د انګلیس ماته په خپل وژنتون (قطر) کې!
- خپور شوی په د حزب د امیر نقل قولونه
(ژباړه)
د غرب له خطرناکو او خبیثو نقشو څخه یوه هم په اسلامي خاورو کې له اشغال وروسته د ازادۍ د مفکورې خپرول دي؛ اشغال شوي هېوادونه ازاد نه، بلکې په فکري او ثقافتي توګه اشغالېږي. غربیان د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نهضت، پرمختګ او ترقۍ تر نامه لاندې له پرمختللو ملتونو سره یوځای کوي او افکار، عادات او مفاهیم یې د اسلامي عقیدې پر خلاف بدلوي او ډله ډله یې له خپلې تګلارې څخه اړوي. تر څنګ یې دوی ته داسې وایي، چې ستاسو د ژوند د بد حالت یوازنی لامل اسلام دی، د دې تر څنګ د دغه بحث بنسټیز محور «ښځه» ده.
شرعي جامې چې په حقیقت کې د یوې مسلمانې ښځې اسلامي هویت دی، یو له هغو مهمو وسایلو څخه دي، چې په بهانه یې غربیان مسلمانې ښځې خوارې او ذلیلې ښیي او تر څنګ یې مسلمانو ښځو ته په ټولنه کې د دوی نه برخه اخیستل په ګوته کوي. په مقابل کې یې غربي نیمګړی هویت، چې له اسلامي تمدن څخه لرې دی، مسلمانو ښځو ته په ښه بڼه ښکاره کوي. غربي ښځې مسلمانو ښځو ته د کوترې په څېر ښيي، چې هر لوري ته وغواړي الوتلی شي او غربي رسنۍ مسلمانه حجاب لرونکې ښځه د اسلام او مسلمانانو لخوا د ظلم او وحشت نښه بولي او د اسلامي قانون د نقض او د دوی په ژوند کې د تشرعي منهج تر پښو لاندې کولو په موخه، حجاب بې ارزښته ښيي او له بل لوري اسلامي ارزښتونه د ښځې په پرمختګ کې تېروتنه او د دوی د ذلت رمز بولي. په پایله کې ویلی شو، چې د غربي رسنیو موخه له مسلمانو ښځو څخه د اسلامي ارزښتونو لرې کول دي.
په دې برخه کې افغانستان ښه مثال دی. غرب په نظامی برخه کې شوروي اتحاد ته له ماتې ورکولو وروسته، د افغانستان ازادول خپله موخه وګرځوله او د مسلمانو ښځو پر اسلامي هویت یې ور ودانګل. د مهمو څېزونو له ډلې یو هم حجاب و، چې امریکایي اشغال یې د له منځه وړلو لپاره له ټولو وسیلو استفاده وکړه. له بلې خوا د (CNN) او (BBC News) غوندې رسنیو هم د طالبانو له ماتې وروسته، له اسلامي حجاب څخه د افغانو ښځو ازادولو ته پام واړاوه.
په دې اړه له (CNN) څخه د بوش په رانقل شوو رادیویي خبرو کې، چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند ذلیل بللی و داسې ویلي: «د افغانستان ښځې تر هغې کچې په بد حالت کې دي، چې له وړو امکاناتو او خوشحالیو څخه هم بې برخې دي. دی زیاتوي: افغان مېرمنې وهل او ټکول کېږي په ځانګړې توګه کله، چې په لوړ اواز وخاندي، همدا راز دوی نشي کولی له کوره بهر کار وکړي او حتی یوازې له کوره بهر ووځي.»
خو امریکایي اشغال په افغانستان کې د زرګونو افغانو مسلمانو ښځو د درد، کړاو او تر داسې خېمو(چې د مرګ خېمو ته ورته دي) لاندې د ژمي یخ موسم پر تېرولو سربېره د لوږې او مرضونو تر څنګ، څه پرمختګ کړی دی!؟ دا ټولې هغه قضیې نه دي، چې د غربي رسنیو د پام وړ وګرځي، بلکې له دغو پېښو څخه په ډېرې چټکۍ سره تېرېږي.
په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د دې شاهدان وو، چې افغانو نجونو او ښځو په ټولنیزو شبکو کې د «نوم مې چېرې دی!؟» تر نامه لاندې کمپاین جوړ کړی و او هڅه یې کوله ترڅو د ښځو هویت او رول پیاوړی کړي. دغه موضوع په ټولنیزو شبکو کې داسې خپرېده، چې ګواکي خلک د خپلو ښځو پر نوم اخیستلو شرمېږي؛ ځکه افغان نارینه دا شرم ګڼي، چې ښځو ته یې د هغوی په نامه غږ وشي؛ له هغو ډلو څخه، چې دغه کمپاین یې پر مخ وړلو یو شمېر یې «ځوانان د بدلون په لور» وو، چې په کابل کې د امریکا د سفارت تر سرپرستۍ لاندې وو.
که څه هم دغه سرسري تقلید او دود له دین سره هېڅ تړاو نه لري. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپلو مېرمنو ته د دوی پر نومونو غږ کاوه، خو کاش، چې افغان مسلمانو ښځو دغه کمپاین د افغانې ښځې د اسلامي هویت د ساتلو لپاره کړی وی. د دغه کمپاین پیل باید د «زما نوم چېرې دی!؟» پر ځای دا ډول وی، چې «د یوې مسلمانې ښځې په توګه زما هویت چېرې دی!؟» یا لږ تر لږه «زما حجاب چېرې دی!؟».
د دغو نجونو او ښځو فعالیت په حقیقت کې د افغانو ښځو د اسلامي هویت له منځه وړل او د پرمختګ تر نامه لاندې د اسلامي ارزښتونو، افکارو او اعمالو پر وړاندې د دوی غربي کول وو.
دوی باید د هغو اسالیبو او مخالفو نظریو د بربنډولو هڅه وکړي، چې د ښځو په اړه دي او د دوی د سپکاوي لامل کېږي؛ چې د هغو لامل اسلامي احکام نه، بلکې له پردیو افکارو څخه ملاتړ او د هغه حقیقي اسلام نه تطبیق دی، چې ښځو ته یې عزت ورکړی و.
خو د غرب ملاتړي سازمانانونه او ډلې، لکه «ځوانان د بدلون په لور» چې په کابل کې د امریکا د سفارت تر سرپرستۍ لاندې کار کوي او شعار یې «د هغو ښځو حقوقو تر لاسه کول دي، چې خپل حقوق یې له لاسه ورکړي دي» کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. ځکه چې د دوی فعالیتونه د ښځو د غربي کولو، واک ته رسولو، له خپلې اصلي دندې څخه، چې د اولادونو روزنه یې ده، لرې کولو... او همدا راز پر ښځو د نورو فعالیتونو، لکه د مجلسونو او داسې لاریونونو، چې موخه یې د ښځو د غربي کولو بنسټ اېښوول دي؛ پر مخ بیولو لپاره د دوی پر ځواکمنتیا کار کول دي.
هو، د شرعي احکامو تر څنګ کار او تعلیم د ښځو له حقوقو څخه شمېرل کېږي، خو دا د دې لپاره نه دي چې ښځه دې د نر پر وړانډې استغنی ومومي یا له نر سره په سیالۍکې ولوېږي یا دا چې د ښځې رول یوازې کار کول دي. د دغې موضوع په اړه له هغو کسانو څخه چې خپل غږ د انسان او ښځې د حقوقو لپاره اوچتوي، پوښتنه کېږي، چې ایا ستاسو غږ د شرعي احکامو مراعاتولو په اړه دی!؟ چېرې دي د ښځې حقوق چې هره ورځ په فلسطین، عراق، سوریه، میانمار او نورو اسلامي خاورو کې د ښځو ژوند،عزت او ابرو تر پښو لاندې او له منځه وړل کېږي!؟ غربي هېوادونه چې دېموکراسۍ ته دعوت کوي د مسلمانو ښځو او د دوی د اسلامي هویت پر وړاندې چې شرعي جامې یې دي جنګېږي او د «تروریزم» پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د ښځو حجاب لرې کوي، چېرې دي د مسلمانو ښځو ازادي او حقوق!؟
خو دا باید هېر نه کړو، چې په مسلمانو ښځو کې ډېر خیر نغښتی؛ په یوه اوږده څېړنه کې چې د «کریستیان ساینس مونیتور» خبروونکې پاڼې لخوا خپره شوې، ډېری افغان نجونې او ښځې پر دې ټینګار کوي، چې له طالبانو وروسته تر اوسه افغان مسلمانو ښځو خپل حجابونه نه دي لرې کړي او هغه څه چې غربي رسنۍ یې له حجابه د لرې کېدو تر نامه لاندې خپروي سم نه دي، ځکه د افغانستان خلک اسلامي احکام په اختیاري ډول د نر او ښځې تر منځ مراعاتوي او هېڅکله پر ښځو شرعي احکام لکه څنګه یې چې غربي رسنۍ منعکسوي د تورې په زور نه تطبیقېږي. د ښځو یوه مشاوره د افغان مېرمنو په چارو کې د غربیانو د پراخې مداخلې په اړه داسي وایي:«که ښځې په افغانستان کې ستونزمن ژوند لري نو دا یوازې د دوی حق دی چې د خپل حالت د بدلون لپاره کار وکړي نه ستاسو، ځکه موږ مسلمانان یو او داسې بدلون غواړو، چې زموږ له ثقافت سره همغږي ولري نه داسې بدلون چې د هغه پر خلاف وي.»
اې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې مسلمانو خویندو! د اسلامي فکر او احکامو له لارې پر خپل اسلامي هویت منګولې ولګوئ او کفري افکارو ته مه وردانګئ، د اسلام پر وړاندې د غرب له ویجاړوونکې جګړې څخه چې له تاسو استفاده کوي باخبره شئ؛ همدارنګه په هغه موقف کې چې یاست، د یوې مسلمانې ښځې په توګه پرې خبرې شئ، ځکه دغه موقف چې اسلام تاسو ته بښلی، ستاسو د سلامتیا کښتۍ ده، او له دې پرته به د دوزخ کندې ته لاړې شئ، هسې نه چې هغې ته لاړې شئ.
په پایله کې، د نبوت پر منهج د هغه راشده خلافت دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړئ، چې د انسانیت لپاره یې عدل راوړی، تاسو به د پانګوالۍ له سرسري لاروۍ وژغوري او هم به په ټوله نړۍ کې خیر او عدالت خپور کړي.
﴿وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾
[آلعمران: ۱۳۹]
ژباړه: بې زړه او اندېښمن کېږئ مه! همدا تاسې برلاسي یاست، که مومنان اوسئ.
لیکواله: مسلمه اشامی (ام صهیب)
ژباړن: منصور دریځ
د حزب التحریر- ولایه لبنان غړي شیخ " احمد الصوفی ابو نزار الشامی "
ارزښتمنه وینا ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۷مه، دوشنبه/ ۲۰۱۷م، د اکتوبر ۲۷مه
وړاندې کوونکی : سیاسي مفکر احمد الخطوانی ابو حمزه
۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۱۲مه، چهار شنبه/۲۰۱۷م، د نوامبر۱
وړاندې کوونکی: شیخ سعید الکرمی ابو عبد الرحمن ۱۴۳۹م،د صفر ۱۴مه، جمعه/ ۲۰۱۷م، د نوامبر۲مه
وړاندې کوونکی: شیخ ابو عمران البرق ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۷مه، جمعه/ ۲۰۱۷م، د اکتوبر ۲۷مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي پاڼو تعقیبوونکو او لیدونکو ته اعلانوي، چې د «خلک له موږ پوښتي» تر عنوان لاندې نوې ویدیویې خپرونه وړاندې کوي، چې د حزب التحریرـ ولایه اردن د مطبوعاتي دفتر د خپرونو له ډلې څخه ده، له موږ سره اوسۍ.. ۱۵مه برخه- پوښتنه: ولې غرب او او د هغه لارویان ( کافران او مسلمانان) د خلافت پر وړاندې جګړه کوي؟؟ د خپرونې مخکې وړونکی: داکتر احمد حسونة د حزب التحریر ـ ولایه اردن د مطبوعاتي رییس مرستیال ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۱۶مه، یک شنبې / ۲۰۱۷م، د نوامبر ۵مه.
د «ال عمران» سورت د یولسم ایت تفسیر:
"قُلْ أَؤُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرٍ مِنْ ذَلِكُمْ "
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازرة ابو الهمام
۱۴۳۹ه.ق، د صفر۴مه، سه شنبې/۲۰۱۷م، د اکتوبر ۲۴مه
د حزب التحری- ولایه فلسطین (سپېڅلې خاوره) د مطبوعاتي دفتر رییس داکتر مصعب ابو عرقوب اونیزه وینا. ۱۴۳۹ه.ق، د صفر ۱۴مه،جمعه/ ۲۰۱۷م، د نوامبر ۳مه.
د افغانستان چارواکي، ډېری مخالفین او زورواکي د پردیو په ګرو کې دي!
خبر:
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د استخباراتو عملیاتي قوماندان په کابل کې له افغان خبریالانو سره په خبرو اترو کې د سیمهییزو لوبغاړو لکه روسیې، ایران، پاکستان او چین د فعالیتونو د زیاتوالی ګواښ وکړ. د قاطع ملاتړ ماموریت د استخباراتو عملیاتي قوماندان ډګروال بورنز ویلي: «دا ټول هېوادونه په ملي وحدت حکومت کې د ځينو لوبغاړو، زورواکو یا طالبانو ملاتړ کوي. دغه ملاتړ په سیمه کې د دوی د نفوذ لپاره دی او دا حتمي کوي، چې کله د سولې خبرې اترې پيلېږي، له دغو کسانو څخه یو به يې د دوی د ګټو د خوندیتوب استازولي وکړي.» د ده په باور د سیمې هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان په راتلونکي کې رول ولري. حال دا چې د سیمې دغو څلورو هېوادونو دا تورونه رد کړي. (اریانا نیوز: ۲۰۱۷م، د نومبر ۳مه)
تبصره:
په افغانستان کې د امریکا او ڼاټو ځواکونو د استخباراتو عملیاتي قوماندان دا ډول څرګندونې له یوه لوري د افغانستان د قضیې پېچلتیا په ډاګه کوي، چې امریکا او ناټو له «تروریزم او افراطیت» سره د مبارزې په پلمه د سیمهييزو او نړیوالو سیالیو پر ګرم ډګر بدل کړی. له بله اړخه د افغانستان د چارواکو، وسلهوالو مخالفینو او زورواکو او سیاسي مخالفینو هویت څرګندوي، چې زیاتره یې د خپلو شخصي او ډلهييزو ګټو لپاره د لاسپوڅو مزدورانو په څېر د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو پيروي کوي. په داسې حال کې چې د ډګروال بورنز په څرګندونو کې له خپلو مزدورانو څخه د امریکا، د ناټو غړو هېوادونو او هند د حمایوي رول يادونه نه ده شوې او په پوره بېحیايۍ یې یوازې خپل مقابل لوري (روسیې، چین، ایران او پاکستان) ته د انتقاد ګوته نیولې.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو استخباراتي چارواکي په داسې حال کې دا نظر څرګندوي، چې روانه جګړه هره ورځ د وسلهوالو ځواکونو او مخالفینو په صفونو کې د سلګونو ځوانانو ژوند اخلي او په زرګونو نور نظامي او ملکي وګړي ټپيان او بېکوره کوي. هغه جګړه چې د سون توکي یې یوازې مسلمانان دي. نو پر دغه اساس واشنګټڼ په وروستیو کې له ملي وحدت دولت سره هوکړه وکړه، چې د افغان نظامي ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات پټ وساتي. دغهراز واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې مقاله کې ویلي، چې د افغانستان جګړه له وړاندوينو هم سخته شوې.
د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې (سیګار) د ځانګړي سرمفتش وروستی راپور هم ښيي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې زیاتې سیمې د افغانستان د اردو له ادارې وتلې او طالبانو او داعش پر دغو سیمو ولکه پيدا کړې. دغهراز د سیګار راپور ښيي، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه هغه شمېرې چې مخکې ښکاره خپرېدې، اوس پټې ساتل کېږي. ځکه چې د امنیتي ځواکونو وروستي تلفات د دوی د صفونو د ړنګېدو لامل شوي او په سرتېرو کې يې د بېباورۍ فضا رامنځته کړې. له دې امله غواړي، چې د تلفاتو په پټولو د جګړې د دوام لپاره د نظامیانو روحیه وساتي.
د یادونې وړ ده، چې دا ټول تر ټولو لږ هغه موارد دی، چې امریکايي ادارې او د افغانستا دولت اقرار ورباندې کوي. په داسې حال کې چې حالت له هغه څه چې د رسنیو، څېړنیزو او دولتي بنسټونو په راپورونو کې انځورېږي؛ په ځلونو دردونکي او سخت دی. په دې اړه هره ورځ د افغانستان په هره ګوښه او کونج کې ځايي خلک، د امنیتي ځواکونو سرتېري، طالبان او... مختلفې ويډیوګانې او انځورنه خپروي؛ چې په جګړه کې د ټولو ښکېلو لورو د سخت جنګي وحشت استازيتوب کوي. په داسې حال کې چې په دغه جګړه کې له ټولو اړخونو یوازیني اصلي زیانمن د افغانستان مسلمان خلک دي. له دې امله په دې وروستیو کې د مخابراتي تنظیم ادارې (اترا) د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته امر کړی، چې ټولنیزې شبکې (وتساپ او تلګرام) د ۲۰ ورځو لپاره وتړي او د فېسبوکي او ټويټري حسابونو او ځينو ويبپاڼو یو جدول یې چمتو کړی، چې ژر تر ژره يې بند کړي.
دلته نو د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا او ناټو د ټولو غولوونکو ادعاوو حقیقت یو په بل پسې رسوا کېږي. د بیان له ازادۍ نیولې تر سولې، بشري حقونو، د ښځو حقونو، د بېوزلۍ له منځه وړلو، دولتجوړونې او بیارغونې پورې ټول د تېرو ۱۶ کلونو په جریان کې په دې خاوره کې تجربه شول؛ چې ټول له جګړې، ناامنۍ، قتل، فتنې، فساد، فحشا، فقر، رشوت او د افغانستان په قضیه کې د سیمهییزو قدرتونو له لا زیاتې ښکېلتیا پرته بل څه نه وو. نو اوس هم ناوخته نه ده، تر څو په هوښ کې راشو او د دغو بدبختیو او ناورینونو پر وړاندې له صفره پيل وکړو.
پورتني ټول موارد په افغانستان کې د جګړې سيمهييز او نړیوال اړخونه لا زیات په ډاګه کوي، چې له امریکا سره له ستراتيژيکو او امنیتي تړونونو او په ځانګړې توګه جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د ټرامپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته جګړه په دې سیمه له وړاندوینو هم سخته شوې. نو په مطلق ډول د تفکر او تأمل ځای دی، چې د افغانستان خلک د پردیو د دې جګړې، چې زموږ پر وینه او خاوره جریان لري، حقیقت درک کړي او د جان کېري د دولت، مزدورو زورواکانو او په بهرنیو هېوادونو پورې د تړلو سیاسي او وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې راپورته شي او پرېنږدي چې تر دې زیات د نورو د سیالیو ښکار شي. د افغانستان مسلمانان په پېړیو د دا ډول خاینانو په وسیله له جګړې، ګډوډۍ او فتنې سره مخ دي. دا هماغه انځور دی، چې په زیاترو اسلامي خارو کې شته دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له پخوا راهيسې خبرداری راکړی، چې په مسلمانانو کې د دنیا د مینې او له مرګه د کراهیت په سبب د نړۍ نور ملتونه پر مسلمانانو یرغل کوي او هغوی مغلوبوي. لکه څنګه چې فرمايي:
«یوشِكُ الأُمَمُ أَنْ تَدَاعَى عَلَیكُمْ كَمَا تَدَاعَى الأَكَلَةُ إِلَى قَصْعَتِهَا» فَقَالَ قَائِلٌ وَمِنْ قِلَّةٍ نَحْنُ یوْمَئِذٍ قَالَ «بَلْ أَنْتُمْ یوْمَئِذٍ كَثِیرٌ وَلَكِنَّكُمْ غُثَاءٌ كَغُثَاءِ السَّیلِ وَلَینْزِعَنَّ اللَّهُ مِنْ صُدُورِ عَدُوِّكُمُ الْمَهَابَةَ مِنْكُمْ وَلَیقْذِفَنَّ اللَّهُ فِى قُلُوبِكُمُ الْوَهَنَ» فَقَالَ قَائِلٌ یا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الْوَهَنُ قَالَ «حُبُّ الدُّنْیا وَكَرَاهِیةُ الْمَوْتِ» "سنن ابي داود: صحیح"
"ژر ده چې (ټول) نور ملتونه به پر تاسو داسې حمله وکړي، لکه حیوانات چې پر ښکار حمله کوي." له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه يې وپوښتل: آیا هغه مهال به د مسلمانانو شمېر لږ وي؟ رسول الله وفرمایل: "نه، ستاسو شمېر به ډېر زیات وي، خو د اوبو پر سر د ځک په څېر به وئ. هغه وخت به الله سبحانه وتعالی ستاسو د دښمنانو له زړونو ستاسو هیبت لرې کړي او په زړونو کې به مو وهن داخل کړي." اصحابو پوښتنه وکړه، چې وهن څه دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له دنيا سره مينه او د مرګ بد ګڼل".
دا دی زموږ ننی تصویر! نو لازمه ده، چې کورني ښکېل اړخونه او د افغانستان بانفوذه او مخلص ځواکمنان دا حدیث د خپل واقعیت عملي مصداق وګرځوي او د عبرت درس ترې واخلي، ځکه تر کله چې له دنیا سره دوستي لري، د دنیا بېپایښته ګټې يې د شرقي او غربي قدرتونو په منګولو کې اچوي. دا وینه څښونکي قدرتونه یې له خاورې، وینې او عزت څخه په نړیوالو لوبو کې د وسیلې په حیث ګټه اخلي. د دې تر څنګ، تر کله چې دا رهبران او ځواکمنان له مرګه کراهیت لري او د اشغالګرو او مزدورانو پر وړاندې مبارزه نه کوي، د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره د دعوت او مبارزې ملاتړ نه کوي، ځان او د دنيا ژوند ورته غوره ښکاري؛ دا حالت به دوام مومي او له موږ څخه به په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې د سون د توکو په څېر کار اخیستل کېږي.
سیف الله مستنیر
د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس