شنبه, ۰۲ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په فوريکس بازار کې راکړه ورکړه

(ژباړه)

امین جرار ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پوښتنه دا ده:

په فوريکس بازار (د بهرنيو اسعارو د تبادلې بازار) کې راکړه ورکړه د «د بیې د توپیر قرارداد - CFD» له لارې؛ چې په هغې کې راکړه ورکړه او د معاملې اټکل (سودي قیاس) داسې نه وي لکه په دودیز ډول د کوم واقعي مال پېرودل یا پلورل؛ بلکې دا د بیې د خوځښت (پورته تګ او ښکته راتګ) پر اساس وي.

د فوريکس بازار یو نړیوال بازار دی چې نړیوال بنسټونه او ادارې څار پرې کوي؛ دوی سوداګر، مالي منځګړي، او نور بنسټونه لکه بانکونه او د زیرمې فنډونه یا صندوقونه څاري.

د فوريکس بازار ته د داخلېدو لپاره زه مالي منځګړي (بروکر) ته اړتیا لرم؛ له هغه سره به زه د راکړې ورکړې هوکړه‌لیکونه او قراردادونه لرم. له دې قراردادونو څخه یو یې (CFD) دی، چې زه خپلې پېسې له بروکر سره ږدم، او بیا د مبایل اپلېکېشن له لارې د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوم.

[۱۳/۸، ۱۲:۴۱ غرمه] اسامه الفارعې:

ډېرو فتاوو چې دغه موضوع یې څېړلې - که یې جواز ورکړی او که یې حرامه ګڼي (چې دا اکثریت دی) - یوازې د مالي اهرم (Money leverage) او د شپې سود (ربا) مسلې ته یې پام کړی؛ په داسې حال کې چې د راکړې ورکړې پر مهال د دغو دواړو مخه په اسانه نیول کېدی شي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې: ایا د دغه قرارداد ماهیت پخپله له شریعت سره په ټکر کې دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

د فوريکس په اړه چې څومره پوهېږم فوريکس د «بهرنیو اسعارو د تبادلې/Foreign Exchange» لنډیز دی؛ دا د اسعارو د راکړې ورکړې یو ستر نړیوال بازار دی چې د بیو له توپیرونو څخه ګټه اخلي. موږ د دې موضوع په اړه یوه ورته پوښتنه په ۲۰۲۴/۱۰/۱۴ نېټه ځواب کړې وه؛ له هغه ځواب څخه به دلته د اسعارو د تبادلې یا راکړې ورکړې اړوند برخه راواخلم:

[ - د سرو او سپینو زرو راکړه ورکړه: د سرو او سپینو زرو په اړه داسې ده چې د یو بل پر وړاندې یا په نغدو پیسو د دغو دواړو پېرل یا پېرودل باید لاس په لاس وي؛ په یوه حدیث کې چې بخاري او ابو داود دواړو د عمر رضی الله عنه په حواله راوړی؛ راځي:

«الذَّهَبُ بِالْوَرِقِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ»

ژباړه: «سره د سپينو زرو په بدل کې ربا ده، مګر دا چې لاس په لاس وي.»

نو د سپینو زرو یا نغدو په بدل کې د سرو زرو پېرل او پلورل  که لاس په لاس نه وي، جایز نه دي.

او دا چې موږ پوهېږو په انټرنېټي یا انلاین راکړه ورکړه کې تبادله سمدستي نه کېږي، بلکې کېدای شي څو ساعته یا څو ورځې ونیسي؛ نو انلاین د برېښنايي کارت له لارې د سرو زرو او سپینو زرو پېرودل، تر هغې جواز نه لري چې څو په هماغه شېبه پيسې له کارت څخه کسر نه شي؛ یعنی لاس په لاس. نو تر هغو چې د پېرلو په وخت کې ستاسو له حسابه د تبادلې مبلغ نه وي ایستل شوی، سره یا سپین زر مه اخلئ... او دا چې په انلاین راکړه ورکړه کې سمدستي تبادله نه کېږي، بلکې یوه-دوې ورځې نیسي، نو دا کار روا نه دی.

- په اسهامو/ونډو او پورپاڼو/مالي اوراقو (Bonds) راکړه ورکړه حرامه ده؛ ځکه اسهام د سهامي شرکتونو پورې اړه لري چې د شریعت له مخې باطل دي، او پورپاڼې بیا له ربا یا سود سره تړلې دي. موږ د ګډو سهامو (Joint-stock) موضوع په «اقتصادي نظام» کتاب کې په تفصیل بیان کړې ده؛ دغه راز «د اسهامو بازار بې‌ثباتي/The Turbulence of the Stock Markets» رساله او نورو کتابونو کې هم تشریح شوې ده. په همدې رساله «د اسهامو بازار بې‌ثباتي» کې مو د دې موضوع لنډیز داسې بیان کړی:

«خو د دغو اسهامو او پورپاڼو یا مالي اوراقو د اخیستو او پلورلو شرعي حکم په اړه باید وویل شي چې دا کار حرام دی؛ ځکه دغه اسهام د داسې شرکتونو دي چې د شریعت له مخې باطل دي. په حقیقت کې دا اسهام د هغو اسنادو (سرټیفکېټونو) پاڼې دي چې د حلالو پانګو ترڅنګ پکې د حرامو معاملاتو له لارې ترلاسه شوي ناوړه عواید هم ګډ شوي دي. هر سند یا پاڼه د یوه سهم په اندازه ارزښت څرګندوي، او هر سهم د هغه باطل شرکت د شتمنیو یوه برخه ده. دغه شتمنۍ له هغې معاملې سره ګډې شوې دي چې شریعت حرامې کړې دي؛ نو ځکه دا مال حرام دی، پلورل او پېرل یې حرام دي؛ او په داسې مال/پيسو کې معامله کول هم جواز نه لري. همدا حکم د پورپاڼو لپاره هم صدق کوي؛ په دغو پاڼو کې سپما شوې پیسې په سودي توګه ګرځول کېږي. د بانکي اسهامو او دې ته ورته مواردو په اړه هم همداسې دی؛ په دغو ټولو کې د حرام مال مجموعه شامله ده؛ نو پېرل او پلورل یې حرام دي؛ ځکه چې په دې کې موجودې پيسې حرامې دي.»

- په انټرنېټ د کاغذي اسعارو، لکه د ډالر او یورو، راکړه ورکړه حرامه ده؛ ځکه چې په دې کې «لاس په لاس» تبادله نه کېږي؛ په داسې حال کې چې د پیسو په تبادله کې د لاس په لاس‌والي شرط اړین دی. دا شرط لکه څنګه چې په سرو او سپینو زرو کې لازم دی، همداسې په کاغذي پیسو کې هم دی؛ ځکه چې د دواړو علت یا دلیل یو دی، او هغه د ثمنیت علت دی؛ یعنې د یوه شي د قیمت او مزد په توګه کارېدل. موږ دا موضوع په د ۲۰۰۴/۰۷/۱۱ نېټې د پوښتنې په ځواب کې داسې بیان کړې ده:

[په کاغذي اسعارو راکړه ورکړه: هو، هغه احکام چې په سرو او سپینو زرو د ربا او نورو مالي احکامو له اړخه تطبیقېږي، پر کاغذي پیسو هم تطبیقېږي. ځکه چې په دغو کاغذونو کې د «ثمنیت» علت موجود دی، یعنې د یوه شي قیمت او مزد په توګه کارېږي، نو له همدې امله د پيسو احکام پرې پلي کېږي. نو په دغو کاغذونو (پيسو) د ربا لرونکو توکو اخیستل هم د ذکر شوي حدیث تر حکم لاندې راځي چې «لاس په لاس‌والی» پکې شرط ښودل شوی؛ یعنې دا چې معامله د پور په بڼه نه وي.

موضوع داسې ده:

رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَداً بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَداً بِيَدٍ»

ژباړه: «سره زر  په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو، غنم په غنمو، وربشي په وربشو، خرما په خرما، مالګه په مالګه، یو شان او برابر په برابر معامله شي؛ او تادیه باید لاس په لاس وشي. که دا اصناف سره بېل وي؛ نو څنګه چې مو خوښه وي هغسې یې وپلورئ؛ خو شرط دا چې باید لاس په لاس وي». (بخاري او مسلم له عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت کړی دی).

نص واضح دی؛ کله چې دغه ربوي اصناف یو له بل څخه توپیر ولري، نو پلور «کَیْفَ شِئْتُمْ» یعنی د خپلې خوښې مطابق وي؛ یعنې د «مِثلاً بِمِثْل» یا یوشان‌والي شرط پکې اړین نه دی، خو تبادله باید لاس په لاس وي. د «أَصْنَاف» یا کټګوریو کلمه عموماً د ټولو ربوي اصنافو لپاره ذکر شوې ده، یعنې د هماغو شپږو لپاره، او له دې څخه استثنا –مګر دا چې نص موجود وي- نشته ده؛ او چېرې چې نص نه وي، حکم دا دی چې غنم په وربشو، یا غنم په سرو زرو، یا وربشې په سپينو زرو، یا خرما په مالګه، یا خرما په سرو زرو، یا مالګه په سپينو زرو... د هر څه تبادله روا ده؛ د تبادلې ارزښتونه او بیې چې هر څومره سره توپير ولري؛ خو شرط دا دی چې لاس په لاس وي؛ یعنی معامله د پور په بڼه نه وي. او لکه څنګه چې دا حکم په سرو او سپینو زرو تطبیقېږي، همداسې په کاغذي پیسو هم د ګډ علت له مخې تطبیقېږي، او هغه علت «ثمنیت» دی، یعنې د قیمت او مزد په توګه کارېدنه.] پای.

د دې انلاین راکړې ورکړې د څرنګوالي له څېړلو وروسته په ډاګه کېږي چې د سرو زرو د پېرلو او پلورلو د آنلاین معاملې په وخت کې د مال قبضه یا د حساب تصفیه د قرارداد له نېټې یوه یا دوې ورځې ځنډېږي ... او دا د تبادلې له هغه متفق‌علیه شرط سره په ټکر کې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې امر کړی: «یَداً بِیَدٍ» یعنی «لاس په لاس». بخاري له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت کړی چې: موږ د دې (معاملې) په اړه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل، نو ویې فرمایل:

«مَا كَانَ يَداً بِيَدٍ فَخُذُوهُ وَمَا كَانَ نَسِيئَةً فَذَرُوهُ»

ژباړه: «هغه چې لاسه په لاس وي، واخلئ؛ او هغه چې په نسیه (پور) وي، پرې یې ږدئ.»

مسلم له مالک بن أوس بن الحدثان رضي الله عنه څخه روایت کړی چې وايي: زه راغلم او مې وویل: څوک درهم تبادله کوي؛ طلحه بن عبیدالله -چې له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره ناست و- وويل: خپل زر موږ ته وښیه، بيا چې زموږ خادم راغی، پیسې به دې درکړو. عمر بن الخطاب رضي الله عنه وویل: نه، والله! یا یې همدا اوس پیسې ورکړه، او يا يې سره زر بېرته ورکړه؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ...»

ژباړه: «سپين زر د سرو زرو په بدل کې سود (ربا) حسابېږي؛ مګر دا چې معامله لاس په لاس وي».

نو؛ د یورو، ډالر او نورو اسعارو انټرنېټي راکړه ورکړه جایزه نه ده؛ ځکه چې تبادله یې سمدستي نه وي.] له ځواب څخه د نقل قول پای. په دې هیله چې همدومره بسنه وکړي. الله تر ټولو عالم او حکيم دی. ۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الاخر ۱۱مه چې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر له ۱۴مې سره سمون لري.] د پخوانۍ پوښتنې له ځواب څخه د نقل قول پای.

دا چې دغه معامله - لکه څنګه چې پورته تشریح شوه- باطله ده؛ نو د یاد کار د ترسره کولو قرارداد هم باطل دی.

دا هغه څه دي چې زه یې په دې مسله کې راجح ګڼم، والله أعلم.

ستاسو ورور

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الاول ۱۱مه

۲۰۲۵م؛ د نومبر ۲مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې