سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
واک درلودل باید اسلام ته د خدمت لپاره وي، نه د ګټې تر لاسه کولو
بسم الله الرحمن الرحيم
واک درلودل باید اسلام ته د خدمت لپاره وي، نه د ګټې تر لاسه کولو

(ژباړه)

طالبانو د ۲۰۲۱ م، د اګېسټ په ۱۵مه د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو، وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شول او د وخت ولسمشر اشرف غني وتښتېد.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د «پګواش» په کنفرانس کې د شوي تړون پر اساس متحده ایالاتونو افغانستان پرېښود او همدارنګه له بګرام هوایي اډې څخه تر شلو کلونو وروسته، په نیمه شپه کې په مړو څراغونو په داسې حال کې ووتل، چې هېڅ افغان پوځي قومندان پر دې مساله خبر نه و. یعنې د افغانستان د پوځي او سیمه‌ییزو چارواکو له اجازې خبرولو پرته یې هوایي ډګر پرېښود.

وروسته طالبان په ډېرې چټکۍ سره د اشرف غني تر تېښتې وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شول، پرمختګ یې وکړ او د دوو اونیو په ترڅ کې یې د ۳۳ ولایتونو مرکزونه ونیول. د واک دغه خوشي کول یوازې په څو ورځو کې ترسره شول. طالبان به په افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم حکومت تاسیس کړي، څنګه چې له ۱۹۹۶م کاله بیا تر ۲۰۰۱م، کاله یې دوام درلود.

په قطر هېواد کې «د پګواش په کنفرانس» کې طالبانو له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او طالبانو هڅه وکړه چې نړیوالې ټولنې ته نوی سیاسي تصویر وړاندې کړي. په یاد ولرئ، کله چې په ۲۰۱۵ م، کې په «پګواش» کې د افغان ډلو تر منځ په انفرادي ډول یوه چټکه ناسته جوړه شوه، چې په خبرو کې پرمختګ وشي او نظرونه تبادله کړي. دا د دې لپاره وه، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او اختلافونه تر یوه حده له منځه یوړل شي.

متحده ایالاتونو په سیمه او نړۍ کې خپلو ډېرو لاسپوڅو ته پنا یوړه، لکه پاکستان، ازبکستان، قطر، عربي امارات، سعودي عربستان او ایران، څو طالبان وهڅوي چې د سولې په خبرو اترو کې د امریکا شرطونه ومني. په هغه کنفرانس کې د طالبانو اسلامي امارت د بیان ازادي او د مېرمنو حقونه خوندیتوب، له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره غوره اړیکې درلودل  او متقابل درناوی ومنل.

پر دې سربېره، دوی دا ومنله چې د ملګرو متلونو سازمان، اسلامي کنفرانس او نړیوالې محکمې ته به درناوی کوي، چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره له فکري اړخه کوم ټکر نه لري.

همدارنګه، متحده ایالات پر دې وتوانېدل چې د طالبانو نورو غیر افغان مجاهدینو تر منځ د ایډیولوژیکو شرطونو پر اساس واټن رامنځه کړي، مجاهدین له القاعدې بېل کړي، سېکولر جوړښت ومني او د افغانستان خاوره د امریکا او ملاتړو پر وړاندې یې ونه کارول شي.

په هوکړه کې دغه شرطونه په ښکاره ډول ځای پر ځای شوي، چې غیر افغان مجاهدین به په افغانستان کې فعالیت او کار نه کوي. په پایله کې طالبان اړ دي چې له القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی به په افغانستان کې د اوسېدو ځای نه لري. د طالبانو اسلامي امارت به نورو هېوادونو او ملتونو ته زیان نه رسوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې له افغانستان څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د سیاسي ناپوهۍ پر اساس او د دوی هغه ژوره لېوالتیا چې پوځي چارې به یوازې مخته وړي، دا څه له امریکا او ناټو سره مرسته کوي، څو له هغوی څخه د هغې جګړې د وسایلو لپاره کار واخلي چې د اسلام پر وړاندې یې پیل کړې ده. طالبان په هغه حال کې دي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د مکې په دوران کې د حالت د بدلون او د اسلام لپاره سترې ژمنې وکړې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازې دا چې د هغوی طرحې یې رد کړې، بلکې ویې ویل چې هغه صلی الله علیه وسلم به د اسلام لپاره غږ پورته کوي او یا به د دغې موخې د ترلاسه کېدو لپاره مړ کېږي. موږ هیله‌من یو چې طالبان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه درس زده کړي او د امریکا له لوري د سولې په پلمه د کفارو په دام کې ښکېل نه شي.

طالبان باید پر دې پوه شي چې امریکا په افغانستان کې د رښتینې سولې لپاره اراده نه لري، ځکه هغوی هڅه کوي چې طالبان په افغانستان کې په ډیموکراټیکو پروسو کې ورګډ کړي، څنګه یې چې نور شریکان او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پکې ورګډ کړ.

دا ښکاره خبره ده چې په حقیقت کې دغه پروسه یوازې یوه سیاسي دسیسه ده، چې له یوې خوا طالبان سره ووېشي او په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله جګړه پایته ورسېږي، ځکه پر دې جګړې د امریکا دوه ټریلیونه ډالر ولګېدل. له بل لوري هغه موخې تر لاسه کړي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې د جګړې له لارې نه دي تر لاسه کړي.

نن ورځ ټولو مسلمانانو ته تر ټولو مهمه او ګرمه موضوع د یوازیني اسلامي خلافت دولت بیا تاسیس دی، چې د کفارو پر وړاندې به د جهاد امر کوي، له هغو هېوادونو سره به اړیکې پرې کوي چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي او په اسلامي نړۍ کې به د لاسپوڅو رژیمونو او واکمنانو لمن ورټوله کړي.

اسلامي امارت په یوازې توګه برخلیک ټاکونکې قضیه نه شي حلولی او دا څه د اسلامي خلافت په اړه د مسلمانانو فکر کول منحرفوي او له همدې امله د امارت نظریه له غرب سره د یوازیني اسلامي دولت په مخنیوي کې مرسته کوي؛ هغه چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په مرسته د اسلامي امت چارې تنظیموي.

طالبان باید پر دې پوه شي چې په سیاست، قوانینو، اقتصاد، ټولنیز نظام، ښوونه او روزنه او نورو برخو کې د اسلام مفهوم بشپړ دی او په اسلامي دولت کې یې د عملي کېدو لپاره چمتو دی. حزب التحریر د خلافت دولت تر چتر لاندې د اسلامي ژوند لپاره بشپړه طرحه چمتو کړې ده او په ۱۹۱ مادو کې یې د دغه دولت قانون په لیکلې بڼه برابر کړی دی. دغه قانون د اجتهاد په مرسته د الله سبحانه و تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر مټ برابر شوی دی. سرچینې یې: د اصحابو اجماع او شرعي قیاس دي. موږ په افغانستان کې د واک پر څښتنانو غږ کوو چې حزب التحریر ته لاس ورکړي، څو هغه دولت بیا تاسیس شي چې الله سبحانه وتعالی یې زیری ورکړی او داهغه کسان کولی شي چې اسلام ته نصرت ورکړي.

(لِلَّهِ ٱلْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ * وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ ٱلْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ ٱللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ) [روم: ۴-۵]

ژباړه: ټول کارونه په الله سبحانه وتعالی پورې اړه لري، که وړاندې دي او یا مخکې او هغه وخت به مومنان د یوې بلې بریا له امله خوشحاله شي، د الله سبحانه وتعالی په مرستې سره. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې ترې ویې غواړي. الله سبحانه وتعالی د قدرت څښتن او مهربانه دی.

افغانستان #

#Afghanistan

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: حمید بن احمد

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې