الرایه جریده: د ۱۷۷مې ګڼې مهم عنوانونه
- خپور شوی په ویډیوګانې
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۴مه، چهارشنبه/۲۰۱۸، د اپرېل ۱۱مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۴مه، چهارشنبه/۲۰۱۸، د اپرېل ۱۱مه
حزب التحریر ولایه سوریې د ښځو څانګې د شرقې غوطې د ملاتړ، په شرقي غوطه کې د شیمیایي بریدونو پر پوړاندې او د رهبرانو د نه مرستې کولو د بربنډولو لپاره په ادلب کې د ښځو غونډه ترسره کړه. ۱۴۳۹ه، د رجب۲۴مه،چهارشنبه/۲۰۱۸، د اپرېل۱۱مه
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: الله هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، وعده ورکوي چې هغوی ته به د ځمکې خلافت ورکوي، لکه څنګه یې چې له دوی څخه مخکینیو ته ورکړی و. همدارنګه هغه دین چې دوی ته یې خوښ کړی، هرو مرو به يې په ځمکه کې حاکموي او رېښې به یې کلکوي او وېره به یې په امنیت او ارامتیا بدلوي، لکه څنګه چې یوازې د الله عبادت کوي او څه شی نه ورسره شریکوي. څوک چې (له دې وعدې) وروسته کافران کېږي، هغوی فاسقان دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«تكون النبوة فيكم ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة فتكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكًا عاضًا فيكون ما شاء الله أن يكون، ثم يرفعها إذا شاء الله أن يرفعها، ثم تكون ملكًا جبرية فتكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها الله إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة ثم سكت.» (رواه احمد)
ژباړه: تر کله چې د الله خوښه وه، په تاسو کې به پيغمبري پاتې شي او کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، هغه درڅخه اخلي. تر هغې وروسته به نبوت پر تګلاره خلافت وي او تر کومه وخته چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، ادامه پيدا کوي، بیا چې کله الله وغواړي هغه اخلي. بیا میراثي حکومتونه راځي او تر کله چې د الله خوښه دوام به کوي او کله چې الله وغواړي له منځه یې وړي. بیا به جبریه او ظالم حکومتونه راشي، تر کله چې د الله خوښه وي، دوام به وکړي، بیا چې کله الله وغواړي، لرې کوي یې او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راځي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.
کله چې انسان پورتنی آيت تلاوت او په حدیث کې تدبر وکړي، بیا امت او خلافت ته یو نظر وکړي، عاملین او مخلصین یې د تاسیس په اړه یوازې الله سبحانه وتعالی ته هیله لري او د هغه سبحانه وتعالی په مرسته تل د خپلې ورکې لپاره هڅې کوي. نو حزب التحریر؛ هغه ډله چې هېڅکله خپل اهل ته دروغ نه وايي، پر ځوانانو یې د ظالمانو پر ظلم لکه تعذیب او شکنجې او خورا سخت عذاب حتی شهادت سربېره بیا هم دغه حزب د چا له وېرې پرته په خپل مسیر مخ ته ځي. پر دې سربېره دغه ټول واقعیتونه د نصرت د راتګ زېری ورکوي او د هغه سبحانه وتعالی نصرت د راڅرګندېدو په حال کې دی. د راشده خلافت قدمونه له اوږده غیابت څخه وروسته د ښکارېدو په حال کې دي او د مسلمانانو د عزت دروازې د هغه سبحانه وتعالی په مرسته د پرانیستو په حال کې دي.
نو پر دغه مناسبت حزب التحریر د روان ۱۴۳۹هـ.ق په رجب میاشت کې د ظالمانو او خاینانو په وسیله ۱۳۴۲هـ.ق کې د رجب په ۲۸مه د خلافت د سقوط د درناکې کلیزې په مناسبت، په ټولو خاورو کې چې حزب فعالیت پکې لري، خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دې پاڼې له ادرسه د پراخو فعالیتونو پوښښ پيلوي. له الله سبحانه وتعالی غواړو چې زموږ راتلونکي فعالیتونه انشاء الله د نصرت او خیر زېری ورکړي، چې مسلمانان له هغه وروسته وکولی شي تر څو خپل خلیفه وټاکي، الهي احکام پلي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد او مبارزه وکړي. بېشکه چې دا کار الله سبحانه وتعالی ته سخت نه دی.
﴿ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف:۲۱]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر خپل كار برلاسی او مسلط دی؛ خو زیاتره خلک نه پوهېږي.
دحزب التحریر مرکزی مطبوعاتی دفتر
ژباړن: خالد ایثار
زموږ پیغامي خپرونې سر له ۲۰۱۸/۴/۱۲ نېټې څخه تعقیب کړئ.
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۳مه، سه شنبه/۲۰۱۸م، د اپریل ۱۰مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۸مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۵مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۰مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۷مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۷مه چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۴مه
د استاد معاویه عبدالوهاب خبرې: «امت د شیدو او شرابو تر منځ!»
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۱مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۸مه
دا درې کسان دا دنده لري چې د سوریې له لاسپوڅي حکومت څخه د امریکا په ګټه دفاع وکړي، تر څو امریکا ته د دې موقع برابره شي چې په کوریا او چین کې خپلو کړکېچونو ته پام واړوي
(ژباړه)
د ۲۰١۸م کال د اپرې په ۴مه د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران په انقره کې سره راټول شول او یوه بیانیه یې خپره کړه، د دغې بیانیې له متن او مفهوم څخه په څرګنده داسې ښکارېدل چې دا درې کسه په سوریه کې د امریکا د لاسپوڅي حکومت د ساتنې او د اسلام د حاکمیت لپاره د شام د خلکو د خوځښتونو د ځپلو لپاره ټینګه اراده لري. نور جزیات دا دي :
اردوغان: اردوغان د انقلاب له پیله تر اوسه د شام له خلکو او انقلابیونو سره دوکه کوي؛ نوموړي د فرات ډال په نوم عملیاتو کې ډېر انقلابیون د خپل دغه «ډال» له مخې لرې کړل چې د حلب د سقوط او بشار ته یې د تسلیمېدو زمینه برابره شي او هماغسې وشول؛ بیا یې د زیتون څانګې تر نامه لاندې نور عملیات پیل کړل او نور وسلهوال انقلابیون یې عفرین ته وروغوښتل چې بیا د ادلیب او ورپسې د ختیځې غوطې د تسلیمېدو زمینه برابره کړي، چې بیا هم هماغسې وشول چې غوښتل یې. اوس یو ځل بیا د «ډالونو او څانګو» په اړه فکر کوي چې بیا انقلابیون له ادلیب څخه بهر بل ځای ته ولېږي او ادلیب یې له لاسه وباسي.
روحاني-خامنهاي: دا خبره له هېچا پټه نه ده چې له سره تر پایه په وسلو سبماله ملیشې د سپاه پاسدارانو او په لبنان کې د ایران د حزب الله او نورو مزدورانو په ګډون یې چې هرې خوا راټول شوي دي او د سوریې په دښتو او غرونو کې خواره دي چې په ټول ځواک هڅه کوي د شام د ظالم حاکم د ساتنې لپاره په ډېره بې رحمۍ خلک ووژني.
پوتین: په سوریه کې یې ټولوژنې او جنایتونه ټولو ته ښکاره دي؛ البته په دې قضیه کې له اردوغان او روحاني سره د پوتین توپیر دا دی چې پوتین د خپلو جنایتونو توجېه او فریب ته اړتیا نه لري، ځکه هغه په ښکاره له اسلام او مسلمانانو سره دښمني کوي، خو اردوغان او روحاني چې ځانونه مسلمانان بولي، باید د مسلمانانو د تېر ایستلو لپاره له رنګارنګ فریبونو او دسیسو کار واخلي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دا درې کسان په سوریه کې د امریکا د لاسپوڅي او غلام حکومت د ساتلو په هڅه کې دي او د دې کار لپاره له هېڅ ډول جنایت او وژنې مخ نه اړوي. دوی ښه پوهېږي چې امریکا د سوریې په حکومت کې ډېر نفوذ لري او دوی د امریکا په استازیتوب جنګېږي چې امریکا د کوریا او چین کړکېچونو ته پام زیات کړي. که دغو دریو یو څه درک هم لرلای، پر دې لار باید نه وای تللي؛ خو ریښتیا دا دي چې شیطان تر خپلو ملګرو داسې چاپېر وي چې هغوی هېڅ نه ویني.
له دې سره سره، باید له یاده ونه باسو چې که هغو ځینو انقلابي ډلو که د دښمن د ګواښ د سیاست او تطمیع او چټلو پیسو فریب نه وای خوړلی؛ هېڅ کله به دغه جنایت کوونکي- هم دغه درې حکام اوهم امریکا چې د پردې له شا یې کنټرولوي- نه وای بریالي شوي چې دومره جنایتونه وکړي او تر دې حده مخته لاړ شي. هو، که هغه فریب خوړلي نه وای، جنایتکار دښمن به تر اوسه له پښو لوېدلی و. که څه هم حزب التحریر د انقلاب له همغو لومړیو ورځو خپله ټوله هڅه وکړه چې د فرېب خوړلو انقلابي ډلو سترګې او غوږنه په هغه څه خلاص کړي چې شاوخوا یې تېرېدل؛ خو دوی د فریبکارانو خبرو ته غوږ نیوه او داسې یې توجېه کول: هغوی په خپلو امکاناتو او وسلو له موږ ملاتړ کوي، دا داسې کار دی چې د حزب په وس کې نشته او یوازې نصیحت کوي او دا نصیحتونه په هېڅ صورت د دښمن د تورې په مقابل کې زموږ ساتنه نشي کولای. دوی پر دې نه پوهېدل چې دغه توره یې څښتن په لاس کې دوه سره وي؛ که یې کاروونکی هوښیارانه عمل وکړي، د دښمن له ګوزاره یې ساتي او د دښمن د ماتولو لپاره به کلکه وسیله وي؛ خو همدا توره د هغه غولول شوي په لاس کې چې جنایتکارانو په مرستو پسې دی، داسې وسیله ده چې له دښمن مخکې یې کاروونکی له منځه وړي.
هغو نظامي ډلو ته چې زموږ لارښوونې یې نه منلې او نه یې غوښتل چې زموږ تر فکري پوښښ لاندې وي او ویل یې: دا خبرې د جګړې په ډګر کې زموږ هېڅ ستونزه نه حل کوي؛ موږ مالي او تسلیحاتي مرستو ته اړتیا لرو او هغه به له خاینو مسلمانانو، هم له عربو، ترکانو، فارسیانو او حتا په ځینو مواردو کې له جنایتکارې روسیې او امریکا اخیستل او داسې فکر یې کاوه چې د دغو چټلو مالونو اخیستل به د دې لامل نه شي چې ستاسو څخه دفاع وکړي. موږ اوس دغو نظامي ډلو ته وایو: اوس مو د هغو خبرو او کارونو پایله ښه وګورئ؛ کډوالۍ ته یې اړ کړئ او حتا له خپله کوره یې و ایستئ.
خو دا خبره باید هېره نکړو چې د خوړل شوو فرېبونو او اوسني وضعیت سره سره، بیا به هم، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وه، دغه امت به ماتې ونه خوري؛ ځکه چې وخت په بدلېدو دی او دا امت څو ځله له داسې او تر دې لویو ستونزو سره مخ شوی، صلیبیان او تاتاریان یې مات کړل او یو ځل بیا یې د نړۍ رهبري په لاس کې واخیسته. ښایي ځینې ووایي: هغه وخت د دښمن د ماتې او د امت د ویښېدو لامل دا و چې د اسلام حاکمیت و او خلافت که څه هم ضعیف شوی و، خو بیا هم شته و او مسلمانانو داسې یو څوک لرل چې سره راټول یې کړي، د دښمن پر وړاندې یې منسجم کړي او حق پر باطل زورر کړي؛ خو اوس اسلام حاکمیت نه لري او خلافت نشته، نو څوک به مسلمانان سره راټولوي؟ دا سمه خبره او داسې پوښتنه ده چې له اوسني واقعیت سره بشپړ تطابق لري، خو د واقعیت بل اړخ دا دی چې د خلافت د تاسیس لپاره کار په ډېر قوت روان دی او اوس په ډېری هېوادونو کې د مسلمانانو اصلي غوښتنه خلافت دی او په خپلو خبرو او چلند کې یې ملاتړ کوي او په دې هڅه کې دي چې امت د ١۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۶، ۲۷ او ۲۸ کې تجربه کړې، هغه ورځې چې امت د هغو دسیسو او جنایتونو شاهد و چې د خلافت د سقوط لامل شول، معکوسې کړي او د خلافت په بیا تاسیس روښانه ورځې هغه وخت راولي چې الله سبحانه و تعالی مخکې له مخکې ټاکلې او دا کار د عزیز او توانا الله لپاره ستونزمن نه دی. هغه وخت به خاینان او جنایتکاران خپل واقعیت درک کړي او پوه به شي چې څومره سختې ورځې ورته په تمه دي!
اې مسلمانانو! خبر اوسئ چې دغو دریو خاینو د سوریې په حق کې له هېڅ ډول دسیسې او جنایته درېغ نه دی کړی، دوی به هېڅکله د شام د خلکو پر وړاندې د جنایت او وژنې په خاطر د ارامۍ او اسودګۍ مخ ونه ګوري او له داسې ځایه به درناک عذاب پرې راشي چې حتا تمه به یې نه وي. لکه نور یاران او همفکران یې چې په تېر وخت د شام د خلکو په سخته ابتلا کې ګیر او هلاک شول، اوس هم تاریخ تکرار شوی او دوی به هم د هغو نورو پشان د الله سبحانه و تعالی په خوښه هلاک شي.
﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا﴾
[طلاق: 3]
ژباړه: الله(سبحانه وتعالی) خپل پلان پلی کوي. پرته له شکه چې الله سبحانه و تعالی د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده.
وروستۍ خبره مو د مسلمانانو لښکرو ته ده چې په خپلو اډو کې ارام ویده دي: موږ ستاسو واقعیت ته ډېر متعجب یو؛ کله چې خاین حکام د مسلمانانو د وژلو امر درته وکړي، ژر یې منئ؛ خو کله مو چې مسلمانانو مرستې او دفاع ته راوغواړي، پر دوی له ظلمونو سترګې پټوئ او لکه مړي چوپ پاتې کېږئ. دلیل مو دا وي چې ګواکي له خپلو قومندانانو اطاعت کوئ، په داسې حال کې چې له داسې کسانو اطاعت د دې لامل کېږي چې په دنیا کې خلک کرکه درنه وکړي او په اخرت کې دردناک عذاب ووینئ، هلته به هېڅوک نه وي چې دفاع درنه وکړي، حتا هغه کسان چې تاسو د هغوی لپاره بېشمېره خلک وژلي او خپله هم د هغو په دفاع کې وژل شوي وی، الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا﴾
[احزاب: 66-67]
ژباړه: په هغه ورځ چې د دوی څېرې د دوزخ په اور کې پورته او کښته شي، نو دوی وايي: اخ کاشکي د الله او د رسول پیروي مو کړې وئ، اې ربه موږ د خپلو مشرانو پیروي وکړه او موږ یې ګمراه کړلو.
خو له دې سره سره، باید ووایو چې تاسو اوس هم وخت لرئ چې خپل تېر غفلتونه او اعمال، د الله سبحانه و تعالی دین ته په نصرت ورکولو سره جبران کړئ او د اسلام د حاکمیت کوښښ وکړئ؛ له ظالمانو، منافقینو او استعمارګرو کفارو سره مو اړیکې پرې کړئ، ښایي د تېرو عمالو کفاره مو شي؛ لکه څنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى﴾
[طه: 20]
ژباړه: پرته له شکه چې زه د هغو کسانو لپاره بښوونکی یم چې توبه کوي او صالح عملونه کوي او سمې لارې ته راګرځي.
بله خبره مو ټولو مسلمانانو ته متوجه ده چې داسې نه چې د الله سبحانه و تعالی له رحمته نهیلي شئ! د شام ځمکه به د شام ځمکه وي؛ ځکه چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په وینا، شام د دارلاسلام اصلي مرکز دی:
احمد په خپل مسند کې له جبیر بن نفیر څخه روایت کوي چې سلمه بن نفیل هغوی ته ویلي: زه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورغلم او راته ویې فرمایل:
«أَلَا إِنَّ عُقْرَ دَارِ الْمُؤْمِنِينَ الشَّامُ»
ژباړه: خبر اوسه چې د مسلمانانو اصلي مرکز د شام خاوره ده.
په یوه بل روایت کې له نعیم بن حماد څخه او ده له کثیر بن مره څخه روایت کړی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:
«عُقْرُ دَارِ الْإِسْلَامِ بِالشَّامِ»
ژباړه: د اسلام مرکز شام دی
وروستۍ خبره دا ده چې؛ حزب التحریر داسې یو پېشوا حزب دی چې خپلو پيروانو ته یې کله هم دروغ نه وايي، له امت سره یوځای خپلو مبارزو ته دوام ورکوي او د الله سبحانه و تعالی په فضل او رحمت سره به همداسې پر حق ټينګ ولاړ وي او خپله فکره او طریقه به کله هم بدله نه کړي، ځکه له حقانیت څخه یې ډاډه دي او په خپل رب باندې یې تکیه کړې ده او عزت په اسلام کې پلټي او له الله سبحانه و تعالی څخه په خورا عاجزۍ غواړي چې د دعوت له حاملینو سره خپله وعده محققه کړې، الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِی الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ...﴾
[نور: 55]
ژباړه: له هغو کسانو سره چې پر الله یې ایمان راوړی او صالحې کړنې کوي، الله ور سره دا ژمنه کوي چې دوی به د ځمکې پرمخ خپل ځایناستي ټاکي لکه څنګه یې چې پخواني قومونه خپل ځایناستي کړي وو.
همدارنګه الله سبحانه و تعالی ته لاسونه لپه کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې زیری چې د دعوت حاملیونه ته یې ورکړی دی تحقق پیدا کړي:
«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»
ژباړه: ... بیا به د ظلم حکومت وي او تر هغه وخته به وي چې الله غوښتي وي او کله چې الله وغوښتل لرې کوي به یې او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي.
راوي وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر دې خبرې وروسته سکوت وکړ. احمد داسې روایت کړی دی:
«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ نُبُوَّةٍ ثُمَّ سَكَتَ.»
ژباړه: ... بیا به د ظلم حکومت وي او تر هغه وخته به وي چې الله غوښتي وي او کله چې الله وغوښتل لرې کوي به یې او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي او بیا [رسول الله صلی الله علیه وسلم] سکوت وکړ.
حزب ډاډه دی چې د الله نصرت را رسېدونکی دی او الله سبحانه و تعالی یوازې نبیان او رسولانو ته مرسته نه ورکوي، بلکې رښتینو مومنانو ته هم نصرت ورکوي او دا نصرت نه یوازې په اخرت کې دی، بلکې په دنیا کې هم شته دی، ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾
[غافر: 51]
ژباړه: موږ خپلو رسولانو او مومنانو ته په دنیوي ژوند او اخرت کې نصرت ورکوو.
په هغه ورځ به مسلمانان د الله د نصرت له امله خوښ او خندان وي او جنایت کوونکي چې د دنیا خوندونه یې څکلي دي د اخرت په سخت او درد لرونکي عذاب سره اخته وي، ځکه الله سبحانه و تعالی انتقام اخیستونکی، جبار او مقتدر دی.
حزب التحریر
د حزب التحریر ولایه لبنان د ښځو برخې با ارزښته کنفرانس: «د پارلماني ټاکنو واقعیت او پکې شرعي حکم» په ابي سمرا ، د حزب په دفتر کې تر سره شو.
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۰مه، د شام طرابلس/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۷مه