فلسطين: تفسير الآية (10) من سورة آل عمران
- خپور شوی په ویډیوګانې
للمزيد اضغط هنا
الأربعاء، 05 صفر 1439هـ الموافق 25 تشرين الأول/أكتوبر 2017م
للشيخ علي أبو أحمد
الجمعة، 30 محرم الحرام 1439هـ الموافق 20 تشرين الأول/أكتوبر 2017م
(ژباړه)
پوښتنه
اسلام علیکم ورحمِة الله وبرکاته!
محترم شیخ صاحب! ایا د اسلامي خاورو د دولتونو په اوسنیو پوځونو(اردو) کې کار کول او ګډون روا دي؟ په داسې حال کې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث د ظالمو حکامو په لښکرو کې ګډون منع کړی دی او ایا له ظالمو حکامو سره جګړه او ورڅخه طلب نصره رواهده او که نه؟
ځواب
وعلیکمالسلامورحمةاللهوبرکاته!
له ابو سعید خدري او ابوهریره رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَيَأْتِيَنَّعَلَىالنَّاسِزَمَانٌيَكُونُعَلَيْكُمْأُمَرَاءسُفَهَاءُيُقَدِّمُونَشِرَارَالنَّاسِوَيَظْهَرُونَبِخِيَارِهِمْوَيُؤَخِّرُونَالصَّلاةَعَنْمَوَاقِيتِهَا،فَمَنْأَدْرَكَذَالِكَمِنْكُمْفَلايَكُونَنّعَرِيفًاوَلاشُرْطِيًّاوَلاجَابِيًاوَلاخَازِنًا»
(رواه أبويعلى اورجاله رجال الصحيح خلا عبدالرحمن بن مسعود وهو ثقة)
ژباړه: پر خلکو به داسې وخت راشي، چې امیران به یې بېعقل او پیشوایان به یې تر ټولو بد خلک وي او خلک به د دوی په غوښتنه خپل نظر څرګندوي او لمونځ به په خپل وخت نه کوي. نو کهله تاسو څخه څوک له دې زمانې سره مخ شول ، باید یې وکیل، عسکر یا سرتېری، د مال راټولوونکی او ساتونکی(متعمد) نشي.
د کنزالعمال په یو بل روایت کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه داسې راغلي:
«...فَمَنأدْرَكَهمْ فَلا يَكُوْنَنّلَهُمْعَرِيفًاوَلا جَابِيًا وَلاخَازِنًا وَلا شُرْطِيًّا»
ژباړه: نو که له تاسو څخه څوک له دې زمانې سره مخ شول، قطعاً د دوی وکیل، د مال راټولوونکی، ساتونکی(متعمد) او عسکر یا سرتېری نشئ.
د دغې موضوع په اړه څېړونکي ته لاندې مسایل څرګندېږي:
۱ـ د ابویعلي په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالمو بېعقلو حکامو تر حکم لاندې له دغو څلورو کارونو څخه په مطلق ډول منعه کړې ده. د کنزالعمال په روایت کې هم په ځانګړي ډولله دغو څلوروڅېزونوڅخهمنعه کوي. لکه څنګه چې په حدیث کې د(لهم) لفظ یاد شوی او په دغه ځای کې لام د تخصیص لپاره دی، نو د دغو امراوو پر ساتنه او هغوی ته د مال پر ټولولو او زېرمه کولو نهی(منعه) شوې.
په دغو دوو حدیثونو کې مطلقه منعه پر هغو خلکو؛ یعنې مطلقه منعه پر هغه وکیل، د مال پر راټوونکي او ساتونکي نه ده، چې په داسې دولت کې چې پر اسلام حکم نه کوي کار کوي؛ بلکې له دغو څلور کارونو څخه نهی د هغو کسانو لپاره ده، چې له دغو حکامو سره کار کوي او ځانګړي کسان(ساتونکي) یې دي.
۲- څوک چې د ظالمو او بې بېعقلو چارواکو پر حکم راضي کېږي، ګنهکارېږي، که دنده یې په اوردو کې وي یا په غیر اوردو کې؛ ځکه د هغو چارواکو د تغیر لپاره، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي هڅې نه کول، له اعمالو یې انکار نه کول او له هغوی څخه راضي کېدل دا ټول د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې لویه ګناه ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ كَرِهَفَقَدْ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَفَقَدْسَلِمَ،وَلَكِنْمَنْرَضِيَوَتَابَعَ.»
(رواه مسلم)
ژباړه: ډېر ژر به داسې حکام ولرئ، چې هغوی به پېژنئ او بد به یې بولئ، نو چا چې بد وبلل خلاصون یې پیدا کړ او څوک چې ناراضه وو روغ پاتې شول. افسوس پر هغو، چې ترې راضي شول او پیروي یې وکړه.
۳ـ طلب النصره له هغو کسانو څخه کېږي، چې د قدرت خاوندان وي. فرق نه کوي، چې د ظالمو چارواکو په ساتنه کې وي یا نه وي؛ ځکه د تغیر موخه همغه ظالم او بېعقل حاکمان دي، چې اسلامي نظام نه تطبیقوي او طلب نصره ورڅخه روا ده، د هغه فاسد نظام چې پکې کار کوي د واقعیت له بیان ورسته،پکې تغیر واجب دی. هر کله یې، چې قناعت وکړ او د الله سبحانه وتعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره یې دغه امر ومنلو، له شک پرته دا عمل یې ستر کار دی. که چېرې یې له خپل دغه موقف څخهد اسلامي نظام( خلافت) په تاسیس کې استفاده وکړه، الله سبحانه وتعالی به یې د ستر اجر خاوندان کړي.
لکه څنګه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بهد کفارو بېلابېلو قبیلو ته ورته او اسلام ته به یې را بلل، تر څو یې پر بما انزل الله باندې د حکم کولو لپاره طلب النصره ومني. همدارنګه د هغو کسانو حکم، چې د ظالمانو په اوردو کې کار کوي په هغه وخت کې ترې طلب النصره روا ده ، چې حق ومني او له ظالمانو څخه د انکار او د هغوی د تغیرولو لپاره پر شرعي حکم پوه شي او د تیارسئ په حال کې وي.
۴ـ هو، د ظالمو حکامو تر څنګ جګړه په هغه وخت کې، چې جګړه له کفارو سره وي نه له مسلمانانو سره، روا ده؛ ځکه جهاد په ټولو حالاتو کې د مسلمان حاکم تر حاکمیت لاندې پر مسلمانانو فرض دی. په دغه حالت کې فرق نه کوي، چې مسلمان حاکم نیکو کاره وي یا بد کاره، دا هم هغه وخت سم دی، چې جګړه له کفارو سره وي؛ ځکه د جهاد ایات په مطلقه توګه راغلي نه په مقیده. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلی دي:
﴿وَمَالَكُملَاتُقَاتِلُونَفِيسَبِيلِاللَّهِ﴾
[نساء: ۷۵]
ژباړه: پر تاسې څه شوي، چې د الله تعالی په لاره کې جهاد نه کوئ.
﴿الَّذِينَآمَنُوايُقَاتِلُونَفِيسَبِيلِاللَّهِ﴾
[انساء: ۷۶]
ژباړه: مومنان شته چې د الله تعالی په لاره کې جهاد کوي.
﴿فَلْيُقَاتِلْفِيسَبِيلِاللَّهِالَّذِينَيَشْرُونَالْحَيَاةَالدُّنْيَا﴾
[نساء: ۷۴]
ژباړه: د الله تعالی په لاره کې باید هغه خلک جګړه وکړي، چې د اخرت لپاره د دنیا ژوند پلوري.
ډېرداسې ایتونه شته، چې د حاکم شرط یې ظالم او غیر ظالم نه دی ښوودلی، خو تر هغه وخته چې د کفارو پر وړاندې جهاد وي. لکه څرنګه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه په ډاګه کېږي، چې د ظالم حاکم شتون د کفارو پر وړاندې جهاد نه منعه کوي، یعنې د ظالم حاکم تر څنګ د کفارو پر وړاندې جهاد روا دی. له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ أنبَعَثَنِىاللَّهُإِلَىأَنْيُقَاتِلَآخَرأُمَّتِىالدَّجَّالَ، لاَ يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلاَ عَدْلُ عَادِلٍ»
(سنن الكبرى بيهقی۹/۲۶۳)
ژباړه: جهاد له هغه وخت راهیسې ، چې الله تعالی مبعوث کړم تر هغه وخته، چې وروستی امت مې دجال ووژني ادامه لري.
پوه شئ، چې د هېڅ ظالم ظلم او د عادل عدل جهاد نشي باطلولی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته
ژباړن: شجاع
د۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۶مه د جمعې په ورځ، حزب التحریر د ترکيې ولایت په اتو ښارونو کې تر لاندې شعارونو: « ادلیب وژل کیږی...غلي مه کېنئ!... په ټول وژنه کې د قاتلانو ملګرتیا مه کوئ!» لاندې کنفرانس تر سره کړ. د جمعې له لمانځه وروسته، مسلمانانو د هغو شهیدانو په یاد دعا وکړه، چې په وروستیو ورځو کې په ادلیب کې وژل شوي وو. همداراز یې د استانبول، انقرې، بورسا، کونیا، اذانه، میرسین، غزیانتیف او سنلیورفا په ښارونو کې مطبوعاتي اعلامیې ولوستلې او په پای کې یې غونډه له الله سبحانه و تعالی څخه د مرستې په غوښتنه پای ته ورسېده.
په مطبوعاتي اعلامیو کې یې د دغو سترو ټولوژنو په تړاو د چارواکو او رسنیو چوپتیا وغندله او په لړ کې یې لاندې ټکې په ګوته کړل:« د ادلیب ښار چې له اونیو راهیسې بماریږي او تر ۳۰۰۰ زیات مسلمانان پکې وژل شوي او رسنیو ورته د هغه برید په کچه، چې په لاس وېګاس کې ترسره شو، پام ونه کړ. له دې سره سره مسلمان حکام امریکا ته د ډاډګیرنې او تسلۍ د سیالۍ په درشل کې دي، له دوی څخه یو هم نه امریکا او نه روسيې ته زموږ د مسلمانو وروڼو په اړه څّه وايي.
همدارنګه، په مطبوعاتي اعلاميه کې یې له هغو چارواکو چې په دغو جنایتونو کې ښکېل دي ، د پوځونو له بې احساسه مشرانو، له چوپه خوله او مزدورو امامانو او په پای کې د سوریې له مخلصو خلکو څخه لاندې غوښتنې کړي:
اې د اسلامي خاورو حکامو! په سلګونو زره بې ګناه مسلمانان وژل شوي او قاتلان یې تراوسه هم وژنو ته دوام ورکوي، خو تاسو لا هم له ظالمو کفارو سره دوستۍ ته دوام ورکوئ! څه وخت د الله پر لور خوځېږی؟ څومره نور ښوونځي، روغتونونه او مسجدونو بمبار شي، چې بیا تاسو اقدام وکړئ؟ لا د څومره په زرګونو نورو مسلمانانو د وژنو په تمه یاست؟ که نن نه خوځېږی؛ نو څه وخت خوځېږی؟
اې د اسلامي خاورو پوځي مشرانو! اسد تاسو ته څېرمه ټولوژنو ته دوام ورکوي او تر څنګ یې امریکا د کوردستان دیموکراتیک ګوند مسلح کوي، نو بیا تاسو ولې ادلیب ته نه ځئ؟ په رښتیا چې امریکا همدا غواړي؟ تاسو تل په اسلامي خاورو کې پر لسګونو زرو جرمونو چوپتیا غوره کړې او د دغو جرمونو پر وړاندې مو کوم څرګند اقدام نه دی کړی، حتی د الله سبحانه و تعالی د رضا لپاره مو یوه مرمۍ هم نه ده فیر کړې.چېري دی له څو اسلامي هېوادو جوړ پوځ؟ که نن دغه پوځونه و نه خوځېږي، نو څه وخت به خوځېږي؟!
او تاسو، اې امامانو او د نظر خاوندانو! له الله څخه و وېرېږئ او د حق کلمه بیان کړئ، که نن د حق خبرې ونه کړئ، نو څه وخت یې کوئ؟ پر الله قسم چې خیانت مو تر عاجزۍ لوی دی، ستاسو دوه مخي له ظالمانو او د هغوی له ملاتړو سره مرسته کوي، نو پر تاسو څه شوي؟ ولې د حق خبرې نه کوئ، په داسې حال کې چې ځانونه د پېغمبرانو وارثان ګڼئ؟ له الله څخه په رښتني سره و وېرېږئ او د خپلو نیکونو په څېر شئ او د پېغمبرانو د وارثانو په توګه له واکمنانو سره په حساب کولو کې خپله دنده ترسره کړئ.
اې د ځمکې پر مخ مسلمانانو او اې په سوریه کې زموږ وروڼو! بې زړه، کمزوري او خواشیني کېږی مه، الله خپل رښتني مومن بندګان په مصیبت او ناورین کې یوازې نه پرېږدي. نو د خپلو موخو او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړئ، ځکه که مو خپلې مقدسې موخې له لاسه ورکړې، نو ایمان مو له لاسه ورکړو او برعکس تر منځ به مو خپلمنځي اختلافونه او فتنې رامنځ ته شي. له حرامو پیسو او کرغېړنو وړاندیزونو لرې اوسئ.کافران او ملاتړي یې مه پرېږدی، چې پر سیاسې لوبو مو تېر باسي. دا هیڅکله مه هېروئ! که نړۍ مو هېر او چارواکې درته شاکړي موږ به د مسلمانانو په توګه ستاسې ملاتړي یو او هیڅکله به مو هم یوازې پرې نږدو.
یاده مطبوعاتي اعلامیه د مسلمانانو په ګډون په لاندې دعا سره پاي ته ورسېدله:
اې پروردګاره! د رښتيني ثاني خلافت په مرسته، یو ځل بیا قوت او عزت را کړه، د راشد خلیفه او رښتینې خلافت د دولت تر سیوري لاندې مو سره یو موټی کړه! د توحید او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ لاندې مو سره یو کړې!
د حزب التحریر ولایه ـ ترکیې مطبوعاتي دفتر
سرچینه: الرایه جریده
(ژباړه)
د یمن په اړه د ملګرو ملتونو کلني راپور د «بشر حقونو د نقض کچه» ناوړه یاده کړې او د یمن قانوني ایتلاف په نامه عربي ایتلاف یې د ماشومانو د حقونو د ناقضینو په لېست کې شامل کړ. په مقابل کې یې ایتلاف د ملګرو ملتونو راپور ناسم او ګمراه کوونکی یاد کړ او ګواښ یې وکړ، چې د دغو معلوماتو موخه د حوثیانو او صالح د جرمونو پټول دي او ایتلاف «پر نړیوالو قوانینو او اساساتو او د ماشومانو پر روغتیا ساتنې» خپله پابندي اعلان کړه. حوثیان یې تورن کړل چې له ماشومانو څخه د بشري ډال او نظامي ځواک په توګه کار اخلي. پر دې سربېره عربي ایتلاف، د یمن د پیښو مسئول ایران وګاڼه او څرګنده یې کړه، چې که ایران د یمن په چارو کې مداخله نه وی کړې، د یمن اوضاع به داسې نه وه شوې. ایتلاف له سازمان څخه وغوښتل، ترڅو د ماشومانو د روغتیا په موخه له ایتلاف سره خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو رییس انتونیو ګوتریش، په نړۍ کې د «ماشومانو د حقونو د نقض» راپور پرون د امنیت شورا ته تسلیم کړ. راپورونه ښيي چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف، چې د حوثیانو پر وړاندې جنګېږي، د ماشومانو د روغتیا د نقص له امله په تور لېست کې شامل شو. همدارنګه دغه راپور «حوثیان»، نورې جنګې ډلې او القاعده هم د ماشومانو د حقونو ناقضین بولي او د ۶۸۳ماشومانو د وژنې مسئولیت یې د ایتلاف د هوایي بریدونو پر غاړه اچولی.
یمني رسنیو له سیاسي سرچینو څخه نقل کړې، چې د یمن د بحران پشنهادي طرحه عربي ایتلاف پر مخ وړي. بشنهادي طرحه هغه نسخه ده، چې د ملګرو ملتونو د استازي اسماعیل ولد شیخ به پر مخ وړله، چې دا ځل د هغه نایب معین شریم د هادي راتلونکي او خبرو اترو د ځای په اړه د ځینو تعدیلاتو په وړاندې کولو هغه پر مخ وړې ده.سرچینې ښیي چې خبرې اترې به یوه درېیمګړي ته د الحدیده بندر د تسلیمولو په شرط مخ ته یووړل شي. سرچینو ویلي چې ایتلاف هڅه کوي تر څو راتلونکې خبرې اترې د عمان په پلازمېنه مسقط کې تر سره شي. دې ته په اشارې سره چې د ملګرو ملتونو نایب استازی به ژر تر ژره د صنعاء لیدنه وکړي او سرچینو د حوثیانو د انقلاب د کمیټې له غړي صادق ابو شوارب څخه نقل کړه، چې هغه د خبرو اترو پر رد ټینګار کړی.
له بل لوري، نړیوالې سرچینې د عربي ایتلاف او د ملګرو ملتونو په مرسته نړیوالو بنسټونو ځینې تحرکات ښیي، داسې تصمیمونه شته چې د یمن په اړه د ایتلاف او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ځینو نورو نړیوالو پلاوو ناسته تر سره شي او ښکېل لوري سره یو ځای کړي. سرچینو د «عدن الغد» له ورځپاڼې څخه نقل کړې، هغه ناسته چې د اردن په پلازمېنه عمان کې په یمن کې د انساني وضعیت په اړه تر سره کېږي او د لګښتونو او دولتي کارمندانو د معاشونو په برخه کې د نړیوال صندوق استازي، عربي ایتلاف اوملګري ملتونه برخه اخلي.د سرچینو له قوله دغه ناسته هغه وخت تر سره شوه، چې نړیواله ټولنه دې پایلې ته ورسېده تر څو د هادي حکومت د یمن د پیسو چاپ ودروي، ځکه چې په دې وروستیو کلونو کې ډېرې بې ارزښته شوې.
په یمن کې به د امریکا او انګلیس سیالي، تل د یمن خلکو ته وژنه او لوږه راوړي؛ هغه که د جنګ، بمباریو له امله وي که د اساسي روغتیايي تعطیلاتو او یا د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو او معاشونو د بندولو په سبب د ساري ناروغیو د پراختیا له امله وي. دغه ټول مصیبتونه د هغو خونړیوشخړو له امله دي، چې په ځايي رقیبانو کې دوام لري او نقشه یې امریکا او انګلیس رسموي.
امریکا چې پر ملګرو ملتونو تسلط لري، حوثیانو سره مرسته کوي او هغوی مظلوم ښیي، ترڅو یې په نظام کې شریک کړي، نو دغې موخې ته د رسېدو لپاره پر ښکېل لورو په ځانګړې ډول پر سعودي فشار راوړي،چې د امریکا سیاسي حل لاره ومني. سعودي هغې ته مثبت ځواب ورکوي، خو د انګلیس پلویان د انګلیس پر دغه کار ټینګارکوي، په ځانګړې ډول د هادي لوری هڅه کوي چې د حوثیانو پر وړاندې نظامي حل لاره پر مخ بوځي، ملګري ملتونه او په یمن کې د دوی نورې څانګې، پر ډواړو لورو عربي ایتلاف او پر هادي ډول ډول فشارونه راوړي؛ لکه: په جنګي جرمونو کې د وژنو د مسولیت منل او له حوثیانو سره د مساوي مسولیت منل، د هادي او د هغه د حکومت د صلاحیتونو د کمولو لپاره پرې د اقتصادي فشارونو راوستل او د ملګرو ملتونو او ایتلاف لخوا د معاشونو د تمویل لپاره کار.
د حوثیانو د ګټو پر محور د یمن د کرکېچ اوږدول او په دغې خاوره کې د هغوی لپاره د استوګنې پیدا کول، هغه پلان دی، چې امریکا او ملګري ملتونه یې غواړي. په مقابل کې یې انګلیس او د هغه پلویان، هادي او صالح د امریکا او د دې هېواد د پخواني وزیر جان کېري رول ردوي.
سمه حل لاره، چې د یمن اهل ژوغورلی او د دواړو لورو تر منځ جګړه درولی شي، هغه حل لاره ده، چې له اسلامي عقیدې او دیني ورورولی یې سرچینه اخیستې وي او د یمن پر عالمانو او هغو کسانو چې پر اسلام یې منګولې لګولی، لازمه ده چې د ظالمانو لاسونه پرې کړي او د حق او نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس پر لور یې راوګرځوي، ترڅو وژغورل شي او ټول مسلمانان یووالی او عزت پیدا کړي.
لیکوال: عبدالمومن زیلعی
د حزب التحریر – ولایه یمن د مطبوعاتي دفتر رییس
ژباړن:علي عمار
د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د ټرمپ د ستراتيژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه د تېر په پرتله څو ځله زيات شوي دي. په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ټول څه باندې درې زره او دوه سوه بمونه او توغندي کارول شوي چې د تېرو دوو کلونو له ټولې اندازې هم زیات دي. د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه له خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، د امریکا هوايي ځواک یوازې په تېر سپټمبر کې د طالبانو او داعش ډلو پر مرکزونو ۷۵۱ بمونه او توغندي غورځولي، په داسې حال کې چې دا اندازه په اګسټ میاشت کې د دې نیمايي وه. د دغو بريدونو په ترڅ کې ملکي تلفات هم ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي. بل پلو د مخالفو وسله والو بريدونه په ټول افغانستان کې په بې ساري توګه ډېر او پياوړي شوي دي، چې د دغو بريدونو د وروستي موج له امله په ډېره لنډه موده کې سلګونه ملکيان وژل شوي او ټپي شوي دي.
د دغو بريدونو عاملين دولت او وسله وال مخالفين دواړه د يو او بل پر وژلو وياړي او د هغوی د وژل شوو شمېرې په اعلاميو، مطبوعاتي کنفرانسونو او رسنيو کې د يو او بل پر ضد کاروي. د بېلګې په ډول د لاسپوڅو کور ارګ او يرغلګر قاطع ملاتړ دواړه د مخالفینو وروستۍ حملې د جګړې په میدان کې د هغوی ماتېدل ګڼي. په داسې حال کې چې دواړه لوري افغان دولت او وسله وال مخالفين، افغانان او مسلمانان وژني. هغوی د پرديو د ناوړه ګټو او موخو لپاره دغه جګړه ګرمه کړې ده. امريکا او ناټو د خپلو ستراتيژيکو، سيمه ييزو او استعماري موخو لپاره د افغان دولت او په غير مستقيم ډول د داعش ملاتړ کوي.
په دې اړه د روان لمريز کال د ميزان په ۲۷مه له امريکا غږ سره د زلمي خليلزاد مرکه د پام وړ ده. نوموړی پخوا په افغانستان او عراق کې د امريکا سفير و، مګر په دغه مرکه کې يې کټ مټ د داعش د وياند رول لوبولی او ويلي يې دي چې داعش له څه مودې راهيسې د نورو ځايونو په لټه کې دی، افغانستان او مرکزي آسيا له هغو نقطو څخه دي، چې نوموړې ډله يې تر نظر لاندې لري. نوموړی زياتوي چې داعش ډله د داسې سيمو په لټه کې ده چې د حکومت له ادارې وتلې وي او «په افغانستان کې داسې سيمې شته چې په دوامداره توګه د دولت تر ولکې لاندې نه دي». هغه د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريکا له نوې ستراتيژۍ څخه دفاع وکړه او ويې ويل چې د هغې د ښه عملي کولو په ترڅ کې به په افغانستان کې د داعش ډلې مخه ونيول شي.
په مقابل اړخ کې طالب وسله وال د امريکا، افغان دولت او داعش پر وړاندې له روسيې، ايران او پاکستان څخه وسلې او مالي امکانات ترلاسه کوي، ترڅو په سيمه کې د داعش د پياوړي کېدو مخه ونيسي او په افغانستان کې د امريکا او ناټو اوسنی موقف وننګوي.
په داسې دردونکي وضعيت کې بيا د ښکېلاکګرو هېوادونو ترمنځ د استعماري ګټو تنظيموونکی سازمان «ملګري ملتونه»او په کابل کې د هغوی دفتر يوناما چې د افغان مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د جګړه ييز ماشين د رواني جګړې د پرمخ وړلو سازمان دی، د افغانانو تلفات شميري او وخت پر وخت له جګړه مارو اړخونو څخه تشې اخلاقي غوښتنې کوي، ترڅو د جګړې په ډګر کې ملکيان په نښه نه کړي. حال دا چې دواړه اړخونه تر خپلو نظامي موخو څو برابره زيات ملکيانو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي او په ډېر وحشت سره سپين ږيري، ښځې او ماشومان وژني. يرغلګر او افغان دولت د خپلې دروغجنې «بشري حقونو» د ادعا او وسله وال مخالفين د اسلام د جګړه ييزو اخلاقو پر بنسټ عمل نه کوي. دوی ټول د مسلمان انسان د وينې تږي دي. اصلاً دا هرڅه د غربي فکر او فرهنګ پر ضعف دلالت کوي، ځکه هغوی ته د انسانانو تر وينو خپلې استعماري او پانګوالي ګټې مهمې دي.
د مسلمان وژنې په دغه لړۍ کې د جان کيري دولت چې زموږ په مسلمانه ټولنه کې يې د غربي فرهنګ او نظام د ټينګولو په موخه ژورو هڅو ته مټې بډوهلې دي، له دغه ناوړه حالت څخه په افغان ځواکونو کې د اصلاحاتو لپاره ګټه اخلي، ترڅو د افغانستان وسله وال ځواکونه له ټولو هغو عناصرو څخه پاک کړي چې د پخوانيو رژيمونو «کمونیستانو او مجاهدينو» پاتې شوني بلل کيږي. اشرف غني دغه ناوړه امنيتي حالت په امنيتي ځواکونو کې د ضعيفې رهبرۍ او نظامي کدرونو نشتوالی توجيه کوي او له دې لارې په وسله والو ځواکونو کې د اصلاحاتو لپاره لاره اواروي.
دې ته ورته افغان حکومت د يرغلګرو او خپلو جنايتونو د توجيه لپاره ځان له شلو څخه له زياتو تروریستي ډلو سره په جګړه کې ښکېل ګڼي. په داسې حال کې چې دغه ټولې ډلې د امريکا د څه د پاسه يوې نيمې لسيزې په اوږدو کې د بېلابېلو استخباراتي کړيو په واسطه جوړې شوې دي. همداراز افغانانو تر دې مخکې د فرقه يي او مذهبي جګړې څرک لا نه دی ليدلی، مګر نن دغو خبيثو پانګوالو او د هغو لاسپوڅو، افغانان د مذهبي جګړې پر پوله درولي دي، که له جګړې څخه د افغانانو ستړيا او د ځينو کورنيو او مسلمانو اړخونو ويښوونکی احساس نه وي، ډېر ژر ده چې افغانستان به د يمن په څېر په ناروا مذهبي جګړه کې هم ښکېل کړي.
په ټوله کې لکه څنګه چې ټرمپ د افغانستان لپاره د امريکا ستراتيژي د جنوبي آسيا لپاره د ستراتيژۍ سره يوځای اعلان کړه، افغانستان هم په سيمه کې د چين او روسيې پر وړاندې د امريکايي نظامي اډې په توګه کارول کيږي. ترڅو له يوې خوا امريکا تر کور دننه بېلتون غوښتونکي او تجزيه شوي افکار او احساسات بهرنيو تهديدونو ته ورواړوي او له بلې خوا د چين پراخېدونکی اقتصادي، سياسي او نظامي نفوذ محدود کړي، ترڅو له روسيې سره تر دې زيات نژدې نشي او د چين اقتصادي ځواک له روسي بين المللي سياسي تجربې سره د امريکا او ناټو پر وړاندې ګډ عمل ونه کړي. له دې سره-سره امريکا غواړي د منځنۍ آسيا هايدرو کاربني زېرمو ته ځانونه ورسوي او روسيه مجبوره کړي، ترڅو د امريکا پر مدار کې و چورليږي. له همدې امله د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له امله هڅه کوي، ترڅو د افغانانو پردي ضد احساسات په خپل منځي شخړو متمرکز کړي. هغوی لارورکي کړي، ترڅو د اساسي دښمن په اړه اصلاً د فکر کولو وخت ونه مومي. په دوامداره توګه د طالب، داعش، پاکستان، ايران، سني، شيعه، پښتون او تاجک په اړه فکر وکړي او په پايله کې د امريکايي شتون د يوې اړتيا په توګه قبول کړي.
د بېلابېلو اړخونو په اړه د پورتني وضاحت په رڼا کې دا ثابتيږي چې د دغو خونړيو بريدونو له لارې افغانستان د سترو استعماري ځواکونو تر منځ د تقابل پر ډګر بدل شوی او په جګړه کې ټول دخيل افغان اړخونه يوازې د خپلو بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره جګړې ته دوام ورکوي. هغوی زموږ پر وينو د پرديو جګړه پر مخ بيايي. په داسې ناروا جګړه کې هېڅ لوري ته تمه نشته چې د برياليتوب پر مهال به د افغان مسلمانانو شته امنيتي، اقتصادي او سياسي ستونزې حل کړي. بلکې هر افغاني اړخ چې پر حکومت واکمن وي، هغه به د امريکا، چين، روسيې، پاکستان او يا ايران ګوډاګی وي.
په داسې وضعيت کې د افغانستان مسلمانانو ته اړينه ده، چې د هغه نظام د تاسيس لپاره مټې راونغاړي، چې هغه د دوی د اسلامي عقيدې څخه سرچينه اخلي او د داسې مخلصو کسانو پر لاس يې د بنسټ ډبره کېښودل شي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سيرت او سنتو روزل شوي وي او يوازې پر اسلام عمل کوي. داسې نظام چې يوازې د اسلامي امت له خپل فکري، بشري، اقتصادي او نظامي ځواک څخه يې سرچينه اخیستې وي. داسې ځواک کولای شي چې افغانستان او د اسلامي نړۍ ټولې هغه خاورې چې د يرغلګرو د ناوړه رقابتونو ميدانونه ګرځېدلي دي، د همېش لپاره د ښکېلاکګرو له رقابتونو څخه خلاص کړي. هغسې نظام يوازې د افغانستان يا بلې اسلامي خاورې په ملي پولو کې نه شي رامنځ ته کېدلی، بلکې داسې نظام ته بايد تر پولو اخوا د ټول اسلامي امت په منځ کې منظم فکري او سياسي کار او مبارزه وشي، ترڅو امت د واحد سياسي نظام په درلودلو فکري توافق وکړي او ورپسې په يوه اسلامي خاوره کې د قدرت له ريښتيني عناصرو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه «طلب النصرې» سره په سوله ييزه توګه واک تسليم کړي او له هغه ځايه يوه پر بله پسې اسلامي خاورې له ځان سره يوځای کړي. له نېکه مرغه د دغه سپېڅلې مبارزې اساسي پړاوونه د حزب التحرير د نړيوال سياسي-اسلامي حزب له لارې په ټول اسلامي امت کې په برياليتوب سره ترسره شوي او اوس د خپلې مبارزې په وروستي پړاو کې د امت له پوځونو سره کار کوي، ترڅو له هغوی څخه مادي ملاتړ ترلاسه او د ريښتيني افهام او تفهیم په ترڅ کې واک تسليم کړي او په يوه اسلامي خاوره کې د اسلامي دولت «خلافت» لومړۍ هسته رامنځ ته کړي.
﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا﴾
له شک پرته الله سبحانه وتعالی خپل امر ترسره کوي او الله متعال د هرڅه لپاره ځانګړې اندازه ټاکلې ده!
سيف الله مستنير
د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس
ځيني کسان چې د افغانستان او سويلي آسيا په اړه د ډونالډ ټرامپ له ستراتيژۍ څخه رسنیزبرداشت لري، داسې انګيري چې ګواکي امریکا په بې ساري ډول پر پاکستان فشار راوړی دی. خو ځيني نور کسان بیا فکر کوي چې دا ستراتیژي د افغان حکومت د سیاستونو پایله ده. آیا رښتیا هم امریکا په خپل پخوانی متحد (پاکستان) د فشارونو د زیاتولو په لټه کې ده؟ آيا امریکا به دغه یوازینی مسلمان هیواد چې په هستوي وسله سمبال دی، د افغانستان لپاره قرباني کړي؟
د ټرامپ د نوې ستراتيژي له اعلان وروسته د ډیرو هيوادونو مشرانو تود هرکلی ورته ووایه. په دې لړ کې چين د دغې ستراتیژۍ هغه برخه په کلکه وغندله، چې پاکستان يې پکې «امن تروریستي پټنځای» بللی دی.
همدارنګه په افغانستان کې د جمهور ریس دویم مرستیال سرور دانش او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ټرامپ پر نوې ستراتیژۍ نیوکه وکړه، چې دسولې پرځای، چې دافغانانو اصلي غوښتنه ده، بیا هم پر جګړه تاکید کوي.
بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په دواړو دورو کې هڅه وکړه چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. په همدې موخه يې خپل ځواکونه تر سلو زور زیات کړل؛ خوپه پایله کې يې جګړه ختمه نه کړه. بارک اوباما په ۲۰۱۲م کال کې خپله ستره ستراتيژي اعلان کړه، چې ۶۰ سلنه نظامي تمرکز پکې پر «آسیا پسفیک» و. داسې ویل کیدل چې اروپا نور د امریکا لپاره کوم ګواښ نه دی، بلکه چین به د دویم نړیوال اقتصادی ځواک په توګه د امریکا لپاره خورا لوی نظامي او اقتصادی ګواښ وي. له همدې کبله امریکا خپل ۶۰ سلنه نظامی تمرکز آسیا پسفیک ته واړاوه.
د امریکا د وخت دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي وو: «چين خپله نظامي وړتیا لوړه کړې او امریکا په انتقالي حالت کې ده. موږ له تروریزم سره له ۱۴ کاله مبارزې وروسته، اوس د ستراتیژیکی انتقالي مرحلې په پیل کې یو، چې برخلیکټاکوونکو امنیتی ننګونو ته د ځواب په موخه مطرح شوې ده.»
ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال به له یوې خوا پر چین دفشار د زیاتولو تاکید کاوه، له بلې خوا به يي په افغانستان کې د جګړې د ختمولو خبره کوله. د نوموړي له بریا وروسته ډیره موده تېره شوه، چې بالاخره د سپينې ماڼۍ سیاسی- نظامي دکترینو په افغانستان کې د جګړې پر دوام او د ځواکونه په زیاتوالي په دې توپیر پریکړه وکړه، چې دا ځل پر پاکستان فشار راوړل شي. ښايي له دې امله چې چين له خپل ګاونډي سره بوخت وساتل شي.
په همدې حالت کې ليدل کيږي چې تاوتریخوالی په لرې ختيځ او د چين په ګاونډ کې مخ پر زیاتېدو دی. د چين ستر تجارتي شریک شمالي کوریا، دومره مخ ته ځي چې فکر کیږي هستوي جګړه د پېښېدو په حال کې ده؛ مګر داسې ونه شول او په اوسنيو شرایطوکې به هېڅکله هم داسې ونه شي.
په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو چین له دواړو اړخونو څخه بوخت ساتلی، ترڅو له نړيوالې پراختیا غوښتنې شاته پاتې شي. تر دې چې دنړیوالې ټولنې له فشار سره سره په امنیت شورا کې چين او روسیې پر شمالي کوریا د تحریم له مخالفینو څخه وو، دواړه هیوادونه د امریکا او ملګرو ملتونو د سازمان بندیزونو منلو ته چمتو شول. لکه څرنګه چې چين چمتووالي ښکاره کړ چې له شمالي کوریا سره د تېلو او منسوجاتو تجارت محدود او یا هم بالکل پرې کړي. پر چین له فشارونو سره یوځای، امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د هندوستان نفوذ او ونډه تقویه کړي. هغه هیواد چې له پخوا څخه د پاکستان او چين دښمن دی. برعکس په افغانستان کې د پاکستان د رول پر کمولو او دغه راز پر هغه پر دیپلوماتیکو فشارونو ټينګار کوي.
سره له پورته ذکرشويو موضوعاتو لیدل کیږي چې پر پاکستان فشار له دې کبله نه دی چې ګواکې تروریستانو ته امن پټنځای دی، بلکه له دې ورها خوا د چين د بوخت ساتلو موضوع ده. که د چین موضوع نه وای، امریکا او دهغې استخباراتی شبکه سي آی ای وار له مخه په دې پوهیدل چې د تروریستانو امن پناه ځایونه چیرته دي؟ او وختي به يي په هکله پریکړه کړې وای.
بناً څرګنده شوه چې دا خبره ناسمه ده چې پر پاکستان فشارونه د افغان حکومت د خارجي سیاست او دیپلوماسۍ پایله ده. دا د چین د مهارولو لپاره پر آسیا پسفیک د امریکا د ۶۰ سلنه نظامي تمرکز د ځنځیر یوه کړۍ ده. په دې کړۍ کې روسيه هم شامله ده. زیاته هڅه وشوه چې روسيه هم له دې سیاست سره همغږې شي. خو داسې ښکاري چې امریکا په دې برخه کې کوم بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.
بناً امریکا به په هستوي وسلې سمبال یواځنی مسلمان هیواد، چې دوی پخپله تجهیز کړی، هیڅکله هم دافغانستان لپاره قرباني کړي. د حامد کرزي په خبره چې د بارک اوبا ما مرستیال جوبایدن ورته ویلي وو: «پاکستان امریکا ته تر افغانستان ۵۰ ځله مهم دی.» په واقعیت کې همداسې دی، خو په اوسنیو شرایطو او د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې باید پر پاکستان همداسې فشار راوړل شي.
له دې سره سره د تعجب وړه خبره نه ده چې د ټرامپ په ستراتیژۍ کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او سولې کوم څرک نه لیدل کیږي؛ تر دې چې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره يې کوم ټاکلی مهالوېش هم نه دی مطرح کړی. نو د ټرامپ د نوې ستراتيژۍ موخه د هغه څه برعکس چې افغان دولت او لوړ پوړي چارواکي يې تود هرکلی کوي، داسې څه ده چې د رسنيو له کمرو څخه يې ها خوا تصمیم نیول کيږي او تعقیبېږي.
(ژباړه)
خبر:
رویټرز د امریکا د بهرینو چارو وزارت له قوله لیکي: «شمالي کوریا د خپل اټومي او بالیسټیکي پروګرام په اړه د خبرو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده کړې. دا په داسې حال کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسون له پیونګ یان سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې.» د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند هیثر ناویرټ په یوه بیانیه کې څرګنده ګړه: «د شمالي کوریا د چارواکو له لوري د اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی لیدل شوی.»
تبصره:
شمالي کوریا او هغه شخړې چې د امریکا او نوموړې تر منځ دوام لري، د واشنګټن د اصلي اندېښنې لامل شوې دي او دا هېڅوک نه ردوي. دا به هم کوم کس رد نه کړي چې شمالي کوریا په ښه ډول له نړیوال حالته کار اخیستی، چې په خپلو اټومي او بالیسټیکي بټیو امریکا ووېروي.
له شمالي کوریا سره د امریکا د کړکېچ اصل دا دی، امریکا غوښتل چې د شمالي کوریا په واسطه د چین ګواښ لپاره د چين د له منځه وړلو اور بل کړي؛ خو کله چې د شمالي کوریا توغندي د لویې وچې واټن وهونکي شول، د جادوګر جادو پر خپل ځان اغېز وکړ. په دې مانا چې که جګړه رامنځته شي، څنګه چې امریکا تمه درلوده، یوازې به پر چین منحصره نه وي؛ بلکې د امریکا یو شمېر سیمو ته به هم وغزېږي.
په ۲۰۰۳م او ۲۰۰۹م کلونو په منځ کې امریکا د عراق په جګړه بوخته وه، نو شمالي کوریا د خپلې اټومي او بالیسټیکي وړتیا لپاره مهم او لوی ګامونه واخیستل. دغه هېواد خپل لومړی اټوم بم په ۲۰۰۶ م کال کې هغه وخت جوړ کړ چې امریکا د نړۍ له شاوخوا څخه د عراق له انقلاب سره د مبارزې په موخه خپل ځواکونه دغه هېواد ته ولېږل. کله چې امریکا د عراق له شخړو راووته، د خپل ځان پر وړاندې یې د شمالي کوریا ځواکمن اټومي قدرت ولید.
شمالي کوریا د خپلو لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د تجربو په بشپړولو سره، چې له ۱۰ زره کیلومټره ډېر واټن وهلی شي، د امریکا ختیځ ساحلي ښارونه، چې په مستقیمه بڼه د امریکا په اراضي موقعیت کې دي؛ تر خپل توغندیز پوښښ لاندې راوستلی شي؛ چې دا په خپله د امریکا د امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي. دا سمه ده چې امریکا توغندیز ډال لري، خو له لېرې واټن ویشتونکي توغندیو سره د مبارزې لپاره یې په عملي جګړه کې نه دی کارولی؛ چې هر ډول تېروتنه لویه مرګژوبله رامنځته کولی شي. سربېره پر دې، شمالي کوریا سمندریز وسله تونونه هم لري، چې کولی شي امریکا له نېږدې بمبار کړي. په دغه صورت کې به توغندیز ډال له هغه سره د مبارزې وس هم ونه لري. لنډه دا چې شمالي کوریا د امریکا دننه بمبارولو لپاره عملي وړتیا لري.
د پورتنيو دلیلونو پر بنسټ د امریکا لپاره له خبرو پرته بل بدیل نه دی پاتې. همدا دلیل دی چې امریکا تل د شمالي کوریا د ګواښ په بدل کې د کړکېچ د حل لپاره له چین څخه مرسته غواړي؛ خو تر اوسه یې دا هیله نه ده پوره شوې. امریکا او لوی هېوادونه غواړي پرته له دې چې له لویو زیانونو سره مخ شي، د نړۍ نور ملتونه تر خپل حاکميت لاندې ولري؛ خو که یو هېواد وژونکې وسلې ولري، د جګړې لپاره به ورسره چمتو نه وي.
هغه درس چې مسلمانان یې باید له شمالي کوريا سره د امریکا له تجربې واخلي، دا دی چې یوازې ځواک او جنګي وړتیا لوی هېوادونه او په راس کې یې امریکا وړاندې له دې چې د جګړې لپاره هوډ ونيسي فکر کولو ته اړ کولی شي.
لیکوال: عصام بخاري
ژباړن: بهیر ویاړ
سیکولران هڅه کوي چې د دېموکراسۍ بایللی نظام په غلطو ټولپوښتنو وژغوري!
(ژباړه)
خبر:
په تېرو اونیو کې د بنګلهدېش چاپ یوې معتبرې خپرونې The Daily Star)) د ۲۰۱۷م د سپټمبر پر ۲۷مه په واشنګټن کې د نړیوالې څېړنيزې «Resolve» شبکې «په بنګلهدېش کې شریعت او دېموکراسي د ټولپوښتنې په اډانه کې» تر عنوان لاندې راپور خپور کړ. دغه راپور په بنګلهدېش کې د مفکرینو او سیاسیونو د بحث پر موضوع بدل شو. دا راپور د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې په بنګلهدېش کې له ۴۰۶۷ کورنیو سره د مخامخ مرکې په پایله کې جوړ شو، چې د دغې ټولپوښتنې د پایلو شننه دا ټکی څرګندوي، چې د بنګله دېش خلک په ښکاره د ښې حکومتولۍ په توګه د دېموکراسۍ او اسلامي شریعت د ارزښتونو ملاتړ کوي.
تبصره
د راپور له مخې، د دغې ټولپوښتنې ۸۰سلنه ګډونوالو باور درلود، چې اسلامي شریعت لومړني خدمتونه، فردي امنیت او عدالت تامینوي او همدارنګه په دې اډانه کې به په دغه هېواد کې فساد کم شي. دا څېړنې په دقیقه توګه تېره ټولپوښتنه چې په ورته موضوع کې په (۲۰۱۲-۲۰۱۱م) کلونو کې د امریکا د څېړنیزو انستیتیوتونو یوه څېړنیز مرکز تر سره کړې وه، تاییدوي چې د بنګلهدېش ۸۲سلنه مسلمانانو پکې د اسلامي شریعت ملاتړ کړی و.
سره له دې چې څېړونکو په دغه راپور کې یادونه کړې، چې د دغې ټولپوښتنې ګډونوال په دې باور وو، چې اسلامي او دېموکراسي ارزښتونه سره یو کړي، خو دا له وهم او خیال پرته بل څه نه دي. څېړونکو د فرېب په بڼه دا ټکی په راپور کې ځای کړی، چې ګواکي د بنګلهدېش خلک د دېموکراسۍ او اسلامي شریعت ملاتړ کوي، چې دا د ډېرو لپاره بې معنی دی. د ټولپوښتنې د طریقي او همدارنګه د دغې څېړنې د موخې په اړه، چې دا ډول اغوا کوونکی راپور یې چمتو کړی و، زیاتې پوښتنې زیږوي.
دا ښکاره ده چې دموکراسي او اسلامي شریعت خپل ځانګړي اساسات لري. د بېلګې په توګه: په دېموکراسۍ کې حاکمیت د خلکو دی او د انسان فکر د قانون جوړونې یوازینی مصدر دی؛ خو په شریعت کې حاکمیت د الله سبحانه وتعالی دی او یوازې هغه سبحانه تعالی د قانون جوړونکی دی، تر دې چې چارې په اسلامي شریعت پورې اړه لري او د انسان محدود فکر قانون نه شي جوړولی.
د دېموکراسۍ په بشري نظام کې داسې عیبونه په میراث پاتي دي، چې په حقیقت کې یې ډېری کسان غولولي او یوازې د ټولنې نخبه کسانو ته پاملرنه کوي. د دېموکراسۍ دغه ظالم نظام د سیکولریزم یوه څانګه ده، چې د خلافت له سقوط وروسته یې مسلمانان له پښو غورځولي؛ خو په ورستیو پېښو کې د دېموکراسۍ فطري نیمګړتیاوې او دوه مخيتوب افشاء شو، چې نه یوازې مسلمانان، بلکې په ټوله نړۍ کې حتی غیر مسلمانان هم د اسلامي شریعت غوښتونکي شول او خلافت یې د یوازیني حکومت په توګه، چې کولی شي عدالت پلی او فساد کنټرول کړي، وپېژنده او په لټه کې یې دي.
بېچاره سیکولران خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې خپل فاسد نظام وساتي او د عامه باور د جلبولو لپاره بېلابېلې غولوونکې شمېرنې کوي، چې دغه راپور يې یوه برخه ده. سیکولرې رسنۍ او ځینې مفکرین یې تل هڅه کوي تر څو داسې وښي، چې په بنګلهدېش کې دموکراتیک ارزښتونه ژورې رېښې لري؛ خو د موضوع واقعیت بشپړ برعکس دی. مسلمانان تل پر اسلامي شریعت باور لري، هغه نه یوازې چې د دوی عقیده ده؛ بلکې عدالت، امنیت او خوشحالي يې تامینولی شي، چې تاریخ پرې شاهد دی.
په حقیت کې مسلمان هېڅکله د دېموکراسۍ هغه ترخه حل لاره نه هضموي، چې د خوږو فصیحو او بلیغو بحثونو په اډانه کې يې وړاندې کوي. که ریښتینې ټولپوښتنه وشي او د بنګلهدېش خلکو ته فرصت ورکړل شي، چې په اسلامي شریعت او دېموکراسۍ کې یو وټاکي، هغه مهال به سیکولران تر دې هم نهیلي کړي.
لیکوال: محمد کمال
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره