پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر نورو پیسو د امریکایي ډالر ولکه او پایلې یې
بسم الله الرحمن الرحيم
پر نورو پیسو د امریکایي ډالر ولکه او پایلې یې

پیسې د توکو د ارزښت او خدمتونو مقیاس دی او هغه څه دي چې د توکو تبادله او خدمتونه پرې ترسره کېږي. له پخوا زمانو څخه خلکو د طلا، نقرې او مسو د کانونو تر څنګ، ډېر نور شیان د پیسو په توګه کارولي دي. ټول خلک له دې سره موافق دي چې طلا او نقره دې د پیسو اصلي اسعار وي او د طلا اجرایي سیستم په ټوله نړۍ کې په مختلفو بڼو تر ۱۹۷۱م کال پورې، چې امریکایي ډالر د ازاد بازار له نوسانونو (بدلونونو) څخه په امن و، عملي شوی دی.

په ارزي اړیکو کې د طلا په کارول شوي ارزي سیستم کې درې اساسي بڼې وې:

لومړی: تر لومړۍ نړیوالې جګړې پورې د سرو زرو ارزي سیستم کارول کېده او په دغه سیستم کې طلایي او ورقي اسعار دود وو، چې ٪۱۰۰ د طلا معادل وو او په راکړه ورکړه کې د طلا پر ځای کارول کېدل.

دویم: تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته کلونو کې د طلا په مقابل کې مروج بانک نوټونه چاپ شول؛ خو د طلا پر ځای د هغې پر اساس راکړه ورکړه په ځانګړو وزنونو پورې محدوده او په ځانګړو شرایطو او احکامو پورې تړلې وه، چې دغه سیستم هم له لږ وخت وروسته په ۱۹۳۱م کال کې له پامه ولوېد.

درېیم: د طلا د صرافۍ (اسعارو) سیستم: د دغه سیستم پر اساس ملي اسعارو په مستقیم ډول پر طلا د مستقیم تحویل امتیاز نه درلود؛ خو د بل هېواد د مالونونو په مقابل کې یې د طلا په بدل کې تحویل ممکن و او پر همدغه اساس هېوادونه د تابع او متبوع هېواد او د متبوع هېواد په پیسو ونومول شول.

په لومړي او دویم سیستم کې، هغه مهال چې طلا د پولي واحد په توګه کارېده، د هېوادونو په پولي زېرمو کې هېڅ کمی نه و، په ځانګړي ډول له لومړي نړیوالې جګړې مخکې د طلا د اسعارو په بیه کې هېڅ ډول پړسوب او کمی نه و،  په ازادانه ډول د هېوادونو تر منځ د مالونو لېږد رالېږد ترسره کېده او د اسعارو په بیو کې هېڅ ډول پړسوب هم نه رامنځته کېده. د بېلګې په ډول: کله چې د عثماني دولت پر مهال په ۱۳۲۶م کال کې په لومړي ځل اسعار چاپ شول، نو تر ۱۷۴۰م کال پورې په اوسط ډول د عثماني دولت اسعارو د ۴۱۴ کلونو په موده کې ٪۸۴ پړسوب کړی و، چې په هر کال کې له ٪۰،۲۰ سره برابر دی. په بل عبارت دا یوازیني اسعار وو چې په ډېرو کلونو کې یې هم د طلا په مرسته، چې خپل ارزښت پخپله تأمینوي، په دوامداره توګه خپل ارزښت او بیه ساتلې وه، ځکه بیرونۍ لاسوهونې او ستونزې نه وې.

طلا هغه پولي واحد دی چې نړۍ د معدن اعتبار او محدود تولید له امله منلې ده او د خلکو له تمایل سره سم یې د ډېرېدو او پړسوب امکان نشته، نو بازار ته ډېره یا کمه نه وړاندې کېږي؛ لکه اوسمهال چې په کاغذي اسعارو کې لیدل کېږي. نو ډېروالی یې د طلا په کانونو او د هغو په ډېره کیندنه پورې تړلی دی. په ټولیز ډول په نړۍ کې د طلا کلنۍ کیندنه محدوده ده. پر دې سربېره ټوله ايستل شوې طلا امکان نه لري مستقیمه په نغدو بدله شي، ځکه طلا د صنعت په مختلفو برخو لکه ټلوېزیون او موبایل کې کارول کېږي. د ۲۰۱۸م کال شمېرې ښيي چې هر کال په نړۍ کې ۳۵۰۰ ټنه طلا تولیدیږي، چې د دغې تولید شوې طلا یوه برخه په صنعت کې کارول کېږي او یوه برخه یې د زیوراتو او لوښو په توګه په مختلفو طریقو کارول کېږي. نو د سرو زرو نظام پلي کول په ټوله نړۍ کې د توکو او تولیدي خدمتونو لپاره کافي دی.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پړسوب د ډېروالي له امله هېوادونو بېرته طلا د پولي واحد په توګه غوره کولو هڅه وکړه؛ خو د ۱۹۲۹م کال مشهور اقتصادي رکود، د پانګوالۍ د ځينو اړخونو پلي کول او د دویمې نړیوالې جګړې ځينې ماموریتونه د دې لامل شول چې هېوادونه له بدل پرته د پیسو چاپول ډېر کړي او همدا لامل شو چې د سرو زرو د اسعارو سیستم د تاریخ په هدیره کې دفن شو.  

په نړۍ کې د ډالر د نغدینې ولکه د «بروټون او وډز» له هوکړه لیک سره پیل شول. په ۱۹۴۴م کال کې په یوه کنفرانس کې، چې ۴۴ هېوادونو پکې ګډون درلود، د پیسو د ارتباط له مخې ټولې پیسې په امریکایي ډالرو پورې وتړل شوې. ځکه هغه مهال له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ډالر له طلا سره په مقابل کې و او امریکا د نړۍ د طلا ذخیرو ډېره برخه په واک کې درلودله. په ۱۹۵۰م کال کې واشنګټن د نړۍ د طلا ذخیرو ٪۶۵په خپل واک کې درلودې، خو امریکا مروجه پیسې د طلا له ذخیرو څخه ډېرې او د طلا له پشتوانې پرته چاپ کړې. دغه کار د ویتنام جګړې د لګښتونو او ډالر ته د نړۍ د هېوادونو د اړتیا پر اساس وشو. نو د بروټون او وډز هوکړه لیک ملغی شو او ډالر د ۱۹۷۱م کال په ډسمبر کې د ولسمشر نیکسون د واکمنۍ پر مهال په ازادو نوسانونو کې خوشی شو. د بروټون او وډز هوکړه لیک پر اساس یو انس = (31.1گرامه) طلا د ۳۵ امریکایي ډالرو په مقابل کې ټاکل شوې وه، خو اوسمهال یو انس طلا له ۱۹۴۲ ډالرو سره برابره ده. نو د ۲۰۲۲م کال د مارچ ۴ مې نېټې پایلې ښيي چې ډالر د طلا پر وړاندې  ۵۵.۴۸٪ ارزښت له لاسه ورکړی دی.

امریکا کله چې د «بروټون او وډز» سیستم  چې غوښتل یې ډالر د طلا په مقابل کې چاپ شي، پرېښود  او د نفتو له لارې د بلې حللارې په لټه کې شوه، تر څو د بلاعوض ډالرو د چاپ ستونزه حل کړي. د امریکا حکومت د سعودي له حاکمې کورنۍ سره په ۱۹۷۲ او ۱۹۷۳م کلونو کې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس یې باید د نفتو معاملې یوازې په ډالر وشي او په بدل کې یې باید امریکا د ال‌سعود کورنۍ حاکمیت وساتي. د اوپِک سازمان نورو هېوادونو هم د سعودي پر پله پل کېښود او د تېلو په مقابل کې یوازې ډالر چلېدل او په پایله کې هر هېواد یوازې په ډالرو تېل پېرل. دا په نړۍ کې له پشتوانې پرته چاپ شوو ډالرو د منلو او سپما په توګه د امتیاز ساتلو لپاره ستر ګام و؛ په ځانګړي ډول کله چې ډالر په ۱۹۷۱م کال کې په ازادو نوسانونو کې خوشی شو او د نړۍ بازارونو ته ډېر راووت. د ډالر او طلا د اړیکې د لغوه کولو له امله د امریکا فدرال سپما بانک داسې ورقې نړیوال بازار ته وړاندې کړې چې بیه یې تقریباً شپږو سنټونو ته رسېده، چې د نړۍ په ټولو اقتصادونو کې یې ستونزې راپورته کړې. نو ډالرو د نورو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې، د ځغلنده پولي سیاستونو په کارولو سره، صعودي حرکت وکړ. د بېلګې په ډول: د ۲۰۰۸م کال په جنورۍ کې د نړیوال اقتصادي بحران په راتګ سره د هغو قیمت لرونکو اوراقو خالصه بیه چې فدرال بانک لاس په لاس کولې، ۸۱۷ میلیارده او ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته رسېده او له هغه وخت څخه د ۲۰۲۲م کال تر فبرورۍ پورې ۲ ټریلیونه او ۲۳۲ میلیارده او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته رسېده. په ورته نېټه د فدرال بانک د پلاوي له لوري د وړاندې شوو عمومي شمېرو او ارقامو سره سم ۹۲۲ میلیارده او ۱۸۷ میلیونه ډالر او ۸ تریلیونه او ۹۲۸ میلیارده او ۱۲۹ میلیونه ډالر وو. په بل عبارت امریکا د یادې نېټې پر مهال M0 د نغدو پیسو د وړاندې کولو ۱ تریلیون او ۴۱۴ میلیارده او ۷۴۰ میلیونه ډالر چاپ کړي دي. په داسې حال کې چې که د نغدو پیسو پر وړاندې کولو کې د M1 ،M2   او M3 پور او نور وسایل په پام کې ونیول شي، نو د پیسو د وړاندې کولو اوسط د دې لګسونه برابره کېږي.

د «بروټون او وډز» سیستم او له امریکایي ډالر سره د نړۍ ټولو اسعارو د اړیکو پر اساس، د نړۍ ټول هېوادونه په خپل پولي سیاست کې امریکایي ډالر د سپما پیسو په توګه ذخیره کوي؛ په داسې بڼه چې هېوادونه خپل محلي پولي واحد د خپلو ډالرو کچې ته په کتو سره چاپوي. ځکه دلته په حقیقت کې ډالر د طلا معادل دي. په ۱۹۴۴م کال کې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته کلونو کې، چې کله د امریکا د هغه وخت ولسمشر (ریچارډ نیکسون) له طلا سره د ډالر اړیکه ملغی اعلان کړه، ډالر د نړۍ رسمي اسعار ګرځېدلي دي. حتی چین او روسیه هم، چې له امریکا سره په سخته سیالۍ کې دي، په خپلو صندقونو کې ډېره اندازه امریکایي ډالر ساتي. د نړۍ ۱۴۶ مرکزي بانکونو د سپما په حسابونو کې ۶۴٪ ډالر دي.

همدارنګه اوسمهال د نړۍ ډېری سوداګري په ډالر تر سره کېږي. په ټوله نړۍ کې ۷ ټریلیونه امریکایي ډالر، چې د امریکا له تولیداتو او خدماتو سره اړیکه نه لري، لاس په لاس کېږي. دا چې امریکا د تېلو پېرلو لپاره ډالر شرط اېښې، نو ډالر یې د نړۍ د سوداګرۍ اصلي معیار ګرځولی دی. اوسمهال د نړۍ سوداګري ٪۸۸ په ډالر، ٪۲۲ په یورو او ٪۱۷په جاپاني ین ترسره کېږي.

په دغه پړاو کې د نړۍ هېوادونه له خپلو محلي پیسو څخه ډېر پر امریکایي ډالرو باور لري او خپلې ډېرې سپما پیسې ډالر، یورو او جاپاني ین ساتي، تر څو په نړیواله سوداګرۍ کې توازن وساتي او د خپل جاري حساب د کمزورۍ مخه ونیسي.

په نړۍ کې د اسعارو بې ثباتۍ او د حکومتونو له لوري د نورو هېوادونو د نقدي زېرمو د لوړولو او ټيټولو توان درلودلو په نړیواله کچه تشویشونه راپیداکړي دي. د بېلګې په ډول: د ۲۰۰۸م کال د اقتصادي بحران پر مهال چین د ډېرو ډالرو د سپما له امله په تشویش کې و، ځکه د چین لپاره د ډالر ٪۱۰پړسوب، چې ۱،۴ تریلیونه خارجي پیسې یې درلودې، ۱۰۴ میلیارده ډالره زیان یې وراړاوه؛ «دا هغه څه دي چې د اسلام لوړتیا او د پانګوالۍ سقوط به له ځانه سره لري.» د پیسو نړیوال صندوق په وینا د ۲۰۲۲م کال په جنوري کې د ځينو هېوادونو د اسعارو ذخیرې په لاندې ډول دي:

امریکا: 249،551،000،000 ډالر

انگلستان: 227،551،000،000 ډالر

چین: 3،577،473،000،000 ډالر

له دغو مبالغو څخه تر یو ټریلیون زیات ډالر د امریکا د خزانه‌دارۍ د سندونو په بڼه دي.

جاپان: 1،448،095،000،000 ډالر

هند: 632،079،530،000 ډالر

سعودي عربستان: 446،796،680،000 ډالر

ترکیه: 109،717،000،000 ډالر

که پورته شمېرو ته پام وکړو، نو په واضح ډول ښکاري چې اوسمهال تر ټولو ډېرې خارجي نغدي زېرمې د امریکا د ستر رقیب چین په لاس کې دي او له چین وروسته روسیه په دویم قدم کې ده. دغه شمېرې ښيي چې ځينې هېوادونه سره له دې چې له امریکا سره په رقابت کې دي، خو هڅه کوي چې خپلې ډېرې پولي زېرمې ډالر ذخیره کړي. ځکه هغوی غواړي چې اقتصاد یې ځواکمن پاتې شي او په خپلو مبارزو کې قوي عمل وکړي. له بله اړخه دغه هېوادونه د اقتصادي زیان د مخنیوي لپاره داسې تصامیم نه نیسي چې د ډالر د پړسوب لامل شي.

د پیسو نړیوال صندوق د شمېرو پر اساس اوسمهال له ٪۶۱ ډېرې بهرنۍ بانکي زېرمې په امریکايي ډالرو دي او ډېری پولي زېرمې امریکایي سندونه دي لکه د امریکا د خزانې پیسي یا سندونه. په ورته وخت کې د نړۍ ٪۴۰ پورونه په امریکایي ډالرو دي. په همدې ډول د امریکا د مالي بازارونو د ولکې له امله، د نړۍ د زېرمو حالت تر ډېره د امریکا د اقتصاد په حجم او ځواک پورې تړلی دی. په متحده ایالاتو کې د جاري حساب له کمزورتیا او ټریلیونونو بهرنیو پورونو سره سره، د نړۍ د مالي نظام لپاره د امریکا خزانې تر ټولو امن خزانې بلل کېږي.

سره له دې چې د امریکا ډالر د نړۍ نورو هېوادونو پر اسعارو لوړ او قوي دي، خو بیا هم د امریکا له لوري ایجاد شوي پولي نظام په اړه باور دا دی چې په هغه نړۍ کې چې مجازي اقتصاد پرې بر لاسی شوی، دوام نه کوي. د دې موضوع د پوهانو د نظرونو پر اساس په اوږدمهال کې د دا ډول نظام ساتل ممکن نه دي. نو د بدیل پولي واحد په لټه کې دي، لکه بیټ کوین. هغه هېواد چې نړیوالې پیسې لري، د دې لپاره چې پر خپل دریځ ټینګ او دوامداره پاتې شي، پکار ده چې په ځينو چارو کې پر ځان‌ بیسا وي ا و له دې ډلې یوه چاره هم د هېوادونو په بودیجه کې لوړ کسر او بهرني پورونه دي.   

په پایله کې؛ په داسې حال کې چې امریکایي ډالر پر ټوله نړۍ مسلط دی، خو له دې سره سره یې د دوام په اړه شکونه شته او د بدیل بحث یې روان دی. خو له بده مرغه د پانګوالۍ حرص او اړیکو یې داسې مجازي اقتصاد رامنځته کړی چې د نړۍ پانګه د کم شمېر پانګوالو جیبونو ته لویږي. دا بحث هم له هغو غږونو سره یو ځای کېږي چې طلا د اسعارو د معیار په توګه راپورته کېږي. چین او روسیه سره له دې چې د ډالر له تسلط څخه شکایت کوي، خو په خپلو سوداګریزو تړونونو کې د طلا سیستم او خپلو ملي اسعارو د پلي کولو هڅه نه کوي. ځکه په روسیه، چین او نورو هغو هېوادونو کې، چې له امریکا سره په رقابت کې دي، د امریکا په شان د پانګوالۍ نظام پکې پلی کېږي او په دغو هېوادونو کې داسې بډایان شته چې میلیاردونه ډالر لري.

لیکوال: محمد حنفي یغمور

سرچینه: الوعی مجله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې