ولایه سوریه: څو شېبې له قرانکریم سره «انسان د ځمکې د ابادولو لپاره ځایناستی ټاکل شوی دی»
- خپور شوی په ویډیوګانې
ترتیبوونکی: احمد الصوراني
وړاندې کوونکی: منیر ناصر
۱۴۳۹هـ، د روژې مبارکي لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه
ترتیبوونکی: احمد الصوراني
وړاندې کوونکی: منیر ناصر
۱۴۳۹هـ، د روژې مبارکي لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه
د اونیزه ناستو لړۍ چې مهمو پېښو او قضیو ته پکې کتنه او تبصره پرې کېږي.
۱۷۸مه «ناسته»
«د امریکا په سیاست کې د هند ځای!»
د خپرونې مېلمه: استاد حسن حمدان (ابو البراء)
د خپورنې کوربه: استاد هيثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحرير- ولايه اردن
۱۴۳۹هـ، د روژې مبارکي لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه
خبر:
د اسلامي همکاریو سازمان د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې په خپله وروستۍ ناسته کې یو ځل بیا د فلسطینیانو پر نړیوال ملاتړ ټينګار وکړ او بیت المقدس ته یې د نورو هېوادونو د سفارتونو د انتقال د منع کولو په موخه جدي اقدامات یوه اړتیا وګڼله. همداراز يې د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرائیلو د جنایتونو د مخنيوي په موخه بيت المقدس ته د نړيوالو ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړه. په پای کې رجب طیب اردغان وویل، چې اسلامي امت به په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
تبصره:
په دغه کنفرانس کې د هغو اسلامي خاورو مشرانو ګډون درلود، چې له یوه سیاسي حزب څخه –چې د احتجاج په موخه لاریونونه تنظیم، اعلامیې او پرېکړه لیکونه صادر کړي– زیات امکانات لري. هغوی ستر، زړور او په مډرنو تجهیزاتو سمبال پوځونه او منظمه بودیجه په واک کې لري. دغه ظالم چارواکي هر یو لکه: اردغان د خپلو مسلمانو رعیتونو په ځپلو سربېره د امریکا په فرمان خپل پوځ د سوریې د سیکولر نظام د ساتنې او د انقلابیانو د ځپلو لپاره سوریې ته لېږلی. سعودي او خلیجي هېوادونو د امریکا او انګلیس په امر خپلې لښکرې یمن ته لېږلې دي، تر څو د خپلو بادارنو ګټې وساتي. ایران خپل پوځ د روسیې او ترکیې په همغږۍ له امریکا سره د همکارۍ په موخه د عراق او سوریې جبهو ته استولی دی. همدارنګه پاکستان –یوازینۍ اسلامي خاوره چې اتومي ځواک لري– خپل پوځ یې د مسلمانانو د ځپلو لپاره په کشمیر کې د یرغلګر هند له پولې څخه له افغانستان سره خپلې پولې ته لېږلی، تر څو امریکا ضد جنګیالي وځپي. مصر خپل پوځ د اسراييلو د امنیت د ټينګښت لپاره په سینا کې پر جګړه بوخت کړی او د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره یې د لېبیا په جګړه کې ښکېل کړی دی. د اردن پوځ هم د اسراییلو د ملاتړ لپاره په صحنه کې د اسراییلو پر جنایتونو د زور او ناحقه شاهد په توګه کارول کېږي.
مګر دوی هېڅ یو د اوسني امريکايي نړيوال نظم پر خلاف فلسطین ته د پوځونو د لېږلو او د مسجدالاقصی د آزادۍ جرئت او غیرت ونه کړ، بلکې فلسطین ته يې د نړيوالو ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه. دوی نه خپلې اړیکې له امریکا او اسراييلو سره په دایمي ډول پرې کوي او نه هم د امریکا اډې په خپلو خاورو کې بندوي؛ بلکې د لنډ مهال لپاره اسرائیلي سفیر وباسي. د تاریخ په دې حساسه شېبه کې د دغو بزدلانو ماموریت دا دی، ترڅو د دغو بېمعنی او بېهدفو غونډو او پوچو ویناوو په وسیله تر هغه مهاله چیغې او نارې وکړي، چې بااحساسه مسلمانان د تظاهراتو او اعتراضونو له ډګرونو خپلو کورونو ته ستانه کړي او په پایله کې د امت راپارېدلی قهر او غضب مړ کړي.
دوی ته د ستر طاغوت (معمر القذافي) برخلیک ورپه يادوو، چې هغه هم د یهودو پر ضد د مسلمانانو میلیوني غونډې ته وینا کوله؛ مګر د لیبیا پوځ یې د بریتانیا په دستور د جګړې لپاره چاد ته لېږه. خو کله چې د امت د صبر کاسه ډکه شوه او د امت غضب دغه ستر طاغوت را چاپېر کړ، نور یې هېڅ بادار ونه شو کولای هغه وژغوري. په داسې حال کې د منتقم او جبار الله غضب تر دې ستر او دوامدار دی. تاسو هم د داسې ورځې انتظار وکړئ؛ ځکه تاسو هم په استانبول کې یو ځل بیا ګرم او غوړ خوراکونه نوشجان او په بیت الخلا کې مو دفع کړل؛ پر دې سربېره د هغې ژرندې په څېر یاست، چې غږ یې ټوله سيمه په سر اخیستې؛ خو اوړه یې درک نه لري.
سیف الله مستنیر
د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس
دفتر مطبوعاتی مرکزی حزب التحریر با کمال افتخار و خورسندی اعلام میدارد که با نشر شدن هر شمارۀ جدید جریدۀ " الرایة " به هدف رسانیدن خیر ونیکی موجود در جریده از طریق این صفحه روی موضوعات آن تبصره میشود، با ما باشید...
نگاهی به شمارۀ 182 جریدۀ الرایه
کار نمودن برای برپایی خلافت و نصب خلیفه و امام مهمترین فرضی است که مسلمانان در ماه مبارک رمضان اداء مینمایند!
تقديم: استاد خالد الاشقر (ابو المعتز)
چهارشنبه، 30 شعبان 1439هـ / 16 می 2018م
د ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه/۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه
پر شیخ احمد عیسی غږ، چې د حزب التحریر شباب (دعوتګران) یې په حلب کې په پرته، اریحا سیمه کې نیولي دي.
د ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه/۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه
د حزب التحریر ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر ویاړي چې سږ کال
د ۱۴۳۹ه/۲۰۱۸م د روژې میاشتې په لړ کې د حزب التحریر ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر د پاڼو او سایټونو څارونکو او لېدونوکو ته د حزب التحریر ولایه سوریې د رادیو د خپرونو رمضاني ټولګه وړاندې کوي، له موږ سره اوسئ... د ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه/۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه
په هولندا کې د ۲۰۱۸م، د مې پر شپږمه د یک شنبې په ورځ د «رسول الله صل الله علیه وسلم پر قدمونو» تر سرلیک لاندې په کنفرانس کې د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې د ریسې دکتور نسرین نواز ویناوې
د استاد معاویه عبدالوهاب ویناوې: «د (روژې) سپوږمي ته کتل»
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۹مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۵مه
د حزب التحریر- ولایه کویټ له مطبوعاتي ادارې څخه د اسامه الثویني خبرې
۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۴مه، پنچ شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۰مه