شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسجد الاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد الاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی؟

(دویمه برخه)

دلته د موضوع پر دویمه برخه بحث کوو، چې د عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې د لویې فتحې زېری دی. مخکې له دې چې د دغه زیري په اړه خبرې وکړو، باید ووایو چې الله سبحانه وتعالی په خپلو احکامو کې دغه مسجد ته لوړ مقام ورکړی. د مقام د لوړوالي یوه نښه یې دا ده چې الله سبحانه وتعالی یې د فتحې خبر ۱۷کاله مخکې د اسراء او معراج په معجزه کې ورکړی و او د فتحې زیری یې د مسجدالحرام د فتحې له زیري سره ډېر نږدې و. دغه راز د لوړ مقام بله نښه یې د مسجدالحرام او مسجدالنبوي تر څنګ د مسافرت لپاره ځانګړي کول دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي:

«لَا تُشَدُّ الرِّحَالُ اِلَّا اِلَی ثَلَاثَةِ مَسَاجِدَ: مَسجِدِ الحَرَامِ، وَ مَسجِدِی هَذَا، وَ المَسجِدِالاَقصَی» (رواه بخاری)

ژباړه: له درېیو مسجدونو پرته د سفر نیت مه کوئ، مسجدالحرام، خپل مسجد مې او مسجدالاقصی ته.

طبراني له ابي الدرداء څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الصَّلاةُ فِی المَسجِدِ الحَرَامِ بِمِائَةِ أَلفِ صَلَاةٍ، وَالصَّلَاةُ فِی مَسجِدِی بِأَلفِ صَلَاةٍ، وَالصَّلَاةُ فِی بَیتِ المقَدِسِ بِخَمسِ مِائَةِ صَلَاةٍ»

ژباړه: په مسجدالحرام کې یو لمونځ له سلو، زما په مسجد کې یو لمونځ له زرو  او په مسجدلاقصی کې یو لمونځ له پنځه سوه لمانځونو سره برابر دی.

دغو مسجدونو ته د سفر نیت په دې مانا دی چې مسلمانان تل د یادو مسجدونو زیارت او پکې لمونځ کولو سره مینه لري. دغه راز په دې مانا دی چې مسلمانان کولی شي، په چاپېریال کې یې په  امن کې پاتې شي او پر لوري یې سفر وکړي. همدارنګه په دې مانا دی چې مسجدالاقصی او قدس د اسلام او مسلمانانو تر حاکمیت لاندې پاتې کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات مخکې او په داسې حال کې چې د وروستۍ ناروغۍ په بستر کې و، وصیت وکړ، چې د اسامه بن زید رضی الله عنه په مشرۍ دې یو لښکر د شام پر لوري روان شي. دا د دې لپاره چې نوموړی د خپل پلار زید بن حارثه رضی الله عنه هغه هیله پوره کړي چې د موته په غزوه کې شهید شو. زید ته دستور ورکړل شوی و چې له خپل سواره لښکر سره په فلسطین کې د «الداروم ویبنا» سیمې او البلقاء خاورې ته ځان ورسوي. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو. په داسې حال کې چې فرمایل یې: «د اسامه بن زید د لېږلو موخه او جریان په پراخه کچه خپور کړئ...! د اسامه بن زید د لېږلو موخه او جریان په پراخه کچه خپور کړئ!» سره له دې چې شرایط سخت شوي وو او مرتدانو د اسلامي دولت پر هره برخه بریدونه کول، نو ابوبکر صدیق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیت عملي کړ. وروسته یې څلور لښکر ترتیب او د فتوحاتو لپاره ولېږل چې درېیو سرلښکرو لکه؛ ابو عبیده بن جراح، شرحبیل بن حسنه او یزید بن ابي سفیان د شام پر لوري حرکت وکړ او عمرو بن العاص د بیت المقدس او همدارنګه خالد بن ولید د فارس او عراق پر لوري حرکت وکړ. ابو بکر صدیق رضی الله عنه وفات شو، په داسې حال کې چې له ډېرو بریاوو او فتوحاتو سره سره د شام او عراق لویه فتحه پوره نه شوه. دغه بریاوې د بیت المقدس له فتحې مخکې د «یرموک» د ۱۵ هـ.ق کال د رجب ۱۴مې له تاریخي او برخلیک ټاکونکې بریا سره خپل اوج ته ورسېدې. یعنې دوې میاشتې مخکې د قدس له فتحې څخه چې په شام او فلسطین کې یې نویو فتوحاتو ته لاره هواره کړه.

د عمرو بن العاص په مشرۍ د اسلام لښکر د فلسطین پر لوري حرکت وکړ. په دغه لښکر کې پر نورو سرتېرو سربېره څلور زره صحابه کرام هم وو او د فلسطین د سواحلو د لویې برخې له فتحې وروسته یې د قدس ښار محاصره کړ. دغه پېښه د یرموک برخلیک ټاکونکې جګړې څخه وروسته رامنځ ته شوه، په داسې بڼه چې د رومیانو دبدبه یې ختمه او له یوې خطرناکې ماتې سره یې مخ کړل. د یرموک جګړې د شام پاتې برخو د فتحې لپاره لار هواره کړه، په داسې ډول لکه د قدس فتحې ته یې چې لار هواره کړې وه. د قدس کلابندي څلورو میاشتو ته وغځېده، کله چې د قدس محاصرې ډېر وخت ونیو، نو عمر فاروق رضی الله عنه ابوعبیده ته لیک ولیکه او هغه یې د قدس لوري ته راوغوښت، په لیک کې لیکل شوي وو: «د الله بنده عمر بن خطاب له لوري خپل مامور ابو عبیده ته په شام کې! د الله تعالی حمد او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وایم. په لیک کې راغلي چې پر کوم لوري حرکت وکړې. ... ما وروسته له هغې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترور له زوی حضرت علی رضی الله عنه سره مې مشوره وکړه او نوموړي مشوره راکړه، چې ته باید د بیت المقدس پر لوري حرکت وکړې او الله سبحانه وتعالی هغه ستا په لاسونو فتحه کوي، والسلام.» وروسته له هغې چې ابوعبیده ته لیک ورسېد او د لښکر مشري یې په خپل لاس کې واخیسته، مسیحیان د ښار په دننه کې تسلیم شول، ځکه په یرموک کې د رومیانو تر ماتې وروسته یې کوم ملاتړی نه درلود. په پایله کې د ۱۵هـ.ق، کال د روژې پر ۱۳مه، چې د ۶۳۶م، کال د اکټوبر له ۱۸مې سره سمون لري، قدس فتح شو او کیلیانې یې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه، د هغوی له قومندان صفرینیوس ـ کبیر مسیحي واخیستلې او یو ژمنلیک یې ورته ولیکه، چې په عمري ژمنلیک ونومول شو. په هغه لیک کې له طبري روایت سره سم راغلي دي: «بسم الله الرحمن الرحیم، دا هغه امن لیک دی چې د الله بنده عمر امیرالمؤمنین د ایلیاء خلکو ته ورکړ. د خلکو د ځان، مال، کلیساوو او صلیبونو، روغ او ناروغو او نورو خلکو ته امن ورکړ. کلیساوې به یې نه خرابېږي ان په ځایونو او چاپېریال کې به یې کمی نه راځي. دغه راز مالونه به نه ترې اخیستل کېږي او د خپل دین پرېښودلو ته به نه اړ کېږي او په دې برخه کې به په هېڅ ډول نه ځورول کېږي. هېڅ یهودي به له هغوی سره په «ایلیاء» کې ژوند ونکړي او باید د ایلیاء خلک د مدائن د خلکو په شان جزیه ورکړي. ...»   

د بیت المقدس لویه فتحه وشوه، بیت المقدس د اسلام په لویو ښارونو کې شامل شو او پر لوري یې له ټولو اسلامي هېوادونو څخه خلکو د سفر نیت کاوه. مسلمانانو مسجدالاقصی ودان کړ، د کفر او شرک ټولې نښې او چټلۍ یې ترې پاکې کړې او پخپله حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په دغه کار کې ونډه واخیسته. د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره صحابه د اقصی مبارکې خاورې په شاوخوا کې د قدس په عمواس، اجنادین، قیساریه او حومیه سیمو کې په شهادت ورسېدل. یو شمېر په بیت المقدس او قدس کې پاتې شول او هماغلته وفات شول، چې د بېلګې په توګه یې ځينې یادولی شو. لکه: شداد بن اوس په قدس کې وفات شو، عباده بن الصامت، چې د قضاوت چارې یې پر مخ بېولې، په قدس کې وفات او هملته خاورو ته وسپارل شو. دغه راز اسامه بن زید د فلسطین په جنوبي رمله کې وفات شو، واثله بن الاسقع، فیروزالدیلمي او دحیه الکلبي د الدحیې په کلي کې، چې په نامه یې ونومول شوه، وفات شول. عبدالرحمن بن غنم الاشعري، علقمه الکناني او اوس بن الصامت په قدس کې خاورو ته سپارل شول. همدارنګه مسعود بن اوس، سلام بن قیس الاحضرمي، مالک بن عبدالله الخثعمی ابوریحانه النصاری او یو زیات شمېر نورو چې په قدس کې اوسېدل، په هماغه ځای کې وفات هم شول. مسلمانانو د صحابه وو د وخت په لومړیو کلونو کې، له فتحې وروسته په قدس کې ژوند پیل کړ او د هغو کسانو په پله یې پل کېښود چې د دې خاورې د ازادولو لپاره د شهادت لوړې مرتبې ته ورسېدل او د خپلو وینو په قیمت یې هغه ځای ازاد کړ. دغه راز شپه او ورځ د قدس په شاوخوا کې د الاسراء سورة ایاتونه لوستل کېدل او له ټولو خاورو څخه ډلې ډلې مسلمانان هلته ورتلل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوښتنې استجابت په داسې ډول وشو.

«لَا تُشَدُّ الرِّحَالُ اِلَّا اِلَی ثَلَاثَةِ مَسَاجِدَ: مَسجِدِ الحَرَامِ، وَ مَسجِدِی هَذَا، وَ المَسجِدِالاَقصَی»(رواه الامام البخاری)

ژباړه: له درېیو مسجدونو؛ مسجدالحرام، دغه زما مسجد او مسجدالاقصی پرته د سفر نیت مه کوئ!

حالت په همدې ډول روان و، چې بالاخره مسلمانان د صلیبیانو پر وړاندې له لومړۍ ماتې سره مخ شول او دغه بحث به د بیان په بله برخه کې وکړو.

لیکوال: حمد طیب

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې