جمعه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 صفر 1448

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 30 جولای 2026 م

شمېره:      ۱۴۴۸ / ۰۴


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
کشمیر په اور کې سوځي؛ د بې‌ګناه ملکیانو وحشیانه ځپل، د قومي حکومت او سېکولر پانګوالۍ نظام ناکامي ښکاره کوي؛ یوازې خلافت کولی شي چې امت د اسلامي عقیدې پر بنسټ متحد کړي

(ژباړه)

د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۷مه (د چنګاښ ۷مه)، دولتي ځواکونو ـ د رینجر، فدرال ګارډ او پولیسو په ګډون ـ د کشمیر بر بې‌وسلې معترضینو ډزې وکړې. دغه معترضین وروسته له هغه مظفراباد ته پر اوږده پلي تګ روان شول، چې په راولاکوټ کې د پنځوس ورځني پرلت له ناکامیو وروسته مذاکرات بې‌پایلې شول. د دغو ډزو په پایله کې لسګونه معترضین ووژل شول.

حکام د دې پر ځای چې د خلکو اعتراضونه له سیاسي لارو حل او فصل کړي، د «سخت حکومت» تګلاره یې خپله او بې‌ساري زورزیاتي ته یې مخه کړه. دغو چارواکو په ورته وخت کې انټرنیټ بند کړ او پر اساسي توکو لکه؛ تېلو او ګازو یې د د قصدي بندښت په لګولو سره هڅه وکړه، چې خلک په ډله‌يیز ډول مجازات کړي. حکومت او د هغوی رسنیز جریان د ملکیانو مرګ‌ژوبله په بشپړ ډول سانسور کړه؛ په داسې حال کې چې حکومت د معترضینو پر ضد پراخ رسنیز کمپاین پیل کړی و. دغو اقداماتو د کشمیر د مسلمانانو او وسله‌والو ځواکونو ترمنځ خطرناک واټن نور هم ژور کړ او د حکومت واکمنۍ ته یې زیان ورساوه.

دغه امنیتي او سیاسي بحران په حقیقت کې د یوه ناطبیعي سېکولر پانګوالي نظام پایله ده. هغه قوم‌پالنه چې پر سیمه‌يیز هویت او د یوه جوړښتي حکومت پر پولو تکیه کوي، دا وړتیا نه لري چې بېلابېل سیمه‌يیز قومونه او ډلې په رښتینې توګه سره متحد کړي.

دغو حکامو د کلابندۍ او مرمیو له لارې د کشمیر د مسلمانانو په ډله‌يیز مجازات کولو سره ثابته کړه، چې خلک د دوی په محاسبو کې هېڅ ځای نه لري. دا وضعیت د حکومت د فکري ماتې او د هغه نظام د ناکامۍ څرګند دلیل دی، چې د «سخت حکومت» تر شعار لاندې خپله واکمني په زور پلې کوي.

د دغه روان بحران په منځ کې او د عامه قهر په ډېرېدو سره، اړینه ده چې اړوند شرعي احکام او هغه بدیل نظام چې اسلام یې امت ته وړاندې کوي، روښانه شي:

۱. په استعماري پولو پورې د هویت تړل کفري مفهوم دی. اسلام د قومپالنې، نژادپالنې او قبیله پالنې په ګډون د عصبیت ټول ډولونه په کلکه حرام کړي دي؛ ځکه دا عصبیتونه د اسلامي امت یووالی له منځه وړي.

دا ناشونې ده چې له یوې سیمه‌يیزې قوم‌پالنې پر وړاندې دې د بلې سیمه‌يیزې قوم‌پالنې له لارې مبارزه وشي؛ ځکه دواړې پر یوه باطل بنسټ ولاړې او په اسلام کې حرامې دي. زموږ پلان باید د قومي حکومت جوړول نه وي؛ بلکې باید اسلام وي، هغه اسلام چې جوړې شوې پولې له منځه وړي او ټول مسلمانان تر یوه بیرغ لاندې راټولوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«مَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ يَغْضَبُ لِعَصَبِيَّةٍ أَوْ يَدْعُو إِلَى عَصَبِيَّةٍ أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقُتِلَ فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ» (صحیح مسلم)

ژباړه: هر څوک چې تر ړانده بیرغ لاندې وجنګېږي، د عصبیت په خاطر قهر شي، عصبیت ته دعوت وکړي او یا له عصبیت سره مرسته وکړي، د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی.

الله سبحانه وتعالی هم په قرآن کریم کې د مسلمانانو د وحدت بنسټ داسې بیانوي او فرمایي:

﴿إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبیا: ۹۲]

ژباړه: دغه ستا امت یوازینی امت دی او زه ستاسو رب یم؛ نو یوازې زما عبادت وکړئ.

۲. دا بحران یوازې د څو سیاستوالو یا پوځي قوماندانانو د ناکامۍ پایله نه ده؛ بلکې پخپله د سېکولر ډیموکراتیک نظام د بنسټیزې ناکامۍ پایله ده.

له بلوچستان څخه تر پنجاب پورې، دا حکومت هڅه کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د غیر قانوني اقداماتو له لارې هغه غیرطبیعي حکومتي نظام وساتي، چې امت مخکې له مخکې رد کړی دی. د دغو ځپلو اصلي ریښه په ډیموکراسۍ کې بشر ته د قانون جوړولو د واک ورکولو اصل دی.

له همدې امله، سیاسي او پوځي رهبري هڅه کوي چې له ټاکنیزو درغلیو او نورو لارو پر قانون جوړوونکو مجلسونو تسلط پیدا کړي، ترڅو د خپلو غوښتنو او ګټو اړوند قوانین تصویب کړي. په داسې حال کې چې په اسلام کې واکمني یوازې د الله سبحانه وتعالی ده او بشري قانون جوړونه حرامه ده.

ډیموکراسي یوې فاسدې طبقې ته اجازه ورکوي چې د خپلو هوا او هوس له مخې قانون جوړ کړي او فساد ته د قانون تر چتر لاندې مشروعیت ورکړي. له همدې امله، زموږ د مبارزې موخه باید یوازې په اساسي قانون کې اصلاحات یا د څو کسانو بدلول نه وي؛ بلکې باید د ډیموکراتیک پانګوال نظام بشپړ له منځه وړل وي.

۳. د دغه فاسد نظام د پای ته رسولو لپاره، امت باید خپله مبارزه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مطابق برابره کړي؛ هماغه سیرت چې پر بنسټ یې په مدینه کې لومړنی اسلامي دولت تاسیس شو.

له دننه د نظام د اصلاح هڅه کول او یا تیت‌ وپرک تاوتریخوالي ته مخه کول، یوازې د خلکو دردونه زیاتوي او حاکمه طبقه نوره هم ځواکمنوي. د نظام د بدلولو لپاره نبوي طریقه له روښانه فکري او سیاسي پړاوونو څخه جوړه شوې ده: د یوه منظم تنظیم رامنځته کول، د فکري مبارزې او سیاسي هڅې له لارې د عامه افکارو جوړول او د قدرت له څښتنانو څخه د نصرت غوښتنه کول.

تر ټولو مهمه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅکله یوه فاسد نظام ته مشروعیت نه دی ورکړی او اصحابو رضی الله عنهم ته یې هم د حاکمې طبقې پر وړاندې د وسلې اخیستلو امر نه دی کړی.

۴. په ټولو اسلامي خاورو کې حکام د رښتینې رهبرۍ په وړاندې کولو کې ناکام پاتې شوي؛ ځکه هغوی په سېکولر قوانینو حکومت کوي او د غرب د تسلط په چوپړ کې دي.

اسلام پر هر مسلمان فرض کړې چې د خلافت د اقامې لپاره سیاسي مبارزه وکړي؛ هغه خلافت چې امت په یوه واحد سیاسي جوړښت کې متحد کوي او د هغوی له ګټو ساتنه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلیفه رول داسې بیان کړی دی:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (صحیح مسلم)

ژباړه: امام هغه سپر دی چې تر شاه یې جګړه کېږي او د هغه په وسیله د امت ساتنه کېږي.

د حزب التحریر ـ ولایت پاکستان د کشمیر، پاکستان او نورې اسلامي نړۍ مسلمانانو ته داسې پیغام وړاندې کوي:

الف) پوه او اغېزناکو شخصیتونو ته خطاب: دا جوړښتي ډیموکراتیک پانګوال نظام رد کړئ، په فساد ککړ حکام وپوښتئ (حساب ورسره وکړئ)، د هغوی د «سخت حکومت» پروګرام افشا کړئ او له حزب التحریر سره د خلافت د اقامې لپاره په فکري او سیاسي  مبارزه کې مرسته وکړئ!

ب) د قدرت او واک څښتنانو ته خطاب: په وسله‌والو ځواکونو کې مخلص افسران باید د هغو حکامو له اطاعت څخه ډډه وکړي، چې د خپلو خلکو پر ضد وسله کاروي. خپله شرعي دنده ادا کړئ او د راشده خلافت د قایمولو لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ.

یوازې خلافت کولی شي چې امت د تفرقې او ذلت له پړاو څخه وژغوري او یو ځل بیا یې د یوه دولت او یوه خلیفه تر حاکمیت لاندې سره متحد کړي.

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸ / ۰۴

۱۴۴۸هـ.ق کال د صفر ۱۷مه

۲۰۲۶م کال د جولای ۳۰مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې