یکشنبه, ۲۴ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 جمادی الثانی 1447

میلادی نېټه :     شنبه, 29 نومبر 2025 م

شمېره:     


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د «روښانفکرۍ بهیر» په اړه د مصر د ولسمشر وروستۍ وینا او د عقیدې او شریعت څنډې ته کولو هڅه

 (ژباړه)

په دې وروستیو کې مصر د رسمي ویناوو د یوې نوې څپې شاهد دی؛ داسې ویناوې چې په ښکاره ډول غواړي د حکومت تر چتر لاندې دیني روایت بیا ځلي جوړ کړي او اسلامي امت د حکامو د خوښې لوري ته رهبري کړي. د دغه بهیر تر ټولو روښانه بېلګه د مصر د ولسمشر هغه خبرې دي، چې په «حربيه اکاډمۍ» کې یې د اوقافو وزارت له داعیانو سره د ليدنې پر مهال وکړې. هغه په دغه ځای کې څوارلس سوه کلن اسلامي میراث «پوچ او انحطاط» وباله او د «روښانفکرۍ بهیر» په اړه یې خبرې وکړې چې باید د عقیدې پر ځای د ازادۍ ساتنه وکړي او د شریعت پر ځای یې د رب احترام مطرح کړ.

دا خبرې یوازې یو سیاسي نظر نه دی؛ بلکې د دین د بنسټونو حریم ته ننوتل او د عقیدې او شریعت د هغه مقام پر وړاندې ښکاره بې‌باکي ده چې د شرعي تصور له مخې د اسلام بنسټ او د دولت ستنه ګڼل کېږي.

اسلام له لومړۍ ورځې عقیده د دولت د بنسټ په توګه ټاکلې؛ د ژوند نظام، احکام او قوانین، ټول له همدې عقیدې سرچینه اخلي. اسلامي دولت، چې له مدینې منورې څخه پیل شو، په ټول تاریخ کې پر همدې بنسټ ولاړ و او د مدینې منورې دولت د بشر د هوسونو او د پردیو فلسفو پر بنسټ نه، بلکې د وحې پر اساس جوړ شو.

خو دا چې د اسلامي امت علمي او فقهي میراث «پوچ او انحطاط» وبلل شي، دا په مستقیم ډول د هغو علماوو او مجتهدینو پر مقام برید دی چې نسل په نسل یې اسلامي علوم خوندي کړي دي. حقیقت دا دی چې شریعت د خپلو نصوصو او احکامو په برکت خوندي پاتې شوی او د امت زوال د شریعت له څنډې ته کولو سره پیل شو؛ دا زوال هغه وخت نه و چې امت پر شریعت منګولې ټینګې کړې وې.

د «عقیدې پر ځای د ازادۍ ساتنې ته» بلنه په څرګند ډول د شرعي مفهوم بدلون دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د دین ساتنه تر ټولو اړینو چارو مخکې کړې؛ دا چاره د ځان او مال تر ساتنې هم وړاندې ده. په اسلام کې ازادي خپل حد او مرز لري؛ ځکه انسان مکلف دی او اراده یې باید د وحې تر سیوري لاندې وسنجول شي.

په هغه ځانګړي قالب کې د «رب» يادونه د مصر د خلکو لپاره د نوې هویت جوړولو هڅه ده؛ چې د عقیدې پر اخوت او ورورولۍ نه، بلکې پر «تابعیت» ولاړه وي. دا هماغه د «انساني ورورولۍ» او «ابراهیمي دین» پخوانۍ پروژه ده چې د کافر او استعمارګر غرب د راضي کولو لپاره طرحه شوې او سیسي یې خپل ځان اصلي مخته‌بېوونکی ښيي.

دغه غوښتنه چې «د زمانې غوښتنې» پر نصوصو غوره وبولي، په څرګند ډول د الله سبحانه وتعالی له دغه حکم سره په ټکر کې ده:

﴿فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ﴾ [مائدة: ۴۸]

ژباړه: «د هغوی ترمنځ د هغه څه (هغو احکامو) پر بنسټ پرېکړه وکړه چې الله نازل کړي دي.»

او همدارنګه دا ایت:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ﴾ [احزاب: ۳۶]

ژباړه: «هېڅ مؤمن نارینه او هېڅ مؤمنه ښځه حق نه لري چې کله الله او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کوم حکم لازم وبولي؛ دوی (د الله د حکم پر وړاندې) کوم اختیار ولري.»

د خلافت تر سقوط وروسته، غرب په دوامداره توګه هڅه کړې چې اسلامي خاورې د سیکولر قالبونو له مخې بیا جوړ کړي؛ اسلام له سیاست او حکومت څخه جلا کړي او د بې‌اغېزو مراسمو په ټولګه یې بدل کړي. د سیسي څرګندونې هم له همدې چوکاټ څخه بهر نه دي؛ بلکې «د دیني ساحې د همغې بیا انجنیري کولو» دوام دی، چې د کارنیګي «Carnegie»، چاتام هاوس «Chatham House» او RAND Corporation په څېر غربي څېړنیز مرکزونه یې له کلونو راهیسې تبلیغوي. دا پروژه پر درېیو اساسي محورونو ولاړه ده:

۱. له قانون او حکومت څخه د شریعت څنډې ته کول.

۲. له قدرت سره تړلی یو دیني قشر جوړول، چې رسمي روایت جوړ کړي.

۳. له امنیتي ـ نظامي جوړښتونو سره د دیني بنسټونو تړل، چې د هغوی اطاعت او تابعیت تضمین کړي.

هغه څه چې په نظامي اکاډمۍ کې وشول، دقیقا د همدغو ټکو تطبیق دی: دا چې امام د شرعي رسالت د حامل له مقام څخه په یوه داسې وسیله بدل کړي چې عامه رایه او عمومي نهضت او بیداري د وحې پر بنسټ نه، بلکې د حاکم رژیم له اړتیاوو سره سمه جوړه کړي.

اسلام، عقیده یوازې د یوه داخلي احساس په توګه نه ده پرېښې؛ بلکې عقیده یې داسې فکري محور ټاکلی چې د حکومت، اقتصاد، زده‌کړو، بهرني سیاست، نړیوالو اړیکو او د ژوند د ټولو چارو نظام پرې ولاړ وي. کله چې دغه عقیده څنډې ته شي او ځای یې د بشر په لاس جوړ «عصري» مفاهیم ونیسي، دولت خپل هویت له لاسه ورکوي او په یوه داسې جوړښت بدلېږي چې د پردیو قدرتونو تابع او پر هغوی متکي وي.

شریعت هغه نظام دی چې د حاکم او خلکو ترمنځ اړیکه تعریفوي؛ عدالت ټینګوي، شتمني په عادلانه ډول وېشي او د ټولنې حقیقي امنیت تضمینوي؛ داسې نه چې خلک د وېرې او ګواښ تر سیوري لاندې مطیع وګرځوي. حاکمیت چې څومره له شریعت څخه لرې کېږي، همغومره ظلم او استبداد ته ورنیږدې کېږي؛ دا واقعیت نن د مصر په اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي سیاستونو کې روښانه لیدل کېږي.

اې د مصر خلکو! ستاسو دین «پوچ او بې‌ارزښته» نه دی او نه مو میراث «انحطاط» دی؛ بلکې دا هماغه رڼا ده چې څوارلس پېړۍ یې نړۍ روښانه کړې ده. د نن ورځې د شاته پاتې‌والي سبب مو اسلام نه دی؛ بلکې له دې امله دی چې اسلام مو له دولت او حاکمیت څخه لرې کړی دی. د عقیدې او شریعت ساتنه کوم اضافي کار نه دی؛ بلکې هغه اړتیا ده چې تاسو له سیاسي، اقتصادي او اخلاقي سقوط څخه ژغوري. اجازه مه ورکوئ چې څوک ستاسو هویت تت او کم‌رنګه کړي او یا مو په زړونو کې د دین په اړه شک واچوي. د مصر حقیقي نهضت له نظامي اکاډمیو څخه نه راځي؛ بلکې په دولت او ژوند کې خپل اصلي مقام ته د اسلام په بېرته ستنولو راځي.

اې د کنانه (مصر) سرتېرو! تاسو د هغه امت بچیان یئ چې اسلام یې د نړۍ څلورو کونجونو ته ورساوه. د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ستاسو مسولیت دروند دی: د امت د دین او عزت ساتنه. په هغې پروژه کې مه شریکېږئ چې موخه یې د امت د عقیدې بدلول او د خلکو له ژوند څخه د اسلام د احکامو جلا کول دي. ستاسو حقیقي ځواک یوازې په وسله کې نه دی؛ بلکې په دې کې دی چې د الله سبحانه وتعالی د دین رښتیني ساتونکي وئ. ظلم نه ستاسو په ګټه دی او نه مو د خاورې؛ ګټه یې یوازې هغو کسانو ته رسېږي چې غواړي مصر کمزوری او تابع وساتي. له دغه تړاو څخه ووځئ؛ د دین د نصرت لپاره پورته شئ؛ عقیدې ته مو وفاداره اوسئ او موخه مو باید د هغه دولت تاسیس وي چې ستنې یې په شریعت استحکام مومي او د اسلام پیغام ټولې نړۍ ته رسوي. ښایي الله سبحانه وتعالی فتح ستاسو په لاسونو مقدره کړي او ستر بری مو په برخه کړي.

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللهُ إِلَيْكَ﴾ [مائدة: ۴۹]

ژباړه: «د دوی په منځ کې د هغه څه پر اساس فیصله وکړه چې الله (سبحانه و تعالی) نازل کړي او د هغوی د هوسونو پيروي مه کوه! پام کوه چې دا خلک، تا له ځینو هغو احکامو کوږ نه کړي چې الله (سبحانه و تعالی) درباندي نازل کړي دي.»

دحزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۸مه

۲۰۲۵م کال، د نومبر ۲۹مه

د صدور ګڼه: ۲۲/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې