شنبه, ۰۹ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې روان وضعیت او د امریکا موخې

(ژباړه)

 

پوښتنه:
«په دې وروستیو کې د سوډان په سوېل ـ مرکزي برخه، شمالي کردفان ایالت کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو د جنګیالیو ترمنځ جګړې خپل اوج ته رسېدلې دي...» (العربي الجدید، ۲۰۲۶/۷/۲۸) تر دریو کلونو ډېر وخت وشو، خو جګړه لا هم روانه ده؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د چټک غبرګون ځواکونو د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۲۶مه الفاشر تر خپل واک لاندې راوست او پوځ ترې ووت. همدارنګه د امریکا د ځانګړي استازي، مسعد بولوس، له لوري د ۲۰۲۶م کال د جون په ۲۰مه د درې میاشتني اوربند لپاره وړاندې شوې امریکايي طرحې هم د دغو جګړو د شدت پر کمولو اغېز ونه کړ.

نو په سوډان کې حالات کوم لوري ته روان دي؟ امریکا له خپلې وړاندې کړې حل‌لارې څخه څه هدف لري؟ او ایا شونې ده چې دغه هدف ته ژر ورسېږي؟ جزاکم الله خیراً

ځواب:

د پورته پوښتنو د ځوابونو د روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

۱. د چټک غبرګون ځواکونو د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په ۲۲مه د کینیا په پلازمېنه، نایروبي کې د سوډان د اساسي قانون منشور لاسلیک کړ. له دې وروسته د «سوډان د تاسیس ایتلاف» رسماً جوړ شو. دغه ایتلاف د ۲۰۲۵م کال د جولای په ۲۶مه شنبه، په سوډان کې د رسمي چارواکو پر وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو اعلان وکړ. «د ایتلاف ویاند علاءالدین نقد، د سوېلي دارفور له پلازمېنې نیالا څخه پر ایکس (پخواني ټویټر) یوې خپرې شوې اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف مشرتابه غونډه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې ۱۵ کسیزه ولسمشریزه شورا جوړه کړي؛ د دغې شورا مشري به د چټک غبرګون ځواکونو قوماندان، محمد حمدان دګالو (حمیدتي) کوي، د سوډان د ولسي ازادۍ غورځنګ ـ د شمال مشر عبدالعزیز الحلو، به یې مرستیال وي او محمد حسن التعايشي به د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي.» (الجزیره، ۲۰۲۵/۷/۲۷)

۲. د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۲۶مه د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) اعلان وکړ چې د سوډان په لوېدیځ کې یې د شمالي دارفور پلازمېنه الفاشر، تر خپل واک لاندې راوستې ده؛ هغه ښار چې دغو ځواکونو د ۲۰۲۴م کال له مې میاشتې راهیسې کلابند کړی و. دغه ښار ځکه سټراټیژیک اهمیت لري چې له لیبیا او چاد سره پر پوله پروت دی او د دارفور سیمې له لوېدیځو ښارونو سره نښلېږي. سربېره پر دې، الفاشر د سیمې اداري او سیاسي پلازمېنه هم ده. د دغه ښار نیول ځانګړی سمبولیک اهمیت لري؛ دغه راز، الفاشر له تاریخي پلوه هم د دارفور سلطنت (۱۶۰۴-۱۸۷۴م) پلازمېنه وه، چې دغه مخینه د «سوډان د تاسیس ایتلاف» د موازي حکومت په روایت کې د ښار سمبولیک اهمیت لا زیاتوي. «د چټک غبرګون ځواکونو یکشنبه اعلان وکړ چې له یوه کال اوږدې محاصرې وروسته یې پر الفاشر ښار واک ترلاسه کړی دی. د دغه تحول معنا دا ده چې د چټک غبرګون ځواکونو اوس د دارفور پر ټولو پنځو ایالتونو خپل واک ټینګ کړی او هېواد عملاً په دوو برخو وېشل شوی دی: د سوډان د پوځ تر واک لاندې ختیځه برخه او د چټک غبرګون ځواکونو تر واک لاندې لوېدیځه برخه». (الجزیره، ۲۰۲۵/۱۰/۲۸) الفاشر د دارفور د پنځو ایالتونو له ډلې یوازینۍ سیمه وه چې د چټک غبرګون ځواکونو لا نه وه نیولې.

۳. په دې توګه، کله چې د چټک غبرګون ځواکونو دارفور تر خپل واک لاندې راوست، د امریکا هغه پخوانۍ طرحه عملي شوه چې له ډېر وخت راهیسې یې له سوډان څخه د دارفور د جلا کولو لپاره پلان کړې وه. د سوډان پوځ هم د دې پایلې په رامنځته کېدو کې ونډه واخیسته؛ ځکه د سیستماتیکې ویجاړۍ او د ملکي وګړو د وژنې د مخنیوي په پلمه یې له ښار څخه د وتلو اعلان وکړ، په داسې حال کې چې ښه معلومه ده، پوځ د همدې پلان د عملي کولو لپاره د امریکا په لارښوونه او غوښتنه الفاشر د چټک غبرګون ځواکونو ته وسپاره. موږ دا موضوع د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۳مه خپاره شوي «د پوښتنې ځواب» کې روښانه کړې وه:

[په واشنګټن کې د امریکا له لوري د خپلو دواړو مزدورانو د پلاوو د راټولولو بل دلیل دا دی: «یوه ډیپلوماتیک چارواکي پرون، پنجشنبه، تایید کړه چې څلور اړخیزه ډله (امریکا، سعودي عرب، متحده عربي امارات او مصر) به نن په واشنګټن کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو له استازو سره غونډه وکړي، څو دواړه لوري درې میاشتني بشردوستانه اوربند ته وهڅوي. هغه وویل، موخه دا ده چې "د اوربند د ټینګښت او ملکي وګړو ته د بشردوستانه مرستو د رسېدو لپاره پر دواړو لوریو متحد فشار واچول شي."» (العربیه، ۲۰۲۵/۱۰/۲۴)]. دا په دې معنا ده چې پر الفاشر د چټک غبرګون ځواکونو د برید او له دغه ښار څخه د سوډان د پوځ د وتلو وخت، چې د واشنګټن له غونډې سره هم‌مهاله و، هېڅ شک نه پرېږدي چې د دغه سټراټیژیک ښار د چټک غبرګون ځواکونو ته د سپارلو پرېکړه په واشنګټن کې شوې وه. د سوډان دواړو لوریو سمدستي په عمل کې د هغې پلي کول پیل کړل؛ یعنې دوې ورځې وروسته او په درېیمه ورځ یې پایله ترلاسه شوه].

۴. د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۲۶مه د چټک غبرګون ځواکونو له لوري د الفاشر تر نیولو وروسته، د موازي حکومت ولسمشریزې شورا د ۲۰۲۶م کال د جون په لومړۍ نېټه د واحد ملي پوځ، امنیت، دفاع او استخباراتي ادارو په اړه یو لړ پرېکړې اعلان کړې؛ موخه یې دا وه چې د انتقالي پړاو پر مهال د ملي امنیت او دفاع د چارو مدیریت منظم کړي. (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۶/۶/۱). دا ټول ښيي چې امریکا له ډېر وخت راهیسې د الفاشر د چټک غبرګون ځواکونو ته د سپارلو پلان درلود؛ داسې ښکاري چې یوازې یې مناسب وخت او شرایطو ته انتظار کاوه. له دې ټولو څخه څرګندېږي چې امریکا د سوډان د وېشلو لپاره یوه دقیقه او له مخکې سنجول شوې تګلاره پر مخ وړي، څو په میدان کې ګام په ګام یو دولت جوړ کړي؛ د نایروبي له منشور څخه نیولې، د موازي حکومت تر اعلان، د وزیرانو تر ټاکلو او د پوځ او استخباراتو په اړه تر پرېکړو پورې.

لومړی د نایروبي منشور له لارې په لوېدیځ کې د جوړېدونکي موجودیت لپاره اساسي قانوني چوکاټ برابر شو؛ وروسته د حمیدتي په مشرۍ د موازي حکومت په جوړولو او د محمد حسن التعايشي د لومړي وزیر په توګه په ټاکلو سره، د دغه موجودیت سیاسي بنسټیز کېدل نړۍ ته اعلان شول؛ ورپسې د وزارتونو او بانکي نظام په اړه پرېکړې وشوې. یوازې دا پاتې وو چې موازي حکومت، چې پلازمېنه یې نیالا ده، الفاشر ته ولېږدول شي؛ هغه ښار چې ځانګړی سمبولیک اهمیت لري او لا هم د سیمې اداري او سیاسي پلازمېنه ګڼل کېږي.

۵. وروسته د ۲۰۲۶م کال د جون په ۲۰مه د عربي او افریقايي چارو لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي، مسعد بولوس، له لارې یوه نوې امریکايي طرحه وړاندې شوه، چې د اوسني واقعیت د منلو غوښتنه یې کوله. د سوډان حکومت ته د هغه په نوې وړاندې شوې طرحه کې په ټول سوډان کې د ۹۰ ورځو لپاره د یوه هر اړخیز او سمدستي بشردوستانه اوربند وړاندیز شوی و؛ څو اړمنو کسانو ته د بشردوستانه مرستو رسول اسانه شي، د ملکي وګړو ساتنه وشي او زېربناوې، تاسیسات او عامه خدمتونه بېرته ورغول شي. په دې طرحه کې همدارنګه «د افریقايي ټولنې او عرب دولتونو د ټولنې په ګډون، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوه میکانیزم د جوړولو» وړاندیز شوی و، څو د ځواکونو د محدود شاتګ ملاتړ وکړي؛ داسې شاتګ چې د بشردوستانه مرستو رسول اسانه کړي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د بې‌ځایه شویو کسانو د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر کړي. دغه راز د هوکړې د پلي کېدو د څار لپاره د همغږۍ د یوې کمېټې د جوړولو او د اوربند پر مهال د احتمالي اختلافونو د څار او حل لپاره د میکانیزمونو د رامنځته کولو وړاندیز هم پکې شوی و.

په طرحه کې همدارنګه غوښتنه شوې وه چې «د اوربند له مودې څخه د دایمي اوربند پر سر د خبرو اترو او د ملکي حکومت په مشرۍ د انتقالي بهیر د پیل لپاره ګټه واخیستل شي.» دغه راز «د دایمي اوربند او ورسره تړلو امنیتي ترتیباتو پر سر د خبرو اترو» غوښتنه هم پکې شوې وه؛ په دغو ترتیباتو کې د اړتیا پر مهال د ځواکونو د شاتګ او بیا ځای پر ځای کېدو ګامونه شامل دي، چې په لومړي پړاو کې به د ملګرو ملتونو د میکانیزم له مخې شمالي دارفور او شمالي کردفان ایالتونو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د دې ترڅنګ به د بې‌وسلې کولو، له نظامي تشکیلاتو څخه د جنګیالیو د ایستلو او بېرته ادغام پروګرامونه پلي کېږي، ځواکونه به په کمپونو کې راټولېږي او نور اړوند اقدامات به ترسره کېږي. په سند کې همدارنګه راغلي چې «یو واحد ملي پوځ به ساتل کېږي چې د یوه خپلواک او منتخب ملکي حکومت پر وړاندې ځواب‌ویونکی وي، او د ملګرو ملتونو د میکانیزم له مخې به نړیوال څارونکي ځای پر ځای کېږي».

۶. په امریکايي طرحه کې د بشردوستانه مرستو د رسولو په پلمه د اوربند غوښتنه، کله چې له چټک غبرګون ځواکونو (RSF) غوندې یوې بېلتون‌پالې او یاغي ډلې سره کېږي، په حقیقت کې د هغوی د موجودیت په رسمیت پېژندل او د هغوی د کړنو منل دي. همدارنګه کله چې په سند کې د «امنیتي ترتیباتو، د ځواکونو د شاتګ او بیا ځای پر ځای کېدو د ګامونو» خبره کېږي، دا د چټک غبرګون ځواکونو د موجودیت دوام تاییدوي او د هغوی د منحل کولو یا له منځه وړلو هېڅ یادونه نه کوي. بلکې کله چې د دغو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو غوښتنه کوي، په ضمني ډول یې د موجودیت د دوام غوښتنه کوي. په دې توګه، پوځ له هغو کسانو سره برابر ګڼي چې د چټک غبرګون ځواکونو په څېر یې د له منځه وړلو هڅه کوي.

یاد سند همدارنګه د «بشردوستانه مرستو د رسولو د اسانتیا، د ملکي وګړو د ساتنې او د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو لپاره د شرایطو د برابرولو» په پلمه د «ځواکونو د محدود شاتګ» غوښتنه کوي؛ چې دا هم د دغو ځواکونو له منحل کېدو پرته د هغوی د موجودیت پر ساتلو ټینګار دی. دغه طرحه د چټک غبرګون ځواکونو موجودیت او واکمني مشروع ګڼي؛ کله چې «په ټول هېواد کې د ۹۰ ورځو لپاره د یوه هر اړخیز او سمدستي بشردوستانه اوربند» غوښتنه کوي او همدارنګه غواړي چې «د اوربند له مودې څخه د دایمي اوربند پر سر د خبرو اترو او د ملکي حکومت په مشرۍ د انتقالي بهیر د پیل لپاره ګټه واخیستل شي.» په دې طرحه کې د چټک غبرګون ځواکونه بېلتون‌پالي او یاغي ځواکونه نه بلل کېږي؛ بلکې د سوډان د وېشلو لپاره د هغوی بېلتون‌پالی حکومت په رسمیت پېژندل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا وروستۍ طرحه کوم نوی نوښت نه دی؛ بلکې د هغې طرحې بیا راژوندي کول دي چې تر دې وړاندې څلور اړخیزې ډلې ــ امریکا، سعودي عرب، مصر او متحده عربي امارات ــ د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر په ۱۲مه وړاندې کړې وه. په دې طرحه کې د درې میاشتني بشردوستانه اوربند غوښتنه شوې، څو د دایمي اوربند لپاره لاره هواره کړي.

۷. د امریکا د وروستۍ طرحې، چې د ۲۰۲۶م کال د جون په ۲۰مه وړاندې شوې وه، په اړه د سوډان ځواب د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۲۵مه وسپارل شو او د دغه ځواب جزیات وروسته خپاره شول. الجزیرې د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۰مه د سوډاني رسمي سرچینو په حواله د امریکا وروستۍ طرحې ته د حکومت ځواب خپور کړ. دغو سرچینو وویل چې په ځواب کې «د خبرو اترو له لارې د جګړې پای ته رسولو او د ۹۰ ورځني بشردوستانه اوربند لپاره د حکومت پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار شوی؛ په دې شرط چې د چټک غبرګون ځواکونه (RSF) له ټولو هغو ښارونو څخه ووځي چې د ۲۰۲۳م کال د مې له ۱۱مې راهیسې یې تر خپل واک لاندې راوستي دي». دا هغه نېټه ده چې دواړو لوریو د امریکا او سعودي په ملاتړ د جدې اعلامیه لاسلیک کړه.

په ځواب کې همدارنګه «د سوډان د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا تضمین، د یوه واحد ملي پوځ په توګه د سوډان د وسله‌والو ځواکونو ساتل، په دغه پوځ کې د ټولو نظامي تشکیلاتو ادغام، د سوډان په چارو کې د بهرنیو لاسوهنو پای ته رسول او د چټک غبرګون ځواکونو ته د وسلو او اجیرانو د برابرولو بندول» شامل وو. د سوډان د حکومت د ځواب په دویمه برخه کې له ښارونو څخه د چټک غبرګون ځواکونو وتل او په ټاکلو ځایونو کې یې په درېیو پړاوونو کې بېرته راټولېدل شامل وو: لومړی پړاو به په ۳۰ ورځو کې عملي کېږي او په دې پړاو کې به دغه ځواکونه د نیل الازرق له سیمې، شمالي کردفان ایالت او د شمالي، مرکزي او لوېدیځ دارفور له سیمو څخه وځي. دویم پړاو به د لومړي پړاو تر بشپړېدو ۳۰ ورځې وروسته پیل شي.

په دغه پړاو کې به د چټک غبرګون ځواکونه د لوېدیځ کردفان او سوېلي دارفور ایالتونو له ښارونو څخه وځي. درېیم پړاو به د دویم پړاو تر بشپړېدو ۳۰ ورځې وروسته پیل شي او په هغه کې به د ختیځ او سوېلي کردفان له ایالتونو څخه د دغو ځواکونو وتل شامل وي. د ځواکونو د راټولېدو ځای «کاودا» ټاکل شوی و؛ هغه سیمه چې د عبدالعزیز الحلو په مشرۍ د سوډان د ولسي ازادۍ غورځنګ شمالي څانګې (SPLM-N) مرکز دی او له چټک غبرګون ځواکونو سره ایتلاف لري.

د ځواب په درېیمه برخه کې «د یوه هر اړخیز سوډاني ـ سوډاني ډیالوګ له لارې د سیاسي بهیر جزیات شامل وو؛ داسې بهیر چې په پایله کې به یو ملکي انتقالي حکومت جوړېږي او تر هغو به واکمن وي چې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره شي». د سوډان د حکومت له لوري له نیول شوو ښارونو څخه د چټک غبرګون ځواکونو د وتلو او وروسته په ټاکلو ځایونو کې د هغوی د بیا ځای پر ځای کېدو غوښتنه، په عملي ډول د دغو ځواکونو موجودیت مني او د هغوی د منحل کېدو او له منځه وړلو مخه نیسي. د یادونې وړ ده چې د چټک غبرګون ځواکونه به په اسانۍ د حکومت د وتلو او یا خبرو اترو غوښتنې ونه مني؛ که داسې وای، نو نه به یې بغاوت کړی و، نه به یې دغه وحشتونه او جنایتونه کړي وای او نه به د میلیونونو خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوی وای. د دې مسئلې د حل یوازینۍ لار دا ده چې د چټک غبرګون ځواکونه د نظامي ځواک له لارې په پرېکنده ډول له صحنې لرې شي.

۸. کله چې هغه طرحه وڅېړل شي چې د عربي او افریقايي چارو لپاره د ټرمپ لوړپوړي سلاکار، مسعد بولوس، د جون په ۲۰مه په قاهره کې اعلان کړه، څرګندېږي چې د اوربند دغه طرحه او تر دې وړاندې وړاندې شوې طرحې، په حقیقت کې د امریکا د هغې نقشې خدمت کوي چې غواړي دارفور له سوډان څخه جلا کړي. په بل عبارت، تر اوسه د امریکا له لوري وړاندې شوې طرحې دوه موخې لري: لومړی، د چټک غبرګون ځواکونه د یوه موازي سیاسي موجودیت په توګه مطرح کړي؛ داسې موجودیت چې اداري جوړښت او سیاسي پروګرام ولري او د مذاکراتو پر مېز د یوه لوري په توګه ګډون وکړای شي. دویم، امریکا غواړي د دغو اوربندونو له لارې د سوډان د پوځ مخه په بشپړ ډول ونیسي چې الفاشر بېرته تر خپل واک لاندې راولي، او پر دغه ښار د حمیدتي واک ټینګ کړي. له همدې امله، د امریکا له لوري د اوربند وړاندې شوې طرحې ــ که مسعد بولوس یې په شخصي ډول وړاندې کوي او که د څلور اړخیزې ډلې له لارې ــ باید له همدې زاویې وکتل شي؛ یعنې د دارفور د جلا کېدو د بشپړولو لپاره تدریجي زمینه برابرول او د جګړې له نورو سیمو سره د مذاکراتو موضوع تړل. لکه څنګه چې امریکا د سوېلي سوډان د جلا کولو لپاره په کراره او پړاو په پړاو کار وکړ، دلته هم هماغه کار کوي! خو د سوډان هغه بشري ناورین چې په طرحه کې یې یادونه شوې، نه امریکا ته مهم دی او نه ټرمپ ته!

۹. د دې لپاره چې د چټک غبرګون ځواکونه پر دارفور خپل واک لا ټینګ کړي، له دارفور څخه بهر یې هم بریدونه زیات کړل؛ په ځانګړي ډول د کردفان په درېیو ایالتونو کې، چې د سوډان ختیځه برخه ــ د پلازمېنې خرطوم په ګډون ــ د دارفور له هغو پنځو ایالتونو جلا کوي چې اوس د چټک غبرګون ځواکونو تر واک لاندې دي. هلته جنګي الوتکو په یو شمېر ښارونو او کلیو کې د چټک غبرګون ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، څو هغوی اړ کړي چې د شمالي کردفان پر پلازمېنه، الابیض، خپل بریدونه ودروي. داسې ښکاري چې په کردفان کې د چټک غبرګون ځواکونو بریدونه او د الابیض د نیولو هڅه یې د دې لپاره ده چې جګړه له هغو سیمو لرې کړي چې په دارفور کې د دوی تر واک لاندې دي او د خلکو پام ترې بلې خوا واړوي چې ورو ورو هېرې شي. په بل عبارت، د چټک غبرګون ځواکونه اوس په هغو سیمو کې جګړه کوي چې اصلي هدف یې نه دي. ورته حالت د ایتوپیا پر پوله د نیل الازرق په ایالت کې هم رامنځته شو؛ د سوډان پوځ د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۰مه پر خپله ایکس پاڼه اعلان وکړ چې د سوډان په سوېل ختیځ کې، د نیل الازرق ایالت د «دیم سعد» او «یارا» سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستې دي؛ وروسته له هغې چې د چټک غبرګون ځواکونو او د SPLM-N له لوري ترسره شوی برید یې شنډ کړ.

دا له هغه وروسته وو چې پوځ د نیل الازرق ایالت سټراټیژیک ښار «کرمک» هم بېرته تر خپل واک لاندې راوستی و. په دې توګه، داسې ښکاري چې جګړه به په نورو سیمو کې هم دوام وکړي، څو د چټک غبرګون ځواکونو واک پر ټول دارفور لا ټینګ شي؛ یعنې دارفور به د دې لپاره د مذاکراتو موضوع نه وي چې بېرته د حکومت تر واک لاندې راوستل شي، بلکې مذاکرات به پر هغو نورو سیمو متمرکز وي چې جګړه پکې روانه ده! له همدې امله، د الابیض ښار له څو اونیو راهیسې د سختو بریدونو شاهد دی. ملګرو ملتونو د تېرې مې میاشتې په ترڅ کې د کردفان په سیمه کې د بریدونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و؛ دغو بریدونو د ۲۰۲۶م کال د جنوري او اپرېل ترمنځ لږ تر لږه د ۸۸۰ ملکي وګړو ژوند اخیستی دی. د جرمونو د نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې، نزهت شمیم خان، د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د معلوماتو ورکولو پر مهال خبرداری ورکړ چې ښايي د سوډان په سوېل کې د شمالي کردفان په پلازمېنه، الابیض، کې ډېر جدي نړیوال جنایتونه د پېښېدو په درشل کې وي. هغې وویل: «اوس د دې شورا او ټولو دولتونو دنده ده چې اقدام وکړي، د لا زیاتو جنایتونو مخه ونیسي، خپل مسولیت ادا کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه کسان، چې ښايي د روانو پېښو له امله یو ځل بیا زیان وویني، خوندي کړل شي.» (انادولو خبري اژانس، ۲۰۲۶/۷/۱۶)

په داسې حال کې چې واجب دا دي چې د سوډان یووالی وساتل شي او د خاورې له هرې برخې څخه یې دفاع وشي. خو یوازې د کردفان پر ایالتونو تمرکز، د دارفور د ایالتونو له پامه غورځول او له پوځ څخه دا نه غوښتل چې دغه ایالتونه د بېلتون‌پالو چټک غبرګون ځواکونو له منګولو ازاد کړي؛ په حقیقت کې د دارفور د جلا کېدو منل او پر وړاندې یې چوپ پاتې کېدل دي، په داسې حال کې چې پام نورو ایالتونو ته اړول کېږي! له همدې امله، په دغو سیمو کې جګړې ورځ تر بلې سختېږي: «په دې وروستیو کې د سوډان په سوېل ـ مرکزي برخه، شمالي کردفان ایالت کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو د جنګیالیو ترمنځ جګړې خپل اوج ته رسېدلې دي...» (العربي الجدید، ۲۰۲۶/۷/۲۸) په دې توګه، د دارفور له ایالتونو بهر په بېلابېلو سیمو کې جګړې دوام لري او پوځ هم هلته خپلو جګړو ته دوام ورکوي؛ تر هغه چې د هوکړې د لاسلیک وخت راورسېږي. هغه مهال به مذاکرات له دارفور څخه بهر سیمو څخه د دغو ځواکونو پر وتلو متمرکز شي او دارفور به همداسې جلا پاتې شي!

۱۰. په پای کې، یو ځل بیا تاسو، په سوډان کې زموږ خلکو، ته خپله هغه بلنه تکراروو چې تر دې وړاندې مو هم څو ځله درته کړې ده؛ داسې بلنه چې په اخلاص او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ لپاره یې درکوو. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دا بلنه په ښه توګه واورېدل شي او ځواب ورکړل شي؛ او الله سبحانه وتعالی د صالحانو ولي او سرپرست دی:

اې د سوډان، د اسلام د تاریخ د دغې سترې خاورې خلکو! هغه سوډان چې د دنقلا جومات - لومړنی جومات چې په سوډان کې لومړنیو مسلمانانو جوړ کړ - پکې دی؛ هغه سوډان چې د مسلمانانو د خلیفه، عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د سترې فتحې شاهد و؛ کله چې هغه د مصر والي ته امر وکړ چې سوډان ته د اسلام رڼا ورسوي، نو نوموړي د عبدالله بن ابي السرح په مشرۍ د اسلام لښکر ورولېږه او په ۳۱هـ کال کې فتحه شو. په دې توګه، د الله سبحانه وتعالی په فضل اسلام په چټکۍ سره خپور شو، تر دې چې ټول سوډان یې ونیو؛ او وروسته دا لړۍ د مسلمانانو د خلفاوو په زمانو کې هم روانه وه... اې په سوډان کې زموږ خلکو! هغه سوډان چې له ۱۸۹۶م کال څخه د لومړۍ نړیوالې جګړې تر منځنیو کلونو (۱۹۱۶م) پورې – چې د دارفور والي، زړور او متقي اتل، علي بن دینار، شهید شو - یې د برېتانویانو پر وړاندې جهاد وکړ. علي بن دینار هغه عالم او مجاهد و چې د مدینې او شام د خلکو د میقات، ذوالحلیفې، په ترمیم کې یې ونډه درلوده او د حاجیانو لپاره یې د اوبو څاګانې جوړې کړې چې تر نن ورځې د هغه په نوم «ابیار علي» بلل کېږي.

اې د سوډان خلکو! موږ تاسو ته بلنه درکوو چې مخکې له دې چې پښېماني هېڅ ګټه ونه لري، د دغه وضعیت د سمولو لپاره اقدام وکړئ، د ښکېلو لوریو ترمنځ دا جګړه ودروئ او حزب‌التحریر ته نصرت ورکړئ چې راشده خلافت تاسیس کړي؛ هغه خلافت چې د اسلام او مسلمانانو عزت او د کفر او کفارو ذلت پکې دی؛ او د الله سبحانه وتعالی رضایت تر ټولو لوی دی.

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]

ژباړه: «په حقیقت کې په دې کې د هغه چا لپاره پند دی چې زړه ولري، یا په حضور (او پوره توجه) غوږ ونیسي (او ذهن یې حاضر وي).

په دې توګه به سوډان د اسلام په وسیله بېرته پیاوړی او ځواکمن شي او د عقاب بیرغ، د «لا إله إلا الله محمد رسول الله» بیرغ، به پکې لوړ ورپېږي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيم﴾ [الروم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشحاله شي؛ الله چې هر چا ته وغواړي نصرت ورکوي او هغه برلاسی او مهربان دی».

۱۴۴۸هـ.ق د صفر میاشتې ۱۵مه

۲۰۲۶م؛ د جولای ۲۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې