پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 19 جنوری 2021 م

شمېره:      ۲۷/ ۱۴۴۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هېواد پر سرنوشت لوبې کول بس دي

سربېره پر دې چې لس کلونه کېږي، د دغه نظام پر وړاندې چې تونس یې اشغال کړی دی، انقلاب پیل شوی دی؛ خو تر اوسه نه واقیعت بدل شوی او نه هم دا رژیم چپه شوی دی. که څه هم ځینې څېرې لیرې شوې او پر ځای یې داسې کسان چې لږ جرم او ګناه لري را پورته شوي دي. اصلي لامل یې د ناروغ ناسم تشخیص او د زیان شدت دی. اصلي ستونزه بهرنی نفوذ او د هغه  پانګوال تمدن دی چې د دې په وسیله یې ټول هیواد تر ولکې لاندې راوستلی دی. د اسبابو رامنځ ته کول او د مفسدو خلکو څخه ساتنه، د دوی له پاره له مفسدو رسنیو کار اخیستل او د قوانینو او احکامو په واسطه د دوی ساتل دي. په سیاسي صحنو کې د رایې ورکوونکو د ارادې په بدلون او د مالي سازمانونو د فشار په واسطه خپل ځان لوی ښکاره کول دي، چې دا د اشغال یو ګډ نظام دی چې سیمې اشغالوي او غلاوې کوي. چې دا د غرب او د هغه د سفیرانو په واسطه مهارېږي. هر کله چې خلک د دغه مزدور په لیرې کولو بریالي شي نو غرب یې پر ځای له دې څخه ډېر بد کس ځای ناستی کوي. دا تېروتنه ده چې د مار له لکۍ سره ځان مشغول کړو او سر ته یې اجازه ورکړو تر څو د امت بدن ته زهر ننباسي.

نن ورځ لاریونونه د یوې سیاسي طبقې یعنې د حاکمانو او مخالفینو د لیرې کولو لپاره پیل شوي دي. دا سیاسي طبقه په خپلو کې سره لاس او ګرېوان دي او هڅه کوی چې ځانونه د غرب او د هغه د استعماري غوښتنو خیالي خدمتګاران کړي. ځینې د دوی د دې لاریونونه ملاتړ کوي، سربیره پردې چې د پردې تر شا غواړي اساسي قانون ورباندې تحمیل کړي. د تصمیم نیولو د قدرت په تر لاسه کولو سره غواړي دغربي نظام ساتونکي او په اشغالګرو کې غټ کار کوونکي شي. ځینې بیا د دغه لاریونونو او لاریون کوونکو ستاینه کوي او غواړي چې د هغو خلکو پر وړاندې چې پاڅون یې کړی دی له اشغال سره لاس یو کړي. دوی غواړي دا هیواد تر درنو بهرنیو قرضونو او بارونو لاندې پریږدي. د رنسانس او اقتصادي پرمختګ لپاره یې ظرفیت کمزوری کړي. دا د دې لامل کیږي چې خلک يې بېوزله او منزوي شي، د ژوند لګښتونو د ډېرېدلو، بي کارۍ، نا هيلۍ، سیمه اېزې نا انډولۍ او د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د له منځه تللو لامل کیږي. خلک د هغه او دغه په منځ کې پاتې دي، غواړي چې دا وضیعت بدلون ومومي، خو نه پوهیږي چې څه وکړي؟!

اصلي لامل چې ورته نظام یې رامنځته کړ او خلکو یې پر وړاندې د ۲۰۲۰م کال، د ډسمبر په ۱۷مه پاڅون وکړ، د دې لامل شو چې غرب یې پر هیواد نور هم کنترول ډیر کړي. سربېره پردې د رښتینې او هوښیارې سیاسي رهبرۍ نشتون هم د دې لامل شو چې لاریون کوونکي له جزوي غوښتنو سره ستړي شي. د اصلي ناروغۍ پرځای یې د ناروغۍ پر اعراضو باندې ګیچ کړي دي. همدا راز اسلام یې له قانون او حکومتولۍ څخه لیرې کړی دی، ترڅو خلک له بدلون څخه نا هیلي شي.

نن ورځ د تونس په خلکو کې اصلي او بنسټيز بدلون یوه اساسي موضوع ګرځیدلې ده. له سخت او شدید کار څخه پرته بل هیڅ انتخاب نشته، ترڅو دا واقیعت د اسلام پر اساس بدلون ومومي. د دې لپاره هڅه او کوښښ باید له مخلصې رهبرۍ سره چې د خپل پروردګار په قانون یې منګولې لګولې وي یو ځای شي. ځکه چې له اصلي موضوع څخه خبر دی، دښمن او د هغه چل او نیرنګ پیژني. ترڅو د هغه د مداخلې لاس زموږ له هېواد او سرنوشت څخه غوڅ کړي. دا به زموږ شعار وي « دا خلک غواړي چې د الله سبحانه وتعالی قانون پلی کړي.» الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د  هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دي. او وپوهیږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی.  د هماغه لوري ته به تاسې ور ټول کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

دحزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې