جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
شریعت له جنسي تاوتریخوالي څخه د ښځو د خوندیتوب یوازینۍ لار ده
بسم الله الرحمن الرحيم
شریعت له جنسي تاوتریخوالي څخه د ښځو د خوندیتوب یوازینۍ لار ده

د خلافت له راپرځېدو وروسته په اسلامي هېوادونو کې جنسي تېری او د مسلمانو ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي نورې بڼې ډېرې زیاتې شوې. اشغالګرو له جنسي تاوتریخوالي څخه د ښځو او د دوی د کورنیو د بې عزته کولو او مطیع کولو لپاره کار واخیست. غربي ځواکونه چې د خپلو غلامو حکامو له لارې یې اسلامي هېوادونه اشغال کړي؛ لا هم له جنسي ګواښ، جنسي تاوتریخوالي، جننسي تېري، ډله‌ییز جنسي تېري او جنسي شکنجې څخه نه یوازې د د ښځو او نارینه‌وو د وېرولو او د دوی پر لمن د تور داغ اېښودو لپاره کار اخلي؛ بلکې له دې لارې د دوی د کورنۍ ټولنیز اساس هم ویجاړوي. په سرېبرېنیکا، دارفور، سري لیون او نورو ډېرو ځاینو کې زموږ پر خویندو د سیستماتیک تېري پر وړاندې د نړۍ رهبرانو یوازې د درواغو اوښکې تویې کړې او له هغه چا یې هېڅ پوښتنه ونه کړه چې دا ډول شیطاني جرمونه یې وکړل؛ ځکه چې دوی د اوسني وضعیت یوه برخه دي.

د CEDAW، د بیجینګ عملي چارچوکاټ، نیږدې دایمي ویناوو، قوانینو او د ملګرو ملتونو د مقرراتو، چې په تېرو څو لسیزو کې تصویب شوي، سربېره؛ د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ستونزه د تل پشان پراخه او لویه ده. دا وحشت لا هم په میانمار کې زموږ د خویندو پر وړاندې روان دی چې زموږ پر ۴ کلنو تر ۸۰ کلنو لوڼو او خویندو تېری کېږي؛ په افغانستان کې چې زموږ خویندې له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د دندې پیدا کولو په بدل کې د نارینه‌وو د جنسي غوښتنو له ګواښ سره مخ دي؛ په سوریه کې چې زموږ خویندې د جنسي شکنجې له تر ټولو ناوړه بڼو سره مخ دي. کله چې زموږ خویندې په هغو هېوادونو چې اکثریت نفوس یې مسلمانان دي یا اروپا کې د پناه‌ځای په لټه کې شي؛ له لا ډېرې پلیدۍ، د ژوند نامناسبو شرایطو، لا ډېر جنسي تاوتریخوالي او د انساني قاچاق له ګواښ سره مخ کېږي. دا ټول د انسان په لاس جوړو سیکیولر او پانګوالو قوانینو او فرهنګونو په سبب کېږي چې ښځې د مادي ګټې لپاره کاروي، جنسي کوي او د خپلو هغو اجنداوو لپاره ګټه ترې اخلې چې د هغو له لارې د کورنۍ واحد او ټولنه ویجاوړي او موږ د هغو مطابق ژوند ته اړ شوي یو. تاریخ په وار وار ثابته کړې چې له دغه ظالم او فاسد سیستم نظام سره هېڅ نه دي بدل شوي او نه بدلېږي. زموږ خویندې د مرستې لپاره چغې وهي؛ خو هېڅ داسې هېواد یا پوځ نشته چې مرستې ته یې ورشي.

تصور وکړئ چې کله خلافت بیا تاسیس شي او خلیفه شریعت پلی کړي؛ په ټوله نړۍ کې به د مسلمانو ښځو په توګه زموږ لپاره ژوند څنګه وي. په تولنه کې به مو عزت کېږي او دجګړې او سولې پر وخت به خوندي وو (۱۱۲مه ماده). مسلمانې ښځې به له دې اندېښنې سره ژوند نه کوي چې جنسي تاوتریخوالی به ورسره کېږي یا به پر دوی تېری کوونکی له سزا لیدلو پرته په کوڅو کې ازاد ګرځي. ښځو ته به د مادې په سترګه نه کتل کېږي چې د زده‌کړې یا کار په برخه کې د بریا ترلاسه کولو لپاره د نارینه د غوښتنې او خوښې لپاره وکارول شي (۱۱۳مه ا ۱۱۸مه ماده). خلافت دولت به داسې تعلیمي نظام پلی کړي چې موخه به یې د فاسدې غربي عقیدې جوړول نه، بلکې د خالصې اسلامي عقیدې پر بنسټ په افکارو او اعمالو کې د اسلامي هویت او پېژاند جوړول وي (۱۷۱مه ماده)، دا به ډاډه کړي چې له ښځو سره تل په درناوي او عزت چلند وشي.

موږ له غربي هېوادونو او غلامو مشرانو دا تمه نه شو کولی چې راشي او اسلامي هېوادونه خوندي کړي؛ ځکه په لومړي قدم کې همدوی د تاوتریخوالي او ناخوندیتوب سبب شوي دي. موږ مسلمانان باید حللارې له خپل دین نه راواخلو. باید خلافت تاسیس کړو او د قوانینو هغه الهی نظام پلی کړو چې خپل خالق مو رالېږلی.

انشاءالله، کله چې شریعت او داسې قضايي نظام پلی شي چې د ښځو پر وړاندې جرم کوونکو ته ژر خپله سزا ورکړي، ښځې به بیا لکه پخوا چې د خلافت تر چتر لاندې وې، خوندي او امن ژوند ولري. هغه نظام چې داسې خلیفه به لري چې کله ان یوه ښځه د مرستې لپاره غږ اوچت کړي، خپل لښکر ورولېږي. هغه نظام چې د غرب ښځو ته د روښنایۍ یو څرک وي چې راشي او تر سیوري او خوندیتوب لاندې یې ژوند وکړي؛ ځکه دوی هم په خپلو هېوادونو کې د جنسي تاوتریخوالي له وېروونکي شمېر ځورېږي او د ځان پر وړاندې د جرم ترسره کوونکو ته د سزا ورکول کېدو ډېره کمه هیله لري.

دا هغه نړۍ ده چې که الله سبحانه و تعالی غوښتل، موږ به یې ولرو؛ کله چې د الله سبحانه و تعالی شریعت د ده سبحانه و تعالی تر نظام لاندې په هغه لار پلی شي چې زموږ خواږه پیغمبر، محمد صلي الله علیه وسلم په مدینه کې پلی کړ.

#أقيموا_الخلافة   #ReturnTheKhilafah      #YenidenHilafet

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ساره محمد - امریکا

د خلافت لپاره د حزب التحریر د اساسي قانون له مسودې څخه:

۱۱۲مه ماده- د ښځې اساسي او لومړنۍ دنده دا ده چې یوه مور او مېرمن وي. ښځه ناموس دی چې باید په عزت چلند ورسره وشي او ساتنه یې وشي.

۱۱۳مه ماده- د جنسیتونو بېلتون مهمه او اساسي خبره ده، دوی باید تر هغه چې شریعت اجازه نه وي ورکړې یا د هغې موخې لپاره چې شریعت د نارینه‌وو او ښځو د یو ځای کولو اجازه ورکوي، لکه پېر او پلور او حج؛ سره یو ځای نه شي.

۱۱۸مه ماده- ښځې له دې منع دي چې په شخصي توګه (خلوت کې) له هر هغه سړي سره وګوري چې واده ورسره کولی شي؛ ښځې همداراز له دې منع دي چې د پردیو سړیو په مخ کې ناز او نخرې وکړي یا خپل بدن وښيي.

۱۷۱مه ماده- د تعلیم د پالیسۍ موخه دا ده چې په فکر او چلند کې اسلامي شخصیت جوړ کړي. نو د درسي نصاب ټول مضمونونه باید د دغې پالیسۍ مطابق وټاکل شي.

  • 18 Rajab 1443   |   Friday, 18 February 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې