شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اوکراین په جګړه کې زموږ رول د پروپاګند افشا کول دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د اوکراین په جګړه کې زموږ رول د پروپاګند افشا کول دي

په اوکراین کې جګړه د دې لامل شوه، چې غرب د خپل اوږمهاله مخالف روسیې پر ړواندې را پورته شي. د روسیې  او غرب رسنۍ ، چارواکي او پلویان په نړۍ کې د زړونو او ذهنونو د ګټولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي. تبلیغاتي جګړه د حقیقي جګړې په پرتله خورا مهمه ده ځکه چې دا جګړه د خلکو پر احساساتو اغېزه کوي او د ټاکل شوې موخې لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کوي. له همدې امله اړینه ده چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې د یوه مسلمان په حیث روښانه دریځ غوره کړو.

له لویديځ څخه روایت دا دی، چې  جګړه مارې روسیې پر یو آزاد، ډیموکراتیک ملي دولت یرغل کړی او باید مخه یې ونیول شي. په ۲۱مه پېړۍ کې دا ډول  تحقیرونکې کړنې ځای نه لري، دا د نړیوالو قوانینو او همدارنګه د نړیوال نظم پر خلاف کار دی. پوتین یو ناوړه انسان دي، چې غواړي پر نړۍ تسلط و لري، خو پایلو ته یې پاملرنه نه کوي، نو باید مخه یې ونیول شي.

له روسیې څخه روایت دا دی، چې په ۱۹۹۱م، کې د شوري اتحاد د ړنګېدو راهیسې روسیه له یوه ناورین سره مخ او ذلیله شوې ده. د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې غرب د ناټو او اروپایي اتحادیې له لارې د روسیې تر پولو ځان رسولی دی. کله چې په ۱۹۶۲م، کې روسیه ورته هڅه وکړه، ترڅو کیوبا ته ځان ورسوي، په ځواب کې یې امریکا د اټومي جګړې چمتوالی وښود، خو نن ورځ دا څنګه امکان لري، چې امریکا د د روسیې تر پولو ځان رسوي او روسیه یوازې تماشا وکړي؟ له همدې امله روسیه دې ته اړه شوه چې ځواب ورکړي او د همدې موخې لپاره یې پر اوکراین یرغل وکړ، ترڅو لویدیځ ته دا پیغام ورسوي چې نور بس ده.

که موږ د  دغه دواړو هېوادونو روایتونو/قصو ته وګورو نو دلته ډېر مسایل شته .

دا جګړه به د تل لپاره د غرب منافقت او دوه ګوني معیارونه افشا کړي. غرب د روسیې پر ضد د نړیوال قانون چیغې وهي، خو د عراق په قضیه کې او همدارنګه کله چې صهیونیستي دولت په فلسطین کې مسلمانانو عاموژنه کوي، هلته بیا قوانین له پامه غورځوي. غرب د قوانینو پر بنسټ د نظم چیغې وهي، خو همدا بوش او بلېر وو، چې دا ټول قوانینو یی تر پښو لاندې او د تاریخ په کثافت دانۍ کې یې واچول. غرب د اوکراین د خلکو د حقونو او آزادیو د دفاع خبره کوي، خو د عراق او افغان ولس له آزادولو دوه لسیزې وروسته د هغوی ژوند د پخوا په پرتله نن ورځ بد تره دی.

د اتلانو لیګ پایلوبه به په روسیه کې نه کېږي او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، چې دا د هغو برېتانویانو بشپړ ملاتړ کوي، چې اکراین ته د جګړې لپاره ځي. اورپایي اتحادیه د اوکراین د مهاجرینو د پاملرنې لپاره ، چې د روسیې د برید له امله یې خپل هېواد پرېښی، غونډه جوړوي. په دې وروستیو کې په سعودي عربستان کې  د موټر ځغاستې یوه ستر لوبه ترسره شوه، په داسې حال کې چې دغه هېواد په یمن کې عاموژنه وکړه. په انګلستان کې ډېری مسلمان وروڼه او خویندې له دې امله په زندانونو کې دي چې په سوریه کې یې  د بشارالاسد د ظلم پر وړاندې غږ پورته کړی و. دا هم روښانه ده چې له اوکراین څخه د جګړو له امله له تښتېدلو ملکي وګړو سره رویه د هغه کسانو په څېر نه ده چې له جنګ ځپلو اسلامي هېوادونو څخه تښتېدلي دي.

دا ناهمغږي د دې لپاره ده چې ملي ګټې د بل هر ثابت اخلاقي معیار پر ځای دا دی چې څنکه غرب یوه عادلانه جګړه او ښه او بد ټاکي.

ځینې ګوري چې روسیه د امریکا پر وړاندې ولاړه ده او فکر کوي چې د دښمن، دښمن زما دوست دی. د یوه مسلمان په حیت موږ باید په یاد ولرو، چې کریمیا او د اوکراین جنوبي برخې له تاریخي پلوه د مسلمانانو خاورې دي. عثمانیان تر تور سمندر پورې ورسېدل او د تاتار د مسلمانانو ملاتړ یې وکړ، ترڅو اسلام په روسیه او فققاز سیمه کې خپور کړي. له همدې امله روسان تل له مسلمانانو سره په جګړه کې دي. له ایوان تر ستالین پورې ټولو روسي واکمانانو مسلمانان په ډله ییز ډول قتل عام کړي دي. د ولادیمیر پوتین لاسونه په چیچنیا او په دې وروستیو کې په سوریه کې د مسلمانانو پر وینو سره دي. نوموړی له مسلمانانو سره هېڅ دوستي نه لري، بلکې د امریکا او انګلستان په څېر له مسلمانانو سره د دوښمنۍ ریکارډ لري او د مسلمانانو پر وینو یې لاسونه سره دي.  

ننۍ روسیه د شوروي اتحاد په څېر نه ده، نه اوکراین ته او نه مسلمانانو ته څه ورکولای شي، بلکې روسیې د کمونیزم ترسیوري لاندې یو نړیوال پیغام درلود، خو نن ورځ هېڅ ډول پیغام نه لري، له همدې امله پرنورو ملتونو یرغل کوي، ترڅو د نړۍ پام ځان ته راواړوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه او غرب دواړه خپل تبلیغات کوي او د دواړو سیمو حالت خورا زیات متفاوت دی. غرب غواړي دا وښیي چې ګواکي د بشري حقونو او ملي حاکمیت څخه دفاع کوي او روسیه غواړي نړۍ ته وښيي، چې یو ځواک دی، له پامه ونه غورځول شي او باید حساب پرې وشي. پر ډېموکراسۍ، پانګوالۍ او غرب باندې باور په زیاته کچه له منځه تللی. د دغه نظامونو اداري فساد او نابرابري د دې لامل شوې، چې په سیاسي طبقه باور تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېږي. په روسیه کې حاکمه طبقه د خپل واک د ساتلو لپاره وحشیانه ځواک کاروي.        

د یوه مسلمان په توګه زموږ پیغام باید دا وي چې روسیه او غربي رهبران د خپلو خلکو د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلي او د دې وړتیا او حق نه لري چې د نورو ملتونو د رهبري کولو ادعا وکړي. غرب نورد اسلامي نړۍ لپاره بېلګه نشي کېدای اوموږ باید خپل برخلیک په خپله وټاکو او د اسلامي خلافت تر رهبرۍ لاندې یو بدیل نړیوال نظم وړاندې کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: ادنان خان

ژباړن: محمد هارون رؤفي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې