جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 ربیع الثانی 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 25 نومبر 2021 م

شمیره:      ۰۶/۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
ملګرو ملتونو د خيرغوښتنې په جامه کې د افغانستان له خلکو سره دښمنۍ ته ملا تړلې

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) په يوه راپور کې راغلي چې، د افغانستان بانکي سيستم د نغدو پيسو له ناورين سره مخ دی او دا ستونزه په راتلونکو څو مياشتو کې د بانکي نظام د سقوط لامل کېدای شي. دغه راز د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ډيبرا لاينز د امنيت شوری ناسته کې په خپلو خبرو کې وويل: «موده وړاندې داعش يوازې په څو ولايتونو او کابل پورې محدود و، خو اوس ليدل کيږي نږدې په ټولو ولايتونو کې پراخ شتون او پام وړ فعاليت لري».

وروسته تر دې چې امريکا او ناټو په شرمناک ډول افغانستان پرېښود، اوس يې د ملګرو ملتونو د سازمان تر شا مورچه نېولې او خپل فعاليتونه د دغه سازمان له ادرسه مخته وړي. د ملګرو ملتونو سازمان د غربي قدرتونو له ګټو سره سم منفي او غير واقعي راپورونه خپروي، تر څو په مرسته يې د خلکو تر منځ د ګډوډۍ او سرګردانۍ خپرېدو ته لمن ووهي او د افغانستان پر اوسنيو چارواکو فشارونه ډېر کړي. نړيواله ټولنه د دې لپاره چې د افغانستان اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي او د يو اسلامي نظام په جوړولو کې يې پاتې راولي؛ له درې غواوريو څخه د وسيلې په توګه کار اخلي: لومړی په رسميت نه پېژندل؛ دوهم، اقتصادي بنديزونه او د پيسو د زيرمو بندول؛ درېيم، د داعش لپاره فضا جوړول. تر څو د دغو غوراويو په کارولو سره د افغانستان اسلامي امارت د غير اسلامي شرطونو منلو ته اړباسي. دا بيخي جوته ده چې داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعاليت نه لري، مګر ملګري ملتونه او غربي رسنۍ د داعش د لوی ښودلو لپاره رسنيز کمپاين پر مخ وړي.

له بله پلوه؛ د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له خلکو سره د منافقت او دوه مخيتوب لوبه پيل کړې ده. له يوه پلوه د بشري ناورين، بې وزلۍ، بېکارۍ او وچکالۍ په اړه خبرې کوي او له افغانانو سره د مکر اوښکې تويوي؛ خو له بله اړخه د افغانستان د مالي او بانکي سيستم پر وړاندې د دغسې منفي راپورونو په خپرولو سره، د دغه سيستم اعتبار زيانمنوي او غواړي له پښو يې وغورځوي. په داسې حال کې ـ چې د افغانستان بانکونه د نغدو پيسو له بحران سره مخ دي ـ د دغسې راپور خپرول ناوړه پايلې لري. په دې کار سره به پر بانکونو د خلکو جوپې ورماتې شي او د مالي او بانکي سيستم راتلونکی به له لوی خطر سره مخ کړي او دا کار بشري ناورين لا پسې ډېروي.

د افغانستان خلک بايد وپوهيږي چې اوس وخت کې ملګري ملتونه د امريکا او ناټو د ګټو د تامين په لټه کې دي او هڅه کوي چې د افغانستان پر خلکو د اقتصادي بندېزونو په وضع کولو  او د اقتصادي او امنيتي وضعيت په خرابولو سره، د دوی له منځه تللی اعتبار بېرته ورغوي. په داسې حال کې چې غرب نه يوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړی او دغه خيالي او وروست شوی اعتبار د بېرته رغېدو جوګه نه دی.

د اسلامي امارت مسولين بايد دې باريکۍ ته په پوره دقت متوجه وي چې ملګري ملتونه يو بې‌پرې او خيرغوښتونکی سازمان نه دی، بلکې په حقيقت کې هغه سازمان دی چې د سترو قدرتونو لخوا رامنځته شوی او کارول کيږي، ترڅو په مستقيم او غير مستقيم ډول د دغو قدرتونو ګټې خوندي کړي. د دغه سازمان په ګډون ټول نړيوال سازمانونه د بشردوستۍ په جامه کې د شيطان (غربي ښکېلاکګرو) لاسونه دي چې په ټولو هېوادونو کې د هغوی د ګټو او موخو لپاره لار پاکوي. نو د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو په اړه نېک ګومان، له هغوی سره هر ډول ا ړېکې او په دغه سازمان کې د غړيتوب هڅه ستره او نه جبرانېدونکې تېروتنه ده.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ]آل‌عمران: ١١٨ [

ژباړه: اې مؤمنانو! د خپلې ټولنې له وګړو (مسلمانانو) پرته له نورو خلکو سره خپل رازونه مه شريکوئ. دوی تاسو ته د شر او زيان رسولو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او دا خوښوي چې تاسو په ستونزو کې ياست، تاسو سره د دوی کينه او دښمني د دوی له خولو (خبرو) څخه څرګنده او هغه څه (کينه او دښمني) چې دوی په خپلو سينو كښې پټ ساتلي دي، هغه تر دې ډېر زيات دي (چې له خبرو يې ښکاري).

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې