جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د رسنیو، تفریح او ساتېرۍ لپاره د امریکا طرحه
بسم الله الرحمن الرحيم
د رسنیو، تفریح او ساتېرۍ لپاره د امریکا طرحه

د رسنیو له لارې د ناسمو نظریو لېږد او عادي کېدل

امریکایي ټلویزیونونه داسې سینمایي فلمونه نندارې ته وړاندې کوي چې په لومړي سر کې بې زیانه معلومېږي او موږ یې لیدلو ته هڅوي، خو په همدې حال کې د غرب حکومتي بنسټونه داسې څه کاروي چې د اسلامي نړۍ په ګډون د نورې نړۍ پر سیاسي نظریو او فکرونو اغېز وکړي.

تفریح پر ذهن اغېزه کوي او د عادي کېدو لپاره ناسم مفاهېم توجیه کوي. په وروستیو کې په ټولنه کې ناسم فکرونه خورول عادي شوي دي. یعنې هغوی د تفریح پر وخت الکولي مشروبات، نشه‌یي توکي کاروي او همدارنکه زنا او همجنس پالنه دودوي. دا څه د تفریح د صنعت او د رسنیو په مرسته عادي شوي دي.

د همجنس پالنې عادي کېدل

(هالیوډ) د همجنس پالنې په عادي کېدو کې ډېر اغېزمنه وه، ځکه هغوی په دې برخه کې خپلو فلمونو ته کمیډي رنګ ورکوي. لکه د «ابدیان» «غرنیز بروکبک» یا «زه اوس تا چاک تلفظ کوم». په ۱۹۹۶ م کال کې د لومړي ځل لپاره د همجنس پالانو واده د ټلویزیون له لارې ترسره شو، دا هر څه په تلویزیون کې په همدې اړه د کمډي تر خپرېدو پنځه اونۍ وروسته ترسره شول.

په لومړیو کې په امریکا کې دننه دا څه سخت وغندل شول، یعنې د امریکا په «رپورټ ارټور»، «تکزاس» او یو شمېر نورو برخو کې.

د وخت په تېرېدو سره د همجنس پالنې څپه نوره هم خپره شوه چې د رسنیو په قوانینو کې د اصلاحاتو د زده کړو لامل شوه. اوسمهال د همجنس پالانو واده کول عادي شوي دي. په داسې حال کې اوس د محارمو د عادي کېدو لپاره هڅې روانې دي.

د خوندپالنې خپرېدل

له فکري پلوه تفریح او ساتېري د غربي ژوند سبک خپروي چې هغه خوند اخیستنه یا خوندپالنه ده. خوند اخیستل او خوندپالل یوه غربي اخلاقي نظریه ده چې همدا څه د انسان د ژوند لپاره په خیر یادوي. دا هرڅه د کلیسا د محدودیتونو په غبرګون کې په غربي ټولنه کې رامنځته شول. په اصل کې خوند اخیستل او په ژوند کې خوندپالنه دا ده چې نورو ته د خپلې ساتېرۍ پر مهال زیان ونه رسوې. باید د مذهب له طرفه پر خوند اخیستنې او پالنې کوم محدودیت شتون ونه لري. امریکایي تفریح ګاني اوسمهال په اسلامي نړۍ کې هم د خورېدو په حال کې دي او هغوی هڅه کوي چې همداسې تفریح په اسلامی هېوادونو کې هم دود شي.

د امریکا د پنټاګون او سې ای اې قوانین

دا هغه موضوع ده چې د امریکا پنټاګون له ۱۹۴۸ م کال راهیسې د تفریح لپاره د اړیکو دفتر درلود. د امریکا د اطلاعاتو ازادۍ قانون له لارې له ۱۹۱۱ م کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۷ م کال پورې د امریکا د دفاع وزارت له لوري د ۸۰۰ فلمونو ملاتړ شوی دی.

په دې کې د «بلاک بسټر فرنچایزونه» شامل دي لکه ټرانسفارمر، اوسپنه مین او ټرمینټر. په ټلویزیونو کې له ۱۱۰۰ سرلیکونو څخه ډېرو د پنټاګون ملاتړ تر لاسه کړ. کله چې سې ای اې په ۱۹۹۶ م کال کې د تفریح لپاره دفتر پرانیست، د سرتېرو نیولو یا «پاچینو» په نوم یې د فلم پر جوړېدو کار پیل کړ او د اسامه بن لادین د ترور پر فلم «زیرو، ډرک ټري» یې هم کار پیل کړ.

د امریکا د دفاع وزارت د تفریح د اړیکو دفتر اسناد ښيي چې له (ځانمرګي) «جان ګان» سره د یو نظامي اړیکه د جاسوسۍ په اړه د امریکا یو زړه راښکونکی دید دی. امریکا په لاتین امریکا کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو او جنایتونو لپاره عملیات ترسره کړي دي.

د ساتېرۍ ، رسنیو او قانون جوړونکو اړیکې

په امریکا کې شپږ ملتي شرکتونه د ټولو رسنیو کنټرول په لاس کې لري، لکه ورځپاڼې، مجلې، ټلویزیونونه، نور رسنیز کانالونه، د هالیووډ سټیوګانې او ویسایټونه. هغو عبارت دي له  Time Warner، Walt Disney، Viacom، Rupert Murdoch’s News Corp.، CBS Corporation او NBC Universal.

د رسنیو تر ټولو ستر څښتن ګوګل دی او تر هغه وروسته والټ ډیزني، کامکسټ، د شلمې پېړۍ فاکس او یو بل (سي بي ایس) شرکت دی. رسنۍ د کانګرېس له غړو او سناتورانو سره پیاوړې اړیکې لري او په خپل وار سره یې له خپلو برنامې خبروي.

د امریکا متحده ایالاتو فراملي شرکتونو څخه چې هر ډول اطلاعات خپرېږي، هغه پر اسلامي نړۍ م اغېز لري.

په اسلامي نړۍ کې د خوند اخیستلو پرمختګ

غربي ساتېري او تفریح په ټوله نړۍ کې د کار دستور لري، خو د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړې اجنډا لري. غرب غواړي چې په دې سره خپل غربي ژوند په اسلامي نړۍ کې د ژوند طریقې لپاره وټاکلي او د اسلامي ژوند پر ځای یې ځای پر ځای کړي.  دا د هغوی فرهنګي برید دی. هغه ځوانان چې د مور په غېږه کې ښه روزل شوي دي، هغوی ته بلنه ورکول کېږي، څو په دې سره هغوی د غربي ژوند سبک وپالي. له تفریح څخه هدف د شهوت پیروي ده، نه د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه پیروي. دا هغه څه دې چې پر موږ اغېز کوي. په دې سره موږ هر حرام فعالیت ترسره کولو ته هڅول کېږو.

ناخوښي او ګواښونه

دا سمه ده چې انسانان پر خپل ځان اغېزمن څیزونه خوښوي. پر همدغه اساس، په دې ځای کې انسان د خپلې خوښې او ناخوښې وړ څیزونه ویني او پر هغه قضاوت کوي. دغه امر د هغه په چارو کې له قانوني کېدو او غیرقانوني کېدو څخه بېل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ [بقره: ۲۱۶]

ژباړه: تاسو ته د حق په لاره کې جګړه لیکل شوې ده، دفاع اړینه ده او ایجابوي، په داسې حال کې چې هغه دې نه خوښېږي. کوم څه چې ستاسو نه خوښېږي، کېدایشي خیر مو پکې وي او هغه چې ستاسو خوښېږي، شاید هغه مو په زیان وي. ستاسو پر رښتیني مصلحت یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

پر دې سربېره چې انسان جګړه کول نه خوښوي، خو د الله سبحانه وتعالي په لاره کې جهاد ته ځي او هغه یې خپله په خیر ټاکلې ده.

هغه عمل چې الله سبحانه وتعالی پر خوښ دی

اسلام د لذت اخیستنې لاره نه ده چې پکې د خپلې خوښې او ناخوښې پر اساس په هغه کې افراط او پرهېز وکړي. الله سبحانه وتعالی له دې څه څخه ډډه کول فرمایلي دي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ورته ویلي وي، باید هغه ترسره کړي او نه د خپلو غوښتنو پر اساس. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾ [مایده: ۴۹]

ژباړه: او بل فرمان دا دی چې هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، د هغو اړوند حکم وکړه، د هغوی د نظریو او رایو پیروي مه کوه. پام کوه، کوم څه مې چې پر تا نازل کړي، دوکه درنه کړي.

د اسلام له نظره زموږ د خوښې او ناخوښې څیزونه

سربېره پر دې، اسلام د اسلامي احکامو پر اساس خوښي او ناخوښي ټاکي. نو انسان د الله سبحانه وتعالي پر لاره منګولې لګول خوښي او الله سبحانه وتعالی خوشحاله کوي. مومن د الله سبحانه وتعالی په خوښۍ سره د الله سبحانه وتعالی د امر پیروي کوي. ځکه د هغه غوښتنې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي، سرچینه اخلي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا يُؤمنُ أحدُكُم حتى يكونَ هَوَاهُ تبعًا لما جِئتُ بِهِ»

ژباړه: د یو چا خوهشات او غوښتنې باید له هغه څه سره سم وي چې ما راوړي دي او هغه وخت یې ایمان بشپړ کېږي.

نو مومنان د شرابو څښل، د نشه يي توکوکارول، تفريح او زنا نه خوښوي، که څه هم خوندور وي. همدا رنګه دوی واده، لمونځ او د حلال وسیلو څخه عاید خوښوي.

په خلافت دولت کې رسنۍ

په خلافت دولت کې به رسنۍ د اسلام د حقایقو، هغه سکون او خوښۍ چې افرادو او ټولنې ته به یې رسوي، هغه عدالت او د دولت نظامي ښه‌توب به خپروي. سربېره پر دې، د خلافت رسنۍ به د انسان په لاس جوړ شوي نظامونو دروغ او فساد او همدارنګه د دښمن د نظامي ځواکونو کمزورتیاوې ښکاره کړي. په دې توګه به رسنۍ په نړۍ کې د اسلام په خپراوي کې ستره ونډه ولري. دا د مسلمانانو دنده ده چې د نبوت پر طریقه د خلافت دولت لپاره کار وکړي، چې رسنۍ به دا یقیني کړي چې د بشریت له تیارو څخه د اسلام رڼا ته د رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – ولایه پاکستان

لیکوال: حسن ولید

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې