جمعه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
مطبوعاتي اعلامیه یو ځل بیا هغو ۳۱ شبابو ته چې وایي: "زموږ رب الله دی!" د زندان سختې سزواې واورول شوې

(ژباړه)

موږ مخکې د ۲۰۲۴م کال د اکټوبر په ۱۰مه خبر ورکړی و، چې د پخوانیو ۳۱ سیاسي زندانیانو محاکمه پیل شوې ده او څو ورځې وړاندې مو له یوې باوري سرچینې څخه د دې محاکمې د بهیر په اړه معلومات ترلاسه کړل. د دغو معلومات پر بنسټ څارنوال له قاضي څخه غوښتي چې ډېری دغه ځوانان دې تر ځانګړي نظارت لاندې پر ۱۸ کاله بند محکوم کړي، چې ۵ کاله یې په سخت زندان کې وي او پاتې نور دې تر ځانګړي نظارت لاندې په ۱۳ کاله بند محکوم کړي، چې ۳ کاله یې په سخت زندان کې وي. همدارنګه په دوی کې د دوو کسانو لپاره تر ځانګړي نظارت لاندې د ۷ کاله زندان غوښتنه شوې ده، د محکمې غونډه د اپریل تر ۲۲مې ځنډول شوې ده.

دغه شباب مخکې د کریموف په ظالم حکومت کې په اوږده بند محکوم شوي وو او ۲۰ کاله یې په زندان کې تېر کړل. په دې موده کې ځینو یې خپل مور، پلار او نور خپلوان هم له لاسه ورکړي وو، له سختو جسمي ستونزو سره مخ وو او ځینې یې ان له جسمي کمزوریو سره مخ شوي وو. کله چې شوکت میرضیایف واک ته ورسېد، د هغو بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل شوه چې د بند موده یې بشپړه شوې وه او د دوی کورنیو چې له کلونو راهیسې یې درد او غم تجربه کړی و، له اندازې ډېر خوښ شول، خو په چټکۍ سره د میرضیایف "اصلاحات" د کمزورۍ په لوري روان شول او بېرته یې د کریموف سیاستونو ته چې پخپله یې "فاسد نظام" یاد کړی و، مخه کړه او ازاد شوي سیاسي زندانیان یې یو ځل بیا بندیان کړل.

پوښتنه دا ده، چې د ازبکستان رژیم ولې غواړي یو ځل بیا دغه شباب د زیاتو کلونو لپاره بندیان کړي؟ دوی نه قاتلین دي، نه غله دي، نه رشوت خواره، نه لوټماران او نه هم تېري کوونکي؛ هېڅ یوه یې هم ټولنې ته کوچنی زیان نه دی رسولی، بلکې یوازینی "جرم" یې دا دی، چې وایي: «زموږ رب الله دی!» یعنې پر ټوله نړۍ د الله سبحانه وتعالی د دین حاکمیت او د خلکو په ژوند کې د اسلامي احکامو پلي کول غواړي! دا همغه دعوت دی چې په مخکني رژیم کې د هغه له امله دوی په کلونو کلونو زنداني وو او هر ډول غیرانساني شکنجې ورکول کېدې.

د راپورونو له مخې کله چې څارنوال له محکمې څخه د درنو حکمونو غوښتنه وکړه، نو د یو شمېر دغو شبابو میندو، خویندو او مېرمنو ځانونه کنټرول نشوای کړلی او د محکمې پر مسوولینو په ځانګړې توګه قاضي او څارنوال یې لعنت ووایه او ښېراوې یې ورته وکړې. ولې به ښېراوې نه کوي، په داسې حال کې چې د کورنۍ غړي یې د بې‌بنسټه تورونو په سبب په ډېرو کلونو زندان محکومېږي؟!

 له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی د مظلوم دعا اوري؛ لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«اتَّقِ دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللهِ حِجَابٌ»

ژباړه: د مظلوم له دعا څخه وډار شئ، ځکه د هغه او الله (سبحانه وتعالی) تر منځ هېڅ پرده نشته ده.

دویم راشده خلافت چې ډېر ژر به د الله په مرسته تاسیس شي او له هغو خلکو به انتقام واخلي چې پر مسلمانانو یې ظلم کړی دی، لکه میرضیایف او پیروان یې. په هغې ورځ به یې نه روسی ورور او نه هم چینایی او غربي بادار دا جرات ولري، چې مرسته ورسره وکړي.

اې میرضیایف!

دا ستا همغه خپلې خبرې دي چې ویل به دې: «عدالت د حکومت ستنه ده او محکمه یې باید زړه وي»، «په محکمه کې نه یوازې قانون، بلکې حق، وجدان او انسانیت هم باید حاکم وي»، «که د خلکو اواز په محکمه کې وانه اورېدل شي، د دولت اواز به له قبر څخه را پورته نشي»، «د ملت برخلیک د قاضي په قلم پورې تړلی دی او د هېواد زړه د هغه په غږ کې درزېږي»، «په یوه بې‌عدالته هېواد کې پرمختګ کول، د هغې بې‌بنسټه ودانۍ په څېر دي چې یوه ورځ به خامخا نړېږي». ایا دغه جملې دې یوازې د ځانښودنې او او شهرت لپاره ویلې وې؟! ایا ته نه وېرېږي چې د هغو منافقینو په ډله کې به راشې، چې خبرې یې له کړنو سره توپیر لري؟! ایا د روسي استعمارګر خوښي تر دې ډېره درته مهمه ده، چې یو باعزته شخصیت، زړور رهبر او د خلکو ملاتړی دې شې؟! ایا د مظلومانو له ښېرا، د الله سبحانه وتعالی له قهر او د هغوی له انتقام څخه نه وېرېږي، چې یوه ورځ به هرومرو درڅخه اخیستل کېږي؟! په یاد ولره چې د الله سبحانه وتعالی انتقام یوازې په اخرت کې نه دی، بلکې په دنیا کې هم وي. دا هېره نه کړې چې الله سبحانه وتعالی به ډېر ژر یو عادل خلیفه راولي، چې د مظلومانو مرسته به کوي او له ظالمانو څخه به د هغوی حق اخلي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«...ثم تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا اللهُ إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ.»

ژباړه: وروسته به جبریه حکومتونه وي او تر هغه وخته به دوام کوي، چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، بیا به هغه له منځه لاړ شي او ورپسې به د نبوت په منهج خلافت راشي.

د دغه حدیث له مخې د جبریه حکومتونو پای نږدې شوی دی او انشاءالله د خلافت راتګ تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی. اوسمهال یوازې دوې لارې په مخ کې لرې: یا به ټول سیاسي زندانیا په بېړه ازادوې، د خلیفه او مسلمانانو قهر به د ځان په اړه را کموې او یا به د کافرو استعمارګرو خوښۍ ته دوام ورکوې؛ ان که چېرې دغه خوښي پر مسلمانانو باندې د ظلم په قېمت هم وي؛ په دې حالت کې به د دنیا او اخرت له زیان سره مخ وې، تصمیم دې پخپل لاس کې دی!

اې د ازبیکستان مسلمانانو!

د میرضیایف رژیم تاسو له هغه ژوند څخه محروم کړي یئ، چې د اسلام د عادلانه احکامو پر بنسټ ولاړ وي او ستاسو وروڼه یې چې د اسلامي ژوند د راګرځولو لپاره هڅې کوي، په زیات وخت زندان محکوم کړي دي، نور پر دغه وضعیت باندې د سترګو پټولو لپاره هېڅ عذر نشته دی؛ ځکه چې اسلامي ژوند د ټولو مسلمانانو لپاره فرض دی. پر همدغه بنسټ ستاسو شرعي مسوولیت دا دی، چې د خپلو هغو وروڼو ملاتړ وکړئ چې په دې لاره کې یې ګام اخیستی دی او که داسې ونه کړئ د قیامت په ورځ به د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې له پوښتنې سره مخ وئ. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نه پر هغه ظلم کوي او نه يې دښمن ته پرېږدي.

په پای کې وایو: په دې لاره کې ټنبلي مه کوئ، د ثواب د شېبو ارزښت درک کړئ او د خپلو مظلومو وروڼو مرسته وکړئ؛ په یاد ولرئ چې الله سبحانه وتعالی پر خپله چاره غالب دی.

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف: 21]

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار بریالی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي!

د حزب التحریر-ازبیکستان مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱۲

۱۴۴۶/د شوال ۲۷مه

۲۰۲۵م د اپریل ۲۶مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې