الواقیه تلویزیون: ایا عزتمندو فقهاوو د وضعي قانون جوړولو له آثارو(او تالیفاتو) ګټه اخیستې؟!
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۲مه، چهارشنبه، ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۳۱مه
د معره النعمان حومې د مشرانو یو پلاوي ترکي ځواکونو ته د ترکیې د څارنې د یوې ادارې له لارې خپل پیغام وړاندې کړ
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر ۳مه
د فلسطین له مبارکې خاورې د شیخ عوده ابو قصی د جمعې خطبه
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
د حزب التحریر- ولایه سوریې غړي استاد حسن دویک د حلب، لودیځې حومې په کفر ناصح جامع مسجد کې پیغام وړاندې کړ.
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۳مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر لومړی
حزب التحریر- ولایه سوریې د کفر تعال په کلي کې د سوچي د خاینانه پرېکړې د لغو او مخالفت په تړاو لاریون وکړ.
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
یوه حیله چې له شیطانانو سره مله کفار یې کاروي، له جګړهییزې تندلارۍ سره د مبارزې په نامه د پروژو عملي کول دي، چې په انګریزي کې د Counter Violent Extremism (CVE) په نامه یادېږي. زیاتره سفارتونو د دغه ډول پروژو د پلي کولو لپاره میلیونونه ډالر ځانګړي کړي، چې له کورنیو اجنټانو او د افغانستان د لاسپوڅي دولت سره په همغږۍ او جوړجاړي د خلکو د ژوند په مختلفو اړخونو کې تطبیقېږي. د دغو پروژو د عملي کولو طریقه پر افغاني ټولنه د څېړنو پر اساس ولاړه ده، ترڅو حساسیت پاروونکي موضوعات چې د دغه هېواد د مسلمانانو په افکارو او فرهنګ کې ځای لري، وپېژني.
په دغو حساسیتونو کې کورني موضوعات لکه: د ښځې او خاوند، خور او ورو اړیکې او یا نورو ټولنیزو موضوعاتو لکه د نر او ښځې ګډون، د مسلمانانو تر منځ اخوت او وروري، د سیکولر نظامونو پر وړاندې حساسیتونه، په اسلامي خاورو کې د غرب له بهرني سیاسته نفرت او داسې نور موضوعات راتلی شي. دا ډول افکار د مسلمانانو په اوسنیو ټولنو کې ډېر حساس دي او د یو دوو مواردو په استثنا چې د یوې ټولنې په عنعناتو او فرهنګ پورې تړلي دي، په حقیقت کې نور ټول په دیني او عقیدتي مفکورو کې رېښې لري. حتی داسې موضوعات دي چې په دیني نصوصو کې د فریضې تر کچې تاکید ورباندې شوی، لکه: حجاب.
کله چې دا ډول موضوعات وپېژندل شول، په مختلفو کټګوریو یې وېشي او په مختلفو نومونو د افراطیت ټاپه ورباندې وهي او وروسته له نړیوال ترورېزم سره تړاو ورکوي. بیا هڅه کوي، داسې لارې چارې طرحه کړي ترڅو په تندلاري افراطیت باور پيدا نه کړي، له هغه يې لرې وساتي او د دغه ډول افکارو په مقابل کې عادي یا Desensitize شي.
د CVE یو پروګرام دا دی چې قطعي او متفق علیه موضوعات د بحث او مناظرې پر موضوعاتو بدل کړي. هڅه کوي چې په رسنیو کې د مقالو، په پوهنتونو کې د مباحثو او د مدني ټولنو د شبکو په وسیله د رسالو د چاپ له لارې پر دغو موضوعاتو بحث وکړي. کله چې یوه قطعي او ناجنجالي موضوع د بحث وړ شوه، تر دې چې هر سړی وکولی شي چې هغه نقد یا رد او تایید کړي، نو دا مفکوره خپل اهمیت له لاسه ورکوي او نور د یوه قطعي حقیقت په توګه نه منل کېږي.
په دویم قدم کې د دغه ډول موضوعاتو د لاښې پېژندنې لپاره ترتیب شوي پيغامونه او رسالې د سیاسي او مدني فعالانو، رسنیو او حتی تبیلغاتي شرکتونو په لاسرسي کې ورکول کېږي، ترڅو په مناسبو فرصتونو کې په تدریجي ډول کار ورباندې وکړي او په خاصو شرایطو کې بحث پرې وکړي. ښايي کله یو دوه کسه د حجاب د لرې کولو پر موضوع خبرې وکړي؛ خو کله چې درې څلور کسه او وروسته یوه ډله د حجاب په مقابل کې مخالفت ښکاره کړي، په پایله کې حجاب چې یوه الهي فریضه او په افغاني ټولنه کې یو قطعي ناجنجالي دیني حقیقت دی، پر یوه عادي چاره او د نقد وړ موضوع بدلېږي او په پایله کې ټولنه د هغه په اړه بې احساسه یا Desensitize کېږي.
دا باید په یاد ولرو چې د کفارو دغو ټولو شیطاني هڅو په لومړیو مرحلو کې د دې خاورې پر پخو عمر لرونکو مخاطبانو کومه نتیجه نه ورکوي؛ خو د دویم او درېيم نسل پر مخاطبانو هرو مرو اغېز کوي او له همدې امله په پوهنتونو او مکتبونو کې پر ځوانانو زیات تمرکز کېږي. ځکه دا مسئله ټولو ته روښانه ده، چې ننی افغانستان د اجتماعي اخلاقو له نظره له ۱۷ کاله مخکې افغانستان ډېر توپير کړی او دا تغیر داسې ورو و چې شاید ډېر کم خلک ورته متوجه شوي وي او یا هم ښايي هغه مهال ورته متوجه شي چې ډېر عقیدوي او قطعي مسایل په ټولنه کې عادي او غیر حساس شوي وي.
بل ټکی چې مسلمانان باید ورباندې وپوهېږي دا دی، چې کفار په هر حال کې زیاتې پيسې او سختې هڅې دې ته ځانګړې کوي چې مسلمانان بېلارې کړي. مګر د الله سبحانه وتعالی دغه قول ته په کتو دوی په دنیا او آخرت کې له ماتې سره مخ کېدونکي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾
[الأنفال:٣٦]
ژباړه: کافران د (خلکو) د بېلارې کولو لپاره خپل مالونه لګوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به یې د حسرت او پښېمانۍ لامل شي او ماتې به هم وخوري. بېشکه چې کافران به ټول دوزخ ته راټول کړل شي.
الله سبحانه وتعالی خپل کتاب د بشر د هدایت لپاره رالېږلی، چې په هغه کې یې شیطان د انسانانو ښکاره دښمن معرفي کړی، ترڅو خپل بنده ګان یې د دغه ښکاره دښمن له شره په امن کې وي. هغه سبحانه وتعالی یوازې د دغه دښمن په معرفي بسنه نه ده کړې، بلکې د شیطان هغه حیلې او مکر یې د خپل هدایت په کتاب (قرآن) کې لا ډېر روښانه کړی، چې له صراط مستقیم څخه د بندهګانو د بېلارې کولو لپاره یې کاروي.
د شیطان یو مکر د ګناه او ناوړه اعمالو په مقابل کې د حساسیت او نفرت له منځه وړل دي. یعنې مخکې له دې چې یو بنده د ناوړه عمل تر سره کولو ته تحریک کړي، د دغه عمل په مقابل کې د ده حساسیت په تدریج له منځه وړي. له همدې امله الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې مومنانو ته دستور ورکړی، ترڅو د شیطان په لاره ولاړ نه شي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾
[بقره:٢٠٨]
ژباړه:اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ټول اسلام بشپړ ومنئ او په هر اړخیز ډول پکې داخل شئ او د شیطان د وسوسو پيروي مه کوئ (د هغه په لاره مه ځئ). بېشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.
د شیطان خطوات یا ګامونه همغه مکرونه دي، چې شیطان یې له مفسدینو او ګمراهانو سره په جوړجاړي د مسلمانانو د غولولو لپاره کاروي. ځکه ډېری وخت ذاتاً خپله همغه عمل په واقعیت کې ښکاره ګناه نه ګڼل کېږي؛ خو بالاخره په خلکو کې په ناوړه ګناهونو او فساد تمامېږي. د خپل ويښتابه او له فتنې څخه په امن کې پاتې کېدو لپاره پر موږ مسلمانانو واجبه ده، چې د کفارو (چې خپله د شیطانانو استازي او ملګري دي) مختلفې حیلې او مکرونه مطالعه کړو او ویې پېژنو. دا مکرونه اوسمهال په اسلامي خاورو په تېره بیا په افغانستان کې د ډېرو سنجول شوو پروژو او پروګرامو په اډانه کې تطبیقېږي. زیاتره د دغه پروګرامونو موخه د امت ځوانان دي، چې د اسلامي نظام د نشت پر اساس یې مناسب فرصتونه او ظرفیتونه نه دي موندلي، ترڅو له خپلو دیني سرچينو سره سم، لازم او دقیق فهم پيدا کړي.
دا پروګرامونه د ډېرو جذابو پروګرامو لکه سوله، زغم او یو بل منل، د کثرتګرا ټولنو جوړولو او نورو جذابو نومونو په اډانه کې تطبیقېږي؛ خو په حقیقت کې دا پروګرامونه د (Desensitization Programs) یا حساسیت له منځه وړونکي پروګرامو په نامه یادېږي. منشاء او نهايي هدف یې په ټولنه کې د منکراتو عادي کول او د منکراتو او استعمارګرانو په مقابل کې د مسلمانانو حساسیت او نفرت له منځه وړل دي.
جمال ترهکی
چین دولت په ختیځه اسلامي خاوره سینکیانګ کې د مسلمانانو يرغمل نیولو ته ادامه ورکوي. په دې وروستیو کې د بي بي سي د سپوږمکیو څېړنو موندلې وه چې د چين په ختیځ کې لسګونه اډې جوړې شوې، چې چین یې د زده کړو او ښوونو مرکزونه بولي؛ خو زندانونو ته ورته داسې ځایونه دي، چې په اړه یې څوک معلومات نه لري. د چین دولت یو میلیون اویغور مسلمانان له هر راز تورنېدو او محاکمې پرته دغو مرکزونو ته وړي او د اسلام پر ځای يې تر چينايي فکري، فرهنګي او کمونېستي زده کړو لاندې نيولي دي.
چين تر دې وروستيو د دغو مسلمانانو له نیولو انکار کاوه او رسنیو ته به يې د هغو پخو عمر لرونکو کسانو ټولګي ورښودل چې ظاهراً به يې په خپله خوښه په دغو مرکزونو کې د ګډون ادعا کوله. خو تازه یې د یوه نوي قانون په تصویب دا اډې قانوني اعلان کړې او د اسلامي افراطیت په پلمه یې د اویغور مسلمانانو پر ځپلو تاکید وکړ. په داسې حال کې چې د چین دولت ياد اویغور مسلمانان د زده کړو په پلمه مجبوروي، ترڅو د تل لپاره له اسلام او اسلامي عقایدو تېر شي. علناً شراب او د خوګ غوښې وخوري. علما او ملا امامان يې د چين د فرهنګ له مخې ګډا او ډانسونه ترسره کړي. هغوی ته د دې خبرداری ورکول کېده؛ که دا کار ونه کړي نو په دغو اډو کې به زنداني کيږي.
د ختيځ ترکستان له مسلمانانو څخه د جوړو شوو «عقیدتي بیا ښوونې» مرکزونو شمېر په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دی. د چين حکومت اسلامي عقايد، اسلامي احکام لکه لمونځ کول، روژه نېول او حجاب مراعتول او همداراز ږېره درلودل افراطي عقايد، کړنې او جامې بولي. پر دې سربېره په دغه مسلمان مېشته سيمه کې ټول جوماتونه په دقیق ډول څارل کېږي، ترڅو مسلمانان په زور اړ کړي چې د چین د کمونېست ګوند شعارونه ورکړي او د دوی په اند د سختدریځۍ ضد قوانین ومني.
د دغو زندانو په مخ کې هره ورځ سلګونه کسان انتظار باسي، ترڅو د خپلو کورنیو له نیول شوو غړو سره وګوري. خو د چین حکومت ژورنالېستانو ته له دغو کسانو سره د خبرو، مرکزونو ته د ورتګ او عکاسۍ اجازه نه ورکوي. تېر کال هم داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې چین هغو کسانو ته چې ږيره لرونکي هلکان یا باحجابه ښځې پولیسو ته معرفي کړي، ۲۰۰۰ یوان چې ۲۷۵ یورو کېږي، مالي اجوره ورکوي؛ ترڅو د مسلمانانو د عباداتو، ږيرو، حجاب او نورو معاملاتو په اړه حکومت ته خبر ورکړي.
د اویغور مسلمانانو پر وړاندې د چین دولت د ظلمونو لړۍ تر هغه پخوانۍ ده، چې دغه سيمه د خلافت دولت له واکمنۍ څخه ووتله. تېر کال هم چیني چارواکو په سینکیانگ سیمه کې د قرآن کریم او جاینمازونو او ټولو هغو څيزونو چې په دیني چارو پورې تړاو لري د ټولولو امر ورکړی و او مخالفین يې د مخالفت په صورت کې پر سختو سزاګانو ګواښلي وو.
له مسلمانانو سره د چين دولت له دا ډول معاملې سره-سره زموږ په هېواد کې هغه چارواکي چې پخوا يې د شوروي اتحاد ګوډاګيتوب کړی و او يو شمېر نور چې اوس د امريکا او ناټو ګوډاګيتوب کوي، له دې حيا نه لري چې په راتلونکي کې د چين اخلاصمن لاسپوڅي شي او هر وخت له چين څخه د سولې، د معدنونو په استخراج، د امنيتي ځواکونو په تربيه او تمويل او فرهنګي راکړې ورکړې باندې ټينګار کوي. په داسې حال کې چې چينايي دولت له اسلامي امت سره بالفعل خونړۍ جګړه روانه کړې ده او زموږ د عقيدې وروڼه يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
خالد ايثار
پوښتنه:
د سوريې نظام خپل ځواکونه د ادليب ولایت جنوب لوري ته ولېږل او روسيې هم د ادليب د جګړې لپاره تياری وښود، یانې په سوریه کې «وروستۍ لويه جګړه!» او ترڅنګ یې پوځي تمرينونه هم ترسره کړل چې دا د مديترانې په ختيځ کې د نوي تاريخ ترټولو پراخ عمليات دي. د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۷ مه، په تهران کې د روسيې، ترکيې او ايران تر سرمشريزې وروسته ډېر خلک د جګړې د پيلېدو په تمه و. د ترکيې ولسمشر اردوغان په ادليب کې د جګړې له پېښېدو سره مخالفت درلود، ځکه نو د جګړې پرځای يې د خوندې سيمو د رامنځته کېدو پر سر د اردوغان او پوتين ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۱۷ مه هوکړه وشوه. د دغه بدلون دليل څه دی؟ امريکا هم په تونده لهجه ګواښ وکړ چې د کيمياوي وسلو بريد به و نه زغمي او ځينې اروپايي هيوادونو هم ياد ږغ بدرګه کړ... د ادليب د جګړې په تړاو د نړيوالو او سيمه ييزو دريځونو واقعيت څه دی؟
ځواب:
د دې لپاره چې د ادليب د جګړې په تړاو په نړيوالو دريځونو پوه شو، موږ بايد لاندې واقعيتونه په نظر کې ونيسو:
1 په پيل کې، موږ ويلی شو چې امريکا د ملاتړ تر نامه لاندې مخالفين تېرباسي. امريکا د ترکيې او سعودي دولتونو تر شاه ولاړه ده، ترڅو د دوی له لارې د «ګازرو او لرګي» یانې د مکافاتو او مجازاتو د تګلارې پر بنسټ سوري ډلې تېرباسي او د بيا پخلاينې او اوربند لور ته يې کشوي، ترڅو د مخالفينو له لوري نيول شوي سيمې د سوريې نظام ته تسليم کړي. په حقيقت کې په جنوب کې د امريکا پيغام مخالفو سوري ډلو ته څرګند او پرانيستی و، چې دوی دې د سوريې د پوځ د تهاجمي بريدونو په تړاو له امريکا د ملاتړ غوښتنه نه کوي. په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکې هيلې په يوه خبري کنفرانس کې د ادليب په تړاو وويل: «دا يو وېرجن حالت دی او که دوی غواړي چې سوريه په خپله ولکه کې واخلي، دوی دا کار کولی شي» د نوموړې اشاره د بشارالاسد حکومت او د دوی متحدينو روسيې او ايران ته وه.... نوموړې زياته کړه: «خو دوی يې د کيمياوي وسلو په مټ نه شي کولی». (رويټرز، ۲۰۱۸/۹/۴) د امریکا مخالفت د کمیاوي وسلو پر سر دی، نه د نظام له لورې د سوریې د کنټرول پر سر. دا د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ له خبرو په ډاګه ښکاري. «د ترکانو، سوريايانو او روسانو ترمنځ د ترهګرۍ ضد عملياتو په تړاو نور بحثونه بايد وشي، چې دا يوه سمه طريقه ده او له هغه دوديزو پراخو عملياتو څخه به بېل وي». هغه وويل: زه وړانديز کوم چې د ترهګرۍ ضد عمليات په داسې طريقه وشي، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې کمه وي». (ريوټرز، ۲۰۱۸/۹/۴) امريکا هر هغه وخت چې وغواړي کولی شي خپله تګلاره د نظام په مټ پلې کړي، د کيمياوي وسلو موضوع د پلمې په توګه راپورته کوي. سوري نظام د امريکا له ملاتړ څخه بشپړ ډاډ لري. د امريکا له ملاتړ پرته ايران او روسيه به سوريې ته نه وو راغلي، ترکيې او سعودي به پر وسله والو ډلو فشار نه و راوړی چې اور بند وکړي او له نيول شويو سيمو څخه ووځي، ترڅو سوري نظام يې ونيسي او همدا رنګه د سوريې وحشي نظام به په نړيواله ټولنه کې نه و مطرح شوی چې د جينوا په خبرو کې برخه واخلي او هغه مشروعيت به يې نه و ترلاسه کړی چې د پاڅون په لومړيو کلونو کې یې له لاسه ورکړی و.
2 امريکا د روسيې پوځي مداخلې ته اجازه ورکړه، چې د سوريې له نظام څخه ملاتړ وکړي. روسيې، ايران او ملېشه و ورسپارل شوې دنده بشپړه کړه او په پايله کې سوريې نظام د سوريې ډېره برخه په خپله ولکه کې واخيسته. تر ټولو وتلې او مهمه برخه چې د نظام له ولکې څخه بهر پاتې ده، هغه ادليب دی... روسيه په سوريه کې ښکېله شوې او غواړي چې ادليب ته په زور سره ننوځي، ترڅو له ياد پوځي کړکېچ څخه را بهر او سياسي چارو ته پاملرنه ډېره کړي. امريکا بيا غواړي چې د ادلیب تر جګړې مخکې سیاسي حللاره ولټوي او د ادلیب موضوع څخه په ګټې اخستنې سره پر روسيه فشار راوړي او ياد پوځي کړکېچ لا پسې اوږد او يا يې هم لنډ کړي، په داسې طريقه چې روسيه د امريکا سياسي حللارې ته غاړه کېږدي او شرط يې دا وي چې روسيه او مخالفين به دواړه له سوريې څخه خپلي اډې باسي. يانې روسيه به خوښه شي چې د نورو زيانونو له ګاللو پرته سوريه پرېږدي! د ترکيې مخالفت له روسيې سره د ادليب د جګړې په تړاو، د امريکا پلان دی چې ترکيه يې پلی کوي.
3 د ټرمپ له راتګ وروسته، روسيې له سياسي حللارې پرته په سوريه کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړ او د ترکيې په همږغۍ يانې د امريکا په خوښه يې غوطه ونيول او په ورته لاره يې جنوب هم ونيولو... په ورته وخت کې امريکا له روسيې سره له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، ځکه د ټرمپ ادارې د روسيې د پوځي عملياتو څخه مخکې په سوريه د روسيې لپاره کوم سياسي رول په نظر کې نه و نيولی. کله چې د سوريې وسله وال پاڅون په ادليب کې وځپل شو، روسيې غوښتل چې پوځي عملياتو ته دوام ورکړي، پوځي ځواک يې ولېږلو او په مديترانه کې یې پوځي تمرينونه وکړل، چې په دغو تمرينونو کې یې په لومړي ځل د خپل تاریخ په اوږدو کې له لويو بېړيو، ستراتيژيکو هوايي وسلو او نږدې واټن ويشتوونکو هوايي وسلو څخه په ختيځه مديترانه کې کار واخيست. ځان يې په لویه ستونزه کې واچوه؛ روسيې داسې کارونه وکړل چې د پايلو په اړه يې فکر نه و کړی او هغه په لاندې ډول دي:
الف- په ادليب کې د هراړخيزو عملياتو په تړاو د ترکيې مخالفت: ترکيه په ادليب کې له هر اړخیزې جګړې سره موافقه نه وه (ترکي وزير په دې اند و چې «ترهګر» بايد پېژندل شوي وای او جګړه ورسره شوې وای او دا یې سمه نه ګڼله چې ادليب تر هراړخیزې جګړې لاندې ونيول شي او ړندې بمبارۍ وشي). [عنب بلدي، ۱۴/۸/۲۰۱۸] د ترکيې مخالفت د روسيې، ترکيې او ايران د ولسمشرانو ترمنځ د تهران په کنفرانس کې ډاګيزه شو. ترکیې په یو حیرانوونکي لاره د ادلیب ضد جګړې په اړه او د کډوالو له بې سارې ورتګ څخه د روسیې پر وړاندې د خپلې وېرې څرګندونه وکړه. دغې چارې روسیه ناارامه کړه او روسيې جګړه د يوې الې په توګه په پام کې ونیوله، ترڅو په سوريه کې سياسي حللاره له منځه یوسي. (د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل، چې پر ادليب ولايت د مخالفینو پر ځایونو باندې به پرله پسې بريدونه په سوريه کې د سياسي حللارې د له منځه تلو لامل وګرځي... اليوم السابع، ۷/۹/۲۰۱۸). کله چې پر ادليب باندې د روسيې د جګړه ييزو هڅو پر وړاندې امريکا خپل ږغ پورته کړ، نو ترکيې هغه د څارنې محلونه چې له ايران او روسيې سره یې د شخړې د کمېدو په موخه د يوې هوکړې پر بنسټ جوړ کړي و، هلته يې وسلې ولېږلې. (ځايي سرچينو او عيني شاهدانو د يکشنبې په ورځ سکای نيوز عربي چينل ته وويل، چې د ترکيې يو پوځي کاروان د ادليب ښار ته چې د ترکيې پولې ته څېرمه پروت او دسوري مخالفينو اونورو ډلو په ولکه کې دی، روان شو. ځايي سرچينو زياته کړه، د ترکيې پوځي کاروان چې ټانکونه، پوځي وسايل او جنګي توکي په کې شامل و، د سوريې په شمال کې د کفرلوسين له لارې ادليب او د ادليب شاوخوا سيمو ته ننوت... سکای نيوز عربي چينل، ۹/۹/۲۰۱۸). له همدې امله، ترکيه په ادلیب کې د نظامي ډلو له منځه وړلو په موخه د روسيې د هوډ پر وړاندې يو خنډ ګرځېدلی دی. پر همدې بنسټ، د تهران له ناستې نهه ورځي وروسته د اردوغان او پوتين ترمنځ په سوچي کې دوهمه ناسته ۱۶/ ۹/ ۲۰۱۸ وشوه.
ب- د ایران په دریځ کې د بدلون نښې: ایران د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۷ مه نېټه په غیر معمول ډول د تهران سرمشریزه کې په ادلیب کې د منځ لارو وسلوالو ډلو او د «ترهګرو» جنګیالیو تر منځ توپیر ته اشاره وکړه، که چېرته دا د ترکيې ولسمشر اردوغان د دریځ ملاتړ وي، چې جنګ ردوي نو دا د روسیې د دریځ مخالفت دی، له دې څخه د ایران دریځ په ښه توګه جوتیږي: (د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د خپل هېواد اراده څرګنده کړه، چې د سوریې کړکېچ ته باید د نظامي حل لارې پر ځای سیاسي حللاره ولټول شي، همداراز ظریف د (دیر اشپیګل) المانۍ ورځ پاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران هڅه کوي چې ادلیب وژغوري، چې ده ورته د «ټول وژنې» نوم ورکړ او دلیل یې په سیمه کې د هر راز پوځي برید سره د خپل هېواد مخالفت ښودلی... (زمان ترکۍ ورځپاڼه، ۱۵/ ۹/ ۲۰۱۸). که چېرته ایرانیان پر خپل دریځ ولاړ وي، نو روسیه به د ادلیب په جګړه کې یوازې وي او له ټینګار سره سره به و نه شي کولای، چې یوازې جګړه مخ ته یوسي.
ج- په ټولو کې له خطره ډک دریځ ښایي د امریکا وي، چې ډېر ژر یې د نظامي برید لپاره ډول وواهه او دلیل یې په ادلیب کې د شونې کیمیاوي وسلې کارول وښودل. روسیه پوهېږي چې امریکا د نظام پر وړاندې یو له هغو ځواکونو څخه ده چې کیمیاوي بریدونه څاري. ځکه نو روسیې ډېر ژر مخالف وسلوال تورن کړل چې د دوی پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د کارولو لپاره چمتووالی نیسي، تر څو د امریکا پاملرنه د هوایي برید په لور کړي. په دې کې یې آن برتانیه پړه وبلله چې په «کیمیاوي دسیسه» کې لاس لري او په عمومي توګه په سوریه کې امریکایي بریدونه روسیه له ډېر شرم سره مخ کوي، خو دا ځل ښايي امریکایي برید ډېر سخت او لوی وي! بولټن د تګلارې په اړه په یوې وینا کې څرګنده کړه: «موږ هڅه وکړه چې په دغو ورځو کې دا پیغام ورسوو، که چیرته د درېیم ځل لپاره کیمیاوي وسلې وکارول شي، نو غبرګون به تر پخوا ډېر سخت وي. زه ویلی شم موږ د بریتانیې او فرانسې سره په سلا او مشورو بوخت یو چې دوی زموږ سره په دويم ځلي برید کې یو ډول دریځ درلود او همداراز هوکړه یې وکړه چې د بل ځلې لپاره د کیمیاوي وسلو کارونه به ډېر کلک غبرګون له ځان سره ولري». (عربیه ۲۱، ۱۰/ ۹/ ۲۰۱۸) روسیه وېره لري چې نه یوازې د امریکا-لویدیځ برید دی چې روسیه له شرم سره مخ کوي بلکې هلته د روسیې پر ځواکونو د برید وېره هم شته.
دـ همداراز د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۴ مه نېټه، د یهودي ادارې له لوري پر وادي العیون، مصیاف ته څېرمه، د حماة او بانیاس په لوېدیځ کې او د طرطوس پر ښار باندې نظامي بريدونه ټول د روسیې نظامي اډو ته نږدې سیمې (د روسي اډې ته ۵۰ کیلومتره نږدې) دي دا بریدونه په طرطوس کې د روسیې نظامې اډې پر سر او د پراخ مانور په جریان کې شوي، چې د روسیې له لورې په مدیترانه کې د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر له لومړۍ تر اتمې نېټې پورې په لار اچول شوی وو ، چې په لویه کچه په لسګونو سمندري او هوایي ځواکونو پکې ونډه درلوده، دا تمرینونه په معاصر تاریخ کې د مدیترانیې په سمندرګي کې د روسیې تر ټولو پراخ تمرینونه وو. د یهودي ادارې له لورې دغه برید روسیه په بې ساري توګه له ننګونو سره مخ کړې ده. «د سوریې نظام اړوند سنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسد نظام هوایي دفاعي ځواک د اسرایلي الوتکو له لورې څو توغندیز بریدونو ته چې حماة ته څېرمه د وادی العیون په سیمه کې شوي وو، ځواب ورکړی. د (سنا) د راپور پر بنسټ هوایي دفاعي ځواک د اسرایلو هغو بریدونو ته ځواب ویلی چې د یوې الوتکې له لوري شوي او په کښته ارتفاع کې د بیروت د لوېدیځ له لوري څخه د شمال لوري ته روانه وه او ځینی نظامي سیمي یې په طرطوس او حماة کې تر هدف لاندې نیولې وې، د راکټونو ځواب وویل شو. «له دوی څخه یې ځیني را وغورځول شول او برید کوونکې الوتکې اړ ایستل شوې چې سیمه پرېږدي». (العربیه ټکی نیټ ۴/ ۹/ ۲۰۱۸) يهودي اداره له امریکا سره له همږغۍ پرته دا جرات نشي کولی چې د روسيې اډې ته څېرمه دا ډول نظامي برید وکړي، ښایي دوی غواړي دا پیغام ورسوي چې د امریکایي ټیکنالوژۍ مخه په روسي (S-500) هوایي دفاعي سیستمونو نشي نیول کېدای، ځکه نو روسیه به ښایي وېره ولري چې د لوېدیځ والو بمبارونه به په سوریه کې د دوی اډې او یا الوتکې په نښه کړي.
ھ- دا هغه څه دي چې پېښ شول، ادلیب ښار ته څېرمه روسۍ الوتکه له منځه یووړل شوه، چې دې کار په ریښتیا سره روسیه له ستونزې سره مخ کړه: د روسیې هوایي ځواک ویاند تورن جنرال ایګور کناشنکوف وویل، «چې (اسرایلي) پیلوټانو روسۍ الوتکه محاصره کړه او بیا یې دې ته برابره کړه چې د سوریایانو له لورې تر برید لاندې ونیول شي او په پایله کې د الوتکې د را نسکورېدو لامل شوه. نوموړي زیاته کړه: دا ممکنه نه وه چې اسراییلي هوایي څارونکو او د F-16 پیلوټانو دې روسۍ الوتکه نه وي لیدلې، ځکه دا الوتکه د پنځه کیلومترۍ ارتفاع ته را کښته شوې وه، خو بیا هم دوی په قصدي توګه ولمسول. یوه El-20 الوتکه د پنځلس سپرلیو سره هغه مهال را نسکوره شول، چې بېرته د حمیمیم هوایي اډې ته، چې د اللاذقیة ساحلي ښار ته څېرمه پرته ده پر لاره وه او دوشنبه ماښام د «مخالفینو د توغندیو» له امله تر برید لاندې راغله. اسراییلي ویاند وویل، چې اسراییلو ته په سوریه کې روسي هوایي ځواکونو مخکنۍ خبرتیا نه وه ورکړې او دوی د عملیاتو راپور تر عملیاتو څه کم یوه دقیقه وړاندې د ټلیفوني بېړنۍ کرښې له لارې تر لاسه کړ، دوی زیاته کړه:موږ ونه شول کولی، چې روسۍ الوتکه کومې خوندې سیمې ته ولېږدوو. (سکای نیوز عربي، د سه شنبه ماپښین ۱۸/ ۹/ ۲۰۱۸) د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کناشنکوف د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه د سه شنبې په ورځ وویل چې (اسرایلو) په سوریه کې د روسیې هوایي ځواکونو مشرتابه ته خبرداری نه دی ورکړی، چې دوی اللاذقیه ته څېرمه عملیات لري. کناشنکوف زیاته کړه: اسرایلو د روسي ځواکونو رهبرۍ ته په سوریه کې د پلان شویو عملیاتو په اړه خبرداری نه دی ورکړی. راپور تر عملیاتو څه کم یوه دقیقه مخکې د بېړنۍ ټلیفوني کرښې له لارې راغی، چې په دې موده کې روسۍ الوتکه ونه توانېده چې خوندي سیمې ته شاتګ وکړي. ویاند زیاته کړه چې اسرایلي الوتکې کولی شول چې روسۍ الوتکه تر پوښښ لاندې راولي، ځکه نو وروسته د سوریې دفاعي سیستم له لورې تر برید لاندې راغلل، د نوموړي په وینا اسرایلی الوتکو قصداً د اللاذقیه سیمې ته څېرمه خطرناکه حالت رامنځ ته کړ، هغه اشاره وکړه چې د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۷مه نېټه د اسرایلي هوایي ځواک څلور ایف-16 الوتکو اللاذقیه ته څېرمه څو هدفونه بمبار کړل. دا برید له ټيټې ارتفاع څخه ترسره شو. کناشنکوف وویل، چې د غیر مسولانه ارزونې په پایله کې ۱۵ روسي عسکر ووژل شول، چې دا د روسیې او اسرایلو د ملګرتیا له روح سره اړخ نه لګوي. (عربي سپوتنیک خبر ۱۸/ ۹/ ۲۰۱۸).
دا ټولې بېلګې ښيي چې روسیه نه شي کولی د ادلیب قضیه له نظامي پلوه حل کړي، ترڅو له دې معما او کړکېچ څخه را ووځي او په دې نه ده توانېدلې چې د یهودي ادارې د تحرکانو مخه ونیسي، کوم چې د امریکا له لورې هڅول کېږي!
1 ځکه نو امریکا غواړې روسیه په سوریه کې ګير پاتې شي او تر هغو ونشي وتلای، تر څو د امریکا د پلان سره سم سیاسي حللاره په پوره توګه پلې نشي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د چهار شنبې په ورځ د رویټرز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: (روسیه په سوریه کې ګېر راغلې او نورو ته په تمه ده چې هلته تر جنګ وروسته د بیا رغونې لګښت په غاړه واخلي). له دې څخه څرګندېږي چې دا چاره واشنګټن ته له مسکو سره په خبرو اترو کې موکه په لاس ورکوي. بولټن ویلي، چې واشنګټن د مسکو سره د خبرو اترو لاس غځولی، ځکه «روسیه اوس مهال هلته ګېر پاتې ده» نوموړي زیاته کړه «روسیه نه غواړي هلته ګېر پاتې شي...». (سرچینه: عربي. سپوتنیک نیوز ۲۲/ ۸/ ۲۰۱۸).
روسیه د امریکا په دې پالسۍ پوه شوې او ښایي په سوریه کې د امریکا د ښکېلتیا په مفهوم هم پوه وي. روسیه په ریښتیا هلته ګېر پاتې ده او نشي کولی تر هغې ووځي چې د امریکا اجازه نه وي، کوم چې په سوریه کې د نفوذ لپاره ټول وسایل په لاس کې لري. له دې امله، روسیه نشي کولی پر ادلیب هغه برید سرته ورسوي چې د سوریې کړکېچ د پای ته رسېدو په هیله تنظیم شوی و، ځکه ترکیې (د امریکا په لمسون) نیوکه کړې او ایران چوپتیا غوره کړې..... ځکه نو د ایران ناسته چې د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر اوومه نېټه ترسره شوه، بې پایلې پای ته ورسېده او د روسیې هغه پلان ونه منل شو چې پر ادلیب د برید لپاره یې درلود او غوښتل یې کړکېچ په روسي حللاره پای ته ورسوي. له دغې ناستې یوازې څو ورځې وروسته اردغان او پوتین ګډه غونډه وکړه او د برید پر ځای پر غیر نظامي سیمو سره سلا شول! دا د امریکایي مهربانۍ په پایله کې وشول، نیواسټي خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي وینا را اخیستې چې د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۱۸مه نېټه یې دغه اژانس ته ویلي: «موږ د دې هرکلی کوو، روسیه او ترکیه هڅوو تر څو عملي ګامونه اوچت کړي او د اسد د دولت او متحدینو له لورې پر ادلیب د نظامي بریدونو مخه ونیسي... » په دوشنبه د روسي ولسمشر ولادمیرپوتین د خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره د هوکړې اعلان وکړ.
د ادلیب ولایت په شمال لوېدیځ کې د «غیر نظامي سیمو» جوړېدل به د اکتوبر پر ۱۵ مه پیل شي، چې د نوموړو سیمو اړوندو هېوادونو له لورې به اداره کېږي. روسي ولسمشر د غونډې په پای کې د خپل ترکي سیال سره د سوچي په تفریح ځای کې وویل: «موږ د "غیر نظامي سیمو" پر جوړولو سلا ته ورسېدو، چې د ارتباطي کرښې په اوږدو کې به د ۱۵ او ۲۰ کیلومترو په مساحت سیمه په ځان کې را نغاړي او د روان کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه به پیل شي. پوتین وویل چې دغه هوکړه د «سخت او جدي حالت» استازیتوب کوي، ترڅو د دې”ستونزې د حل لپاره پرمختګ“ رامنځته شي. له خپله اړخه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو روسي اژانسونو ته ویلي، چې دا هوکړه به د څو ورځو لپاره د سوریې د مخالفو ډلو پر وروستي سنګر د برید کولو مخه ونیسي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا هوکړه د دې مانا لري چې هلته به په ادلیب کې کوم نظامي برید نه ترسره کېږي، وزیر په ځواب کې وویل «هو». (د انټرفاکس او تاس اژانسونو په حواله...) په مقابل کې اردغان د دوو ولسمشرانو تر غونډې وروسته په خبرې کنفرانس کې وویل: روسیه به ټول هغه اړین ګامونه اخلي، ترڅو دا یقیني کړي چې په ادلیب کې به پر رامنځته شویو امن سیمو کوم برید نه کېږي. (فرانسه۲۴/فرانس پریس خبرې اژانس ۱۷/ ۹/ ۲۰۱۸).
پر همدې بنسټ، روسیې د ادلیب ویشتل ودرول او خپلې هغه بېړۍ یې بېرته راستنې کړې، کومو چې په مدیترانه کې یې نظامي تمرینونه کول، لا تر اوسه روسیه امریکا ته مخامخ او یا د ترکیې له لارې زارۍ کوي چې د ادلیب قضیه له نظامي اړخه تر سیاسي حللارې وړاندې پای ته ورسوي. خو امریکا پر ادلیب د هر ډول نظامي حللارې تر مخه یو سیاسي حللاره غواړي، تر څو د فشار د یو پاڼې په توګه کار ترې واخلي او روسیه په سوریه کې د هغې د نظامي اډو له امله تورنه کړي او بیا اپوزیسون وهڅوي چې د اډو موضوع د سیاسي حللارې پر مهال را پورته کړي... د دې تر شا تر هر څه مخکې د امریکا او ترکیې ګټې وې چې روسیه پر ادلیب له برید کولو څخه را وګرځوي او دا هر څه د امریکا د ګټو لپاره وشول، نه د دې لپاره چې ادلیب ته له رسېدلو څخه د نظام مخه ونیسي او یا د ملکي وګړو ساتنه وکړي، خو هغه مهال امریکا د حللارې پلي کول غواړي او روسیه یې هم منلو ته اړباسي. بیا نو د ادلیب د وینو توېدو، د ملکي یا غیر ملکي وګړو، د نظامي او غیرنظامي سیمو په اړه اندېښنه نه لري... او د دوی دا هر څه کړنې تاریخ په ښه توګه بیانوي، چې دوی د سوریې په بېلابېلو سیمو کې څه وکړل او د دوی جنایتونه ټولو ته ښه څرګند دي...
1 دا په ادلیب کې د سیمیز او نړیوال پلوه د جګړې د مسلې اړوند د اغېزمنو دریځونو واقعیت دی... خو یو څه شته چې د الله په اراده کولی شي په نړیوال او سیمییز ډګر کې د مېز پر مخ بدلون رامنځته کړي، چې هغه په ادلیب کې د هغو ډلو رول دی چې په رښتیا او د زړه له اخلاصه یې د الله لپاره کړي. نوموړې ډلې دوه ډوله دي:
لومړی: هغه ډلې دي چې له ترکیې سره ملګرې شوې، چې په بېلابېلو سیمو کې یې په شاتګ کړی او خیانتونه یې کړي. دوی د ترکیې د پیاوړي فشار په پایله کې د سولې او پخلاینې نظریې خپروي او د دغو ډلو مشران هغه څوک دي چې خپل وجدان او ضمیر یې پلورلی او د سعودي پیسو غرق کړي دي. دا هغه ډلې دي چې ترکیې د استانې خبرو اترو ته و هڅولې او په پایله کې د خوندي سیمو د رامنځته کولو جوګه شوې. دغه ډلې نن ورځ د حقیقت په هنداره کې خپل ځان ویني یانې همدوی وسیلې وې چې د سوریې پاڅون یې کاواکه کړ او د ترکیې د ورکړو ژمنو له امله یې ډېرې سیمې له لاسه و وتلې او دا د دوی خطا په ډاګه کوي... ځکه د دغو ډولو لیکې لا له وفادارو او ایماندارو وګړو څخه تشې نه دي پاتې، یوه د پام وړ ګنګوسه د ترکيې د خیانت په اړه د نوموړو ډلو ترمنځ ګرځي راګرځی، اردغان ورڅخه یادونه وکړه لکه د تهران په غونډه کې یې د روسیې او ایران له ولسمشرانو پوتین او روحاني سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، نوموړي وویل«مخالفه ډله د سیمو د پرمختګ یانې د خوندي سیمو د رامنځته کېدو وروسته د فریب او دوکې خوړلو احساس کوي». (Al Jazeera.net 7/9/ 2018) اردغان مني هغه پلان چې د سوري ډلو د دوکه کولو په موخه یې په لاره اچولی، دوی ته څرګند شوی او دا هغه څه دي چې دی ورڅخه په وېره کې دی. دی انګېري ښايي دغو ډلو ان تر اوسه پورې له هغو ډلو سره جګړې ته زړه نه وي ښه کړی چې د ترکیې له پلان سره سم د سولییزې حللارې ردول غواړي... او د ترکيې د دوکه کولو له افشاء او څرګندوالي څخه ښکاري که چېرته پر دوی برید کېږي پر وړاندې به یې په بیړه او کلکه جګړه کوي...
دويم: نورو ډلو ته ډېر ځلې د رسنیو له لارې د «ترهګرو» نوم ورکول کېږي. دغه ځواک د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو پاڅونوالو د جلا وطنۍ لامل ګرځېدلی، لکه غوطه، سهېل، حمص، د حلب ختیځ ښار او نور. دغه ځواک د سیمې مهمې برخې اداره کوي. د وګړو او جنګي وسایلو په شمېر کې د اختلاف سره سره، ښایې له دوی څخه د هغوی وېره د سوریې په اړه د امریکا په پخوانیو راپورونو کې خلاصه شي او د هغوی په څرګندونو کې راغلي و، چې د سوریې په افوزیسیون کې «افراطي» ځواکونه د سوريې په جګړییز ډګر کې په لویو جګړو بوخت دي، که څه هم د شمېر له پلوه ډېر زیات نه دي.
نو دا هغه سرسخته ځواک دی چې په اسانۍ سره له ماتې سره مخ شي... په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د ادلیب سیمه د پاڅونوالو وروستۍ سنګر ګڼل کېږي. په عمومي توګه به په دې سیمه کې جګړه سخته وي، لکه څرنګه چې پاڅونوال په لومه کې راګېر شوي او له دې پرته بله د وتلو لاره نه شته. د دې ټولو لپاره، له نظامي اړخه اړینه نه ده چې جګړه دې د نظام په خوښه په لاره واچول شي، سره له دې چې د دې موخې لپاره د روسیې له لورې یو لوی نظامي ځواک چمتو شوی. په ادلیب کې د جګړې له اوږدوالي، د نظام له لورې پر محلي ځواکونو او پر خپلو پلویانو د تمرکز سره سره ښایي د هغو نورو سیمو پر مخ دروازې پرانیزي، چې د نظام په ولکه کې وې او اوس به یې له ولکې وځي.
له دې امله، دغه ټولې بېلا بېلې ډلې که الله سبحانه وتعالی ته مخلصي او رښتنې وي، نو د امریکا د فشار په پایله کې به یې د روسیې له کړکېچ څخه په ګټې اخستنې سره، هغه تورنه او متهمه کړې وي، د ترکیې دوکې، چل او فریب ته به یې غاړه نه وي اېښې او دغه راز د سعودي پیسو ته به یې سترګې نه وي پټې کړي... له دې او له هغې نه وړاندې تل باید د الله سبحانه و تعالی وینا را یاد شي:
﴿كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ﴾
[بقرة: ۲۴۹]
ژباړه: ډېر ځله داسې شوي چې يو وړوکی ټولګی د الله سبحانه وتعالی په امر پر يوه لويه ډله برلاسه شوی دی.
دوی تسلیم نشئ او له الله سبجانه وتعالی څخه په رښتیا مرسته وغواړئ، نو بیا به دوی د الله په اراده سره د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پلانونه له خاورو سره خاورې کړي او په ادلیب کې به سخته ماتې ور په برخه کړي.
﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾
[الحج: ۴۰]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د هغه مرسته وکړي. الله سبحانه وتعالی ډېر زورور او بر لاسی دی.
خبر:
په دې وروستیو کې رسنۍ پرېمانه راپورونه او خبرونه خپروي، چې د تېلو بیې به ډېر ژر یو بېرل سل ډالرو ته پورته شي او یا ښایي تر دې هم لوړې شي (oilprice.com). ټرمپ په ډېره تنده لهجه له سعودي عرب څخه غوښتي، چې تولید زیات کړي ترڅو د خامو تېلو د لوړو بیو انډول پرې وساتي.
تبصره:
تېل په نړیوال بازار کې د نورو سوداګریزو توکو په څېر نه دي. د تېلو بیې په زیاته کچه د عرضې او تقاضا بدلون ته په کتو سره حساسې او بې ثباته دي. له ایران سره له شوي اټومي تړون څخه د امریکا وتل او د ایران پر تېلو د امریکا له لورې بندیزونه لګېدل ــ له نوامبر څخه پلي کېږي ــ یو لړ اندېښنې را ولاړې کړي دي، چې تېلو ته اوسنۍ تقاضا به په نږدې راتلونکې کې پوره نه شي. اوس مهال ایران د ورځې دوه میلیونه بېرله خام تېل چین، هند، ترکیې او نورو هیوادونو ته صادروي. د امریکا بندیزونه به مارکیټ ته د دې دوو میلیونو بېرلو تېلو صادرات کم او یا په ټپه ودروي، ځکه نو اندېښنې زیاتې شوي چې تقاضا به تر عرضې ډېره لوړه شي (oilprice.com). په دې اړه هم شکونه شته چې سعودي عربستان او د اوپک(OPEC) نور غړي لکه عربي متحده امارات او کویټ به هم ونه شي کولی دا کسر پوره کړي. د ایران پر وړاندې بندیزونه او د کسر په له منځه وړلو کې د اوپک غړیو هیوادونو پاتې راتلل، دوه هغه لاملونه دي چې د تېلو د بیو د لوړېدلو لامل کېدای شي.
د دې لپاره چې په نومبر کې د منځ مهاله ټاکنو پر مهال پر امریکایي لګښت کوونکو د تېلو د لوړو بیو اغېز را کم شي، ټرمپ پر سعودي عربستان او د اوپک پر نورو غړیو هیوادونو فشار زیاتوي، ترڅو د تېلو تولید زیات کړي. په ورته وخت کې د ټرمپ اداره پر چین، هند او ترکیې زور اچوي ترڅو یې له ایران سره اړیکې ترینګلي شي او د خامو تېلو لپاره د نورو ځایونو په لټه کې شي. پر همدې بنسټ د امریکا پالیسي دا ده چې د خامو تېلو پر بیو د اغېز شیندلو له امله د ایران مخه ونیسي. پر دې سربېره، امریکا په کور دننه کې د تېلو د چټکې ودې په اړه پټه خوله ده او د تېلو د لوړو بیو له امله یې ستره ګټه کړې.
په ټوله کې، امریکا د مسلمانانو د تېلو زېرمې استثمار کړي دي، ترڅو د ایران مخه پرې ونیسي، د ایران او سعودي تر منځ درز او د نظرونو بېلوالۍ رامنځته کوي، د تېلو بیې لوړوي، خپل د تېلو کورني صنعت ته وده ورکوي او امریکایي رایه ورکوونکو ته د سعودي د تېلو پر مټ هوساینه راولي. امریکا کولی شي چې دا ټولې چارې تر سره کړي، ځکه د اسلامي نړۍ حکام د امریکا تر واکمنۍ لاندې دي. اوس فکر وکړئ چې ریښتنی راشده خلافت به د تېلو پر مټ په سیاسي ډګر کې څه ترلاسه کړي ؟ لمړی، خلافت به له تېلو څخه په لاس راغلي عایدات د داخلي زېربنا په جوړولو ولګوي، په چټکۍ سره به د اقتصاد ټولې برخې صنعتي کړي او د دولت وګړي به ډاډمن کړي، چې له دوی څخه به بشپړه پالنه کېږي. دویم، خلافت به حربي ملتونو لکه امریکا، هند، ځیني اروپایي هیوادونو او یهودي بنسټ ته د تېلو ټول صادرات ودروي. درېیم، خلافت ښایي په ټاکلې برخه کې ځینې امریکایي ایالتونو ته تېل په دې شرط ورکړي، چې له امریکایي اتحادیې څخه بېلوالۍ غوره کړي. د بېلګې په توګه خلافت ښايي یوازې جرمني ته تېل ورکړي او په دې سره به یې موخه د اروپایي اتحادیې تر منځ درز رامنځته کول وي. څلورم، هر هغه هیواد چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی کوي، سمدستي به د تېلو له بندیز سره مخ کېږي، تر هغې چې پښېماني غوره کړي او بیاځلې خپلو کړو وړو ته بدلون ورکړي.
يا په بله اصطلاح، که د اسلامي امت د تېلو څارنه د خلافت له لورې کېدای، نو ډېر څه به د اسلام د ویاړ په موخه ترسره شوي وای. څه به پېښ شي که خلافت خپله څارنه تر هغو نورو سرچینو پورې وغځوي، چې زیاتې ارزښتمندې دي؛ خلافت به یې په راس کې وي او دغو سرچینو ته به نړۍ، په بې سارې توګه اړتیا ولري.
دا ټول هغه څه نه دي چې امت یې نه شي تر لاسه کولای او نه هم دا کومه افسانوي پاچاهي ده. دا هر څه ممکن او عملي دي؛ په هر حال امت حتمی باید د راشده خلافت د بیا ځلې تاسیس کولو موضوع په خپل لاس کې واخلي او نور هر څه بېرته پر خپل ځای پاتې شي.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[الانفال:۲۴]
ژباړه: اې ایمان راوړنکو! د الله سبحانه تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پېغمبر صلی الله علیه وسلم تاسې ته د هغه شي په لورې بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دی. پوه شئ چې الله سبحانه تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د هغه لوري ته به تاسې ور غونډ کړای شی.
حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر
لیکوال: عبدالمجید بهاټي
ژباړن: عبدالله لطفي