- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
په سیاستوالو او رسنیو کې د «پټ دولت/Deep State» اصطلاح پراخ شهرت موندلی؛ خو کله چې د دغې اصطلاح اړوند څرگندونې وڅېړل شي، ښکاري چې په فهم کې یې اختلاف شته. آیا ممکنه ده چې د دې مفهوم یو راجح او د باور وړ تعریف روښانه کړئ، تر څو وکولای شو له دې اصطلاح سره تړلې سیاسي پېښې ښې درک کړو؟ همداراز، که ممکنه وي، نو له څو بېلګو سره یې لا واضح کړئ. که د دغو بېلګو غوښتنه مو له لویو او مهمو کارونو را ګرځوي، نو وبښئ. ډېره مننه.
ځواب:
هو، هغه څه چې د «پټ دولت» د اصطلاح په اړه خپاره شوي، د بېلابېلو برداشتونو موجودیت ښيي. ځینې دا اصطلاح پر هغو بانفوذه قشرونو اطلاقوي چې د واک په رسمي جوړښت کې ځای نه لري، خو په پټه د واکمن نظام پر ضد فعالیت کوي؛ لکه په ترکیه کې.
بلې ډلې «پټ دولت» داسې یو ځواک ګڼلی چې عملاً د نظام کنټرول په لاس کې لري، یو هیواد په خپله خوښه چلوي، او کله چې کومه ستونزه راولاړېږي، نو پړه یې پر نورو ور اچوي؛ داسې چې په موقتي توګه له واکه ځان څنګ ته کوي، بله ډله د بدیل په توګه راولي، څو د ستونزې مسولیت واخلي، او بیا وروسته بېرته راګرځي ـ لکه په بریتانیا کې.
ځینې نور دا اصطلاح د نظام دننه د اغېزناکو او نفوذ لرونکو ګوندونو ترمنځ د جګړې په معنا ګڼي، لکه څرنګه چې دا حالت د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په متحده ایالاتو کې لیدل شوی دی. یوه بله ډله بیا خپلې مدیریتي کمزورۍ او نیمګړتیاوې د «پټ دولت» په نامه یادې اصطلاح ته منسوبوي، چې خپلې ناکامۍ او د حکومتولۍ خلاوې پټې کړي.
همداراز، ځینې نور دا اصطلاح د عامه ذهنیتونو د انحراف لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي؛ نو هر ځل چې غواړي د خلکو پام یوې ځانګړې موضوع ته واړوي یا یې له یوې بلې موضوع منحرف کړي، له «پټ دولت» یا ورته تعبیرونو څخه ګټه اخلي. او ځینې بیا استعماري دولتونه په خپلو مستعمراتو کې هماغه «پټ دولت» ګڼي.
د دې اصطلاح د راجح او معتبرې معنا د روښانه کولو لپاره، لومړی باید د «پټ دولت» څو تعریفونه وڅېړو:
لومړی ټکی: یو څو تعریفونه چې د پټ دولت په اړه وړاندې شوي:
۱. ویبسټر قاموس، چې د نړۍ له زړو او مشهورو قاموسونو دی، «پټ دولت» داسې تعریفوي: «یوه پټه شبکه چې له غیرمنتخبو دولتي چارواکو او کله ناکله له خصوصي ادارو جوړه شوې وي، چې له قانوني چوکاټ څخه بهر فعالیت کوي، تر څو پر سیاستونو او د هغوی پر تطبیق اغېز یا نفوذ ولري. په بل عبارت؛ د نظامونو او اساسي قانون تر شا یو ژور ځواک شته چې د هېواد کنټرول په لاس کې لري. دغه ځواک خپله ځانګړې اجنډا لري او کولای شي د منتخب حکومت پرېکړې کمزورې او خنثی کړي.»
۲. په ویکيپېډیا کې راغلي: «په ترکیه کې پټ دولت (په ترکي: Derin Devlet) هغو بانفوذه او د ډيموکراسۍ ضد ایتلافونو ته ویل کېږي چې د ترکیې د سیاسي جوړښت دننه شته او د داخلي او بهرنيو استخباراتي سازمانونو، د ترکیې پوځ، امنیتي بنسټونو، قضايي دستګاه، او ان مافیا عناصر پکې شامل دي. دا شبکه د زور او فشار وسایلو ته په لاس اچولو، ډېر وختونه په پټه سیاسي او اقتصادي مخکښان تر اغېز لاندې راولي چې په سیاسي ډګر کې د ظاهري ډيموکراسۍ تر چتر لاندې ځانګړي ګټې خوندي کړي.»
۳. کله چې د هغو کسانو موخه وڅېړل شي چې دا اصطلاح کاروي، نو معلومېږي چې «پټ دولت» هغه پټ ځواک ته ویل کېږي چې د دولت د رسمي جوړښت دننه یا بهر وي او د سیاسي نظام واګې یې په لاس کې دي؛ یعنې خپل سیاستونه، نظریات او تمایلات پر هغو سیاستوالو تپي چې قانوناً ټاکل شوي وي.
دغه پټ ځواک، د اشخاصو له منسجمې شبکې جوړ دی چې د دولت د حساسو مرکزونو ـ لکه نظامي، امنیتي او سیاسي بنسټونو ـ دننه يې نفوذ کړی، او له قانوني دولت څخه په جلا توګه فعالیت کوي. کله ناکله، د دې شبکې د یادولو لپاره له نورو اصطلاحاتو هم کار اخیستل کېږي، لکه «موازي دولت»، «سیوری دولت» یا «د دولت دننه دولت».
۴. یو بل تعریف هم شته، چې د ناکامو یا له واکه پاتې سیاستوالو له خوا کارول کېږي؛ دوی «پټ دولت» د خپلې ناکامۍ او ماتو د پټولو لپاره د یوې پلمې په توګه وړاندې کوي. په بل عبارت دا یوه غولوونکې اصطلاح ده، چې د هغو واکمنانو د سپیناوي لپاره کارول کېږي چې په یوه هېواد کې يې فساد، ظلم یا خیانت خپور کړی وي. په دې حالت کې، حاکم پټ اشخاص متهموي او ستونزې «پټ دولت» ته منسوبوي، تر څو عامه ذهنونه منحرف کړي، او خلک د بدلون غوښتنه ونه کړي.
۵. یو بل لیدلوری هم شته چې له مخې یې، استعماري دولتونه په خپلو مستعمرو کې هماغه «پټ دولت» ګڼل کېږي؛ هغوی د پردې تر شا په نفوذي توګه د مستعمره هېوادونو سیاسي نظامونه کنټرولوي، یو واکمن پر ځای ساتي او بل له واکه لرې کوي.
دویم ټکی: د پټ دولت راجح (دقیق او منل شوی) تعریف:
۱ .په دغو تعریفونو کې په دقت او ژور فکر سره، راجح تعریف دا دی چې «پټ دولت» په یوه هېواد کې داسې یو اغېزناک ځواک (که هغه سیاسي وي، که اقتصادي، یا په بانفوذه اشرافي کورنیو پورې تړلی وي) ته وايي چې له همدغه هېواد یا بهر څخه وي، په رسمي ډول د حکومت په جوړښت کې نه وي، بلکې په پټه او مخفي توګه پر حکومت اغېز کوي او پر رسمي حکومتي بنسټونو اغېزناک فشار واردوي، څو خپلې غوښتنې تطبیق کړي یا حکومت بدل کړي.
۲ .خو که یو حاکم د خلکو د دوکه کولو لپاره، د فساد له تور څخه د خپل ځان ژغورلو په موخه، پړه پر داسې اداره واچوي چې «پټ دولت» ورته وايي (یعنې د خپل فساد د پټولو لپاره یوه پلمه جوړوي)، نو دا حالت رښتینی «پټ دولت» نه شي بلل کېدی؛ ځکه دا چل او دوکه له یوه خپلواک او مخالف ځواک څخه نه، بلکې پخپله له حاکم څخه صادریږي.
۳ .همداراز، دا چې استعماري دولتونه د «پټ دولت» په توګه یاد شي، هم ناسم دی؛ ځکه دا دولتونه بهرني ځواکونه دي چې پر خپلو مستعمرو تسلط لري، نه داسې پټ ځواکونه چې د هماغه هېواد دننه وي او د منتخب حکومت پر ضد فعالیت کوي.
د پټ دولت د مفهوم د لا روښانولو لپاره څو بېلګې:
ترکیه
الف) د «پټ دولت» اصطلاح لومړی ځل له ترکیې څخه سرچینه واخیسته. د عثماني خلافت د دورې په پای کې، یو شمېر افسرانو چې د «یووالي او پرمختګ» په ګوند پورې تړلي وو او د لوېدیځو نظریاتو تر اغېز لاندې راغلي وو، په ۱۹۰۹م کال کې کودتا وکړه، خلیفه عبدالحمید ثاني یې له واکه لرې کړ، او د هغه ورور محمد رشاد یې د محدودو صلاحیتونو لرونکي خلیفه په توګه وګوماره.
دا پېښه د یوه داسې قشر د راټوکېدو پیل و، چې له خلیفه څخه هم پیاوړی و او په ښکاره یې د هغه په پاتې کېدو یا نسکورېدو کې رول درلود. سره له دې، هغوی لا هم د خلافت او اسلامي حکومت بشپړ پای ته نه وو رسولی؛ نو له همدې امله، هغوی ته د «پټ دولت» نوم ورکول کېدای شي، ځکه هغوی په ښکاره ډول د حکومت په جوړښت کې موجود او د واک خاوندان وو.
ب) تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، مصطفی کمال (آتاترک) چې د انګلیس ملاتړ ورسره و، واک ته ورسېد. وروسته وتوانېد چې خلافت ړنګ کړي، شریعت له منځه یوسي، او پر ځای یې غربي قوانین نافذ کړي. نوموړي د سیکولرزیزم پر بنسټ جمهوریت اعلان کړ او د اسلام پر مظاهرو یې هم کودتاوې وکړې؛ لکه د «الفبا کودتا» چې پکې د ترکي ژبې عربي توري لاتین ته واوښتل، او یا د «جامو کودتا» چې پکې اسلامي جامې په غربي لباس بدلې شوې. هغه پوځ او امنیتي ادارې د ځانګړو معیارونو پر بنسټ جوړې کړې، څو له سیکولر جمهوریت څخه ساتنه وکړي او د اسلام د بېرته واکمنېدو او د خلافت د احیا مخه ونیسي. پوځ پر داسې یوه غالب او څارونکي ځواک بدل شو، چې هر وخت یې د کمالیزم له اصولو انحراف حس کړ، نو مداخله یې کوله؛ او همداراز، د بریتانیا تر نفوذ لاندې پاتې شو. د کمالیزم مطلقه واکمني او د انګلیس ملاتړ دا اجازه نه ورکوله چې د دې حکومت پر ضد یو رښتینی پټ دولت رامنځته شي.
ج) کله چې رجب طیب اردوغان د پراخ ولسي ملاتړ او د امریکا د سیاسي، مالي او اقتصادي ملاتړ په مټ واک ته ورسېد، نو د هغو سیکولر جنرالانو له ځواک څخه خبر و، چې د بریتانیا تر نفوذ لاندې وو. دغه جنرالان د دولت د ملا تیر بلل کېدل او د دې وړتیا یې لرله چې پر اردوغان کودتا وکړي. له همدې امله، اردوغان د ډيموکراسۍ او آزادۍ ارزښتونه راپورته کړل او له ولسي مشروعیته یې ګټه واخیسته تر څو هغوی محاصره کړي او د کودتا مخه ونیسي. امریکا هم د مالي او اقتصادي وسایلو له لارې د ترکیې اشتها تحریکوله. په هماغه وخت کې، اردوغان دغه جنرالان له دندو نه شوای لرې کولی، ځکه چې هغوی ډېر ځواکمن وو؛ خو ډېر ژر یې په ترکیه کې یو نوی واقعیت رامنځته کړ چې پر «ډيموکراسۍ» او «اقتصادي بریا» ولاړ و، او دا وضعیت د کودتا پر وړاندې خنډ شو.
• په دغې دوره کې، په ترکیه کې د «پټ دولت» موجودیت هغه ډول چې له پوځ او حکومتي ادارو څخه په پټه يې د اردوغان پر ضد فعالیت کاوه، یو دقیق توصیف و. دا دولت یوه پټه شبکه وه چې د سطحي لیدونکو لپاره ــ چې ګمان به یې کاوه هر څه د قانون له مخې پر مخ روان دي ــ د تشخیص وړ نه و. دغې شبکې په پوځ، قضايي قوه او وزارتونو کې نفوذ درلود، او له سیکولرو اپوزیسیون ګوندونو سره هم تړلې وه. همداراز، دا شبکه په لندن کې د قومندې له مرکز سره وصل وه. د دې شبکې غړو پټ سره کتل، مشورې به یې کولې؛ او د اردوغان د حکومت په اړه به یې پرېکړې کولې، تر هغه چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د کودتا هڅه وکړه، خو ناکامه شوه. اردوغان له دې پېښې نه د یوې پلمې په توګه استفاده وکړه، او د پوځ، قضايه قوې، وزارتونو او ان د پوهنتون استادانو په کچه یې پراخې تصفیې وکړې، او وتوانېد چې په بریتانیا پورې تړلي پټ دولت ډېره برخه له منځه یوسي. سره له دې، د دغې شبکې ځینې پلویان لا هم پاتې دي، که څه هم د پخوا په څېر ځواک نه لري، خو بیا هم هڅه کوي چې د نظام پر ضد د «پټ دولت» مفهوم بېرته راژوندی کړي.
۲. د امریکا متحده ایالات
الف) د امریکا حکومتي نظام دوې حقیقي سطحې لري:
لومړۍ سطحه، د ولسي مشروعیت استازیتوب کوي او په ښکاره توګه دا ښيي چې حکومت د ملت د ارادې او د ټاکنو د پایلو پر بنسټ جوړ شوی او ډيموکراټیک دی.
خو دویمه سطحه، یوه پټه، غیرمنتخبه او د ډيموکراسۍ له نظره نامشروع سطحه ده، چې «پټ دولت» ورته ویل کېږي. د دې سطحې کسان عموماً په حساسو دولتي منصبونو کې شته، او د دولت د حقیقي تصمیمونو او عمومي لوریو کنټرول لري. له دغو کسانو سره له همغږۍ پرته، لومړۍ سطحه ـ یعنې ولسمشر او منتخب استازي ـ اغېزناکه سیاست جوړونه نه شي کولی.
دا کسان یا پخپله لوی پانګهوال وي، یا د هغوی استازي وي. ستر پانګهوال په امریکا کې دا یقیني کوي چې د دولت په مهمو ادارو کې کارکوونکي باید د دوی د ګټو ساتونکي وي. د بېلګې په توګه:
- مالي شرکتونه د مالیو ادارې دننه کې خپل نفوذ لري؛
- د وسلو جوړوونکي شرکتونه په پنټاګان (دفاع وزارت) او د بهرنیو چارو وزارت په نظامي قراردادونو کې نفوذ لري؛
- درمل جوړوونکي شرکتونه د روغتیا وزارت او د دولتي بیمې په ادارو کې خپل نفوذ لري.
د وخت په تېرېدو، یاد شرکتونه وتوانېدل چې د نفوذي شبکو او لابيګریو له لارې د امریکا پر دولت واقعي کنټرول تر لاسه کړي.
ب) نو د امریکا د سیاسي نظام واقعي ماهیت دا دی چې هلته «پټ دولت» د سترو پانګهوالو او لویو شرکتونو له منځ څخه راټوکېدلی، او یو پټ او اغېزناک ځواک دی چې د دغه هیواد سیاستونه اصلاً همدوی جوړوي. دا پټ ځواک لوړپوړي کارکوونکي هڅوي چې که د رسمي دولت سیاستونه د پانګهوالو له ګټو سره په ټکر کې شي، نو هغوی دې له ستونزو سره مخ کړي. دغه ځواک له رسمي دولتي جوړښت څخه بهر دی، خو فعالیت هم پکې لري، او د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې بوخت دی؛ په داسې حال کې چې د فعالیت اغېزې يې په مستقیم ډول د امریکا د حکومتي ادارو دننه ښکاري.
ج) کله چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې واک ته ورسېد؛ د لوړپوړو چارواکو، امنیتي ادارو او رسمي بنسټونو له سختې ناخوښۍ او مخالفت سره مخ شو. د هغوی مخالفت تر دې حده ورسېد چې د هغه د سیاستونو پر وړاندې یې یو ډول نافرماني او پراخ مقاومت پیل کړ. مثلاً:
- له امنیتي ادارو څخه د هغه پر ضد د محرمو معلوماتو پرلهپسې افشا؛
- د ټرمپ پر ضد د بېلابېلو دوسیو جوړول؛ لکه دا ادعا چې ګواکې روسیې د هغه د انتخاباتي کمپاین ملاتړ کړی؛
- د کانګرس له لوري د هغه د استیضاح او قضایي تعقیب هڅې؛
- او آن عدلیې وزارت يې هم ښکاره دښمن شو.
درمل جوړوونکو شرکتونو هم د کرونا واکسینو کشف تر هغه وځنډاوه چې د ۲۰۲۰م کال په ټولټاکنو کې بایډن بریا خپله، څو ټرمپ ونهشي کولای له دې لاستهراوړنې څخه د انتخاباتي موخو لپاره ګټه پورته کړي. دغو فشارونو ټرمپ دې ته اړ کړ چې د انتخاباتو پایله تر پوښتنې لاندې راولي؛ هغه دا پایلې له تقلب ډکې وبللې او د انتخاباتو کمیسیون یې خپل دښمن وباله. هغه په ۲۰۲۳ کال کې، په ټکساس کې د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې وویل: «یا به د امریکا پټ دولت موږ له منځه یوسي، یا به موږ پټ دولت له منځه وړو.»
د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال دغه واقعیتونه دا خبره تاییدوي چې په امریکا کې یو پټ، منظم او اغېزناک ځواک شته، چې د منتخب ولسمشر له لوري د بدلون مخه نیسي، او د «پټ دولت» تعریف پرې بشپړ تطبیقېږي.
د) د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۲۱مه، ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې خپل لس مادهییز پلان اعلان کړ چې د پټ دولت پر ضد یې ترسیم کړی و. هغه وویل: «زه به له دې لارې پټ دولت مات کړم، او حکومت به بېرته د خلکو تر امر لاندې راوړم.» (سرچینه: بریتانوۍ ورځپاڼه ډېلي مېل، ۲۱ مارچ ۲۰۲۳)
۳. بریتانیا:
په بریتانیا کې هم «پټ دولت» شته. د دې هېواد د قدرت اصلي جوړښت د محافظهکار ګوند په لاس کې دی؛ هغه ګوند چې د اشرافي کورنیو، سترو پانګهوالو او د بریتانیا د دودیزو شتمنو طبقو استازیتوب کوي. دا طبقه په حقیقت کې د بریتانیا اصلي واکمنان ګڼل کېږي.
خو کله ناکله د دغې ډلې (محافظهکارانو) ښکاره سیاستونه د هېواد لپاره بحرانونه زیږوي او ملي ګټو ته یې زیان رسوي. په داسې شرایطو کې، محافظهکار ګوند له واکه په ظاهري ډول لاس اخلي، او کارګر ګوند ته د چارو واګې سپارل کېږي، چې بحرانونه حل کړي او د لا ډیر زیان مخه ونیسي. وروسته، کله چې دنده پای ته ورسوي، بېرته له صحنې شاته کېږي.
په دې وروستیو کې محافظه کار ګوند سخته ماتې وخوړه او کارګر ګوند لویه بریا خپله کړه؛ په حقیقت کې دا د محافظهکارانو خپل پلان و؛ ځکه بریتانیا له اروپايي اتحادیې څخه تر وتلو (برېګزیټ) وروسته له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوې ده. دا بحران له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو یا پاتې کېدو په اړه ټولپوښتنې پر وخت د محافظهکار ګوند د ناسمې سیاستجوړونې پایله وه. نو اوس د کارګر ګوند دنده د دغه بحران مدیریت دی.
په بریتانیا کې «پټ دولت» همغو اشرافو او شتمنو کورنیو ته ویل کېږي چې تل يې واک په لاس کې دی. که څه هم کله ناکله له واکه په ظاهري ډول ګوښه شي او بل ګوند ته واک ورکړي، خو په اصل کې دا یو ډول «په اجاره ورکول» وي، په رښتیا قدرت نه پرېږدي.
د بریتانیا د پټ دولت دا نرم او روان تسلط د هغو ارزښتونو په ترویج سره پیاوړی شوی چې پخواني ویاړونه، دودیز ارزښتونه او زاړه بنسټونه ستایي. له همدې امله، د بریتانیا ولس له شاهي کورنۍ، د هغوی له خبرونو، کیسو، د زېږون کلیزو او د شهزادهګانو د ژوند له بڼې سره ځانګړې مینه لري، ځکه دا ارزښتونه د هماغه دودیز او ژور قدرت د ثبات لپاره وسیلې ګڼل کېږي.
لنډیز
- «پټ دولت» هغه اغېزناک ځواک دی چې د حکومت په جوړښت کې نفوذ لري؛ د هماغه هیواد له بومي کسانو (که د هیواد دننه وي که بهر) جوړه شبکه وي، او په پټه د حاکمې طبقې پر ضد فعالیت کوي چې یا یې کمزورې او یا یې بدله کړي.
- خو که دا شبکه که د هماغه هېواد له خلکو نه وي، بلکې یو بهرنی استعماري یا دښمن ځواک وي چې د هېواد پر ضد فعالیت کوي، نو هغه ته «پټ دولت» نه ویل کېږي، بلکې موضوع یې د استعمار، جګړې یا تېري په چوکاټ کې راځي.
همداراز، که دا شبکه خپله د واکمنې طبقې له خوا جوړه شوې وي، چې خپل فساد او ناکاري پټه کړي او خلک وغولوي، او داسې وښيي چې یو پټ دښمن (پټ دولت) د دوی پر ضد فعالیت کوي، نو دا ډول شبکه هم رښتینی پټ دولت نه ګڼل کېږي، بلکې یوازې د عامه افکارو د فریب او انحراف لپاره یوه وسیله ده.
د لنډیز، لنډیز:
«پټ دولت» د داسې کسانو شبکه ده چې د هماغه هېواد اوسېدونکي وي -که دننه وي که بهر- او په پټه د هماغه هېواد د واکمن نظام پر ضد فعالیت کوي، تر څو هغه کمزوری یا نسکور کړي. دا پدیده یوازې په هغو هېوادونو کې منځ ته راځي چې د انسان په لاس جوړو قوانینو پر بنسټ اداره کېږي؛ ځکه په دغسې نظامونو کې د داخلي یا خارجي شبکو تر منځ د حاکمیت پر ډول اختلاف او ټکر ممکن وي.
• خو که حکومت د الهي شریعت پر بنسټ وي، نو بیا به دننه او بهر مسلمانانو ترمنځ داسې «پټ دولت» راپیدا نه شي چې غواړي اسلامي حکومت لرې او بل نظام پرې وتپي؛ مګر دا چې د یوه استعماري یا بهرني یرغلګر ځواک تر اغېز او فشار لاندې راغلي وي. او که دا حالت وي، نو لکه مخکې چې وویل شول، دا به «پټ دولت» نه بلل کېږي.
نو هغه بدلونونه او کودتاوې چې په ځینو اسلامي خاورو، لکه پاکستان، بنګلهدېش، مصر او ... کې لیدل کېږي، دا د رښتیني پټ دولت له امله نه دي، بلکې په استعمار پورې تړلو هیوادونو کې د استعمار د مستقیمو مداخلو پایله ده.
• همداراز، که په هغو اسلامي خاورو کې چې د وضعي (د انسان په لاس جوړو) قوانینو پر بنسټ اداره کېږي، یو خوځښت د اسلامي حکومت (راشده خلافت) د بېرته راګرځولو لپاره فعالیت کوي، نو دا خوځښت هم «پټ دولت» نه بلل کېږي، بلکې دا د الله سبحانه و تعالی د دین یاران او د رسول الله ﷺ ملاتړي دي.
له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته او توفیق غواړو چې یو ځل بیا راشده خلافت راپېرزو کړي چې اسلام او مسلمانان عزتمن شي، او کفر او کافران ذلیل او خوار شي.
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: «الله له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي، وعده ورکړې چې هغوی ته به د ځمکې خلافت ورکړي؛ لکه له دوی وړاندې کسانو ته يې چې د ځمکې خلافت رکړی و.»
۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالقعدې ۶مه
۲۰۲۵م کال د مې ۴مه