پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان د پوځ افسرانو ته دری پیغامونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان د پوځ افسرانو ته دری پیغامونه

په ټوله نړۍ کې له نویو لیکو او صفونو سره د نن ورځې د نړیوال قدرت جوړښت په خوځېدونکي حالت کې دی، په ځانګړي ډول کله چې غرب په نړۍ کې له خپل موقف څخه راټیټ شوی دی. په ورته وخت کې اسلامي امت او ځوان نسل یې اوسمهال په خوځېدو دی او بدلون غواړي. اوس هغه وخت دی چې د خلافت دولت په چوکاټ کې د نوي نظم رامنځ ته کېدو لپاره اقدام وشي.

دا ستاسو مسوولیت دی چې په اسلام کې د احکامو پلي کېدل او د نبوت په تګلاره د راشده خلافت سیاست بیا ووینئ، چې په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی احکام په ټولنه کې پلي کېږي. د دې وړتیا لپاره، حزب التحریر د داسې دولت جوړېدو لپاره طرحه چمتو کړې او څرګنده کړې یې ده، چې یو سیسټم به څرنګه د حکومتدارۍ بېلابېلې برخې لکه اقتصادي، قضایي، ټولنیزې، احکام او نور اداره کړي. همدارنګه یاد حزب یادې وړتیاوې چمتو کړې او مسلمانانو ته یې دا ور زده کړې، چې په پاکستان او ټوله اسلامي نړۍ کې دغه مسوولیت پر اوږو واخلي.

نو پر همدغه اساس، حزب التحریر د پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي، چې په دې برخه کې ځواب ووایي او په مدینه کې د اوس او خزرج قبیلو د رهبرانو غوندې خپل اسلامي مسوولیت پر ځای کړي؛ څنګه چې هغوی په مدینه منوره کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د لومړني اسلامي دولت په تاسیس کې مرسته وکړه او انصار وبلل شول.

په ځانګړي ډول اوسمهال همدا تاسو یاست چې له حزب التحریر سره بیعت وکړئ او فیزیکي ملاتړ (نصرت) ورکړئ، چې په دې سره به کېدای شي په پاکستان کې د نبوت په تګلاره له کوم ځنډ پرته د خلافت دولت تاسیس شي. پر همدغه اساس، اسلام باید د یو پیاوړي ځواک په توګه په هغه ځای کې دوام پیدا کړي، چې درول شوی دی او د کافرانو او په نړۍ کې له ظالمانو سره باید مبارزه وکړي. الله سبحانه وتعالی به د هغوی مبارزه بریالۍ او واکمن به یې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{وَقُلْجَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا} [اسراء:۸۱]

ژباړه: ووایه! حق راغی او باطل له منځه ولاړ، په رښتیا سره باطل ورکېدونکی دی.

حزب التحریر په ځانګړي ډول تاسو ته درې پیغامونه وړاندې کوي او هیله کوي چې تاسو یې واورئ او په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلئ:

لومړی- اوسنۍ لوږه، ظلم، بې دفاعیتوب او نورې ستونزې چې امت ورسره مخ دی، له منځه وړل یې ستاسو پر غاړه دي.

تاسو د هغوی د درد او غمجن کېدو مسوول یاست. دې مسئلې ته پام کول ستاسو لومړيتوب دی. دا ستاسو مسوولیت دی او د دغه مسوولیت نېغه پوښتنه به درنه کېږي. ځکه تاسو په حقیقت کې دا وړتیا لرئ چې پر هغوی د اوسنیو روانو ظلمونو او رنځونو مخه ونیسئ چې له اوږدې مودې ورسره مخ دي او تاسو په دې برخه کې تر اوسه اقدام نه دی کړی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا} [نساء: ۷۵]

ژباړه: ولې د الله سبحانه وتعالی په لاره او د هغو ماشومانو، مېرمنو او کمزورو لپاره جګړه نه کوئ، چې د ظالمانو له لوري کمزوري شوي دي. هغه ظلم لیدونکي کسان چې وایي: اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دې ښاره (مکې) څخه، چې څښتنان یې ظالمان دي، بېرون کړه. ستا له طرفه موږ ته یو سرپرست راولېږه او ستا له طرفه موږ ته مرستندویه وټاکه.

الله سبحانه وتعالی واضح کوي، چې ظالمانو ته سزا ورکوي، خو د هغو مخکنیو امتونو پر خلاف چې الله سبحانه وتعالی په مستقیم ډول هغوی ته عذاب ورکاوه. اوس پر مومنانو واجبه ده، چې له ظالمانو او فساد کوونکو سره مبارزه وکړي.

{قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ} [توبه: ۱۴]

ژباړه: له هغوی سره جګړه وکړئ، الله سبحانه وتعالی ستاسو پر لاسونو هغوی ته جزا ورکوي او هغوی رسوا کوي. د یوې ډلې مومنانو سینه رغوي. (د هغوی پر زړونو ملحم ږدي.)

دویم: که تاسو ځواب ورنه کړئ، الله سبحانه وتعالی به تاسو ته جزا درکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ} [حدید: ۱۶]

ژباړه: ایا هغه وخت نه دی راغلی چې د الله سبحانه وتعالی د ذکر او هغه څه چې حق یې نازل کړي، پر وړاندې د مومنانو زړونه خاشع شي!؟ د هغو کسانو غوندې مه کېږئ چې په تېر وخت کې اسماني کتاب ورکړل شو، ډېر وخت پرې تېر شو، زړونه یې سخت شول او له هغوی څخه یې ډېری ګنهکار دي.

که تاسو د الله سبحانه وتعالی امر ته غاړه نه ږدئ، نو په یاد ولرئ چې الله سبحانه وتعالی به تاسو لېرې کړي او پر ځای به مو داسې کسان ځای کړي چې هغوی یوازې باور نه، بلکې د الله سبحانه وتعالی امر منلو ته غاړه ږدي. دا څه الله سبحانه وتعالی ته ډېر اسانه دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ} [توبه: ۳۹]

ژباړه: که د جهاد پر لور حرکت ونه کړئ، تاسو ته به سخته سزا در کړل شي او ستاسو پر ځای بله ډله ځای پر ځای کوي. هغه ته هېڅ زیان نه رسېږي او الله سبحانه وتعالی پر هر څه برلاسی دی.

په دې اړه باید شک ونه لري، چې الله سبحانه وتعالی ستاسو په لاسونو ستر او قوي غرونه نړولی شي، ځکه دا څه الله سبحانه وتعالی ته ډېر اسانه دي.

له کومې پوښتنې پرته تاسو اوس د یوه هوډ نیولو لپاره له سخت حالت سره مخ یاست. دا به په حقیقت کې په دې نړۍ کې ستاسو د راتلونکي ژوند لپاره تر ټولو سخته پرېکړه وي.

خو تر ټولو مهمه بیا دا ده چې دا به ستاسو په ژوند کې یوه پرېکړه وي، هغه چې تاسو به د تلپاتې ژوند لپاره هڅه کوئ او په خپله پرېکړه به درېږئ. نو ستاسو پرېکړه باید تر مړینې وروسته ژوند لپاره تنظیم شي، نه د دغه نیمګړي ژوند لپاره. هغه هیله او غوښتنه چې شتمني پرې تر لاسه کړئ، سوداګري ډېره کړئ، خپله پانګه ډېره کړئ، خپله نسل پراخه کړئ، دا هر څه بې‌ځایه او پرېشانه کوونکي حواس دي.

{يَا قَوْمِ إِنَّمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَإِنَّ الْآخِرَةَ هِيَ دَارُ الْقَرَارِ} [غافر: ۳۹]

ژباړه: اې قومه! دا ژوند یوه تېرېدونکې متاع ده او اخرت تلپاتې کور دی.

تاسو باید د یوه روښانه دید خپرولو لپاره بېرته خپلې عقیدې ته ور وګرځئ. ستاسو انجام باید دا وي چې د یوه مسلمان په توګه الله سبحانه وتعالی ته ځواب ورکوونکي یاست. یوازې د خپل خالق اطاعت وکړئ، هغه لاره پرېږدئ چې تاسو د کفري نړۍ په منلو سره له الله سبحانه وتعالی څخه نافرمانۍ ته امر کوي.

{وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا} [احزاب: ۶۷]

ژباړه: او وایي، اې الله سبحانه وتعالی! موږ د خپلو مشرانو اطاعت وکړ او موږ یې لار ورکي کړو.

درېیم: په وروستیو کې د الهام په توکه تاسو ته د ستر صحابه ایوب انصاري (رح) یادونه کوم. نوموړی د ډېر عمر و او د قسطنطنیې په دروازه (ستانبول) کې خاورو ته وسپارل شو، یعنې د روم د امپراتورۍ په ختیځه برخه چې لومړني خلافت هغه ته ماتې ورکړه. په دومره ډېر عمر کې بیا هم دغه صحابي په مدینه کې ارام نه شو کېناستلی، بلکې مسلمانان یې د اسلام د قلمرو پراخوالي لپاره هڅول او له هغوی سره ملګری و.

نوموړی چې د مړینې په حالت کې و، له خپلو سرتېرو یې وغوښتل، څومره چې کولی شي، مخ ته ولاړ شي. دغه درود د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نېږدې ملګري دی، چې مسلمانو پوځونو ته یې رسوم.

«السلام علیکم و رحمت اللهی و برکاته» (صلوات الله علیه و آله و سلم).

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: محمد اصف

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې