږي. نو ځکه ستر ناورين له کورنا څخه نه، بلکې د کافرو، ظالمو او لاسپوڅو چارواکو له غلطو تدابيرو او حللارو څخه احساسيږي او دا هغه ټکی دی، چې غربي چارواکي يې د ځان ساتلو په قيمت د کپېټلېستي ناورین سره مخ کړي او په ټولنه کې يې د توليد، توزيع او خدمتونو وړاندې کولو څرخ په ټپه درولی او د سهامو بازارونه سخت رالوېدلي، افرادو او شرکتونو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي. تر دې چې د پانګوالۍ وهمي ارقام، د بانک نوټونو ارزښت او ... هرڅه بربنډ شوي دي.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې باید د وړيا معايناتو خدمتونه تامين شوي وای. حال دا چې په دې برخه کې شوي اقدامات نه کافي دي او نه هم افغانستان شموله.

لکه څنګه چې زموږ په جګړه ځپلې خاوره کې د فقر، بې کارۍ او لوږې ستونزه ټول احساسوي، دولت باید خلکو ته لازمې مرستې رسولې وای او همداراز يې د ټولنې پر شتمنو کسانو غږ کړی وای او پر هغوی يې ټاکلې ماليه وضع کړې وای، ترڅو د شتمنو ترڅنګ د بې وزلو د ژوند د چارو سرپرستي هم په ښه توګه ترسره شوې وای.

خلکو ته باید د پاک کولو او وينځلو وسايل په وړيا توګه وېشل شوي وای، په ځانګړي ډول د هغو کورنيو لپاره چې هغوی يې د اخيستلو وړتيا نه لري.

پر سوداګرو باندې احتکار د یوه حرام عمل په توګه منع شوی وای، ترڅو د وبا تر نامه لاندې يې د خلکو له جيبونو څخه پاتې پيسې نه وای غلا کړې. خو دا ټول هغه وخت ممکن وو چې زموږ نظام اسلامي وای او چارواکو مو پر اسلامي حللارو باندې عقيده درلودای. ځکه اسلام د يوه مکمل دين په توګه زموږ دا ډول ناورینونو ته هم کافي حللارې لري. آن تر دې چې اوس یو شمېر غربي مفکرين او متخصصین د نړۍ په لويو ورځپاڼو کې د هغو يادونه کوي. د بېلګې په توګه ډاکټر کريګ کونسيډين نيوزويک ته په یوه لیکنه کې ليکلي وو چې پيغمبر محمد «لومړنی» کس و چې د وبا پرمهال يې روغتيايي بېلوالی او د شخصي نظافت ساتلو تجويز ورکړی دی.

ځکه بخاري په خپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زید او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یوه ځمکه کې طاعون رامنځته شو هغې ځای ته مه ځئ او کله چې په داسې ځای کې اوسېدئ چې طاعون رامنځته شو، له هغې څخه بهر مه ځئ.

نو دا د دولت دنده ده، چې د دا ډول ناروغيو پر مهال د خلکو فکري او رواني وضعيت د اسلام پر بنسټ ثابت وساتي او عملا د ناروغۍ د رامنځ ته کېدو ځای قرنطين کړي او د هماغه سيمې اوسېدونکي اړ کړي، ترڅو هم هلته پاتې شي او دې ته ورته د نورو سيمو اوسېدونکو ته اجازه ورنه کړي چې په وبا اخته سيمې ته لاړ شي. چې دا چاره نه چين دولت، نه نورو دولتونو او نه هم افغان دولت ترسره کړه. ځکه دغو ټولو ته د خلکو د ژوند په پرتله مادي ګټې او سياسي رقابتونو اهمیت درلود.

دا يوازې اسلامي دولت دی چې خپل مسوولیت به د الله سبحانه وتعالی د رضايت لپاره، د خلکو د چارو په سمه سرپرستۍ سره، د بشپړ اخلاص په ترڅ کې درک کوي او په امانت دارۍ سره به خلکو ته لازم خدمات رسوي. ځکه دولت شرعا مکلف دی چې ټولې روغتيايي اړتياوې، خدمات او درمل په وړيا توګه خپلو اتباعو ته ورکړي. دا مهال به د ناروغانو لازمه درملنه کيږي او سالم کسان به هم د جمعې لمونځ، هم نور فرض لمونځونه په جماعت ادا کوي او د حج او عمرې چارې به هم پر مخ بيايي او په عادي توګه به ټولنیز او اقتصادي ژوند د مخکې په شان پر مخ روان وي. نه دا چې د عامه او اقتصادي ژوند په درولو سره به روغتيايي ناورين په ستر بشري ناورين بدلوي. هغه مهال به خليفه، والي، د کور مشر او بل هر مسوول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث شریف چې «کُلکُم رَاعٍ او یا فَالإِمَامُ رَاعٍ، وَهْوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» رواه البخاري. چې هر یو ستاسو مسوول دی او یا امام هغه راعي دی چې د خپل رعيت مسوولیت لري. پر بنسټ عمل کوي. نو له اسلامي نظام پرته زموږ چارې د راعي (شپانه) په لاس کې نه، بلکې د لېوانو په واک کې دي او د هر ناورين پرمهال چې خلک ګورې، لکه یتيمان، چې له هرې دروازې شړل شوي او رټل شوي دي. نو دا د ټولو مکلفیت دی چې د دغو لاسپوڅو نظامونو حقيقت درک کړي او د هغوی د راپرځولو او پر ځای يې د اسلامي نظام د تاسيسولو لپاره په ګډه مبارزه وکړي. حزب التحرير ستاسو په منځ کې د مخلص لارښود په توګه مبارزه کوي او خپل اهل (امت) ته هېڅکله دروغ نه وايي؛ نو راپورته شئ، هم د کورونا د ناورين پر وړاندې يو بل ته لاس ورکړئ او هم د اسلامي نظام د تاسيس لپاره، ترڅو له اوسني ناوړه وضعيت څخه ووځو او د رب العالمين رضايت ترلاسه کړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير ولایه-افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

زموږ د ماشومانو برخلیک به څه ډول شي؟

  • خپور شوی په سیاسي

  (ژباړه)

 ځوانان لوړو هیلو ته اوږه ورکوونکي، خطر منونکي او نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوونکي دي. دوی د هر ملت هیلې او د هرې ټولنې د تغییر او پرمختګ لامل دي. خو پوښتنه دا ده چې زموږ ځوانان ولې داسې دي؟

ځکه ځوانان په واقعیت ډېر ژر پوهېدای شي. ځوانان خپلو ځانګړنو، په دې برخه کې توانمند کړي دي. چې کله ځوانان د ماشومتوب له پړاو (هغه پړاو چې د ژوند د امورو په تدبیر او زده کړه کې پر کورونۍ او معلم تکیه کوي) څخه راوځي، نو دوی په دغه پړاو کې داسې احساس کوي، چې خپل ټول مسوولیتونه پر غاړه واخلي او نور پر چا تکیې ته اړتیا نه لري. دوی په دغه وخت کې ژوند او ټولنې ته د څېړونکي په سترګه ګوري او غواړي په ژوند کې خپل رول ولوبوي.

ځوانان تل د داسې موکې په لټه کې دي، چې له هغې په ګټه اخیستنې خپلو موخو او لوړو هیلو ته ورسیږي. هر هغه څه چې د دوی پر لار خنډ شي، پر وړاندې یې دریږي. ځوانان د هرې هغې غونډې او خوځښت په سر کې وي چې د بدلون لامل ګرځي او خلک د ترخو واقعیتونو پر وړاندې راپورته شوي وي. دغه راز دوی په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي. ځوانان داسې څه نه لري، چې له لاسه یې ورکړي او پر هغې زیانمن شي او یا یې وژړوي. د ځوانانو واقعيٍ زیان د هغوی په خاموشي او د هغو چانسونو په نشت کې دی، چې د تحرک او پرمختګ اجازه ورکوي.

د ټولو نظامونو او سیاستوالو اندېښنه ځوانان دي، ځکه ځوانان د ټولو پلانونو او پروژو پلي کوونکي دي، د دوی لوړ خیالونه، قربانۍ او ... هېڅ پوله نه پېژني.

ممکن داسې پوښتنه درته پیداشي چې دا دومره سریزه د څه لپاره ده، په داسې حال کې چې د مقالې عنوان «زموږ د ماشومانو برخلیک به څه ډول شي؟» دی.

په ځواب کې باید ووایو: اوسمهال امت په تر ټولو ناوړه حالت کې دی، نو باید درد او د درملنې سرچینه یې وپېژني. اوس امت پر دې پوه شوی چې د دې بدمرغه ژوند لامل حاکمه سیاسي طبقه ده. هغه طبقه چې امت په داسې نظامونو مدیریت کوي، چې پرمختګ ونه کړي او د نهضت مخه یې ونیسي. ځکه دغه طبقه د غربي ښکېلاکګرو کفارو مزدوره ده، د امت دولت یې له منځه یووړ او له ډېر وخته یې د اسلامي خاورو هېوادونه استعمار کړي دي. وروسته ښکېلاکګرو د دولتونو څېرې او تش په نامه خپلواک دولتونه جوړ او د امت بچیانو ته یې ورسپارلي دي. هغو کسانو ته چې په غرب او د هغوی په پرمختګ میین دي، پل یې د هغوی په پله اېښی، فکر کوي دوی به هم د غرب پشان مادي پرختګ تر لاسه کړي. سره له دې چې څو څو ځله یې ټینګار کړی چې لار یې سخته ده؛ خو بیایې هم دغې لارې ته دوام ورکړی او دا ستونزمن کار یې تر هغې ښه بللی چې دوی ته عزت وربښي.

دغه فاسده طبقه، چې د امت له قضیو سره یې خیانت کړی، د دوی د فساد بوی د زغملو نه دی او امت ترې ناهیلی شوی دی. هغه څه چې د غرب په واک کې دي او د هغې په وسیله یې امت له بېدارۍ او نهضت څخه منحرف کړی، هغه وسله ده چې د نشتون په صورت کې یې هېڅ ډول نهضت شونی نه دی. دا وسله هغه ځوانان دي چې د خپل امت لپاره اخلاص لري، د خپلې قضیې پر ارزښت پوه شوي او پر خپل رب او د هغه پر رسول باور لري. که دا طوفان ولګېد استعمار او مزدوران به یې ټول له بېخه وباسي او هېڅ نښه به یې پرېنږدي. غرب تل د امت دغه ژوندۍ برخه مهاروي او د خپلو فاسدو حاکمانو حاکمیت زیاتوي، تر څو د امت پر ظرفیتونو او شتمنیو واکمن واوسي.

له ډېره وخته د امت د ځوانانو د ضایع کولو هڅې روانې دي، خو وروستیو انقلابونو پر غرب او ملګرو یې تور داغ کېښود. ځکه دوی د امت د ځوانانو د ذهنونو په فاسدولو نتیجې ته ونه رسېدل. د امت ځونان په ډېر سرعت راویښ شوي، خپله قضیه او د غرب هغه دسیسې یې پېژندلي، چې د دوی او د امت پر وړاندې یې جوړې کړي دي.

غرب بیا هم خپلې دسیسې پراخه او بنسټیزې کړي، خو اوسمهال د ځوانانو اسلامي فکري قاعده قوي شوې، که دښمن یې وهم غولوي، ډېر ژر دغه قاعده پکې راژوندۍ کیږي، راویښوي یې او په ډېر ډاډ سره د خپل دین لپاره راپورته کیږي. که ځوانان له ماشومتوبه په قوي فکري قاعده نه وي روزل شوي، نو په داسې حال کې دوی هغه ژور مفاهیم نه لري چې بېرته یې د حق لارې ته راوګرځوي. اوسنیو فرېبونو د امت ټولې کړۍ نیولي او په ټول توان یې په هر ډګر کې د معصومو ماشومانو سلیم فطرت موخه ګرځولی دی.

ټولې هغه تعلیمي برنامې یې لرې کړي، چې د ماشومانو عقیده اسلامي کوي او په بدل کې یې کفارو داسې شیان ځای پر ځای کړي چې مسلمانانو ته یې خپل دین مخشوش کړی دی. لکه، د دینونو د یووالي مفکوره، په دیني برخه کې یو د بل منل او له نورو سره جوړجاړی. د ماشوم حقونه، جنسي هویت او ... .

د فرهنګي او غیر تعلیمي مرکزونو له لارې بې منهجه برنامې، دغه راز د انټرنېټي سایټونو او ټلوېزیونو له لارې د بې حیایۍ برنامې خپرول او داسې لارې یې ورته رامنځته کړې چې د غرب ژوند ښه ورته وښیي.

د ماشومانو تر ټولو ښه غېږه، د اسلامي مفاهیمو لومړنی مرکز او لومړۍ معلمه، مور یې موخه ګرځولې ده. میندې دې ته تشویقوي چې له کوره ووځي او خپل ماشومان وړکتون ته واستوي. په داسې حال کې چې پلرونه یې د روزۍ او عصري ژوند د امکاناتو برابرولو په خاطر ټوله ورځ له کوره بهر بوخت وي. خو یو وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې عبیدالله بن محص انصاري روایت کړی، د هر مسلمان شعار ګڼل کېده:

«من أصبح منکم آمنا فی سربه، معافی فی جسده، عنده قوت یومه فکأنما حیزت له الدنیا بحذافیرها»

(ترمذی)

ژباړه: هغه څوک چې سهار له خوبه راپاڅي، په خپل ځای کې د ارامۍ احساس ولري، صحتمند وي او د هماغه شپې او ورځې لپاره خواړه هم ولري، نو داسې دی لکه ټوله نړۍ چې له هر څه سره ورکړل شوې وي.

هر هغه پلار چې د خپلې کورنۍ لپاره یې امکانات نه دي برابر کړي، ظالم او کلک زړی بلل شوی، چې د خپلو زامنو ژوند یې تباه کړی او په ځینو مواردو کې د هغه پر وړاندې راپورته شوي او واک یې ترې اخیستی!     

په دې ډول زموږ ماشومان له موږ پردي کوي او فاسدوي یې. نه یې پرېږدي له هغوی څخه داسې ځوانان جوړ شي، چې د خپلې کورنۍ او امت لپاره د خیر او زیریو لامل وګرځي. غواړي زموږ له ماشومانو داسې ځوانان جوړ کړي چې په نړۍ کې له عیش او خوشګزرانۍ پرته بل څه ونه پېژني. د نهضت وده نه غواړي، غواړي چې د چارو واک د کم عقلانو او ځان پلورونکو په لاس کې وي، تر څو امت تل د خپل ځان تابع او ذلیل وساتي. په داسې حال کې چې پخپله هم هر څه ولري، خو بیا هم د دښمنانو ته لاس ونیسي؛ یوازې د وضعي نظامونو په حاکمیت راضي شي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی داسې الهي نظام را استولی چې د ژوند ټولې برخې رانغاړي او د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ لامل ګرځي.

دا د هغه امت کیسه ده، چې ماضي او حال یې لوټ شوي او تل یې ځواکمنې ارادې د دسیسو ښکار ګرځېدلي دي. دښمنان غواړي چې د امت لاسونه تل تړلي وي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې یې ځوانان له لاسه ورکړي شیان ترلاسه نه کړي، ماشومان فاسدوي.

اې تر ټولو غوره امته! اې هغه کسانو چې الله تعالی د تر ټولو غوره امت او بشر ته د هدایت کوونکو لقب درکړی، د غفلت له خوبه راویښ شئ او خپله کمپله درنه لرې کړئ. دا نه وایم درته چې د خپلو ماشومانو چټل او خطرناک مفاهیم اصلاح کړئ، ځکه یوازې د دغو مفاهیمو اصلاح کول د هغو دسیسو لپاره بسنه نه کوي چې ستاسو او ستاسو د ماشومانو لپاره جوړې شوي دي. زه دا نه وایم چې د دغه حالت پر وړاندې، چې ستاسو ماشومان یې فاسد کړي، قیام وکړئ، زه وایم د خپل مسیر د اصلاح په موخه راپورته شئ، داسې یوه شفا ورکوونکې درملنه وګورئ، چې دغه فاسد حالت له منځه یوسي. له یوه ځواکمن دولت پرته هېڅکله نه شئ کولی چې د استعمار او د هغه د ویجاړوونکو دسیسو پر وړاندې ودرېږئ او د خلافت له دولت پرته به بل هېڅ داسې ځواکمن دولت ونه مومئ. موږ ولیدل چې له سنجونې او تیاري پرته انقلابونو موږ کوم ځای ته ورسوو او په څه ډول دامونو کې یې راګیر کړو، هغه څه چې هر چا نه شوای لیدای. په داسې حال کې چې هره ورځ د الله سبحانه وتعالی دا خبره وایو او ښکاره شعار مو دی:

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾

[المنافقون: 8]

ترجمه: عزت خو د الله، د هغه د پیغمبر او مومنانو لپاره دی؛ خو دغه منافقان نه پوهېږي.

له شک پرته الله سبحانه وتعالی رښتیا وایي،  خو عزت، کرامت، د خپلو زامنو ملاتړ مو او هغه څه چې له موږ څخه اخیستل شوي تر هغه به یې تر لاسه نه کړو، تر څو چې د خلافت د بیا تاسیس په وسیله بیا اسلامي ژوند پیل نه کړو. هغه دولت چې د ټولو عامه مسلمانانو ریاست پر غاړه لري. ټول مسلمانان تر یوه بیرغ لاندې راټولوي، کارونه یې تنظیموي او د عزت او دبدبې ملاتړ یې کوي. غضب شوې سیمې بېرته نیسي، د دښمنانو په زړونو کې وېره اچوي چې زموږ په ژوند کې مداخله ونه کړي او خپلې غوښتنې پر موږ ونه تپي.

اې تر ټولو غوره او تر ټولو ښه امته! رهبري مو حزب التحریر ته ورکړئ. هغه حزب چې خپل خلک یې نه دي ناهیلي کړي او یوازینی حزب دی چې کولی شي خلک خپلو موخو ته هدایت کړي. هغه حزب چې د تاسیس له وخته یې خپله موخه او لاره مشخصه کړې ده. رهبرانو او شبابو یې په ډېر زغم ارام ژوند قرباني کړی او په بدل کې یې په زندان، شکنجه او له خپلې کورنۍ لرې ژوند انتخاب کړی دی. ډېری ځوانان یې د ښکېلاکګرو او د هغوی د مزدوران په لاس شهیدان شوي دي، خو هېڅکله له خپلې لارې نه دي اوښتي. خپل زغم ته یې دوام ورکړ، تر څو چې زغم یې رنګ راووړ. اوس خپلې موخې ته ډېر نیږدې شوي او ډېر ژر به د الله تعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیري ته ورسیږي. نور به د خلافت راګرځېدل او د امت لپاره اسلامي ژوند خیالي نه وي. ځکه دا اوس د هر مسلمان د زړه هیله ده او ورته سترګې په لاره دي. خو هغه څه چې د خلافت د تاسیس لپاره کم دي، هغه دا دي چې امت باید خپله واقعي رهبري وټاکي. داسې رهبري چې موخې ته په کتو خپل مسیر وپېژني. امت په سمه لاره برابر کړي. راشده خلافت امت له منځه تلو ژغوري او د ارامۍ او عزت پر لوري یې بیایي، هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې کولی شي.

﴿وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[التوبه: 72]

ژباړه: او تر هر څه زیات دا چې د الله رضا به ور په برخه شي، همدا ستر بری دی.

لیکواله: اسماء الجعبه

ژباړن: حبیب الله

 

د مطلب ادامه...

د خلافت بیا راتګ ولې د اوسني وخت تر ټولو مهمه اړتیا ده؟

  • خپور شوی په سیاسي

وستی اسلامي دولت د ۱۳۴۲ هـ.ق د رجب میاشتې پر ۲۸مه سقوط شو، چې په پایله کې یې مسلمانانو د نړۍ په کچه خپل سیاسي او فکري یووالی له لاسه ورکړ. دغه امر د دې لامل شو چې مسلمانان له فکري ـ سیاسي انحطاط او وروسته پاتې کېدو سره مخ شي. څنګه چې د اسلامي دولت تر نسکورېدو وروسته لودیځ هېوادونه (اروپا، شوري او امریکا) پر اسلامي امت واکمن شول او د ټوپک او کورنیو جګړو په وسیله یې خپل ارزښتونه او نړۍ لید اسلامي خاورو ته دننه کړ. له بل لوري، د غیر اسلامي ارزښتونو لکه د دولت ـ ملت مفکورې پراخوالی په اسلامي امت کې د فکري ـ سیاسي ژور درز او بېلتون راپیداکېدو لامل شو؛ چې اسلامي امت تر اوسه له سیاسي، فکري او ټولنیز کړکېچ سره مخ دی.

نړۍ د اسلامي دولت تر نسکورېدو وروسته د ډیموکراسۍ، پانګوالۍ او جمهوریت غوندې بشري نظامونو منګولو ته ولوېده، چې بشریت یې له بې مخینې ناورین او غمیزې سره مخ کړی دی. څنګه چې په غربي هېوادونو کې د داسې نظامونو پلي کېدل د دې لامل شوي، چې د انسانانو او الله سبحانه وتعالی تر منځ اړیکې پیکه شي. د دغو بشري نظامونو نشت ټول انسانان له ډول ډول رواني ناروغیو، د ټولنیزو اړیکو نه پاللو او د روحي ارامتیا له نشت څخه بې برخه کړي او ترې ځورېږي.

دې پدیدې په غربیانو کې تر دې کچې وده کړې چې هغوی یې دې ته اړ کړي، څو په بدیلې لارې غور وکړي او خپل ځانونه له دې بې شرمۍ څخه وژغوري. پر همدغه بنسټ، له عامو خلکو نیولې تر غربي پانګوالو او روڼ اندو، چې د دغه نظام په رحم کې رالوی شوي، نن ورځ د اوسني پانګوالي نظام د بنسټیز بدلون په هڅه کې دي. د هغوی له ډلې د یو امریکایي میلیاردر په وینا، چې پانګوالي نظام ښه پېژني او ژوند یې د همدغه نظام تر چتر لاندې تېر شوی، مارک بیني اف نومېږي. دغه میلیاردر د سلسفورس شرکت رییس دی، چې څه موده وړاندې یې له نیویارک ټایمز ورځپانې سره په خبرو کې داسې وویل: «د یو پانګوال او کپټلېسټ په توګه دې پایلې ته رسېدلی یم، څنګه چې تاسو هم پرې پوهېږئ او اړ یو چې اعتراف پرې وکړو؛ هغه دا چې پانګوالي یا سرمایه داري له دې وروسته له منځه وړل کېدو او مړینې سره مخ ده.» د حیرانتیا ځای خو دا دی چې لودیځوال او غربیان په اوسني نظام کې په ځواب ورکولو کې پاتې راغلي او د بدلون او تغیر په هڅه کې دي؛ خو مسلمانانو د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ یعنې پر دین منګولې لګول پرېیښي او د هغوی د ناوړه نظام پاللو په لټه کې دي.

مسلمانان نور باید پخپلو هېوادونو کې د پانګوالي نظام د اوسنیو بدبختیو لیدونکي نه شي. مسلمانان باید د دغو زهرو له شخوند وهلو ډډه وکړي او د الله سبحانه وتعالي پر رسۍ یعني دین باندې منګولې ټینګې کړي؛ ځکه د داسې نظام دوام په مسلمانانو کې د ژور درز راپیدا کېدو او له الله سبحانه وتعالی سره د هغوی د اړیکو پرېکېدو لامل کېږي. موږ وینو چې د غرب اوسنی نظام د بدبختۍ په کنده کې لوېدلی دی.

له بل لوري، وینو چې نه یوازې انسانان، بلکې ځمکه، اوبه، هوا او چاپېریال هم د شته ناوړه بشري نظام په وسیله استثمار شوي دي. د هغوی شکایت له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک نه اوري. همدارنګه څاروي، نباتات او الووتونکي هم د پلي کېدونکو بشري نظامونو له شر څخه په امن کې نه دي. نو پر همدغه اساس، ویلی شو چې که دغه بشري نظام په همدې ډول دوام وکړي، لېرې نه ده چې انسانان به هم په وحشتناکو کانیبالونو بدل شي او د نورو انسانانو د خوښو خوړل به پیل کړي.

بشر نن ورځ تر بل هر وخت اړتیا لري، څو الله سبحانه وتعالی ته مراجعه وکړي، ځکه د الله سبحانه وتعالی له مرستې او لارښوونې پرته به انسانان خپله ځانونه له منځه یوسي. موږ وینو چې د کورونا وېروس (کویډ۱۹) په درملنه کې بشر څنګه پاتې راغلی دی. دغه ناروغي د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او د وخت تر ټولو ستر فراعنه دې ته اړ کړ، څو هغه کلیسا ته ولاړ شي او دعا وکړي. نو ایا د الله سبحانه وتعالی له غوسې او قهر څخه نه وېرېږئ؟

باید دا څرګنده کړو، چې د انسانانو لپاره د خلاصون او ژغورنې لاره همدا ده چې له الله سبحانه وتعالی سره دښمني پرېږدو، پر ځای یې د الله سبحانه وتعالي پر دین منګولې ټینګې کړو، څو مو نېکمرغي په برخه شي. ځکه تاریخ ثابته کړې، چې انسانان یوازې د الهي رحمت په پایله کې کولی شي ارامي، سکون او په پایله کې نېکمرغي تر لاسه کړي. دغه امر د نبوت پر تګلاره د اسلامي دولت له لارې د شرعي احکامو په پلي کېدو سره تر لاسه کېدونکی دی. ځکه غربیانو هم دا منلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره تګلاره (سیاست کول او دولتداري) بشر ته په میراث پرېیښې ده. په وروستیو کې باید په څرګند ډول ووایو چې په اوسني وخت کې ۹۰ سلنه شرعي احکام له پلي کېدو پاتې دي، چې په پایله کې یې نه یوازې مسلمانان، بلکې د نړۍ ټول انسانان له بې شرمه ژوند او نامعلوم برخلیک سره مخ دي. نو پر همدغه اساس، یوازې د نبوت پر تګلاره اسلامي دولت د شرعي احکامو د پلي کېدو وړتیا او د اوسنیو حکامو پاتې راتلو ته ځواب وایي. هغه مسلمانان چې د ډیموکراسۍ له کلکین څخه د اسلامي شریعت د پلي کېدو غوښتونکي دي، دوی تېروتنه کړې ده.

نو پر همدغه اساس، ټول مسلمانان او په ځانګړي ډول د افغانستان مجاهد خلک، علما، د قومونو مشران، متنفذین او ځوانان اړ دي، څو یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د فرضونو مور (اسلامي دولت) بیا ځلي تاسیس کړي. ځکه یوازې اسلامي دولت د نړۍ اوسنیو ستونزو ته د رسېدو، د رواني ناروغیو د درملنې او د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ د له منځه وړلو وړتیا لري او ځواب ورته ویلي شي.

لیکوال: مسلم بغلان

ژباړه: بهیر (ویاړ)

د مطلب ادامه...

د کورونا ویروس پایلې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

چين په لومړي ځل د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۴مه نېټه په ځانګړي توګه په ووهان ښار کې پر کورونا د لسګونو خلکو د اخته کېدو خبر ورکړ او د دې ویروس نوم یې کويد ـ۱۹ کېښود،  وروسته په تلو تلو کې یې نږدې د نړۍ ټول دولتونه ونیول. ډېرو دولتونو خپلې پولې وتړلې او په تګ راتګ یې بندیز ولګولو. وروسته د جمعې او جماعت پر لمونوځونو هم د بندیز خبر ورکړل شو. دغه ناروغۍ نړیوال اقتصاد  ته ټکان ورکړ او امریکا او چین پر یو بل د تورونو لګول پیل کړل.

کومې پوښتنې چې مطرح کېږي هغه دا دي چې د دغه ساري ناروغۍ سرچینه څه شی ده؟ پر نړیوال اقتصاد یې عملي اغیزه څه ده؟ د دغه ناورین د درملنې سمه لاره کومه ده او دا چې ایا روا ده چې د جمعې او جماعت پر لمونځونو باندې د دغه ناروغۍ له امله بندیز ولګېږي؟

ځواب:

د دغه ناروغۍ انګریزي نوم (Crown)دی چې په پښتو کې «تاج» ورته ویل کېږي، په دې دلیل سره چې میکروسکوپي شکل یې تاج ته ورته دی. دغه ناروغۍ په ۱۹۶۰م کال کې د فېريدي کورونا په نوم کشف شو. په ۲۰۰۳م د همدې کورنۍ څخه یو بل ویروس د سارس په نوم په هانکانګ سیمه کې ښکاره شو چې ۸۴۲۲ کسان پرې اخته شوي و چې له دې ډلې ۹۱۶ کسان مړه شول. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵م کې له هغوی څخه نوي سلولونه ښکاره شول، په وروسته کلونو کې، په ځانګړي ډول په ۲۰۱۲م او ۲۰۱۴م کې هم بېلا بېلې بڼې راڅرګندې شوې؛ خو په لږ توپیر سره په ځینو سیمو کې. بلاخره یو ځل بیا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په لومړیو کې و د چین په ووهان ښار کې چې له سارس ویروس سره یې ۹۶٪ ورته والی درلود راڅرګند شو. د هغه نوم یې (۲۰۱۹ کورونا» کېښود او په لنډه توګه په ۲۰۱۹م کال کې د پيدایښت له امله یې کويد ـ ۱۹ بولي. لومړني کسان چې پرې اخته شول په ووهان ښار کې هغه کسان وو چې  په ځانګړي ډول د بحري او حیواني خوړو پر پېر او پلور بوخت وو او وروسته د چین ډېرو ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدول شو. دغه ویروس د تاج لرونکي شب پرک ویروس ته ورته دی چې دا خپله ښيي چې ډېر احتمال لري دا ویروس د شب پرک حیوان له امله رامنځته شوی وي. پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو مړینه په تلو تلو کې ډېره شوه، پر دغه ویروس ډېری اخته کسان په چین کې وو چې شمېر یې له ۸۱۱۹۳ کسانو زیات شو، او همداسې یې د مرګ ژوبلې شمېر له ۳زرو څخه ډېر شو. له چین څخه وروسته په دې ناروغۍ د ايټالیا وروسته ایران، اسپانیا، فرانسه او امریکا خلک پرې اخته شول.  د دې ویروس د خپرېدو له امله ټوله نړۍ ډار او وېرې په سر واخیستله چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۴مه په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۴زرو ته ورسېد او د دې ناروغۍ له کبله د مړو شمېر ۲۰زرو کسانو ته ورسېد (سرچینه: دویچ ویله ۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۵مه). انتونیو ګوتیریش د ملتونو سازمان سرمنشي وویل: «که چېرته د کوید ـ ۱۹ وبا د خپرېدو مخه ونه نیول شي ښايي میلیونونه کسان ووژني» (سرچینه: یورو نیوز ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۹مه). په همدې دلیل سره ډېری دولتونو ښوونځي، پوهنتونونه او تجمعاتو باندې بندیز ولګولو او د تګ راتګ او همدا راز د جمعې او جماعت د لمونځونو د بندېدلو غوښتونکي شول. چې دغه بدلونونه تفصیل ته اړتیا لري:

لومړی: ایا دغه ناروغۍ د کوم چا له خوا جوړ شوی او یا هم لکه د نورو ناروغۍونو په څېر الهي قضا ده چې د خلکو د اعمالو له امله پر دوی راغلې ده؟

دویم: ایا پانګوال نظام دغه ستونزه په سمه بڼه حل او فصل کړې ده؟ او دا چې په داسې مسایلو کې شرعي معالجه څه ده؟

دریم: د دغه ناروغۍ «کرون» اغیزه پر نړیوال اقتصاد او د نفتو پر بیه څه ده؟

څلورم: ایا روا ده چې د دغه ناروغۍ له امله د جمعې او جماعت پر لمونځونو بندیز ولګول شي؟

لومړی: د دغه ناروغۍ پيدایښت او دا چې څوک یې تر شا لاس لري؟

۱ـ د کورونا «کوید ـ۱۹» د خپرېدلو پيل له چین څخه و او علمي او روغتیایي څېړني ادعا کوي چې له حیواناتو څخه انسان ته یې سرایت کړی دی، ځکه چې په چین کې خلک معمولاً د هر ډول حیوان، حتی خبیثه حیواناتو څخه ځان ته خواړه برابروي، ځکه چې هغه بت پرست کفار دي او د طیب او خبیث پر توپير نه پوهېږي. لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه؛ رسنیز راپورونه ښيي چې د ووهان ښار د همدې خبیثه غوښو  سوداګریز مرکز بلل کېږي او همدا ښار و چې دغه ناروغي ترې پورته شوه. په دې ډول د کورونا ناروغي له چين څخه خپره شوه او وروسته د راه آهن شرکت د چیني کارګرو له خوا چې د قم ښار کې د لارې پر جوړولو بوخت وو، ایران ته ولېږدول شوه او په منځني ختیځ کې ایران د دغه ناروغۍ د خپرېدو مرکز بلل کېږي. همدا راز ايټالیا د چین له زیربنایي برخو نېولې تر لېږد رالېږد توکو پورې یې د پانګه اچونې پر مخ دروازې پرانېستې وې او راپورونه ښيي لومباردي او توسکانا دوې سیمې دي چې هلته چین ډېره پانګه اچونه کوي او په عین حال کې دغه سیمه لومباردي وه چې د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱مه پر کورونا د اخته کس په لومړی ځل پکې وپېژندل شو او همدا سیمه تر اوسه پورې تر ټولو ډېره د اخته کسانو شاهده ده.

۲ـ امریکا، چین د دغه وبا د مخنیوي سره په مبارزه کې د پاتې راتللو او د پېدایښت پر وخت د پټ ساتلو له امله ګرم وبللو. شاولی جیان د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا دغه عمل په سختو ټکو وغندلو او د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۳مه یې پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل: «ښايي دا د امریکا پوځ وي چې د کورونا ویروس یې د چین ووهان ښار ته راوړ». (سرچینه: الشرق الأوسط د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۳مه). د امریکا ولسمشر ټرمپ د د غه غبرګون له امله بیا خپل د خبرو برید وکړ او تکرار یې کړه: «نړۍ په ځانګړي ډول د نوي کورونا په اړه د چين د معلوماتو د ځنډ له امله  ستره بیه ورکوي». (سرچینه: یورو نیوز د ۲۰۲۰م کال د مارچ۱۹مه)

ټرمپ همدا راز د کورونا ویروس په هغه ټوېټ کې چې د مارچ په ۱۶مه یې کړی و «چیني ویروس» وبللو: «امریکا چې د چیني ویروس څخه ډېره اغزمنه شوې ده ډېره مرسته به وکړي، لکه د هوانوردۍ په برخه کې».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۷مه داسې ځواب ورکړ: «دغه نظر د چین څېره ناسمه انځوروي، موږ سخت په غوصه یو او په شدت سره یې ردوو» (سرچینه: ننۍ روسیه د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۸مه). کله چې چین د تور لګولو پر خپرېدو پیل وکړ چې د دې کار تر شا د امریکا لاس دی، امریکا د چین سفیر د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۱۳مه راوبللو او د امریکا د بهرنیو چار وزرات مسوول وویل: «له دسیسې د ډکو نظرونو خپرول ډېر خطرناک دي. موږ غوښتل چې د چین هېواد ته اخطار ورکړو چې په ټوله نړۍ کې د چین د خلکو د مصلحت لپاره به موږ د دغه اخطارونو څخه بې پروا نه شو. چین غواړي په نیوکو سره  په ځانګړي ډول د دغه وبا خپرېدل وپوښي». د شینخوا اژانس ټینګار وکړ: «هغه ګامونه چې پکن واخیستل، د میلیونونو کسانو قاطع او جدي قرنطین کېدلو په شمول، نړۍ ته یې «قیمته فرصت» ورکړ تر څو یې چمتووالی ونیسي او دا هغه څه دي چې نړیوال سازمان پر هغه اعتراف کوي» سرچینه: ننۍ روسیه د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۱۵مه).

په دې ډول د امریکا او چین ترمنځ د Covid19 – SARS CoV2 د ویروس د خپرېدلو پر سر باندې لفظي جګړه پیل شوې ده او دواړه لوري یو بل د ویروس پر مستقیم خپرواي باندې تورنوي. که څه هم  په امریکا او چین کې پلي کېدونکو نظامونو ته پر کتلو سره دا هرڅه امکان لري اما له څېړنو وروسته هم کوم داسې ثبوت شتون  نه لري چې پر امریکا یا چین دې د ویروس جوړولو او یا نورو سیمو ته د لېږد تور ثابت کړي. دوه دلیله شتون لري:

اول: په دغو دواړو دولتونو کې دغې ناروغۍ ښه زور اخیستی:په چین کې د ذکر شوو معلوماتو پر اساس ۸۱۲۷۲ کسه پر دغه ویروس باندې اخته شوي او ۳۲۷۳ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ارقام د چین د روغتیا د ملي کمېټې لخوا خپاره شوي. (سرچینه: ۲۰۲۰م کال، مارچ ۲۳مه)

که چېرته چین د دغه ویروس د خپرېدلو په هڅه کې وو نو لږ تر لږه خپل ځان خو یې باید د دغه ویروس پر وړاندې خوندي کړی وای.

"CNN Health" لخوا نشر شوی راپور ښیي چې دغه ویروس په امریکا کې ۷۰۴ تنه وژلي او ۵۲۹۷۶ تنه نور پرې اخته شوي دي. (سرچینه: ۲۰۲۰م کال، مارچ ۲۵ مه سي ان ان عربي)

امریکا په دغه ویروس باندې د اخته شوو کسانو د ارقامو له مخې له چین او اېټالیا وروسته دریم ځای لري. ددې ترڅنګ د وروستیو پرېکړو پر بنسټ په اوو ایالتونو کې دریمه برخه امریکایان اړ شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د  نیویارک، کالیفورنیا، الینوی، کونیتیکت او نیوجرسی څخه وروسته په لویزیانا او اوهایو کې تېره ورځ پر ګرځېدلو باندې پراخه بدېزونه  ولګول شول.  (سرچینه:الجزیره: ۲۰۲۰ م کال، مارچ ۲۳ مه)

نو که چېرته امریکا د دغه ویروس د خپرېدلو په هڅه کې وه نو لږ تر لږه خپل ځان خو یې باید ددغه ویروس پر وړاندې خوندي کړی وای.

دویم: په دغه دوو هېوادونو کې د ویروس د جوړولو ادعا سمه نه ده، ځکه هېڅ داسې ثبوت نه شته چې دا په ډاګه کړي چې دغه ویروس د په کوم لابراتوار کې جوړ شوی وي. د (nature Medicine) مجله کې راغلي: «د تاج لرونکي ویروس په جوړښت کې د موجودې جنیتیکي سلسلې د پرتلې پر بنسټ په ډاډ سره ویلی شو چې دغه تاج لرونکی ویروس په یوه طبیعي پروسه کې رامنځته شوی دی.» یاده مجله همدارنګه زیاتوي چې:«د ویروس د ملا د تیر او د ویروس د سلولي جوړښت په هکله معلومات د دغې نظریې په تایید کې پوره مرسته کوي او هر کله چې یو څوک وغواړي دا ډول ویروس په لابراتوار کې جوړ کړي نو د هغې د مصنوعي جوړېدلو نښې د ویروس د ملا په تیر کې معلومېږي.» (سرچینه: https://www.npr.org).   

دا مسله د روسیې، اروپا، اېران او ډېری اسلامي هېوادونو په څېر هر بل هېواد باندې هم تصدیق کېږي، ځکه په غالب ګمان سره دغه ټول هېوادونه له چین او یا امریکا څخه د دغه ویروس د لېږد په خاطر اغېزمن دي.

ځکه خو له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې ورته اشاره کړې بل هېڅ دلیل نه پاتې کېږي:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

[الروم: 41].

ژباړه: په وچه او لمده کې د خلکو د لاسونو پر عملونو سره فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی باندې د هغو عملونو د سزا خوند څکي چې دوی ترسره کړي دي، ښایي چې دوی رجوع وکړي.

ټول پوهېږي چې کپیټلستانو او ملګرو یې نړۍ له پراخې ګډوډۍ سره مخ کړې ده ځکه دوی له خپلې ګټې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. د امریکا، چین، روسیې اروپا او ... حاکمان د خپل ځان او خپلو خلکو د بدبختیو اصلي عاملین دي. د بشر پر وړاندې د دوی جنایتونه بې شمېره دي، دوی د نړۍ تر ټولو بې وسه خلکو باندې، اتومي، یورانیمي او سوزونکي بمونه وکارول، دوی په وحشیانه ډول له افریقایي قبایلو څخه خپل غلامان جوړ کړل او له دوی څخه یې د خپلې بیولوژیکي او کېمیاوې ټکنالوژۍ د لابراتوار په توګه کار واخیست. د هند د سور پوستو د له منځه وړلو جګړې د دوی پر تندي باندې د بدنامۍ تور داغ دی، د اېغور د مسلمانانو پر وړاندې د چین جنایتونو ټول اسمان پوښلی، په منځني اسیا کې د مسلمانانو پر وړاندې د روسانو او صربیانو د جنایتونو ترخې خاطري لاهم تکرارېږي. دغه جنایات په ډاګه کوي چې اوسني حاکمان چې د نړۍ د ملتونو پر سر یې پښې ایښې خپله د بشریت د ټولو بدبختیو اصلي عاملین دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ

[الزمر: 51]

ژباړه: او بیا هغوی د خپلې ناوړه ګټې پایلې وزغملې، او له دغه خلکو څخه هم چې څوک ظالمان دي هغوی به هم ډېر ژر د خپلې ناوړه ګټې پایلې و ګالي، دوی زموږ عاجزونکي نه دي.

دویم: د دغې ستونزې د حل په اړه کپیټالېزم لا هم اشتباه کوي، ځکه اصلي نسخه شرعي حللاره ده

کپیټالېستانو او د هغوی ملګرو په دریو پړاونو کې ددغې ستونزې حلولو ته را دانګلي دي:

لومړی: د ستونزې نه په ډاګه کول:

۱. په چین کې په یو خپور شوي راپور کې راغلي چې د چین د دولت چارواکو د دغې وژونکې ناروغۍ په اړه د ۲۰۱۹ م کال د
دسمبر  میاشت څخه وړاندې خبر درلود خو دوی نړۍ د هغه له واقعیت څخه پر وخت نه ده خبره کړې، دوی د کال په وروستیو کې کله چې پر دغه ناروغۍ باندې د اخته شوو کسانو شمېر زیات شو د ویروس پر خپرېدو باندې اعتراف وکړ. یو چینایي-امریکاي خبریال "شانگ وی وانگ" تایید کړې چې چینایي چارواکو د ووهان په ښار کې د سمندري غذا د خرڅلاو بازار تر جنوري پورې ونه تاړه. دا هغه ښار و چې ویروس په کې خپور شوی وو. په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې ۸ کسه چینایي ښاریان د ویروس د خپراوي په پیل کې د مالوماتو په تبادله کولو سره په دې تور نیول شوي وو چې ګواکي دوی د ناموثقو مالومات په خپرولو سره له قانون څخه سرغړونه کړې ده. ده زیاته کړې چې د ووهان ښار محلي چارواکو د ستونزې په طبیعي ښودلو سره د جنوري په ۱۸ مې دودیز مراسمو ته اجازه ورکړې وه چې شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ په کې برخه اخلي.(سرچینه: ۲۰۱۰م د فبرورۍ ۱)

۲. چینایي چارواکو خپل خلک د یاد ناروین څخه بې خبره ساتلي وو، دوی هغه وخت خبر شول کله چې بیجینګ یاده مسله د دسمبر په ۳۱ مه د نړۍ روغتیاي سازمان ته وړاندې کړه. د چین حکومت په هغه وخت کې وویل: کولی شي د دغې ناروغۍ درملنه وکړي او هغه کنټرول کړي. د جنوري په ۲۳ مه  چارواکو د ووهان ښار وتاړه او پرېکړه یې وکړه چې هېڅ کس د تګ راتګ اجازه نه لري. (سرچینه: مصراوی ۲۰۲۰ م کال د مارچ ۲۳ مه)

دویم: قرنطین او جزیی محدودیت:

۱. «د متحده ایالتونو د عامې روغتیا مسوولینو د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس نوې اته پېښې ثبت کړې. د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د هغو کسانو لپاره ځانګړی ځای چمتو کړي چې له بهر څخه راځي او حالت ته یې په کتو سره باید قرنطین شي. د ووهان ښار او ټول هوبي چې د چین په منځ کې موقعیت لري او ویروس پکې ښکاره شوی عملا قرنطین شو»(سرچینه: اسکای نیو عربی ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۱۲مه)

۲. د امریکا د نیویارک ایالت مشر اندروکومو وویل: « موږ په قرنطین کې یو. هغه ټینګار وکړ چې تر ټولو شدید ګامونه به واخیستل شي. په نیویارک، کالفورنیا، نیوجیرسی او ایلینوی کې په قرنطین سره اوس مهال ۸۵ میلیونه کسان په خپلو کورونو کې قرنطین دي. یوازې پلورل او پېرل استثنا دي». (سرچینه: دویچ ویله ۲۰۲۰ د مارچ ۲۱مه)

دریم: په کورونو کې پاته کېدل

« د نړۍ سلګونه میلیونه خلک اوس مهال په خپلو کورونو کې بند دي په دې هیله چې د کورونا ویروس له پراختیا څخه مخنیوی وکړي، هغه ویروس چې تر اوسه یې ۱۱۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د بشر په تاریخ کې دا بې ساری ګام په بېلابېلو ځایونو کې په بېلو کچو اخیستل شوی.  له ۳۰ زیاتو دولتونو کې تر ۸۰۰ میلیونه زیات انسانانو څخه غوښتنه شوې چې خپلو کورونو کې پاته شي او دلیل یې عام قرنطین یا هم توصیه او یا هم د ګرځېدلو منع کېدل دي. څرنګه چې په المان کې مسوولین په دې بوخت دي چې خلک دې ته اړ کړي چې خپلو کورونو کې پاته شي او عامه ژوند محدود کړي. ایټالیا د دې ویروس له امله په اروپا کې زیاته خساره ولیده او ۴ زره کسانو ته یې مرګژوبله واوښته او په دې لویه وچه کې دا لومړی هېواد وو چې خپل ټول خلک یې قرنطین کړل او د دې ویروس له پراختیا څخه د مخنیوی لپاره یې ګامونه اوچت کړل. ایټالیا د دې ویروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۲۷ کسانو د مرګژوبلې له اعلان وروسته ټول تفریحي ځایونه د اونۍ د رخصتۍ په پای کې په بشپړه توګه بند کړي. نور محدویتونه هم لګوي چې خلک په کورونو کې پاته شي.» (سرچینه: دویچه ویله ۲۰۲۰ د مارچ ۲۱مه)

دې درېیو معالجو ته په کتو سره په ډاګه کیږي چې ستونزه نه حل کوي او اقتصادي لړۍ لا د ناکامۍ پر لور بیایي او د دې ناروغۍ حجم او همداسې د خلکو د رنځ او درد څو برابره زیاتوي څرنګه چې له داسې حالتونو څخه په پانګوالۍ ټولنو کې ډېر معلومات غوږو ته رسیږي...

نو د دې ناروغۍ سمه معالجه هماغه ده چې د الله سبحانه و تعالی په شریعت کې وړاندې شوې او هغه دا ده چې دولت باید له هماغه لومړیو څخه دا ناروغي په جديت تعقیب کړې وی او د هغې د پیل ټکي لپاره او د مخنیوي لپاره یې اړین ګامونه اخیستي وی او نورو سیمو خپل کار ته دوام ورکړی وی.

بخاري په خپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زید او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یوه ځمکه کې طاعون رامنځته شو هغې ځای ته مه ځئ او کله چې په داسې ځای کې اوسېدۍ چې طاعون رامنځته شو له هغې څخه بهر مه ځئ.

په بل حدیث کې د بخاري او مسلم په روایت چې الفاظ یې مسلم روایت کړي له اسامه بن زید څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«الطَّاعُونُ رِجْزٌ أَوْ عَذَابٌ أُرْسِلَ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَاراً مِنْهُ»

ژباړه: طاعون هغه عذاب دی چې پر بني اسرائیل یا له تاسو مخکې ځینو کسانو نازل کېده، نو که مو واورېدل چې په کوم ځای کې رامنځته شوی، هغې خوا ته مه ځئ او که په یوه داسه ځای کې وی چې هغه ځای کې رامنځته شو له هغه مه تښتئ.

همداسې په بل روایت کې بخاري د رسول الله له مېرمن عائشه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې ویلي یې دي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د طاعون په هکله پوښتنه وکړه:

«أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِراً مُحْتَسِباً يَعْلَمُ أَنَّهُ لَا يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ»

ژباړه: داسې عذاب دی چې الله سبحانه و تعالی پر هر چا چې وغواړي نازل کوي او الله هغه د مومنانو لپاره رحمت جوړ کړی هر څوک چې د طاعون د راتګ پر مهال په هماغه ځای کې پاته شي او صبر وکړي او پوه شي چې د الله سبحانه و تعالی له غوښتنې پرته بل څه نه پرې نازلیږي، هغه ته به د شهید اجر ورکړل شي.

دا خپله په یوه داسې یوه دولت کې قرنطین دی چې یو وخت کې د ټولو دولتونو سردار وو، هغه متمدن او پر مختللی دولت چې مشر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم و او نبي یې و هغه رسول چې وحی ورته کېده او اسلام به یې پرې پلي کولو او په پلي کولو کې یې ښه بېلګه و. ابن حجر په فتح الباري کتاب کې لیکلي چې عمر رضی الله عنه شام ته تللی و، کله چې «سرغ» کلي ته ورسېده هغه ته یې خبر ورکړ چې په شام کې وبا ناروغي پیدا شوې، عبدالرحمن بن عوف عمر رضی الله عنه ته خبر ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَاراً مِنْهُ»

ژباړه: کله مو چې واورېدل چې په یو ځای کې رامنځته شوی هغه ځای ته مه ځئ او کله چې په یو ځای کې وی او دا ناروغي رامنځته شوه له هغه ځایه مه تښتئ.

عمر د دې حدیث په اورېدلو سره شام ته له تګ څخه منصرف شو او بېرته راستون شو، نو کله چې د طاعون د خپرېدو خبر یې واورېد مسلمانان یې راوګرځول.

نو دولت مسوولیت لري چې دا ډول ناروغۍ د رامنځته کېدو په ځای کې ایسارې کړي او د هغې ځای اوسېدونکي اړ کړي چې هماغه ځای کې پاته شي او د نورو ځایونو اوسېدونکي هغه ځای ته د ننه نشي. اسلامي دولت باید خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي ځکه چارې یې باید په امانت دارۍ تر سره شي همداسې د وبا ناروغیو په رامنځته کېدو سره دولت مسوول دی چې یاد شوي مسایل تر سره کړي. او مکلفیت لري چې ټولې صحي اړتیاوې، صحي خدمات او اړین درمل په وړیا توګه خپلو ټولو اتباعو ته ورکړي. روغتونونو، لابراتوارونو او نورړ بنسټیزو اړتیاوو لکه ښوونه او روزنه او د اتباعو لپاره د امنیت ټینګښت د دولت دنده ده.

په ورته مسایلو کې صحي ګامونه دا دي چې وبا ناروغي په عاجله توګه ایساره شي ناروغان یې قرنطین شي او په وړیا توګه یې درملنه وشي او سالم کسان په عادي توګه خپل ټولنیز او اقتصادي ژوند د مخکې په شان پر مخ بوزي او نه دا چې عامه ژوند ودرول شي او په خپلو کورونو کې بندیان شي او په دې کار سره اقتصادي ژوند ته ضربه ورسیږي او د بحران پایلې لا زیاتې شي.

دریم: پر نړیوال اقتصاد او د تېلو پر بیو د دغه وېروس اغېزې

پوهېږو چې د نړۍ اوسنی اقتصاد په عادي حالت او د وبا په شتون کې کمزورې وده لري، نو د نړۍ اوسنی قرنطین او محدود حالت به څه اغېز ولري؟ په دې کې شک نشسته چې دغه اقدامونه به د نړۍ اقتصادي وده په بشپړه توګه ودروي او اغېزمنه به یې کړي:

دغه وېروس د نړۍ سوداګریز حرکت له پښو غورځولی او د تېلو بیې یې ډېرې راټیټې کړې دي. همدارنګه دغه چاره د روسیې او سعودي تر منځ د تېلو د بیو لوړېدو لامل شوې ده. روسیې په دغه دلیل چې صنعت یې تر ډېره پر تېلو راڅرخي، دې ته اړه شوې چې تولید یې ډېر کړي. بلخوا، امریکا سعودي عربستان دې ته هڅولی، څو له روسیې سره د مخامخ کېدو لپاره د تېلو تولید ډېر کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ م د مارچ پر ۱۹مه روسیې ته ګواښ وکړ او ویې ویل: «په مناسب وخت کې به د روسیې او سعودي عربستان تر منځ د تېلو د بیې پر سره په جګړه کې ورګډ شم.» (سرچینه: االحره امریکا، ۲۰۲۰م د مارچ ۱۹مه)

سعودي عربستان هڅه کوي چې د امریکا د ګټو د خوندي کېدو لپاره د تېلو په بازار کې له روسیې سره جګړه وکړي، چې لومړی اقدام یې د تولید په برخه کې د دواړو لورو د هوکړې لغوه کول و؛ چې درې کاله یې دوام درلود. دغه دواړه هېوادونه په داسې حال کې په ټول وس تېل تولیدوي چې تېلو ته نړیواله اړتیا د کورونا وېروس د خپرېدو په دلیل د ټیټېدو په حال کې ده او دغه کار په روانه اونۍ کې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د تېلو بیې په بېساري ډول راټیټې کړې دي.

څنګه چې د برنټ مخلوط د هرې بشکې بیه ۲۸.۷۵ ډالرو ته راټیټه شوه. که څه هم روسیه پر امریکا پورې د سعودي پر تړل کېدو خبره ده. د وسنفت شرکت ویاند میخایل لیونتیف د روسیې خبري اژانس ته وویل: «د تېلو هغه ټول کمیت چې د اوپک د څو اړخیزې هوکړې په غځېدو کې راټیټ شو، په چټکۍ او په بشپړه ډول په نړیوالو بازارونو کې د امریکا له خوا د تېلو د تولید د پارونې په وسیله جبران شو.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د مارچ ۸مه)

د روسیې بازارونو په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ، خو سعودي عربستان د مخکنۍ هوکړې (۲.۱ میلیون بشکو تېلو د تولید ټیټېدو) د نه غځېدو او د تولید د ډېروالي پر بنسټ د روسیې پر وړاندې دغه کړکېچ نور هم پراخه کړ. څنګه چې د دوشنبې په ورځ تېلو یو پر دریمه برخه خپله بیه له لاسه ورکړه او په همدغه ترتیب په ۱۹۹۱ م کال کې د خلیج تر جګړې وروسته دا په ورځني ډول د تېلو د بیې تر ټولو ډېره ټیټېدنه بلل کېږي. په ۳۷.۰۵ ډالرو سره د برنټو پېر او پلور هم په هره بشکه کې ۲۲ سلنه ټیټوالی تجربه کړ، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې یې ۳۱.۰۲ ډالر په هره بشکه کې ۳۱ سلنه ټیټوالی تجربه کړی و؛ چې د ۲۰۱۶ م کال د فبرورۍ له ۱۲مې وروسته تر ټولو ستره ټیټېدنه وه».(سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰ م کال د مارچ نهمه) له دې داسې معلومېږي چې امریکا پر خپلو اسیایي مزدورانو د تېلو بیه شپږ ډالر راټیټه کړه. دا چې روسیه یو ځل بیا د «اوپک پلس» هوکړې ته د بیرته ګرځېدو هوډ لري، د بیو په ټیټېدو کې یې مېړانه ښيي. له همدې امله نړیوال اقتصاد د کورونا وېروس د خپرېدو په پایله او د تېلو د بیو د ټیټېدو په ترڅ کې سخت ټکان خوړلی او که دغه حالت دوام وکړي، نړیوال اقتصاد به وپاشل شي...

څلورمه: خو دا چې په مسجدونو کې لمنځونه وشي او که نه، باید ووایو:

د داسې ډول ناروغیو خورېدو په حالت کې د جماعت او جمعې لمنځونو په عام او بشپړه ډول پرېښودل او نه ادا کول جایز نه دي، بلکې یوازې باید پر دې ناروغۍ اخته ناروغان قرنطین شي او هغوی ته پر جماعت د جمعې او ورته نورو لمنځونو کړلو او مسجدونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړله شي. په ورته وخت کې د پاکوالي او نظافت لپاره جدي تدابیر ونیول شي، ضد عفوني شي او د اړتیا پر مهال له ماسک او ورته نورو څیزونو ګټه واخیستله شي.

روغ کسان دې له دمې پرته پر جماعت سره د جمعې او نورو لمنځونو ته دوام ورکړي او که اړتیا وي، روغتیایي ټیمونه دې په مسجدونو کې ځای پر ځای شي او پر کورونا وېروس اخته شکمن کسان دې معاینه کړي؛ خو په مسجدونو کې دې د روغو کسانو د جمعې او نورو لمنځونو کړلو ته له تعطیلۍ پرته دوام ورکړل شي. هغه دلیلونه چې د مسجد او د جمعې د لمنځونو په تړاو شته، د هغه تلپاتې کېدو او بندېدو ته یې هېڅ اشاره نه ده کړې. په ورته وخت کې دغه دلیلونه ښيي چې ډېری کسان باید د دغو حکمونو په ترسره کولو کې شتون ولري. جزیات به یې په لاندې ډول څرګند کړو او دا هم باید ووایو چې ځینې مسلمانان د ځانګړي حالت په درلود سره په مسجد کې له شتون څخه معاف او بښل شوي دي:

۱. د مسجد د لمانځه په تړاو باید ووایو چې فرض کفایي دی:

د مسجد لمونځ فرض کفایي دی، چې باید خلکو ته څرګند شي. ابو دردا رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې هغه وفرمایل:

«مَا مِنْ ثَلَاثَةٍ فِي قَرْيَةٍ وَلَا بَدْوٍ لَا تُقَامُ فِيهِمْ الصَّلَاةُ إِلَّا قَدْ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمْ الشَّيْطَانُ، عَلَيْكَ بِالْجَمَاعَةِ فَإِنَّمَا يَأْخُذُ الذِّئْبُ مِنَ الْغَنَمِ الْقَاصِيَةَ»

ژباړه: هر کله چې درې کسان په یوه دښته کې وي او په جماعت سره لمونځ ونه کړي، شیطان به پرې واکمن شي. تل هڅه او پام کوئ، چې په یوه ټولي کې وئ، ّځکه لېوه له رمې په پاتې مېږه او پسه پسې ځي.

دغه حدیث ابو داود له حسن اسنادو سره روایت کړی، چې د مسجد په لمانځه پورې اړه لري. د مسجد لمونځ فرض کفایي دی، ځکه ځینې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې په لمانځه کې ګډون ونه کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته ګواښ وکړ؛ چې کورونو ته یې اور اچوي. وروسته یې هغوی پخپل حال پرېښودل. بخاري له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ بِحَطَبٍ فَيُحْطَبَ ثُمَّ آمُرَ بِالصَّلَاةِ فَيُؤَذَّنَ لَهَا ثُمَّ آمُرَ رَجُلاً فَيَؤُمَّ النَّاسَ ثُمَّ أُخَالِفَ إِلَى رِجَالٍ فَأُحَرِّقَ عَلَيْهِمْ بُيُوتَهُمْ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ يَعْلَمُ أَحَدُهُمْ أَنَّهُ يَجِدُ عَرْقاً سَمِيناً أَوْ مِرْمَاتَيْنِ حَسَنَتَيْنِ لَشَهِدَ الْعِشَاءَ»

ژباړه: قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په قبضه کې دی، قسم مې کړی، چې امر ورته وکړم، څو لرګي راټول کړي، وروسته د لمانځه کولو امر وکړم. یو تن د لمانځه لپاره اذان وکړي، وروسته یو کس ته د امامت امر وکړم او زه پخپله په هغو کسانو پسې لاړ شم، چې د مسجد په لمانځه کې یې ګډون نه دی کړی. زه به د هغوی کورونو ته اور ورته کړم. قسم په هغه ذات چې ځان مې د هغه په قبضه کې دی، چې که پر دې پوه شي، چې په مسجد کې غوړې ډوډۍ ته بلنه ورکړل شوې او په دوو نېزو به ښه ښکار ورکړل شي، هغوی به هرومرو د مسجد په لمانځه کې ګډون وکړي.

نو که د جمعې لمونځ پر هر مسلمان فرض وی، نو رسول الله ص له دې خبرداري وروسته پر خپل حال نه پرېښود او په ډاډه سره ویلی شم چې موخه یې د جماعت لمونځ و، ځکه چې د ماخستن د لمانځه یادونه یې کړې ده. د جماعت د لمانځه تر ټولو لږ شمېر د امام او مقتدي په ګډون دوه تنه دی، مالک ابن حویرث په دې اړه له رسول الله څخه یو حدیث هم روایت کړی دی:

«أَتَيْتُ النَّبِيَّ أَنَا وَصَاحِبٌ لِي فَلَمَّا أَرَدْنَا الْإِقْفَالَ مِنْ عِنْدِهِ قَالَ لَنَا إِذَا حَضَرَتْ الصَّلَاةُ فَأَذِّنَا ثُمَّ أَقِيمَا وَلْيَؤُمَّكُمَا أَكْبَرُكُمَا»(مسلم)

ژباړه: زه له یوه کس سره یوځای رسول الله ص ته ورغلم، کله مو چې غوښتل له هغه صلی الله علیه وسلم څخه بېرته راوګرځو، راته ویې ویل، هروخت چې د لمانځه وخت راورسېد، اذان وکړی او په تاسو کې چې هرڅوک لوی و، هغه دې امامت وکړي. دغه حدیث مسلم روایت کړی دی.

د جماعت لمونځ له کوم شرعي عذر څخه چې د هغه په اړه به نص راغلی وي، لکه، په یخه شپه، سخت باران او له نورو استثناتو پرته هېڅکله یې پرېښودل جواز نه لري. د دلیل په اړه یې بخاري له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث روایت کړی چې فرمایي:

«كَانَ يَأْمُرُ مُؤَذِّناً يُؤَذِّنُ ثُمَّ يَقُولُ عَلَى إِثْرِهِ أَلَا صَلُّوا فِي الرِّحَالِ فِي اللَّيْلَةِ الْبَارِدَةِ أَوْ الْمَطِيرَةِ فِي السَّفَرِ».

ژباړه: هغه صلی الله علیه وسلم به چې چاته د اذان امر وکړ، نو وبه یې فرمایل: لمونځونه مو د یخې شپې یا د سفر پرمهال د سخت باران له کبله په خپلو ځایونو کې وکړئ.

۲­- د جمعې لمونځ فرض عین دی او له کوم شرعي عذر پرته یې پرېښودل جواز نه لري، چې په دې اړه ډېر دلیلونه راغلي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ

ژباړه: اې مومنانو! کله چې د جمعې د لمانځه لپاره اذان وشو، د الله د ذکر او عبادت پر لور بېړه وکړئ او ټول کارونه او چارې مو پرېږدئ. که پام وکړی، دا ستاسو لپاره غوره او ګټور دی.

په دې ایت کې امر پر وجوب او لازم والي دلالت کوي، ځکه چې په دې ځای کې له مباح د نهې قرینه پر جازمې غوښتنې دلالت کوي. دغه راز الحاکم په خپل کتاب المستدرک کې په صحیحین ډول له طارق بن شهاب او هغه لهابوموسی څخه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:

«الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلَّا أَرْبَعَةٌ: عَبْدٌ مَمْلُوكٌ، أَوِ امْرَأَةٌ، أَوْ صَبِيٌّ، أَوْ مَرِيضٌ»

ژباړه: د جمعې لمونځ حق پر هر مسلمان واجب دی چې پر جماعت سره یې وکړي، بدون له څلورو ډوله کسانو څخه چې: هغه غلام چې واک یې له نورو سره وي، ښځه، ماشوم او ناروغ. حاکم وايي چې دغه حدیث د مسلم او بخاري په شرط صحیح حدیث دی.

دغه راز د جمعې لمونځ پر هغو کسانو هم واجب نه دی، چې هلته له تګ وېره ورسره وي، ځکه چې ابن عباس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْهُ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إلَّا مِنْ عُذْرٍ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا الْعُذْرُ؟ قَالَ: خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ»

ژباړه: چاچې د اذان غږ واورېدو او د هغه استجابت یې ونه کړ، له کوم عذر پرته د هغه لمونځ نه قبلېږي.  وویل شول، یا رسول الله! په دې ځای کې عذر څه دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: وېره یا ناروغي. دغه حدیث په سنن کبری کې بیهقي روایت کړی دی.

له همدې کبله د جمعې لمونځ له کوم شرعي عذر او نص پرته پر ټولو مسلمانانو فرض عین دی. دغه راز په دې اړه شرعي عذرونه هم په ښکاره ډول بیان شوي او پر هغه نور څه نه شي قیاس کېدلی؛ ځکه چې شرعي عذر هغه څه ته ویل کېږي چې په هغې اړه واضح نص موجود وي او په عبادتونو کې قیاس نه کېږي؛ ځکه چې په هېڅ نص کې د عبادت علت نه دی راغلی او چې علت نه وي، نو قیاس نه شو کولی. د جمعې د لمانځه شرط دا دی چې یوشمېر مسلمانان باید په هغه ځای کې حضور ولري، په دې اړه د د اصحابو اجماع هم دا په ډاګه کوي چې د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره باید یوشمېر کسان حضور ولري. د کسانو د ځانګړي شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي چې دا شمېره باید څو تنه وي، یانې هغه شمېر کسان چې یوه ډله ورته وویلی شو، او حساب یې کړو، په دې مانا چې تعداد یې ډېر وي، د جمعې لمونځ کولی شي او لمونځ یې سم دی؛ ځکه چې د طارق په مخکني روایت کړي حدیث کې د دوی ډله یا ټولی ثابت شو. دغه راز د صحابوو شمېر هم په دې اړه دلیل دی او د مشخص شمېر په اړه یې هېڅ ډول حدیث نه دی راغلی. خو دا چې ډله یا ټولی درېیو او له درېیو ډېرو کسانو ته ویل کیږي، نو له همدې کبله دوو کسانو ته ډله یا ټولی نه شو ویلی. نو له همدې کبله د دې لپاره چې د جمعې لمونځ سم شي، نو باید لږ تر لږه درې کسان چې د جمعې لمونځ پرې واجب وي، موجود وي، که دغه شمېر له دریو کسانو لږ وي، ټولی یا ډله نه ورته ویل کېږي، له همدې کبله یې د جمعې لمونځ هم سم نه دی. د جمعې د لمانځه لپاره د کسانو پر شمېر او ډله یا ټولي د صحابوو اجماع دلیل دی.

له همدې کبله د خلافت په دولت کې جمعې او جماعت لمونځ هېڅکله نه رخصتېږي، بلکې یوازې هغه کسان چې شرعي عذر ولري، ګډون پکې نه کوي او نور کسان باید پکې ګډون وکړي.

خو دا ادعا چې ښایي ټول به پر ناروغۍ اخته شي او په دې اړه هېڅ ډول تدابیر هم مخنیوی نه شي کولای، باید ووایم چې دا احتمال ډېر کمزوری دی، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې د جماعت د لمانځه لپاره تر ټولو کم شمېر دوه او د جمعې د لمانځه دری تنه دی. که فرض کړو چې که دغه ډول احتمال هم موجود وي، یوازې په هماغه سیمه کې یې په اړه تدبیر اړین دی، نه په نورو ځایونو کې. له همدې کبله دغه مسئله باید په پوره غور او امانتدارۍ سره وڅېړل شي. داسې چې که په غالب ګومان تعداد یې محقق هم و، د جمعې او جماعت لمونځ نه رخصتېږي، بلکې په دې اړه پوره احتیاطي تدابیر نیول کېږي، ځکه چې احتراز د فرضو د پرېښودو په مانا نه دی، بلکې په دې مانا دی چې فرض باید ادا شي، خو په ورته وخت کې باید د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم جدي تدابیر ونیول شي.

په دې مسئله کې تر ټولو غوره حکم همدا و چې وړاندې بیان شو، که دولت بیا هم پرته له دې چې د غالب ګومان د تحقق په اړه د خپل توان په اندازه هڅه ونه کړي او جوماتونه بند کړي، خلکو ته جومات ته د تلو اجازه ورنه کړي، قطعاً د جومات د بندولو له کبله د لویې ګناه مرتکب کېږي. 

په پای کې باید وویل شي، تر ټولو ستونزمنه او د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اسلامي هېوادونو حکام ګام پر ګام له استعماري کفارو تقلید کوي او د دوی لاره تعقیبوي. په دې مانا چې کله چې کفري دولتونو د یوې ستونزې او ناروغۍ په درملنه او حل کې پاتې راشي، دغه حکام هم له هغوی تقلید او پیروي کوي او که یوه حل لاره پیدا کړي، که سمه هم نه وي، د اسلامي هېوادونو خاین حکام ورته چکچکي وهي او هغه ورته شفا او په پوره مانا روغه او سمه ښکاري. دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې اوسنۍ وبا( کرونا) به په هېوادونو کې د الله د بندګانو کموالي لامل شي، داسې چې اوس نږدې ده چې د خلکو عام ژوند نور په ټپه ودرېږي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم په مسلمانانو ورته حالتونه راغلي دي. د بېلګې په توګه، د هجرت په اتم کال، کله چې مسلمانان له روم سره پر سختې جګړې بوخت وو، طاعون ناروغي راپیدا شوه. دغه راز دا امت د شپږمې هجري پېړۍ په نیمایي کې له یوې بلې بلا(شقفه) چې اوس ورته جمره وایي، مخامخ شو. هغه مهال دې ناروغې له شام څخه تر المغرب پورې ټولې سیمې ونیولې. په همدې ډول یوه بله ناروغي چې اوس هم له ډېرو جدي ناروغیو شمېرل کېږي، د خوشه یي مکورتونو( چې یو ډول باکتریاوې دي) له یوه کس څخه بل ته انتقالېږي. دغه راز مسلمانان د اتمې هجري پېړۍ په نیمایي (۷۴۹ هـ) کې په دمشق کې له یوه بل لوی طاعون سره مخ شول، خو له دې ټولو سره سره، په دغو حالتونو کې په هېڅ صورت نه د جومات دروازه وتړل شوه او نه هم خلک د جماعت او جمعې له لمانځه منعه شول، نه څوک په کورونو کې بندیان شول او نه هم بل داسې اقدام وشو. یوازې بله ناروغ او روغ کسان له یو او بل جدا کېدل او روغو کسانو د جهاد او ودانیزو کارونو په ګډون خپلې چارې پرمخ وړلې، جوماتونو ته به تلل، او د الله سبحانه و تعالی په حضور کې به یې دعاوې کولې چې خدای یې د دغه ډول ناروغیو له شر څخه وساتي. سربېره پر دې به یې د ناروع د درملنې لپاره اقدام کاوه او هغوی ته به یې ځانګړی پام کاوه. دا ده د حق لاره

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾.

ژباړه: ایا له حق پرته له لارورکۍ بل څه هم شته؟

 

د مطلب ادامه...

د رجب د ۲۸ مې په اړه؛ ایا ستر انقلاب پر لاره دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

کله چې د ژوند نظم له ټکر سره مخ شي، د ژوند کولو لپاره شرایط سختېږي، ظلمونه لکه د باران غوندې پیلېږي، د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي. همدارنګه کله چې د ژوند کولو لپاره امنیت نه وي، هغه وخت یو بدلون ته اړتیا لیدل کېږي او هغه انسانان چې د دغه بدلون په لاره کې سختۍ تېروي، د بدلون فکر ورسره وي.

کله چې د بدلون لپاره دغه فکر په یوې ناروغۍ بدل شي او ډېر کسان پرې اخته شي، ستر انقلاب رامنځته کېږي.  نو په انساني ټولنه کې انقلاب هغه حالت ته ویل کېږي چې انسانانو ته د ژوند کولو شرایط سخت وي او له واکمن نظامه ستړي وي. انقلاب څنګه چې له نوم څخه یې معلومېږي، د یو بدلون لامل کېدای شي او رامنځته شوې ستونزې له منځه وړي. هغو شرایطو ته په کتو چې بشر اوس ورسره لاس او ګېروان دی، اړتیا لیدل کېږي، څو یو طوفان راپورته شي، چې په پایله کې یې د پانګوالۍ ایډیولوژي له منځه یوسي او معمول انساني ژوند رامنځته کړي. هغه نظم چې د ټولو انسانانو لپاره دی او د داسې نظم د رامنځته کېدو په صورت کې انسانان او څاروي هوسا شي.

خو انقلاب څرنګه پیل شي؟
د انقلابونو څپه باید هغه کسان پیل کړي، چې ډېر زیانمن شوي او په اوسني نظم کې یې ډېر درد لیدلی وي. د دغه اور شغلې باید له بله ځایه پیل شي. په دې کې شک نشته چې په اوسنیو حالاتو کې ښه طبیبان مسلمانان دي؛ چې پخپلو هغو سیمو کې، چې د دولت ـ ملت مفکوره ورته رسم شوې، ارامي نه لري. په اوسني وخت کې باید وویل شي، چې مسلمانان په هېڅ ځای کې نه یوازې دا چې ارام نه دي، حتا امنیت یې هم تضمین نه دی. په هغو اسلامي هېوادونو کې، چې د اسلام مختاړې له ځان سره لري او ډېری نفوس یې مسلمانان دي، له غربي افکارو او مفاهېمو په امن کې نه دي او پانګوالۍ ټوله ارامي ترې اخیستې ده. په دغو هېوادونو کې غربي اقتصادي او ټولنیز سیاستونه او حکومتداري واکمن دي، چې د مسلمانانو له لید لوري سره په ټکر کې دي.

خو په هغو هېوادونو کې چې مسلمانان پکې اقلیتونه تشکیلوي، حتا اجازه نه لري، څو په ازاد ډول او اسلام ته په کتو له قیوداتو پرته ژوند وکړي او د مسلمان په سترګه ورته وکتل شي. په یادو هېوادونو کې پر مسلمانانو داسې ظلمونه کېږي او روان دي، چې تصور یې ناشونی دی. چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د مسلمانانو په ځپلو کې تر ټولو لوړ لاس لري او هغه ډار چې دوی یې له مسلمانانو  او اسلام څخه لري، هڅه کوي، څو هغوی د خپلو عقیدو پرېښودو ته اړ کړي. دغه دولت د مسلمانانو د اوسېدو له ځای سنکیانګ څخه یو زندان جوړ کړی او د ظرفیت لوړېدو په پلمه د مختلفو کمپونو په رامنځته کېدو سره، هغو شکنجه کوي؛ څو له خپلې عقیدې تېر شي. تر دې لږ ور اخوا غوا پرستو هندوانو دغه هېواد ته د ټرمپ په تګ او له یاده هېواده د هغه د ملاتړ له اعلان سره پر یو وخت د یو ستراتیژیک ملګري په توګه هلته د مسلمانانو وژل پیل کړل او له کابو ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو د ښاري ژوند د حق په اخیستلو سره یې هغوی څنډې ته کړي دي. د فلسطین قضیه هم د اسلامي امت په زړونو کې په ناسور ټپه بدله شوې ده، چې ژر تر ژره روغېدل یې ناشوني دي. دغه ناسور ټپ په ۱۹۴۷ م کال کې د یهود دولت په نوم د سرطان په رامنځته کېدو سره راپیدا شو  او نن تر دې کچې پراخه شوی چې مسلمانان په ازادنه ډول او له کوم سرخوږي پرته بیت المقدس ته د لمانځه لپاره نه شي تللی.

 له بل لوري، هره ورځ د فلسطین د مسلمانانو په ډېره کچه ځمکې د یهود دولت له خوا غصبېږي او هلته د یهودیانو لپاره ښارګوټي پکې جوړېږي. د فلسطین د مسلمانانو وژل هم د یهود دولت لپاره په یوې لار ورکۍ بدل شوي دي. په میانمار، سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې هم مسلمانان له درد او ځورېدو سره مخ دي او د دوی چیغې د نورو تر غوږونو نه رسېږي. د هغو مسلمانانو سترګې هم د دوی له درد او ځورېدو سره عادت دي، چې همدا اوس ښه وړتیا، پوځونه او وسلې لري، خو بیاهم دفاع نه ترې کوي.

نو د دغه فاسد نظام د بدلون لپاره باید انقلاب مسلمانان پیل کړي. هغه مسلمانان چې کلونه کلونه یې په عزت او سرلوړۍ کې ژوند کاوه او اوس د واحد دولت په نشت کې د نړۍ تر ټولو ذلیل انسانان دي. اسلامي امت هغو شرایطو ته په کتو چې پرې واکمن دي، باید ټکان وخوري، له خپله ځایه نه یوازې د ځان، بلکې د ټولو لپاره د هوساینې او ارامۍ رامنځته کېدو په شعار  او د یو خوځښت، انقلاب او داسې طوفان لپاره راپاڅي چې له اسلامي عقیدې یې سرچینه اخیستې وي او د دولت ـ ملت اوسني سرحدونه او نشنلستي پولې له منځه یوسي. د دغه انقلاب پایله باید د اسلام د پلي کېدو لامل شي او دغه لارورکي او تیت پرک پاتې کېدل نه یوازې د مسلمانانو پر ژوند اغېز کوي، بلکې د نامسلمانو د ژوند حالت به هم ورسره بدل شي. د اسلام پلي کېدل د اسلامي دولت له شتون پرته ناشوني دي، یعنې د نبوت پر تګلاره خلافت دولت باید واکمن شي، څو اسلام پلی کړي. هغه دولت چې کلونه کلونه اسلامي امت د هغه تر چتر لاندې په ارامۍ کې ژوند کاوه او د ژوند شرایطو یې له اوس سره ډېر توپیر درلود. حتا نامسلمانو هم هغه خپل دولت باله او په ټولې خوښۍ یې د خلافت دولت تر سیوري لاندې ژوند کاوه او خلافت دولت هغوی ته له مسلمانانو سره یو ډول امتیازات ورکړي وو. د دوی په حق کې هېڅ ډول توپیر او تبعیض روا نه و.

لیکوال: سهیل صالحي

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې