پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
لویدیځ د خلافت د تاسیس په اړه!
بسم الله الرحمن الرحيم
لویدیځ د خلافت د تاسیس په اړه!

لورد کورزون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، چې د نوموړي د دندې پر مهال خلافت ونړول شو، وویل: «موږ نور د ترکیې مخه ونیوله او له دې وروسته به بیا هېڅکه هم خپل حال ته راونه ګرځي. ځکه چې موږ د دوی ځواک او توان ونړاوه او دغه قدرت په دوو څیزونو کې نغښتی و، لومړی اسلام او دویم خلافت.»

تېر شل کلونه د مسلمانانو لپاره داسې وو، چې د اسلام، مسلمانانو او پانګوالو هېوادونو تر منځ سیالیو پکې زور واخیست. دا ځکه چې په تېرو لسیزو کې اسلامي امت یوازې په ایدیولوژیک، روحي او فکري معلوماتو کې پلټنه کوله. که له ۱۹۹۰-۲۰۰۰کلونو ته پام وکړو نو د اسلام مبلغینو او نورو ډلو تر منځ د خلافت د بیا تاسیس د فرضیت په اړه بحثونه کېدل. اوس له شریعت څخه د سم درک وروسته، نه دا چې یوازې د خلافت بیا تاسیس د فرضیت په هکله خبرې کوي، بلکې په دې اړه هم بحث کوي، چې د خلافت بیا تاسیس باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره وي. نور د ځینو اسلامي ډلو او عالمانو تر منځ د امت یووالي پر سر کوم شک نشته. دغه موضوع یو ځل بیا په اسلامي نړۍ کې په پراخه کچه د پام وړ ګرځېدلې، ځکه مسلمانانو پرېکړه کړې ده، چې یو ځل بیا په نړیواله کچه خلافت تاسیس کړي.

له بده مرغه اوس هم ځینې مسلمانان د سېکولرېزم او ډېموکراسۍ په ناوړه، درواغجنو او د روشنفکرۍ په پلیتو مفکورو باورمند دي او د اسلامي خلافت په بیا راتګ او د هغه په روښانه راتلونکي شک لري، په دې باور نه لري،  چې هغه دولت به یو ځل بیا اسلام په ټوله نړۍ کې حاکموي او عدالت به پکې رامنځته کوي. دغه راز د خلکو پام به ځانته راواړوي او د دوی ستونزې به بنیادي او له بشریت سره په همغږۍ حل کړي. د خلافت د بیا راتګ په اړه د دوی ګومانونه بېلابېل دلایل لري، لکه دوی وایي، چې دغه د مدیریت سیستم پخوانی او له وخته تېر دی، اوس په نوي عصر کې نه شي کولای، چې د بشر ستونزې حل کړي. مسلمانان کمزوري دي او نه شي کولای چې دا ډول پروژې عملي کړي. دا ډېموکراسي او ازادي ګانې یې نن ورځ ستونزې په ښه ډول حل کوي.

په داسې حال کې چې اوسمهال ټوله نړۍ د مسلمانانو او اسلام د بیا حاکمیت پر وړاندې یو موټی ده او د دوی ایډیولوژي جوړوونکي د نړۍ په کچه د اسلامي دولت د بیا راتګ د مخنیوي په اړه په ډاګه خبرې کوي. خو د دې برعکس زیاتره مسلمانان د اسلام په بیا حاکمیت باندې اېمان او باور لري او د حاکمېدو لپاره یې په چټکۍ سره هلې ځلې روانې کړې دي.

لاندې به زه ستاسو محترم حضور ته د اوسنیو لویدیځو رهبرانو او د دوی د ایدیولوژي جوړوونکو ځینې راپورونه، څېړنې، بیانونه او تشویشونه د خلافت د بیا راتګ په هکله وړاندې کړم.

لومړی: ویلادمیرپوتین؛ د روسیې ولسمشر په ۲۰۰۲م، کې وویل: نړیوال ترورېزم به د روسیې پر وړاندې جنګ اعلان کړي او د اسلامي دولت (خلافت) په تاسیس سره به له پاشل شویو هېوادونو څخه یو واحد دولت رامنځ ته کړي. نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې وکړې، چې له تلویزیون سره یې په ژوندۍ بڼه د روسیې له دوو میلیونو خلکو څخه ۵۰ پوښتنو ته ځوابونه ورکاوه.

دویم: هنري کېسېنجر د ۲۰۰۴م، د نومبر په ۶مه په هند کې د هندوستان ټایمز په دویم کنفرانس کې پوځي مشرانو ته په وینا کې وویل: له داسې ترورونو وېره نه ده پکار، لکه څنګه مو چې د ۲۰۱۱م، د سپټمبر په میاشت کې ولیدل؛ بلکې خطر له بنیادي او افراطي اسلام څخه پکار دی، ځکه بنیادي مسلمانان معتدل مسلمانان نه خوښوي او بنیادګرایان غواړي، تر څو معتدل اسلام له منځه یوسي او د اسلامي دولت (خلافت) له لارې اسلام تطبیق کړي.

درېیم: د ۲۰۰۵م، د جنوري په ۱۵مه د  الحیات په نوم ورځ پاڼې یو راپور خپور کړ، چې د امریکا د رویټرز اژانس له خوا چاپ شوی و، په دغه راپور کې د نړۍ د پنځو لویو وچو د زرګونو متخصیصینو تر منځ د جلسې په اړه لیکل شوي و، چې تر ۲۰۲۰م، پورې د سناریو په هکله یې خبرې اترې او وړاندوېنې یې کړې وې. د راپور موخه دا وه چې تر څو له استخباراتي چارواکو او پالیسي جوړوونکو سره مرسته وکړي او دوی وکولای شي په راتلونکو کلونو کې د مخالفتونو مخنیوی وکړي. له راپور ښکاري چې باید تروریستي بریدونو ته په تمه واوسو. یاد راپور څلورو مهمو سناریوګانو ته اشاره کړې وه چې یوه یې په نړۍ کې د ځينو پېښو د برملا کولو لپاره او دری نورې یې د نوي خلافت د بیا راتګ د برملا کولو لپاره جوړې کړې وې. 

څلورم: ټوني بلېر د بریتانیا لومړي وزیر د ۲۰۰۵م، د اوومې میاشتې په شپاړسمه وویل: موږ له هغه حرکت سره مخالف یو، چې غواړي د اسرایلو دولت له منځه یوسي، غرب له اسلامي خارو څخه وباسي او یوازې یو اسلامي دولت جوړ کړي او دغه دولت به په اسلامي نړۍ کې د خلافت په وسیله شریعت پلی کړي. همدارنګه نوموړي د ۲۰۰۵م، په سپټمبر میاشت کې وویل: اوس له عراق څخه زموږ د ځواکونو  ایستل مناسب کار نه دی، ځکه ښایي په منځني ختیځ کې اسلامي خلافت تاسیس شي.

پنځم: چارلېس کلرک د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر د ۲۰۰۵م، د اکتوبر په شپږمه یو پخواني انستیتیوت ته په خبرو کې وویل: نور به دلته د اسلامي خلافت د بیا راتګ په بحث خبرې نه کوو، لکه څنګه چې د اسلامي شریعت د تطبیق په اړه خبرو ته اړتیا نشته، په همدې توګه د خلافت د بیا تاسیس پر سر هم بحث ته اړتیا نه لیدل کېږي.

شپږم: جیورج بوش د ۲۰۰۵م، د نومبر په ۸مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خلکو ته وویل: زه باور لرم چې که دوی یوازې د یو دولت د نظامي ځواک قدرت تر لاسه کړي، دوی به د اسلام پر پوره تطبیق باندې پیل وکړي. وروسته دوی کولای شي چې له سیمې څخه ټول میانه رو دولتونه پاک کړي او بیا کولای شي چې بنیادي اسلامي دولت یا امپراتوري رامنځ ته کړي او پراخوالی به یې له فرانسې څخه تر اندونیزیا پورې ورسېږي.

اووم: ډونالډ رمسفیلډ د امریکا د دفاع وزارت سکرتر د ۲۰۰۵م، د ډسمبر په ۵مه د جوهان هاپکېنز په پوهنتون کې زده کوونکو ته د عراق د راتلونکي وضعیت په اړه معلومات ورکول، نوموړي وویل: عراق به د راتلونکي اسلامي دولت (خلافت) د راتلو د پیل ځای وي. وروسته به دوی په منځني ختیځ باندې د واکمنېدو لپاره حرکت راوکړي او په اروپا، افریقا او اسیا کې به دا مشروع دولتونه له لوی ګواښ سره مخ کړي. دا د دوی پلان دی او دوی به دغه په ښکاره سره اعلان کړي. که چېرته موږ دغه لوبه وبایلو نو موږ به لویه غلطي کړې وي او که دا زده نه کړو، چې څنګه یو بل ته غوږ ونیسو او څنګه یو له بل څخه زده کړو. 

اتم: کارل وییک امریکایي څېړونکي د ۲۰۰۶م، د جنوري په ۱۴مه واشنګټن پوسټ ته په یوه اوږده راپور کې وویل: د اسلامي دولت (خلافت) بیا تاسیس د مسلمانانو تر منځ د بحث لومړۍ موضوع ګرځېدلې ده، چې د امریکا ولسمشر بوش هم خپل مخالفت ورسره څرګند کړ. نوموړي دېته اشاره وکړه چې حزب التحریر په بېلابېلو هېوادونو کې د دغه موخې (خلافت) د بیا تاسیس لپاره هڅې کوي.

نهم: ډاکټر القاديدي په تانزانیا کې بهرنی وګړی دی. په  ۲۰۰۵م کال د مې په ۱۷مه یې قطر کې یوې ورځپاڼې ته یوه مقاله لیکلې وه، چې عنوان یې (امریکایي عالمان ګومان کوي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به خلافت تاسیس شي) و. د یاد راپور په ۸۳مه پاڼه کې راغلي: په راتلونکو څو ورځو کې به د رابرټ لافون له خوا یو راپور نشر شي او عنوان به یې دا وي: (امریکایي استخباراتي چارواکي تر ۲۰۲۰م کال پورې راتلونکې څنګه ارزوي؟) نوموړي زیاته کړه، چې تر ۲۰۲۰م، پورې به سیاسي اسلام په ډېره پراخه او نړیواله کچه تاسیس شي. موږ ګومان کوو، چې اسلامي نژادي او وطنپرسته حرکتونه به سره یو  شي او داسې یو دولت به رامنځ ته کړي چې ملي سرحدونه به له منځه یوسي.

لسم: په اشغال شوي عراق کې د بین المللي اېتلاف مشر، ریچارډ مېیر وویل: د متحده ایالتونو پر وړاندې په نړیواله کچه د رادیکال اسلام خطر دی، ځکه دوی غواړي اسلامي خلافت تاسیس کړي او دوی په اوو هېوادونو کې شته دي. دغه راډیکالېزم په سیمه کې د عراق په پرتله ډېر پیاوړی هم دی. په هر حال همدارنګه دوی په عراق کې هم هڅې کوي او په عراق کې د امریکا پر وړاندې په فزیکي ډول غواړي جنګیالي راپورته کړي.

یوولسم: د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د ۲۰۰۷م، د اګیسټ په ۲۴مه وویل: دوی دغه احساسات نه لري چې په دولتي ادارو کې کار وکړي. دغه ټکر د افراط ګرایي ډلو لکه القاعدې کار دی، دوی پلان لري چې له اندویزیا څخه تر نایجیریا پورې یو واحد دولت (خلافت) تاسیس کړي او اوسنۍ ټولې ازادي ګانې او  نوښتونه له منځه یوسي او پر ځای یې خپل فکر حاکم کړي. که د دوی ځواکونه خپلو دغو ناوړه موخو ته ورسېدل نو له شک پرته به ۲۱مه پېړۍ د تېرې پېړۍ په پرتله ډېره له ستونزو ډکه وي، ځکه چې د دوی له سختو ایدیولوژیکي هڅو څخه په ډاګه معلومېږي.

دوولسم: نعمان حنیف د ۲۰۰۶م کال د جنوري په ۳۱مه د مېډیا مانیټور په وېب سایټ کې یوه مقاله خپره کړه، نوموړي په خپله مقاله کې د غرب او اسلام تر منځ د موخو او نظریو د قاطعیت په هکله خپل تشویش وړاندې کړی و. د نوموړي په خبره دغه جوش به یوې پایلې ته ورسېږي، غرب پرته له دې چې اسلامي  خلافت ته تسلیم نشي بل انتخاب نه لري. همدارنګه په مقاله کې راغلي وو، چې اسلامي خلافت د نړیوال سیستم لپاره یو لوی ګواښ دی. نوموړي زیاته کړې وه چې په بنیادي اسلامي حرکتونو کې د اسلامي خلافت د بیا تاسیس عقیده ډېره پیاوړې ده چې دغه عقیده د غرب د فردګرایۍ د مفکورې لپاره یو لوی ګواښ دی. ښایي د اسلامي حرکتونو تر منځ د خلافت د بیا تاسیس په اړه د دوی د سرچینو (قرآن او اسلامي تاریخ) تر منځ اختلاف موجود وي چې د خلافت بیا تاسیس لپاره جهاد وکړي که اصلاح راولي یا هم سیاسي فعالیتونه وکړي. له دغو ټولو اختلافونو سره سره بیا هم د دغو حرکتونو موخه یوه ده چې هغه د اسلامي دولت (خلافت) بیا تاسیس دی.

دیارلسم: د سپینې ماڼۍ دولتي وېب سايټ په ۲۰۰۶م، کې د جیورج بوش خبرې خپرې کړې وې، نوموړي ویلي و، چې بنیادګرایان غواړي د خلافت په نوم اسلامي دولت حاکم کړي. بیا غواړي چې د دغه دولت په واسطه خپله ایدیولوژي له اندونیزیا څخه تر هسپانیا پورې ورسوي. 

څوارلسم: ډونالډ رمسفېلډ د امریکا د دفاع وزارت سکرتر د خپلې خدای پامانۍ په وخت کې وویل: دوی غواړي چې میانه رو اسلامي دولتونه او حاکمان یې له منځه یوسي او پرځای یې اسلامي دولت (خلافت) بیا تاسیس کړي. 

پنځلسم:  نوح فېلډمن د هاروارډ پوهنتون قانونپوه په ۲۰۰۸م، کې یو کتاب چې نوم یې(د اسلامي دولت نړېدل او بیا تاسیس) و  چاپ کړ. نوموړي تایید کړه چې د اسلامي قانون حاکمیت یو ځل بیا حتمي دی، که څه هم مخکې نړول شوی دی؛ خو اوس بیا هم کولای شي چې اسلامي خلافت یې رهبري کړي.

أقيموا_الخلافة#
#ReturnTheKhilafah

خلافت تاسیس کړئ

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: فردوس سلیم زاده

 

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې