دوشنبه, ۱۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ۲۰۱۸- ۲۰۱۹ بودیجه چې د خلافت اړتياوې پوره کوي تصويب شوه؛ خو هغه بله بودیجه چې د ښکېلاکي پانګوال نظام له لورې تايدېږي، زموږ اقتصاد له ناورين سره مخ کوي Featured

د ۲۰۱۷م د اپرېل پر ۲۷ مه د پاکستان مسلم ليګ-نواز حکومت د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ لپاره کلنۍ مالي بودیجه وړاندې کړه. د بودیجې او اقتصاد په برخه کې د پاکستان د واکمنې ډلې مبدیې تنګلاسي څرګنده شوه. له يوه لوري حکومت د رايو خپلولو په موخه د ځينو مالياتو کمولو په تړاو څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې پر تېلو او ګازو بیا غیر مستقيمه ماليه لګوي، چې په دې سره به د ټرانسفورت او برېښنا بيه لوړه شي. له بل لوري له يوه مبديي بديل پرته اپوزيسون اړ شو، هغه غیر انتصابي د ماليې وزير چې پوره يوکال يې بودجه وړاندې کوله له دندې لرې کړي. په داسې حال کې چې د حکومت يوازې يوه مياشت وخت پاتې و. حکومت او اپوزيسون دواړه نه شي کولای د پاکستان اقتصادي کړکېچ پای ته ورسوي، ځکه دوی دواړه پانګوال نظام ته ژمن دي.

نننی پانګوال نظام د ناخالص فدرالي عوايدو يوه ستره برخه (۲۸.۶٪) د پورونو د ورکړې په چوپړ کې کاروي، چې په دې سره د پاکستان اقتصاد د ښکېلاکي مالي بنسټونو له لوري زبېښل کېږي. همدا رنګه د پاکستان اقتصاد د پانګوال نظام په اډانه کې د ځينو شرطونو په منلو اړ شوی دی، ان له ښکېلاکي ځواکونو سره د سيالۍ جوګه هم نه شي کېدای. پاکستانۍ کالداره د ډالر تابع ده او دا چاره کورني توليدونکي هڅوي چې د صادراتو په برخه کې بهرني اسعار لاسته راوړي، چې په دې سره کورنۍ سرچينې د بهرنيو بازارونو تابع کېږي. په پايله کې کورنۍ غوښتنې په زياتېدونکې توګه په لوړه بيه پر بهرني وارداتو متکي کېږي. د پانګوال نظام تر سیورې لاندې د خصوصي کولو په پلمه حکومت ستر صنعتونه او فابريکې شخصي کمپنيو ته سپاري د بېلګې په توګه: ستر ساختماني شرکتونه، دروند صنعت، برېښنا او کانونه. نو دولتي خزانه د پراخو عوایدو له راتګ څخه بې برخې کېږي او دا د دې لامل ګرځي چې د خلکو چارې په سمه توګه سمبالې نه شي. سره له دې ځينې ښکېلاکي کمپنۍ د پاکستان د کليدي سرچينو او شتمنيو څښتنانې دي، چې دا په خپل ذات کې يو خطر دی. همدا راز د اوسني نظام فدرالي حالت د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زياتي کړې دي. د برتانوي ښکېلاک يو ميراث دا دی، چې پلازمېنې دې شمتني وي او نورې سیمې د نېستمنې وي. ولايتي بودیجه په دوامدره توګه په ولايتونو کې د سياسي ګوندونو او په پلازمېنه کې د حاکم ګوند ترمنځ د شخړې اصلي لامل دی. د جنوبي پنجاب د مسلمانانو د ژوند معيار د شمالي پنجاب مسلمانانو  په پرتله، چې د مسلم ليګ نواز ګوند اصلي ټاټوبی دی،  په ټيټه کچه دي. د سند مسلمانان له پاکو اوبو، حفظ الصحې او د برېښنا له نعمتونو څخه بې برخې دي. د بلوچستان او خيبر پښتونخوا مسلمانان له باکيفيته زده کړو، روغتيایې او کاري فرصتونو بې برخې دي، که څه هم دې ته په پام سره ولايتي پلازمېنې نسبتاً په ښه حالت کې دي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

له ياد نظام څخه تمه مه کوئ او نه هم ياد نظام د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کومه اقتصادي تګلاره لري. دا د انسان په لاس جوړ شوی نظام دی، چې ښکېلاکګرو ته اجازه ورکوي، تر څو زموږ واقعي انرژي او پوتانشيل له منځه يوسي. د دې په بدل کې موږ بايد خپل دين ته ور وګرځو، تر څو مو بریا ډاډمنه او د الله سبحانه و تعالی رضایت مو په برخه شي. دا د اسلام سپېڅلی دين دی، چې ځانګړې اقتصادي تګلارې لري، پر مټ يې دولت د ډېرو عوايدو خاوند کېدای شي، له دې پرته چې پر ټولنه اقتصادي بوج واچوي. اسلام شتمني په دریو شخصي، دولتي او عامه برخو وېشلې. د انرژۍ سرچينې، لکه: تېل، ګاز او برېښنا عامه شتمنۍ ګڼل کېږي. عامه شتمني نه خصوصي او نه هم ملي کېږي. نو د دولت تر کره څارنې لاندې به په يادو سترو عوايدو سره د خلکو چارې سمبالېږي. اسلام د شخصي کمپنیو مالي توان محدودوي، ترڅو د اقتصاد سترې برخې، لکه: لوی ترانسفورټ او ساختمانونه خپله مدیریت کړي. همدا ده چې دولت په طبيعي ډول په يادو سکتورونو کې د مشرۍ رول لوبوي او د دولتي خزانې لپاره پرېمانه عوايد تر لاسه کوي. اسلام امر کوي چې بانکنوټونه (پيسې) سره يا سپين زر وي، کوم چې خپله يو ذاتي ارزښت لري، نړيوالې سوداګرۍ ته ثبات ورکوي او کورنۍ بيې ثابتې ساتي. اسلام امر کوي چې د دولت تشکیل واحد او مرکزي وي او د ټولو سیمو واک له خلافت سره وي، چې د خپل والي او عامل پر مټ به واک پر ټولو سیمو چلوي. سرچينې به د امت شورا او ولايت شورا له مشورې وروسته ځانګړې کېږي، ترڅو د خلکو له غوښتنو سره سم مناسبه بودیجه ځانګړې شي. لکه څرنګه چې شورا يوازې مشورتي رول لري، نو ناندرۍ او سياسي مخالفتونه له منځه ځي او ټولې کړنې يوازې د خليفه حق ګرځي او بس.

اې د پاکستان مسلمانانو!

راشئ پانګوال ناکام نظام رد کړو، هغه نظام چې زموږ پر ستونزو او کړاوونو نورې ستونزې هم زياتوي. په ياد ولرئ، هر هغه څوک چې اوسني نظام ته تر ټاکنو وروسته لاره مومي، د ښکېلاکګرو له لورې ورته دنده سپارل کېږي، چې د پاکستان اقتصاد په ډوبېدونکې کښتۍ کې به نور سوري هم جوړ کړي او د خپلې حکومتولۍ په پير کې به زموږ د غوسې سبب شي.

راشئ ونه غولېږو او له حزب التحرير سره په اخلاص کار وکړو، ترڅو د نبوت پر منهج د خلافت د تاسيسولو له لارې خپل دين بيا ځلې ټینګ کړو. که اسلام ته ژور دید وشي، نو خلافت هغه نظام و چې له پېړيو راهيسې یې د مسلمانانو د ځمکو لپاره د اقتصادي څارنې ډېر پياوړی ريکارډ درلود. راشئ د انسان په لاس جوړ شويو قوانينو ته شا کړو او د الله سبحانه و تعالی د دین د بشپړ حاکمیت لپاره  هڅې وکړو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿أَلاَ يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

[الملک:۱۴]

ژباړه: ايا هغه دې د هغو له زړونو خبر نه وي، چې پيدا کړي یې دي؟ په داسې حال کې چې هغه باریک لیدونکی(په پټو رازونو پوه) او باخبره دی.

حزب التحرير- ولايه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

کندا: د خلافت دولت د سقوط د یادښت په مناسبت بېلابېل فعالیتونه

حزب التحریر د نورو فعالیتونو تر څنګ د خلافت دولت د سقوط (د رجب ۲۸مه) د یاد په مناسبت د امت د بېدارۍ او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د همت کولو لپاره، حزب التحریرـ کندا د خلافت دولت د سقوط د یاد په مناسبت بېلابېل فعالیتونه وکړل، چې تر ټولو مهم یې «د عربي خاورو د انقلابونو د ناکامي اسباب او دلایل!» کنفرانس و چې په دې کنفرانس کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت، په ځانګړې توګه د تغییر په څرنګوالي ټینګار وشو، هغه طرحه او پروژه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې رهبري کړه او او دا یې څرګنده کړه، چې که د خلکو انقلابونو د تغییر راوړلو لپار د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره تبني کړې وی او پابندې یې پرې کړې وی، کولی یې شوی چې بریالي شي، همدارنګه یې د کتاب نندارتون چې په هغه کې یې د حزب التحریر د کتابونو ټولګه په ځانګړې توګه د حزب التحریر حزبي ثقافت نندارې ته وړاندې کړ.
۱۴۳۹هـ، د رجب ۲۷مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۴مه
هغه ویډیو چې په کنفرانس کې وړاندې شوه

د مطلب ادامه...

د خلافت د سقوط د کلیزې د یادښت په مناسبت د نړیوالو فعالیتونو پوښښ

الله سبحانه وتعالی وغواړي، هغه درڅخه اخلي. تر هغې وروسته به نبوت پر تګلاره خلافت وي او تر کومه وخته چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، ادامه پيدا کوي، بیا چې کله الله وغواړي هغه اخلي. بیا میراثي حکومتونه راځي او تر کله چې د الله خوښه دوام به کوي او کله چې الله وغواړي له منځه یې وړي. بیا به جبریه او ظالم حکومتونه راشي، تر کله چې د الله خوښه وي، دوام به وکړي، بیا چې کله الله وغواړي، لرې کوي یې او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راځي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.

کله چې انسان پورتنی آيت تلاوت او په حدیث کې تدبر وکړي، بیا امت او خلافت ته یو نظر وکړي، عاملین او مخلصین یې د تاسیس په اړه یوازې الله سبحانه وتعالی ته هیله لري او د هغه سبحانه وتعالی په مرسته تل د خپلې ورکې لپاره هڅې کوي. نو حزب التحریر؛ هغه ډله چې هېڅکله خپل اهل ته دروغ نه وايي، پر ځوانانو یې د ظالمانو پر ظلم لکه تعذیب او شکنجې او خورا سخت عذاب حتی شهادت سربېره بیا هم دغه حزب د چا له وېرې پرته په خپل مسیر مخ ته ځي. پر دې سربېره دغه ټول واقعیتونه د نصرت د راتګ زېری ورکوي او د هغه سبحانه وتعالی نصرت د راڅرګندېدو په حال کې دی. د راشده خلافت قدمونه له اوږده غیابت څخه وروسته د ښکارېدو په حال کې دي او د مسلمانانو د عزت دروازې د هغه سبحانه وتعالی په مرسته د پرانیستو په حال کې دي.

نو پر دغه مناسبت حزب التحریر د روان ۱۴۳۹هـ.ق په رجب میاشت کې د ظالمانو او خاینانو په وسیله ۱۳۴۲هـ.ق کې د رجب په ۲۸مه د خلافت د سقوط د درناکې کلیزې په مناسبت، په ټولو خاورو کې چې حزب فعالیت پکې لري، خپل فعالیتونه پيل کړي او په دې برخه کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دې پاڼې له ادرسه د پراخو فعالیتونو پوښښ پيلوي. له الله سبحانه وتعالی غواړو چې زموږ راتلونکي فعالیتونه ان‌شاء الله د نصرت او خیر زېری ورکړي، چې مسلمانان له هغه وروسته وکولی شي تر څو خپل خلیفه وټاکي، الهي احکام پلي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد او مبارزه وکړي. بېشکه چې دا کار الله سبحانه وتعالی ته سخت نه دی.

﴿ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف:۲۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر خپل كار برلاسی او مسلط دی؛ خو زیاتره خلک نه پوهېږي.‏

دحزب التحریر مرکزی مطبوعاتی دفتر

د مطلب ادامه...

حزب التحریر ولایه- ترکیه: پر مسلمانانو غږ کړئ چې له خپلو مقدساتو ساتنه وکړي

  • خپور شوی په ترکیه

په ترکیه کې حزب التحریر او ملاتړو یې د ترکیې په لویو لسو ښارونو کې لوحې نښلوي او له مسلمانانو غواړي چې له خپلو مقدساتو په ځانګړې توګه؛ له قران، مدینې، او بیت المقدس څخه دفاع وکړي، چې اوسمهال د کافر ښکېلاکګر تر بې شرمه برید لاندې راغلي دي. تېره جمعه د روان کال د مې د میاشتې په ۱۰مه نېټه د ترکیې په لویو لسو ولایتونو (انقره، ان، ټېټوېن، انتاکیا، مېرش، ګېزیانپټ او ايدن) کې د جمعې په لمونځونو کې دا کمپاین وشو او همدارنګه په را روانه یکشنبه کې به په استامبول او شالني اورفه کې دا کمپاین تر سره شي.

د مطلب ادامه...

محمد بن سلمان د سعودي حاکمانو په هغه اوږده لېست کې دی چې د امریکا د ګټو لپاره خدمت کوي

خبر:

د سعودي د پاچا ولیعهد محمد بن سلمان په دې ورځو کې د امریکا لخوا سخت په شا ټپول کېږي او امریکايي چارواکي یې ستاینه کوي. داسې ښکاري چې محمد بن سلمان د خپلو سلفو غوندې د امریکا خوشالول خپله دنده بللې ده. نوموړی په دې ډېره بې شرمۍ سره اعتراف کوي چې عربستان د سړې جګړې پر مهال د امریکا امنیتي ګټې خوندی کولې.

تبصره:

محمد بن سلمان د واشنګټن پوسټ له ورځپاڼې سره په خورا څرګندو ټکو ویلي دي چې د سړې جګړې پر مهال عربستان د غرب په غوښتنه د شوروي اتحاد د پرمختګ پر وړاندې وهابېزم جوړ کړ. د محمد بن سلمان دا بې ساری اعتراف د دې څرګندونه کوي چې د سعودي په لاس باندې جوړ شوی وهابېزم د سړي جګړې پر مهال د کمونېزم د ایدیولوږۍ د مخنیوي لپاره د غرب د ځواک لپاره څنګه وکارول شو. محمد بن سلمان دا مني چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دوی خورا زیاتې مدرسې او مسجدونه جوړ کړل او د دې شمېر دومره زیات و چې سعودي دولت د دوی په څارنه کې پاتې راغی.

همدارنګه محمد بن سلمان په صراحت سره دا هم وايي چې په تېره ۸۰یمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې د غرب د ګټو د تامین لپاره خدمت کاوه. دا څرګنده او مشهوره خبره ده چې د پاکستان مدرسې او مسجدونه د عربستان په مالي مرسته باندې چلېدل او دوی د وهابېزم ایدیولوږي د دې لپاره جوړه کړې وه، چې د جهادي سرتېرو یو لښکر جوړ کړي او په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې یې وجنګوي. محمد بن سلمان سعودي – پاکستان د سړي جګړې پر مهال د کمونېزم د نسکورولو لپاره د غرب د پلان د مرکزي رول ادا کوونکي په توګه یاد کړل.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارتر د ملي امنیت سلاکار بريژنسکي د هغه بنسټ رهبري کوله چې غوښتل یې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي او اوراسیا سیمه د جیوپولیټيکې مبارزې د محور په توګه وپېژني. نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې سعودي عربستان، ایران، افغانستان او پاکستان د شوروي اتحاد سره د پوځي جګړې د میدان لپاره غوره شوي وو.

بریژنسکې په خپل کتاب (د شطرنج لویه دړه) کې لیکلي دي چې دوی غوښتل چې شیعه او سني اورپکي تر خپلې ادارې لاندې راولي او د دوی په مټ په اوراسیا هېوادونو کې د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه ډپ کړي. نوموړی زیاتوي: (په اصل کې، د اسلام د بیا استقرار مفکوره نه یوازې د ایران، بلکې د سعودي لخوا هم مخکې راپورته شوې وه او یو ډول نوی نشنلېزم یې منځته راوړی و، چې د شوروي اتحاد نفوذ یې د کافرانو نفوذ ګاڼه او له دې سره یې سخت مخالف کاوه.)

د دې لپاره چې شوروي اتحاد وځپي، امریکا اړتیا درلوده چې سره پوځ ته په افغانستان کې لومه کېږي. د دې موخې لپاره امریکا تصمیم ونیوه چې د ایران پاچا د قدرت له ګدۍ راکوز کړي او پر ځای یې خمیني کېنوي. د امریکا څېړونکی ژورنالېست ډرایفېس په خپل کتاب (د شیطان لوبه) کې په دې بحث کوي چې: (امریکا څنګه له اسلامي بنسټ پالنې سره مرسته وکړله او امریکا څنګه د شیعه مذهب د پخواني نیمه سوې نسخې سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې يې وکاروي.)

له یوې خوا شوروي اتحاد په افغانستان کې په هغه لومه کې بند پاتې شو چې امریکا ورته اېښودلې وه او له بلې خوا کرملېن په دې کې پاتې راغی چې له امریکا سره د هستوي وسلو په جوړولو کې سیالي وکړي؛ دا هغه وخت خورا مهمه موضوع وه او په دې سره ورو ورو د یوې امپراطورۍ ټغر په ټولېدو شو.

د شوروي اتحاد تر مرګ وروسته، امریکا په نړۍ کې د یوازیني لوی ځواک په توګه څرګنده شوه او د طالبانو، القاعدې او نورو جهادي ډلو ځپل او له منځه تلل د امریکا د ستراتيژۍ لپاره یوه اندېښنه پیدا کړله. برېژنسکي د افغان جهاد له امله د توندلارېتوب د پیداېښت د نیوکو په اړه داسې وايي: د نړۍ د تاریخ لپاره څه شی زیات مهم دي؟ طالبان کې د شوروي اتحاد رانسکورول؟ څو احساساتي مسلمانان او که د مرکزي اورپا ازادول او د سړې جګړې پای ته رسول؟

هغه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي دا ده چې ایا د سړې جګړې پر مهال د سعودي عربستان، ایران او پاکستان مشران د امریکا د لوی پلان په پلي کولو کې، چې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي، شریکان وو؟. محمد بن سلمان په خورا څرګندو ټکو سره وايي چې  د یادو درېيو اسلامي هېوادونو مشرتابه نه یوازې د امریکا ملګري وو، بلکې له امریکا سره یې دومره تودې اړېکې درلودې چې نوره ورباندې خبره نه شي کېدی.

دا څرګنده خبره ده چې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته امریکا بېرته د دې هڅې پیل کړې چې وهابېزم یو ځل بیا ځینو هېوادونو ته خپور کړي او هڅې یې کړې دي چې اسلامي هېوادونو له اسلامي ټولنړ بې برخې کړي.  په هر حال دغه اقداماتو دوه بېل غبرګونونه درلودل، په ځانګړې توګه په سعودي عربستان کې، چې دواړو پاچاهانو؛ فهد او عبدالله دا چوپړ کړی دی چې وهابي جوړښت غلی کړي. د عرب پسرلي پایله او همدارنګه د شهزاده په توګه د محمد بن سلمان اقتدار امریکايي پلان ته یوه نوې ساه پوه کړله څو اسلام له سعودي څخه محوه کړي. د سېکولر کولو خواته د محمد بن سلمان چټګو ګامونو نورې پوښتنې راپورته کړې دي او هغه دا چې ایا دا یوه طبیعي مبارزه او جګړه ده او که د غرب لخوا یو بل قرارداد دی؟ د دې پوښتنې ځواب د الله سبحانه و تعالی په لاندې قول کې دی:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا

[نساء: ۶۰]

ایا هغه کسان نه ګورې چې داسې انګېري چې ګواکي دوی په هغه څه چې پر تا مو نازل کړي دي او همدارنګه پر هغه څه چې تر تا د مخه مو نازل کړي دي ایمان راوړی دی، دوی غواړي چې په طاغوت باندې حاکمیت وکړي، په داسې حال کې چې دوی ته امر شوی دی چې له طاغوته منکر شي او شیطان غواړي دوی په لویه ګمراهۍ سره ګمراه کړي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د عبدالمجید بهاتي لیکنه

ژباړه: احمد ولي وردک

ماخذونه:

[1] https://tribune.com.pk/story/1672777/3-wahhabism-spread-behest-west-cold-war-mohammed-bin-salman/

[2] http://www.azquotes.com/quote/654880

[3] http://americanempireproject.com/devils-game/

د مطلب ادامه...

بریټانیا:« له صهیونیزم پرته منځنی ختیځ، د راتلونکې تګلارې نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس

حزب التحریر بریټانیا « له صهیونیزم پرته منځنی ختیځ د راتلونکې تګلارې نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس ونیولو، ځکه چې د مبارکې خاورې فلسطین غاصبین(یهودیان) په داسې حال کې د اشغال شوې خاورې دوه اویایمه کلیزه تجلیلوي، چې مسلمانان د اسلامي خاور د حکامو له خیانت څخه ځورېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت باید پر دې وپوهېږي چې د فلسطین مبارکه خاور یوازې او یوازې په سیاسي او مخلصه رهبرۍ سره په راشده خلافت دولت کې چې د منځني ختیځ امنیت تامینوي، ازادېدلی شي.
ویناوال: استاد یحیی نسبت، استاد مزهر خان، استاد ابو یوسف
ځای: بیرمنګام ښار
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۲۶مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۲مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې