جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام د فقر ستونزه څه ډول حل کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام د فقر ستونزه څه ډول حل کوي؟

ملګرو ملتونو په خپله یوه بیانیه کې وویل: «د ځمکې پر مخ تقریباً ۶میلیارده انسانان ژوند کوي، چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو اوسېدونکي تقریباً ۴،۳میلیارده دي او له دې ډلې ۳میلیارده د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ورځني اید یې دوه امریکایي ډالره دي ان ۱،۲میلیارده یې داسې داسې کسان دي، چې ورځني اید یې له یوه امریکایي ډالر څخه کم دي.»

په مقابل کې یې غربي احصایې ښيي، چې صنعتي دولتونه د نړۍ د ٪۹۷ امتیازونو څښتنان دي او همدارنګه قاره پیما توغندي جوړونکي شرکتونه ٪۹۰ امتیازونه، لاسته راوړنې او محصولات لري او د ٪۸۰  پرمختګ په حال کې هېوادونو ګټې د استثمار له لارې د شتمنو دولتونو لاس ته لویږي.

۳۳،۳٪ د پرمختګ په حال کې هېوادونه له پاکو او د څښلو وړ اوبو څخه محروم دي، ٪۲۵یې د اوسېدو مناسب ځای نه لري، ٪۲۰ یې صحي د اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ٪۲۰ ماشومان تر پینځم ټولګي ښوونځي ته دوام نه شي ورکولی او ٪۲۰ د ښوونځي زده کوونکي له خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ دریو شتمنو کسانو پانګه د ۴۸ فقیرو هېوادونو له پانګې سره سمه ده. د نړۍ د ۲۰۰ شتمنو کسانو پانګه د نړۍ ټولې پانګې ٪۴۱ پانګه جوړوي او دا په نړۍ کې د پانګوال اقتصادي نظام محصول دی.

 اوس مو هغه کسانو مو وپېژندل چې فقر یې رامنځ ته کړی؟

د فقر جوړښت او د فقیرانو له منځه تګ د پانګوال اقتصادي نظام له امله دی، چې د یوې مشخصې یعنې پانګوالو او میلیاردرانو په خدمت کې دی، څو دغه د لګښت وړ او د دوی په حسابونو کې بنده پانګه وڅرخیږي. له اوله تر اخره چې د ملګرو ملتونو بیانیه وڅېړو، د دغه نظام حرص او چټلۍ ډېرې راته په ډاګه کېږي.

امریکایي لیکوال روجر تیري په خپل کتاب «جنون الاقتصاد» کې وایي: «امریکایان په دې پوهیږي، چې په امریکا کې ستونزې شته، خو نه پوهیږي چې دا ستونزې څه دي او ولې دي. تر دې مهم دا چې د ستونزو په حل نه پوهږي، یوازې د ناروغۍ په نښو بوخت دي. په حقیقت کې د ځينو ستونزو د حل په نامه، ستونزې لا زیاتوي او دا ستونزې نظام رامنځ ته کړي دي. دوی پرته له دې چې نظام تغییر کړي د ستونزو حل غواړي، چې دا ناممکنه ده. په حقیقت کې زموږ د اقتصادي نظام د پلي کولو په برخه کې ستونزه نشته، بلکې زموږ اقتصادي نظام پخپله یوه ستونزه ده. په قطعي ډول زموږ د اقتصادي نظام جوړښت ستونزه ده او کوچنۍ حلارې او همدارنګه د محصولاتو ښکته او پورته کول زموږ ستونزې نه شي حل کولی. کله چې غواړو لوړو موخو ته ورسیږو، نو باید ستونزې له بېخه او رېښو سره وباسو، باید له یوې فاسدې ونې، د ځينو څانګو په ماتولو بسنه ونه کړو. موږ ته پکار ده، چې د خپل اقتصادي نظام اساسات او فرضیې وڅېړو او له حقیقت څخه یې پرده پورته کړو.»

 په لوړه کچه د دوی فاسد نظریات، چې اقتصادي نظام یې پرې درولی او د هغې په وسیله د خلکو له چارو سرغړونه کوي، له لاندې خبرو څخه عبارت دي: نسبي ستونزه د کالیو او خدمتونو کمښت او د معاصر انسان د عضوي حاجاتو پوره کولو ته بسنه نه کوي او وایي هر څومره چې انسان د ژوند د مدنیت لوړې مرتبې ته رسیږي، هغومره یې ستونزې هم زیاتیږي. هغه پانګې او طبیعي منابع چې په کایناتو کې الله تعالی خلق کړي، د ټول بشر لپاره یې نه کفایت کوونکي وبلل او د دې ادعا یې وکړه، چې دا هماغه ستونزه ده، چې ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده. همدرانګه د خپلو دا ډول ناسمو نظریاتو پر اساس یې نورې د خندا وړ نظریې وړاندې کړي او پر داسې قواعدو یې هوکړه وکړه، چې د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د پانګې د حصول کیفیت د خلکو په وسیله کنټرولوي. په همدې دلیل یې پیسې د خدماتو وړاندې کولو ذاتي وسیله وګرځولې او د خپل ګومان پر اساس یې هغه څه چې د استهلاک او انتاج تر منځ توازن رامنځ ته کوي، پیسې دي. په همدې دلیل هر هغه څوک چې شتمني ولري، کولی شي، له مالکیت او واک څخه یې ګټه واخلي او وروسته ترې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

  د دې قاعدې پر بنسټ، چې د توزیع یوازینی شی پیسي وي، د پانګوال اقتصادي نظام وایي، چې یوازې هغه کسان د ژوند کولو حق لري، چې د کالیو په تولید او خدماتو کې ونډه اخلي او هغه کسان چې دا شرایط نه لري، کمزوري تولد شوي او دا حالت پرې راغلی، نو دا ډول کسان د ژوند کولو حق نه لري او نه شي کولی چې د خپلې خاورې له پانګې څخه خپلې اړتیاوې پوره کړي. ځکه دوی پیسې نه لري او اوسنۍ پایله یې دا ده، چې یوازې په امریکا کې ۳۸میلیونه فقیر خلک اوسیږي.

خو اسلام چې کله ستونزه حل کوي، هغې ته د یوې انساني ستونزې په سترګه ګوري، پرته له دې چې وسایلو ته یې پام وکړي. اسلام د فقر ستونزه په ډېر دقت سره څېړي او اساسي حلارې ورته وړاندې کوي او دا یې په ډاګه ویلي چې د فقر ستونزه د پانګو او ګټو ناسم او ټولو وګړو ته د نه وېش له امله ده، په دې مانا چې دا فقر د هېوادونو نه، بلکې د اشخاصو دی.

د فقر، مسکین او ابن السبیل (مسافر) په اړه زیات ایاتونه او احادیث راغلي، چې د خلکو پام وراړوي او بیانوي چې دا یوه ستونزه ده او حل ته اړتیا لري. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ﴾  [حج: 28]

ژباړه: او تنګلاسو محتاجانو ته یې هم ورکړي.

﴿وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ﴾ [بقره: 272]

ژباړه: نو کوم مال چې تاسې یې په خیرات کې ولګوئ، د هغه پوره ثواب به در کړل شي او هېڅکله به پر تاسې ظلم ونه شي.

﴿لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ الله﴾  [بقره: 273]

ژباړه: له بل هر چا زیات د مرستې وړ هغه بې‌وزله دي، چې د الله تعالی په کار کې داسې نښتي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره هېڅ ډول هلې ځلې نه شي کولی.

‏﴿إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ [توبه: 60]

ژباړه: دا زکات خو په اصل کې د فقیرانو، مسکینانو او هغو کسانو لپاره دی چې د صدقو او زکات د برخې مامورینو دي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره دی، چې زړونه په لاس راوړل یې مقصد وي او دا د بنده ګانو د ازادولو، پوروړو او  د الله تعالی د رضا په خاطر له مسافرو سره د مرستې کولو لپاره دي.

﴿مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ [حشر:۷]

ژباړه: الله تعالی چې هر څه (مالونه) د دغو کلیو د خلکو څخه د خپل رسول لوري ته وروګرځوي، هغه د الله د رسول، د هغه د خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو دي.

﴿إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ﴾ [بقره: 271]

ژباړه: که خپل خیراتونه په ښکاره توګه ورکړئ، نو دا هم ښه ده او که په پټه یې اړو کسانو ته ورکړئ، نو دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده.

﴿وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ﴾ [بقره: 184]

ژباړه: او هغه څوک یې چې توان نه لري، نو وړ خلکو ته یې دې کفاره ورکړي.

‏ ﴿أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ‏(14) يَتِيماً ذَا مَقْرَبَةٍ ‏(15) أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ﴾‏ [بلد 14-16]

ژباړه: یا د لوږې په ورځ خواړه ورکول، په ځانګړي ډول خپلوان یتیم ته، یا په خاورو ناست مسکین ته.

په همدې ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه احادیث روایت شوي، چې فرمایي:

«أیما أهل عرصة أصبح فیهم امرؤ جائع فقد برئت منهم ذمة الله تعالی»

ژباړه: که په یوه سیمه یا اهل کې کوم وږی وي، نو د الله تعالی له ذمې څخه بیرون دی.

د ټولو هغو دلایلو ټولګه چې د انفاق، د صدقاتو د حکم، د زکات د احکامو او همدارنګه د یتیم، فقیر، مسکینانو او مسافرو  سرپرستۍ ته یې خلک تشویق کړي دي. نو دا ټولو دلایل په ښکاره ډول بیانوي، چې اقتصادي ستونزه د افرادو له فقر څخه عبارت ده. په همدې دلیل د خلافت دولت په تاریخ او تر ټولو سختو شرایطو کې خلک د ګدایي لپاره په لارو کې ناست نه وو، ځکه د خلافت دولت د خپل رعیت اساسي اړتیاوې لکه خوراک، څښاک، پوشاک، د اوسېدو ځای، زده کړې، طبابت او امنیت پوره کولې او دا هغه وخت و، چې امت د خلافت تر سیوري لاندې ژوند کاوه؛ هغه دولت چې په عمل کې دولت و، نه د مالیاتو او محصولات دولت.

خو اوسمهال پر امت د پانګوالۍ نظام حاکم دی. موږ وینو چې د دولت اساسي پروګرام پر خلکو ظلم او تاوتریخوالی دی، همدارنګه د خلکو وږي کول او د هغوی له زړونو د امنیت لرې کول دي. د بېلګې په ډول د سوډان انتقالي حکومت هغه کارکوونکي له دندو لرې کړل، چې د سرو زرو په کان کې یې کار کاوه او د خپلو کورنیو نفقه یې برابروله. د دې لپاره له خپلو سیمو د خلکو لرې کول، چې استثماري شرکتونو ته قدرت ورکړي او خاوري یې لوټ کړي، په پوځ کې د ځوانانو ګومارل، چې هېڅ ګټه نه لري او همدارنګه پر دوکاندارانو او د خلکو پر ژوند د سخت او ناوړه حالت راوستل، چې هېڅ د زغم وړ نه دي او خپلې سیمې یې په جهنم ورته بدلې کړې او هر وخت بریدونه پرې کوي. مالیې او محصولات یې ورته لوړ کړي او له کالیو او خدماتو ملاتړ نه کوي، زموږ د خاورو شتمنۍ یې د استعمار په واک کې ورکړي، چې عیش ورباندې وکړي، په داسې حال کې چې موږ په فقر او ناوړه حالت کې ژوند کوو.

نړۍ اوسمهال یوه با رعایته (عدالت پرسته) دولت ته اړتیا لري، نه د مالیاتو او محصولات اخیستونکي دولت ته؛ داسې یوه دولت چې یو ډاډمن، امن او ارامش لرونکی او همدارنګه سکینت لرونکی ژوند رامنځ ته کړي. قسم په الله تعالی چې تر هغو به داسې ژوند رامنځ ته نه شي، تر څو چې اسلامي نظام د نبوت پر منهج د راشده ثاني خلافت له لارې پلی نه شي.  

لیکوال: استاد مجاهد آدم – ولایه سوډان

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې