چهارشنبه, ۰۱ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې د لیدو د پایلې اعلان

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أفضل المرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين!

امام بخاري رحمه‌الله په خپل صحیح کې د محمد بن زیاد په حواله روایت کړی چې وایي: ما له ابوهریره رضي الله عنه څخه واورېدل چې ویې ویل:

قَالَ النَّبِيُّ ﷺ أَوْ قَالَ: قَالَ أَبُو الْقَاسِمِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ».

ژباړه: رسول الله ﷺ وفرمایل – یا یې وویل چې ابو القاسم ﷺ وفرمایل: د میاشتې له لیدو سره روژه ونیسئ، او له لیدو سره یې روژه ماته کړئ. که چیرې (د ورېځو یا بل عامل له امله) د میاشتې حالت له تاسو پټ شي، نو د شعبان میاشتې دېرش ورځې پوره کړئ.

 

 

نو، د رمضان مبارکې میاشتې له لیدو وروسته، نن شپه چې د چهارشنبې شپه ده، د اسلامي شریعت له مخې په ځینو اسلامي خاورو کې د میاشتې لیدل په شرعي ډول ثابت شول؛ نو سبا، چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

په همدې مناسبت، زه خپله او د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر او ټولو فعالانو په استازیتوب، د حزب‌التحریر امیر، ستر عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته ته د مبارکۍ پیغام وړاندې کوم؛ او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه ته نصرت ورکړي او فتحه او تمکین د هغه په لاسونو زموږ په برخه کړي؛ چې ژر او بې له ځنډه د مسلمانانو د خلیفه په توګه بیعت ورسره وکړو!

همداراز حزب‌التحریر، له خپل امیر او خپلو شبابو او شباباتو سره په ټوله نړۍ کې، په اخلاص او تضرع الله سبحانه وتعالی ته دعا کوي چې د روان کال رمضان د خیر، برکت او رحمت میاشت وګرځوي، او تر هغې پای ته ونه رسېږي چې څو الله سبحانه وتعالی اسلامي امت په نصرت او تمکین سرلوړي کړي. له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړو چې خپل سکینت او ډاډ پر هغو کسانو نازل کړي چې ځمکه یې خپل بستر ګرځولې او له تودوخې او خوړو محروم دي، الله سبحانه و تعالی دې له دوی سره خیانت کوونکو څخه غچ واخلي؛ بېشکه چې هغه (سبحانه و تعالی) د دعا اورېدونکی دی!

سږکال رمضان په داسې حال کې را رسېږي چې اسلامي امت له یوه نوي دوه‌لاري سره مخ دی؛ له یوې خوا د استعماري حالاتو تر اور او د حکامو د خیانت تر اغزو لاندې لاس او پښې وهي، او له بلې خوا د نړۍ نوي بدلونونه - په ځانګړي ډول د کافر استعمارګر غرب خپلمنځي شخړو - نوې دروازې پرانیستي دي؛ چې که سمه ګټه ترې واخیستل شي، د اسلامي امت قیام او پاڅون به په لنډ وخت کې تحقق ومومي.

د غرب سیاسي، امنیتي او اقتصادي منظومه د پرله‌پسې بحرانونو پر وړاندې افشا شوې ده؛ د وینزویلا د ولسمشر له تښتولو نیولې، په اسلامي خاورو کې د یهودي رژیم تر جنایتونو، د نوې امریکا تر استکباري کړنو او زور ښودلو، او د نړیوالو سازمانونو د حقیقي څېرې تر افشا کېدو پورې؛ هغه سازمانونه چې د استعمار د وسایلو په توګه کارول کېږي، او کله یې چې دنده پای ته ورسېږي، په یوه شېبه کې څنډې ته وغورځول شي او دروغجن اصول یې هېر کړل شي. دا ټول بدلونونه اسلامي امت ته نورې دروازې پرانیزي، څو د سایکس–پیکو د پولو له زندانه چې استعمار پرې تپلی، ځان خلاص کړي.

خو هغه څه چې نن ورځ امت باید تر ټولو ډېر ترې ځان وساتي، د فریب او ګمراهۍ نوې څپه ده. د هغو سطحي ارزونو پر خلاف چې د رسمي رسنیو پاڼې یې ډکې کړې، نور پوځي خطر د اسلامي امت لپاره ستر ګواښ نه دی؛ افغانستان، عراق، شام او غزه د دې شاهد او ثبوت دي چې اسلامي امت دومره ځواکمن دی چې جګړې که هر څو پرې اوږدې شي، له منځه نه شي وړل کېدای. بلکې نن ستر خطر د دروغو بم دی؛ هغه بم چې خاین حکام هڅه کوي د عامه افکارو پر سر، او د امت د مخلصو مفکرینو او اغېزناکو کسانو پر ذهنونو یې وغورځوي.

خاین حکام او هغه رُویبضه کسان چې د هغوی شاوخوا راټول دي -که مزدور قلمونه دي او که مأیوس قلمونه- هڅه کوي د ماتې منلو او شاتګ مفکورې خپرې کړي؛ د تسلیمۍ پر مفاهیمو فلسفه جوړوي او د کافر استعمارګر غرب پر وړاندې د خاینو حکامو سر ټیټول د ځیرکۍ او سیاسي حرکت په نوم توجیه کوي. نو له همدې امله، نور د اسلامي امت لپاره لومړنی خطر پوځي خطر نه دی؛ بلکې لومړنی خطر دا دی چې امت د خپلې بې‌وسۍ او بې‌قدرتۍ دروغجن روایت ومني او باور پرې وکړي، او دا ومني چې ګواکې لا هم د دې وخت نه دی را رسېدلی چې له خپلو څېرو د استعمار ګرد وڅنډي.

حقیقت دا دی چې مسلمانان، هرکله چې د یوې واحدې، صادقې او ویښې رهبرۍ تر بیرغ لاندې حرکت وکړي، ځواکمن وي؛ هغوی دومره چمتووالی، اراده او استقامت لري چې هغه واقعیت چې غواړي، د دښمن تر وس او توان مخکې، پر هغه تحمیل کړي. په تېرو لسیزو کې مو څو څو ځله ولیدل چې هرکله امت خپل دښمن غافلګیر کړ او په صادقانه اقدام یې په خپله خاوره کې وار لومړی کړ او تر دښمن مخکې شو، لاسته‌راوړنې یې لرلې. که هغه مهال داسې چوکاټ وای چې وړتیاوې تنظیم او ځواکونه متمرکز کړي، نو د دغو ابتکاراتو او وار وړاندې کولو مېوه به یې په رغنده توګه راټوله کړې وای.

همدلته د خلافت رول روښانه کېږي؛ خلافت د اسلامي امت لپاره یوازینی سیاسي او اداري نظام دی چې د امت د وړتیاوو د تنظیم او د هغوی د سمې کارونې توان لري. هغه مهال چې مسلمانانو خلافت درلود، د هغوی د نفوس ډېروالی اغېزناک و او ځواک یې محاسبه کېده؛ د هغوی تمدني ځانګړتیاوو او مدني لاسته راوړنو نړیوالې پایلې لرلې چې اغېزې یې تر ننه پاتې دي. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې، د خلافت دولت له خپل خلیفه او سترو لښکرو سره تل چمتو و چې د هر هغه طمع‌کوونکي سر ووهي چې ګومان یې کاوه مسلمانان تیاره مړۍ دي؛ بلکې ځینې دا طمع‌کوونکي د خلافت په لاسونو له تاریخه په بشپړه توګه ورک شول.

خو هغه رُویبضه حکام چې د سایکس–پیکو د کوچنیو دولتګوټو پر تختونو ناست دي، د «حاکمیت» په دروغجن نقاب خپل ملتونه غولوي چې د اسلامي امت له نورو ملتونو سره یو موټی نه شي. په نړیوالو غونډو او مجلسونو کې د دغو حکامو حالت داسې وي لکه غلام چې د خپل ارباب تر څنګ ټیټ سر ولاړ وي؛ د نړیوالو پرېکړو کولو د میزونو ترشا د خپلو بادارانو امر ته په تمه وي چې عملي یې کړي او دا هغه فرمانونه وي چې غالباً د مسلمانانو د ملتونو لپاره تر ټولو ناوړه پایلې لري.

نو له همدې امله، په دې مبارکه میاشت کې موږ ټولو مسلمانانو ته بلنه ورکوو چې سږنی رمضان یوازې د روژې، تلاوت، قیام او صدقو تر چوکاټ پورې محدود نه کړي؛ بلکې دا میاشت د تأمل، تفکر، بصیرت او د خلافت د موضوع په اړه د جدي بیاکتنې میاشت وګرځوي؛ دا چې د نبوت پر منهج خلافت یو شرعي فرض دی چې ځنډ نه مني. مه پرېږدئ چې دا میاشت پای ته ورسېږي؛ مګر دا چې د حزب‌التحریر د شبابو لاسونه مو په خپلو لاسونو کې نیولي وي؛ څو الله سبحانه وتعالی موږ او هغوی دې نیږدې بریا ته ورسوي او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللَّهُ أَشَدُّ بَأْساً وَأَشَدُّ تَنكِيلاً﴾ [النساء: ۸۴]

ژباړه: «مؤمنان وهڅوه؛ هیله ده الله د کافرانو لخوا زیان (تاوتریخوالی او آزار) لرې کړي؛ او الله تر ټولو سختګیر او تر ټولو سخت عذاب ورکوونکی دی

همداراز د مطبوعاتي او رسنیزو فعالانو، د وېب‌پاڼو او پلېټفارمونو مدیرانو او د عامه افکارو جوړوونکو ته بلنه ورکوو چې هغه فعالیتونه تعقیب کړي چې حزب‌التحریر به یې د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې ترسره کوي، او د هغو په خپرولو او دعوت کې برخه واخلي. هغوی ته یادونه کوو چې د حزب شباب د عامه افکارو د امانت ساتنې، د صادقانه نصیحت وړاندې کولو، او د برخلیک‌ټاکونکو قضیو پر لور د مسلمانانو د احساساتو او لیدلورو د بېولو کار او مسولیت پر خپلو اوږو وړي. نن د مسلمانانو لپاره د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت څخه بله هېڅ مهمه قضیه نشته. نو د دې ستر فرض په ادا کولو کې د ګډون فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ ځکه الله سبحانه وتعالی به له موږ څخه د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې موږ ته سپارل شوي دي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ﴾ [الصافات: ۲۴]

ژباړه: «(د قیامت په ورځ ملایکو ته ویل کېږي) هغوی (چې باید پوښتنه ګروېږنه ترې وشي) ودروئ (بيشکه دوی پوښتل کېدونکي دي)».

انجنیر صلاح‌الدین عضاضه
د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۷هـ.ق؛ د شعبان ۲۹مه

۲۰۲۶م؛ د فبروري ۱۷مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷هـ.ق/۵۰

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې