سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر امیر نامتو عالم عطأ بن خلیل ابو الرشته د خپلې وېب پاڼې څارونکو ته د ۱۴۴۳ هـ.ق کال، چې د ۲۰۲۲م کال سره سمون خوري، د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدلو له امله مبارکي وايي
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر امیر نامتو عالم عطأ بن خلیل ابو الرشته د خپلې وېب پاڼې څارونکو ته د ۱۴۴۳ هـ.ق کال، چې د ۲۰۲۲م کال سره سمون خوري، د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدلو له امله مبارکي وايي

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله، و علی آله وصحبه ومن والاه، و بعد:

د بشریت لپاره تر ټول غوره امت، اسلامي امت دی:

(كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ...)

ژباړه: «اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسو یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوې ده، تاسې پر نيکۍ امر کوئ، له بدیو منع او پر الله تعال ایمان لرئ...» [عمران: ۱۱۰]

پاکو او صالحو دعوتګرانو او د وېب پاڼې درنو څارونکو،

کوچنۍ اختر مو مبارک شه، له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د روژې قیام او ټول نېک اعمال مو د الله سبحانه وتعالی په دربار کې قبول او په دې سپېڅلې میاشت کې د دوزخ له اوره ژغورل شوي وی. ترمذی په خپل سنن کې د رمضان د شپې په اړه له ابو هریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت کړی، هغه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی:

(ولله عتقاء من النار وذلك كل ليلة)

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی په هره شپه کې بې شمېره کسان د دوزخ له اوره ژغوري» [حکیم په خپل مستدرک کې را اخیستی دی]

زه هم له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دا اختر د مسلمانانو لپاره له دې ظالمانه واکمنۍ وروسته، چې سل کاله کېږي ورسره لاس او ګرېوان یو، د خیر او برکت زیری وګرځوي، تر څو راتلونکی اختر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت تر بیرغ لا الله الاالله محمدرسول الله تر سیوري لاندې ولمانځو، دا د الله سبحانه وتعالی لپاره لویه خبره نه ده.

احمد په خپل مسند کې له حذیفه ابن یمان څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

(...ثم تکون ملکا جبریة، فتکون ما شاء الله أن تکون، ثم یرفع‌ها إذا شاء أن یرفع‌ها، ثم تکون خلافة على منهاج نبوة)

ژباړه: «...ورپسې به جبریه او ظالم حکومتونه راشي، تر کله چې د الله تعالی خوښه وي، دوام به وکړي، بیا چې کله الله تعالی وغواړي، ليرې کوي یي او یو ځل بیا به د نبوت پر منهج خلافت راځي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.» []

په پای کې تاسو ټولو ته د زړه له تله سلامونه وړاندې کوم او د الله سبحانه وتعالی دربار ته د دعا لاسونه لپه کوم، چې عبادات مو په خپل دربار کې قبول کړي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د کوچني اختر ورځ،

ستاسو ورور

عطأ بن خلیل ابو الرشتة

#دـحزبـالتحریرـامیر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې