جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د رسول الله صلی‌الله‌علیه وسلم او سایکس-پیکو بیرغونو تر منځ څه توپیر دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د رسول الله صلی‌الله‌علیه وسلم او سایکس-پیکو بیرغونو تر منځ څه توپیر دی؟

په «حُسن» ښوونځي کې د پینځم ټولګي زده‌کوونکي له استاد حسین ابوالحج څخه پوښتنه وکړه. استاد ځواب ورکړ او زده‌کوونکو ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ، هغه چې اسلامي اُمت یوځای او متحد کوي او د سایکس-پیکو بیرغونه، چې د بریتانیا، فرانسې او غربي هېوادونو له لوري رسم او په اسلامي هېوادونو تپل شوي، چې مسلمانان سره بېل او سپیڅلې خاوره یې ټوټه ټوټه کړي، ډېر توپیر لري.

زده کوونکي ته یې له اسلام سره سم او د یوه مسلمان په توګه، چې له اسلام سره مینه لري، حقیقي ځواب ورکړ. ښکیلاکګرو ته ژمن او د هغوی په ککړو سیاسي پیسو ژوندي لاسپوڅي، په غوسه شول. د استاد حسین لپاره د پلټنې دوې کمیټې رامنځ ته شوي؛ یوه په بیت الحم ولایت کې د ښوونې او روزنې وزارت لخوا او بله د ښوونې او روزنې ریاست لخوا. د پلټنې په دوران کې، ځپونکو ځواکونو ښوونځی محاصره کړ، د 2021/11/17 مه، له یهودي دولت سره له همغږۍ وروسته، هغوی د حُسن ښوونځي انګړ ته ننوتل او استاد حسین یې د ښوونځي له دروازې وتښتاوه.

2021/11/29، د دوشنبې په ورځ  د فلسطین کورواکه ادارې، چې کله استاد انیس حمامراء خپل نوي ښوونځي ته په لاره و، وتښتاوه، په زوره له ښوونځي تبدیل شوی و، په هغه څه ونیول شو، چې استاد حسین ابوالحج نیول شوی او تبدیل شوی و.

د ښوونې او روزنې له ریاست څخه لیدونکي پلاوي سره د معارف رییس او هغه مرستیال په خبرو کې فوق العاده ټکر شتون درلود، هغه څه چې د ښوونې او روزنې ریاست او فلسطین کورواکه ادارې ترسره کړي و، وغندل.

د ښوونې او روزنې رییس ځواب دا وو، چې استاد حسین منلې او اقرار یې کړی چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ او سایکس-پیکو بیرغونو ترمنځ توپېر کړی! له ښوونځي څخه د هغه تبدیلي د ماشومانو ساتنې او ژغورنې لپاره وشول.

آيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ او سایکس-پیکو بیرغونو تر منځ توپېر کول جرم دی!؟

تاسو هغوی له چا څخه ژغورئ؟ او څوک د هغوی ژوند ګواښي؟ موږ د حُسن ښوونځي له ښوونکو سره خبرې وکړې او هغوی له نوموړو دوه تنو استادانو څخه مننه وکړه، زده‌کوونکي مینه ورسره لري، د حُسن ښارګوټي خلک اسلام ته درناوی لري او مراسم يې لمانځي. له فلسطین کورواکه ادارې او قاتلینو څخه پرته څوک د هغوی ژوند ګواښي!؟

موږ غواړو پوه شو چې، د رسول الله صلی علیه وسلم بیرغ په اړه خبرې کولو کې داسې څه و، چې د ښوونې او روزنې وزیر يې په غوسه کړ او د سایکس-پیکو بیرغونو او پولو په اړه خبرو، ولې نسرین عَمر غوسه؟ یا دا چې د فلسطین نصاب، یهودي دولت او اروپايي ټولنې سره د استاد حسین خبرې په ټکر کې دي!؟

پریږدئ چې دوی ځواب راکړي، خو د فلسطین په نصاب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیرغ په اړه څه نشته!؟ خالد ابن ولید رضی الله عنه، قومندان صلاح الدین، د خیبر غزوه او په بني قریظه کې د سعد ابن معاذ حکومت... د فلسطین په نصاب کې نشته!؟ هغوی ولې د فی سبیل الله جهاد آیتونه لیرې کړل!؟

هغوی ولې نه غواړي، چې مسلمان ماشومان په دې پوی شي، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ پولې، ښکیلاکګرو رسم کړي دي!؟

ولې په درسي نصاب کې نشته چې د بیت المقدس آزادول یوازې په في سبیل‌الله جهاد او د اسلامي‌اُمت په یووالي، تر واحدې اسلامي رهبرۍ لاندې، چې اسلام به لیږدوي او د یهودو جرړې به وباسي، کېږي!؟ ولې ورته د خپاره شوي بریتانوي اسنادو په اړه ونه وایو؛ چې مارک سایکس د خپلو ناظرینو څخه بښنه غوښتې وه، د دې لپاره چې د عربي بیرغونو رسامي یې کمزورې او په بیړه کښلې وه!؟

ولې درسي نصاب دې ته لیوالتیا لري؛ چې هغه لویدیځ مفاهیم او ارزښتونه له اسلام سره ټکر لري، لوړ وښيي؟ دوی هڅه کوي چې زموږ اسلامي هویت له منځه یوسي؛ هغه هویت چې زموږ عزت او یووالی پکې نغښتی دی.

اې په سپیڅلې خاوره کې زموږ خلکو!

هغه رښتینی مجرم څوک دی، چې د مسلمانانو بچیان له دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بیرغ څخه راګرځوي، چې حساب کتاب ورسره وشي.

رښتینی مجرم هغه څوک دی چې د مسلمانانو د بچیانو په مغزونو کې د سایکس-پیکو پولو او بیرغونو، چې اسلامي اُمت يې پاشلی، درناوی ځای پر ځای کړي.

ریښتنی مجرم د فلسطین کورواکه اداره او د هغې امنیتي خدمتونه دي؛ هغه چې په ویجاړونکو څیزونو بدله شوې ده، چې د فلسطین خلک په هره برخه کې له منځه وړي. هغه غربي بنسټونه چې زموږ کورونه او کورنۍ ورانوي، د هغوی په وران کاریو خوله پټوي، دا ستا لپاره بسنه کوي، چې بدل شوې ښوونې او روزنې او ښوونیز نصاب ته کتنه وکړي، رسنیزو بنسټونو او د هغوی رول د فساد او فسادي ارزښتونو خپرولو ته وګورئ، امینتي بنسټ ته وګورئ چې د ښکېلاک په امنیتي وسلې بدل شوی، تاسو شاهد یاست، نن ورځ چې کوم کمپاین د مقاومت پر وړاندي د فلسطین کورواکې ادارې او یهودي دولت لخوا هم‌مهاله پیل شوی، په کافي کچه د تایید وړ ګرځېدلی، همدارنګه د مجریمینو، قاتلینو او د نشه‌يې توکو ستر قاچاقبران چې د ټولنې له منځه وړلو لپاره د فتنې زړي کري، په کارونو پرده غوړوي.

حسین الشیخ او رجب وايي چې د مقاومت وسلې په نوم څه نشته، مګر د مجریمینو، قاتلینو او د نشه یې توکو قاچاقبرانو وسلې څنګه!؟ د فلسطین کورواکه اداره ولې خپل کمپاین د مجریمینو، قاتلینو او د مجرمینو مشران، چې د نشه یې توکو ملاتړ کوي، په لورې نه اړوي!؟

موږ ته ځواب راکړئ ولې مو استاد حسین ابوالحج او استاد انیس حمامرا ونیول؟ د چا ګټو لپاره د اسلام ساتندویان نیسئ او د لویدیځې تراڼګې په ټولو ښارونو کې یې لټوی؟ د قاتلینو او لاسپوڅو لاسونه په ځمکه کې د فساد خپرولو لپاره خلاص دي.

ښاغلو قاضیانو! د کمزورو لپاره ستاسو دنده د عدالت او انصاف قایمول دي او موږ تاسو د فلسطین فاسدې کورواکې ادارې په لاس کې له ابزارو څخه ډېر لوړ ګڼو.

د اسلام او دعوتګرانو دښمنې امنیتي ادارې خدمتونو ته غاړه ایښودل جرم او فساد نه دی؟ او تاسو د هغوی په فساد ښه پوهیږئ، نو بیا ولې د هغوی جرمونه پټوئ؟

موږ د بیت الحم محکمې له قاضي څخه پوښتنه کوو؛ ولې تاسو د استاد حسین ابوالحج له آزادولو مخ اړوئ؟ هغه څه ګناه کړې وه، چې تراوسه [د دې مقالې نوشته کولو تر وخته] مو په زندان کې اچولی؟ د مسلمانانو یووالي ته دعوت جرم دی!؟ آيا د رسول الله‌صلی‌علیه وسلم بیرغ په اړه خبرې کول جرم دی!؟ د فرانسې او انګلیس له خوا د مسلمانانو ویشلو په اړه خبرې جرم دی!؟ د مسلمانانو تر منځ د تفرقې په اچولو کې د اجنټانو رول په اړه خبرې جرم دی!؟

ولې تاسو د  معارف زارت جنایات، چې زموږ د ماشومانو پر وړاندي یې کوي نه وینئ، آیا دا د اسلام دښمنانو امرونه منل نه دي، چې درسي نصاب کې بدلون راولي ترڅو زموږ ماشومان له دین څخه لرې کړي او غربي مفاهیم او ارزښتونه په مغزونو کې ځای پر ځای کړي، آیا دا جرم نه دی تاسو جرم څه ته وایئ؟ آیا نه وینئ چې له دغه او هغه څخه موخه له ښکیلاک څخه ساتنه او غځونه ده؟ تاسو نه وینئ چې شاوخوا مو څه تیریږي؟ یهودي دولت د اکټاپوس په څېر خپریږي او د هغوی ولسمشر خپل مذهبي لمانځنې له ابراهیمي مسجد څخه اعلانوي او دا د خلیل الرحمن ښار ته ناوړه پایلې لري.

آیا تاسو نه پوهیږئ چې یهودي دولت ته چا واک ورکړ، چې خپل ښارګوټي په هرځای کې جوړ کړي؟ د فلسطین کورواکې ادارې له خوا امنیتي همغږۍ نه دي شوې؟ دوی د مسلمانانو چارواکي نه دي، د اړیکو سمولو اجنټان نه دي!؟

اې په فلسطین کې زموږ خلکو!

د فلسطین کورواکه اداره، لاسپوڅي مشران، یهودي دولت، امریکا او ښکیلاکګر د اسلام په راپورته کېدو خفه دي او له دعوت سره یې جګړه کوي. نو غږ مو پورته کړئ او روښانه ووایاست، چې ستاسو بیرغ د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ دی او تاسو د اسلامي امت غړي یاست. د اسلام د دښمنانو زړونه له وېرې ډک کړئ، د الله تعالی او خپل دین ته د کار کولو له لارې، چې اسلامي خلافت تاسیس، دین اقامه، د ښکیلاکګرو نفوذ ختم او فلسطین خپلواک شي.

{وَيَوْمَئِذٍ ‌يَفْرَحُ ‌الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ} [الروم:۴-۵]

ژباړه: او په هغه ورځ به مسلمانان خوشحالۍ وکړي؛ الله د هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه يې شي، هغه برلاسی او مهربان دی.

او په هغه ورځ د منافقانو او خائنانو لپاره هېڅ ډاډګیرنه نشته.

حزب التحریرـ د فلسطین مبارکه خاوره

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې