دوشنبه, ۰۹ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د هند مظلوم مسلمانان د اسلامي خاورو د پوځونو له منځه د محمد بن قاسم ظهور ته په تمه دي

(ژباړه)

د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۶مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند په «سهارانپور» ښار کې د یوه تاریخي جومات د ویجاړولو په غبرګون کې، چې شاوخوا سل کلنه مخینه یې درلوده او د سپټمبر په ۵مه ویجاړ شوی و، دغه اقدام وغانده. نوموړي وویل: «پاکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مسلمانانو د منظمې ځورونې پر وړاندې عاجل اقدام وکړي.»

په دې توګه، سره له دې چې پاکستان د اسلامي خاورو په منځ کې له لویو پوځونو او اټومي وسلو څخه برخمن دی، خو واکمن رژیم خپل مسوولیت څنګ ته ایښی او موضوع یې نړیوال نظام ته سپارلې ده؛ هغه نظام چې د غربي قدرتونو تر اغېز لاندې دی. دغه قدرتونه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په بهیر کې د هند له دولت څخه ملاتړ کوي.

دا د مسلمانانو د حکامو هغه مایوسوونکی غبرګون دی چې مسلمانان تل په هند، میانمار، ختیځ ترکستان، فلسطین او نورو سیمو کې د خپل دین او حقونو د دفاع لپاره له هغوی څخه د مرستې غوښتنې په صورت کې ورسره مخ کېږي.

په عام ډول اې د هند مسلمانانو او په ځانګړې توګه اې اسلامي امته!

لومړی؛ پر تاسو له شرعي پلوه واجب ده چې په دین کې له خپلو مستضعفو وروڼو سره مرسته وکړئ؛ لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: ۷۲]

ژباړه: او که هغوی د دین په معامله کې له تاسو څخه نصرت وغواړي، نو پر تاسو واجب ده چې د هغوی نصرت وکړئ.

نو اسلامي امت او پوځونه یې باید د محمد بن قاسم یاد تازه کړي؛ چې د «راجا داهر» د ظلم پر وړاندې ودرېد، هغه ته یې ماتې ورکړه او د هند نیمه وچه یې فتحه کړه. هغه وخت چې د هند نیمه وچه اسلامي خاوره وه، خلکو یې پېړۍ پېړۍ په امنیت کې ژوند کاوه. ټولنیز او اقتصادي امنیت تامین و، خو له هغه وخته چې بریتانوي اشغال د الله سبحانه وتعالی له حکومت څخه مخ واړاوه او سېکولر کفري قوانین یې د هغه ځای ناستي کړل، د هند په نیمه وچه کې هیڅ سیمې، د پاکستان او بنګله دېش په ګډون، ریښتینی امنیت نه دی لیدلی. نو د خپل دین د نصرت او مرستې غوښتنه وکړئ او له خپل اسلامي امت څخه وغواړئ چې خلافت تاسیس کړي.

دویم؛ افراطي هندو واکمن ګوند په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د اسلام او د هغه د شعایرو، په ځانګړې توګه د جوماتونو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده. دغه ګوند داسې اقداماتو ته اړتیا لري؛ ځکه چې د هغې سختې او پراخې بېوزلۍ په حل کولو کې ناکام شوی چې د هند خلک ورڅخه ځورېږي؛ هغه خلک چې پېړۍ پېړۍ د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې له هوساینې برخمن وو.

د ۲۰۰۴ م کال د هغوی ټاکنیز شعار، یعنی «هند ځلیږي، هند د پرمختګ په حال کې دی»، اوس بې رنګه شوی دی او بربنډ شوی چې دغه شعار تش اوازه وه. سربېره پر دې، د هند په نیمه وچه کې ټول سیاسي نخبګان؛ هغه کسان دي چې په قدرت کې دي او یا یې مخالفین دي، له ناپوهۍ څخه یې همغه غربي تمدن ته غاړه اېښې ده چې دې سیمې ته یې ویجاړي راوړې ده.

په پایله کې، د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ، د سېکولر کفري قوانینو تر سیوري لاندې د هند له وضعیت څخه پراخه ناخوښي څرګندېږي. په ټولنه کې د باور خلا رامنځته شوې او ډیری خلک د ژغورنې د لارې په لټه کې دي. نو کمونیستانو ته اجازه مه ورکوئ چې دغه خلا پر خپلې فاسدې مبدأ سره ډکه کړي؛ هغه مبدأ چې د شوروي روس خلک یې د لسیزو لپاره له رنځ او سختۍ کې سره مخ کړل؛ بلکې په ‌ډېر قوت سره خپل شاوخوا غیرمسلمانان د اسلام لوري ته دعوت کړئ، ترڅو هغوی دارالاسلام ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شي.

هغوی ته یادونه وکړئ چې دوی د اسلام تر سیوري لاندې اهل ذمه وو. یادونه ورته وکړئ چې دغه سیمه د اسلام په دوره کې له تر ټولو غوره سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمنه وه؛ چې د ټولې نړۍ د تولید ۲۳ سلنه یې جوړوله.

هغوی ته یادونه وکړئ چې د هغوی نیکونو په ۱۸۵۷م کال کې د مسلمانانو ترڅنګ د بریتانوي اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه، ترڅو اسلامي دولت بېرته راوګرځوي. د هند په نیمه وچه کې د صالحو دعوتګرو ویاړلې لاره خپله کړئ؛ چې د اسلام پیغام یې د دې ځمکې په ټولو برخو کې خپور کړ.

درېیم؛ د مسلمانانو حکام ستاسو د شرعي حق په ادا کولو کې د غفلت له امله رسوا کړئ او د بنګله دېش او پاکستان حکام محاسبې ته راکش کړئ، چې د مسلمانانو پوځونه د خپل دین له نصرت او مرستې څخه منعه کوي. د خلیج د هېوادونو حکام وپوښتئ او محاسبې ته یې راکش کړئ، چې د اسلامي امت د شتمنیو او بازارونو دروازې یې د هندو ظالمانو پر مخ پرانیستې دي.

همدارنګه د مسلمانانو حکام د مودي د ملاتړ له امله ملامت او محاسبه کړئ؛ چې د مسلمانانو د پوځونو له لارې پر هغو ځمکنیو او سمندري لارو مسلط شوي چې هند ورپورې تړلی دی. د مسلمانانو د خاینو حکامو د لرې کولو او پر ځای یې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بېرته راوستلو غوښتنه وکړئ.

ستاسو علماء باید د دې غوښتنې په لومړي صف کې وي؛ ځکه چې هغوی د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش د علماوو ترمنځ نفوذ او اړیکې لري او مسلمان علماء هم په خپل وار سره، د مسلمانانو په پوځونو کې نفوذ او اړیکې لري. ښايي ستاسو نېکې خبرې «زموږ د عصر محمد بن قاسم» غوږونو ته ورسېږي.

 

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۲۷مه

د ۲۰۲۶م کال، د سپټمبر ۹مه

د صدور ګڼه: ۰۴۱/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې