شنبه, ۱۰ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     2 محرم 1447

میلادی نېټه :     سه شنبه, 01 جولای 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۰۱


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب‌التحریرـ تانزانیا د اسلامي عقېدې د دفاع او تبلیغ لپاره ځانګړې کمپاين پیل کړ

د ۱۴۴۷ هـ ق کال، د محرم میاشتې په ۲مه، چې د ۲۰۲۵م کال، د جون  له ۲۷مې سره سمون خوري، د جمعې تر لمانځه وروسته، حزب‌التحریر- تانزانیا د خپل مطبوعاتي استازي، مسعود مسلم، له لوري د دارالسلام ښار د بوګوروني په رحمه جومات کې د هېواد په کچه کمپاين پیل کړ.

دا دوه میاشتنی کمپاين، چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال، له محرم څخه تر صفر پورې دوام لري، د دې لپاره پیل شوی چې اسلامي عقیده وساتل شي او دفاع یې وشي.

دغه کمپاين وروسته له هغه پیل شو، چې بې‌لارې خوځښتونه را څرګند شول او پراختیا یې ومونده، دغه خوځښتونه داسې شوم او باطل افکار خپروي چې هدف یې اسلام ته ضربه رسول او د مسلمانانو په دین کې شک پیدا کول دي.

د دغه کمپاين موخې دا دي:

د ادیانو ترمنځ د ګډ ژوند نظریه ردول

د بت‌پرستۍ (پېګانیزم) نظریه ردول

 د دودیزو او افریقایي ادیانو نظریه ردول

 د اسلامي عقېدې د صحیح درک روښانه کول

د دغه کمپاين شعار دا دی:

«بین‌الادیاني مفکورې، عیسویت، بت‌پرستي او شرک رد کړئ، له اسلام سره پاتې شئ»

دغه کمپاين به د خپل پیغام د رسولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي، لکه:

 په اسلامي محافلو کې عامه ویناوې

له عیسویانو او نورو هغو ډلو سره عامه مناظره چې د اسلام ضد نظریات لري

د مقالو لیکل او د خلکو تر منځ او په ټولنیزو شبکو کې یې خپرول

د غیر اسلامي ټولنو او ادارو په اړه پرانیستي لیکونه لیکل، د هغوی د نظریو ضعفونه څرګندول او د اسلام حقیقت تشریح کول

د ویډیو کلیپونو خپرول

د جمعې خطبو له منبره استفاده

د مطبوعاتي اعلامیو خپرول

 لاریونونه

انلاین تلویزیوني او راډیويي خپرونې او نور

حزب‌التحریر- تانزانیا د ټولنې له ټولو قشرونو څخه غواړي چې په دې مهم کمپاين کې فعاله ونډه واخلي. مسلمانان به د خپل دین په اړه لا ښه پوهاوی ترلاسه کړي او غیر مسلمانانو ته به دا یو غوره فرصت وي چې اسلام د عقلاني دلایلو او شواهدو له لارې وپېژني او مطالعه یې کړي.

مسعود مسلم

د حزب‌التحریر - تانزانیا د رسنیو استازی

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۲مه

۲۰۲۵م کال، د جولای ۱

د  صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې