ولایه سوریه: د صقور الشام ډلې رهبر شیخ احمد عیسی ته غږ
- خپور شوی په ویډیوګانې
د صقور الشام ډلې رهبر شیخ احمد عیسی ته غږ
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۲مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۸مه
د صقور الشام ډلې رهبر شیخ احمد عیسی ته غږ
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۲مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۸مه
(ژباړه)
د ترکیې ولسمشر اردوغان د ښځو په نړیواله ورځ، چې د کورنيو چارو وزارت او ټولنیزو خپرونو له خوا نماځل کېدله، داسې وویل: «څرنګه چې وینئ، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په بېلابېلو بیانیو سره د ښځو په اړه داسې اجتهاد کړی چې زموږ په دین کې هېڅ بنسټ نه لري او پر هغوی نه پوهېږې، یا په دې زمانه کې ژوند نه کوي او یا دا چې په کومه بله زمانه او بله نړۍ کې ژوند کوي، ځکه هغوی نشي کولی اسلامي نړۍ عصري کړي. تاسو نه شئ کولی د هغو قوانینو پر بنسټ اوس ژوند وکړئ چې ۱۴ یا ۱۵ پیړۍ مخکې پلي کېدل او داسې نه شې کېدلی. د همدې لپاره د اسلام تطبیق د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي او د اسلامي احکامو د بیا کتنې امکان هم شته.» (سرچینه: Agencies)
له دې ناوړه بیانیې وروسته، څینو حلقو هڅه وکړه ترڅو یاده بیانیه داسې تعبیر کړي چې نوموړي د اجتهاد په اړه خبرې کولې او د اسلام د دین احکام د وخت او ځای په تغییر سره تغییر کوي. په دغه ځای کې باید یادونه وکړم چې د اسلام د دین احکام تر قیامته د اعتبار وړ دي، په داسې حال کې چې بشري قوانین، لکه څنګه چې په بیانیه کې یاد شول د سېکولرېزم پر پایو ولاړ دي او په هېڅ وجه اجتهاد نه دی. اردوغان د الله سبحانه و تعالی د دین پر وړاندې تخطي وکړه او دغه کار یې د منلو وړ نه دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿ومَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِم﴾
[احزاب: 36]
ژباړه: هېڅ یو مومن او مومنه دا حق نه لري چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د پرېکړې خلاف کومه پرېکړه په خپل زړه وکړي.
یوازې د الله سبحانه وتعالی احکام دي چې په دې تغییر مننوکې نړۍ کې تغییر نه کوي. دا ناممکنه ده چې احکامو ته تغییر ورکړو، په داسې حال کې چې هغه الله سبحانه وتعالی له زمان او مکان څخه لوړ دی او د انسان فطرت هم چې هغه تعالی پیدا کړی دی د زمان او مکان په تغییر سره تغییر نه کوي، الله سبحانه وتعالی عالم دی او د انسان له فطرت څخه باخبره دی. د همدې لپاره، په دې باور لرو چې د اسلامي نظام د هر وخت او ځای لپاره یوازینۍ مناسب نظام دی. موږ باید هېر نه کړو چې د هر څه تجدید او اشتقاق د هغه اصل نه ښيي.
نو د دین بیا کتنه د هغه له سرچینې یعنې وحی پرته نه شي کېدلی، له دې پرته به د درباري علماوو یو تحریف شوی عجیب او غریب تفسیر وي. په اسلام کې باید هر نوی نظر او قضاوت د قران، سنتو، اصحابو د کړو وړو او شرعي قیاس پر بنسټ وي. که په پورتنۍ بیانیه کې موخه «اجتهاد» وي، دغه اجتهاد باید د شرعي ادله و پر بنسټ وي او کار یې د شرعي احکامو د تفسیر مجتهدین نویو واقعیتونو ته په کتو سره د جزییاتو له مدارکو څخه یې پایله (مناط الحکم) وي.
اسلام د یو نړیوال نظام په توګه په هر وخت او هر ځای کې د انسان ټولې ستونزې حل کولی شي. د دې لپاره چې د انسان حاجات او غریزې ۱۴پیړۍ پخوا هم وې او اوس هم په هماغه څېر دي، انسان تغییر نه دی کړی او هېڅ کله به هم تغییر ونه کړي؛ شرعي احکام به هم چې د انسان له اعمالو سره تړلي لري، تغییر ونه کړي.
د الله سبحانه وتعالی احکام به د قیامت تر ورځې د اعتبار وړ وي، لکه «زنا» د هغه کس لپاره چې فکر کوي روا به شي، نه روا کېږي، «سود» به هم د (اقتصادي اړتیا) په غلطې پلمې سره روا نه شي. حلال به تر قیامته حلال او حرام به تر قیامته به حرام وي. مسلمانان باید فعال وي او عکس العملي نه وي، د دې لپاره چې اسلام داسې نظام دی چې د فاسدو او منحطو ټولنو د رهبرۍ لپاره رالېږل شوی دی، نه دا چې د ټولنو په تغییر سره تغییر وکړي. مسلمانان باید په خپلو دنیوي ګټو کې د الله سبحانه وتعالی رضا وغواړي، نه د پانګوالۍ نظام رضا.
﴿فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ﴾
[نساء: 65]
ژباړه: نه، اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ستا په رب قسم چې دوی هېڅکله مومنان کېدلی نه شي، ترڅو چې په خپلمنځي معاملو کې تا فیصله کوونکی ونه مني.
د حزب التحریر ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د رییس دکتور عثمان بخاش (ابو عبیده) اونیز سیاسي تحلیل.
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۰مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۶مه
درس للدكتور محمد شديد في المسجد الجديد بطولكرم
الثلاثاء، 08 شعبان 1439هـ الموافق 24 نيسان/أبريل 2018م
۱۴۳۹ه، د شعبان ۱۰مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۶مه
لمة للأستاذ معاوية عبد الوهاب بعنوان "لله لا للداعم!".
الخميس، 10 شعبان 1439هـ الموافق 26 نيسان/أبريل 2018م
حزب التحری د نړیوالو فعالتونو تر څنګ د رجب په ۲۸مه د خلافت دولت د سقوط د یاد په تړاو د امت د بېداری او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د هوډ نیولو او همدارنګه حزب التحریر ولایه سوریې د خلافت دولت د سقوط په یاد د امت د بیدارۍ لپاره یو لړ فعالیتونه وکړل.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۰مه
د اونیزو ناستو لړۍ چې مهمو قضیو او نویو پېښو ته پکې کتنه او تبصره پرې کېږي.
۱۷۹مه «ناسته»
په ظهران «سعودي» کې د عرب مشرانو ناسته!
د خپرونې مېلمه: استاد محمد عمیر (ابو المجد)
د خپرونې وړاندې کوونکی: هیثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحریر ولایه اردن
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۱۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۷مه
له تېرې اونۍ راهيسې په سوډان کې د تېلو کړکېچ زيات شو، چې په پايله کې یې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې عمومي ترانسپورټ او شخصي موټرونه اغېزمن شول. په سلګونو موټرونه د تېلو پمپونو ته په لیکو کې د تېلو اچولو په تمه ولاړ وو، چې دې چارې ترافيکي نظم ګډوډ کړ، د خلکو ستونزې او کړاوونه يې نور هم ډېر کړل. د خلکو پر شته ستونزو نورې ستونزې هم زياتېږي، دوی ته پاملرنه نه کېږي او د دوی پر وړاندې له نابرابرۍ څخه کار اخيستل کېږي!!
موږ پوهېږو چې سوډان ۹۰ سلنه د خپل اړتيا وړ تېل د سپکو موټرونو لپاره په کور دننه کې توليدوي او يوازې ۱۰ سلنه تېل واردوي، په داسې حال کې چې ۱۰۰ سلنه ډېزل او د اړتيا وړ د پخلې ګاز هم له بهر څخه واردوي. (سوډان جييم الکترونيک ورځپاڼه)
د تېلو د کړکېچ او نورو کړکېچونو تر شا د سوډان ناوړه او بې رحمه دولت دی، چې زموږ خلک يې له ډول ډول کړاوونو سره مخ کړي دي او لامل یې د لاندې کړنو پايلې دي:
اې د سوډان مسلمانانو!
تاسو په دې ستره ستونزه ښه پوهېږی، چې د الله سبحانه و تعالی شريعت د قضا، اقتصاد او د هيواد د مديريت په برخه کې نه پلی کېږي. تر ټولو بده لا دا چې حکومت کافر لوېديځ ته ژمن دی. د ۲۰۱۸ د مارچ پر ۲۸ مه د الطيار ورځپاڼې لیکلي، چې د سوډان په پارلمان کې د بدلون بلاک مرستيال وويل: « دغه اساسي قانون چې د ملي بحثونو پايله ده، له هر ډول اسلامي او يا نور مذهبي شاليد څخه به ازاد وي». بايد ووايو چې د يادې ستونزې حللاره په ژوند کې د دين عملي کول دي او ورپسې د الهي قوانينو پر بنسټ د راشده خلافت تاسيسول دي، تر څو د کار تګلاره مو د لمر په څېر روښانه او موخه په بشپړه توګه محسوسه(واقعي) شي. له همدې امله ستاسو دنده د دوامداره کار او پوره ځيرکتيا له لارې اسلامي عقيده را ژوندۍ کول او په رښتني قربانۍ سره د اسلامي ژوند د بیاځلې پیل په موخه د نبوت پر تګلاره راشده خلافت تاسيس کول دي، چې په همدې کې د دين پياوړتيا او درناوی نغښتی دی. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايې:
﴿لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ﴾
[الصافات:۶۱]
ژباړه: د همدغسې بریالیتوب لپاره باید عمل کوونکي کار وکړي.
د حزب التحرير- ولايه سوډان مطبوعاتي دفتر وياند ابراهيم عثمان (ابو خليل)
(ژباړه)
له شكه پرته، چې د خلافت اړوند حکمونه د فقهې، عملي برخه جوړوي او دا په عقیدې پورې اړونده موضوع نه شي کېدای. همداراز له دې څخه انکار نه شي کېدای چې اسلام د په عملي ډګر کې نه وي! د اسلامي شریعت د حکمونو پلي کول پر امت فرض کفایي دي، چې د امت په استازیتوب به خلیفه د اسلام له حکمونو سره سم د دوی د چارو مشري کوي، د اسلام د بهرنۍ تګلارې په رڼا کې به نړۍ ته د اسلام پیغام رسوي او د هغو کسانو تګلارې به برنډه وي، چې د امت او د دوی د دین پر وړاندې دسیسې جوړوي.
اوسمهال د اسلام او مسلمانانو دښمنان د دې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوي، چې اسلامي ژوند بیا را ژوندی نه شي. دوی د هجري قمري نېټې له مخې ۹۷کاله وړاندې نه یوازې دا، چې د مجرم مصطفی کمال په لاسونو یې د خلافت دولت ړنګ کړ، بلکې د اسلامي عقیدې له منځه وړلو او یا لږ تر لږه یې د مسلمانانو له زړونو او فکرونو څخه د دې مفکورې د ایستلو لپاره دسیسې جوړي کړې. دوی نه یوازې د اسلام حاکمیت له منځه یووړ، بلکې د بشر په لاس جوړکړی قانون یې د لوېدیځ له تمدن څخه موږ ته دپلې کېدو په موخه راوړ او اوس هڅې کوي،چې له یوې خوا د اسلام احکام تحریف کړي او له بل لوري د لوېدیځ تمدن، زیانمنو افکارو ته حقوقي رنګ ورکوي.
امام ابو حامد الغزالي رحمه الله وایي: « حاکم او دین دواړه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي، دین اصل دی او سلطان یا حاکم یې ساتونکی دی. هغه څه چې اصل نه لري له منځه ځي او هغه څه چې ساتونکی نلري ضایع کېږي». نو ځکه لوېدیځ د ساتونکي (حاکم) له ګوښه کولو وروسته د اسلامي عقیدې د منځه وړلو لپاره لستوڼي بډ وهل او د مسلمانانو له زړونو څخه یې د عقیدې د اېستلو هڅې پیل کړې. کله چې د فکري جګړې، فاسد لوېدیځ پلوه تمدن او د نظامونو او قوانینو په تپلو سره سره بریالي نه شول، نو تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې یې خپلو لاسپوڅو مسلمانو حکامو ته د جګړو د را منځته کولو دندې ورکړې، لکه څرنګه چې یې موږ په یمن، عراق، سوریه او لیبیا کې بېلګې وینو او ښه بېلګه یې د افغان هوایي ځواک له لورې د هیواد په شمالي ولایت کندز کې د مدرسې د فراغت پر مراسمو ورورستۍ بمباري وه، چې په زیاته کچه د قرآن حافظان یې پکې شهیدان کړل، چې شمېر یې ۱۰۰ شهیدانو او ۵۰ ټپیانو ته ورسېد. دغه راز یې پوځونو زموږ په خاورو کې د نظامي اډو تر جوړولو وروسته خپلې بېلابېلې وژونکې وسلې د امت پر بچیانو وازمایلې.
خو باید ووایو چې نه امت مړ شوی او نه به هم ومري، ځکه الله سبحانه تعالی د دې دین د ساتلو ژمنه کړې او ان د ژوند ټولو برخو ته به یې بېرته راګرځوي:
﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِـُٔوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوٰهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُونَۡ هُوَ الَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِالْهُدٰى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُون﴾
[التوبة:۳۲-۳۳]
ژباړه: دوی غواړي چې د خولې په پوکیو سره د الله سبحانه تعالی نور مړ کړي، خو الله سبحانه تعالی به خپل نور په هر حالت کې پوره کړي، که څه هم کافران نه وي خوښ! هماغه الله دى چې خپل پېغمبر یې له هدايت او حق دين سره رالېږلی دى، تر څو چې هغه پر ټولو دينونو باندې برلاسى کړي، كه مشركانو ته هر څومره ناكاره و برېښي.
نن ورځ اسلامي امت وحدت له لاسه ورکړی او په ډېرو وړو ټوټو وېشل شوی، چې د مېلادې نېټې له مخې یې له ۹۴ کلونو راهیسې خلافت له لاسه ورکړی دی. نور نو بس ده، اوس دا یو ښه فرصت دی، چې امت په ځیرکتیا او هوښيارۍ سره د یوې مخلصې سیاسي رهبرۍ تر شا یو موټی شي، ترڅو د امت پخوانی برم بیا راولي او د امت له شتمنیو څخه د خپلو بچیانو په ګټه کار واخلي. پر مسلمانانو باندې د دوی د دښمنانو له لورې نفوذ ته د پای ټکی کېږدي او د خپل رب شرعي حکمونه پلي کړي. له همدې امله روان کال حزب التحریر د خلافت د ړنګېدو په کلیزه کې مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ختیځه تر لوېدیځه سره را ټول کړل، چې په ګډه بیا اسلام را ژوندی کړي او د ریښتنې تګلارې پر مټ پر نبوي طریقه بېرته اسلامي ژوند راولي. د ترکیې په ښارونو، د عثماني خلافت په مرکز، د دغه هیواد په پلازمېنه، ختیځ او لوېدیځ کې، د فلسطین له زړه (القدس) څخه نیولې تر غزې، لبنان، سوډان او تونس پورې، له کایروان څخه بیا تر مالیزیا او اندونیزیا پورې یې په دې اړه سمینارونه، کنفرانسونه او بېلابېل لاریونونه تنظیم کړل او د رسنیو له لارې یې د اعلامیو په خپرولو سره خپل پیغامونه خپاره کړل.
موږ امت ته ډاډ ورکوو، چې د دغه ستر دین لپاره د خپل ځان په بیه قربانۍ ته تیار یو او هر هغه مسلمان ته چې له الله او د هغه له شریعت سره مینه لري د یوځای کار کولو بلنه ورکو، ترڅو د رسول الله صل الله و علیه وسلم دغه زېري ته عملي جامه ورواغوندو، چې وایې: « ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» بیا به د نبوت پر منهج خلافت راځي. همدا راز الله سبحانه و تعالی په دې اړه ژمنه کړې او فرمایي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾
[النور:۵۵]
ژباړه: الله سبحانه و تعالی له هغو كسانو سره چې ايمان یې راوړی او ښه عملونه کوي، وعده کړې چې هغوى په ځمکه کې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه: له هغوی څخه چې مخکې تېر شوي خلك یې ګرځولې و. د هغوی لپاره به هغه دين پر محكمو بنسټونو ودروي چې الله تعالٰى ورته خوښ کړی دى او د هغوی د وېرې (اوسنى) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوى د زما بندګي كوي او له ما سره د كوم شی نه شريكوي او څوك چې له دې وروسته كفر غوره کړي، نو همداسې كسان فاسقان دي.
یا الله سبحانه و تعالی! ستا ژمنه را نصیب کړې او موږ ته په هغه خلیفه سره عزت راکړې، چې ستا په کتاب او د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو امر کوي. ته د دغې ژمنې ساتونکی او پوره کوونکی یې. پاکوالی او ستاینه ده هغه چا لره چې هم په پیل او هم په پای کې د دواړو جهانونو پالونکی دی.
د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر ریس ډاکټر عثمان بخاش