پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ای درباري علماوو! ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې د الهي محرماتو له ماتولو لاس واخلئ!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ای درباري علماوو! ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې د الهي محرماتو له ماتولو لاس واخلئ!؟

﴿اِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّاناً أَثِيما﴾ [نساء: 107]

ژباړه: له شک پرته الله سبحانه و تعالی خیانت کوونکي او ګناهکاره نه خوښوي.

د تمدني جګړې ګواښونه چې له ختيځ څخه تر لوېدیځه يې زموږ پر خاور سیوری غوړولی، د اسلام پر ضد فکري او ثقافتي جګړه ده، چې موخه يې د اسلام له منځه وړل، پاشل، ویجاړول، بدلول، بد رد ویل او د اسلام ناوړه ښکاره کول دي. د دغو جګړو ډېره برخه زموږ هغه ناپوه او ظالم حکام مخته وړي چې زموږ په خاوره کې د لاسپوڅو په توګه ګمارل شوي دي. دوی درباري علما دي او اوسنۍ فتنې دوی زېږوي.

په ننني عصر کې  د دښمن په لاس کې تر ټولو لویه وسله د اسلام دین تحریف دی او کافر غرب چې له فکري او تمدني ماتې سره مخ دی؛ هڅه کوي چې دغه ماتې د اسلام په له منځه وړلو وزغمي او تمدن يې وژغوري. د غرب اصلي موخه په تمدني جګړه کې  په خپله پوچه  فکره او نظام زموږ قانع کول نه دي، بلکې اصلي موخه يې د اسلام بدلول دي، څو اسلامي امت له خپلې عقیدې څخه بېګانه کړي. همدارنګه عقیده يې ترې بېله کړي او په پایله کې د هغه لوړ مقام چې  واحد اسلامي فکر دی، وپاشي. هغه کسان چې د غرب په استازیتوب دا ګناه ترسره کوي، زموږ خپل کسان دي.

هو، زموږ له جنسه، چې زموږ په ژبه خبرې کوي او سترګو ته مو ګوري او زموږ د خاورې تر ټولو مقدس او پاک ځای ته ځي. هو، د جماعتونو په منبرونو، د کفر کلمه په ژبه راوړي او په ټولو د غرب وژونکي زهر شیندي.

یاد کسان پرته له درباري علماوو او فقهاوو چې د غرب په وسیله يي په موږ کې نفوذ کړی، بل څوک نه دي. هغه ډلې چې لويدځ د هغوی په وسیله خپل استعمار پيل کړ او وروسته درباري علما په ناوړه کارونو کې د هغوی ځای ناستي شول. له هغه وخته تر ننه زموږ په منځ کې د ورک، خو وژونکي دښمن په څېر ژوند کوي چې زرګونه غافل انسانان د هغوی د زهرجنو خبرو تر اغېز لاندې راغلي او په ښکلي ظاهر او نیکو خبرو يې باور کړی. علماوو پر همدغه وسیله هر راز شک چې هغوی ته متوجه دی، د خلکو له زړونو لرې کړی او په خپلو دروغجنو خبرو او باطلو کړنو يې د خلکو باور جلب کړی دی.

درباري عالم تبشیري ژبه او مستشرقي مکر لري، یوازې د دې لپاره هڅه کوي چې د غرب بت پرست ثقافت زموږ پر افکارو، ټولنه، ژوند او دین پوره حاکم کړي او موخه يې له دغه کار پرته زموږ د ایمانونو له منځه وړلو څخه بل څه نه دي. پرون د غرب ابزار او وسیله د خلافت او اسلام د له منځه وړلو او د هغوی تر سیوري لاندې د مستشرقینو او مبشرینو په وسیله زموږ د یووالي پاشل و او نن درباري علما  او فتنه اچونکي فقها دي.

تر دې وروسته چې افاک په نجد کې پر خپله خاوره او کورونو یرغل حلال بولي، د ظالمانو لپاره د وینو تویول د امت د بچیانو قاتل او د کفارو مشر ته سر ټيټی حلاله بولي او هغه ستایي.حیرانېږه مه، ځکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبره یهود په نرمۍ ستايي. د اماراتو ځوانان هم تاسو حیران نه کړي چې په منبر کې ناست دي او هلته شراب، سود، زنا حلاله بولي او ځان ته زړورتیا ورکوي چې الاقصی جومات نیول د یهودو لپاره حلال دي.                                          

مه حیرانېږه! په مصر کې کنانه مفتي اعظم د مصر فرعون صفته حاکم، د کنانه د زامنو وینه تویول له دې کبله حلال وګڼل، چې هغوی خوارج دي. وروسته يې وویل: «له دې امله چې هغوی خوارج او ملامت دي، باید خپل توره راوباسئ او د نظام په وسیله یرغل پرې وکړئ.» له دغو خبرو وروسته هغه ښکرور دروغ وویل چې له باطن پرته بل څه نه وو. ایمان يې برباد کړ او د قران کریم ایات يې تحریف کړ. د الله سبحانه و تعالی د دغه قول په اړه يې کفري خبره وکړه:

﴿إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ﴾ [نساء: 105]

ژباړه: موږ دا کتاب په حقه تاسو ته درلېږلی، څو هغه سمه لاره چې الله درښودلې، په هغه سره د خلکو په منځ کې قضاوت وکړئ او داسې څوک مه کېږه چې د خاینانو ملاتړ وکړئ.

د دغه قول په هکله هغه وویل، حاکم کولی شي د خپل میل مطابق حکم وکړي او هر هغه څه چې په وضعي قوانینو کې اړین وي، وضع يې کړي او په وینایې، دا د شریعت یوه برخه ده.

د قطر په جویزره کې دین تعدیلېږي، د منځلارۍ د منلو او له تندلارۍ سره د مبارزې په موخه تحریفېږي. تر هغه ځایه چې د دغه جریان ویاند په مسکو کې پر لپسې لیدنې لرلې، که څه هم د پوتین په وسیله په  ۲۰۱۴- ۲۰۱۵ م کلونو کې د شام په شیشان کې وینه تویندنه له یاده نه وځي. هغه وویل: «د علماوو د جمعیت عمومي ټولنې یو ښکاره او واضح منهج د منځلارۍ مفکورې لپاره د یوه فریب په توګه وضع کړ. همدارنګه دغه اتحادیه چمتو ده چې د روسیې جمهوریت له مذهبي او ديني ادارتو سره همکاري او مرسته وکړي.» د دغې اتحادیې ناوړه کړنه او له اسلام سره د جګړې په موخه له کفارو سره ملګرتیا به کومه ګټه ولري!؟ دې ټولنې له دې وراخوا په یوه ناوړه کار لاس پورې کړ چې د شام د خلکو وینه يې د مسکو وینه څښونکو ته حلاله وبلله.

د دې ټولنې  یوه غړي په مسکو کې په ۲۰۱۵ کال کې وویل: «کوم جنایتونه چې تروریستي سازمانونه يې د اسلام په نوم کوي، اسلام له هغه څخه بېزاره او لرې دی... په همدې دلیل موږ د روسیې د لاسووهنې ملاټر کوو او له هغوی سره د نړیوالو ترهګرو په له منځه وړلو کې ملګرتیا کوو.»  په پایله کې يې زموږ وينه د مسکو وینه څښونکو ته حلاله کړه او د روسیې بم اچونکې الوتکو د حصص او حمات پر کلیو او بانډو بمونه وغورځول او په یو موټی خاورو يې هغه ځایونه بدل کړل. د بمبار شویو سیمو کسان زموږ ماشومان او میندې وې او پر هغوی بمبارۍ همداسې دوام درلود. په داسې حال کې چې د مفتي د څېرې رنګ بدلون و نه کړ، لکه چې د هغه پوست وسپنه و! وروسته بل تړون وشو چې د اسلام  تاج الفروض (خلافت او د حاکمیت نظام) يې رد کړ.

خو په غربي هېوادونو کې د هغوی مشر خپلو دروغ ویلو ته دوام ورکوي، څو په دې سره مسلمه کذاب د نافرمانه دجال په څېر خپل ځای ناستی کړي. تر هغه چې هلته یو مدرسه د دین د تحریف او د احکامو کمزوريکولو لپاره شتون ولري، چې له ټولې اروپا و افریقا نوي تحریف کوونکي هلته زدکړې کوي، ورته نور کارونه به هم ترسره شي. په دې وروستیو کې يې ځینې لیکل شوې پاڼې د اسلامي مفاهېمو او احکامو «د تندلارۍ د علمي دفترونو بېل والی، د جهاد د مفهوم بېل والی، جزیه او حاکمیت» تر سرلیک لاندې خپرې کړې او په دې اړه یې وویل: «اسلام نور لوی مفاهېم هم لري، چې لاندې ټکو ته پکې اشاره کوو: «دین، شریعت، امر په معروف او له منکر څخه نهیې، دار اسلام، دار کفر، دوستي او دښمني، اسلام او کفر، هجرت، نصرت، دولت او دندې يې، امت، خلافت، ایمان، له دین سره د امت اړيکې، الهي ژمنې، حاکمیت، فرمان وړل، قراني مفاهېم او داسې نور.»

هغه په خپلو دروغو کې جهاد یو نفسي او معنوي حالت وباله او دار اسلام او دار کفر يې انساني واقعیت وګاڼه. د هغه له درواغو څخه ښکاري چې دغه وېش ناشونی دی. دنیا یو دار دی چې په دوو برخو يې وېشل د اصل خلاف دي. همدارنګه يې ويلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په مدینه کې دولت تاسیس کړ، د دولت یوه بڼه ده او داسې نه ده چې باید هغه حتما تاسیس شي.

 تاسو د غرب په ناروغه فهم او کمزورو خبرو کې کوم مثال نه شی پیدا کولی، خو د یمامه مسیلمه کذاب په زمزمو کې چې په ډېر تاسف سره یې وويل: «يا ضفدع بنت الضفدعين، نقي كما تنقين..."، و"الفيل وما أدراك ما الفيل، له زلقوم طويل.» لکه دواړه چې له یوې خېټې وي. تاسو نه پوهېږئ چې د هغوی د مخ پوست له کوم جنسه دی، هېڅ یو له دروغ ویلو او ښکاره فریب ورکولو شرم نه لري، خپل زړونه یې د لېوه په پوستونو پوښلي او له دینار او درهم پرته بل څه نه دي...

هغه چا ته عاقل او عالم ویل چې له خپل دین سره په ښکاره خیانت کوي؛ ناوړه حالت دی. الله سبحانه و تعالی د ادم له اولادې ټينګ قول اخیستی، خو هغه خیانت وکړ او بې ځایه او ناوړه يې وباله، له شک پرته دا لوی خیانت او جفا ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلاَ تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاء ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْاْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ﴾  [آل عمران: 187]

ژباړه: په یاد ولرئ، کله چې الله سبحانه وتعالی هغو کسانو ته چې اسماني کتاب یې ورکړی، له هغوی یې ژمنه واخیسته چې حتمن به یې خلکو ته وړاندې کوي، خو هغوی شاه ته وغورځاوه او په کمه سترګې یې ورته وکتل. څومره ناوړه کړنه ترسره کوي.

ابن جریر له قتاده څخه روایت کړی چې الله سبحانه و تعالی د علم له څښتن څخه ژمنه اخیستې؛ څوک چې په څه پوهېږي، هغه نورو ته باید ور زدکړي. د علم له پټولو څخه لاس واخلي، ځکه د هلاکت سبب کېږي. ناپوه او بې خبره انسان هېڅ ملکفیت نه لري او همدا د پوهې او حق پټلو سبب کېږي چې پر هغه غاړه خلاصه شي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَـئِكَ يَلعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ﴾  [بقره: 159]

ژباړه: که څوک روښانه دلایل او نازلې شوې لارښوونې پټې کړي، الله سبحانه وتعالی پر هغه لعنت وايي، ځکه دا لارښوونې د خلکو لپاره په قران کریم کې بیان شوې دي. ټول هغه کسان چې لعنت پرې ویل شوي، هغوی به هم پر دغه کس لعنت وایي.

کله چې یو عالم په خپل کار کې مکر او چل وکړي، د الله سبحانه و تعالی کلام تحریف کړي، دروغ ووايي، د باطل د ښه ښکاره لپاره فریب وکړي او عیب يې پټ کړي؛ قسم دې وي چې په دغه ناوړه اعمالو له یوه فقیه عالم څخه د دجال مرتبې ته رسېږي. درباري علما له ظالمو او فاسقو حکامو سره یو ځای شوي او ناوړه کړنې خپروي. همدارنګه دغه عالمان په حقیقت کې د ظالم د ظلم په مقابل کې چوپتیا خیر غوښتنه یادوي، چاپلوسي او منافقت مدنیت تعبیروي؛ د خپلې چوپتیا په مقابل کې بډې اخلي او پر هر ډول خیانت ځان ناخبره اچوي.

د حیرانتیا وړ ده! الله سبحانه و تعالی له علماوو څخه د خلکو په منځ کې د نبوت غوښتنه کړې، چې د هغه پر بنسټ خبرې وکړي، خپل مکلفیت ادا کړي، لاره يې تعقیب او په اخلاقو يې ځان پوه کړي. په داسې حال کې چې درباري علماوو له دې غوښتنې ډډه کړې او پر ضد يې عمل کوي.

همدارنګه یو عالم د شریعت او د هغه په اړه فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی د هغه پر اعمالو او اقوالو خبر دی او له هغه څخه به پوښتنه وکړي او درباري عالم په دې فکر کې وي چې د شریعت کتابونه څرنګه تاویل، تحریف، تغییر، پټ او ښکاره کړي.

علما باید له الله سبحانه و تعالی سره رښتينی وي او باید پوه شي چې د هغه قوانین پر امت عملي کېږي او د علماوو عمل له نړيوالو قوانینو څخه ښکلی او د کار وړ دی او کولی شي د نړیوالو قوانینو په تصحیح کې کار ترې واخیستل شي. علما د پیغمبرانو وارثین دي او د خلکو په ژوند کې ځانګړی مسوولیت لري. هغوی د وحيې ساتونکي او شاهدان دي، چې پرې امین شوي دي. څوک چې داسې وي، عابد علما ګڼل کېږي. علما د انبیاوو وارثین دي او تاریخ شاهد دی، داسې پیغمبر نه دی تېر شوی چې د خلکو د هدایت ورښودلو لپاره یې سختۍاو ستونزې نه وي ګاللې.

همدارنګه د باطل په مقابل کې يې مبارزه کړې او د بشر د وضعیت د اصلاح او د خالق لوري ته د هغوی بېرته ګرځولو په موخه يې سختۍ زغملې دي. دا هماغه څه دي چې له انبیاوو باید په میراث پاتې شي.

د دغه زمانې افت ظالم او فاجر حکام، درباري ګمراه او ګمراه کوونکي علما دي او رباني عالم عبدالله بن المبارک رحمه الله ويلي دي: دین پرته له شاهانو او درباري علماوو څخه بل څوک فاسد کوي؟!

د درباري علماوو لپاره پیغام: له ناوړه کړنو لاس په سر شئ، دا ستاسو لپاره غوره ده، ځکه الله سبحانه وتعالی انتقام اخیستونکی، جبار دی او فرمايي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾[انفال: 36]

ژباړه: هغوی چې کافران شوي دي، د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د خلکو د راګرځولو لپاره خپل مالونه مصرفوي، هغوی خپل مالونه چې په زحمتونو یې تر لاسه کړي، په همدې لاره کې لګوي؛ خو دا څه به هغوی ته د اندېښنو بنسټ شي. وروسته به له ماتې سره مخ شي او په بله نړۍ کې به ټول کفار د دوذخ لور ته ور وګرځي.

﴿أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّهُ مَن يُحَادِدِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَأَنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِداً فِيهَا ذَلِكَ الْخِزْيُ الْعَظِيمُ﴾ [توبه: 63]

ژباړه: ایا دوی ته معلومات نه شته چې څوک له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مقابله کوي، د داسې کسانو لپاره د دوزخ اور دی، چې د تل لپاره به په کې اوسي. دا ډېره لویه رسوايي ده.

﴿كَتَبَ اللَّهُ لأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [مجادله: 21]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی فرمایلي، چې زه او پیغمبران مې بریالي کېږو، ځکه الله سبحانه وتعالی قوي او ماتې نه منونکی دی.

که څه هم پوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی مو ویني، خو بیاهم تاسو دروغ وایاست. له شک پرته هغه څه چې الله سبحانه وتعالی غواړي، همغه به کېږي.

اې الله سبحانه وتعالی! څوک چې د اسلام او مسلمینو بدي غواړي، ته هغه له بدبختیو سره مخ کړې او څوک چې د امت لپاره خیر غواړي، له هغه سره مرسته وکړې.

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ﴾ [یوسف: 21]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی پر خپل کار بریالی دی، خو ډ‌ېری خلک نه پوهېږي.

لیکونکی: مناجي محمد

ژپاړن: الهام پردېس

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې