سه شنبه, ۱۵ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بندیان ازاد کړئ!

(ژباړه)

له ابو موسی رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«فُكُّوا الْعَانِيَ وَأَجِيبُوا الدَّاعِيَ وَعُودُوا الْمَرِيضَ». (فتح الباري بشرح صحیح البخاري برقم 5174)

ژباړه: بندیان ازاد کړئ، د دعوت کوونکي بلنه ومنئ او د ناروغ پوښتنه وکړئ.

ابن بطال ویلي چې د بندي ازادول کفایي واجب دي او د جمهورو علماوو نظر هم همدا دی. همدارنګه اسحاق او ابن راهویه ویلي چې د بندي د ازادۍ فدیه له بیت المال څخه ورکول کېږي او له امام مالک رحمه الله څخه هم همداسې روایت شوی دی؛ خو امام احمد رحمه الله ویلي چې بندي د بل بندي په بدل کې ازادېږي، نه په مال سره. که په ورته وخت کې له مسلمانانو او کافرانو سره د یو او بل لوري بندیان وو او دواړو اړخونو د فدیې په ورکولو هوکړه وکړه، ستونزه نه لري، خو د مال په بدل کې د مشرکینو د بندیانو ازادول جایز نه دي.

د دغه حدیث په موخه ټول پوهېږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته سپارښتنه کوي، چې بندیان ازاد کړو، وږو خلکو ته ډوډۍ ورکړو او د ناروغانو پوښتنه وکړو، خو په ذهن کې مې د اسلامي امت د اوسني واقعیت په اړه یو څه راوګرځېدل او هغه دا چې اسلامي امت هم نن ورځ بندي، وږی او ناروغ دی. امت بندي دی، ځکه چې له نظامي، سیاسي، اقتصادي، فکري او رسنیز اړخه د کفري نظامونو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي؛ امت وږی دی، ځکه کوم غوره څیزونه چې الله سبحانه وتعالی ورکړي، هغه نن ترې اخیستل شوي او دغه توکي د کافرانو د لذت سبب شوي دي؛ امت ناروغ دی، ځکه چې د پانګوالۍ ناروغي یې په ټول بدن کې خوره شوې ده. خو ایا موږ دا هڅه کوو، چې اسلامي امت له لوږې، زندان او ناروغۍ څخه خلاص کړو؟! نه یوازې دا، بلکې د ځان تر خلاصون وروسته ایا د نړۍ د ژغورنې لپاره هڅه کوو؟!

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت دولت را په برخه کړه، چې د هغه په وسیله د کفري نظامونو له زندان، کفارو ته له لاس اوږدولو او د پانګوالۍ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شو.

اللهم آمین.

د مطلب ادامه...

د امریکا له لوري د دوو-دولتونو کرکجنه حللاره یوازې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیستي جنایتونو مشروعیت او دوام دی

خبر:

په غزه کې د نسل‌وژنې له زیاتېدو سره؛ د امریکا، نورو غربي هېوادونو، اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو او د اسلامي خاورو حکامو له لوري شدیدې غوښتنې کېږي چې د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو حللارې د پلې کولو لپاره دې هڅې زیاتې شي. د روانې جنوري میاشتې په ۶مه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسول، بیروت ته د خپل سفر پر مهال وویل چې دی غواړي د سولې پروسې لپاره یو اروپايي-عربي نوښت پیل کړي چې پایله یې د اسرایلو-فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوو-دولتونو حللاره وي. ده وویل: «اوس د دې وخت دی چې موږ د دوو-دولتونو نظر عملي کړو؛ که نه نو تاوتریخوالی به نسل په نسل روان وي؛ ځکه چې فکر وژل کېږي نه». منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکین د سفر پر مهال، هغه له خپل اردني سیال، أیمن الصفدي سره وکتل او پر یوه راتلونکې سناریو یې بحث وکړ چې لوېدیځه غاړه او غزه به یو ځای د اسرایلیانو او فلسطینیانو لپاره د دوو-دولتونو حللارې د اساس په توګه نیسي.

تبصره:

د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو پوچه او تش په نامه حللاره له لسیزو راهیسې د غربي دولتونو او په اسلامي خاورو کې د هغوی غلامو رژیمونو لخوا په دغې خاوره کې د سولې، ثبات او عدالت ټینګښت د یوازینۍ لارې په توګه وړاندې کېږي. په حقیقت کې، دا حللاره د صهیونیستي اشغال د دوام او لا پیاوړي کېدو وسیله ده. په ۲۰۲۴ کې د امریکا د ټولټاکنو یوه نوماند، رابرټ اف کېنېډي جونیور په یوه مرکه کې ویلي: «اسرایل زموږ لپاره یو سنګر دی... دا داسې دی لکه په منځني ختیځ کې چې الوتکې وړونکې بېړۍ ولرې. اسرایل زموږ تر ټولو پخوانی متحد دی. که اسرایل ورک شي؛ روسیه، چین او بریکس (BRICS+) هېوادونه به د نړۍ د ۹۰ سلنه نفتو کنټرول واخلي او دا به د امریکا د ملي امنیت لپاره یوه فاجعه وي». ښکاره ده چې صهیونیستې اداره په اسلامي خاورو کې د امریکايي اشغال وفادار ساتونکی دی. ځکه خو د سیمې لپاره هره امریکايي حللاره د امریکا او هغې د صهیونیستي اډې په ګټه ده او د فلسطین د مسلمانانو لپاره هېڅ خیر پکې نشته.

پر دې سربېره، د دوو دولتونو حللاره څنګه عادلانه کېدی شي چې وايي فلسطیني دولت دې د ۱۹۶۷ پولو له مخې جوړ شي؛ یعنې صهیونیستي ادارې ته دې د فلسطین تاریخي خاورې ۸۰ سلنه ورکړل شي او له فلسطین سره د یوازې پینځمه برخه خاوره پاتې شي؟ دا څنګه عادلانه ده چې غله ته اجازه ورکوي چې غلا کړی مال له ځان سره وساتي او دومره وحشتونو، د ځمکو غصب، په بلډوزر د کورونو ویجاړولو، ټول‌وژنې، له خپلې خاورې د خلکو قومي پاکولو او نورو غرونو غرونو ظلمونو او جنایتونو ته یې مشروعیت ورکوي؟ یهودي اشغالګرو دا ټول وحشتونه وکړل او دا سپېڅلې خاوره یې په زور او ظلم نیولې. دا خو داسې ده لکه صهیونیستانو ته چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د تېریو، نسل‌وژنو او نورو بې شمېره ترهګریزو کړنو په بدل کې جایزه ورکوي. یو خبریال وايي – غربي لیبرال قدرتونو د «دوو دولتونو» حللاره رامنځته کړه چې «په خپلو مرداریو (د پاکولو پر ځای) پرده واچوي» او یوه مرداري په بله پاکوي.

پر دې سربېره، دا تش په نامه فلسطیني دولت به څومره د دوام وړ وي؟ فلسطین او ټول مقاومت کوونکي خوځښتونه به یې خلع سلاح کړي؛ له دې سره که په راتلونکي کې صهیونیستان نور بریدونه کوي او نورې ځمکې یې نیسي؛ د ځان د دفاع هېڅ توان به نه لري. د تېر کال په فبروري کې د صهیونیستي ادارې مشر، بنیامین نتنیاهو په یوه مرکه کې وویل چې راتلونکی فلسطیني دولت باید د خپل امنیت ساتلو کنټرول اسرایلو ته ورکړي او تایید یې کړه چې دا «بشپړ حاکمیت نه و». په حقیقت کې به دا دولت هېڅ حاکمیت نه لري؛ پر خپلو پولو، فضا، پوځ یا اقتصاد به کنټرول نه لري؛ داسې یو دولت چې هېڅ واقعي سرچینې به نه لري او د خپلې بقا لپاره به په صهیونیستي اداره پورې تړلی وي. دا به نو څنګه دولت وي!!؟ د دې ترڅنګ، په لوېدیځه غاړه کې تر ۶ لکو زیات یهود مېشت شوي؛ لسګونه ښارګوټي یې دي چې ځینې یې د یوه ښار پشان خپل ښوونځي، روغتونونه او پوهنتونونه لري؛ له دې سره د یوه فلسطیني دولت جوړول عملاً ناشوني کېږي. ځکه خو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی کمېشنر، کریګ موخیبر د دوو دولتونو حللارې په اړه وايي: «دا هم د ناممکنوالي او هم د فلسطین د خلکو بشري حقونو-چې انکار نه ترې کېږي- ته د ځواب ویلو وړتیا نه لرلو له اړخه د ملګرو ملتونو په دهلیزونو کې یوه ټوکه وه».

په پای کې، د فلسطین په خاوره کې د یوه فلسطیني دولت جوړول له صهیونیستي فلسفې سره په بشپړ ټکر کې ده؛ ځکه دوی باور لري چې باید د فلسطین پر ټوله خاوره کنټرول ترلاسه کړي او خپل تش په نامه «یهودي هېواد» جوړ کي. په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰مو کلونو کې د امریکا ولسمشر، هري ټرومن هغه وخت په یوه ویډیو کې ویلي: «صهیونیستانو د هر اقدام مخالفت کاوه؛ دوی یوازې غوښتل چې ټول فلسطین د دوی شي... دا نه شې کېدی. دا کار مو باید په تدریج او ورو ورو کړی وی...». د یهودي اشغالګرو د ارتباطاتو وزیر، شلومو کهري په ډسمبر کې وویل: «دلته به د فلسطیني دولت په نامه څه نه وي. موږ به هڅکله اجازه ور نه کړو چې د اردون او (مدیترانې) سمندر ترمنځ کوم بل هېواد جوړ شي»؛ دا د لیکوډ (یا لیکوډ لېبرال ملي خوځښت چې د اسرایلو یو لوی ښي اړخی سیاسي ګوند دی) د منشور د خبرو تکررا و. نتنیاهو په تېر سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال د منځني ختیځ یوه نقشه وښوده چې اسرایلو ټول فلسطین پکې نیولی. ښکاره ده چې صهیونیستي اداره د فلسطین پر ټوله خاوره کنټرول غواړي.

د تش په نامه دوو دولتونو حللاره یوازې د فلسطین خلکو ته سپکاوی دی. له دې سره دوی یهودي اشغالګرو ته سپارل کېږي چې د هغوی تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي او د دغو جنایتکارو د غوښتنو تابع وي. دا له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مومنانو سره خیانت دی؛ الله سبحانه و تعالی د فلسطین ټوله خاوره سپېڅلې کړې، د راشده خلفاوو پر وخت د اسلام تر حاکمیت لاندې راغلې او پېړۍ پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې وه. د شریعت له مخې د فلسطین ټوله سپېڅلې خاوره تر قیامته د مسلمانانو ده. یوه لوېشت یې هم باید چاته ور نه کړل شي! بلکې باید د اسلامي پوځونو له لوري ازاده شي او د نبوت پر منهج خلافت تر سیوري لاندې اسلام پکې حاکم وي. له دې پرته به دلته زموږ د خویندو او وروڼو ټول‌وژنه او د هغوی پر وړاندې جنایتونه روان وي! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ» [انفال: ۲۷]

ژباړه: «اې مؤمنانو! د خپلو کړنو پر عاقبت له پوهېدلو سره سره له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت او په خپلو امانتونو (مقام، ځای، واک او امکاناتو) کې ټګي خیانت مه کوئ».

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

د مطلب ادامه...

د غرب د بیان ازادي؛ هغه درواغ چې په غزه کې افشا شول

خبر:

په غزه کې د یهودو لخوا وروستیو ټول‌وژنو په سبب د ډنمارک په ګډون په ټوله اروپا کې لاریونونه پیل شول.

په داسې حال کې چې په ډنمارک کې د یهودو پر ضد لاریونونه او د ټولنیزو رسنیو فعالیت روان دی؛ د ډنمارک دولت او رسنۍ د دغو اشغاګرو یهودو ښکاره ملاتړ کوي. دوی هڅه کوي هغه مسلمانان چوپ کړي او وېروونکي یې وښيي چې د اشغال ختمولو لپاره د جهاد غوښتنه کوي.

تبصره:

د هغو شعارونو او پیغامونو له ډلې چې د ډنمارک سیاسیونو او رسنیو تر برید لاندې راوستي؛ یو له اشغال څخه د فلسطین سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د جهاد غږ دی.

په ډنمارک کې ډیری لاریون کوونکي د نظامي اشغال لپاره د نظامي حللارې غوښتنه کوي؛ ډنمارکي رسنۍ پر دغې غوښتنه نیوکه کوي او ترهګرۍ ته دعوت یې بولي. د دغو لاریون کوونکو په منځ کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، ځینې داسې کسان شته چې په رسنیو کې شخصاً تر برید لاندې راغلي او د «کرکې خوروونکو» یا «ترهګرۍ د ملاتړو» ټاپې پرې لګېدلې؛ ځکه دوی جهاد د حللارې په توګه وړاندیز کوي یا ان یوازې دومره وايي چې جهاد د اشغال ختمولو لپاره د نورو حللارو تر څنګ یوه حللاره ده.

ډېری ډنمارکي سیاسیونو هڅه کړې چې د جهاد له دغې غوښتنې د پلمې په توګه کار واخلي او له دې سره غواړي په ډنمارک کې د مسلمانانو او اسلامي ډلو پر وړاندې، چې په فلسطین کې نظامي مداخله غواړي، نور قوانین او مقررات وضع کړي. په داسې حال کې چې دوی پخپله د صهیونیستي اشغالګرو ملاتړ کوي؛ هم یې په څنګ کې ولاړ دي او هم وسلې ورکوي چې د غزې خلک پرې ووژني.

له صهیونیستي اشغال څخه د ډنمارک حکومت ملاتړ د ډنمارک خلکو ته افشا شوی او د وروستیو سروې‌ګانو له مخې په ډنمارک کې پر دوی د یوې سیاسي رهبرۍ په توګه باور په بې ساري توګه ټیټه کچه کې دی.

دوی ادعا کوي او له لسیزو راهیسې یې دا ادعا کړې چې د بیان ازادۍ اتلان او مدافعین دي؛ اوس یې دا درواغ او منافقت نور هم افشا شول. پر جهاد او د دغې کلیمې پر مفهوم د دوی برید؛ پر ټولنیزو رسنیو د منتقدو غږونو سانسور او د ډنمارک د خلکو لخوا د غزې په ملاتړ لاریونونو ته پوښښ نه ورکول؛ د دوی د تش په نامه بیان ازادۍ درواغ ښه په ډاګه کوي او دا د غربي دولتونو ګډ منافقت دی. دوی له دې وېرې پر جهاد او مسلمانانو بریدونه کوي چې د فلسطین او صهیونیستي اشغال په مسله کې پر عامه افکارو کنټرول په بشپړه توګه له لاسه ور نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یونس پیسکورچیک

د مطلب ادامه...

غزې حقیقتونه افشا کړل او له درواغو یې پرده پورته کړه

  • خپور شوی په سیاسي

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې ډېرې اوږدې او دردناکې اونۍ تېرې شوې؛ په دې وخت کې حقایق افشا شول او له درواغو پرده پورته شوه. د غزې د خلکو او په ټوله کې اسلامي امت او دغه راز د نړۍ ځینو سالم فکر واله او منصفو نامسلمانانو په اړه یې حقیقت په ډاګه کړ. د صهیونیستي ادارې، له دوی څخه د غربي قدرتونو د ملاتړ او د اسلامي خاورو د حکامو د همکارۍ واقعیتونه یې هم افشا کړل. له دغو افشا کولو او پردې پورته کولو سره یې اسلامي امت او پوځونو ته یو مسیر وښود چې اوس باید څه وشي.

غزې د خپلو خلکو نېکي ټولو ته وښوده. د غزې خلک له دومره زیانونو او سختیو سره سره صبر کوي. د یوه شدید تېري پر وړاندې سر پورته کوي. له سختو ابتلاوو شکایت نه کوي. د نورو د هوسا کولو لپاره موسکا کوي، خو پخپله دردمن دي. له سختو کمبودیو او لوږو سره سره، خواړه وېشي. د خپلو پرېمانه زیانونو د جبران لپاره دعا کوي. دوی په خپل ایمان نړۍ ولړزوله او هڅه کوي چې الله سبحانه و تعالی راضي کړي. بېشکه الله سبحانه و تعالی خپل عزیزان ابتلا کوي. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلَاهُمْ فَمَنْ صَبَرَ فَلَهُ الصَّبْرُ وَمَنْ جَزِعَ فَلَهُ الْجَزَعُ»

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ته چې کوم خلک ګران وي، هغه ابتلا کوي. نو څوک چې صبر وکړي، اجر یې ورکول کېږي او څوک چې بې تابي وکړي، د بې تابۍ سزا ورکول کېږي.»

غزې د اسلامي امت نېکي وښوده. مسلمانان د غزې د خلکو له درده بې کراره دي. هر څه یې چې له وسه وشي کوي یې. دومره دعا کوي چې لاسونه یې وچ شي. دومره صدقه ورکوي، چې کورونه یې خالي شي. له دښمن سره بایکاټ کوي او له دې سره د پام وړ زیانونه ور اړوي. د پولو د پرانیستلو غوښتنې کوي چې خپل بچیان د غزې د خلکو مرستې ته ور واستوي. په وار وار غواړي چې پوځونه یې بسیج شي. بې شکه چې مسلمانان واحد بدن دی او ایمان سره موټی کړي. پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

ژباړه: «مومنان يو له بل سره د ترحم او مينې او محبت له اړخه د يوه جسد په څېر دي، کله چې (د جسد) يو غړی ناروغ وي، نو ټول وجود ورسره په شپه په ويښه تېرولو او تبه کې شريک وي.»

غزې د اسلام پر وړاندې د نړۍ د منصفو او سالم ذهن واله خلکو درناوی وښود. ډېرو نامسلمانانو د غزې د خلکو پر وړاندې بې عدالتیو په غبرګون کې خپله غوسه وښوده. اوس یې ډېر د یهودیت او صهیونېستیت ترمنځ توپیر کوي. ډېری یې د غزې د مسلمانانو صبر ته ګوته په غاښ دي. ځینې یې څېړنه کوي چې د دغه صبر منبع چېرته ده. ځینې یې مسلمانان شول او اسلامي امت خپله غېږه ورته خلاصه کړه. دا مسلمانېدل په داسې حال کې کېږي چې لا د اسلام پلی کوونکی دولت نشته. نو که اسلام د یوه دولت له لوري پلی شي او ټول عظمت یې وښودل شي دا کچه به څومره لوړه شي!؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایيي:

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِيَ الأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا»  [مسلم]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ځمکه ما ته راغونډه کړه (راونغښتله) نو ما يې مشرقونه او مغربونه ټول وليدل (د ځمکې ټولې برخې مې وليدلې) او هغه څه چې ما ته راغونډ کړل شوي (ټوله ځمکه) به زما د امت ملکيت وګرځي.»

غزې صهیونیستي اداره؛ د هغې وحشت، دښمني، کمزوري او ډارنتوب افشا کړ. یهودي ادارې هر جنایت وکړ. ماشومان یې په سنایپرو وویشتل، روغتونونه یې بمبار کړل. ډېر وخت یې جنایتونه امریکا په کاذبو پلمو ورپټول؛ خو اوس له پلمې پرته او په ډاګه جنایت کوي. په ډېر وحشت ټول‌وژنه کوي چې له یوه هغه «اصل» یا «اخلاقو» او یا «انسانیت» سره نه جوړېږي، چې انسانانو په جګړو کې لیدلي. بې شکه چې د دوی په اړه د الله سبحانه و تعالی دغه قول صادق دی:

[لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ] [توبه: ۱۰]

ژباړه: «د یو مؤمن په اړه، نه دوی د خپلولی لحاظ ساتي او نه د (پناه ورکولو) پر ژمنه پاتې کیږي. بېشکه چې همدا دوی تیري کونکي دي»

له دې سره سره، غزې د اشغالګرو ځواکونو کمزوري افشا کړه. ډارنو صهیونیستي ځواکونو له دومره پرېمانه او عصري وسلو سره سره بیا هم ونه شوی کولی چې د مجاهدینو کوچنۍ او ډېرو کمو وسلو لرونکې ډلې تر خپل کنټرول لاندې راولي. نو که د مسلمانانو له یوه پوځ سره مخ شي څه به کوي؟

غزې غربي دولتونه افشا کړل چې د صهیونیسي ظلم او وحشت ملاتړ کوي. صهیونیستي دولت خپل وحشت د درواغجن او منافق غرب د سترګو پر وړاندې کوي. د بشر حقونو، ښځو حقونو، ماشومانو حقونو او ژوو حقونو ته د غرب ژمنتبا بشپړه افشا شوه چې تول درواغ وايي. سربېره پر دې، یهودي اداره د مسلمانانو ټول‌وژنه د امریکا په رضایت او تایید کوي؛ په دې کې د امریکا فعال ګډون او ملاتړ ورسره دی؛ د رسنیو له لارې پروپاګند ورته خپروي، مالي او د وسلو مرسته ورسره کوي. ومو لیدل چې امریکا د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۸مه په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک ویټو کړ. امریکا دلته د دوو-دولتونو حللاره غواړي. دا د امریکا ظالمانه پلان دی چې د سپېڅلې خاوره لویه برخه اشغالګرو ته وسپاري او د «فلسطین دولت» په نامه یو بې وسلې او ذلیل او تش په نامه دولت پرېږدي. غربي دولتونه او یهودي اداره په حقیقت کې هغه څه دي چې الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمایي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ] [مائده: ۵۱]

ژباړه: «اې مؤمنانو! یهودان او عیسویان خپل ملګري مه نیسئ، ځکه له دوی څخه یې ځینې یو د بل ملګري دي.»

غزې د مسلمانانو حکام افشا کړل. سره له دې چې یهودي ادارې روغتونونه او ښوونځي بمبار کړل، د اردن رژیم خپله فضا د مسلمانانو قاتلانو ته ورکړې وه چې امریکا خپل تجهیزات اسرایلو ته ورسوي. متحده عربي اماراتو کښتیو ته د شته ګواښ د له منځه وړلو په موخه د دبۍ او حیفا ترمنځ د یوه ځمکني پل جوړولو تړون لاسلیک کړ چې د سعودي او اردن له خاورو تېرېږي. د مسلمانانو حکام د دې پر ځای چې د نړۍ سمندري، ځمکنۍ او هوايي لارې بندې کړي؛ د نفتو تامین بند کړي او له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي چې د خپلو وروڼو او خویندو د وینو تویېدو مخه ونیسي؛ زموږ د قاتلانو مرسته کوي او خپلې لارې په واک کې ورکوي. مصر د رفح پوله تړلې، په داسې حال کې چې پوځ یې د غزې د مسلمانانو د ملاتړ وړتیا لري او غوښتنه یې هم همدا ده. پاکستان او ترکیه د واشنګټن د ګټو لپاره خپل پوځونه د نړۍ هر ګوټ ته استوي؛ خو چې په غزه کې یې اوس سخته اړتیا ده، نو حکام یې مخه نیسي. دغو حکامو د غزې مسلمانان او ټول اسلامي امت د دښمن پر وړاندې په ګونډو کړ، اوس د بل خیانت هڅه کوي او غواړي د امریکا په امر، د دوو-دولتونو حللاره عملي کړي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته الله سبحانه وتعالی تاسو د هغو خلکو له دوستۍ منع کوي چې له تاسو سره د دین لپاره جنګېدلي دي. تاسو یې له خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او د تاسو په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی.  له دوی سره چې څوک دوستي وکړي، همغوی ظالمان دی.»

غزې هر څه افشا او په ډاګه کړل او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې یې خپل مسولیت ادا کړ. اوس په موږ پورې اړه لري. غزې راته وښودل چې وضعیت څنګه دی او د وړاندې تګ لار کومه ده. د غزې مسلمانان په حقه دي. اسلامي امت یې له خپل دین سره سم مخته ځي. لوی شمېر نامسلمانان د یهودو وحشت او بې عدالتي او له دوی څخه د غربي دولتونو ملاتړ ویني، تاییدوي یې او غبرګون ښيي. یهود داسې قوم نه دی چې پر خپل قول او تړون ودرېږي. غربي دولتونه د مسلمانانو پر وړاندې ښکاره جګړه کې د یهودو ملاتړ کوي. د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره د مسلمانانو د پوځونو د حرکت پر وړاندې یوازینی خنډ، حکام دي. د وړاندې تګ لپاره یوازې یوه لار ده. امت او پوځونه یې باید د مسلمانانو حکام له مخې لرې کړي. هغه وخت اسلامي امت کولی شي خپل دښمن له خپلو خاورو وشړي او تېښتې ته یې اړ کړي. نو پرېږدئ چې اسلامي امت له خپلو پوځونو وغواړي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي. پرېږدئ چې د غزې ویجاړېدل په ۱۹۲۴ کې د خلافت تر راپرځېدو وروسته زموږ وروستۍ تور او تیاره څپرکی وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مصعب عمیر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

یوه لوېشت ځمکه

(ژباړه)

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ أَخَذَ شِبْرًا مِنَ الْأَرْضِ بِغَيْرِ حَقِّهِ طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ». (صحيح ابن حبان)

ژباړه: هر څوک چې یوه لوېشت ځمکه په ناحقه ترلاسه کړي، د قیامت په ورځ به له اوو ځمکو څخه همدا یوه لوېشت په غاړه کې ور اچول کېږي.

دغه حدیث شریف د خلکو د حقونو او پر هغو د تیري له حرمت څخه خبرداری ورکوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو ډېر خطرناک کار خبر ورکوي، چې الله سبحانه وتعالی به یې ترسره کوونکي ته سخت عذاب ورکړي. دغه خطرناک کار په ناحقه د مسلمان ورور د یوې لوېشتې ځمکې نیول دي او جزا یې دا ده چې د قیامت په ورځ به هر هغه څه له ځان سره د محشر میدان ته راوړي، چې په ظلم او زور یې نیولي  وي.

نو د هغو کسانو عاقبت به چې په ناحقه یې دومره ځمکې نیولې دي، څه وي؟! او څه ډول به مجازات کېږي. همدارنګه د هغو کسانو عاقبت به څه وي، چې په ناحقه د مسلمانانو خاورې نیسي؟ هغه کسان به څه ډول مجازات کېږي، چې ځمکه یې تباه کړې وي، اوسېدونکي یې ترې ایستلي وي او خاوره یې دښمنانو ته ورکړې وې؟! لکه نن ورځ چې د اسلامي خاورو حاکمانو د فلسطین مبارکه خاوره یهودو ته په ورکولو سره، چې د الله او د هغه د رسول او مسلمانانو دښمنان دي، تباه او برباد کړه؛ نو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به د هغوی مجازات څه وي او د خپلو دغو کړنو په سبب به د څه ډول عذاب مستحق شي؟

له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی هر مجرم او جنایتکار ته جزا ورکوي، مګر دا چې توبه وکړي او پرې‌ يې ږدي. موږ ته پکار ده چې د هغه ظالم پر وړاندې ودرېږو چې د مسلمانانو مالونه لوټي، هغه نهی کړو او له دغه کار څخه یې منعه کړو؛ ترڅو د الله سبحانه وتعالی په مرستې او نصرت سره چې د خلافت دولت له دعوتګرو سره یې ژمنه شوې، زموږ حالت بدل شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو ظالم ته ووایو «ته ظالم یې»، الله سبحانه وتعالی دې موږ او زموږ ملګرو ته حق را ورسوي او دغه دین ته په نصرت سره دې موږ ته عزت راکړي. اللهم آمین.

لیکوال: ډاکتر ماهر صالح

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

تونسي چارواکو د حزب التحریر یو غړی د غزې د خلکو د ملاتړ په «جرم» نیولی

  • خپور شوی په تونس

 (ژباړه)

د تونس په پلازمېنه کې یوې امنیتي ادارې د ۲۰۲۴م کال، د جنوري ۵ مه د حزب التحریر له لوري تنظیم شوي لاریون وروسته یو ځوان، محمد امین نیولی. دغه لاریون له الفتح جومات څخه پیل شو او د ښاروالۍ تر تیاتر پورې له «موږ یو قوم نه یو چې له بل قوم سره خواخوږي وکړو؛ بلکې موږ یو واحد امت یو!» غږ سره روان و.

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د دې ناعادلانه نيونې په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوي:

۱. لومړی ځل نه دی چې دا ډول پېښه کېږي، بلکې په وار وار تکرار شوې. دا د همغو پخوانیو حکامو د پالیسیو دوام دی، چې تورونه پورې کوي او غواړي هغه غږ چوپ کړي چې د شريعت امر دی؛ له یهودو سره د مبارزې او د هغو مسلمانانو د ملاتړ غږ چې د نړۍ د سترګو په وړاندې له منځه وړل کېږي. دوی وایي چې د مسلمانانو د حکامو منافقت به نه یادوئ او د واک څښتنانو ته د اسلام په ژبه خطاب جرم دی، ځکه خو د حزب التحرير شباب پرې نیول کېږي!

د تونس چارواکي ادعا کوي چې د غزې له خلکو سره ولاړ دي؛ خو د حزب التحریر د شبابو له نیولو لاس نه اخلي، چې پر پوځونو غږ کوي چې په فلسطین کې د وینو تویولو مخه ونیسي!

۲.  د تونس رژیم د حزب التحریر د شبابو د پرله پسې نیولو له لارې هڅه کوي چې پر پوځونو د بسيج کېدو غږ چوپ او د قدرت له څښتنانو څخه د مظلومانو د ملاتړ مفکورې پر وړاندې خنډ شي؛ ځکه پوهېږي چې دغه غږ د یوې مشروع حللارې او د فلسطين لپاره د واقعي ملاتړ پر لور د امت د بسيج کېدو غږ دی.

۳. دا ناعادلانه نیول حزب التحریر له حق څخه نه شي راګرځولی او نه یې د دعوتګرو هوډ کمزوری کولی شي. دا پر الله سبحانه وتعالی د دوی باور، عزم او د حق پر لار ثبات لا ډېروي. له دې سره د دغو دعوتګرو یقین لا ډېرېږي چې الله سبحانه و تعالی خپلو مومنو بندګانو ته بری او نصرت ورکوي؛ خیر که لږ وروسته هم شي.

 «أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللهِ قَرِيبٌ» [بقرة: ۲۱۴]

ژباړه: «له شک پرته، د الله تعالی نصرت نیږدې دی»

د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۴مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۶مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د حکامو خیانت او ډار د دې لامل شوی چې د یهودانو شرير دولت د مسلمانانو په ښارونو کې مجاهدین ترور کړي Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۲مه، د بیروت په جنوبي څنډه کې د یهودي دولت د خاینانه او شريرو عملیاتو په ترڅ کې د یوې بې پيلوټه الوتکې د بريد په پایله کې شیخ صالح العاروري او د هغه ځینې ملګري ووژل. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې پر هغوی خپل رحمت او مفرت ولوروي او د شهیدانو ابدي ځای ورکړي.

د یهودي دولت د ظلم او تېري لاس اوږد شوی او پر سپېڅلې خاورې سربېره، د بلې اسلامي خاورې په پلازمینه کې د خلکو له وژلو او ویجاړۍ خوند اخلي؛ دا ځل یې په بيروت کې د مجاهدینو په ترور لاس پورې کړی. له دې سره یهودي دولت نه یوازې د فلسطین پر خلکو برید وکړ او مجاهدین یې شکنجه کړل؛ بلکې د رژیمونو او د هغوی د حکامو "کاذب عزت" او "تش په نوم حاکمیت" چې پاتې و، هغه یې هم له منځه یوړ. يهود د همدغو حکامو په شتون کې هغه مجاهدين شکنجه کوي او وژني، چې په خپله خاوره کې يې پناه اخستې. د حکامو پر پلازمېنو برید کېږي چې دوی لکه ذلیل ډارن چوپه خوله دي. دا د دښمن لخوا د دوی له توهین او سپکاوي پرته بل څه نه دي؛ دغه دښمن له وړاندې د دوی عزت او وقار تر پښو لاندې کړی. حکام کاڼه، ړانده او ډارن دي؛ د دښمن د ځواب ویلو جرات نه شي کولی!

دغو حکامو د فلسطين خلک له ماتې سره مخ کړي او د دوی له لاسه په  سپېڅلې خاوره کې له منځه وړل کېږي. د شهيدانو او ټپیانو شمېر تر ۸۰،۰۰۰ اوښتی. همدا حکام د مجاهدينو پر وړاندې دسيسې جوړوي چې له ماتې سره يې مخ کړي. داسې ښکاري چې دغه حکام په همدومره شرم او خیانت نه دي راضي او ان یو شمېر مجاهدين اوس په خپلو پلازمینو کې وژني.

د یهودي دولت د جنګ او جنایت لمن په پراخېدو ده. په ګناه او وینو ککړ لاس یې د ګاونډیو پلازمینو ته غزیدلی، هلته مجاهدین او په مجاهدینو پورې تړلي هر څه موخه ګرځوي. ظلم او ستم اوج ته رسېدلی. دا ځکه چې داسې څوک نشته چې لاس یې لنډ او ان ملا یې ماته کړي او جرړې یې راوباسي. د دوی په وینو او ګناوو ککړ لاس به همداسې غځېدلی پاتې وي او ويجاړۍ به تر هغه دوام مومي، چې څو دا ډارن حکام د واک پر ګدۍ ناست وي. څوک چې دا فکر کوي چې د یهودي دولت فساد او جنایت په مصنوعي پولو پورې محدود دی، تېروتنه کوي او د یهودانو فاسد طبیعت نه پیژني. څوک چې پر هغو حکامو باور لري، چې د خپلو خلکو پر وړاندې خبرو کې ادعا کوي، چې د فلسطين په یوازې پرېښودلو سره خپل هېواد د یهودو له شریر  دولت څخه امن ساتي، احمق دي. دا دي یهودي دولت یې پر پلازمینو بريد کوي او مسلمانان په خپلو کورونو کې وژني.

اې مسلمانانو په ځانګړې توګه ستاسو په منځ کې د قدرت څښتنانو، افسرانو او سرتېرو!

دغه دښمن ستاسو د حکامو د ذلت او سپکوالي له امله تاسو ته په کمه سترګه ګوري چې دښمن ته یې د همکارۍ لاسونه ورکړي دي. اوس دښمن ستاسو په منځ او ستاسو په پلازمینو کې، چې ستاسو تر ساتنې لاندې دي، ستاسو زامن، د فلسطين خلک او مجاهدين شهیدانوي. همداسې له شاوخوا ۹۰ ورځو راهیسې هغوی په فلسطين کې د غزې په خاوره کې هره ورځ شهیدانېږي. د هغوی د شهيدانو او ټپیانو شمېر اوس ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. نو څه کوئ؟ ایا دغه شهيدان او وينې یې پر تاسو حق نه لري!؟ ايا د مسلمان وينه شرعي حرمت نه لري، چې د ملاتړ لپاره یې باید اقدام وکړئ!؟ ایا د مسلمانانو وینه هغه سره کرښه نه ده چې، غوسه یې باید په عمل بدله شي او داسې خوځښت رامنځ ته کړي، چې د دغه دولت جرړې وباسي؟ ایا پر پلازمینې بريد ستاسو پر عزت او وقار برید نه دی، چې باید په اړه یې پوځونه بسيج کړئ!؟ ستاسو حکامو دغه دولت ته جرات ورکړی؛ فکر کوئ چې بیا به ستاسو پر وړاندې داسې جسارت ونه کړي او په خپلو کورونو کې به مو ونه وژني!؟

اې مسلمانانو او د واک خاوندانو:

له دغو پېښو سره نور د چوپتیا او بې حرکته پاتې کېدو لپاره پلمه نه لرئ. په دغو وینو ستاسو او الله د دښمن، یهودي دولت لاسونه سره دي. ستاسو له خاورې یې د ځان لپاره د جګړې ډګر جوړ کړی. دا هر څه شپه او ورځ پر تاسو غږ کوي او له تاسو څخه غواړي چې د خپل دین، خپلو وروڼو او خلکو د ملاتړ لپاره وخوځېږئ. خپل ثبات وساتئ او مسلمانان د دغو حکامو له مصيبتونو څخه خلاص کړئ. مسلمانان د دغو حکامو له ذلت او شر خلاص کړئ، چې ستاسو پر وړاندې یې دښمنانو ته جرات ورکړی. دا کار داسې کولی شئ چې د دغو حکامو تختونه رانسکور کړئ او یوې مخلصې رهبرۍ، حزب التحریر ته –چې ستاسو په منځ کې دی- نصرت ورکړئ چې د نبوت پر منهج راشده خلافت اعلان کړي. دا خلافت دی چې تاسو به د جهاد او فتح په ډګرونو کې رهبري کوي؛ د پاکو وینو غچ به اخلي، دفاع به یې کوي، د الله سبحانه وتعالی امر ته به لبیک وايي او تاسو به د الله د رضا لپاره د دښمن په مقابل کې مخ پر وړاندې بیايي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ][توبه: ۳۸]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانده کښېناستلی؟ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې دنیوي ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي.»

حزب التحریر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

ناوړه او شرير امیران او له هغوی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیزاري

(ژباړه)

له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«سَيَكُونُ مِنْ بَعْدِي أُمَرَاءُ يَغْشَاهُمْ غَوَاشٍ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ بَرِيءٌ، وَهُوَ مِنِّي بَرِيءٌ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ مِنِّي» (صحيح ابن حبان 285 )

ژباړه: په راتلونکي کې به داسې حاکمان راشي چې درباریان به پرې راګرځېدلي وي، هر څوک چې هغوی ته ورشي، درواغ یې تصدیق کړي او د هغوی په ظلم کې ورسره ملګري شي، زه ترې بېزار یم او که څوک ورنه شي او ملګرتیا ورسره ونه کړي، هغه له ما څخه دی او زه له هغوی څخه یم.»

دغه حدیث شریف د هغو حدیثونو له ډلې دی چې موږ ته په راتلونکي کې د پېښېدونکو پېښو او دا چې تر هغه وروسته باید څه وکړو، خبر راکوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکوي چې داسې کسان واک ته رسېږي چې وړ یې نه دي، له الله سبحانه وتعالی څخه نه ډارېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې یو شمېر خلک به له دغو حکامو سره مرسته کوي، د هغوی ملتیا به کوي او کړنو ته به یې مشروعیت ورکوي. دغه خلک د سنتو پیروان نه دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت پر مسیر نه دي روان.

هغه څه ته چې پام ور اوړي، په دوو بڼو د یادې کلمې تکرار دی، هغه دا چې دغه خلک د استقامت او پر حق د منګولو لګولو د نشت په دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیروانو او مسلمانانو څخه نه دي. یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزار نه دی، بلکې هر څوک چې پیروي ترې کوي، له دغو خلکو څخه هم بېزار دي. دغه امر مسلمانانو ته د حکامو او د هغوی له لاسپوڅو څخه برائت ورکوي او مسلمانان باید هغه حکام او دننه کړۍ یې ونه مني چې د هغوی په ظلم کې ورسره مرسته کوي.  

په بله برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له هغوی سره د تعامل لارې چارې راښيي. باید هغه کړنې او خبرې یې چې د شرعې خلاف یې ترسره کوي، تصدیق نه کړو او له هغوی سره مرسته ونه کړو. د هغوی پر وړاندې باید ودرېږو او څومره چې وس لرو، د هغه منکر د بدلون لپاره چې ترسره کوي یې، و غندو او هغه کسان چې د یادو کسانو کړنې وغندي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت مسیر په طی کولو سره به کوثر حوض ته لاړ شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د حق کلمې په ویلو او د ظالمانو او د هغوی په غندلو کې له موږ سره مرسته وکړي. زموږ وضعیت داسې بدل کړي څنګه چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي وي او موږ د هغو کسانو په ډله کې شامل کړي چې د حوض پر څنډه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لیده‌کاته کوي. اللهم آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

علماوو ته پیغام

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ لَزِمَ السُّلْطَانَ افْتُتِنَ، وَمَا ازْدَادَ عَبْدٌ مِنْ السُّلْطَانِ دُنُوًّا إِلَّا ازْدَادَ مِنْ اللَّهِ بُعْدًا». [رواه أبو داود، 2859]

ژباړه: «هر څوک چې د حاکم خدمت غوره کړي، په فتنه کې لوېږي او هر بنده چې حاکم ته نږدې شي، په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی څخه لرې کېږي.»

د دغه حدیث د یادولو موخه دا نه ده، چې د اسلامي امت او علماوو تر منځ اړیکې ته زیان ورسېږي، بلکې موخه یې پر هغه واقعیت او حقیقت د امت پوهول دي چې علماء ورسره مخ دي. دلته موخه درباري علماء دي او امت باید درباري علماوو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي. پر همدغه اساس له عالم څخه د هغه د مقام او شخصیت له امله پیروي نه کېږي، بلکې د علمیت او باور له مخې یې متابعت او پیروي کېږي.

زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په یو شمېر احادیثو کې په وار وار د بدو علماوو په اړه خبرداری راکړی او علت یې د علماوو هغه مهم رول دی، چې دوی یې ادا کوي. د علماوو اساسي او اصلي رول دا دی چې دوی د امت د باور کړکۍ ګڼل کېږي، حق له باطل څخه بېلوي او خلک د امن ځای او د رحمن جنت په لوري بیایي.

کېدی شي تر ټولو خطرناکه فتنه چې نن ورځ درباري علماء پکې راګېر دي، دا وي چې له امت سره د سایکس-پیکو د اصولو پر اساس تعامل کوي، هېوادپالنه او مليت‌پالنه یې د امت د دښمنانو له خوښې سره سمه دود کړې ده. هر عالم د خپل هېواد له حاکم سره څنګ کې ودرېد او د امت پر وړاندې یې د هغه ټولو کړنو ته مشروعیت ورکړ؛ په داسې حال کې چې حاکم یې له ګمراهۍ او لارورکۍ سره مخ و او په کوم مسیر چې نوموړی روان و، بشپړ ناسم او د ناپوهۍ وروستۍ کنده ګڼل کېده؛ داسې چې امت تر دې وړاندې دغه ډول حالت نه و لیدلی؛ ان تر دې چې درباري عالم د حاکم سیوری او ښی لاس شو، چې د هغه په مټ به حاکم پر هر لوري او هر چا برید کاوه او بریالی به شو.  

پخوا به عالم د خلیفه پر وړاندې لوړ مقام او منزلت درلود؛ خو اوس چې عالم څنګه له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي، همداسې له حاکم څخه هم ډارېږي او ان تر هغه زیات وېرېږي. په دغو علماوو کې ځینو یې له یهودو سره د سولې د جواز، د عراق د اشغال لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتلو د جواز او د پارلماني ټاکنو د جواز فتوا ورکړه او هغوی د فاسدې هېواد‌پالنې او چټلې ملیت‌پالنې له لارې په بشپړه توګه د ژوند له واقعیت سره تعامل کړی دی. هو، اې علماوو! دا زموږ د پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري پر تاسو غږ کېږي او بلنه درکول کېږي، چې پاڅېږئ او د حاکم له پیروۍ لاس واخلئ او د عز بن عبدالسلام غوندې دریځ ونیسئ! 

اې ربه! موږ ته یو ځل بیا د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت را په برخه کړه، چې په وسیله یې د مسلمانانو تیت و ‌پرک حالت او بې اتفاقي پای ته ورسېږي. اې ربه! له هغوی څخه مصیبت لرې کړه. د خپل کریم نور په مرسته یو ځل بیا ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

د مطلب ادامه...

مهرباني؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړی ادب دی

 (ژباړه)

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: اسْتأْذنَ رَهْطٌ مِنَ الْيَهُودِ عَلَى رَسُول اللّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالُوا: السّامُ عَلَيْكُمْ. فَقَالَتْ عَائِشَةُ: بَلْ عَلَيْكُمُ السّامُ وَاللّعْنَةُ. فَقَالَ رَسُولُ اللّه صلى الله عليه وسلم: «يَا عَائِشَةُ إِنّ اللّهَ يُحِبُّ الرّفْقَ فِي الأَمْرِ كُلِّهِ»، قَالَتْ: أَلَمْ تَسْمَعْ مَا قَالُوا؟ قَالَ: «قَدْ قُلْتُ: وَعَلَيْكُمْ». رَوَاهُ مُسْلِمٌ وَفِي رِوَايَةٍ: «يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللّهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ. وَيُعْطِي عَلَىَ الرِّفْقِ مَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ الْعُنْفِ. وَمَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ مَا سِوِاهُ». وَفِي رِوَايَةٍ أُخْرَى: «إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلاَّ زَانَهُ، وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلاّ شَانَهُ».

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: یهودانو یوې ډلې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: "سام علیکم؛ پر تا دې مرګ وي." عائشه رضي الله عنها وايي چې ما وویل: مرګ او د الله لعنت دې پر تاسو وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) په ټولو کارونو کې نرمي خوښوي. ما وویل: ایا وادې نه اورېدل، چې دوی څه وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما هم دوی ته وویل: (وعلیکم) مرګ دې پر تاسو وي. (رواه مسلم). په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) مهربان دی او مهرباني او نرمي خوښوي. د مهربانۍ او نرمۍ په بدل کې داسې اجر ورکوي، چې د غوسې او نورو شیانو په بدل کې یې نه ورکوي. په یو بل روایت کې راغلي دي: مهرباني چې په هر شي کې وي، هغه ښایسته کوي او له هر شي څخه چې لرې شي، هغه خراب او معیوب کېږي.

ګرانو دوستانو! 

دلته (رفق) په خبرو کې د نیکۍ او په معامله کې د نرم‌خویۍ په معنا دی. نو څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، هغه باید نیکې خبرې وکړي، نرم خوی ولري او برعکس بدې خبرې ونه کړي، بلکې داسې نېک الفاظ باید وکاروي، چې د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي؛ ځکه نېکه خبره د زړونو کیلي ده. که چېرې یې پر زړه باندې نرمۍ او نیکۍ اغېز ونه کړ، نو روا ده چې له هغوی سره په شدت او سختۍ خبره وشي.

 نووي په (الاذکار) کتاب کې لیکلي دي: څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، نو هر مؤدب انسان ته ښايي، چې خپل مخاطب ته داسې الفاظ وکاروي: افسوس ستا پر حال، اې بېچاره، لږ ځان ته پام وکړه! اې پر ځان ظلم کوونکیه! په دې اړه احادیث راغلي دي او په هغو کې یو یې د عدي بن حاتم الثابت حدیث دی، چې په صحیح مسلم کې راغلی دی.

«أن رجلا خطب عند رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: من یطع الله ورسوله، فقد رشد، ومن یعصهما، فقد غوی. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: بئس الخطیب انت، قل: ومن یعص الله ورسوله»

ژباړه: یوه کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خوا کې خطبه بیانوله او ویې ویل: هر څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه اطاعت وکړي، هدایت شوی دی او څوک چې له دوی دواړو څخه سرغړونه وکړي، ګمراه شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه ناوړه خطیب یې، داسې ووایه: څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه نافرماني وکړي.

او د جابر بن عبدالله په حدیث کې روایت شوي دي:

«أن عبدا لحاطب جاء یشکوا حاطبا، فقال: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدخلن حاطب النار. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: کذبت، لا یدخلها فإنه شهد بدرا والحدیبیة»

 ژباړه: د حاطب غلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له حاطب څخه یې شکایت وکړ او ویې ویل: حاطب به دوزخ ته ځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دروغ وایې، هغه دوزخ ته نه ځي، ځکه په بدر او حدیبیه کې يې ګډون کړی و.

همداراز د ذی‎الخویصرة لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره: "ویلک فمن یعدل ان لم اعدل؟؛ افسوس پر تا که زه عدالت ونه کړم، نو څوک به یې کوي؟"

د یماني وزیر محمد بن ابراهیم په کتاب (العواصم والقواسم) کې راغلي دي: «پوه شه چې د شدیدو، وېروونکو او سختو الفاظو د ویلو لپاره څلور شرطونه دي. دوه شرطونه یې مباح دي؛ یو دا چې په خپلو خبرو او عمل کې د مخاطب سپکاوی ونه کړې او بل دا چې ویونکی دروغ ونه وایي. یعنې هغه کس ته چې مکروه عمل کوي، داسې ونه وایي چې، اې ګنهکاره! یا هغه کس ته چې ګناه کوي او نه پوهېږي چي ګناه یې کبیره ده، ونه وایي چې اې فاسقه! همدارنګه مسلمان فاسق ته ونه وایي، چې اې کافره! او همداسې نور. دوه نور شرطونه مستحب دي؛ یو دا چې متکلم ګومان وکړي چې شدیدې خبرې یې د دې لامل کېږي، چې مقابل کس به حق ژر ومني او بل دا چې دلیل به ورته ښه واضح شي؛ د دعوت په برخه کې له دغو حالتونو پرته له دغو الفاظو څخه استفاده مه کوئ. له مور او پلار سره مهرباني کول واجب دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا [اسراء: 23]

ژباړه: د هغوی پر وړاندې (اف) هم مه کوئ، چیغې مه پرې وهئ او له ځانه یې مه شړئ، په ډېر احترام خبرې ورسره وکړئ.

امام احمد بن حنبل وايي: کله چې دې پلار د یو بد عمل په کولو ولید، پرته له دې چې له غوسې، غضب او شدت څخه ډکې خبرې ورته وکړې، هغه پوه کړه او نور یې په خپل حال پرېږده؛ ځکه چې پلار د عادي کسانو په څېر نه دی. یعقوب بن یوسف په یوه روایت کې وایي: که مور او پلار دې شراب پلورل، د هغوی خواړه مه خوره او بېرون ته ورڅخه ووځه. په هغه روایت کې چې له ابراهیم بن هاني څخه نقل شوی، راغلي دي: که مور او پلار مو د انګورو ونه درلوده، چې له هغې څخه یې شراب جوړول او بیا یې پلورل، هغوی په معروف امر او له منکر څخه یې منعه کړئ؛ که ستا خبره یې ونه منله، ورڅخه لاړ شه او ژوند ورسره مه کوه. ابوبکر په ذات المسافر کې وایي:

«عن عبد الله بن عمرو بن العاص أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: "من الکبائر شتم الرجل والدیه. قالوا: یا رسول الله، هل یشتم الرجل والدیه؟ قال: نعم، یسب أبا الرجل، فیسب أباه، ویسب أمه، فیسب أمه»

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن عاص څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور او پلار ته ښکنځلې کول کبیره ګناه ده. یوه کس وویل: ایا څوک خپلې مور او پلا ته هم ښکنځلې کوي؟ ویې فرمایل: هو، کله چې یو څوک د بل چا پلار ته ښکنځلې وکړي، نو هغه هم د ده پلار ته ښکنځلې کوي او که د یو بل چا مور ته ښکنځلې وکړي، هغه هم د ده مور ته ښکنځلې کوي.

اولاد باید په مهربانۍ او نرمۍ سره خپل پلار او مور په معروف امر او له منکر څخه منعه کړي او دوی ته روا نه دي چې له هغوی سره په ناوړه او سختو الفاظو خبرې وکړي.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې