دوشنبه, ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۸/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
عراق او د ایران پلوه ډلو برخلیک

(ژباړه)

پوښتنه:

الشرق الاوسط د ۲۰۲۶م کال د اګست په ۴مه پر خپله وېبپاڼه ولیکل: «د عراق حکومت په یوه ډېر حساس وضعیت کې دی؛ داسې چې د واشنګټن له لوري د وسله‌والو ډلو د بې‌وسلې کولو د غوښتنو او د عراق په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټونو کې د ایران د ژور نفوذ ترمنځ سیاسي او امنیتي فلج سره مخ شوی دی. د ولسي بسیج ځواکونو (PMF) د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۲۹مه اعلان کړی و، چې د امریکا او سعودي د جنګي الوتکو په هغو بریدونو کې چې د عراق په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ولسي بسیج ځواکونو رسمي مرکزونه په نښه کړي وو، لږ تر لږه ۲۰ غړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.» (الشرق الاوسط، ۲۰۲۶/۸/۴). «امریکا او سعودي عرب په ګډه پر هغو ځایونو برید کړی و چې د دوی په وینا، په عراق کې د ایران ملاتړ لرونکو ملیشو پورې تړاو لري.» (الحرة، ۲۰۲۶/۷/۳۱). دا هر څه وروسته له هغې وشول چې لومړی وزیر، علي فالح الزیدي، امریکا ته له خپل رسمي سفر څخه بېرته راستون شو! نو په همدغه ځانګړي وخت کې د دغو ټولو پېښو تر شا څه دي؟ ایا پر عراق د امریکا منګولې لا نورې هم ټینګې شوې دي؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابونو د روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

۱. کله چې امریکا د صدام حسین د واکمنۍ پر وخت پر عراق یرغل وکړ او دا خاوره یې اشغال کړه؛ د عراق رژیم/بعثي رژیم او تر شا یې پراته نفوذ، یعنې په ټوله سیمه کې د برېتانیا نفوذ ته یې قاطع ګوزار ورکړ. خو برېتانوي نفوذ د سعودي له لارې لا هم پیاوړی پاتې شو. د سعودي د بهرنیو چارو پخواني وزیر، سعود الفیصل، په عراق کې د امریکا پر سیاست ښکاره نیوکې کولې او ویل یې چې امریکا هغه سیمې ایران ته سپاري چې اشغال کړې یې دي. خو په ۲۰۱۵م کال کې د برېتانیا د مزدور، پاچا عبدالله، له مړینې او په سعودي کې واک ته د امریکا د مزدورانو، سلمان او د هغه د زوی محمد بن سلمان له رسېدو سره، امریکا په سیمه کې د برېتانیا نفوذ ته مرګونی ګوزار ورکړ. برېتانیا ته یوازې د خلیج دولتونه او اردن پاتې شول؛ دا ټول واړه دولتونه دي، نه د امریکا د نفوذ پر وړاندې د درېدو توان لري او نه د دې ځواک لري چې ان یوه جدي ستونزه ورته جوړه کړي! په دې توګه، امریکا په سیمه کې په عملي ډول تر ټولو اغېزناک ځواک شو.

۲. د ترهګرۍ په پلمه د اسلام پر وړاندې د امریکا د جګړې سیاست، د اسلامي نړۍ مذهبي او فرقه‌اي وېش ته اړتیا لرله. د همدې سیاست له مخې، ایران د بل فرقه‌اي مرکز سعودي په مقابل کې د یوه فرقه‌اي مرکز په توګه مطرح شو. د دغه سیاست له مخې دې ته هم اړتیا وه چې په سیمه کې د ایران رول پراخ شي؛ داسې رول چې د امریکا د اشغال تر سیوري لاندې عراق ته د ایران د نفوذ ننوتل او هلته د نفوذ جوړول پکې شامل وو؛ همدارنګه په یمن او لبنان کې د فرقه‌اي ډلو له لارې د هغه نفوذ، او سوریې او نورو سیمو ته یې فرقه‌اي غځېدل. امریکا د ایران دغه رول ته سخته اړتیا لرله.

۳. کله چې په سوریه کې ایران ته د امریکا اړتیا پای ته ورسېده، د ایران هغه رول هم ختم شو چې د امریکا سیاست ورته ټاکلی و او له ایران څخه وغوښتل شول چې ووځي. په حقیقت کې، ایران له سوریې څخه پر وتلو پیل وکړ او خپل ځواکونه یې سمدستي وایستل. ان په لبنان کې یې د خپل حزب د مشرانو له ترور کېدو سره سره، د یهودي رژيم پر وړاندې جګړه کې ګډون ونه کړ. خو ایران حاضر نه شو چې له خپل اټومي پروګرام څخه پر شا شي. وروسته په ۲۰۲۵م کال کې یهودي رژيم د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړه او ایران هغه مهال افسوس کاوه چې ولې یې په لومړي سر کې، یعنې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې له پېښو سمدستي جګړه ونه کړه او یوازې یې په لبنان کې د خپل حزب پر رول بسنه وکړه.

له همدې امله، د ۲۰۲۵م کال جګړه او ورپسې هغه پړاوونه چې امریکا او نږدې متحد یې، یهودي رژيم، رهبري کړل، په سیمه کې د ایران د رول د ختمولو د سیاست څرګندونه کوله. په همدې لړ کې، تهران ته وفادارو عراقي ډلو د ایران ترڅنګ جګړه پیل کړه او په عراق او ځینو خلیج دولتونو کې یې د امریکا پر اهدافو توغندي او ډرون بریدونه وکړل. له دې سره امریکا ټینګار وکړ چې په عراق کې د ایران رول پای ته ورسوي؛ دا د ټرمپ د نوې ادارې د هغه سیاست برخه ده چې غواړي ایران په یوه تابع دولت بدل کړي او د امکان تر حده یې په سیمه کې رول محدود کړي. نو، په عراق کې د اوسنیو سیاسي تحولاتو تر شا اصلي محرک، په دغه هېواد کې د ایران د نفوذ د ختمولو لپاره د ټرمپ سیاست دی.

۴. امریکا - چې په ۲۰۰۳م کال کې یې عراق اشغال او هلته یې داسې فرقه‌اي سیاسي نظام جوړ کړ چې ایران ته یې پراخ نفوذ پکې ورکړ - اوس غواړي دغه حالت پای ته ورسوي. امریکا غواړي عراقي حکومتونه خپل لوری د یوه عربي او نا فرقه‌اي دولت په توګه بدل کړي؛ یعنې له ایران سره اړیکې پرې او له خلیجي دولتونو او نورو عربي هېوادونو سره اړیکې عادي کړي. دا ټول په عراق کې د ایران د نفوذ د مهارولو او یا په بشپړ ډول د هغه د موجودیت د ختمولو لپاره د یوه پراخ سیاست برخه ده. امریکا عراق ته د ایران پر ګازو بندیزونه لګولي او بغداد هڅوي چې د ایران پر ځای نور بدیلونه پیدا کړي. کله چې عراق د ترکمنستان ګاز د بدیل په توګه وړاندیز کړ، خو دا ګاز باید د ایران له لارې تېر شوی وای، امریکا دغه وړاندیز رد کړ. دغه راز یې له ایرانه د برېښنا واردولو اجازه هم ور نه کړه: [امریکا هغه معافیت پای ته ورساوه چې عراق ته یې له خپل ګاونډي، ایران څخه د برښنا پېرلو اجازه ورکوله؛ دا اقدام د تهران پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «اعظمي فشار» له سیاست سره سم ترسره شو. (الجزیره نېټ، ۲۰۲۵/۳/۹)]. تر دې وړاندې امریکا پر هر هغه عراقي بنسټ هم بندیزونه لګولي وو، چې له ایران سره یې په ډالرو راکړه ورکړه کوله: [وال سټریټ ژورنال چهارشنبه د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې امریکا ۱۴ عراقي بانکونه په ډالرو له راکړې ورکړې څخه منع کړي دي. د ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې دغه بندیز، چې د امریکا د خزانې وزارت او د نیویارک فدرالي ریزرف بانک لګولی، ایران ته د امریکايي اسعارو د لېږد د مخنیوي لپاره د یوه پراخ کمپاین برخه ده. (القدس العربي، ۲۰۲۳/۷/۱۹)].

۵. له بلې خوا، امریکا له عراقي حکومت څخه غواړي چې د ایران پلوه ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او له حکومت څخه یې وباسي: [سرچینو څرګنده کړې چې امریکا لوړپوړي عراقي سیاستوال په داسې بندیزونو ګواښلي، چې ان د عراق پر دولت هم اغېز کولی شي؛ په دې کې د عراق د عوایدو تر ټولو مهمه مالي سرچینه، یعنې د تېلو هغه عواید هم په نښه کېدای شي چې د نیویارک په فدرالي ریزرف بانک کې ساتل کېږي؛ دا په هغه صورت کې چې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډلې د عراق په راتلونکي حکومت کې شاملې شي. د څلورو سرچینو په وینا چې له رویټرز سره یې خبرې کړې دي، دغه خبرداری تر اوسه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه کمپاین یوه تر ټولو څرګنده بېلګه ده چې موخه یې په عراق کې له ایران سره د تړلو ډلو د نفوذ کمول دي. (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۶/۱/۲۳)]. په یوه داسې اقدام کې چې د امریکا د لارښوونو پر وړاندې د عراقي حکومت غاړه اېښودل ښيي، حکومت له ایران سره په روانه جګړه کې خپله بې‌طرفي اعلان کړه. د دې بې‌طرفۍ معنی دا ده چې عراق د ایران په خوا کې نه درېږي؛ کنه امریکايي پوځ به د عراق خاوره د ایران او هغو عراقي ډلو د په نښه کولو لپاره نه کاروله، چې ایران ته وفادارې دي، او نه به یې یهودي رژيم دې ته هڅاوه چې په عراق کې پوځي اډې جوړې کړي؛ لکه څنګه چې ځینو ورځپاڼو هم افشا کړې ده: [په عراق کې د یهودي رژيم د یوې اډې د شتون په اړه تر پخوانیو راپورونو وروسته، نیویارک ټایمز په یوه راپور کې څرګنده کړه چې «اسراییلو» د عراق په لوېدیځه دښته کې دویمه پټه پوځي اډه جوړه کړې ده. (دویچه‌وله، ۲۰۲۶/۵/۱۸)]

۶. وروسته امریکا په ښکاره لاسوهنه پیل کړه چې د حکومت مشري باید څوک وکړي. سره له دې چې مالکي د امریکا وفادار مزدور و او د اشغال پر مهال یې عراق د امریکا تر کلکې ولکې لاندې اداره کاوه؛ د ټرمپ ادارې په ښکاره د عراق د لومړي وزیر په توګه د هغه له بیا ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ. ټرمپ وویل: «تېر ځل چې مالکي په واک کې و، دا هېواد له بېوزلۍ او بشپړې ګډوډۍ سره مخ شو. باید اجازه ورنه کړل شي چې دا حالت بیا تکرار شي. که چېرې هغه بیا وټاکل شي، نو د لېونیو سیاستونو او مفکورو له امله به یې امریکا نور له عراق سره مرسته ونه کړي.» (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۶/۱/۲۹). [مالکي د عراق په پارلمان کې د تر ټولو لوی سیاسي بلاک له لوري د حکومت د مشرۍ لپاره نوماند شوی و. (العربیه، ۲۰۲۶/۲/۱۴)].

له اعتراضونو سره سره، مالکي او نورو عراقیانو ونه شوای کولی چې د ټرمپ د ټینګار پر وړاندې ودرېږي: [د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د ګواښونو په غبرګون کې، د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې «د عراق په کورنیو چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه» ردوي او دا یې «د خپل هېواد د حاکمیت نقض» وباله. د ټرمپ د څرګندونو په اعتراض کې سلګونو کسانو په بغداد کې د شنې سیمې ترڅنګ، چې د امریکا سفارت پکې دی، لاریون وکړ. (فرانس ۲۴، ۲۰۲۶/۱/۲۸)]. په دې توګه، د ټرمپ څرګندونو په هېڅ ابهام پرته له مزدورو دولتونو او خپلو مزدورانو سره د امریکا د چلند حقیقي بڼه څرګنده کړه. په پایله کې، مالکي رد شو او د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۲۷مه علي الزیدي، چې امریکا ته د منلو وړ څېره وه، د حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. دا څرګندوي چې په عراق کې د ایران نفوذ خورا کمزوری دی؛ ان تر دې بریده نه رسېږي چې په رښتینې معنا ورته نفوذ وویل شي. بلکې امریکا وه چې ایران ته یې میدان برابر کړ، په عراق کې یې فعالیتونه ورته اسانه کړل او د خپلو سیاستونو د پلي کولو لپاره یې د ایران له رول څخه استفاده وکړه.

۷. کله چې امریکا وغوښتل دغه رول پای ته ورسوي، له عراقي حکومت څخه یې د دغو ډلو د بې‌وسلې کولو غوښتنه پیل کړه او د دغه کار لپاره یې ضرب‌الاجلونه وټاکل؛ لکه څنګه چې یې په لبنان کې د لبنان ـ ایراني حزب په اړه له لبناني حکومت څخه ورته غوښتنه کوله. په حقیقت کې، دوو عراقي ډلو د بې‌وسلې کېدو غوښتنه ومنله: [د جون میاشتې په لومړیو کې د «سرایا السلام» جنګیالي، چې د عراقي شیعه عالم مقتدی الصدر ته وفاداره ملیشه ده، په سامرا کې راټول شول چې خپلې وسلې عراقي حکومت ته وسپاري. د بې‌وسلې کېدو دغه بهیر په حقیقت کې له ولسي بسیج ځواکونو - هغه ځواکمن ایتلاف چې تر ډېره له شیعه ملیشو جوړ دی او د عراقي دولت د چوکاټ دننه او بهر فعالیت کوي - څخه د دې ډلې د وتلو په معنی و. د «سرایا السلام» زرګونه جنګیالي لومړني کسان وو چې له دغه ایتلاف څخه ووتل، خو وروستي نه وو. «عصائب اهل الحق» چې یوه بله ځواکمنه ملیشه ده، هم اعلان وکړ چې له ولسي بسیج ځواکونو څخه وځي. یو شمېر نورې مهمې ایران پلوه ملیشې لا هم په عراق او پراخه سیمه کې د تهران د ګټو خدمت ته کلکې ژمنې دي. خو د ولسي بسیج ځواکونو وېشل کېدل ایران ته یو رښتینی ګوزار دی. (انډیپنډنټ عربي، ۲۰۲۶/۷/۱۲)]. دولت د وسلو د سپارلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکي: [د عراق لومړي وزیر، علي الزیدي، سه‌شنبه وویل چې هېواد به یې د سپټمبر تر پای وروسته هېڅ لوري ته اجازه ورنه کړي، چې د دولت له چوکاټه بهر وسلې ولري. الزیدي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د حکومت تګلاره یې دا ده چې وسلې یوازې د رسمي امنیتي ځواکونو په واک کې وي. (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۶/۷/۱۴)].

له همدې امله، نن په عراق کې روان سیاسي تحولات د امریکا له هغه سیاست سره تړلي دي چې غواړي په عراق کې د ایران پخوانی رول او نفوذ پای ته ورسوي. په دې برخه کې د امریکا بریا د پام وړ ښکاري؛ نه یوازې پر عراق د نظامي او سیاسي فشار له پلوه، بلکې د مالي وضعیت له اړخه هم. د عراق د تېلو عواید د امریکا په خزانه کې یوه حساب ته لېږدول کېږي؛ له همدې امله، عراقي حکومت د امریکا د خزانې له اجازې پرته ان د خپلو کارکوونکو معاشونه هم نشي ورکولی!

۸. یوه بله موضوع پاتې ده؛ هغه په عراق کې د فساد او فاسدو کسانو د افشا کولو کمپاین دی. دغه کمپاین په عراق کې د ایران له اړوندو کسانو سره د مقابلې او د هغوی د ګواښلو لپاره کارول کېږي. که څه هم دغه کمپاین نور کسان هم اغېزمن کړي، خو هغه عراقي نظام چې امریکا په سیمه کې د ډیموکراسۍ د یوې بېلګې په توګه جوړ کړی، سر تر پایه په فساد کې ډوب دی؛ تر دې چې د دغو ټولو نظامونو ترمنځ تر ټولو فاسد نظام بلل کېږي. [د عراق حکومت په خپلو وروستیو څرګندونو کې وايي چې تر اوسه یې ۲۱ چارواکي د مالي او اداري فساد په قضیو کې د ښکېلتیا په تور نیولي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور مطلوب کسان لا هم له نیولو پاتې دي ... د عراق لومړي وزیر، علي الزیدي، د کابینې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې او د عامه شتمنیو بېرته راګرځولو ته دوام ورکوي... اقتصادپوه عبدالرحمن المشهداني له الجزیره نېټ سره په خبرو کې په عراق کې د مالي او سیاسي فساد اقتصادي زیان تر یو ټریلیون ډالرو ډېر اټکلوي او وایي چې د لوټ شویو پیسو لویه برخه د بهرنیو هېوادونو په اقتصادونو کې ورګډه شوې ده. (الجزیره نېټ، ۲۰۲۶/۷/۳)]

۹. په دې توګه، وروسته له هغې چې د عراق ولسمشر علي الزیدي د لومړي وزیر په توګه وټاکه، د الشرق ټلوېزیون د ۲۰۲۶م کال د مې د ۱۰مې د راپور له مخې، د امریکا د غوښتنو په لېست کې له عراقي حکومت څخه د ایران د نفوذ د لرې کولو لپاره عملي اقدامات او د وسله‌والو ډلو بې‌وسلې کول شامل وو. په حقیقت کې، الزیدي د امریکا د غوښتنو پر پلي کولو پیل وکړ: [د عراق د لومړي وزیر، علي الزیدي، له لوري په حساسو امنیتي او اقتصادي بنسټونو کې پراخو بدلونونو او د یو شمېر چارواکو ګوښه کولو، چې د امریکا له استازي ټام بارک سره تر لیدنې وروسته او واشنګټن ته د هغه له تمه کېدونکي سفر مخکې ترسره شول، دا بحثونه راپورته کړل چې ایا د هغه دغه «اقدامات» د دولت د واک د بېرته ټینګولو لپاره یو ګام و، او که د هغو فشارونو په غبرګون کې وو چې موخه یې ایران ته د نږدې ډلو نفوذ په نښه کول وو. (الجزیره نېټ، ۲۰۲۶/۶/۱۹)]. وروسته په عراق کې سیاسي تحولات چټک شول: [د عراق پلازمېنې، بغداد، په شنه سیمه کې د بې‌ساري امنیتي عملیاتو شاهد و؛ د عراق ځانګړو ځواکونو د لومړي وزیر علي الزیدي په امر ۴۷ چارواکي د فساد په تور ونیول، چې د پارلمان ۱۲ اوسني غړي هم پکې شامل وو. د دغه کمپاین په ترڅ کې د تېلو وزارت مرستیال، علي معارج، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې و، هم له دندې ګوښه شو. (بي‌بي‌سي، ۲۰۲۶/۶/۳۰)]

۱۰. په دې توګه، څرګندېږي چې په عراق کې سیاسي نفوذ په بشپړ ډول د امریکا دی. امریکا د نوري المالکي هغه نوماندي رد کړه چې ایران ته د وفادار په توګه یادېدونکي «همغږۍ چوکاټ» وړاندې کړې وه او پر دغه چوکاټ یې علي الزیدي د نوماند په توګه تحمیل کړ؛ د «همغږۍ چوکاټ» هم همداسې وکړل. وروسته امریکا الزیدي ته امر وکړ چې دغه ډلې له صحنې لرې او بې‌وسلې کړي، په داسې حال کې چې د هغه له ټاکل کېدو یوازې څو ورځې تېرې شوې وې. الزیدي عملاً د دغو غوښتنو پر پلي کولو پیل وکړ او ورپسې یې د فساد ضد کمپاین هم پیل کړ. له همدې امله، د فساد ضد کمپاین په عراق کې ایران ته د وفادارو کسانو پر سر د ځوړندې تورې په څېر دی؛ که څه هم نور چارواکي هم ترې اغېزمنېږي، ځکه په عراق کې داسې چارواکی په سختۍ موندل کېږي چې په فساد کې ښکېل نه وي. داسې ښکاري چې د الزیدي حکومت او تر شا یې امریکا، وسله‌والو ډلو، ایران ته وفادارو ډلو او چارواکو ته ګواښ کوي چې باید د دولت امرونه ژر تر ژره پلي کړي؛ که ځنډ وکړي، د فساد دوسیې یې په تمه دي، او دا دوسیې هم لویې دي. له دې تړاو پرته، په هغه سیاسي نظام کې د فساد ضد کمپاین په بله توګه نشي تفسیرېدای چې امریکا له هر اړخه په فساد ککړ جوړ کړی دی.

۱۱. خو دا چې د ځینو کسانو په ګومان، عراق هڅه کوي د امریکا او ایران د نفوذ ترمنځ انډول وساتي او د دلیل په توګه د ۲۰۲۶م کال د جولای په ۱۳مه سپینې ماڼۍ ته د علي الزیدي سفر یادوي، چې ولسمشر ټرمپ یې تود هرکلی وکړ، او ورپسې د جولای په ۲۳مه تهران ته د هغه سفر؛ دغه راز: [د اکسیوس د یوه خپاره شوي راپور له مخې، الزیدي د ایران له هغو هڅو سره سره چې غوښتل یې امریکا ته د هغه رسمي سفر لغوه کړي، ټینګار وکړ چې خپل سفر به کوي؛ وروسته یې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل. په راپور کې دا هم راغلي چې د عراق لومړي وزیر واشنګټن ته تر سفر څو ورځې وړاندې د ایران د ستر رهبر، علي خامنه‌يي، د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و؛ داسې صحنه چې د تهران او واشنګټن دواړو سره په اړیکو کې د هغه انډول څرګندونه کوي چې بغداد یې د ساتلو هڅه کوي. (العربیه، ۲۰۲۶/۷/۱۶)]؛ خو د دغه ډول انډول خبره له واقعیت څخه ډېره لرې ده. په عراق کې د امریکا د نفوذ واقعیت تر بل هر څه له ۲۰۰۳م کال راهیسې هلته د امریکا پوځي حضور په ښه توګه څرګندوي. ډېری چارواکي د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره کوي، خو وروسته څرګندېږي چې دغه ځواکونه لا هم په عراق کې حضور لري او ان پر عراقي ډلو د برید توان هم لري؛ لکه څنګه چې یې د چورلکو په وسیله بریدونه کړي دي. له ایران سره د جګړې پر مهال دغو بریدونو دا هم وښوده چې هغه هوايي ډګرونه، چې بریدونه ترې ترسره کېدل، نږدې وو. دغه راز امریکا یهودي رژيم ته زمینه برابره کړه چې په عراق کې لنډمهالې پوځي اډې جوړې کړي او له هغه ځایه پر ایران بریدونه وکړي.

سربېره پر دې، بېلابېل واردوونکي هېوادونه د عراق د تېلو عواید د امریکا په خزانه کې یوه ځانګړي حساب ته لېږدوي. وروسته امریکا عراقي حکومت ته د امریکا له سیاست سره د هغه د غاړه اېښودو په کچه پیسې ورکوي. نن امریکا له عراقي حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره اقدام وکړي، له حکومت څخه د ایران نفوذ لرې کړي او له ایران سره تړلي چارواکي له دندو ګوښه کړي؛ ان که هغوی د نوري المالکي په څېر د امریکا وفادار مزدوران هم وي. امریکا پر «همغږۍ چوکاټ»، چې ایران ته د وفادار په توګه یادېږي، فشار راوړ چې الزیدي نوماند کړي؛ خو وروسته یې الزیدي وهڅاوه چې د همدغه چوکاټ د ډلو پر وړاندې ودرېږي. نن امریکا په بېړه د الزیدي له حکومت څخه غواړي چې له سپاه پاسداران سره تړلې هغه وسله‌والې ډلې بې‌وسلې کړي چې د امریکا پر وړاندې عملیات کوي. عراقي حکومت دغو ډلو ته د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر تر ۳۰مې ضرب‌الاجل ټاکلی چې خپلې وسلې وسپاري. دا په دې معنی ده چې حکومت به د واشنګټن د لارښوونو له مخې خپل امنیتي ځواکونه د عراقیانو پر وړاندې وکاروي!

ټرمپ په عراق کې د امریکا پر نفوذ او لوټ تالان ویاړي او ادعا کوي چې د هغه د هېواد د ګټو د ساتلو لپاره همدا حکومت بسنه کوي. [ټرمپ په اوول دفتر (Oval Office) کې له الزیدي سره د لیدنې پر مهال وویل: «موږ فکر نه کوو چې نور هلته خپلو پوځیانو ته اړتیا لرو.» هغه زیاته کړه: «اوس د تېلو ټول شرکتونه ورځي، له عراق سره شراکتونه جوړوي او اړیکې یې ډېرې ښې روانې دي.» (اې‌پي نیوز، انډیپنډنټ عربي، ۲۰۲۶/۷/۱۵)]. په دې توګه، امریکا د خپلو ګټو د تامین لپاره خپل مزدوران کاروي!

۱۲. په پای کې، رښتیا هم ډېره دردناکه ده، عراق چې یو وخت د خلافت مرکز و او خلیفه یې د روم امپراتور ته ویلي وو: «ځواب به وانه ورې، بلکې په خپلو سترګو به یې ووینې»، بیا یې د مسلمانانو لښکرونه راټول کړل او داسې درس یې ورکړ چې ماغزه یې بېرته ورته پر ځای کړل؛ نن همغه عراق د امریکا لخوا اداره کېږي. یوازې سیاسي اړخ نه دی؛ بلکې د عراق مالونه هم د امریکا په لاس کې دي. عراقي حکومت د پيسو خوشي کولو په اړه د امریکا له اجازې پرته ان د خپلو کارکوونکو معاشونه هم نشي ورکولی! په حقیقت کې، دا یوه ستره ګناه او لوی جنایت دی. الله سبحانه وتعالی د دغو نظامونو په اړه فرمایي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ [الأنعام: ۱۲۴]

ژباړه: ژر به هغو کسانو ته چې جرمونه یې کړي، د الله په نزد ذلت او د هغو دسیسو له امله سخت عذاب ورسېږي چې دوی جوړولې.

امت به هغه وخت له دغه ذلت څخه خلاصېږي چې حزب‌التحریر ـ هغه مخکښ چې خپلو خلکو ته دروغ نه وایي ـ ته د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړي. یوازې هغه وخت به د الله سبحانه وتعالی وعده پوره شي.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْض.. [النور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده کړې چې خامخا به هغوی په ځمکه کې خلیفه‌ګان وګرځوي.

او بیا به، تر دې جبري واکمنۍ وروسته چې موږ پکې ژوند کوو، د رسول الله ﷺ هغه زېری هم پوره شي. حذیفه رضی الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: ... بیا به جبري واکمني وي او تر هغو به دوام کوي چې الله سبحانه وتعالی وغواړي؛ بیا چې کله وغواړي، هغه به له منځه یوسي؛ وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي.» بیا (رسول الله ﷺ) چوپ شو. او بیا به د الله سبحانه وتعالی نصرت ترلاسه شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيم [الروم: ۴-۵]

ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشحاله شي؛ الله چې هر چا ته وغواړي نصرت ورکوي او هغه برلاسی او مهربان ذات دی.

 

۱۴۴۸هـ.ق د صفر ۲۲مه

۲۰۲۶م؛ د اګسټ ۵مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې