پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 شوال 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 16 می 2021 م

شمېره:      ۱۶/ ۱۴۴۲

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په برتانیا کې لاریونونه، د فلسطین د ازادۍ لپاره د اسلامي حل لارې غوښتنه کوي

حزب التحریر په برتانیا کې د مسلمانو واکمنانو د مسلسل نفاق او نامناسب غبرګون پر وړاندې لاریون وکړ. په لندن او برمنګان ښارونو کې سلګونو کسانو د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس د دعوت لپاره د باندې را ووتل، ترڅو مسلمان نظامي ځواکونه د استعمار پر ځای د امت په ګټه وکاروي. دغو خلکو اسلامي شعارونه ورکول او په اسلامي خاورو کې یې د واکمنانو ظلمونه او خیانتونه وغندل. «مسلمانان واکمنان هغو صهیونیستانو ته لاس ورکوي چې زموږ ځمکې یې غلا کړې دي» او «اې مسلمانو نظامي ځواکونو تاسې چېرته یی؟ الاقصی پر تاسو غږ کوي!».

 ویناوالو په دې لاریونونو کې مسلمانانو ته دا یادونه وکړه چې زموږ د عقیدې او تاریخ له امله الاقصی د اسلام په مبارک دین کې لوړ ځای لري، چې په قران او سنتو کې زموږ ایمان د ورورولۍ پر مفاهیمو او د الله سبحانه وتعالی پر توکل ازمايي. په فلسطین کې د مظلومو مسلمانانو ژوند او هوساینه هغه حرمت دی چې د الله سبحانه و تعالی د شریعت پر اساس دوی ته ورکړل شوی دی. په الاقصی کې د مظلومانو چیغې بیا تکرار شوې، د شاوخوا هیوادونو پر مسلمانو نظامیانو یې غږ وکړ،  ترڅو د دوی غږ غوږ ونیسي او راشي له اشغالګرو څخه یې وژغوري. دغو ویناوالو هغه حاکمان او د پوځ رهبران تر پوښتنې لاندې راوستل چې نه یوازې په فلسطین کې د ظلم مخنیوی نه کوي، بلکي د مسلمانانو او اسلامې امت پر وړاندې د اشغالګرو د پلان په پلي کولو کې ور سره مرسته کوي.

برخه اخیستونکي وهڅول شول چې په ښکاره ډول له دوی څخه د ملت پالنې په موضوع کې د وفادارۍ، صداقت او د اسلام په موضوع کې د غفلت پوښتنې وکړي. هغوی چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خیانت کوي، که توبه ونه باسي او د کفر پر ځای د اسلام ملاتړ ونه کړي د محشر په ورځ د عذاب خبرداری ورکړل شوی دی. مسلمانان وهڅول شول چې د اسلام او د فلسطین د موضوع د سمې اسلامي حل لارې لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.

 هغه کسان چې بېرته دغو اشغال شويو حکومتونو ته راګرځي په پام کې ونه نیسي او له هغوی څخه بې له تحقیر او د صهیونیستي رژیم په واسطه د فلسطین د محاصرې څخه د بل شي تمه ونه کړي.

د اسلام په تاریخ کې ډېری مسلمان ځوانان د کم عمر لرونکو اتلانو په نوم یاد شوي دي. اسلام د هغو ځوانانو په واسطه ځواکمن شو، چې کله به ظلم او ستم و، دوی بیکاره نه کښیناستل او د الله سبحانه و تعالی امر یې پر ځای کولو.  

 بلاخره، مسلمانانو ته یادونه وشوه چې باید پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړي او په خپل منځ کې یو بل توکل ته وهڅوي. موږ باید هېر نه کړو چې زموږ مولا (مرستندوی) څوک دی، په داسې حال کې چې د مسلمانانو دښمنان د خپلو ناوړه شیطاني طرحو لپاره مولا هم نه لري.

[وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ]

ژباړه: «او موږ ستا څخه مخکې پیغمبران د هغو قوم ته ولېږل او هغوی له روښانه نښانو سره ورته راغلل، بیا چې چا جرم وکړ، له هغو څخه مو غچ واخیست او پر موږ دا حق و چې د مومنانو سره مرسته وکړو.» [ الروم:۴۷]

یحیی نسبت

په برتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

#Aqsa_calls_armies#

AqsaCallsArmies

#OrdularAksaya

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې