مرکزي دفتر: د ۲۰۱۸م، د مارچ میاشتي د حزب التحریر د نړیوالو خپرونو خلاصه
- خپور شوی په ویډیوګانې
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۳مه، شنبه/۲۰۱۸م، د مارچ ۳۱مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۳مه، شنبه/۲۰۱۸م، د مارچ ۳۱مه
وړاندې کوونکی: شیخ ابراهیم عثمان (ابو خلیل) د حزب التحریر ولایه سوډان رسمې ویاند
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۳مه، شنبه/۲۰۱۸م، د مارچ ۳۰مه
له مهندس علي عبد الرحمن سره د «ابن تمیمیه او شرعي سیاست» تر سرلیک لاندې د حزب التحریر ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر د مرکې خلاصه.
۱۴۳۹ه، د رجب 14مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل لومړۍ
وړاندې کوونکی: استاد انس بدر
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۲مه، جمعه/۲۰۱۸م، د مارچ ۳۰مه
له الواقیه تلویزیون سره «د استازو د مجلس د توجیه کولو لپاره توجهیي شبهات او له اسلام سره یې تړاو» تر عنوان لاندې د استاد احمد االصوفي ابو نزار الشامي د مرکې لنډیز
۱۴۳۹ه، د رجب 14مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل لومړۍ
د حزب التحریر ولایه فلسطین د سپېڅلې خاورې د مطبوعاتي دفتر غړي مصعب ابو عرقوب اونیزه وینا
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۲مه، جمعه، ۲۰۱۸م، د مارچ ۳۰مه
(ژباړه)
پوښتنه :
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
محترم شېخ صاحب! د هغې مسلې شرح او تفصیل څه دی چې پکې له یوه څخه د زیاتو مجتهدینو تقلید روا نه دی؟ څنګه پوه شو چې دا مسله یوه ده که ډېرې؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!
د دغې مسلې تفصیل د اسلامي شخصیت کتاب، د التنقل بین المجتهدین په باب، په لومړي جلد او ۲۳۴-۲۳۵مه مخګڼه کې په دې ډول بیان شوی دی: « هغه کومه مسله ده چې پکې یو کس لومړی له یوه مجتهد څخه تقلید کوي او وروسته ورته روا وي چې دغه مجتهد پرېږدي او له بل مجتهد څخه تقلید وکړي؟ اړتیا ده چې په دې مسله کې دوه مطالب په پام کې ونیول شي. لومړی دا چې دغه مسله باید له نورو څخه بېله (خپلواکه) وي. دویم دا چې د هغې په پرېښودو سره په نورو حکمونو کې ګډوډي رامنځته نشي؛ که مسله له نورو سره تړلې وي یا په بل عبارت فروعات ولري، په داسې حال کې د هغې پرېښودل روا نه دي؛ خو دا چې ورسره تړلي ټول مسایل پرېښودل شي، ځکه چې په داسې حال کې ټول مسایل د یوې مسلې په څېر دي. داسې چې همغه مسله یا شرط د بل حکم لپاره وي، یا د یوه پوره عمل له ارکانو څخه یو رکن وي، لکه: لمونځ، اودس او د لمانځه ارکان.
په دې اساس د هغه کس لپاره چې د امام شافعي مقلد وي، ښه نه ده چې په یوه مسله کې له امام ابوحنیفه (د ښځې لمس کول اودس نه ماتوي) څخه تقلید وکړي، په داسې حال کې چې د لمانځه نور مسایل یې د امام شافعي له مذهب سره سم ترسره کوي. همدارنګه ورته له هغه چا څخه تقلید کول ښه نه دي چې وایي: عمل کثیر چې په هره کچه وي، لمونځ نه باطلوي یا د فاتحې سورت قرائت د لمانځه له ارکانو څخه نه دی او ورپسې لمونځ د هغه کس له تقلید سره سم ادا کړي چې وایي: «عمل کثیر لمونځ باطلوي یا د فاتحې سورت د لمانځه له ارکانو څخه دی. په دې اساس هغه حکم چې پرېښودل یې روا دي، دا دی چې پرېښودل یې پر نورو اعمالو چې له نورو شرعي احکامو سره سم راځي تاثیر ونه کړي.»
له پورتني بحث څخه څرګندیږي چې د مسلې پېژندل له نورو څخه په جلاوالي یا په اصطلاح خپلواکۍ پورې تړاو لري، داسې چې په پرېښودو سره یې بل شرعي حکم له ګډوډۍ سره مخ نه کړي. یعنې دا چې د بل حکم د صحت شرط یا انعقاد شرط او یا هم رکن نه وي، ځکه چې په داسې حال کې بیا له غیر څخه خپلواکه نه وي. د یادې مسلې زیاته توضیح په لاندې ډول ده:
د مسلې تعریف: دلته زموږ موخه له مسلې څخه هر هغه فعل یا د افعالو مجموعه ده چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی نه وي؛ خو د مسلې جزء له هغه فعل څخه عبارت دی چې د هغه د صحي والي لپاره د یو بل جزء شتون اړین وي. لکه: شرطونه او ارکان.
مثالونه:
اودس: اودس له هغو افعالو څخه دی چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی دی؛ ځکه د لمانځه صحي والی په اوداسه پورې تړلی دی. نو اودس د پورتني تعریف پر اساس یوه خپلواکه مسله نه ده، بلکې د لمانځه جزء دی؛ ځکه د لمانځه صحي والی ور پورې تړاو لري.
لمونځ: لمونځ له هغو افعالو څخه دی چې د نورو صحي والی ورپورې تړلی نه دی، ځکه لمونځ یوه خپلواکه مسله ده چې د صحي والي لپاره یې د هر جزء شتون اړین دی، لکه: ارکان او د هغه د صحي والي شرطونه (پاکوالی او قبلې ته مخامخ درېدل).
په روژه کې نیت: نیت په روژه کې هغه فعل دی چې د غیر صحي والی ورپورې تړلی دی، ځکه چې د روژې صحي والی په نیت پورې تړلی دی، ځکه نیت یوه خپلواکه مسله نه ده؛ بلکې د بلې مسلې جزء دی.
روژه: روژه هغه فعل دی چې د غیر صحي والی ورپورې تړلی نه دی، ځکه چې یوه خپلواکه مسله ده او هر جزء یې د بل د صحي والي لپاره اړین دی. لکه: نیت او د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک، شهوت او ...) څخه ځان ساتل.
په دې اساس کله چې یو کس په لمانځه کې له یوه مجتهد څخه تقلید کوي، اړتیا ده چې د لمانځه په ټولو برخو کې له هغه څخه تقلید وکړي. لکه: په اوداسه، د جنابت په غسل، تیمم، قبلې ته په مخ کولو او د لمانځه په نور ارکانو کې. کله چې یو کس د روژې په احکامو کې له یوه مجتهد څخه تقلید کوي، اړتیا ده چې د روژې په ټولو اجزاوو کې له هغه څخه تقلید وکړي. لکه: نیت او د هرې ورځې یا ټولې میاشتې لپاره په شپه کې د نیت وجوب او یا دا چې نیت یې په ورځ کې سم دی که حتمي یې په شپه کې وکړي، همدارنګه په مفطراتو، رخصتیو او افطار کې؛ خو په یوه خپلواکه مسله کې روا ده چې له بل مجتهد څخه تقلید وکړي.
پورتني ټول مسایل د مقلد کس لپاره وو؛ خو که څوک تر هغې کچې علمي توان ولري چې د غوره دلیل په واسطه د احکامو استنباط وکولی شي، نو د دغه کس لپاره د هغه مجتهد پرېښودل روا دي چې مخکې یې د هغه تقلید کاوه او کولی شي چې له یوه قوي دلیل څخه پیروي وکړي. په دې هیله چې موضوع درته روښانه شوې وي.
ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابو رشته
۱۴۳۳هـ.ق، د شوال ۱۹مه
۲۰۱۲م، د سپټمبر ۶مه
ژباړن: منصور دریځ
خبر:
په دې وروستیو کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له سي بي اېس (CBS) امریکایي ټلویزوني شبکې سره مرکه وکړه. نوموړي له امریکایي ټلویزوني شبکې سره په لمړۍ مرکه کې پر ډېرو اقتصادي مسایلو او پراخو ټولنیزو اصلاحاتو بحث وکړ. همداراز، هغه د سعودي مېرمنو د آزادۍ د پلان په اړه خبرې اترې وکړې، چې د نارینهو په څېر به دوی ته مساوي حقونه ورکوي، لکه: د سوداګریزو چارو پر مخ وړل، د موټر چلونې حق، په پوځ، کنسرټونو او سپورټي لوبو کې ګډون او داسې نور.
ده زیاته کړه، چې ښځې کولای شي د نارینهو په څېر شریفې او له عزته ډکې جامې واغوندي او دا پرېکړه نوره په ښځو پورې اړه لري، چې څه ډول د خپلې خوښي وړ جامې په تن کوي. هغه اندېښنه ښودلې، چې یوازې ۲۲ سلنه سعودي مېرمنې تر کور دباندې کار کوي او دغه راز یې ښځي نورې هم وهڅولې، چې د هیواد په کاري ځواک کې برخه واخلي. ده څرګنده کړه، چې سعودي مېرمني له خپلو ټولو هغو حقونو چې اسلام ورکړي، نه دي برخمنې شوي. په داسې حال کې، چې دوی اوږده لاره وهلې او لا هم لږ لار پاتې، چې سعودي مېرمنې خپلو حقونو ته په بشپړه توګه لاس رسی ومومي.
تبصره:
نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي امت ته جوته شوې، چې په سعودي عربستان کې له فساد سره د مبارزې، ټولنیزو اصلاحاتو او د مېرمنو د آزادۍ په نامه څه روان دي. او دا هم له نړۍ څخه نه ده پټه، چې له لسیزو راهيسې د سعودي عربستان او امریکایي دولت تر منځ اړیکه د غلام او بادار په څېر ده. اوسمهال د سعودي حاکم رژیم د ۸۲ کلن پاچا سلمان په مشرۍ او د ده زورواکه زوی محمد بن سلمان په دې لټه کې دي، چې د لسیزو زاړه بادار ته ځان وفادار ثابت کړي.
که څه هم زیاتره سعودي مېرمنو د محمد بن سلمان له لورې مېرمنو ته د «آزادۍ» له وړاندې شوې نظریې څخه هر کلی کړی او د یو داسې هیواد په هیله دي، چې دوی به پکې له هر راز تاوتریخوالي څخه وژغورل شي او خپل ټول حقونه او آزادۍ به تر لاسه کړي، خو اصل د دوی د تصور او خیالي خوب پر خلاف دی. ځیني دلایل په لاندې ډول دي:
۱- د ښځو د آزادۍ ریښتینې مانا دا نه ده چې دوی باید د موټر چلولو حق تر لاسه کړي، یا د نارینهو په څېر سوداګرۍ ته مخه کړي او یا د کانسرټ لیدلو لپاره تالار ته او د سپورټي لوبو نندارې لپاره لوبغالو ته لاړې شي. که حقیقت دا وي، نو غربي مېرمنې باید په نړۍ کې تر ټولو خوشحاله مېرمنې وای او له هر راز تاوتریخوالي او ځورونو څخه به خوندي وای. د ګالپ (Gallup) د نوي راپور پر بنسټ، په امریکا کې په هرو دریو مېرمنو کې یوه یې په دوامداره ټوګه له جنسي ځورونې څخه په وېره کې ده. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په ۷۷ هیوادونو کې سویډن، برټانیا، بوتسوانا او اسټرالیا هغه هیوادونه دي، چې په اړه یې تر ټولو زیات د جنسي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. په ځانګړې توګه، په امریکا کې د جنسي تېریو کچه تر ټولو لوړه ښودل شوې. له دې څخه جوتېږي، چې څه ډول په لوېدیځ کې د «آزادۍ» مفکورې د مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې مېرمن په کې د یو جنسي توکې په څېر ارزښت لري او د نارینهو د نا مشروع غوښتنو پوره کولو لپاره ترې ګټه اخستل کېږي.
۲- د معتدل(منځلارې) اسلام تر نامه لاندې محمد بن سلمان د خپل بادار په غوښتنه هیواد د سیکولر کېدو لوري ته بیایي. په تېر کې د دې هیواد مزدورو حکامو یو په بل پسې د وهابیت مفکوره پلې کړې او دغه وهابیت د برټانیې له لورې د اسلام یو تحریف شوی ډول دی، چې مېرمنې یې د اسلام تر نامه لاندې له تاوتریخوالې او ځورونې سره مخ کړې وې. اوس محمد بن سلمان د هیواد د سیکولر کولو له لارې د اسلام د هرې نښې له منځه وړلو په هڅه کې دی. د آزادۍ او حریت تر سرلیک لاندې سعودي مېرمنې د تاوتریخوالي او ځورونو له نویو ډولونو سره مخ کېدونکې دي. له شکه پرته په نږدې راتلونکې کې به دغه دروغجنه آزادي د مسلمانو مېرمنو درنښت له منځه یوسي او دوی به د ګڼ-ملتي کمپنیو لپاره پر جنسي توکو واړوي.
۳- که څه هم محمد بن سلمان منلې چې اسلام د ښځو لپاره حقونه ډاډمن کړي، خو سعودي مېرمنې باید وپوهېږي چې سیکولر سعودي عرب او ګوډاګۍ نظام یې؛ چا چې اسلام په لمړي سر کې تر پښو لاندې کړی هېڅکله هم مېرمنو ته د حقونو ورکولو په موخه شرعي قانون نه پلی کوي.
هره مسلمانه مېرمن، چې د اسلام په ویاړلي تاریخ خبره وي، په دې پوهېږي، چې د اسلام د واکمنۍ پر مهال مسلمانې مېرمنې په سیاست کې د ګډون، د سوداګریزو چارو په تنظیم، په ټولنیزو فعالیتونو او په علمي برخه کې له ستورو پېژندنې نیولې تر طبابت پورې د بریالیتوب لوړو پوړنو ته رسېدلې وې. تر دې ټولو مهمه دا ده، چې د یو بشر په توګه دوی د غربي مېرمنو د آزادۍ په پرتله له ځانګړي درنښت او خوندیتوب څخه برخمنې وې. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې شرعي قانون د مسلمانو مېرمنو له حقونو څخه د یوې لور، مېرمنې او مور په توګه دفاع کړې. په خلافت دولت کې دوی له ځانګړي درنښت څخه برخمنې دي او دغه دولت په هر قیمت د دوی له عزت څخه دفاع ته تیار دی. پر همدې بنسټ، د سعودي مېرمنو د ریښتنې آزادۍ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو د لاروۍ لپاره باید سعودي مېرمنې د رښتیني اسلامي نظام د بیا راتګ لپاره د ثاني راشده خلافت تر بیرغ لاندې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، د آزادۍ او خپلواکۍ نورې ټولې حللارې باید څنډې ته ووهي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
لیکواله:فهمیده بنت ودود
ژباړن: عبدالله لطفي
د ال عمران مبارک سورت ۴۰-۴۱ ایتونه: "قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا"
وړاندې کوونګی: شیخ یوسف محارزه (ابو الهمام)
۱۴۳۹ه،د جمادی الثاني۱۱مه/۲۰۱۸م، د فبروري ۲۷مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۳مه/۲۰۱۸م، د مارچ۳۱مه