جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 رجب 1441

میلادی نېټه :     سه شنبه, 24 مارچ 2020 م

شمېره:      ۰۴/۱۴۴۱

البلاد الناطقة بالألمانية
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کرونا ویروس د ناورین په اړه

د کرونا ویروس خپرېدو د پانګوال نظام او ډیموکراټیکې ټولنې ډېرې نیمګړتیاوې موږ ته په ګوته کړې. د چین په هوبي ولایت کې د وبا له خپرېدو سره، نړیوالو مالي بازارونو سخت ټکان وخوړ. د څو اونیو په ترڅ کې د جرمني د اسهامو پلورنځیو  (DAX) ارزښت ۴۰ سلنه ته راټيټ شو او له ۸.۴۴۲ څخه ۱۷/۳ ته را ولوېد. د ټپیانو د شمېر په ډېرېدو سره په المان کې اقتصادي خوځښت او عامه ژوند نږدې په بشپړ ډول ودرېد. د جرمني لومړۍ وزیرې د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۸مه وویل: «د جرمني له یووالي او له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر دې دمه زموږ ملت په داسې کچه له عامې ستونزې سره نه و لاس او ګرېوان شوی...» 

فدرالي حکومت له لومړي خنډ وروسته پرېکړه وکړه، چې نه یوازې ټولې تعلیمي ادارې، بلکې هغه پلورنځي هم وتړي چې لومړنۍ اړتیاوې نه برابروي. همدا راز، پر تګ راتګ باندې بندیز ولګېد، عامه کنسرټونه، راټولېدنې او د خلکو تر منځ په مستقیم ډول اړیکې هم وځنډېدې چې دا ټول د جدي جریمې تر ګواښ لاندې دي. په داسې حال کې چې نړیوالو شرکتونو لکه، مارسډيز، ووکس وېګن او BM پرېکړه کړې چې خپلې فابريکې وتړي، خو ځینې کوچني او متوسط شرکتونه د بشپړ افلاس څخه وېره لري. د کار او ټولنیزو چارو وزرات د اټکل له مخې، د دغه ناورین په پایله کې به د ټولنیز امنیت د متقاعدو بېکارانو شمېر ۱.۲ میلیونو ته پورته شي. د مالیې وزیر اولیف شولتز د مارچ پر ۲۱مه د اقتصادي ناورین سره د مبارزې لپاره د میلیاردونو ډالرو مالي مرستو د کڅوړو تخصیص اعلان کړ. هغه همدا راز د حکومت اراده هم اعلان کړه چې پور به یې ۱۵۶ میلیاردو یورو ته لوړ کړي او مالي ژغورنې به رامنځته کړي چې ښايي ۶۰۰ میلیارډونو ته ورسېږي. په پایله کې د المان فدرال بانک په خپل میاشتني راپور کې په ۲۳/۳ کې اعلان وکړ: «اټکل شوی بحراني حالت د منلو نه دی... د دې ستونزې پر وړاندې اقتصادي پرمختګ ډېر مشکوک برېښي.»

د المان روغتیایي سیستم د څو اونیو راهیسي په خطر کې دی. د المان د روغتیایي ټولنې مشر، جیرالډ ګاس اټکل کوي چې د بېړنۍ پاملرنې ۲۸۰۰۰ بسترونه باید په بشپړه توګه ثبت شي او نیوکه کوي چې د روغتونونو مسوولو ریاستونو د روغتونونو په کلینیکي برخه کې کافي پانګونه نه ده کړې. د دغه هېواد د روغتیایي انستیتوت د معلوماتو له مخې، د روغتیایي مرکزونو ۱۷۰۰۰ بېړني بسترونه کم دي. همدا راز له څلورو روغتونونو څخه یې دری د ډاکټرانو په لټه کې دي. د شمالي رین ـ ویسټفالیا ولایت وضعیت تر ټولو خراب برېښې؛ ځکه چې دا هغه ولایت دی چې د ناروغۍ له امله ډېر زیانمن شوی دی. د شمالي راین ـ ویسټفالیا روغتون چارواکو نیوکه کړې چې په ډېرو روغتیایي مرکزونو کې د مخنیوي تجهیزات یوازې د ۱۴ ورځو لپاره کافي دي. هغوی په دې حقیقت نیوکه وکړه چې مسوولیتونه په خپله په نورو ګوندونو پورې اړه لري. اتحادیه دولتونو ته مسووله ده، ایالتونه د روغتونونو مسوولیت پر غاړه لري او داسې نور. د حکومت د بیانیې سره سم، ستونزه د جرمني د روغتیایي سیستم د اقتصادي اغېزمنتیا پر اساس ده، چې ۴۰سلنه روغتونونه له تاوان سره لاس او ګرېوان دي. ناورین د روغتیایي نظام د نړیوالو اکمالاتي ځنځيرونو کمزورتیا هم ښيي. په شمالي راین ـ ویسټفالیا کې د روغتیا وزیر کارل جوزېف لامان باید دا واقعیت په عامه توګه ومني، مخکې له دې چې نور هم وضعیت خراب شي، دا د ۸/۳ نېټه وه.

ان د اروپايي اتحادیې د ملا تير شینګن زون هم د کرونا ویروس له امله په خطر کې دی. پر المان سربېره، شاوخوا ۱۲ اروپايي هېوادونه  اوسمهال په ګډ بازار کې پولې تنظیموي، چې د توکو پر لېږد رالېږد او د خلکو پر تګ راتګ باندې ډېر اغیز کولای شي. په پایله کې د عام بازار د داخلي پولو د څو کیلو مترو تراکم د المان ـ پولنډ پولې تراکم شپېته کیلو مټرو ته رسوي!

کرونا ویروس نړۍ ته یو ځل بیا وښوده چې د پانګوال نظام اقتصادي سیستم څومره نازک دی. د مارکېټ قدرتونه چې فکر کېدو د سرچینو مطلوب وېش ته لاره هواره کړي، پاتې راغلل. دغه قدرتونه د ۲۰۰۸ز کال د مالي ناورین او ۲۰۱۰ ز کال د یورو له ناورین وروسته په دوو لسیزو کې دری ځله پاتې راغلل. حکومتونه دې ته اړ شول چې بیا مداخله وکړي او ازاد بازار له راپرځېدو څخه وژغوري، په داسې حال کې چې لویو پانګوالو ترې مخ اړولو. په دې توګه دا روښانه شوه چې د اقتصادي اغېزمنتیا منطق په کلکه د ټولنې د معافیت سیستم کمزوری کوي. که شرکتونه، تحصیلي ادارې او حتی روغتونونه د اقلیت او اکثریت اقتصادي امکاناتو پر بنسټ فعالیت کوي، واړه ټکانونه بیا هم د ټولو زېربناوو د نظامونو د ګډوډولو لپاره کافي دي. د پرمختیایي اډې پیل او د مالي بازارونو د وړاندوینو د منطق له امله، منفي اقتصادي شاخصونو نېغ په نېغه پر رښتیني اقتصاد باندې اغېزه کړې ده، دوی د نړیوال کېدو له امله د افلاس د ثبات او ډله ییزو بنسټونو ویجاړوونکی قدرت رامنځته کړی دی چې د نړیوالې سوداګرۍ، مالي او پانګونې فعالیت د ډېروالي له امله د بازار د ګړندیو اړیکو لامل شوی، نو ټول نړیوال اقتصاد له سیستماتیکو خطرونو سره مخ دی. په دې توګه، دې ناروغۍ وکولای شوای چې یو نړیوال اقتصادي کړکېچ رامنځته کړي، چې پای یې لا هم نه دی معلوم.

د ټولنې لېبرال نظام هم د همدې وبا له امله ډېر زیانمن شوی دی. د مخنیوي لپاره یې تدابیر نیولي دي او د اساسي قانون له خوا د تضمین شوې ازادۍ مخه یې ډپ کړې ده. په برلېن کې د فري پوهنتون د فلسفې پروفیسور سټيفن ګیوسپي وایي: «زه د ټول ښار او ښارونو تړل ډېر ستونزمن بولم... دا رښتیا ده کله چې د نورو ازادي تر پښو لاندې کېږي، فرد پای ته رسېږي، مګر د دې ازادیو مخه ډپ کوي. د سوچه سیاسي او تنظیمي دلایلو له مخې ـ دا ستونزمن دی...». مګر د لېبرال ټولنې په نظر تر ټولو لوی شی دا دی چې په دې ناورین کې دوی مسوول دي چې د یو بل پر وړاندې د خلکو د ژوند توازن برابر کړي! په روغتیایي سکټور کې د تجهیزاتو او کارکوونکو د کمښت له امله، ډاکټران باید ناروغانو ته د روغتیا هیله ولري او نور خپلو کورونو ته پرېږدي. د لېبرالېزم څخه چې د خلکو په ذهن کې کوم تصویر رامنځته شوی، هغه دا دی چې فرد د ګروپ تابع او تر دې لاندې انظباط نه دی، دا تصویر په اوسني حالت کې خپله ناکامي ښودلې ده چې ټولنیزو هڅو ته اړتیا لري، چې په پایله کې انفرادي سرښندونو ته اړتیا لري. دا روښانه شوه چې د یوې داسې ټولنې ايډیالوژیک جوړښت چې دولت پکې د افرادو د ازادیو ساتلو څخه مشروعیت تر لاسه کوي، یو خطرناک چل دی چې نه په منظم او نه هم په ناورین کې د انسان د واقعیت استازیتوب کولای شي.

حزب التحریر پر الماني ژبه غږېدونکو هېوادونو پر خلکو غږ کوي چې دا پرېکړه باید په پراخه کچه تر څېړنې لاندې ونیول شي. پر همدې ډول یو کمزوری نظام، اقتصادي ثبات او ټولنه تورو تیارو ته ټېل وهي او د خلکو ستونزې په مسلسله توګه نه شي هوارولای. یوازې د انسان له فطرت سره سم یو نظام کولای شي چې خلک له تورو تیارو څخه راوباسي. دا نظام اسلام دی چې خلک تر یو چتر لاندې راټولوي او د اسلامي دولت په چوکاټ کې یې ۱۳۰۰ کلونه اقتصاد ثابت ساتلی و.

(وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ)

ژباړه: [اې محمد صلی الله علیه وسلم!] موږ چې ته لېږلی یې، دا په اصل کې د عالمیانو لپاره زموږ رحمت دی. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلی یې.) [انبیا: ۱۰۷]

په جرمني ژبه غږېدونکو هېوادونو کې

 د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې