جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 جمادی الثانی 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 06 جنوری 2022 م

شمېره:      ۰۸/۱۴۴۳

ولاية تركيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په ۱۰ ټکو کې د اقتصادي ناورین اسلامي حلارې

حزب التحریرـ ولایه ترکیه په استانبول ښار کې د یوې خبري ناستې په جوړلو سره د ترکیې د اقتصادي ناورین حلاره وړاندې کړه، چې سرلیک یې و: «په ۱۰ ټکو کې د اقتصادي ناورین اسلامي حلارې». د ۲۰۲۲م، د جنورۍ په ۵مه، پینځو وروڼو په یوه خبري کنفرانس کې ګډون وکړ، اقتصاد پوه حکي آران، د اسلامي اقتصاد کار پوه محمد حنفي یغمور، د راډیکال مجلې یو لیکوال موسی بیوغلو، د راډیکال مجلې مسوول مدیر سلیمان اوغرلو او په ترکیه کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر مشر محمد کار د ۱۰ ماده ییزې اسلامي حلارې په بېړنۍ پلي کېدو ټینګار وکړ، چې کولای شي اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

د اسلامي حلارو د ۱۰ ټکو سرلیکونه په لاندې ډول دي:

۱- انفلاسیون او د ژوند لګښت

۲- صنعتي سکټور، صنعتي پالیسي او هغه څه چې باید ترسره شي

۳- د کرنې او مالدارۍ پیاوړتیا

۴- د کار زمینه برابرول او د بیکارۍ کچه راټيټول

۵- د عایداتو عادلانه وېش

۶- له مالیې څخه پاک اقتصاد

۷- د بیلونو تصفیه کول

۸- د سوداګرۍ پیاوړتیا

۹- د عامه شتمنیو ساتنه او د سپما په اړه اقدامات

۱۰- د نړیوالو بنسټونو او تړونونو لغوه کول

موږ له واکمنانو غواړو تر څو دا اسلامي حل لارې تطبیق کړي، چې موږ خلکو ته روښانه کړې دي.

اې واکمنانو: د اقتصاد مخ پر ځوړند حالت روښانه دی. همدا راز، نوي اقتصادي ماډلونه چې د حل لپاره تطبیق شوي، د خلکو پر اوږو نور بار اچوي او د پانګې د مالکینو او بانکونو شتمني ډېروي. ایا تاسو رښتیا هم دا د ځان لپاره مناسب ګڼئ، چې خلکو ته د خدمت کولو پر مهال د هغوی شتمنۍ غصب کړئ!؟

تاسو د کارګر د خولې مړۍ، د کارګر کار او د سوداګر ګټه د سپینو زرو په بیه د پانګې مالکینو ته وړاندې کوئ. تاسو همدا راز د سیاسي وېرې او شخصي ارمانونو له امله عامه شتمنۍ ضایع کوئ! داسې ښکاري چې تاسو د اقتصادي ناورین د له منځه وړلو هڅه کوئ، خو په پانګوال نظام کې د حل لارې په لټه کې یاست چې د ټولو اقتصادي ستونزو سرچینه ده. دلته زموږ اسلامي حلارې شته! چې هره حلاره په قانوني متن پورې اړه لري. اوس، سمدلاسه د داسې حلارې لپاره زموږ وړاندیزونه پلي کړئ، پرته له دې چې نور وخت ضایع کړئ! که دا کار وکړئ، تاسو به د خپل ځان او خپلو خلکو لپاره سم کار کړی وي او که د حقوقي نصوصو په څارلو کې مخلص یاست، نو د اقتصادي ناورین د حل لپاره دا وړاندیزونه پلي کړئ!

موږ له مسلمانانو هم غواړو:

اې مسلمانانو: د فقر، بې وزلۍ، انفلاسیون او لوړو بیو او په لنډه توګه د دې غلامانه ژوند یوازینی لامل پانګوال نظام دی. دا نظام د خلکو نه، بلکې یوازې د شتمنو ساتنه کوي. دا مه هېروئ چې دا نظام د تارکشې د ځال په څېر کمزوری دی او برخلیک یې ړنګ او ورک دی، انشاءالله. په دې کې شک نشته چې د هر څه لپاره یو ټاکلی وخت دی. همدا راز په دې کې هم شک نشته چې دا فاسد پانګوال نظام چې د بشریت پر وړاندې ظلم کوي یو ټاکلی وخت لري. هر ناورین چې تیریږي خپل ژوند نور هم لنډوي. کله چې د الله تعالی له لوري ټاکل شوی وخت راشي نو پانګوال نظام به د پخوا په څیر راوپرځېږي. په همدې ډول، په نړۍ کې هر څه پیل لري؛ ان شاء الله د اسلام لمر به د نبوت پر منهج د راشده خلافت په بیا تاسیس سره راپورته شي، بیا به د ځمکې پر مخ د خلافت په دولت کې چې اسلامي دولت دی، اقتصادي نظام نافذ شي. په دې اساس موږ باید په ګډه کار وکړو تر څو د راشده خلافت دولت جوړ کړو، چې نړۍ د پانګوال نظام له منګولو څخه ازاده کړي، په اسلامي هیوادونو او په ټوله نړۍ کې به ثبات، عدالت او امنیت تامین کړي.

الله تعالی فرمايي:

 [لِمِثْلِ هذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ] [صافات: ۶۱]

ژباړه: «د همداسې بریا لپاره باید عمل کوونکي عمل وکړي.»

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې