
هجری قمری نېټه : 8 ربیع الثانی 1448
میلادی نېټه : دوشنبه, 14 سپټمبر 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د مصر له «الشروق» ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر پر ۱۳مه، د یکشنبې په ورځ خپره شوه، د همدې ورځپاڼې له پوښتنو څخه یوه پوښتنه، چې د سوډان د وسلهوالو ځواکونو د عمومي قوماندان له مرستیال او د پوځ له لوی درستیز، جنرال یاسر العطا څخه وشوه، دا وه: «په سیاسي صحنه کې د روانو بدلونونو په پام کې نیولو سره، چې تر ټولو مهم یې ملي خبرې اترې دي، د پوځي بنسټ راتلونکې به څنګه وي؟»
جنرال یاسر العطا د خپل ځواب په یوه برخه کې وویل: «...په پوځي رهبرۍ کې یوه ډله شته چې نظر یې دا دی: په لومړي پړاو کې دې د دولت مشر همدغه عمومي قوماندان وي، کوم حزبونه چې بریالي کېږي، اجرايوي اورګان دې اداره کړي او په راتلونکي پړاو کې دې عمومي قوماندان لېرې شي او بیا دې په ټاکنو کې ګډون وکړي. خو زما لیدلوری دا دی چې عمومي قوماندان؛ هر څوک چې وي، د دولت مشر دې وي او د پارلماني ټاکنو له لارې دې یو اجرايي حکومت جوړ شي چې د دولت د اجرايوي اورګان د ادارې لپاره ټول واکونه په لاس کې ولري.»
له همدغه ځواب او نورو هغو ځوابونو څخه چې جنرال العطا الشروق ورځپاڼې ته ورکړي، په ښکاره معلومېږي چې هغوی لا هم په هغو چوکاټونو کې بند پاتې دي، چې کافر استعمار زموږ په خاورو کې د حکومتولۍ لپاره رسم کړي دي. د ده په خبرو کې کوم نوي څه نشته؛ ځکه چې سوډان د انګرېزي استعمارګرو ځواکونو له وتلو راهیسې تر نن پورې، د پانګوالۍ ډیموکراټیک نظام تر دوو بڼو، یعنې «مدني ډیموکراسۍ» یا «پوځي ډیموکراسۍ» لاندې اداره شوی دی.
په حقیقت کې، د دوو سېکولر نظامونو ترمنځ شخړه؛ یعنې د مدني بڼې او پوځي بڼې ترمنځ شخړه، زموږ په خاوره کې د نړیوالو شخړو له نندارې پرته بل څه نه دي. سوډان د ټولو اسلامي خاورو په څېر، یو تړلی او د استعمارګرو لخوا جوړ شوی دولت دی؛ هغه دولت چې استعمار جوړ کړ، ترڅو د سیاسي، اقتصادي، پوځي او نورو برخو له مخې د هغوی تابع پاتې شي. له همدې امله، له دغو خاورو څخه یوه هم رښتیني پرمختګ ته ونه رسېده او سوډان هم په ستره اسلامي عقیده کې د نهضت او رښتینولۍ د پټو عواملو په لرلو سره، ونه توانید چې خپل وړ ځای ته ورسېږي.
سره له دې چې موږ مسلمانان یو؛ پر الله سبحانه وتعالی د رب په توګه او پر اسلام د دین په توګه ایمان لرو، خو په عمل کې د حکومت او سیاست په ډګر کې، د استعمارګرو کافرانو عقیده پلې کوو؛ یعنې له ژوند څخه د دین د بېلوالي عقیده او په پایله کې له حکومت او سیاست څخه د دین بېلېدل.
اسلام د حکومتولۍ نظام، د حاکم د ټاکلو لاره او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او د ژوند نور نظامونه په خپله مشخص کړي او شرعي احکام یې په بشپړه توګه روښانه بیان کړي دي؛ لکه څنګه چې لمر په نیمه ورځ کې روښانه وي. په اسلام کې د حکومت نظام رسول الله صلی الله علیه وسلم مشخص کړی او هغه یې د نبوت پر منهج خلافت راشده بیان کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ»، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ؛ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»
ژباړه: بنياسرائیل به پیامبرانو سیاست او اداره کول؛ هر کله به چې یو پیغمبر وفات کېده، بل پیغمبر به د هغه ځای ناستی کېده. خو له ما وروسته هېڅ پیغمبر نشته او له ما وروسته به خلفا راشي او شمېر به یې ډېر شي. صحابه وو وویل: نو موږ ته په څه شی امر کوئ؟ و یې فرمایل: لومړی به لومړني او بیا راتلونکو بیعتونو ته ژمن اوسئ او د هغوی حق ادا کړئ؛ ځکه چې الله سبحانه وتعالی به د هغه څه په اړه چې دوی ته یې په غاړه ورکړي، له دوی څخه پوښتنه وکړي.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ بَعْدِي فَسَيَرَى اخْتِلَافاً كَثِيرار، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، فَتَمَسَّكُوا بِهَا وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ»
ژباړه: هر څوک چې له ما وروسته ژوندي پاتې شي، ډېر اختلافونه به وګوري؛ نو پر تاسو لازمه ده چې زما پر سنتو او د هدایت شویو خلفاوو راشدینو پر سنتو کلکې منګولې ولګوئ؛ هغه کلک ونیسئ او په غاښونو سره یې ټینګ کړئ او له نویو چارو څخه ځان وساتئ؛ ځکه هر نوی امر بدعت دی او هر بدعت گمراهي ده.
اسلامي امت همداسې کس ټاکي چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ حکم وکړي؛ دا ټاکنه د شرعي بیعت له لارې ترسره کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ بَايَعَ إِمَاماً فَأَعْطَاهُ صَفْقَةَ يَدِهِ وَثَمَرَةَ قَلْبِهِ، فَلْيُطِعْهُ مَا استَطاعَ، فَإِنْ جَاءَ آخَرُ يُنَازِعُهُ فَاضْرِبُوا عُنُقَ الآخَرِ»
ژباړه: څوک چې له یوه امام سره بیعت وکړي او خپل لاس د هغه په لاس کې ورکړي او د خپل زړه میوه ورته ور کړي، باید تر هغه ځایه چې توان لري، د هغه اطاعت وکړي؛ نو که بل څوک راشي او له هغه سره د واک پر سر شخړه وکړي، د هغه بل کس غاړه ووهئ.
له همدې امله، هغه څه چې اړین دي، نه سوډاني خبرې اترې دي او نه هم ملي خبرې اترې، چې د غربي باطلو او وضعي نظامونو همدغه زوړ څرخ بیاځلي په حرکت راولي؛ هغه نظامونه چې زموږ ته یې ذلت، کمزوري، وروسته پاتېوالی او له استعمارګر غرب سره له ذلت څخه ډک تړاو په میراث پرېښی دی.
اې جنراله! هغه څه چې له تاسو څخه غوښتل کېږي، دا دي چې خپل نصرت حزبالتحریر ته ورکړئ؛ هغه حزب چې لازم چمتووالی یې نیولی، د خلافت دولت لپاره یې د ۱۹۱ مادو په لرلو سره یو شرعي اساسي قانون چمتو کړی دی؛ هغه مادې چې د الله سبحانه وتعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو او له هغه څه څخه چې دغو دواړو ورته لارښوونه کړې، یعنې د صحابه وو له اجماع او شرعي قیاس څخه استنباط شوې دي.
همدارنګه، دغه حزب د دولت رجال او وړ شخصیتونه د امت د راپاڅولو، د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر بنسټ د چارو د ادارې او زموږ له خاورو او ټولې نړۍ څخه د کافر استعمارګر د نفوذ د ریښو پرې کولو لپاره چمتو کړي دي.
دا هغه څه دي چې نه یوازې سوډان له پرځېدو څخه ژغوري؛ بلکې ټوله نړۍ به د پانګوالۍ د تیارو او د هغې د بېرحمه نظامونو له تباهۍ څخه وژغوري. الله سبحانه وتعالی فرمایی:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [الأنفال: 24]
ژباړه: ای مومنانو! د الله سبحانه وتعالی فرمان ومنئ او د هغه د پیغمبر امر قبول کړئ، کله چې هغه تاسو هغه څه ته دعوتوي چې تاسو ته (مادي، معنوي، دنیوي او اخروي) ژوند بخښي او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ بېلوالی رامنځته کوي (او کولی شي چې انسان د خپل زړه له هیلو او موخو څخه وګرځوي، مړ یې کړي او پرې یې نه ږدي چې اوږد عمر ولري چې د هر انسان د زړه مهمه هیله ده) او پوه شئ چې تاسو ټول به د هغه په حضور کې راټول کړل شئ (او ستاسو د اعمالو حساب به وشي).
د حزب التحریر ـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر
لیکوال: إبراهيم عثمان (أبو خليل) د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند
د صدور ګڼه: ۱۴۴۸/۳۶
۱۴۴۸هـ.ق د ربیع الثاني ۲مه
۲۰۲۶م د سپټمبر ۱۴مه
ژباړه: بهیر «ویاړ»




