سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 رجب 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 25 فبروری 2021 م

شمېره:      ۰۸/ ۱۴۴۲

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
زموږ د وروڼو پر وړاندې فشار او د هغوی نیول زموږ د لارې خنډ نه شي ګرځېدلی

د ۲۰۲۱ م کال، د فبروری په ۱۳ مه، د حزب التحریر له لوري د «سل کاله وروسته، اې مسلمانانو خلافت بیا تأسیس کړئ!» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل شو. ددغه کمپاین د ملاتړ په موخه موږ هم د نړۍ د نورو ښارونو په څېر د خپلې برخې د ادا کولو په موخه د ترکیې په بېلا بېلو تاریخي ښارونو کې وېډیوګانې ثبت کړې. یوه وېډیو د افیون قره حصار ښار د عموریې په سیمه کې ثبت شوه، ترڅو مسلمانانو ته د یوې مسلمانې ښځې د مظلومیت د چیغې پر وړاندې د مسلمان خلیفه المعتصیم غبرګون ور په یاد کړي. چې په پایله کې د انقرې د پولیسو امنیتي ځواکونو زموږ د پنځو خویندو کورونه د ۲۰۲۱م کال د فبروري په ۲۳ مه محاصره او د یوې ۱۶ کلنې خور په ګډون یې یادې پنځه خویندې ونیولې. دوی د ترکیې د جمهوری ریاست د څارنوالۍ د دفتر په غوښتنه د افیون سیمې ته د پلټنو لپاره د درېو ورځو په موخه ولېږل شوې او له هغه وروسته نن ورځ له محکمې څخه د هغوی تر نظارت لاندې په مشروط ډول بېرته پرېښودل شوې. د دې ترڅنګ په بورسه کې د فبروی په ۲۰مه د یکشنبې په ورځ درې وروڼه هم نیول شوي وو، دوی هم په سوګوت بلیسیک کې د ارتغرل غازي د قبر پر وړاندې وېډویو ثبتوله. سربېره پردې د دغه کمپاین په لړ کې د استانبول امنیتي ځواکونو هم زموږ پنځه وروڼه په اسکوادو کې د وېډیو ډکولو پر مهال نیولي وو.

موږ د حزب التحریرـ ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر لومړی ټولو حکامو او وروسته هغه ټولو اړخونو ته چې په دا ډول کړنو کې ښکېل دي، خبرداری وکوو او وایو چې:

۱: حزب التحریر یو فکري او سیاسي حزب دی، چې په ۱۹۵۳م کال کې په فلسطین کې تاسیس شوی دی او د ۱۹۵۹م کال راهیسې په ترکیه کې د یوې اسلامي ډلې په توګه فعالیت کوي. فعالیت یې یوازې فکري او سیاسي بڼه لري او هېڅ ډول فزیکي او وسلوال فعالیت نه لري. د دې هرڅه سربېره زموږ غړي د تېرو ۶۰ کلونو په موده کې په بې ساري ډول تر سخت فشار، تهمتونو او ځورونو لاندې دي. دغه ګواښ، ځورونې او تهمتونو هم د برتانیا د غلام او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو «کمالیسټ سکولرانو » په دوره کې و او هم په دې وروستیو کې د عدالت او پراختیا د ګوند د نظامي کودتا څخه وروسته د دوی په حاکمیت کې. زموږ وروڼه نیول شوي، شکنجه شوي او د هغوی پر وړاندې د سختو سزاګانو حکمونو صادر شوي دي. دغه فشار، ګواښونو، سزاګانې او بې عدالتۍ زموږ د وروڼو پر کړنو باندې کوم اغېز نه شي کولای او نه شي کولای زموږ د دغه ریښتني دعوت مخه ونیسي، بلکې برعکس زموږ عزم او حوصله لا پیاوړې کوي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته دا ډول خیانتونه او باطلې هڅې ناکامېږي او نه شي کولای د حزب التحریر دغه ریښتنی غږ «دعوت» ته زیان ورسوي، یا یې غړي ووېروي او یا دوی د الله سبحانه وتعالی د رضا له لارې څخه لیرې کړي.

۲: ستاسو خویندې چې په انقره کې له خپلو کورونو څخه نیول شوې وې،  د مسلمانانو هغه خلیفه المعتصم ته په اشارې کولو سره پر تاسو غږ وکړ، چې له بغداد څخه یو لوی لښکر  ته د عموریه پر لور حرکت ورکړ، ترڅو هغې مسلمانې ښځې ته نجات ورکړي، چې د رومیانو تر اسارت لاندې راغلې وه. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او ماشومانو د مرستې پر وړاندې ستاسو سترګې پټېږي، غوږونه مو کڼېږي او ژبې مو ګونګۍ کېږي. ان تر دې چې هغه مسلمانې خویندې نیسئ، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا او د خلافت د تاسیس لپاره هڅې کوي.

۳: د خلافت غوښتنه، نه د الله سبحانه وتعالی په نزد ګناه ده او نه د هغه کسانو په نزد چې د اخرت په ورځ اېمان لري، بلکې دا یو شرعي مکلفیت او د ویاړ او وقار خبره ده. موږ پر هغه څه چې ترسره کوو یې ویاړو. دغه نیونې او ګواښونه نه شي کولای موږ له دغې سپېڅلې لارې او خیر غوښتونکي غږ څخه لیرې کړي. موږ پوره باور لرو، چې د خلافت غوښتلو په هڅو کې بریالي کېږو او د هغه د ساتنې لپاره کار کوو.

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ#

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې