- مطابق
پوښتنه:
د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۳مه، د امریکا د جګړې وزیر او د اندونیزیا د دفاع وزیر د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د دفاعي همکارۍ د سترې ملګرتیا (Major Defense Cooperation Partnership - MDCP) د جوړېدو اعلان وکړ. تر دې مخکې د امریکا د جګړې وزارت یو محرم سند افشا شوی و، چې د امریکایي الوتکو لپاره د اندونیزیا له فضایي حریم څخه د پراخې الوتنې او تېرېدو اجازه پکې یادېدله. نو د دغه تړون محتوا او پایلې څه دي؟ دا به د اندونیزیا او امریکا پر اړیکو څومره اغېز وکړي؟ او همدارنګه له چین سره پر اړیکو به یې اغېز څه وي؟
ځواب:
د دې موضوع د لا روښانېدو لپاره لاندې ټکي بیانوو:
۱ـ د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۳مه په ګډه اعلامیه کې داسې راغلي: «د امریکا د جګړې وزیر او د اندونیزیا د دفاع وزیر د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د دفاعي همکارۍ د سترې ملګرتیا (Major Defense Cooperation Partnership - MDCP) د جوړېدو اعلان وکړ. دا د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د دوهاړخیزو دفاعي اړیکو ځواک او وړتیاوې څرګندوي. همدارنګه د MDCP موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره به د یوه لارښود چوکاټ حیثیت ولري. د دغه اعلان له مخې، دواړه هېوادونه یو ځل بیا د هند-پاسیفیک په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره خپله ګډه ژمنتیا کوي. دا ملګرتیا پر دریو اساسي برخو ولاړه ده، چې د متقابل درناوي او ملي حاکمیت پر بنسټ عملي کېږي:
لومړی: د پوځ عصري کول او د وړتیاوو جوړول؛
دویم: مسلکي پوځي روزنه او تعلیم؛
درېیم: ګډ تمرینونه او عملیاتي همکاري؛
۲ـ د ګډې اعلامیې تر خپرېدو دوه ورځې مخکې، د هند د Sunday Guardian ورځپاڼې په وېبسایټ کې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۲مه داسې راپور خپور شو: «د امریکا جګړې وزارت یو محرم سند افشا کړ او د دغه پلان یادونه پکې شوې وه، چې امریکایي پوځي الوتکو ته د اندونیزیا د فضایي حریم له لارې د پراخو او بشپړو تېرېدو اجازه ورکړل شي. دا تر هغې غونډې وروسته مطرح شوه، چې د فبرورۍ په میاشت کې د اندونیزیا د ولسمشر پرابوو سوبیانتو او د ټرمپ ترمنځ په واشنګټن کې ترسره شوې وه او دا د هند-پاسیفیک په سیمه کې د امریکا د عملیاتي نفوذ د پراخولو یو مهم ګام بلل کېږي. پرابوو د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې واشنګټن ته سفر کړی و، ترڅو د Board of Peace (BoP) په غونډه کې ګډون وکړي. د دغه سفر په ترڅ کې، نوموړي له ټرمپ سره په دوهاړخیزه غونډه کې د هغه وړاندیز ومانه، چې له مخې یې امریکایي الوتکو ته د اندونیزیا له فضایي حریم څخه د پراخې تېرېدنې اجازه ورکول کېږي، لکه څنګه چې د امریکا په یوه محرم سند کې یې تفصیل ورکړل شوی و. ( Sunday Guardian ۲۰۲۶/۴/۱۲)
۳- ورځپاڼه د همدغه محرم سند له قوله زیاتوي: «د دې ژمنې د عملي کولو لپاره، د امریکا د جګړې وزارت د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۶مه [د امریکا د الوتنو د تېرېدو فعالول (Operationalizing U.S. Overflight)] تر سرلیک لاندې یو سند د اندونیزیا دفاع وزارت ته واستاوه. په دغه سند کې وړاندیز شوی چې یو رسمي تفاهم رامنځته شي، چې له مخې به یې اندونیزیا، امریکایي پوځي الوتکو ته اجازه ورکوي چې د خپل فضایي حریم له لارې د بېړنیو عملیاتو، د کړکېچونو په غبرګون کې د ماموریتونو او د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه شویو پوځي تمرینونو لپاره تېرې شي. همدارنګه سند دا هم ټاکي چې: «امریکایي الوتکې کولی شي چې یوازې د خبرتیا په ورکولو سره مستقیمې تېرې شي، تر هغه وخته چې د امریکا له خوا د دې اجازې د لغوه کېدو خبر نه وي ورکړل شوی.»
۴ـ یو بل مهم ټکی هم شته چې د اندونیزیا له هغو ټولو جزیرو (ټاپوګانو) سره تړاو لري، چې اوږدوالی یې له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې تر ۵۰۰۰ کیلومترو زیات دی او د هند سمندر او ارام سمندر ترمنځ مهمې هوايي لارې لري. همدا ځانګړتیا ده چې دغه لاسرسی د واشنګټن لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. ځکه د اندونیزیا ټول فضایي حریمونه یو شان نه دي. د ملګرو ملتونو د سمندري قوانینو د کنوانسیون (UNCLOS) د ۵۳مې مادې له مخې، ټاکل شوې سمندري لارې (ALKI) لکه؛ د سوندا تنګی، د لومبوک تنګی، د مکاسر تنګی او د آرو سمندر لارې، د بېړیو او الوتکو لپاره ځانګړي د تېرېدو حقونه ولري او اندونیزیا نشي کولی چې دغه حقونه وځنډوي. خو دا لارې زیاتره له شمال څخه جنوب ته غځېدلي دي. په داسې حال کې چې د امریکا عملیاتي لارې ـ چې ګوام، فیلیپین، استرالیا او دیګو ګارسیا سره نښلوي ـ ډېر وخت له ختیځ څخه لوېدیځ ته غځېږي، د داسې فضایي حریم له لارې چې د اندونیزیا د ۲۰۰۲م کال د ۳۷م قانون له مخې لا تر اوسه د ټاکل شوو ارخبېلي لارو برخه نه دی ګرځېدلی. همدلته د دغه تړون خطر څرګندېږي! ځکه دا تړون امریکا ته اجازه ورکوي چې له ختیځ څخه لوېدیځ ته د تېرېدو حق ترلاسه کړي، هغه لارې چې امریکا ورته ځانګړې لېوالتیا لري. لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۴م کال کې د «سمندري حدودو» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې دا لارې باید د نړیوال قانون له مخې پرانیستې وي.
۵ـ همدارنګه «د کړکېچونو غبرګون» اصطلاح دومره پراخه ده، چې کېدای شي له بشري مرستو څخه نیولې تر پوځي بریدونو پورې هر څه پکې شامل شي. همدارنګه «بیړني عملیات» هم هر ډول مانا لرلی شي؛ په طبیعي پېښو کې د مرستو له همغږۍ څخه نیولې بیا د جنوبي چین سمندر یا تر هغه د هاخوا پوځي عملیاتو پورې. نو په داسې حالت کې چې د «پراخ لاسرسي» یا «پراخو تېرېدو» نظام نافذ وي، اندونیزیا نشي کولی چې په اغېزمن ډول د هرې الوتنې پر بنسټ دا عملیات سره بېل کړي. که یوه امریکایي الوتکه د اندونیزیا له فضایي حریم څخه د درېیم هېواد پر ضد پوځي عملیاتو ته روانه وي، نو اندونیزیا به پکې منځګړې وګرځي، که جاکارتا دا وغواړي او که نه او که مخکې خبر وي او که نه. درېیم هېواد به د اندونیزیا د نیتونو د تړون تفصیلونو ته هېڅ پام ونه کړي، بلکې د اندونیزیا خاوره به د امریکایي ځواکونو د تېرېدو د لارې په توګه وګڼي.
۶ـ د دغه محرم سند او د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د دفاعي همکارۍ د تړون په اړه د چین دریځ: ګلوبل ټایمز ورځپاڼې چې د چین په ولسي ازادۍ پوځ پورې تړلې رسنۍ ده، په خپل X حساب کې لیکلي دي، کله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند «Guo Jiakun» څخه وپوښتل شول، چې د اندونیزیا له خوا د دغه وړاندیز د ارزونې چې امریکایي پوځ ته دې په خپل فضایي حریم کې د تېرېدو اجازه ورکوي او همدارنګه د واشنګټن او جاکارتا د پوځي اړیکو په اړه څه وایي، هغه د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۷مه وویل: «د ASEAN منشور او د جنوب ختیځې اسیا د دوستۍ او همکارۍ تړون په څرګنده توګه دا وايي، چې غړي هېوادونه د سیمې د سولې، امنیت او سوکالۍ د پیاوړتیا ګډ مسؤلیت لري او هغوی ته اجازه نشته چې په داسې سیاست یا فعالیت کې برخه واخلي ـ ان که د خپلې خاورې کارول هم پکې شامل وي ـ چې د نورو غړو هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ کړي.» هغه زیاته کړه: «موږ کلک باور لرو چې د هېوادونو ترمنځ دفاعي او امنیتي همکاري باید د کوم درېیم لوري ګټې زیانمنې نه کړي او د سیمې پر سولې او ثبات هم باید منفي اغېزې ونه لري.»
۷ ـ د هند او ارام سمندر (اندو-پاسیفیک) په سیمه کې جاپان، سوېلي کوریا، فليپین، ټایلند او اسټرالیا له امریکا سره ګډ دفاعي تړونونه لري. دا په دې معنا ده چې که د امریکا پر شریکانو برید وشي، نو امریکا باید دفاع ترې وکړي. په ورته وخت کې سنګاپور د جنوبې ختیځې اسیا په سیمه کې د واشنګټن له نږدې امنیتي شریکانو څخه دی، که څه هم د دفاعي تړون له مخې رسمي متحد نه دی، خو د ۲۰۰۵م کال د ستراتیژیک چوکاټ تړون له مخې، امریکا سنګاپور د امنیتي همکارۍ یو مهم شریک وپېژاند. وروسته په ۲۰۱۵م کال کې سنګاپور او امریکا د پرمختللې دفاعي همکارۍ یو ګډ تړون لاسلیک کړ، چې د بیولوژیکي امنیت، سایبري دفاع، بشري مرستو، د طبیعي پېښو پر مهال د مرستې او ستراتیژیکو اړیکو په برخو کې د همکارۍ برخې پکې ټاکل شوې دي (د آسیا نیوز چینل، ۲۰۲۶/۴/۲۰).
۸- د MDCP تړون د محتوا له کتنې او دقیقې ارزونې وروسته لاندې ټکي څرګندېږي:
الف- دا تړون امریکا ته لاره هواروي چې د سمندري چارو په ډګر کې لا ډېره داخله شي او پر ملقا تنګي خپل کنټرول زیات کړي. ملقا تنګی د اندونیزیا لپاره یوه مهمه سمندري لاره ده، چې هغه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول مالیزیا او سنګاپور سره نښلوي. د دې معنا دا ده چې امریکا به پر ملقا تنګي خپل نفوذ زیات کړي؛ هغه تنګی چې د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ تر ټولو مهم سمندري مسیر ګڼل کېږي. ملقا تنګی په عین حال کې د چین، جاپان او جنوبي کوریا د انرژۍ حیاتي رګ دی. د یادونې وړ ده چې د چین د خامو تېلو او ګازو ډېری واردات له همدې تنګې لارې تېرېږي، چې د اندونیزیا، مالیزیا او سنګاپور ترمنځ پرته ده. امریکا په وروستیو کې د دې تشې د ډکولو لپاره بیړه کړې او دا تصادفي نه ده چې دا کار د ټرمپ په دوره کې کېږي.
ب- دا تړون په اندونیزیا کې د امریکایي پوځي وسایلو لپاره لاره هواروي، چې په ځانګړي ډول د جنګي بېړیو لپاره به د ترمیم، ساتنې او بیارغونې پراخې اسانتیاوې برابرې شي او ان ښايي دې ته ورته تاسیسات جوړ شي. د MDCP تړون په ګډه اعلامیه کې هم د ساتنې، ترمیم او بیا نوي کولو په برخه کې د همکارۍ یادونه شوې، ترڅو د عملیاتي چمتووالي کچه لوړه شي. د یادونې وړ ده چې امریکا مخکې هم د شمالي سولاویزي د بیتونګ په سیمه کې د داسې سمندري اډې د جوړولو لېوالتیا ښودلې وه، ترڅو خپلې جنګي بېړۍ هلته ترمیم او ساتنه یې وکړي.
ج- دا تړون داسې یو نظام ټینګوي چې پر «خبرتیا» ولاړ دی (یعنې یوازې اطلاع ورکول)، نه دا چې د هرې پېښې لپاره جلا جلا اجازه واخیستل شي. دا کار د امریکایي پوځي ځواکونو پر تګ راتګ لګېدلي اداري محدودیتونه ډېر کموي. همدارنګه تړون د همغږۍ میکانیزمونه هم ټاکي لکه؛ د ارام سمندر په سیمه کې د امریکا د هوايي ځواکونو او د اندونیزیا د هوايي عملیاتو د مرکزونو ترمنځ مستقیم بیړنی تماس (Hotline)او ورسره موازي د اړیکو ډیپلوماتیکې او پوځي لارې. د «خبرتیا» دغه نظام، یعنې یوازې د تېرېدو خبر ورکول پرته له دې چې د هرې پېښې لپاره اجازه واخیستل شي، په حقیقت کې امریکایي پوځي الوتکو ته دا اسانتیا برابروي چې د اندونیزیا له فضایي حریم څخه په اسانۍ او بې له ځنډه تېرې شي. دا موضوع د دې لپاره ډېره مهمه ده چې امریکایي الوتکې وکولی شي، چې د اسټرالیا په ډاروین کې له خپلې اډې څخه د اندونیزیا د فضایي حریم له لارې د چین او تایوان پر لوري لاړې شي او بیا تر فلیپین او جاپانه پورې ورسېږي.
دـ دا تړون د اندونیزیا او امریکا ترمنځ د روان کال د اړیکو پرمختګونو ته هم اشاره کوي، چې ځینې یې دا دي:
لومړی: د ټرمپ په مشرۍ د امریکا په «سولې شورا» کې د اندونیزیا ګډون: «اندونیزیا اعلان وکړ چې د غزې لپاره د سولې په ماموریت کې د ۸ زرو سرتېرو د چمتو کولو توان لري... او اندونیزیا لومړنی هېواد دی چې د ټرمپ له خوا د غزې لپاره د سولې شورا په نوښت کې یې په رسمي ډول د ځواکونو د لېږلو ژمنه کړې، په داسې حال کې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند حالت له ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې تر دوو کلونو ویجاړوونکې جګړې وروسته دوام لري.» ( RT، ۲۰۲۶/۲/۱۶)
دویم: په همدې میاشت کې د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د ګډې سوداګرۍ تړون هم لاسلیک شو: «اندونیزیا او امریکا یو سوداګریز تړون لاسلیک کړ چې موخه یې پر اندونیزیايي توکو د امریکایي ګمرکي مالیاتو له ۳۲٪ څخه ۱۹٪ ته راکمول دي. همداسې جاکارتا ځینې ګمرکي معافیتونه هم تر لاسه کړل، چې پکې د پام تېل (Palm Oil) ـ چې د دغه هېواد مهم صادرات دي - او نور توکي هم شامل وو. دا تړون په واشنګټن کې د اندونیزیا د اقتصاد وزیر «ایرلانغا هارتارتو» او د امریکا د سوداګرۍ استازي جامیسن ګریر ترمنځ له څو میاشتو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو. په بدل کې یې اندونیزیا ژمنه وکړه، چې پر ډېرو امریکایي محصولاتو به په ټولو سکټورونو کې ګمرکي خنډونه لرې کړي. همدارنګه جاکارتا ومنله چې د هغو بهرنیو شرکتونو پر وړاندې به اقدامات کوي، چې د امریکا سوداګریزو ګټو ته زیان رسوي او د حیاتي منرالونو او انرژۍ په برخه کې به د امریکایي پانګونو لپاره اسانتیاوې برابروي؛ داسې چې د نادرو ځمکنیو عناصرو (Rare Earth Elements) د سکټور د پراختیا لپاره به له امریکایي شرکتونو سره همکاري کوي. د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبانتیو واشنګټن ته سفر وکړ، ترڅو دا تړون بشپړ کړي او د امریکا-اندونیزیا د سولې شورا د مشرانو په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي. هغه له ټرمپ سره یو سند هم لاسلیک کړ، چې سرلیک یې داسې و: «د امریکا-اندونیزیا د نوي زرین پړاو پر لور د تړون پلي کول». سپینې ماڼۍ ویلي چې دا تړون به د دواړو هېوادونو اقتصادي امنیت او وده لا پیاوړې کړي.» (الشرق الاوسط، ۲۰۲۶/۲/۲۰)
درېیم: د هند «Sunday Guardian» ورځپاڼې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۲مه په خپل وېبسایټ کې لیکلي: «د امریکا د جګړې وزارت محرم سند داسې یو پلان افشا کړ، چې له مخې به یې امریکایي پوځي الوتکو ته د اندونیزیا له فضایي حریم څخه د پراخو تېرېدو اجازه ورکړل شي. دا د فبرورۍ په میاشت کې د اندونیزیا د ولسمشر پرابوو سوبیانتو او ټرمپ ترمنځ په واشنګټن کې له ترسره شوې غونډې وروسته شوی و، چې د هند-پاسیفیک په سیمه کې د امریکا د عملیاتي نفوذ د پراخولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي، لکه څنګه چې په امریکایي محرم سند کې ذکر شوي وو.» (Sunday Guardian، ۲۰۲۶/۴/۱۲)
څلورم: د MDCP تړون لاسلیک چې مخکې مو تشریح کړ او د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۱۳مه په ګډه اعلامیه کې داسې راغلي: د امریکا د جګړې وزیر او د اندونیزیا د دفاع وزیر د امریکا او اندونیزیا ترمنځ د دفاعي همکارۍ د سترې ملګرتیا (Major Defense Cooperation Partnership - MDCP) د جوړېدو اعلان وکړ... دا ملګرتیا پر دریو اساسي برخو ولاړه ده:
لومړی: د پوځ عصري کول او د وړتیاوو جوړول؛
دویم: مسلکي پوځي روزنه او تعلیم؛
درېیم: ګډ تمرینونه او عملیاتي همکاري؛
دا څلور ټکي د اندونیزیا او امریکا د اړیکو حقیقي بڼه څرګندوي... او هغه څه تاییدوي چې د سیاسي مفاهیم کتاب (د لرې ختیځ قضیه/ص ۱۵۸-۱۵۹) کې راغلي دي: «تر هغه وروسته چې امریکا په دې وتوانېده، چې هالنډ له اندونیزیا څخه وباسي، نو هڅه یې وکړه چې خپله د هغه ځای ونیسي. خو اندونیزیایانو کلونه کلونه مقاومت وکړ او ویې نه منله چې یو استعمار ووځي او بل راشي. نو امریکا د اندونیزیا پر وړاندې د خنډونو جوړول پیل کړل او بغاوتونه یې ورباندې راپورته کول... د دغو فشارونو له امله د اندونیزیا واکمنان مجبوره شول، چې د امریکا پورونه او پوځي مرستې ومني او په دې توګه اندونیزیا د امریکا تر نفوذ لاندې راغله او د سوکارنو له وخته د امریکا له تابعینو څخه وشمېرل شوه. په دې توګه امریکا پرې واکمنه شوه، په ځانګړي ډول پر پوځ او اقتصاد یې کنټرول ترلاسه کړ او دا حالت تر نن ورځې پورې دوام لري.»
همدارنګه موږ مخکې د اوسني ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته، د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۱۱مه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «له پورته حالاتو څخه څرګندېږي چې د اندونیزیا نوی ولسمشر پرابوو سوبانتیو له هغې ورځې چې د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۲۰مه یې د ټاکنو بریا اعلان کړه، تر دې چې د اکتوبر په ۲۰مه یې لوړه وکړه، نوموړی وروسته هم د خپلو مخکېنیو حاکمانو په لاره روان شو، ان له امریکا سره یې اړیکه نوره هم غښتلې کړه او د امریکا نفوذ لا هم پر اندونیزیا حاکم دی!» په دې توګه اندونیزیا د امریکا تر نفوذ لاندې یو تابع دولت ګرځېدلی دی... په داسې حال کې چې اندونیزیا ستر موقعیت او لوی نفوس لري او تر ټولو مهمه دا چې هلته په لویه کچه اسلام خپور شوی دی؛ په دې توګه که چېرې د ژوند په ټولو چارو کې اسلام پلی کړي او راشده خلافت دولت تاسیس کړي، پر ټوله نړۍ به اغېز وکړي او خیر به خپور کړي... او له دغه لوی فرض سره به د الله تعالی رضا تر لاسه کړي. مګر که دغه کار ونشي، نو د اندونیزیا نظام به د امریکا په لومو کې ګیر پاتې شي، د هغه هېواد تابع به شي، هر امر به یې مني، له نهې به یې منعه کېږي او په دې سره به خپله دنیا او آخرت له لاسه ورکړي او همدا یو ښکاره زیان دی.
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]
۱۴۴۷هـ.ق کال د ذوالخجې ۱۴مه
۲۰۲۶م کال د مې لومړۍ




